غني د عمري او علوي عدالت ژمنه وکړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
د ټاکنو په موسم کې به مو د ټاکنیزو هلو ځلو ډیر نوماندان لیدلی وي چې د خپلو سیمو له ولسونو سره لویې لویې ژمنې کوي او د غټو غټو کارونو ټټر وهي ، نوماندان سیاسي غونډې کوي ، تبلیغي کمپاینونه پر مخ وړي ، پوسټرې ، لوی او واړه بینرونه او د نوماندۍ داسې نور شیان تیاروی چې ژمنې او شعارونه یې پرې څرګند کړی وي .
دا ننداره به تقریبآ دوه میاشتی دوام وکړي او د رایې ورکونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې به پای ته ورسېږي او بعد له ۴۸ ساعته وروسته به هر شخص د خپلی خوښی وړ نوماند ته رایه ورکوي .
په نورو هیوادونو کې کله چې رسمی کمپاین پیل شی نوماندان خپلو پلویانو ته هغه برنامی بیانوی چې په راتلونکې کې یې ولس او هیواد ته وړاندی کوی خو په افغانستان کې بیا فرق لری ځکه نن محمد اشرف غنی د افغانستان ستونزو ته د لارو چارو په کتو او خپله پینځه کلنه راتلونکې برنامه خپلو پلویانو ته بیان کړه خو عبدالله عبدالله بیا د برنامې پر ځای په محمد اشرف غنی نیوکې پیل کړی .
د رسمی ټاکنیزو کمپاینونو د پیل په لمړی ورځ دریو نوماندانو هر یو عنایت الله حفیظ ، محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله کمپاینونه پیل کړل ، ځینو نوماندانو تر اوسه پوری د نامعلوم دلیل له امله خپلو پلویانو ته برنامي بیان نه کړی خو ځینو نوماندانو چې ځانونه یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړی وه اوسنی حکومت او ولسمشر محمد اشرف غنی تورن کړی چې له خپلې حکومتۍ څوکۍ او امکاناتو څخه په ناقانونه توګه د خپل ځان په ګټه د بریالیتوب لپاره کاروی او په محمد اشرف غنی یې تور پوری کړ چې په دا وروستیو کې محمد اشرف غنی د حکومت په لوړو پوستونو باندی هغه اشخاص مقرر کړل چې د محمد اشرف غنی د بریا لپاره کار وکړی .
محمد اشرف غنی نن ورځ د ټاکنیزو کمپاینونو په لمړی ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل (که چیری زه بریالۍ شوم نو د حضرت عمر فاروق او حضرت علي په څیر عدالت به پلی کړم). د ولسمشر غني تر ټولو مهمه سپارښتنه چې د خپلو پلویانو په منځ کې یې خپلو رقیبانو ته وکړه وویل (دا ګز دا میدان ، که تاسو وګټله مبارکې به درکړو او که موږ وګټله لارو کوڅو ته به نه راوځي) ، ولسمشر غنی دا خبره ځکه وکړه چې په افغانستان کې ځینی کړی شته چې د افغان ولس د بی اتفاقی لپاره شپه او ورځ  هلې ځلې کوی تر څو خپلی غوښتنی د اعتراضونو په ډول پر حکومت ومنی خو تر اوسه پوری په دغو برنامو کې ناکام شوی ده .
بل خوا د ټاکنو کمیسیون ټولو نوماندانو ته خبر ورکړی چې باید هر نوماند د یو بل له سپکولو ، کنایو او د یو بل پر ضد سپکي خبری ونه کړی باید ولس ته خپلی راتلونکې برنامی واضح کړی تر څو د ولس په خوښه ، د ولس په رایه وړ شخص مقرر شی .
دا چې نوماندانو د کمپاین په لمړی ورځ د یو بل پر ضد او له کنایو ډک کمپاینونه پیل کړل نو له دا ډول نوماندانو به ولس څه خبر ولاړ کړی خو بهتره دا ده چې باید نوماندان ولس ته خپلی برنامی واضح کړی او ولس خپل ریښتینی استازی پیدا کړی .