د دوحې راتلونکې ناسته

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

افغان حکومت د ولسمشر غني په مشرۍ هڅه پیل کړې چې د دوحې راتلونکې غونډې ته افغان سیاسیون سره یو لاس کړي. د دوی تر منځ د نظر وحدت ایجاد کړي. د طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي سره د بحث لپاره د افغانستان سرې کرښې هغه چې هیڅ بحث ورباندې نشي کېدای تشخیص او تعریف کړي او همدارنګه د ټولو په ګډه سلا دوحې ته تلونکي کسان مشخص کړي.

د دې کار ګټه داده چې افغان سیاسیون به د مسکو د غونډې په څېر هلته بې اجنډا نه وي. مقابل لوری به د برلاسۍ احساس نه کوي. افغان سیاسیون به د دوی پر وړاندې د ملامتو په څېر خاموش او یوازې اورېدونکي نه وي. تر ټولو مهمه دا چې د افغان سیاسیون وحدت، همغږي او ګډ اقدام د پردیو او بهرنیو اجنډاوې منزوي کوي. د هغوی مخه نیسي او افغان دولت ته د دې زمینه برابروي چې په قوت سره مذاکراتو ته شامل شي.

ولسمشر غني لا وار دمخه ویلي دي هغوی چې د نظام خلاف غږېږي او یا مخالف نظر لري، هغوی په دغه پلاوي کې نشي شاملېدلی. دا ښه شرط په دې دی چې هر څوک باید په وضاحت سره خپلې کرښې معلومې کړي، هغوی چې د نظام ملاتړي دي هغوی دې د افغان سیاسیونو او دولت په کتار کې ودرېږي. هغوی چې د نظام خلاف وي، هغوی دې د طالبانو په لیکو کې ودرېږي او خپل نظر دې له هغوی سره شریک کړي.

اوس پوښتنه داده چې افغان سیاسیون به څومره له دولت سره همغږي شي؟

ځکه په افغان سیاسیونو کې لوی ستونزه داده چې دوی همېشه د ملي ګټو او مسایلو پرځای په خپلو شخصي مسایلو زیات تمرکز کوي. که چېرې دوی د پخوا په څېر هم له خپلو شخصي ګټو پسې ونښلي، نو د دوی ناسته به ځکه پایله ورنه کړي، چې ولسمشر غني هیڅ وخت دغه ډول جوړجاړی ورسره نه مني. د ولسمشر ټینګار پر دې دی چې لومړیتوب باید ملي ګټو او ملي مسایلو ته ورکړل شي. هغه وایي که افغانستان وي، موږ ټول به یوو او که افغانستان نه وي، نو موږ به هیڅ هم نه یوو، نو په دې خاطر باید تمرکز او لومړیتوب افغانستان او ملي ګټو ته وشي.

تر ډېره دا هیله او باور موجود دی چې دا ځل به سیاسیون د ملي ګټو په سر توافق ته ځکه ورسېږي چې دوی د مسکو د غونډې ترخه تجربه لري او دوی عملاً دا ولیدله چې په انفرادي توګه نه یوازې کومه ګټه نشي کولی، بلکې حتی د دوی شخصیت او اعتماد ته هم تاوان پېښوي.

بله موضوع داده چې د افغان سیاسیون په ګډون هیڅوک هم په اوسني وضعیت خوښ نه دي او نه هم د روان وضعیت د دوام هیله لري. دوی غواړي چې وطن ته سوله راشي او په ارامۍ کې ژوند وکړي، نو د دې لپاره حتمي ده چې له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې توافق ته ورسېږي او د سولې هڅې بریالۍ کړي.

دا به نو وخت ثابته کړي چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې حکومت، طالبان او افغان سیاسیون په څومره قوت او وحدت ګډون کوي او کوم اړخ د ملي مسایلو او ملي ګټو پرځای پر شخصي او حتی پردیو او بهرنیو مسایلو او اجنډاو ټینګار کوي. ولس دا هر څه په دقت څاري او هغوی چې غلط ګام ږدي او یا د سولې پر وړاندې مخالف دریځ اختیاروي، ولس به له هغوی څخه خپله لاره جلا کړي.