طالبان ولې سولې ته زړه نازړه دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني سولې ته د زیات تعهد په اساس تر هر څه دمخه له خپلو نړيوالو ملګرو سره له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې خبره فيصله او هغوی په دې قانع کړل، چې د افغانستان روان جنګ او بحران ته باید سوله ییز حل وموندل شي. دولت نړيوالو ته ډاډ وركړي چې له وسلوالو سره روغه جوړه به د افغانستان ، سيمې او نړۍ په ګټه وي
.
په همدې اړه یې بار بار له هغوی سره بحثونه وکړل او بالاخره یې د هغوی قناعت او ملاتړ ترلاسه کړل.
په دې کې شک نشته چې یو شمېر كورنۍ سیمه ییزې او بهرنۍ مغرضې کړۍ او هیوادونه د افغان سولې پر وړاندې خنډونه ایجادوي، ځکه د دوی شخصي ګټې په جنګ کې نغښتې دي. د سولې لپاره دولت او ولسمشر غني مستقیما وسله والو طالبانو ته مراجعه کړې او له هغوی څخه یې بار بار غوښتي چې د سولې بین الافغاني مذاکرات ومني، مګر وسله وال طالبان چې په مستقله توګه د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري، نو له همدې د سولې له مخامخ خبرو څخه انکار کوي.
سولې ته د ژمنتیا له پلوه دولت ان د وسله والو طالبانو بندیان هم له زندانونو څخه ازاد کړل او دا کار یې د حسن نیت او د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد فضا د برابرېدو لپاره وکړ. ولسمشر کرزي به په خپل وخت کې اساسي قانون اساسي قانون د روغې جوړې د خبرو د پيلولو  لپاره دشرط په توګه نه وړاندې كاوه او له طالبانو څخه به یې غوښتل چې قانون باید ومني او خپلې وسلې په ځمکه کېږدي. مګر ولسمشر غني ورته وایي چې اساسي قانون اسماني كتاب نه دى چې بدلون نه منونكى دى. حتی طالبانو ته یې وړاندیز وکړ چې که سولې ته غاړه کېږدي، نو دولت به یې د سیاسي ګوند په توګه ومني او له دوی سره به د سولې خبرې وکړي.
خو اصلي خبره داده چې طالب نه د سولې لپاره رامنځته شوی او نه هم د سولې اراده او صلاحیت لري. طالب ته په مغزو کې دا ور پېچکاري شوې چې باید جنګ وکړي، هیواد ویجاړ کړي، عام افغانان ووژني، د زیربنا او انکشاف مخه ونیسي، نهیلي، وېره او دهشت خپور کړي او خلک په خپل راتلونکي بې باوره کړي، مګر افغانان نهیلي ګناه بولي، ستونزو، زور او فشار ته نه تسلیمېږي.
وسله والو طالبانو پوره اتلس  کاله په دې خاطر خلک ووژل، بریدونه او چاودنې یې وکړې، چې ویل یې هیواد اشغال شوی دی، مګر نن د دوی په اصطلاح له همغو اشغالګرو(امریکایانو) سره د روغې جوړې او سولې خبرې کوي، خو له افغانانو څخه له خبرو او سولې انکار کوي. د طالب منطق او دې عمل ته ټول افغانان هک پک دي، حتی د دوی خپل جنګیالي هم اوس د خپلو مشرانو په دې دوه رنګۍ خبر شي او اکثر یې په  خپلو تېرو کړنو پښېمانه دي او دوی اوس دا درک کړې چې مشران یې په غلطه روان وو او دوی یې په ناحقه په جنګ او ورور وژنه کې ښکېل کړي دي.