د سولې په برخه کې د ولسمشر بل پرمختګ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

له کومې ورځې چې ولسمشر غني د سولې په اړه خپله طرحه، تګلاره او لار نقشه اعلان کړې، خصوصاً له کابل پروسې ناستې وروسته، نو د سولې په برخه کې پام وړ وضاحتونه راغلي او حکومت په دې برخه کې د ډېرو بریاو، پرمختګونو او لاسته راوړنوشاهد دی.

ځکه د کابل پروسې ناستې کې د سولې د طرحې له اعلان وروسته جمهوررئیس غني د کوچني اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ او په ځواب کې یې طالبانو هم اوربند اعلان کړ او دغه اوربند په ښه او بېسارې توګه عملي او مدیریت شو. له هغه وروسته د سیمې او امریکا په ستراتیژۍ کې د سولې موضوع په اصلي بحث بدله شوه. امریکا د خلیلزاد په مشرۍ د دې لپاره مذاکره کوونکی پلاوی وټاکه او یاد پلاوي له وسله والو طالبانو سره څو ځله مخامخ مذاکرات وکړل.

لنډه دا چې د ولسمشر غني د هڅو او برنامو له برکته د سولې په وړاندې پراته خنډونه هوار شو او دا مهال د سولې لپاره عملي هڅې روانې دي او د خلکو هیلې هم ورسره را ټوکېدلې دي. اوس افغانستان دوه مهم فرصتونه په مخکې لري. لومړی د قطر ناسته کې د افغانستان حضور دی. دا ناسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مهمه ګڼل کېږي، ځکه په راتلونکې ناسته کې به دواړه خواوې په فردي توګه خپل نظریات سره شریک کړي او وړاندې تګ لپاره به لا ډېره زمینه برابره کړي.

موږ باید د د سولې کنفرانس او مذاکرې تر منځ تفکیک وکړو. د قطر ناسته د سولې مذاکره نه ده، بلکې کېدای شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یو فرصت په توګه وګڼل شي. هر څومره چې دغه ډول مذاکرې او ناستې زیاتېږي، نو همغومره د سولې پر وړاندې مخته تګ باوري کېږي.

د روان کال د غویي په نهمه نېټه  پلازمېنه کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړېږي. د سولې مشورتي لویه جرګه مرسته کوي تر څو د سولې په برخه کې د خلکو غوښتنې منعکسې کړي او د سولې د بحث لپاره واحد غږ رامنځته کړي. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې سیاسي اجماع کولای شي د سولې مذاکراتو کې له ډېرو بریاو سره مله وي، ځکه جرګې د افغانستان په تاریخ کې ډېرو لویو ستونزو، کشالو او مسالو ته سوله ییزې او مناسبې حل لارې را اېستلې دي.

د سولې په برخه کې د ولسمشر غني بل لوی ګام دا و چې تېره ورځ یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د روغې جوړې رهبري شورا  لومړنۍ ناستې په جوړولو سره د سولې واحد چتر ایجاد کړ.  دا  د سولې د فعالیتونو د توحید لپاره یو مهم ګام ځکه دی چې له دې وروسته به سیاسي جریانونه او احزاب د تېر په څېر پاشلي او منفرد ګامونه نه اخلي، بلکې ټول به په واحد دریځ مخته ځي.

نر واحد چتر لاندې د بېلابېلو اقشارو حضور سیاسي اجماع او د افغانستان قوت ښیي. دا د ولسمشر غني بل لوی پرمختګ دی د سولې په برخه کې چې ټول سیاسیون یې تر واحد چتر لاندې راټول کړل. جمهوررئیس یو ځل بیا ثابته کړه چې حکومت د سولې لپاره چې د ولس لویه هیله او غوښتنه ده نه یوازې ژمن دی، بلکې په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي او ټوله هڅه یې داده چې دغې مهمې غوښتنې ته په تدبیر او دقت ځان ورسوي.