ولس دې په خپلو رایو شته بې قانوني ختمې کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د قانون واکمني په لومړي ګام کې په خپله د ټولنې د وګړو په ګټه ده، مګر له بده مرغه همدا د ټولنې له منځ څخه یو شمېر بدمرغه خلک د قانون د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ دي، ځکه چې د دوی ګټې په بې قانونۍ کې دي او له دې لارې دوی خپل ځانونه، کورنۍ او خپلوان تامینوي. دغه کم شمېر خو ظالمو او بې رحمه خلکو پوره څلوېښت کاله کېږي
چې هرې غیر قانوني کړنې ته لاس اچوي، د ولس وینې زبېښي، د ټولنې نظم او امنیت خرابوي، مګر په دا څلوېښت کالو کې دوی ماړه نشول.
د دوی پر وړاندې قاطع اقدام پکار دی، داسې اقدام لکه ولسمشر غني چې په تېرو پنځو کالو کې وکړ، ځکه د زورواکو مخه یې ونیوله، هغوی چې بیت المال یې خپل شخصي مال باله د هغوی لاسونه یې ور لنډ کړل، هغوی چې اعزازي معاشونه او امتیازونه یې له دولت څخه ترلاسه کول، هغه یې ورباندې ودرول، د غصب، غلا او د قاچاق مخه یې ونیوله، مګر په دې برخه کې لا ډېر کار او جدي اقدام پکار دی.
ولسمشر غني به چې غل او غاصب ونیوه، نو دوی به غالمغال جوړ کړ، قومي رنګ به یې ورکړ او ویل به یې چې دا د فلان او بستان قوم پر ضد دسیسه ده او نغواړي چې دوی مخته پرېږدي، حال دا چې غل نه قوم لري، نه قبیله لري، نه ژبه لري او نه هم وجدان لري. مګر دغه سیاسي او مافیايي کړۍ په ټول قوت د ولسمشر غني د اصلاحاتو پر وړاندې ودرېدې او د هغه د اقداماتو مخه یې نیوله، له همدې امله په تېرو پنځو کالو کې د اصلاحاتو، فساد د مخنیوي، د قانون د تطبیق، د ټولنې د نظم او ثبات په برخه کې هغومره کار چې ولس یې توقع لرله ونشو.
دا ځل ولسمشر غني د یوې بلې دورې د ولسمشرۍ لپاره بیا ځان نومولی دی او هغه په پام کې لري چې دا ځل د ټولو مافیایي او غیر قانوني ډلو او حلقو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، مګر په دې برخه کې د ولس ملاتړ مهم دی. باور دی چې ولس به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني هغو برنامو ته رایه ورکړي چې هغه یې د هیواد د ښېرازۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره لري.
ولس باید نوره محافظه کاري، غفلت او بې تفاوتي شاته وغورځوي. دوی باید د قانون د حاکمیت، ټولنیز عدالت، متوازن انکشاف، د هیواد د ثبات او د خپلو هیوادوالو د عزت او سوکالۍ په خاطر لاس په کار شي. خپل فعال رول باید ونه سپموي. دوی باید د خپلې رایې ارزښت لومړی درک کړي او بیا یې په ډېر مسوولیت او امانتدارۍ هغه چاته استعمال کړي چې حقدار یې دی. لکه د راتلونکو ولسمشریزو د نوماندانو په منځ کې ښاغلی غني د ولس د رایې تر نورو زیات حقدار دی، ځکه چې نوموړی د دې وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره طرحه او برنامه لري، د نورو غوندې نه وخت تېروي، نه ځان او نور غلطوي. هغه واقعا د کار او خدمت لېونۍ مینه لري.