ولسمشر د ولس مشورو ته ارزښت ورکوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ولسمشر غني له مهمو او لویو ځانګړنو څخه یوه داده چې د خلکو نظر او مشورې ته فوق العاده ارزښت ورکوي، په همدې موخه هره ورځ په ارګ کې د هیواد له بېلابېلو اقشارو، مشرانو، متنفذینو او سیاسیونو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سلا مشورې کوي او هم په ولایتي سفرونو کې د خلکو نظریات، غوښتنې او مشورې په ډېر دقت اوري.

مشوره زموږ اسلامي او ملي اصل دی او تجربوهم  ثابته کړې چې د خدمتونو له مستهلکینو سره مشوره تل د منابعو د ښه مدیریت او د مشروعیت د تحکیم لامل کېږي.

د افغانستان په څېر جنګ ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو کې چې تراوسه یې حکومتي بنسټونو د ټولنې په فرهنګ او باورونو کې ريښې نه دي ځغلولې، خلک له تخنیکي پوهې څخه زیات د مخورو او باوري کسانو په ضمانتونو اتکا کوي. نو د دې لپاره دا ډېره حتمي او ضروري ده چې په دولتي ادارو او بنسټونو باید د خلکو باور او ملاتړ زیات کړو. د دې لپاره د مشورې د اصل پرځای کول، خلکو ته د مالکیت او خپلوۍ احساس ورکول، د خدماتو او اسانتیاو ښه والی او زیاتوالی او تخنیکي پوهه ضروري ده.

تخنیکي پوهه د حکومت ماشین په حرکت راولي او مدیریت یې کوي، خو په دې ماشین او د حرکت په ډول یې د خلکو باور باید د افرادو په واسطه تامین شي چې د سیمې د خلکو لپاره باور ګڼل کېږي او خلک د هغوی له لارې خپل حضور په حکومت کې تمثیل شوی ویني او له دې لارې حاضرېږي چې د حکومت په پروګرامونو او طرحو کې شریک شي او حکومت ته مشوره ورکړي.

زموږ په ټولنه کې سیاسي ثبات په دوو تخنیکي او ولسي برخو اتکا لري. ځکه د ثبات او امنیت احساس په هممهاله توګه یو روحي او فکري احساس دی. ټولنه چې ځان د سقوط په خطر کې وویني، نو په لومړي ګام کې پر تخنیکي پوهه اتکا نه کوي. هغه چلند چې د ټولنیز وجدان پر بنسټ په ټولنه کې راڅرګندېږي، یا په خلکو کې د ثبات او امنیت احساس پیاوړی کوي او یا د سقوط او ګډوډي خطر د هغوی باور زیاتوي. پر دې بنسټ زموږ په هېواد کې، په ځانګړي ډول په کومو شرایطو کې چې یوو، اړینه ده چې د ښې حکومتولۍ طرحه په لومړي ګام کې د خلکو د پراخ مشارکت او د ولسي مشورې د اصل د تامین په صورت کې رامنځته شي.

په دې برخه کې له نېکه مرغه زموږ د هېواد تېر فرهنګ موږ ته ښه بنسټ په واک کې را کوي، ځکه له یوې خوا مشوره زموږ په دیني لارښوونو کې یو ښه او اساسي اصل دی او له بلې خوا زموږ سیمهییز دودونه په مشوره، جرګه او د مرستې په اصولو ټینګار کوي.

د ولسمشر هېمشنی ټینګار همدا وي چې د سولې په ګډون به ټول ملي او مهم مسایل د ولس په مشوره حل او فصل کېږي او هیڅ داسې تړون اوپرېکړه به ونشي چې په هغه کې د ولس نظر او مشوره نه وي شامله، له دې څخه د ولس مشوري ته د ولسمشر د ارزښت ارکولو اندازه لګېدلی شي.