د دونالډ ترامپ د څرګندونو په اړوند

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

عبدالملک پرهیز

ترامپ د جګړې د پای ته رسولو، د لس هاو میلیونه افغانانو او د افغانستان د له منځه وړلو په اړوند مطبوعاتو ته غیر مسوولانه ،څرګندونې وکړې، پوښتنه داده چې آیا دا د امریکې د دولت رسمي دريخ دی که د ترامپ کړ او که  شخصي نظر؟

په شخصي لحاظ ترامپ د یو داسې کس په توګه پېژاندل شوی چې اکثره وختونه خپلې خبرې په  ناسنجول شوي او په ناببره ډول کوي ، چې دا د هغه په ناانډوله فکري حالت دلالت ‍وي او تل خپلې خبرې بدلوي. نو له دې امله دده خبرې د زیات ارزښت وړ نه دي. خو که دده خبرې د سپینې ماڼۍ رسمي دريځ وي په دې حالت کې په کار ده څو افغانان په هکله يې ژور فکر وکړي او ګډ دريځ غوره کړي.

 په هر حالت دغه څرګندونې د یو دوست هیواد د ولسمشر خبرې نه بلکې د یو دښمن هیواد د ولسمشر خبرې او نظر بللی شو، هيڅ دوست هیواد د دوست هیواد د میلیونونو وګړو د له منځه وړلو فکر او اراده نه لري، په تېره بیا د یو داسې هیواد د له منځه وړلو خبرې چې په بېلابېلو برخو کې  ورسره د دوستۍ او همکارۍ زیات تړونونه لري او ډېری دغه تړونونه هم د امریکې په غوښتنه ، خوښه او دهغوی تر  فشار  لاندې لاسلیک شوي دي د بېلګې په توګه  ددواړه هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک چې د افغانستان دننه او بهر يې زیات مخالفین هم لرل ، نو دا څرګندونې نه یوازې د دواړه هیوادونو ترمنځ د شته تړونونو د روحيې خلاف دي بلکې  د اخلاقې، سیاسي او نړیوالو اصولو او قوانینیو خلاف هم دي.

دا ډول نظریات موږ ته را زده کوي چې د امریکا مشران د نړۍ د هیوادونو او خلکو په اړوند د ځنګل د قوانینو پربنسټ څرګندونې او چلند کوي، دوی خپل زور او ځواک د نړۍ قانون بولي او ټوله نړۍ د خپل امر او نهی د ترسره کولو دپاره بې له قید او شرطه اړ  بولي او ځان د هيڅ ډول نړیوالو اصولو او نورمونو تابع نه بولي، دوی ځانته اجازه ورکوي ، خلک ووژني ، هیوادونه ړنګ کړي او د هغوی ټول شته خپل کړي. د افغانستان په وړاندې د ترامپ وروستۍ څرګندونې هم له همداسې امریکايي فکري لید څخه سرچینه اخلي. د ترامپ په دې څرګندونو کې درې مهم ټکي ول، د جګړې پای ته رسول، د لس ګونه میلیونه افغانانو وژل او په پای کې د نړۍ له نقشې څخه د افغانستان له منځه وړل. هو دا  یو وحشتناکه فکر او خیال دی.

د امریکې د ولسمشر دغه بې باکه او کاوکه څرګندونې ډېر دلیلونو لرلی شي چې د ځینیو په اړوند يې دلته یادونه کوو. ترامپ چې د واک سخت تږی دی د راتلونکو ټول ټاکنو دپاره په یو لړ ناسنجول شویو اقدامونو لاس پورې کړی،د بېلګې په توګه د میلیونونو هغه کسانو ایستل له امریکې څخه چې په لس هاو کلونه په دغه  هیواد کې اوسېدلي او د کار او ژوند خاوندان دي. یا په یو اړخیز ډول اسراییلو ته د سوريي د خاورې د یوې برخې بښل او داسې نور ډېر نورې بې قالبه او سرزوري اقدامونه کې یادونه يې لازم نه بولم چې ددې ټولو هڅو هدف په ټاکنو کې د خلکو د رایو تر لاسه کول او لوي غوښتنه ده، اوس هم غواړي تر ټاکنو دمخه د پنجابیانو په مرسته د افغانستان د جګړې په اړوند یو جوړجاړی وکړي څو امریکایانو ته ووايې ما د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.

پاکستان چې د افغانستان د جګړی تمویلونکی او سازمان ورکونکی دی ، ترامپ هیله مند دی چې پاکستاني واکمنانو ته د یولړ امتیازونو په ورکولو سره یوه بيړنۍ لاس ته راوړنه تر لاسه کړي.  پنجابي واکمنان چې د امریکې د ولسمشر کمزورتیا يې پېژاندلې ده غواړي له دغه موقع څخه د ځان په ګټه زیاته ګټه پورته کړي.

بل دلیل دادی چې امریکایان خپلې ماتې ته متوچه شوي دي او غواړي خپله ماتې د دا ډول وحشتاناکه څرګندونو په پرده کې وپوښي او ووايي چې دوی د میلیونونو خلکو په وژلو سره دا جګړه ګټلی شي ، خو دا کار نه کوي، نو ځ‍ه چګړه بایلي. خو واقعیت دادی چې امریکایانو دغه جګړه لږترلږه له اخلاقي پلوه همدا اوس بایللې ده، د یو هیواد د خلکو وژل او د نړۍ له نقشې نه د یو داسې هیواد له منځه وړل چې دوی ته يې هيڅ  زیان نه دی رسېدلی  په خپل ذات کې د ټولو هغه معیارونو او اصولو  لکه دموکراسي ، د بشر د حقوقو او داسې نورو ماتې ده چې امریکایان يې خپل ویاړ بولي.

بل دلیل دا هم کېدی شي چې دوی غواړي طالبان دومره غښتلي و ښايې چې د جګړې له لارې ماتول يې ناممکن دی او په دې ډول د هغه پلان د عملي کولو دپاره لاره اواره کړي چې د پردې تر شا د پاکستاني واکمنانو سره موافقې ته رسیدلي دي. همدا اوس طالبانو د سولې د خبرو تر چتر لاندې جګړې ته زور ورکړی او هره ورځ په سلهاو بې ګناه خلک وژني ، د طالبانو دغه وحشیانه جګړه او د امریکایانو دا ډول څرګندونې یو بل بشپړوي او د یو ناوړه راتلونکې زېری ورکوي.

د بلې خوا د ترامپ دغه څرګندونې د هغه بین المللي پېښو سره هم څنګ نه ډډه نه لګوي چې امریکا په کې ښکیل ده. نوموړي په همدغه مرکه کې وویل موږ وځو او نه غواړو د ژاندارم دنده ترسره کړو. خو همدا اوس امریکا سعودي عربستان ته په زرګونو پوځیان استوي څو په سیمه کې د ژاندارم رول ترسره کړي. خو نوموړي دلته داخبره ځکه وکړه څو په دې ډول د افغان دولت تر فشار لاندې راولي او د هغه طرحې منلو ته يې مجبور کړي چې له پنجابي واکمنانو سره يې د افغانانستان د خلکو په غیاب کې کړې او غواړي د سولې تر نامه لاندې د غلامۍ نوې چغ د افغانانو پرغاړه واچوي . د افغانستان جګړه یوه داسې مسله ده چې باید د افغانانو په شتون کې حل شي ، هيڅ څو‍ حق نه لري کې د افغانانو په نه شتون د افغانانو برخه لیک وټاکي .

ترامپ په خپلو دغه خبرو کې د کشمیر په اړوند د هند او پاکستان ستونزې ته هم اشاره وکړه او د منځګړتوب وړانديز يې وکړ ، د ترامپ په وینا هند داسې یو منځګړتوب منلی، خو هند بې له ځنډه د ترامپ څرګندونې رد کړې .

د پنجابیانو موخې څه دي؟ پنجابیانو او دپاکستان دولت چې د تروریسم د پالونکي او صادرونکي دولت په توګه پېژاندل شوی او په اصطلاح  د تروریسم په خړ لست کې يې نوم داخل شوی او له یو لړ اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی ، هڅه کړې او کوي څو دغه بندیزونه لرې او خپلې اړیکې له امریکې سره عادي کړي، ددې کار دپاره پاکستاني واکمنو له بېلابېلو لارو له سپينې ماڼې سره اړیکې نیولي چې د واشنګتن له خوا تل رد شوې ول. اوس چې ترامپ غواړي د اوړو پوزه ځانته جوړه کړي نو پنجابیان غواړي له دې موقع نه داسې ګټه واخلي چې هم امریکايي ډالرې بیا خپل کړي او هم پر افغانستان خپل لاسپوسي او ګوډاګیان وتپي.

اوس به د ترامپ خبرې له دې زاويي پام کې ونیسو چې دغه جګړه چا او ولې پیل کړه او ولې باید تل افغانان د نورو د ګټو قرباني اوسي؟ دا امریکا ول چې په  افغانستان کې يې د تروریسم پرخلاف جګړه اعلان کړه، دا دوی او متحدینو يې ول چې زرګونه پوځیان يې د تروریسم له منګولو د افغانستان د ژغورلو دپاره واستول ، هيڅ افغان دوی ته بلنه نه وه ورکړې او په تېرو ۱۹ کلونو کې  په زرګونه افغانان ددغه بې مفهومه جګړې قربانیان شول. دا دوی ول چې  د یو تروریست نظام پر ځای يې د غلو او ډاکوانو نظام پوره ۱۹ کاله پر افغانانو و ټپلو. او دا همدوی ول چې په  تیرو ۱۹ کلونو کې يې په افغانستان کې د یو قانوني نظام له ټینګېدو مخنیوی وکړ او افغانستان يې د جنګسالارانو د وحشت او بېداد منګولو ته وسپارلو او میلیاردونه ډالره يې د جنګسالاري نظام د ټینګول په لاره کې ولګول. افغانانو په تیرو ۱۹ کلونو کې د ظلم او ستم بې ساري ډولونه پرځان تجربه او وزغمل. البته دا یو تصادفي کار نه بلکې دوی غوښتل د همدغه چټلو کړیو په مرسته خپل شتون او موجودیت په افغانستان کې حتمي کړي. پرافغانستان تپل شوی د ځنګل او ځناورو نظام سبب شو چې خلک وطن پرېږدي او یا د موجوده ظلم او بېداد تر وړاندې وسله پورته کړي. دا د همدغه بېکاره او کرغېړه نظام لاس ته لاوړنه ده چې طالبان یو ځل بیا د پنجابیانو په مرسته په یو ځواک بدل شو.

پاکستاني واکمنان چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د تروریست او ورانکاره ډولو تر شا ولاړ ؤل او دي او د امریکې ملاتړ يې هم له ځانه سره درلود، د امریکې سره هم دوه مخې لوبه و کړه ، د ترامپ په وینا له امریکا يې په بېلیونونه  ډالرې تر لاسه کړې او د تروریستان د ملاتړ دپاره يې ولګول.  نو ښاغلی ترامپ دا تاسې یا ستاسې دولت ؤ چې جګړه يې پیل کړه ، له نن څخه څلوېښت کاله دمخه دا جګړه پیل شوه او افغانستان د تروریستان د یرغل او برید لاندې راغی، نن هماغه ستاسې او ستاسې د تاریخي دوست پاکستان ،روزل شوي تروریستان ستاسې پرخلاف جنګېږي. جالبه ده چې تاسې لا تر اوسه پوه نه شولئ څوک جګړه کوي او تاسې له چا سره چګړه کوئ او دا تورې لښ‍کرې له کومه ځایه راځي؟!!! نن هم ستاسې دوست پاکستاني مقامات دغه جګړه ستاسې پرخلاف تمویلوي او سازمان ورته ورکوي. دا د پاکستانی پوځ او آی اس آی جګړه ده چې د افغانانو پر خلاف يې پر مخ بیايي. افغانانو له تاسې هيله درلوده چې افغانان او افغانستان  ددغه تروریست دولت له تورو منګولو وژغورئ او سیمه او نړۍ د ترورېزم د مرکز له شره بېغمه کړئ.  هيله کېده څو تاسې دغه اخطار د تروریستانو تمویلونکو او پرمخ وړونکو ته ورکړی وای، نه د افغانانستان رنځېدلو او کړېدلو خلکو ته چې هره ورځ د تروریستان د وړوندو تروریستي بریدونو په پایله خپل بچیانو، زاړه او سپین ږيري ، ماشومان او ښځې له لاسه ورکوي. افغانان ستاسې د سترګو تر وړاندې عام قتل کېږي خو تاسې د افغانانو قاتلینو ته د میلیونونو افغانانو د وژلو او د افغانستان د نابودولو زیری ورکوي. ستاسې څرګندونې ستاسې د سالم عقل  په اړوند شک رامنځ ته کوي.

تاسې افغانستان مه ویجاړوئ ، ولاړشې هغه کمپونه ویجاړ کړئ چې تروریستان روزي، په دې کار به تاسې هم ځان او هم نړۍ د تروریستانو له شره خوندي کړئ.

موږ یقین لرو چې افغانان به له دغه ناورینه سرلوړي راووځي. د شاعر په وینا « ټيټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه – زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم»