سوله په خبرونه په عمل سره راتلی شي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې له ډېره وخته روانې دي او داسې افغان نشته چې هغه سوله ونه غواړي، هغه که نر دې که ښځه ووړ دې او که زوړ په خوله یې یواځې د سولې کلمه ده، په زړونو کې همدا یو ارمان دی چې د سولې خوبونه یې په رښتیا بدل شي او په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي

.

 په افغانستان او سیمه کې د سولې او امن د ټینګښت یوازېنۍ لاره دا ده چې د جګړې ستراتیژي د سولې او پخلاینې په ستراتیژي بدله شي.  افغان حکومت ډېرې هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او امن  راولي او خپل ولس ته خپلې کړې وعدې په عمل کې وښیي کومې یې چې د سولې په راوستلو کې ورسره کړي دي.

خو حکومت په یواځې ځان نشي کولی چې په افغانستان کې سوله راولي، د سولې په راوستلو کې باید هر وګړی ونډه واخلي. که چېرې ولس په واقعیت سره د حکومت ترڅنګ ودرېږي او له وسله والو طالبانو سره خپله خواخوږي کمه کړي، هغوی له ورانکاریو، له خپل ولس او حکومت سره له دښمنۍ را وګرځوي او اجازه ورنه کړي چې د دوی په کلي، کور او سیمه کې خپل فعالیتونه ترسره کړي، نو باور دی چې هغوی به ځانونه منزوي احساس کړي او په خپلو ناوړه کړنو به له سره غور وکړي.

د سولې په برخه کې د ولس همکاري له همدې ځایه او همداسې دریځه پیلېږي، په دویم ګام کې دوی کولی شي چې د سولې بهیر کې د خپل اسلامي، ملي او افغاني مسوولیت او مکلفیت له مخې همکاري وکړي. د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي او دواړه غاړې د یو پر ضد د جګړې پر ځای خبرو او مذاکراتو ته ولمسوي، دا کار دې له کلیو او ولسونو را پیل شي او کرار کې دې داسې پراخ شي چې ټول ولسونه په کې ځانون حس کړي.

د سولې په راوستلو کې زمونږ د دیني عالمانو ونډه ډېره مهمه ده، ځکه ټول خلک د عالمانو خبرې په ښه غور سره اوری او عمل پرې کوي، که چېرته همدغه عالم د سولې ناره له منبر څخه خپل ولس ته وکړي، هغوئ ته د سولې ګټې د اسلام  له نظره وښایي، او ورته  دا قناعت ورکړي چې سوله زمونږ د خوږ پېغمبر حضرت محمد ص هم هیله وه چې تاسو په یوه ارامه او د امن په فضا کې ژوند وکړئ.

ولسمشر غني هم د سولې په راوستو او فساد سره مبارزه کې د دیني علماوو وینه مهمه بللې او پرعلماوو یې غږ وکړ چې د بهرنیو په لمسون مه ځان وژنۍ او مه د دې وطن بچیان وژنۍ، او له علماوو یې وغوښتل  چې له حکومت سره د سولې ټينګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړئ.  

د سولې په برخه کې ځوانان مهم رول لري، ځکه د وسله والو طالبانو په لیکو کې اکثر وزګار او غولېدلي ځوانان جنګېږي. حکومت د یوې منظمې برنامې له لارې چې هم ځوانان جذب کړي، هم د دوی له وړتیاو ګټه واخلي او هم د دوی د کار او زده کړو غمه وکړي، نو اتومات به ورسره د جنګ ماشین کمزوری شي. د افغانستان غوندې هیواد لپاره ځوانان ډېر اهمیت لري، زمونږ په هیواد کې ځوانان په سلو کې ۷۰ فیصده نفوس جوړوي. که چېرته له دغو ځوانانو څخه په ښه توګه او د هیواد دګټې لپاره استفاده وشي، نو زمونږ د ټولو افغانانو ارمان به پوره شي او افغانستان به د یو با ثباته سولې شاهد وي.