ولسمشر غني د ښځو واحد دریځ وستایه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د روان کال د کب په ۹ نېټه د لوی جرګې خېمه کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه راغلو ښځو د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع په نوم غونډه لرله. یادې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني د ښځو اوسنی وضعیت او دریځ وستایه.

نوموړي په خپله وینا کې افغان ښځې ته د اتلې خطاب وکړ او وې ویل،

دوی اوس پخوانۍ ناخوالې او انګېرنې شاته پریښې او اوس تاریخ جوړونکې دي. له حاشیې څخه متن ته شوي او له وسیلې څخه په موخه بدلې شوې دي او له همدې امله د مثبت بدلون عامل دي. افغان ښځې نورې قرباني نه دي، بلکې د ملي برخلیک پر ټاکونکو بدلې شوې دي.

دا یو واقعیت دی چې په وروستیو کلونو کې ښځو له هر اړخیز پلوه وده کړې. د همدغې ودې له برکته اوس د ښځو په منځ کې عالي ظرفیتونه او کدرونه موجود دي چې د حکومت په بېلابېلو کچو مهمې دندې او مسوولیتونه ور سپارل شوي دي او تر ټولو مهمه دا چې په دغو مقامونو کې د دوی رول سمبولیک نه، بلکې واقعي او ټاکونکی دی.

ښځې د افغاني ټولنې له نیمایي زیاته برخه تشکیلوي، تر دې وړاندې چې ښځو ته نه یوازې پاملرنه نه کېده، بلکې په دوی بېلابېل بندیزونه وضع شوي وو، نو له همدې امله د ټولنې له نیمایي زیاته برخه په لوی لاس فلج شوې وه او له همدې امله نه زموږ ټولنیزه وده پام وړ وه او نه مو په بېلابېلو برخو کې د ستونزو کمی و.

په افغانستان کې د څو کلونو جګړو اصلي قربانیانې هم ښځې وې، ځکه په جګړو کې دوی تر بل هر چا زیاتې متضررې شوې دي. دوی زیاتې ستونزې او دردونه ګاللي دي او نن چې د ستونزو د حل فرصت برابر شوی دی، نو ښځې په دې برخه کې تر ټولو زیاتې موثرې تمامېدلی شي، ځکه دوی هم دردونه په ښه توګه تشخیصولی شي او هم ورته مناسبې حل لارې موندلی شي، نو د دې لپاره د ښځو فعال حضور د دې لپاره ډېر حتمي او حیاتي دی چې موږ د څلورو لسیزو جګړو او ناورینونو سره د تل لپاره مخه ښه وکړو.

سره له دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه له مېرمنو سره د همکارۍ په نوم په میلیاردونو ډالر راغلل، خو دغه مرستې شوې پیسې په موثره توګه ونه لګېدې. یوازې په کابل او یو څو نورو ښارونو کې د نمایشي غونډو او انجمنونو په جوړولو مصرف شوې چې د دغو انجمنونو فعالیتونه نه ګټور او نه هم افغانستان شموله دي. لکه ولسمشر غني چې هغوی ته په اشارې وویل: "که کابل کې په ډېر احترام سره، سل وارې انجمنونه قطعنامې صادرې کړې، که له ولایتونو نه استازي ونه ‌لري وايي، تاسې تعلیم یافته افغانانو نه استازیتوب کوئ."

هغه زیاته کړه، نن د افغان مېرمن که اطرافۍ، ښارۍ یا هم کابل کې ژوند کوي، په یو آواز راغلي، نن زه تاسې ته د دغه متحد او واحد دریځ مبارکی وایم. زما غوښتنه د افغانستان له ټولو اقشارو دا ده چې ځان د ښځو غوندې منسجم کړي، نظریات مو متحد کړئ، تر څو بله ورځچې انشاءالله و تعالی مشورتي لویه جرګه کې کېنو، په انسجام سره له یو بل سره وغږېږئ.