سوله د افغانانو لویه هیله او غوښتنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
 
څلوېښت کلن جنګ افغانانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او په دې وروستیو دوه لسیزو کې افغانانو دومره ظلمونه، جنایتونه او وحشتونه وګالل چې د نړۍ په تاریخ کې به یې بېلګې او ساری نه وي موجود، له دې امله افغانان نور سولې ته سخت لېواله دي، حتی په قطر کې د سولې خبرو ته هم سره له دې چې لا هم په کې سولې ته صداقت او تعهد نه ترسترګو کېږي، مګر افغانان ورته په هیله مندۍ ګوري
.
افغانان چې هره ورځ یې ښځې او ماشومان او ځوانان د بدمرغه جګړې له امله وژل کېږي د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي چې د جنګ پرځای دې د سولې او مذاکراتو لاره اختیار کړي. د ټوپک پرځای دې د خبرو له لارې خپل مسایل حل کړي او یوې نتیجې او موافقې ته دې سره ورسېږي.
د قطر غونډه به دا ځل افغانانو ته د سولې زېری ورکړي. ځکه چې دا ځل د دوی ناسته په داسې یو حساس وخت کې برابره شوه. چې تېره اونۍ ښاغلي غني د پاکستان هیواد ته خپل سفر وکړ، او هلته یې له پاکستاني مشرانو سره د سولې په هکله خبرې وکړې او له هغوی یې وعده واخيستله چې د سولې په روانه پروسه کې به پوره ونډه واخلي. او پاکستان چې پر طالبانو باندې پوره نفوس لري هغوی کولی شي چې طالبان سولې ته راضي کړي او هم یې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي.
افغان سیاسیون، عام ولس او شنونکي تر پخوا اوس د سولې په راتګ ډېر باوري شوي دي. او دوی هر یو خپل نظرونه ورکوي دي، چې دا ځل د قطر ناسته به ډېره د افغانانو په ګټه وي دا ځل دوی په دې پوره باوري شوي دي چې سوله به راځي او په هیواد کې به مو له څو لسیزو راهېسې روانه جګړه پای ومومي.
ځکه چې ولسمشر محمد اشرف غني تر بل هر څه سولې ته لومړيتوب ورکړی دی او دا نن سبا چې سوله په ملي او بین المللي بحثونو بدله شوې ده دا ټول د ښاغلي غني د هلو ځلو برکت دی، که په څه په لومړیو کې خلک باوري نه وو چې ولسمشر غني دې د سولې په برخه کې په نړیواله او سیمه ییزه اجماع بریالی شي، مګر نن سبا موږ ګورو چې نه یوازې اجماع رامنځته شوې، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه د افغان سولې عملي هڅې پیل شوې دي او باور دی چې دا مرستې له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې فوق العاده نتیجه ورکړي.
ښاغلی غني د جنګ دمدیریت ترڅنګ لا هم  سولې پروسې ته ژمن دی او د جنګ د پایته رسولو لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو هلې ځلې کوي. پاکستان ته د سفر پرمهال یې هم زیات تمرکز په سوله وو او پاکستاني مقاماتو ته یې په ډاګه وویل چې باثباته او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې لپاره هم ګټور دی، نو پاکستان دې له طالبانو سره د هغو اړیکو له لارې چې له هغوی سره یې لري د سولې برخه کې صادقانه همکاري وکړي.