د افغان سولې په تړاو نوې هڅې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغان سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنبو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلی زلمي خلیلزاد  په ګمارلو سره د سولې مذاکراتو بهیر لا زیات چټک شوی او لا هم هڅې روانې دي چې د افغان سولې د مذاکراتو دغه لړۍ کې افغان حکومت هم ورشامل شي، تر څو هم دغه روان بهیر لا پسې چټک شي او هم عملي پایلې ولري. په افغانستان کې تل پاتې سوله او امن راشي

.

تر بل هر وخت افغانان دا ځل سولې ته زیات هیله من او په دې ارمان دي چې په هیواد کې تلپاتې سوله او امن راشي او د ترهګرو ورانکارۍپای ته ورسېږي او په یوه ارامه او سوکاله فضا کې ژوند وکړو.

له کله نه چې ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې لپاره استازی ټاکل شوی، له طالب استازو سره یې څلور ناستې  کړي او روانه یې پنځمه ناسته ده چې له طالب استازو سره یې کوي. نوموړی دا مهال یو ځل بیا د افغان سولې  په تړاو له طالب استازو سره په قطر کې ګوري، او په دې باوري دی چې طالب استازي به د افغان سولې لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او په دې ډول دواړه لوري (افغان حکومت او طالبان) په ګډه د سولې خنډونه له منځه یوسي.

ښاغلی خليلزاد به په دغه ناسته کې له طالب استازو سره د امریکایي ځواکونو  وتل، اوربند او د نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د افغان خاورې د نه استفادې  په تړاو  خبرې وکړي. او دې پرېکړې ته به ورسېږي چې ایا طالبان په ریښتیا هم سوله غواړي او یا هم بیا کومه لوبه لوبوي. خو دی په دې باوري دی چې د افغان سولې په تړاو یاده ناسته به ګټوره وي، ځکه چې په یاده ناسته کې د طالب استازو یو شمېر مشران هم ګډون لري او له هغوی څخه به هغه ستونزې واوري کومو چې د سولې مخه ډب کړې ده او د افغان سولې په تړاو به نوې ژمنې وکړي او عملي کوي به یې هم.

افغان ولس که څه هم له یوې خوا د سولې راتلو ته هیله من او خوښ دی، خو بل لورته ځینې پوښتنې او اندېښنې هم لري چې حکومت او ولسمشر غني یې وخت پر وخت پوښتنو ته ځواب ویلی او د اندېښنو یې ډاډ درکړی او ورته ویلي یې دي چې هیڅ شی او هیڅ پرېکړه به هم د افغان ولس له خوښې او رضایت پرته نه ترسره کېږي.

عام افغانان خصوصاً ښځې دا وېره لري چې یو ځل بیا طالبان د خپلې واکمنۍ د مهال پېښو ته ورستانه نشي او پر خلکو او خصوصاً ښځو بندیزونه وضع نه کړي. افغان حکومت خپل ولس ته دا ډاډ ورکوي چې افغانان یوه داسې سوله غواړي چې په هغه کې د هر افغان سر او مال خوندي وي. او دا حق به هيچاته هم ورنکړي چې له افغانانو څخه خپل حقونه په زور واخلي او افغان حکومت ورته چپ پاتې شي.

د افغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني پر طالب استازو باندې دا غږ کوي چې تاسو به یو ځل بیا د افغان سولې له هڅو ډرامه جوړه کړئ، نو دا هیله به مو هيڅ کله هم پوره نشي. او نه به افغان حکومت تاسو ته د داسې کار اجازه درکړي. که چېرته سوله له افغان حکومت سره په خبرو راوستلی شئ رایې ولئ، او که د خبرو له لارې نه غواړئ نو افغان حکومت به له نور لارو چارو کار واخلي چې تر څو په افغانستان کې سوله او امن راولي.