د خلیلزاد ماموریت/ امین پاچا

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا څانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د تأمین په موخه د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو په ځانګړي توګه د افغان سولې په بهیر کې ذیدخلو هېوادونو، پاکستان، سعودي، متحده عربي امارات او قطر ته سفرونه وکړل او په قطر کې یې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره هم لیده کاته درلودل

.

د خلیلزاد ماموریت دوه مهم اهداف لري:

اول دا چې د ټرمپ اداره د افغانستان له جګړې ستړې شوې، ویل کېږي چې ټرمپ دې ته لېوال دی چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، خو هغه کسان یې مخه نیسي چې د امریکا په بهرني سیاست کې رغنده رول لري.

دویم دا چې وسله والو طالبانو په ځلونو ځلونو له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې او تل یې له امریکایانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی، نو له دې ښکاري چې امریکایان غواړي نور افغان جګړه چې د دوی له لوري پر افغان ولس تپل شوې‎ پای ته ورسوي او وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کړي؛ ځکه دا د دوی لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.

په دغه بهیر کې به د زلمي خلیلزاد رول څه وي؟

زلمی خلیلزاد یو افغان الاصله امریکایی دی، له افغاني ټولنې او فرهنګ سره په پوره توګه اشنایي لري. که چېرې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې بریالۍ شي، امکان لري چې خلیلزاد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د طالبانو په شمول د ګڼو افغانانو په ملاتړ سره میدان ته را ووزي، چې په دې توګه به له یوې خوا د امریکایانو د خوښې کس ولسمشر شي او له بلې خوا به وسله وال طالبان په آسانۍ سره حکومت کې ونډه تر لاسه کړي.