امنیتي خودکفایي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات غښتلي شوي او کرار کرار امنیتي خودکفایي ته ځان نږدې کوي، ځکه هغه مهال چې د بهرنیو عسکرو د وتلو خبرې تودې وې، نو همغومره د افغانانو اندېښنې هم زیاتې وې او دوی فکر کاوه چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به تروریستان ټول وطن ونیسي، ځکه دوی باوري نه وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هغوی پر وړاندې مقاومت وکړای شي

.

مګر په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې د جنګ د بڼې د بدلون او شدت باوجود بیا هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره مېړانه د دښمن پر وړاندې مقاومت وکړ او هغوی یې په شا وتمبول، ډېرې سیمې یې د هغوی له ولکې واېستې او د دښمن ډېر پلانونه او بریدونه یې شنډ کړل. نن چې بیا د امریکایي عسکرو د وتلو هنګامه توده ده نو زموږ هیوادوال ځکه ورته د تېر په څېر اندېښمن نه دي ځکه دوی په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باورمند دي.

جمهوررئیس غني وایي موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ سوله نه منم، چې امنیتي ځواکونو اتلانو رول په کې تضمین او واضح نه وي، نو هغه سوله هم موږ ته د منلو وړ نه ده. هغه په واضح توګه وایي، ولسمشر مو نه شاه شجاع دی او نه امیر محمدیعقوب خان چې یو چاته تن کېږدي او یا د ګندمک معاهدې ته ورته سند ورباندې لاسلیک کړي.

ولسمشر غني همدارنګه د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي ملاعباس ستانکزي د هغو خبرو په غبرګون کې چې ملي اردو به منحلېږي وویل: هغوی چې په زور د پردیو له لوري د کراچۍ هوایي ډګر څخه اماراتو او دوحې ته کشول کېږي، هغوی په کومه خوله زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه دغسې څرګندونې کوي. که دوی رښتیا هم تکړه وي، نو د هیواد دغو، اتلو او زړورو بچیانو ته دې د جګړې په ډګر کې ورمخ شي، له انتحار او انفجار دې لاس واخلي.

د عباس ستانکزي دغو غیر مسوولانه او احمقانه څرګندونو د ټولو افغانانو احساسات راپارولي دي او ټول یې سره یو موتی کړي دي. د دغو څرګندونو ګټه دا وه چې د طالبانو اصلي څېرې یې ولس ته ور وپېژندې او د دوی اصلیت او هویت یې ورته په ډاګه کړ. په ټولنیزو رسنیو کې دغه څرګندونې په پراخه توګه وغندل شوې او اکثره کسانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بېدرېغه ملاتړ په موخه په خپلو ټویټرونو او فیسبوک پاڼو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو انځورونه خپاره کړي او خپل ملاتړ یې له دوی څخه څرګند کړی دی.

جمهوررئیس غني د ځانګړو عملیاتو قول اردو د یو شمېر منسوبینو د تقدیرولو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې میاشتې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي، ځکه د دوی په رګونو کې د هغو اتلانو نیکونو وینې بهېږي چې د دې وطن د عزت، ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې خپل سرونه نذرانه کړي. هغه زیاته کړه، مارخوړلی له پړي ډارېږي، خو موږ نه له مار او نه له پړي وېرېږو، ځکه موږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د دې وطن په خیر وي.