د ولسمشر غني دا کمال به منئ!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
د افغانستان بدمرغي داده چې د بحران نه، بلکې د بحرانونو په منځ کې ژوند کوي او د ولسمشر په شاوخوا یا په حکومت بیا د دغه ډول بحرانونو هیڅ کمی نشته، څومره چې بحران بحراني کېږي او یا په وړو وړو بحرانونو بدلېږي، نو همدومره ورسره نهیلي او وارخطایي هم زیاتېږي، مګر د ولسمشر غني دا یو کمال به منئ چې هیڅ وخت د بحران او بحرانونو پرمهال نه وارخطا کېږي
.
ولسمشر غني هر سهار د بدمرغه جنګ راپورونه لولي. هر سهار د هیواد د صادقو او زړورو بچیانو د شهادت ارقام ورته را رسېږي. له دې هر یوه سره یې زړه قلم قلم کېږي. په خپله وایي چې دا یې د ژوند تر ټولو یا د ورځې تر ټولو بده لحظه وي، لکه مار پېچي او حتی تر نیم ساعت پورې ورسره څوک خبرې هم نشي کولی، مګر ولسمشر غني د دې ټول غم او درد باوجود وارخطا کېږي نه، ځکه چې وارخطایي د ګټې پرځای تاوانونه لري.
په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې کله کله جنګ دومره شدید شي چې ان د ولایت د سقوط وېره وي، بل لور ته د خلکو ستونزې او شکایتونه وي، مافیا او زورواکي وي او یا ترهګر پر داسې یو ځای تروریستي برید او چاودنه ترسره کړي چې ته به وایې هر څه به ورسره لړزاند او یو مخ هوار شي، مګر ولسمشر غني دا هر څه په سړه سینه او زغم ګالي او د وارخطایي پرځای یې ډېر تمرکز په دې وي چې د دې او ورته نورو بحرانونو د بیا تکرار مخه څنګه ونیسي.
نه یوازې د ولسمشر ښېګڼه داده چې د بحران پر مهال وارخطا کېږي نه، بلکې نورو مسوولینو او مقاماتو ته یې هم سپارښتنه داده چې باید په دغه وخت کې د وارخطایي پرځای خپل حواس راټول کړي او له تدبیر څخه کار واخلي. یوه ورځ یې چې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته د یوې غونډې پرمهال د بحران د مدیریت په اړه خبرې کولې، نو ورته وې ویل چې د بحران خاصه داده چې د بحران پرمهال بېلابېلې اوازې خورېږي، حتی ستاسو د نږدې ملګرو او همکارانو پر وړاندې مشکوک پروپاګند کېږي چې د نهیلۍ او بې باورۍ لامل شي، نو کوښښ وکړئ چې د بحران پرمهال باید دغسې اوازو او ګونګوسو ته ارزښت ورنه کړئ او پر خپل کار تمرکز وکړئ.
د نوموړي په وینا څومره چې د بحران پرمهال د نورو خبرو ته زیات غوږ کېږدئ، نو همدومره به مو زیات مغشوش او خدای مکړه وارخطا کړي او بیا به مو د کنټرول او مدیریت فرصت له واک څخه ووځي او خدای مکړه په خپلو ملګرو او همکارانو به مو بدبینه کړي.
موږ ولیدل چې د ولسمشریزو ټاکنو د ملاتړ، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د برېښنایي تذکرو د وېش او نورو ډېرو مهمو او ملي مسایلو پرمهال ولسمشر غني یوازې پرېښودل شو، سیاسیونو او حتی ځینو حکومتي ملګرو لکه ډاکټر عبدالله او نورو ورڅخه خپله لاره جلا کړه، مګر ولسمشر غني یې هیڅ پروا ونه لرله او خپل استقامت یې وساته او بیا موږ دا هم لیدلي دي چې هر ځل د ولسمشر غني استقامت ډېر ژر رنګ راوړی او ثمر یې ورکړی دی، همدا وروستی دریځ یې چې د سولې او د ټاکنو په اړه دی بریالی شو او بالاخره امریکا دا ومنله چې له وسله والو طالبانو سره نتیجې ته نشي رسېدلی او همغه وو چې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.