داځلي اوربند به د سولې رنګ راوړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

تېر ځل اوربند ته هېوادوال په دو لحاظو زیات خوشاله و، لومړی دلیل یې دا و چې اوربند په هېواد کې بېخي نوې تجربه وه، خصوصاً په وروستیو اولسو کالو کې، نو له همدې امله خلکو اوربند د دایمي سولې لپاره پیلامه باله. دویم دلیل یې دا وو چې اوربند تقریباً تر سولې هم ور اخوا وو، ځکه د کوچني اختر په ورځو کې طالبان د حکومت او حکومتي او امنیتي کسان د طالبانو سیمو ته له خپلو وسلو او بیرغونو سره لاړل او راغلل

.

ولس د دې هر څه ننداره کوله او هغوی هیڅ دا باور نه کاوه چې ګوندې بیا دې دغه دواړه ډلې په خپلو کې یو بل ته د توپکو میلونه ونیسي او یو پر بل دې مرګوني بریدونه وکړي، ځکه د اختر په ورځو کې یې یو بل په غېږو کې ونیول، خواله او خبرې یې سره وکړې او خوښۍ یې په شریکه سره ولمانځلې. حکومت د ولس دغې هیلې ته د رسېدو په درناوي خپل اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، خو له بده مرغه چې طالب وسله والو د اختر په څلورمه ورځ بیا جنګ، وحشت او وژنو ته مخه کړه.

دا ځل بیا د اوربند اوازې ګرمې دي او حکومت خو د تل په څېر لا د وخته د سولې هڅې پیل کړي او غواړي چې بیا اوربند اعلان کړي او د دې لپاره یې د ټولڼې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې هم کړې دي، مګر دا ځلي اوربند ته نه ولس چندان ډېر هیله من دی او نه هم د تېر په څېر ورته خوشاله دی، ځکه ولس ولیدل چې له تېر اوربند وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت جنګونه وشول، بې ګناه خلک ووژل شول او له بده مرغه دغه لړۍ لا هم جریان لري.

دا ځل د ولس شر او وړاندیز دادی چې که اوربند کېږي نو دایمي اوربند دې وشي، ترڅو د دایمي او باعزته سولې لامل شي. د څو ورځو اوربند نه ولس غواړي او نه یې هم د هېواد په خیر او ګټه بولي. حکومت لا دمخه دایمي اوربند او سولې ته تیار دی، خو اوربند باید دوه اړخیز وي او طالبان هم باید سولې او اوربند ته خپل چمتووالی وښیي، مګر له یوې خوا د طالبانو په لیکو کې خپل منځي اختلافات زیات دي او له بل لوري دوی چندان په خپل واک کې هم نه دي نو له دې امله به سخته وي چې طالبان دې دایمي اوربند اعلان کړي.

د دایمي او دوه اړخیز اوربند لپاره یو کار کېدلی شي چې نړیواله ټولنه پر پاکستان فشار زیات کړي او رښتینی فشار ورباندې راوړي. تر څو د پاکستان له لارې طالبان یا اوربند ته مجبوره شي او یا هم بېخي له جنګ څخه لاس واخلي. تر هغو چې پاکستان ونه ګواښل شي، منابع او ګټې یې په خطر کې ونه لوېږي او دا حس نه کړي چې د نړیوالو له لوري به منزوي او له بندیزونو سره مخ شي، نو تر هغو به نه پاکستان د طالبانو له هر اړخیز ملاتړه لاس واخلي او نه به هم طالبان دایمي او دوه اړخیز اوربند اعلان کړي.

ولس اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چې یوازې له افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني مه واره نه طالب سولې او اوربند او دې هېواد او ولس ته ژمن دی، نه پاکستان، نه ګاوندیان او نه هم د امریکا په ګډون نور بهرني هېوادونه د جنګ پایته رسېدل غواړي. نو که دا ځل کېږي دایمي اوربند دې وشي چې د سولې رنګ راوړي، ځکه مهالني اوربندونه سوله او د سولې رنګونه له ځانه سره نشي راوړلی.