د غني ملي او ستانکزي پاکستانی دریځ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په ډېره مېړانه، اتلواله او زړورتیا د هیواد د دښمنانو پر وړاندې د زمریانو غوندې مبارزه کوي او شپه ورځ د هیواد د پت، عزت او دفاع په سنګرونو کې د خپل سر او ژوند په قېمت جګړه کوي د ټولو افغانانو خواخوږي او ملاتړ له ځانه سره لري

.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ رښتیني اتلان دي ځکه دوی په ډېرو سختو کلونو کې په هغو کلونو کې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته ټولې د یوې ناڅرګندې وېرې احساس کاوه او حتی د افغانستان او د نظام د بقا پوښتنه له ټولو سره مطرح وه، مګر زموږ همدغو مېړنیو ځواکونو په ډېر قوت سره د ولس اندېښنې او پوښتنې حل کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې هیڅ دښمن هم د افغانستان او نظام بقا ترپوښتنې لاندې نشي راوستلی.

زموږ د اتلو او زړورو ځواکونو د مبارزو او سرښندنو له برکته نن هیوادوال په عادي ډول خپلې ژوند چارې سنبالوي. د دوی مېړانه بهرنیانو هم درک کړې، ځکه خو د بین المللي ټولنې تعهد او ټینګ ملاتړ له ځانه سره لري. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پراخ ملي او بین المللي ملاتړ له ځانه سره لري.

ولسمشر غني د سولې په اړه ولس ته د وینا پرمهال وویل: "ما باورمند هستیم که با تطبیق شدن پروسه صلح نقش نیروهای قهرمان امنیتی و دفاعی افغانستان در پاسداری از صلح و امنیت بوده و بیشتر خواهد شد. نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی ما برای کمک رسانی به آسیب دیدگان حوادث طبیعی بیشتر توجه خواهند کرد."

جمهوررئیس غني په راتلونکي کې یانې د سولې د مذاکراتو له بریالي کېدو وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د رول پر لا زیاتوالي ټینګار کوي، مګر ملاشېرمحمد عباس ستانکزي برعکس په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې اردو به ړنګېږي او بیا به له سره جوړېږي. افغان ولس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه دغه دواړه (د غني او ستانکزي)جلا دریځونه درک کوي.

افغان ملت د ولسمشر غني دریځ نګه افغاني او ملي دریځ بولي او د افغانستان د امنیت، ثبات او پایښت د خوندیتوب یوازینۍ او موثره مرجع د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه بولي. مګر د ملا عباس ستانکزي نظر پردی او پاکستانی نظر بولي، ځکه د شورویانو له وتلو وروسته هم د پاکستان یوازینۍ هڅه همدا وه چې افغان وسله وال پوځ باید وپاشي، چې د جهادي ډلو او مشرانو په وسله خپلې دغې شومې موخې ته ورسېدل او له همغې ورځې افغانستان په کورني ناورین او جنګ کې ښکېل شو.

مګر دا ځل به نه عباس ستانکزی او نه هم پاکستان دغې شومې موخې ته ورسېږي او نه زموږ ملي اردو دومره بې څوکه او کمزورې ده چې ملا او پاکستان به یې د پاشلو وس ولري. دوی اوس په خپله مسلکي او محاربوي وړتیا سربېره د افغان ولس بشپړ باور او ملاتړ له ځانه سره لري.

وسله وال طالبان دې اول دې ځان د پاکستان له ذهني او فکري غلامۍ خلاص کړي. خپل استقلال دې واخلي. د خبرو او مذاکراتو استقلال، ځکه د دغه استقلال په اخیستلو سره دوی کولی شي چې د سولې د مذاکراتو لپاره ملي او افغاني اجنډا ترتیب کړي او کله یې چې هم فکر ملي شو او هم د سولې د مذاکراتو پلان افغاني شو، نو بیا دې د سولې بین الافغاني مذاکرات وکړي چې هم وطن ته واقعي سوله راشي او هم به ولس دوی ته نه یوازې له ټولو شویو جرمونو او جنایتونو ور تېر شي، بلکې دوی به خپل تن او وجود وبولي.