ولس دایمي اوربند غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

افغان ولس نور له جګړو ستړی دی. نور د وژنو، ورانیو، دربدریو او بدو ورځو د زغم تاب نه لري، له همدې امله هم له حکومت او هم له وسلوالو طالبانو څخه د دایمي اوربند غوښتنه لري. د کوچني اختر اوربند یو ښه نوښت او ګام و، خو بیا بیا تکرارېدل یې په همغه بڼه د ولس پام نشي ور اړولی

.

ولس داسې اوربند غواړي چې بالاخره په دایمي او تلپاتې سولې بدل شي. موقت اوربند د ګټې پرځای زیات تاوان لري، ځکه جنګي ډلې د جنګ د شدت او د بریدونو د زیاتوالي لپاره په کې د ارام ساه اخلي، د اوربند په ورځو کې مهم ځایونه او تاسیسات په نښه کوي. بیا د اوربند له پایته رسېدو وروسته فاجعې او ناورینونه رامنځته کوي.

ولس استدلال کوي چې که په موقت اوربند کې کومه شرعي ستونزه نه وي، نو بیا ولې دایمي اوربند نه کوي؟ او که په اوربند کې شرعي ستونزه وي، نو بیا ولې موقت اوربند کوي. دا ځل ولس جدي دی او دوی هم له حکومت او هم له وسلوالو مخالفینو غواړي، چې د خدای لپاره نور جنګ ودروي، د سولې لاره اختیاره کړي.

که څه هم افغان دولت لا وار دمخه د اوربند او د سولې مذاکراتو لپاره تیاری ښودلی دی، ځکه تېر ځل یې هم خپل اوربند لس ورځنی اعلان کړ او بیا یې د لسو نورو ورځو لپاره تمدید هم کړ، مګر وسله والو طالبانو له لومړي سره همغه درې ورځنی اوربند اعلان او په څلورمه ورځ یې جنګ پیل کړ. کله چې د سولې د کاروان پلي لارویان له هلمند څخه پلازمېنې کابل ته راورسېدل نو په کابل کې یې ولسمشر غني ته د سولې او اوربند په اړه خپل څلور غوښتنې ا ووړاندیزونه مخې ته کېښودې، مګر ولسمشر غني له کوم ځنډ پرته د دوی ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او له وسله والو طالبانو یې هم وغوښتل چې د دوی غوښتنې باید ومني او د سولې مذاکرات پیل کړي.

سره له دې چې په ملي او بین المللي او د اسلامي هېوادونو په کچه اجماع موجوده ده او ټول په یوه غږ د سولې ملاتړ کوي، مګر بیا هم د سولې د مذاکراتو په برخه کې عملي ګام نه اخیستل کېږي. په دې برخه کې د ولس نرمښت د قدر وړ دی، خو طالبانو ته هم ښایي چې څو ګامه رامخته شي، جګړه پرېږدي او د افغان ولس غوښتنې ته درناوی وکړي او خپلې ټولې هغه غوښتنې او شکایتونه چې له حکومت څخه یې لري هغه د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي او د خبرو له لارې خپلې ستونزې په سوله ییزه توګه ورسره حل کړي.

سره له دې چې افغان ولس په تېرو شلو کالو د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی، معلول شوی، بدمرغه شوی، بې کوره شوی، مګر افغان ولس د طالب د دې ټولو ظلمونو او وحشتونو باوجود دا عظمت لري او دا جرئت کوي چې وسله وال طالبان وبښي، خو په دې شرط چې نور دې له جنګونو لاس واخلي او د سولې لاره دې اختار کړي، مګر وسله وال طالبان په دې برخه کې نه د خدای او رسول د اوامرو پروا لري، نه د ولس غوښتنو ته ارزښت ورکوي او نه هم د جنګ، وراني، دربدري او تشدد لاره پرېږدي.

تاریخ به د طالب وسلوالو ظلمونه او وحشتونه د ولس پر وړاندې د دښمنۍ په توګه ثبت کړي، دوی به د هېواد ویجاړونکي او د ولس وژونکي یاد کړي او راتلونکي نسلونه به د طالب د ظلمونو او وحشتونو په لوستلو سره تل له دوی څخه کرکه او نفرت لري، طالب باید په ځان رحم وکړي او نور له دغو ناروا ظلمونو او وحشتونو څخه لاس په سر شي.