ولسمشر غني ولې د ولس په ژبه او غوښتنو تر نورو ښه پوهېږي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
په افغانستان کې د مشرتابه او واکمنۍ لپاره د نورو مهارتونو ترڅنګ دوه مهارتونه نهایت زیات مهم دي چې یو یې د ټولنې او ولس په نبض پوهېدل دي او بل یې هم له ولس سره مشترکه ژبه ده. دا دوه شیان نه په ښوونځیو کې زده کېږي او نه هم په پوهنځیو او پوهنتونونو کې. دا هغه څه دي چې د ولس په منځ کې له ولس او ټولنې څخه په عملي توګه زده کېږي
.
ډاکټر غني چې هم د ولس په غوښتنو ښه پوهېږي او خپله ټولنه ښه پېژني او درک کوي یې او هم له ولس سره مشترکه ژبه لري، نو دلیل یې دادی چې یو خو د ولسمشر غني نیکه د احمدزیو خان او د کوچیانو او پښتنو په ګډون د ټول افغانستان مشران به د دوی کورته ورتلل او له هغوی سره په ناسته ولاړه کې یې ډېر څه زده کړل او بل دا چې نوموړي د محصلۍ او ځوانۍ په وخت کې د افغانستان ګڼو ولایتونو او سیمو ته سفرونه وکړل، څېړنې یې وکړې ، له خلکو سره بلد شو او له همدې امله هغه د ولس په نبض او ژبه ډېر ښه پوهېږي.
ډاکټر غني ۲۴ کاله وروسته هېواد ته بېرته راتګ خپله لومړۍ لاسته راوړنه بولي. هغه وایي، "عمده لاسته راوړنه مې ولس ته راتګ دی او په دې پوه شوم چې موږعجیب عظیم ولس یوو. د بي بي سي د پښتو او دري خپرونو له لارې مې له ۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې له ولس سره یوه مشترکه ژبه پیدا کړه."
نوموړی چې په بهر کې وو، خصوصاً د جنګونو په کلونو کې نو د افغانستان په مسایلو به یې د بي بي رادیو له لارې مرکې کولې او خپل نظریات به یې له دې لارې شریکول او له همدې لارې یې ان له همغه وخته ډېر خلک له نوم سره بلد شول. هغه وایي: " بېرته چې راغلم یوه ورځ ارزګان ته لاړم، هلته له مشرانو سره د کتنې پرمهال مې پوښتنه وکړه چې غوښتنې مو څه دي او بیا مې پوښتنه وکړه  څنګه یې عملي کړو؟  یو وارې یې وخندل . زه حیران پاتې شوم، ما ویل دا ۲۴ کاله لیرې پاتې یم کومه بې ادبي مې کړې که څنګه ؟ ما ویل ولې مو وخندل؟ یوه بله عجبه خبره یې راته وکړه، ویل ته نه پوهېږي چې څوک یې؟ ما ویل څه وایئ؟ ویل ته هغه سړی یې چې کله به دې بي بي سي کې وویل چې دغسې کېږي، نو موږ به په جومات کې تبصره کوله چې دغه شی کېږي او ته چې نن دلته ارزګان ته راغلی یې، نو هم په غوښتنو ښه پوهېږې او هم یې په عملي کولو،  لاړ شه عملي یې کړه زموږ درباندې اعتبار دی. زما غږ خلکو وپېژنده. "
ډاکټر غني وایي، "زما پښتو د لوګر او ننګرهار پښتو ده او د مور کورنۍ مې پښتو له لاسه ورکړې ده، ځکه کندهار ته تګ او راتګ نه وو. تر څو چې زه امریکا ته نه وم تللی له پسرلي څخه تر مني داسې اونۍ نه وه چې زه دې لوګر ته لاړ نه شم . همدغه اړیکې وې چې ژبه یې وساتله او د اړیکو له برکته زه بېرته راغلم. تیمورشاه سره چې ډېرې کورنۍ له کندهاره راغلې په دوه نسلونو کې یې پښتو له لاسه ورکړه. دغه ارتباطات دي چې سړي ته یو شی ورکوي چې بیا په لاشعوري ډول سړی پوهېږي چې څنګه رفتار وکړي؟"