اېمل پیاوړی
څلوېښت کلنې جګړې نه یوازې هیواد، نظام او تاسییسات ویجاړ کړل، بلکې زموږ هیوادوال یې هم بې کوره او بدمرغه کړل، ځکه ځینو یې ژوند له لاسه ورکړ او ځینې په کې کډوال شول، ځینې داسې هم وو چې دا هر څه یې د سر، مال او اولاد د ژوند په قېمت په وطن کې وزغمل.
بدمرغه جګړې زموږ له خلکو د ژوند خوښۍ او رنګینۍ ومروړلې ، د دوی د صبر کاسې یې ډکې کړې او دا مهال یې تر ټولو لویه هیله د هیواد امن او سوکالي ده. ولسمشر غني د ولس دغې لوی هیلې او غوښتنې ته په کتو بار بار په وسله والو افغان طالبانو د سولې غږ کړی، د دوی پر وړاندې یې نرمښت ښودلی او هغوی ته یې بیا بیا بلنه ورکړې، خو هغوی د خپلو بهرنیو بادرانو په لمسون د سولې ټولې غوښتنې رد کړې دي.
کله چې ولسمشر غني په دې پوه شو، چې طالبان ورسره د سولې لپاره نرمه غاړه نه وړي، نو په ډاګه یې ورته اعلان وکړ چې سوله زموږ مسوولیت او د خلکو لویه غوښتنه ده، مګر د وطن د دفاع لپاره د ترهګرۍ ضد جګړه مو انتخاب نه، بلکې مسوولیت او مجبوریت دی او په ټول قوت به د دښمن پر وړاندې وجنګېږو او سوله به د جګړې ډګر ته یوسو. د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې په زور او جنګ یې نشي ګټلی، نو د مذاکراتو او سولې لاره دې اختیار کړي.
په تېرو څلورو کالو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره مېړانه او زړورتیا د دښمن د بریدونو مخه ونیوله، هغوی یې وځپل او ډېرې هغه سیمې چې د دوی په ولکه کې وې له وسله والو مخالفینو څخه یې ونیولې.
کله چې وسله وال طالبان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې بې وسله شول، وحشت ته یې مخه کړه، ملکي او عامه تاسیسات یې په نښه کړل، په عامو خلکو او د لویو لارو مساپرو په تښتولو او وژلو یې لاس پورې کړ. په ښوونځیو او جوماتونو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړل.
ولسمشر غني په جنیوا کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل، "هغه بې پولي جګړه چې پر افغانانو، افغان ټولنې او دولت باندې تپل شوې ده، ډېر زیانونه یې اړولي دي او سوله یې زموږ لپاره تر ټولو مهمه ملي اړتیا ګرځولې ده. موږ د غیر قابل وصف وحشتونو پر وړاندې ستراتیژیک صبر ښودلی او د دوستۍ لاس مو غځولی دی او ټولو ګاونډیو ته مو د همکارۍ لپاره واضح وړاندېزونه کړي دي. د افغانانو دغه نسل د نړیوال تروریزم پر وړاندې په لسګونو زره قربانۍ ورکړي، خو له بده مرغه په نړیوال ډګر کې د یو افغان قرباني حتا د یو سرلیک وړ هم نه بلل کېږي. موږ د سولې مستحق یوو."
د افغانستان دښمنان چې اوس د جګړې په ډګر کې له خپل بري څخه نهیلي شوي دي، نو خپلو بهرنیو بادارنو ته یې د سولې پناه وروړې ده. اوس د امریکا متحده ایالاتو استازی د دوی په منځ کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، مګر ولسمشر غني ټینګار دادی چې موږ باعزته او تلپاتې سوله غواړو، داسې سوله چې د ولس له سترګو پناه د پردې تر شا معامله او د بل کورني ناورین پیلامه ونه اوسي. داسې سوله غواړو چې د هر افغان ژوند د تل لپاره په کې خوندي وي. دا زموږ د ولس او خلکو غوښتنه هم ده او دوی د سولې په اړه د هر ډول سیاسي جوړجاړي او معاملې مخالف دي او افغان حکومت به هیڅ داسې د سولې تړون ونه مني چې د افغانانو مشوره نه وي په کې شامله او د دوی د وطن په خیر نه وي.