ډاکټر غني! افغانستان لا هم درته اړتیا لري!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

جګړه ځپلی افغانستان چې په اقتصادي لحاظ نهایت کاواکه شوی او په بېلابېلو برخو کې نهایت زیاتې ستونزې لا هم موجودې دي، نو تر بل هر چا ډاکټر غني ته ځکه اړتیا لري چې هغه هم فکر لري، هم پوهه لري، هم تعهد لري، هم د خدمت روحیه او ژمنتیا لري او تر ټولو مهمه دا چې غني پرهېزګاره دی، غني سپېڅلی دی، غني زړور او باجرئته دی، غني تدبیر لري، غني برنامه لري، غني منطق او استدلال لري او غني کولی شي چې په ډېره اسانۍ ، مګر د نورو په ملاتړ او همکارۍ جګړه ځپلی افغانستان په اباد، هوسا، سوکاله او پرمختللي هیواد بدل کړي.

ښاغلی غني، لا هم درته اړتیا ده، لا دې هم موږ اړتیا احساسوو او لا دې هم موږ غواړو. نو ایسار شه! د جګړې د پایته رسولو او مدیریت، د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي، د مافیا د ماتولو، د زورواکانو د زور د اوبه کولو او د غاصبینو د نیولو او مجازات کولو او تر ټولو مهمه له فساد سره د رښتینې او جدي مبارزې لپاره تاسو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني چې په سختو شیبو کې د هېواد سټراټیژیک موقعیت داسې وځلاوه، چې پخوانیو رهبرانو یې په اړه فکر هم نه شو کولای. نو باور دی چې غني به لا هم د کار او خدمت لپاره د خپل ولس ترڅنګ پاتې شي او لا به هم ولس خپل ملاتړ له ده څخه درېغ نه کړي، ځکه غني د ځان لپاره هیڅ نه غواړي، مګر د ولس لپاره هر څه غواړي. د ولس او هیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره یې خپل ارام او خوب کم کړی. هغه د ورځې شپاړس ساعته کار کوي. هغه غواړي بېلابېل بحرانونه داسې مهار او مدیریت کړي چې د افغانانو دردونه او ستونزې ورسره کمې شي.

د ولسمشر غني د اقتصادي، ملي او سیمه ییز اتصال پروژو په پایله کې به اقتصادي همکارۍ پراخه او افغانستان باثباته شي. کاري زمینې به پرېمانه شي. د افغانستان اوسنی تصویر به ورسره بدل شي. خلک به واقعي خوښۍ او ارامي حس کړي. د نوموړي سیمه ییزه دیپلوماسي او پلان شوې اقتصادې پروژې د نړۍ د امن او سولې لپاره هم ګټورې دي.  هغه اوږدمهالې موخې تعقیبوي. هغه وایي زه چې څه کوم ان د راتلونکو پنځو نسلونو د خوندیتوب، هوساینې او ښه راتلونکي لپاره یې کوم.

د غني ښه والی دادی چې هم یې فکر خپل دی او هم یې د اجرا صلاحیت خپل دی. اوس یې دې ته ملاتړلې چې خپلې اکثره ملي برنامې او پروژې له داخلي عایداتو تمویل کړي. د ناکامو تجربو د بریالي کولو لپاره له خپلې تیورۍ کار اخلي. په دغه لاره کې به ستونزې او ننګونې وې، مګر ولسمشر غني یې ځکه پروا نه لري چې هغه یې په مهارولو پوهېږي. هغه پلان لري چې په راتلونکو څو کالو کې داخلي عواید دومره لوړ کړي، چې افغانستان د نورو له همکاریو څخه نه یوازې بې نیازه شي، بلکې داسې درجې ته باید ورسېږي چې په تنګسیا کې نورو ته د مرستې لاس ور وغځوي.

که خدای کول افغانستان به د ولسمشر غني د هڅو او فکر پر مټ خپلې ټولې بدمرغۍ هېرې او شاته پرېږدي. افغانستان به د تلپاتې ثبات لپاره له خپلو امکاناتو او طبیعي پانګې څخه د موثرې او ښې استفادې فرصت بیامومي. افغانستان به د دې وړتیا پیدا کړي چې خپلې اوبه مهار کړي. خپلو  تولیداتو ته بازارونه ومومي، خپل صادرات تر وارداتو زیات کړي او خپلو خلکو ته په کور دننه د کار او ژوند زمینې برابرې کړي. داسې زمینې چې هیڅوک هیچېرې د تلو اړتیا حس نه کړي.