د غني سفرونه او لاسته راوړنې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

محمد اشرف غني د خپلې  ولسمشرۍ په دوره کې د هیواد دننه او بهر ډېر کاري سفرونه وکړل. له هیواد والو څخه یې د وطن او د وطن د بچیو لپاره مرستې وغوښتې، د افغانستان موقعیت، ارزښت او فرصتونه یې نړۍ ته تشریح کړل. د هغوی پام یې راواړاوه. مرستو او پانګونو ته یې وهڅول.

ولسمشر غني بار بار ویلي دي چې د ځان لپاره له هیچا څخه هیڅ هم نه غواړم، خو د وطن او ولس لپاره مې په ډېر افتخار ګدایي کوم، تر څو مو وطن او د وطن بچي پاتې ژوند په خوښیو او خوشحالیو ډک تېر کړي. غواړم چې  تاریخ مې  په اړه عادلانه قضاوت وکړي. موږ غواړو چې افغانستان د نړۍ د محراق مرکز وي. افغانستان باید خپل هغه تصویر چې په تېرو دیارلسو کالو کې د نشه یي توکو د تولید مرکز، فساد، مافیا، جنګسالارانو او نورو بدو نومونو نړۍ ته ور پېژندل شوی. باید بدل یې کړو.  افغانستان او ولس یې اوس د دې غوښتونکي دي چې له پرمختللو هیوادونو سره اوږده په اوږه د اقتصاد، امنیت او د تعلیم په برخو کې ښه پرمختګونه ولري او کرار کرار د هغوی لیکې او کتار ته ځان ور نږدې کړي.

ښاغلی غني له دې مخکې هم څو وارې متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي وو او ښې لاسته راوړنې یې درلودې. په دې وروستیوکې یو ځل بیا د متحده عربي امراتو د وليعهد شيخ محمد بن زاید النهیان په رسمي بلنه یاد هیواد ته سفر وکړ، ښاغلي غني په یاد سفر کې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اماراتو د پانګونو، د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

متحده عربي امارات له هغو هیوادونو څخه ندی چې د افغانستان په ورانولو پسې یې راخيستې وي، بلکې د افغان دښمن پر وړاندې او ترهګرۍ مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړی او ملګری دی او د افغانستان د انکشاف په برخه کې یې هم ډېر بشري مرستې کړې دي. د افغان سولې په روانو هڅو کې د پخوا په څېر د افغان حکومت او خلکو په مشرۍ او مالکیت له دې بهیره خپل ملاتړ اعلان کړ. او دا وعده یې هم وکړله چې په دې برخه هر ډول همکارۍ ته ضرورت وي مونږه به یې تر سره کو تر څو چې په افغانستان کې دوامداره تل پاتې او با عزته سوله راشي.

امارات به  له  افغانستان سره د اقتصاد او تعلیم  په ډګر، او همدا  شان د افغانانو لپاره به په خپل هیواد کې د کار زمینه برابره کړي. او همداشان د افغانانو هغه ټولې ستونزې لپاره د حل یوه مناسبه لار پیدا کړي چې د دوی په هیواد کې ورسره مخ دي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا شان وویل چې په دې ناستو کې د افغانستان پر امنیت او له طالبانو سره د مبارزې په هکله هم خبرې شوي دي. انشاء الله چې په دې کار تر سره کولو سره به په افغانستان کې پرمختګ وشي. چې دا هم د دې وطن او هم د ولس لپاره او هم د افغان سولې په راون بهیر کې ډېر اړین ده. لنډه دا چې د ولسمشر غني ټول سفرونه د افغانستان د اوس او ښه راتلونکي لپاره نهایت ګټور دي.