‎پياوړی نظام !

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مینه منګل
‎موږ په تېرو درې لسیزو کې پياوړی نظام، او پياوړي حکومتونه تجربه نه کړل، دلیل یې دا وه چې افغانستان زړه سوانده مشر نه درلوده، تر څنګ یې زموږ ځينو ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو او د سیمې استخباراتو تل د افغانستان په چارو کې مستقیمه او غیر مستقیمه لاسوهنه کړې ، او کله  یې  هم افغانان یوې ښې حکومتولۍ ته ندي پریښي، په افغانستان کې یې د خپلو مرموزه موخو د پاره داخلي جاسوسان وروزل چې بیا یې د همدۍ لسیزو په جریان کې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته جاسوسۍ کولې چې بالاخره د افغانستان اساسات یې له خاورو سره یو کړل، او زرګونه افغانان

یې د لویو ارمانونو سره یو ځای د خاورو خوراک کړل.
‎د همدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو د لاسه افغانستان په هدیره بدل شو ، او ګټه ترې د سیمې استخباراتو او د هغوی داخلي جاسوسانو پورته کړه.
‎افغانانو تېرې درې لسیزې تجربه کړلې، هیڅوک ترې ښې خاطرې نه لري، ټولو دا درک کړله چې هغه وخت افغانانو داسې زړه سوانده مشران د حکومت په راس کې نه لرلو چې یو پياوړی نظام جوړ کړي.
‎هماغه بدبختۍ د ټولو په یاد دي هغه وخت ملي ګټې بې ارزښته شوې وې ، ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیاسونو د ځان په ګټه کار کولو.
‎خوشبختانه باید ووایو موږ اوس د حکومت په رآس کې ‌‌‌‌‌‌ډېر پياوړي مشران لرو، لکه د قدر وړ ولسمشر غني، د امنیت شورا سلاکار، اتمر صیب، د ملي امنیت لوی رئيس ستانکزی صیب، د افغانستان لوی څارنوال حمیدي صیب، او یو شمېر نور مشران، همدا راز زموږ اتل وسله وال ملي پوځ،  چې دوی ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ، په افغانستان کې د یوه پیاوړي نظام د جوړښت د پاره کار کوي.
‎اوس نو ولسونه هم مسوولیتونه لري چې د حکومت د مشرانو تر څنګ د نظام په پياوړتیا کې همکار شي.
‎ولس د پياوړي نظام په جوړښت کې څه ون‌‌‌‌‌‌ډه لري؟
‎لومړی : ټول ولس مکلف دی چې په ټول ټاکنو کې پوره ون‌‌‌‌‌‌ډه ولري، ځکه چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده چې د ولس پر مټو ترسره کېږي، کله چې ولس د ټاکنو په پروسه کې بارزه ون‌‌‌‌‌‌ډه ترسره کړي د پياوړي نظام د جوړښت د پاره لاره هواریږي.
‎دوهم:
‎ولس مسوولیتونه لري چې د ملي ګټو څخه دفاع او ساتنه وکړي کله چې ولسونو ته د هېواد ملي ګټې سره کرښه واوسي، دا خپله د نظام د پياوړتیا سبب کېږي.
‎دریم:
‎ولس د زورواکو او پرديپالو ملاتړ نه کوي، ځکه چې زورواکي ، او پردیپال کله هم د ولس او نظام پياوړتیا نه غواړي د همدې وګړو ګټې د هېواد په بربادۍ کې دي.
‎کله چې ولس د همدې زورواکو ملاتړ پرېږدي دوی ماتې خوري .
‎دریم:
‎موږ ګورو چې ځيني پرديپاله کړۍ هڅه کوي د افغانانو یووالی زیانمن کړي او ولس په دولت او نظام بې باوره کړي، ولس د دا درک کړي چې دا کړۍ کله هم د افغانستان او د نظام د پياوړتیا فکر نه لري، ددې کړیو دنده صرف د افغانانو بربادي ، او د خپلو شخصي ګټو ساتنه ده .
‎نو کله چې ولس ددې اشخاصو ملاتړ پرېږدي  د پياوړي نظام لرونکي به واوسو.
‎پنځم :
‎حکومت مو ولس ته د ښې حکومتولۍ، پياوړي، نظام اقتصادي رشد، رغونې ، او بیارغونې، همدا راز افغانستان ته د سولې او ثبات هو‌‌‌‌‌‌ډ لري.
‎کله چې ولس د خپل حکومت ملاتړي واوسي، او په خپلو مشرانو باور ولري بې له شکه چې موږ به پياوړی نظام ولرو .
‎شپږم: افغان امنیتي ځواکونه چې د افغانستان د ټولو قومونو څخه تشکیل شوي، او د افغانانو د عزت ، مال او سر ساتنه کوي او په دې لاره کې یې تل سرونه قربان کړي ، ددوی باید ملاتړ وشي، همدا امنیتي ځواکونه زموږ د ملي یووالي ساتونکي دي، دوی بغیر له دې چې فکر وکړي چې پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، او یا د بل قوم دی ، د ټول افغانستان د امنیت د ساتنې د پاره مبارزه کوي چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې یې دښمن ته ماتې ورکړې او د افغانستان نوم یې ځلولی .
‎راځئ چې ټول د افغانستان د پاره کار وکړو تر څو مو راتلونکی روښانه شي.
‎مینه منګل