”د تحمیلي جګړې ختمول زغم ته اړتیا لري“

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر جرمني هېواد ته له سفر او د یاد هېواد له لوړ پوړو مقاماتو سره د افغان سولې، له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او د اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه له لیدنو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته د بېلابېلو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته د سفر ترڅنګ له اشنا راډیو ټلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي دي چې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې پایته رسول زغم ته اړتیا لري

.

د ښاغلي اتمر استدلال دادی چې پر افغانستان تحمیل شوې جګړه د بهرنیو له لوري پیل شوې، نو له همدې امله به  دا د افغان دولت او ولس له صلاحیته وتلې وي چې نن، سبا یا لنډ مهال د دغې بدمرغه جګړې د ختمولو لپاره تعین کړي، ځکه د تحمیل شوې جګړې واک له نورو سره دی.

د ښاغلي اتمر د نظر په تائید سره لکه څنګه چې اوسنی جنګ موږ نه دی پیل کړی، نو په ودرولو کې به یې هم زموږ رول کمرنګه وي، مګر دا زموږ او دولت مسوولیت دی چې له یوې خوا خلک د دغه بدمرغه روان جنګ له زیان څخه خوندي کړو او له بل لوري خلک او د ټولنې بېلابېل اقشار باید د دغه جنګ دپایته رسولو لپاره زغم، اجماع او دېته راوبولو چې خپلې هڅې او امکانات سره شریک کړي او په ګډه د جنګ د بندولو او پایته رسولو ګټور تدابیر او لارې چارې وسنجوي.

 د جنګ د پایته رسولو معقوله، بې ضرره او ګټوره حل لاره همغه ده چې ولسمشر غني د کابل پروسې کنفرانس کې هم طالبانو او هم پاکستان ته وړاندیز کړه. نوموړي طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ او له هغوی څخه یې په ټینګار وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او که هره ستونزه او غوښتنه لري، نو د جګړې پرځای دې د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي چې د دواړو لورو (دولت او طالبانو) د مذاکراتو لپاره ټاکل کېدونکي پلاوي ورباندې بحث وکړي او مناسبه حل لاره ورته ولټوي.

 همدارنګه یې پاکستان ته د دولت په دولت د اړیکو او مذاکراتو وړاندیز وکړ چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته د خپل سفر او افغان مقاماتو سره د لیدنو پرمهال د ولسمشر د دغه وړاندیز هرکلی او ژمنه یې وکړه چې پاکستان به په دې برخه کې خپله مرسته درېغ نه کړي.

جرمني او امریکا متحدو ایالتونو ته د ښاغلي اتمر او همدارنګه تر دې دمخه نورو هېوادونو ته د ده او د نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو د سفرونو اصلي موخه په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین او د تحمیلي جګړې پایته رسول دي، ځکه دا ټولو ته معلومه ده او ټولو درک کړې چې جنګ د هیڅ لوري په خیر نه دی او نه هم وسله وال طالبان او نور جنګیالي د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدلی شي، نو د حکومت وړاندیز هم دادی او نړیواله ټولنه هم د حکومت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.