اټومي پاکستان دې له عدالته نه وېرېږي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان چې نه تاریخي اساس لري او نه هم پخه ریښه او د یوې توطیې او دسیسې له مخې د قرارداد په اساس رامنځته شوی او له کومې ورځې چې پاکستان جوړ شوی، نو سیمه خصوصاً افغانستان ورسره سخت نارامه شوی دی.

پاکستان له همغه لومړي سره په شیطاني لومو او لوبو بوخت دی. کله یوه ته کنده باسي او کله بل ته. د انګرېز دغه نامراده اولاد هره ورځ د افراطیت، ترهګرۍ، تشدد او نورو ناوړه پلانونو په پاللو او تطبیقولو بوخت دی

.

پاکستان اوسمهال په سیمه او نړۍ کې د اټومي هیواد ترڅنګ د ترهګرۍ د ځالې او تولیدونکي هیواد په نوم هم شهرت لري، ځکه له یوې خوا اسامه بن لادن، ملامحمدعمر، ملا اخترمحمد منصور او ملا هیبت الله او ټولې جنګي او ترهګرې ډلې د پاکستان په ښارونو کې مېشت دي او له همغه ځایه خپل ترهګریز فعالیتونه پلانوي او له بل لوري د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو او وزیرستان کې د داسې وحشتونو په ترسره کولو بوخت دی چې د بشر تاریخ یې په کړنو شرمېږي.

پاکستاني پوځ داسې لوبه پلان کړې چې لومړی یې په لوی لاس په قبایلي پښتني سیمو او وزیرستان کې ترهګر ځای پرځای کړل، هغوی یې هلته مېشت کړل، بیا نو د ترهګرو په پلمه پښتني سیمو او وزیرستان ته راغلل او هلته مېشت شول. د پاکستان د پوځ او ملېشو له مېشتېدنې سره د پښتني قبایلي سیمو او وزیرستان امنیت او ثبات له منځه لاړ، هلته وېره او وحشت خپور شو. د خلکو ژوند په خطر کې شو.

په وزیرستان کې پاکستانی پوځ او ملېشې د شپې د سیمې د خلکو کورونو ته ورځي، د تلاشۍ په نوم هغوی ځوروي، د دوی مال او شتمني لوټي. ځوانان او مشران یې د څېړنو په نوم له ځان سره وړي چې له شکنجو وروسته یې بېرته ازادوي او یا یې همغسې تری تم کړي. دا مهال د لسګونه زره ځوانانو او مشرانو د مرګ او ژوند درک او برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

د دغو ظلمونو او وحشتونو د مخنیوي په خاطر منظور احمدپښتین د اعتراض غږ پورته کړ، مګر دغه غږ په یو ملي پاڅون او انقلاب بدل شو. سلګونه زره ځوانان او ولسونه د منظور احمد پښتین تر شا ودرېدل او د ده ملا یې ور وتړله. د منظور ملاتړ چې څومره زیاتېده او غږ یې لوړېده، نو په پاکستاني مقاماتو همغومره وېره خپره شوه.

پاکستان یې سخت وارخطا کړ، اټومي پاکستان یوازې د منظور احمد د عدالت غوښتنې غږ د اورېدلو تاب هم نه لري. هغوی د دغه غږ د خپ کولو لپاره بلا دسیسې او توطیې په لاره واچولې، خلک یې ورته ولمسول، د تګ راتګ او غونډو بندیزونه یې ورباندې ولګول. د ده مبارز ملګري یې ونیول، وې ځورول ، شکنجه یې کړل، مګر د پاکستاني پوځ دغو ظلمونو وحشتونو دغه د عدالت غوښتنې غږ خپ نشو کړای او لا هم په شدت او قوت، مګر په سوله ییزه او منطقي توګه دوی خپلې غوښتنې مطرح کوي.

دوی په وار وار پاکستان ته وویل چې موږ یوازې او یوازې خپل حقونه غواړو، خپلې ازادۍ غواړو، خپل عزت او حیثیت غواړو، د خپل سر، مال او ناموس خوندیتوب غواړو، د پاکستان پوځ له لوري په وزیرستان کې د ترسره کېدونکو ظلمونو ورېدل غواړو. پاکستان د دوی پر وړاندې لا ځوابه دی، ځکه نو د مذاکراتو او اقداماتو پرځای لا هم په توطیو او دسیسو روان دی.