د ولسمشر غني یو بل مهم ګام

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

وسله واله افغان طالبانو ته د حکومت او ولسمشر غني له لوري د سولې د مکررو وړاندیزونو باوجود نن ولسمشر غني په دې برخه کې یو بل مهم ګام واخیست. دغه ګام د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د جنګ لنډمهالی اوربند (د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر پنځمې پورې)دی

.

دا ولې مهم ګام دی؟

د اوربند اهمیت په دې کې دی چې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د باور فضا په برابرولو او رامنځته کولو کې مرسته کوي. کله چې د ولسمشر غني د دغه اعلان په ځواب کې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي، نو دا په دې مانا ده چې په جنګ کې ښکېلې دواړه غاړې د خبرو او مذاکراتو مېز ته یو ګام نور هم ور وړاندې شول.

که څه هم ولسمشر غني تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو ته د سولې او مذاکراتو د بلنې لپاره مهم ګامونه اخیستي خو درېغه چې طالبانو ورته مثبت ځواب ونه وایه، ځکه ولسمشر غني له دوی سره د سولې لپاره بې قیده اوشرطه مذاکرات اعلان کړل. د روان کال په پیل کې پلازمېنه کابل کې د کابل پروسې کنفرانس کې جمهور رئیس غني په صراحت سره وویل چې که طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي، نو حکومت به ورته په کابل کې د خبرو لپاره ادرس او دفتر ورکړي، د تګ راتګ لپاره به حکومت د دوی مذاکره کوونکي ټیم ته پاسپورټونه ورکړي، له تورلېست څخه به یې وباسي، بندیان به یې ورته ازاد کړي او حتی طالبان به د سیاسي حرکت په توګه په رسمیت وپېژني.

د ولسمشر د دغه بېساري وړاندیز څخه وروسته توقع دا وه چې طالبان به د سولې مذاکراتو ته تمایل وښیي، ځکه له دغه وړاندیز وروسته طالبان ډېر وخت ارام و، نه یې کوم غبرګونه وښوده او نه یې کوم تخریبي عمل ترسره کړ، خو داسې ویل کېږي چې اسختباراتي ډلو پر طالبانو فشار زیات کړ او بالاخره یې هغوی دېته مجبور کړل چې د حکومت او افغان ولس پر ضد باید خپلو تروریستي بریدونو ته ادامه ورکړي او د دغو بریدونو له امله په تېرو میاشتو کې زموږ ګڼ هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

د ولسمشر له لوري د جنګ د اوربند له اعلان وروسته یو ځل بیا د افغان ولس د سولې هیلې راټوکېدلي دي او دوی دې ته هیله من دي چې که افغان وسله وال طالبان دغه اوربند ته غاړه کېږدي او له خپل لوري مثبت ځواب ورکړي، نو باور دی چې هم به د هیواد په خیر وي او هم به یې ولس هرکلی او قدرداني وکړي.

طالب مشران که هوښیار وي او په خپلو وسله والو او افغان ولس یې زړه وسوځي، نو باور دی چې دوی به له دغه مهم ګام او فرصت څخه د خپلو جنګیالیو، خپلو کورنیو، افغان ولس او هېواد په ګټه استفاده وکړي او د تل لپاره به له جنګ، تشدد او تاوتریخوالي سره مخه ښه وکړي.

طالبانو ته به سخته وي چې نور په هېواد کې د تېر په څېر جنګ ته ادامه ورکړي، ځکه چې دا ځل افغان دیني علما هم د دوی پر ضد راپورته شوي او په هغه فتوا کې یې چې په دې وروستیو کې یې د یوې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې ورکړه د وسله والو طالبانو روان جنګ حرام او نامشروع بللی دی، نو وسله وال طالبان باید نور له دغې ناوړې او ناروا جګړې څخه لاس واخلي.