د اوربند اعلان طالبانو ته یو بل فرصت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د غبرګولي په ۱۷ نېټه د افغان طالبانو پر ضد د اوربند اعلان وکړ. دغه اوربند چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې څخه شروع کېږي او د نېکمرغه کوچني اختر تر پنځمې پورې به ادامه وکړي. د دغه اوربند له اعلان سره ولسمشر غني طالبانو ته د مذاکراتو او سولې لپاره یو بل فرصت هم ورکړ

.

دا اوربند په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو او د افغان دیني علماو د متفقې فتوا غوښتنې ته په درناوي ترسره کېږي، ځکه د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه جیّد دیني علما پلازمېنه کابل د لویې جرګې تالارکې سره راټول شول، نو  د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې په افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه ناروا وبلل.

 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په همغه ورځ د هیواد د علماوو د دغې متفقې فتوا هرکلی اوملاتړ وکړ، ځکه ولسمشر غني د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې ټولو حکومتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دیني علماو د یادې فتوا د هغو برخو د تعقیب او تطبیق لپاره دې چې په حکومت پورې اړه لري، خپل پلانونه ژر تر ژره ترتیب کړي.

یادې فتوا او د هېواد دیني علماو ته د درناوي او د ولس اساسي غوښتنې ته چې سوله ده د رسېدو په خاطر ولسمشر غني نن له وسله والو افغان طالبانو سره د اوربند اعلان کړ، ولسمشر په دغه ویډیویي پیغام کې وایي: ”په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو په ضد به عملیات ادامه ولري.“

د دغه اوربند په اساس به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو طالبانو پر ضد خپل تهاجمي او تعرضي بریدونه او عملیات ودروي، خو دا په دې مانا نه ده چې طالبان که پر دوی او یا هم هېوادوالو بریدونه کوي، نو امنیتي او دفاعي ځواکونه به همداسې ارام ورته ناست وي، دوی د بریدو پرمهال د ځوابیه برید او مثل عمل اجازه لري. دویمه مهمه خبره داده چې دغه اوربند یې تر افغان وسله والو طالبانو پورې محدود دی، یانې د القاعده، بین المللي تروریستي شبکو او د داعش پر ضد به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د تېر په څېر ادامه لري.

د دغه اوربند پر وړاندې د طالبانو غبرګون او ځواب په دوی پورې اړه لري. یانې که دوی هم اوربند اعلان کړي، نو باور دی چې دا به سولې ته د رسېدو او د مذاکراتو لپاره یو ډېر مهم اقدام وي او دا کار به د دواړو لورو ترمنځ حسن نیت ، اعتماد او باور زیات کړي.

افغان وسله والو طالبانو ته ښایي چې نور نو د روژې مبارکې میاشتې په خاطر، د افغان جنګ ځپلي او دردېدلي ولس په خاطر او همدارنګه د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره له جنګ څخه لاس واخلي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې له حکومت سره شریکې کړي او د حزب اسلامي په څېر خپل عادي او سوله ییز ژوند ته ستانه شي.

 a