د ارزښتونو سوداګر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

 په افغانستان کې په دې وروستیو کې زموږ ډېر ارزښتونه د ځینو پردیپالو او نامطلوبو اشخاصو، افرادو، ډلو او ټپلو له لوري مسخره شول. هغوی په شعوري او غیر شعوري توګه دغې بدرنګه لوبې ته ولمسول شول.

مګر دغو هېواد دښمنه څېرو هم د نابالغه ماشومانو په څېر له هر ډول فکر، سنجش او معقول دریځ پرته د پردیو د خوشالولو لپاره زموږ په ارزښتونو ملنډې ووهلې او یا یې هم سودا کړل. دغو سوداګرو دا ځل د لویې جرګې پر ملي ارزښت بدرنګه سودا ته لېڅې رابډوهلې دي.

له واک څخه شړل شوي، رټل شوي، کم ظرفه، د پردیو لاسپوڅي، ګوډاګیان او په افغانستان کې د نیابتي جګړې مخکښان، مافیا، غله او نورې بدمرغه څېرې په دې وروستیو کې له یو او بل ځایه پر حکومت د فشار راوړلو په موخه د لویې جرګې د رابللو چیغې او سورې وهي.

دا په داسې حال کې ده چې همدغه بدمرغه او بدغونې څېرې په خپله نه لویې جرګې او نه هم د لویې جرګې پرېکړو او تصامیمو ته درناوی لري. ښه بېلګه یې د اساسي قانون لویه جرګه ده چې ملي سرود یې دومره مسخره کړ چې زموږ واحد افغان ملت یې په قومونو ووېشه او بیا یې په ملي سرود کې د هغو راوړل تصویب کړل.

همدارنګه د کرزي د واک په وروستیو ورځو کې د امریکا متحده ایالتونو سره د ستراتیژیک تړون په مناسبت راغوښتل شوې لویې جرګې د دغه تړون د لاسلیک پرېکړه وکړه او حکومت ته یې وړاندیز وکړ چې دغه تړون دې لاسلیک شي، مګر د لویې جرګې په تالار او همغه سټېج ولسمشر کرزي د دغې پرېکړې د رد ځواب ورکړ او جرګه وال یې همداسې بې ښه او بې بده رخصت کړل.

همدغه د ارزښتونوسوداګر او منفورې څېرې دا ځل د ولسمشر کرزي او ځینو بهرنیو کړیو په هڅونه او غوښتنه دا ځل راټول شوي او بیا د لویې جرګې د رابللو چیغې او نارې وهي. حال دا چې د لویې جرګې رابلل خپل شرایط لري چې د هېواد په اساسي قانون کې په واضح توګه تعریف شوي دي.

د لویې جرګې د رابللو پلویان او غوښتونکي یوازې او یوازې بقالان او سوداګر دي، هغوی د خپلې سودا د پلورلو او د امتیازاتو ، مقامونو، منصبونو او پیسو د ترلاسه کولو په فکر او هڅه کې دي.

هغوی فکر کوي چې دا هم د ولسمشر کرزي حکومت دی چې څوک څه وغواړي او په زړه کې یې ور تېر شي او هغه د غوښتنې، اعتراض او فشار په توګه مطرح کړي، نو واکمن به یې هرې نامشروع غوښتنې او د باج منلو ته غاړه کېږدي.

دغو بدرنګه سوداګرو ته ښایي چې یو ځل بیا له سره فکر وکړي. نور د افغان ولس له ځورولو، بدمرغه کولو او د ارزښتونو په سر له سودا کولو څخه لاس واخلي، ځکه د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنه واکمنۍ کې یې هم د مقامونو ارمانونه پوره کړل او هم یې د غلا، لوټ او فساد له لارې جیبونه څه چې خپل اکاونټونه او بانکونه وپړسول.

که دوی واقعاً د هېواد او ملت له غمه مړه وي، نود خپل ظرفیت او صداقت ښودلو له لارې باید واک ترلاسه کړي او د حکومت په ګډون د مشروع سیاسي بنسټونو د کاواکه کولو پرځای باید هغو د پیاوړي کولو فکر وکړي. دمنظم او ولسواک سیاست کولوله لارې دنظام دمشروعیت ستنې پیاوړې کړي، د ارزښتونو د لیلام او سودا پرځای معقوله لاره اختیار کړي.