دفاع اوامنيت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

روسيه دامريکادتوغنديوضد دفاعي سيسټم په مقابل کي جواب

لټوي





دريانووستي تفسيره
د۲۰۰۷ م کال دجون لومړی دنوستي خبرياژانس خبر ورکړچې دمی پر ۲۹ مه په روسيه کي په يو وخت کښې دوې توغندئ (( آر اس - ۲۴)) په وېشونکی گلولې سمبال ،دتوغنديوستراتېژيکي قواو اودتاکتيکي -عملياتو توغندئ (( آرR, - ۵۰۰)) دځمکنيو قواو لپاره په ازمايشي توگه په بری سره فضاته وتوغول شول .
ترکومه ځايه چې د(( آر اس - ۲۴،RS )) دجوړولوطرحه دمسکودحرارتي تجهيزاتودانستيتوت لخواشوېده پوځی کارپوهان وايي احتمال لري چې نوې توغندئ به د ))توپول-ام ، Топал-М )) توغندي پراساس دسرعت ورکولووسيلې اودقاره پيمايا اوږدواټن توغنديونه دگلولې دوېشلودستگاه په نصبولوسره به د((بولاوا)) دقاره پيماتوغندئ څخه جوړشوی وي .
دروسيې ولسمشر پوتين دجون په مياشت کې په خپله يوه وينا کښې دغه ټکی ته په گوته نيولوسره چې موږ به دوسلودتوليدپه سياليوکښې دشوروي نظام تيروتنې تکرار نکړو،وويل : موږ به له هغو امکاناتونه پراخه استفاده وکړوکوم چې پلاس کښي مودي . داخبره دامعنا لري چې دوې به دوسلودنوښت راوستلواوغښتلی کېدولپاره دتوليدشوو وسلوله پرزونه کارواخلي . ژ
دتوغنديوتخنيکی اوتاکتيکي مشخصات اوځانگړتياوي لاتراوسه پټی اومحرمی ساتل شوئ دی .که څه هم دتوغندیوزور(قوت) ته په پاملرنې سره دغه ډول توغندی چې دجامدوسونگ موادوسره حرکت کوي داسي گمان کېداي شي چي دانوې توغندی به تر ۱۲زره کيلومتروپوري واټن ووهلاي شي ،اود۶ نه تر ۱۰ گلولې به لري چي د۱۵۰نه تر ۳۰۰ کيلوټن په قدرت به گلولې تر په نښه سوی ځاي پوري رسولاي شي .
پورته ويل شوومشخصاتواوځانگړتياوته په پاملرنې سره کيداي شي نتيجه ترلاسه شي چې داتوغندئ دفنی اوتاکتيکي مشخصاتوله مخې دروسيې دپخوانيوتوغنديو(( آر اس ، ۱۸)) اودگلولودوزن له مخې و((ار اس ۲۰)) توغنديو ته نه رسېږي .مگردانوی توغندئ بيا دزيات وخت لپاره داستيفادې دقابليت ،چټک حرکت اوداچې ماشين يې دجامدوسونگ موادوپوسيله حرکت کوي له پخوانيو يادشووتوغنديونه ډېرې ښې دي . دابعادودکوچنيوالي له مخې کيداي شي داتوغندی ترمځکه لاندي ځايو،دمځکې پر سرمتحرکو دستگاوو اواورگاډوپرخط باندي نصب شي .
که چيرې دتوغنديوازموينه رښتياهم په بری سرته رسېدلې وي ،داقاره پيماتوغندی به له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۳کال پوري په ټاکلوسيموکښې ځاي پرځاي شي . دغه توغندئ په کال کې د((۱۰ نه ۱۲ )) دانوپورې جوړېږي . کيداي شي چې ((۱۰ يا ۱۲)) دانې (( آر اس-۲۴)) د(( آر اس ، ۲۰)) (Sаtаn ) ا و (( آر اس -۱۸ )) (Stilette ) ځاي ونيسي .
د(( آر - ۵۰۰ )) وزرلرونکې توغندي د((سکندر)) په نامه راکټي پايگاه څخه چي داستراخان په ولايت کي موقيعت لري وتوغول شوه . داپايگاه به دوزلرونکوتوغنديو په وسله وال کېدوسره په ((اونيورسال )) مجموعه باندي بدله شي چي په پراخه توگه به دځمکنی ،اوبحری پوځی دندودسناريودپلې کيدوتوان پيداکړی .
اوس مهال د((سکندر)) په نوم پوځی مجموعه ياپايگاه په بالستيکي توغنديوچي ((۲۸۰))کيلومتره ليری واټن ويشتلاي سی سمبال ده .مگر دروسيې دلومړي وزير دمرستيال سرگې ايوانف په ويناهغه غواړی داپايگاه په اوږدواټنه توغنديوسمبال کړی .
کارپوهان پدې باورلري چې ددې پايگاه يامجموعې دتوغنديودنښې ويشتلوگټور واټن کيداي شي تر ((۲۰۰۰ ))کيلومتروپوري وغځول شي اوهغه دستراتيژيکي – عملياتي (( GLSM )) او ((پ کا-۵۵)) توغنديوسره په يوقطارکي راشي ، چې د۱۹۸۷کال دمنځنی اولنډواټن دتوغنديودشميرکمول قرار داد له مخي ئې بايد شميرکم کړل شي .
دنوي قاره پيماتوغنديود ازمو يني نه وروسته روسيه دغربي نړی له زياتوغبرگونوسره مخامخ شول ،يوشمير معتبروورځپاڼوددې حادثې تفسيردروسيې دولسمشرولادمير پوتين دورستيوخبرو ،چې اروپادباروتوپه بوجۍ بدليږي ، اود روسيې ددفاع دوزيرد(( آر اس ۲۴ )) توغندئ په هکله تبصرې ته ځانگړې پاملرنه کړې ده . لوديځوال په خپلوزياتوتفسيروکې هغه څه چې وشوه دساړه جنگ دبيا احيا ياپيل په توگه ارزوی .
خوروسان بيادامريکا د((پروPRO- )) پروگرام چې له مخې به یې په چک اوپولنډ کې توغندئ او دتوغند یو سپر بټۍ جوړې شي دنوې سړې جگړې دپيل لامل بولې . ژ
داسي نتيجه ترلاسه کيږي چي دروسيې پوځی مقامات نه تنهادستراتيژيکي تهاجمي قدرت چي له پخواپه قاره پيماتويا اوږمنزله غنديوپوري تړلی ودساتلوتلاښ کوي بلکه غواړي داسي عملي سيستم جوړکړی چې تو غندئ بېله دېنه چې دخپل پروازپه مسيرکي ددښمن له مخالفت اوعمل سره مخامخ شي هدف ته ځان ورسوي . پاي