پاکستان او افغانان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هېواد افغان

څو ورځې د مخه د يوې پاکستاني وېبپاڼې د بحث په فورمونو کې په يو فورم ورپېښ شوم. يو تن د افغانانو په هکله ليکلي وو: " په پاکستان کې چې څومره افغانان اوسېږي ټول غله او قاچاقبران دي."
بل چا ورته ليکلي وو " هو، په پاکستان کې چې کوم افغانان مېشت دي هغوئ ټول غله، قاچاقبران او شوکماران دي خو پاکستان ته د تلو نه وړاندې دوئ سم خلک وه. پاکستان چونکې په جعلي بنيادونو جوړ شوى هېواد دى چې اوس يې د غلا، ډاکو، قاچاقبرۍ، ترهه ګرۍ، رشوت خورۍ، فساد، تخريب کارۍ او بې ايمانۍ د مکتب شکل غوره کړى دى".
دلته چې لږ د تاريخ په لور مخ واړوو نو په هند کې د انګرېزي ښکېلاک د واکمنۍ د ړنګېدو پر مهال انګرېزانو په سيمه کې د خپل يو لاسپوڅي هېواد د جوړولو لپاره غور پېل کړ او همدغه مهال اقبال لاهوري د پاکستان خوب وليد. انګرېزانو د دې خوب د رښتيا کولو دنده د سر اغا خان او محمد علي جناح په نوم هغو خلکو ته وسپارله چې پوهېدل دوئ دا کار کولاى شي. د دې هدف لپاره په هند کې د مسلمانانو، هندوانو او سکهانو ترمنځ تاؤ تريخوالي ته ښه هوا ورکړاى شوه او تر دې حده يې ورته کار وکړو چې د مذهبي کرکې او نفرت غرونه غرونه اورونه يې بل کړل او په لکونو خلک يې پکې غرغنډه کړل. لدې وړاندې مسلمانان، هندوان، سکهان، عيسايان او نورو مذهبونو والا شريک اوسېدل، غم ښادي يې شريک وو او مړى ژوندى يې هم د يو بل سره پاله. خو د پاکستان د منځته راتلو وروسته په سيمه کې تر ټولو لويه ستونځه مذهبي کرکه وه چې تر اوسه پورې دغه اور لا ندى مړ.
په غېر طبعي بنيادونو جوړ شوى پاکستان هر وخت د له منځه تلو سره مخ و. د دې دپاره چې پاکستان مضبوط شي لازمي وه چې هند او افغانستان دې کمزوري وي. تر څه وخته پاکستان د خپلو بادارانو په مرسته زور ولګاوه چې هند کمزورى کړي. د دې لپاره يې هند سره جنګونه هم وکړل او د کشمير کُولمه خو يې لا اوس هم په ځان پورې تړلې ده. ولې دلته په سيمه کې داسې حالات منځ ته راغله چې پاکستان ته په افغانستان کې د پراخه لاس وهنې موقعه په لاس ورغله. او د دغې لاسوهنې نه يې داسې ګټه پورته کړه چې ځان له يې هر څه وګټل خو افغانانو له يې يواځې تباهي، بربادي او تلعمري غم راوړ. اوس پاکستان د خپل دغه وحشت سره دومره روږدى شوى دى چې د افغانستان نه لاس اخستل ورته ډېره عجيبه او ناشونې خبره ښکاري.
بله خبره دا چې په څومره څرګنده او بربنډه توګه پاکستان د تېرو دېرشو کالو راهيسې په د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ کار کوي د دې بېلګه مونږ چيرته په تاريخ کې نشو موندلاى. خو څوک څه ويلاى ځکه نۀ شي چې دا هر څه د اسلام په نامه کېږي. او دا زمونږ د خلکو يوه لويه کمزوري ده چې د اسلام د توري چترې ورباندې ونيسه نو بيا چې دې هر څه ورسره کول، کوه يې.
په دې باره کې يوه ټوکه راياده شوه. وايي چې په اروپا کې د لېونو په يو زندان کې يو پاکستانى هم بندي و. هغه غوښتنه وکړه چې په جېل کې دې انتخابات وشي او يوه رسمي اداره دې رامنځته شي. د هغه غوښتنه ومنل شوه او د انتخباتو اعلان وشو. د زندان د مشرۍ لپاره پخپله هغه پاکستانى او د جېل مشر کانديدان شول. دواړو خپل کمپاين هم پېل کړ. د جېل مشر به بنديانو ته ويل: که زه مو انتخاب کړم ستاسې علاج به زر وکړم، په زندان کې به درته اسانتياګانې راوړم، هره ورځ به مو د پارکونو سېل ته بوځم، د ښه خوراک څښاک غم به مو وخورم.......
خو پاکستاني به په خپل کمپاين کې لېونو ته ويل: که زه مو انتخاب کړم نو د زندان او روغتون ټولې نرسانې به په واک کې درکړم هر څه چې مو زړه غوښتل ورسره کوئ يې، تاسو ټولو له به دوه دوه ښځې وکړم، کوښښ به وکړم چې تاسو ټول ازاد کړم او خپلو خپلو کورونو ته يا چرته چې مو زړه غواړي لاړ شئ.......... لېونو به ورته ښه لاسونه پړک وهل.
کله چې انتخابات وشول نو د جېل مشر وګټل.
ماښام ناوخته چې لېونيان ټول سره راټول شول نو پاکستاني ورنه په ډېر غم او درد پوښتنه وکړه: تاسو رښتيا لېوني يئ. ما چې درته څه ويلي وه هغه زيات ښه وه که هغه چې د زندان مشر درته ويلي وه؟ چې تاسې هغه ته رايې ورکړې؟
هغوى ځواب ورکړ: مونږ لېونيان يو خو مسلمانان نۀ يو چې ته به مو په دې خبرو وغولوې.
يانې د ژوند په ټولو اړخونو کې زمونږ د وروسته پاتې کېدو د ډېرو نورو لاملونو سره يو لامل دا هم دى چې چا هر کار وکړ او وې ويل چې دا اسلام دى نو بس مونږ وايو چې دا ښه دى. په همدې ناره زمونږ هېواد وران او ويجاړ کړاى شو، زمونږ ادارې له منځه يوړل شوې، زمونږ په کتابونو پنجابيانو ته پلاؤنه پاخه کړاى شول، زمونږ مکتبونه په ايرو بدل کړاى شول، زمونږ ماشومان په دماغي ناروغيو اخته کړاى شول، زمونږ ملي شته منۍ پاکستاني د پاکستان حرام خورو جنرالانو لکه خشاک د خپلو خېټو په تنورونو کې وسوځولې او زمونږ اولس يې د جنګ په يوه ناعلاجه ناروغۍ اخته کړ. او دا هر څه د اسلام په نوم وشول او کېږي. همدا نن د پاکستان د جنرالانو وظيفه خور مولانا فضل الرحمان مطبوعاتو ته ويلي چې په افغانستان کې تر ټولو زيات ښه حکومت د طالبانو ؤ. نوموړى ځکه د طالبانو حکومت ته ښه وايي چې طالبان په ډېره بريالۍ توګه په افغانستان کې د پاکستان تخريبي اهداف ترسره کوي. طالبان چې اوس کوم تخريبي عمليات کوي د دې په څو چنده زيات يې په خپل حکومت کې (چې په اصل کې د پنجابيانو او عربيانو حکومت و) کړي وه.
خو د دې هر څه سره سره بيا هم د افغانانو او پاکستانيانو په مزغو کې دا خبره کېنول شوې ده چې ګوندې په پاکستان کې د افغانانو مېشت کېدل او شل کاله اوسېدل په افغانانو د پاکستان احسان دى. او اوس يې خبره تر دې حده سپکاوي ته رارسولې ده چې پاکستان نه يواځې افغانان په بېلا بېلو طريقو زوروي بلکې هره ورځ په مطبوعاتو کې داسې پروپاګنډ هم نشروي چې په پاکستان کې کومې غلاګانې، قاچاقبرۍ او ترهه ګرۍ کېږي دا ټول افغانان کوي. يانې لدې لارې افغانان بدناموي هم . خو ګردې نړۍ ته مالومه ده چې پاکستان د ترهه ګرۍ يو لوي مرکز او د نړۍ د ټولو بدعمليو مکتب دى.
پاکستان يو داسې هېواد دى چې د نړۍ تر ټولو زيات بدعمله او حرام خواره جنرالان، سياستمداران او مليان يې زېږولي دي.
پاکستان يو داسې هېواد دى چې اسلام يې په نړۍ کې د يو ترهه ګر مذهب په توګه بدنام کړى او مذهب يې د کرکې په دويم نوم خلکو ته ورپېژندلى.
پاکستان هغه هېواد دى چې د دوستۍ په نوم يې افغانستان تر هر چا زيات لُوټ کړى، وران کړى او خرڅ کړى دى.
پاکستان يوه غټه کارخانه ده چرته چې ترهه ګر په ماشينونو کې جوړېږي او په ډېره ستره پېمانه کار ورڅخه اخيستل کېږي.
پاکستان يوه لويه مدرسه ده چرته چې په زرګونو ناپوهه مليان او طالبان لکه د ماشيني چرګوړو پيدا کېږي، تيارې ليکل شوې فتوې په لاسونو کې ورکول کېږي او د شر او فساد خورولو لپاره د نړۍ ګټ ګټ ته استول کېږي.
پاکستان يو نړيوال مکتب دى چرته چې تاسې د غلا کولو، رشوت اخستلو، ترهه ګرۍ کولو، بمونو جوړولو، د ماشومانو تښتولو، ښځو سره د ناروا وضعې کولو، د سياست په نوم د منافقت کولو، د سازشونو او توطئيو جوړولو، د اسلام د بدنامولو، د بد امنۍ پيدا کولو، د کرکې د خورولو، د خلکو په خپل مينځ کې د جنګولو او نورو دا ډول ناوړه اعمالو عالي تحصيلات ترلاسه کولاى شئ.
لنډه دا چې پاکستان د نړۍ په مخ يوه داسې ناولې دانه ده چې علاج يې ونۀ شي نو دا ټول بدن ترېنه کينسر کېدلاى شي. او د افغانانو تر ټولو ستر او لومړى دښمن هم پاکستان دى.