د پښتو ادب او فرهنګ د روښانه او ځلانده ستوري، ارواښاد مفتاح ساپي د مړینې تریخ او دردوونکی خبر :

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی له هغو علمي او ادبي سټو څخه وُ،  چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له  لارې ګټوره  او  اغیزناکه  ونډه  اخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې  زیږیدلی  دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل  او امریکې کې پای  ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی   علمي، ملي، با احساسه، سپیڅلی، او منلی لیکوال، خوږ   ژبې شاعر،  تکړه  ژباړونکی،  غښتلی،  پوخ  داستان  لیکونکی او  ډرامه لیکونکې  وُ .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په  پښتو ژبه ژباړلي  او خپاره کړي دي . د ده  ادبي او فرهنګي سټه  نه یوازی په هیواد کې د ننه  بلکې  په  بهر کې هم  پیژندل  شوې ده . دی  په  انګریزي  ژبه  هم شعرونه  او لیکنې لري .

لنډه دا چې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیوادکې  ده په  خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې  د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې،  د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ  کې د یو شمیر نورو  زړه بوږنوونکو  پیښو تصویرونه چې د بشریت په تاریخ  کې ساری نه  لري  په  ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه  بڼه   داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو  یې  د  هر لوستونکي  په  زړه، ذهني او رواني  حالاتو کې  جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات  راپاروي .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی  یو دروند، با احساسه ، پاک او سپیڅلې انسان وُ. د نیکو  اوصافو او عالي  اخلاقو خاوند شخصیت وُ.  د خپلو ملګرو او دوستانو سره  صمیمي، مهربان، رښتینې او خواخوږې وُ.  د خپل وطن   او هیوا دوالو سره، د  ادب  پالو، هنر پالو او فرهنګ پالو انسانانو سره یې  ځانګړې   مینه  لرله  .  د آزادۍ،  خپلواکۍ  او دموکراسۍ سره،  د پښتون  او پښتونولي سره، د انسان  او انساني کرامت سره  يې   ژوره   مینه   او اخلاص  درلود .

زه نه یوازې چې په دې ستر ویر او غم کې ځان  شریک بولم،  ارواښاد مفتاح الدین   ته د لوی خدای څخه د فردوس جنت ،  درنې کورنۍ، مینه والو، یارانو ، دوستانو او ملګرو ته  یې تسلیت، زغم او صبر غواړم .

په درنښت : انجنیر عیدالقادرمسعود