په ډيلي کې د افغانستان سفارت له ۲۱ کلونو وروسته ولې وتړل شو؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سفارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې خپل کار بندوي.

دغه سفارت د ۲۰۰۲ کال په جون کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته پرانیستل شو. تر هغه وړاندې هند په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت هم په رسمیت نه و پېژندلی.

خو اوس په پلازمېنه ډيلي کې د افغانستان سفارت له ۲۱ کلونو وروسته یو ځل بیا خپل کار ودراوه.

په هند کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه د افغانستان په ګټه ده.

سفارت په خپلې درې مخیزې اعلامیې کې د دې پرېکړې درې اصلي لاملونه په ګوته کړي دي.

لومړی یې د هند حکومت "نه همکاري" بلل شوې. دویم، سفارت د افغانستان د "ګټو د ساتنې په تړاو هیلې نه دي پوره کړې" او درېیم لامل یې "د کارکوونکو او سرچینو کموالی" ښوول شوی دی.

له دې اعلان څه موده وړاندې افغان سفارت د هند حکومت ته په هغه هېواد کې د خپلو فعالیتونو د بندولو په اړه لیکلي وو. خو هند تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د لانجو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. هغه مهال خبرونه دا وو چې په ډيلي کې د سفارت یو ډيپلوماټ او د برحال سفیر فرید ماموندزي همکار قادر شاه د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی. خو تر لانجو او ناندریو وروسته ښاغلی ماموندزی پر خپل ځای پاتې شو.

اوس وروستي راپورونه وايي چې په سفارت کې هندي کارکوونکي پرته له کومې خبرتيا له دندو ګوښه شوي او ګڼ شمېر افغان ډيپلوماتان له هنده وتلي او لوېديځو هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده.


موږ د جواهر لعل نهرو پوهنتون له استاد محمد مظهرالحق سره خبرې کړې دي چې په تېرو لسیزو کې یې په افغانستان کې وخت تېر کړی.

هغه وايي، "ټول پوهېږي چې په کابل کې د هند سفارت په يو ډول نه يو ډول فعاليت کوي او له تخنيکي پلوه د هند ټيم هلته شته، خو هند کې د افغانستان په سفارت کې حالات بل ډول دي."

د ښاغلي مظهرالحق په وینا، په ډيلي کې د مېشتو افغان چارواکو ويزې پای ته رسېدلي او د هند حکومت له خوا نه تمديدېږي چې له امله يې يو ډول کړکېچ رامنځته شوى دى.

د منځني ختیځ یوه مشهور انسټیټیوټ په یوه راپور کې لیکلي دي چې د قادر شاه د ویزې موده چې ګواکې په نوي ډیلي کې د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی و، د راپورونو له مخې ختمه شوې او دا ستونزه یې نوره هم پیچلې کړې ده.

د انسټیټوت په راپور کې ویل شوي "که د هند حکومت د قادر شاه د ویزې د تمدید پرېکړه وکړي، نو دا به په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له خوا د ټاکل شوي ډیپلوماټ منلو او په یو ډول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو تعبیر شي."

پوهاند مظهرالحق وايي، له بلې خوا د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال ټاکل شوی سفیر فرید ماموندزی چې سږ کال حج ته تللی و، له هغه ځایه بېرته بریتانیې ته ولاړ چې تابعیت لري او کله چې یې په اړه د هند حکومت ته بېرته ډيلي ته د سفر کولو خبر ورکړ، د هند له خوا کوم ځواب نه و. هغه هغه مهال د هند حکومت ته ليک وليکه او په پای کې يې په انګلستان کې د پاتې کېدو اعلان هم وکړ.

افغان سفارت څه ویلي؟
د افغانستان سفارت په هند کې د عملیاتو د بندولو پرېکړه "خواشینوونکې" او "ډېره سخته پرېکړه" بللې ده.

سفارت په ټولنيزو رسنيو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي، دا پرېکړه د افغانستان او هند تاريخي اړيکو او اوږدمهاله اړيکو ته په کتو سره شوې ده.

سفارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړه د درېیو لاملونو له مخې شوې ده. سفارت ویلي، لومړی موږ د کوربه هېواد لخوا کوم ځانګړی ملاتړ نه ترلاسه کوو چې له امله یې موږ نشو کولی خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړو، "دویم، موږ باور لرو چې د هند د ډیپلوماټیک ملاتړ د نشتوالي او په افغانستان کې د مشروع حکومت د نشتوالي له امله، موږ نشو کولی د افغانستان یا د افغانانو اړتیاوې او ګټې پوره کړو."

"دریم، دا زموږ لپاره یوه لویه ننګونه ده چې د کارکوونکو او سرچینو د کمښت له امله خپل کار ته دوام ورکړو. د ډیپلوماټانو د ویزې له نوي کولو نیولې تر نورو کارونو، موږ پر وخت لازمې مرستې نه ترلاسه کوو چې دا کار په ټیم کې د ستونزو لامل کېږي. او دا چاره د دوی پر کار اغېزه کوي."

سفارت زیاته کړې: "د همدغو دلایلو له امله موږ د سفارت د ټولو فعالیتونو د بندولو سخته پریکړه کړې ده. په هرصورت، د افغان وګړو لپاره د قونسلګرۍ بېړني خدمتونه به تر هغه دوام وکړي، چې ماموریت په رسمي توګه خپل عملیات هند ته وسپاري."

د ویانا کنوانسیون له مخې به د سفارت ملکیتونه او اسانتیاوې کوربه هېواد ته سپارل کیږي.

د تورونو ردول:
هند کې افغان سفارت
په هند کې افغان سفارت د کارکوونکو تر منځ د اختلافاتو د ډېرېدو تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي، "د ډیپلوماټانو او د سفارت د کارکوونکو تر منځ د اختلاف یا لانجو تورونه لګول کېږي، دا هم ویل کېږي چې زموږ دیپلوماتان په درېیم هېواد کې د پناه غوښتلو هڅه کوي، دا ټولې اوازې دي. موږ د یوه ټیم په توګه د افغانستان په ګټه کار کوو. موږ غواړو دا هم روښانه کړو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ته مو یو لیک استولی او د سفارت د تړلو لاملونه مو پکې بیان کړي او د هند له حکومته غوښتل شوي چې پر دې غوښتنو جدي غور وکړي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "موږ غواړو چې د افغانستان بیرغ ته دې د سفارت پر ودانۍ د رپولو اجازه ورکړل شي او همدارنګه په کابل کې مشروع حکومت ته د ملکیت د سپارلو اجازه ورکړل شي."

سفارت په هند کې د مېشتو افغانانو په اړه ویلي: "موږ دلته د مېشتو افغانانو له ستونزو او اندېښنو خبر یو. په وروستیو ورځو کې له دې هر څه وروسته د دوی اندېښنې زیاتې شوې دي. موږ به دوی ته اړینو معلوماتو چمتو کولو ته دوام ورکړو."

په هند کې د افغانستان قونسلګریو ته هم اطلاع ورکول شوې ده.

افغانستان په ممبۍ او حیدراباد کې قونسلګرۍ لري. دغو دوو قونسلګریو دوه ورځې وړاندې ویلي وو، په هند کې به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان او هند اړیکې
د هند او افغانستان اړیکې تاریخي دي، خو لومړی ځل په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو له راتګ وروسته کړکېچ پکې رامنځته شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بندې شوې چې بیا په ۲۰۰۱ کال کې بېرته سفارتي اړیکې ټینګې شوې.

پوهاند محمد مظهرالحق وايي، نن سبا له افغانستان سره د هند سوداګري تر بل هر وخت زیاته ده.

د هغه په وینا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم دیپلوماتیکې اړیکې نه تر سترګو کېږي خو د تخنیکي مرستو په برخه کې د هند شتون خورا پیاوړی دی.

هغه وايي، د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو د ټينګښت لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي او د چين له خوا د سفارت پرانيستل يې برياليتوب دی.

هند په افغانستان کې په ډېرو پروژو کار کړی او شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه یې کړې ده.

د یوه څېړنیز بنسټ د راپور له مخې، هند له ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ۲۰ کلونو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ په ډېرو پروژو کار کړی دی.

د افغانانو باور ترلاسه کولو لپاره یې د پوهنې او زدکړو په برخه کې مرستې کړي. په تېرو ۱۶ کلونو کې څه باندې ۶۰ زره افغانانو په هند کې خپلې زدکړې بشپړې کړي او افغان سرتېري هم پکې روزل شوي دي.

په تېر مارچ میاشت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، د دوی حکومت "په بهر کې د نورو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د مسولیت اخیستو هڅې کوي."

په زیاتره هېوادونو کې د پخواني حکومت ډیپلوماتان د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. خو په پاکستان، چین، روسیې، ایران، ترکیې، قزاقستان او یو شمېر نورو عربي او افریقايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه اوس د طالبانو له خوا د ګمارل شویو ډیپلوماټانو تر لاس لاندې کار کوي.