له نګورنو قره باغه یو لاک نه زیات کسان وتلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ارمنیا وایي پر نګورنو قره باغ د اذربایجان تر کنټرول وروسته له یو لاک څخه زیات کسان له هغې سیمې وتلي دي.
د ارمنیا د د وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۳۰مه خبریالانو ته وویل چې د هېواد چارواکو یې له نګورنو قره باغه کډه شوو یو لاک خلکو له جملې څخه ۸۱،۰۰۰ راجسټر کړې دي.

ارمینیا د انصاف نړیوال عدالت (انټرنیشنل کورټ اف جسټس) ته درخواست کړی چې ملګرې ملتونه دې په نګورنو قره باغ سیمه کې د ارمنیایي نسله خلکو په نښه کول زرترزره ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه هم له دې سیمې هغو خلکو له مجبورۍ کډې ویستل جاري ساتلې ول چې ارمینايي نژاده دي.

نګورنو قره باغ له اذربایجانه جلا شوې سیمه ده او پکې درې لسيزې ارمني نسله بېلتونپالو واکمني وه خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه اذربایجاني ځواکونو دا سیمه په بشپړ ډول ونيوله.