ډبلیو ایف پي: نړۍ کې له ۴۰ میلیونو سختې لوږې سره مخ کسانو له ډلې ۱۵ میلیونه یې افغانان دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نویو ارزونو پراساس په یو راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۵۱ هیوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د سختې لوږې د بیړني حالت سره مخ دي، چې پنځلس میلیونه یې افغانان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۵(تلې درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي،چې ددغه پروګرام د خوړو په مرستو کې کموالي هغه کسان، چې د خوړو سخت د نه خوندیتوب سره له وړاندې مخ و، په بیړنې ډول د خوړو اړتیا د نه خوندیتوب حالت سره مخ کړي دي.

دغه پروګرام ویلي:" زمونږ د اټکل له مخې د خوړو په مرستو کې کمبود په نړیواله کچه د خوړو په خوندیوب اغیزکړی دی. په مرستو کې ۳۰ فیصده کمبود به زمونږ د اټکل له مخې د هغو کسانو شمیر، چې په بیړني حالت کې د لوږې سره مخ دي په نړۍ کې ۱۳.۲ میلیونو کسانو ته او یا ۳۳ فیصده ته لوړ کړي او په مرستو کې ۵۰ فیصده کموالی به په بیړني ډول د لوږې سره مخ کسانو شمیر ۲۳.۶ میلیونو کسانو ته او یا ۵۸ فیصدو ته لوړ کړي".

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې دا په دې معنی دي، چې په اوسط ډول د "ډبلیو ایف پي" په مرستو کې د هریوې فیصدۍ په کمیدو سره ۴۰۰ زره کسان د سختې لوږې د حالت څخه په بیړني ډول د سختې لوږې حالت سره مخامخ کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، چې په وروستیو کلنو کې د بیلابیلو عواملو له امله په نړۍ کې د سختې لوږې سره د مخ شویو کسانو شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی او په روان ۲۰۲۳ کال کې ددغسې کسانو شمیر ۳۴۵ میلیونو ته رسیدلی دی.

دا پروګرام وايي، چې د کرونا وبا د خپریدو دمخه دغسې کسانو شمیر شاوخوا ۲۰۰ میلیونو ته رسیده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي:" په ۲۰۲۳ کال کې په ۵۱ هیوادونو کې له ۴۰ میلیونو څخه زیات وګړي د خوړو د نه خوندیتوب د ډیر سخت بیړني حالت سره مخ دی، چې د ژوند د ژغورنې لپاره د مرستو د نه برابریدو په صورت کې د قحطۍ د ناورین د خطر سره د مخ کیدو په حال کې دي".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې دغه پروګرام سره د بودیجې کمښت له وړاندې په میلیونونو کسان د خوړو د نه خوندیوب د بحران سره مخ کړي دي.

ددې دمخه د دغه پروګرام مشرې میرمن سینډي مک کین د سپتمبر۱۷ (وږي ۲۶) د امریکا د "اې بي سي" تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه نلري.

میرمن مک کین وویل: " افغانستان لپاره د یو څه بودیجې د ترلاسه کولو پرته مونږباید چې د اکتوبر په میاشت کې په بشپړ ډول له دغه هیواد څخه ووځو".

د خوړو د نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال د اګست د میاشتې د ارزونې له مخې په افغانستان کې ۱۹.۹ میلیون وګړي د خوړو د سخت نه مصونیت له حالت سره مخ دي.

خو د میرمن سینډي مک کین ددغو څرګندونو وروسته د اسیا پرمختیايي بانک، د سپټمبر۲۰ ( وږي ۲۹) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ملاتړ او بدیل معیشت د چمتو کولو او افغانستان کې د بشري بحران د اغیزو کمولو لپاره یې دغه هیواد سره د ۴۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

دغه بانک ویلي، چې افغانانو سره د پیسو دغه ملاتړ به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د خوړو د مصونیت د اړتیاو او افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو په چارو په مصرف ورسیږي او د ملګروملتونو ادارې، چې د بودیجې د کمښت سره مخ دي د هغوی د پروګرامونو پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

د اسیا پرمختیايي بانک ویلي، چې ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالر به افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱.۳۲ میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ورکړل شي.

همداشان ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (ایف اې او) ته او ۲۰۰ میلیونه نور ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ته په لسو ولایتونو کې ۷.۵ میلیونو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره ورکړل شي.

د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو په خپله غوښتنه بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګرو ملتونو ته دا پیسې نه دي برابرې کړي.