د پاکستان د لومړني وزیر غوښتنې ته د طالبانو ځواب: "تر خپلې وسې مرسته کولای شو"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د خپل توان مطابق" له پاکستاني‌ چارواکو سره د اورپکو بریدونو په مخنیوي کې ‌مرسته کولای شي، خو ټینګار کوي چې د "پاکستان دننه مرسته نه شي ‌کولای."

ښاغلی مجاهد له بي‌بي سي پښتو سره په مرکه کې دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په خپل هېواد کې د اورپکۍ کابو کولو لپاره د طالبانو د حکومت مرسته و غوښته.

پاکستان کې دا وروستیو کې د ټي ټي پي بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي د افغانستان له خاورې یې همغږي کوي.‌

ښاغلي کاکړ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې ویلي و،‌ چې پاکستان کې د اورپکو د بریدونو مخنیوي لپاره افغانستان کې د طالبانو حکومت د همکارۍ غوښتونکی هم دی.‌

د طالبانو حکومت ویاند وايي،‌ "چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پرضد وکارول شي.‌ موږ په خپل هېواد کې سوله او امنیت غواړي،‌‌‌ په ګاونډیو هېوادونو کې هم د امنیت غوښتونکي یوو."

انوار الحق کاکړ د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل هېواد کې د بهرنۍ ترهګرۍ پرضد د پرېکنده ګامونو اخیستو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستانه خپل هېواد ته د ترهګرۍ د شته ګواښ په تړاو اندېښه وښوده او وايي، له بهره د هڅول شوې ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یې هېواد اړین ګامونه پورته کړي.

خو ښاغلی مجاهد وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د دوی ځواکونو "متوجي دي چې د افغانستان له خاورې څوک ناوړه ګټه وانه خلي."

تېره اوونۍ د پاکستان چارسمبالي لومړي زیر ویلي و، که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي،‌ پرضد به یې ګامونه پورته کړي.‌نوموړي که څه هم په ښکاره د افغانستان نوم یاد نه کړ، خو د یوې پوښتنې په ځواب کې یې ویل، "پاکستان د دفاع حق لري، هر کله که موږ احساس کړو چې زموږ د خاروي خوندیتابه لپاره ګامونو ته اړتیا شته،‌ موږ به یې واخلو."

ډیورنډ کرښې سره د پوستو جوړول؛ "له وړاندې پلان شوې وې"

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو چې هلته ډېورنډ کرښې ته څېرمه شاوخوا ۱۰۰ نوې پوستې جوړې کړې دي. اوس د طالبانو حکومت ویاند وايي، د دغو پوستو جوړېدل له وړاندې پلان شوي وو او د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو سره تړاو نه لري.‌

ښاغلي مجاهد د دې پوستونو د جوړولو موخه د افغانستان د خاروې ساتنه یاده کړې ده. د روانې میاشتې پیل کې په تورخم کې د یوې پوستې د جوړېدو پر د طالب او پاکستاني‌‌ځواکونو له نښتې وروسته، د تګ راتګ دروازه نژدې لس ورځ تړل شوې وه.‌