د بريالتوب پر بنسټ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بريالتوب پر بنسټ

د افغانستان په هكله د لندن كنفرانس



د افغانستان تړون



لندن- د كال ۲۰۰۶ د جنورى ۳۱ څخه دفبروري ترمړى نيټه





د بريالتوب پر بنسټ
د افغانستان په هكله د لندن كنفرانس
د افغانستان تړون

لندن، د ۱۳۸۴ كال د سلواغى ۱۱او ۱۲ نيټه

د افغانستان اسلامى جمهوريت او نړيواله ټولنه:

هوډمن دى چې د افغانستان د خلكو د ژوند د سطحى د ښه كولو په خاطر په خپل منځ كى ګډون او مشاركت پياوړى كړى او په ملى، سيمه ييز او نړيواله سوله او امنيت كى برخه واخلي.

د بن، توكيو او برلين د كنفرانسونو د روحي په مطابق پرخپلو ګډو ژمنو تاكيد كوي ترڅو د يو با ثباته او سوكاله افغانستان په لورى كار وكړى، داسى افغانستان چې يو حكومت ولرى، د قانون تر ړنا لاندى د ټولو لپاره بشرى حقونو ساتنه وشى او په همدى ډول د دى معاهدى په اوږدو، له هغه څخه په وروسته وخت كى دغه ژمنى خوندى وى او پياوړى شى.

د افغانانو د زړورتيا او هوډ په درك كولو چې د خشونت ډك، د افراطيت او سختيو سره په مقابله كى د يو ديموكراتيك سوله ييز، ډيرپال\كثرت ګرا او سوكاله دولت چې د اسلام د دين پر اصولو متكى دى، بنسټ ايښى دى.

پدى سره په پوهيدو چې د بن د تړون د بشپړ تطبيق او د كال ۲۰۰۴ د جنورى په مياشت كى د يو نوى اساسى قانون په جوړولو سره، د كال ۲۰۰۴ د اكتوبر په مياشت كى د ولسمشرى د ټاكنو او د كال ۲۰۰۵ د سپتمبر په مياشت كى د پارلمان او ولايتى شورا ګانو ټاكنى افغانستان ته د دى وړتيا وركړه چې په نړيواله ټولنه كى خپل ځاي بيرته تر لاسه كړى.

پر دى باندى پوهيدو سره چې سولى او ثبات ته د افغانستان اوښتنه تر اوسه تحقق ندى موندلى او په همدى ډول د پاتى شويو ستونزو د حل لپاره نړيواله برخه اخيستنه ضرورى ده.

افغانستان هوډ من دى چې د اقتصادى پايښت لرونكى ودى او پراختيا د دولتى موسساتو او د مدنى ټولنى د پياوړى كولو، د تروريستانو د پاتى شويو ګواښونو د له منځه وړلو، د مخدره موادو د ستونزو سره د مقابلى په مقصد، د قابليتونو او بنسټونو د بياجوړولو، د فقر كمولو او انسانى ضرورتونو د تامين په مقصد د جګړى پر ميراث برى تر لاسه كوى.

افغانستان د دى تړون په اړوند موافقه كړيده:

پدى هكله د افغانستان تړون موافقه كوى:

مقصد
د افغانستان دولت د ١٣٨٤ په رپوټ کې د خپلو خلکو د سوکالي لپاره خپل عمده هدفونه د نوي ميلادي زريزي د پيل په پراختيايي هدفونو (د کال ١٤٠٠ ليد) په رپوټ کې بيان کړي. د دې هدفونو سره په مطابقت کې دغه تړون د ١٣٨٤ کال د فعاليتونو دري اساسي او يو بل سره تړلې ډگرونه اوستنې د دې تړون د تصويب څخه راوروسته د پنځه کلونو لپاره راپه لاندې ډول مشخص کوي:



امنيت

حکومت کول، د قانون حاکميت، بشري حقونه

اقتصادي او ټولنيزه وده.





د کار يوه بله حياتې او گډ ډگر دمخدره توکو د صنعت له منځه وړل دي چې د افغانستان خلکو، دولت، سيمي او د سيمي هغه خوا لپاره د يو ستر گواښ په توګه پاتې شوي دي. پدې توګه د افغانستان حکومت د راتلونکې لپاره د گډ ليد په تحقق سره ژمنه کوي او هم په متقابل ډول نړيواله ټولنه ژمنه کيږي چې د دې ليد د تحقق لپاره سرچينې او لازمي مرستې برابرې کړي.

د دې تړون لومړې ضميمه د افغانستان د ودې د ملي ستراتيژي د ANDS د ټاکل شويو لوړو هدفونو په مطابق د دې تړون تفصيلي پايلي، هدفونه او د بشپړولو وختونه بيانوي. په همدې ډول لکه چې په دوهمه ضميمه کې ويل شوي دي دولت او نړيواله ټولنه ژمنه کوي چې د مرستو اغيزمنتوب او (حساب ورکولو) ته لوړتپا ورکړي.

دهمکاري اصول
په همدې ډول چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د دې تړون د اجرا پخاطر اقدام کوي لاندې کارونه د هم ترسره کوي:

د اسلام پر بنسټ د ډيرپال \ کثرت گرا فرهنگ او د افغانستان تاريخي ارزښتونو ته احترام

د افغانستان د دولت ترمنځ د مشارکت پربنسټ همکاري چې افغانستان به مستقل مسوليتونه ولري او نړيواله ټولنه چې ملگري ملتونه به محوري سمون ورکونکې ونډه ولري ارزوي پلوه ونډه ولري

په چارو کې د افغانستان د خلکو برخه اخيستنې ته ژوره پاملړنه او مالکيت ته د خلکو هيله.

د مالي موسساتي او د چاپيريال د ثبات تعقيبول

د افغانستان د پايښت لرونکې قابليت او اغيزمن دولت او د مدني ټولنې د موسساتو جوړول پدې ډول چې د نارينه وو او ښځو انساني قابليتونو باندې يو شان تاکيد وشي.

د کورنيو او نړيوالو سرچينو د تخصيص د عادلانه انډول تامين، پدې خاطر چې د هيواد په ټولو برخو کې سوکالي په محسوسه توګه منځته راشي .

پدې باندې پوهيدنه چې په ټولو پالسيو او پروگرامونو کې نارينه او ښځې مساوي حقونه او مسوليتونه لري.

د سيمه ييزي همکاري لوړتيا.

د فساد پر ضد مبارزه او په دولتي ادارو کې د روڼوالې \ شفافيت او احتساب\ حساب ورکولو، يقيني کول.







امنيت:

په افغانستان کې ثبات او ودې لپاره تراوسه هم واقعي امنيت يو اساسي مخکيني شرط دي. امنيت يوازي د پوځي وسيلو پواسطه نه تامينيږي بلکې امنيت ښه حکومت کول، عدالت، د قانون حاکميت ته چې د بيا جوړولو او ودې پواسطه پياوړي شوي وي، ضرورت لري.

د افغانستان حکومت به د ناقانونه پوځي ډلو د انحلال له لاري سوله ټينگه کړي. په هيواد کې د امنيتي ضرورتونو د رفع کولو پخاطر د افغانستان حکومت او بين المللي ټولنه به د ملي پايداري طريقي له لاري به په افغانستان کې د افغاني موسساتو د پياوړي کولو يو مصئون چاپيريال رامنځته کړي. پدې لړکې مرستندويه نړيوال پوځي ځواک (ايساف) چې د ناتو له خوا ورته لارښوونه کيږي، د دايمي آزادي عمليات چې دامريکا ترلارښووني لاندې، همکار ملتونه چې دامنيت د سکتور په اصلاح کې برخه لري د افغانستان حکومت ته به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي پدې شرط چې غړي هيوادونه دغسي پروسي تصويب کړي.

دوې به د ملي امنيتي پوځونو پياوړتيا او د قابليت ودي ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوي پخپله وکولاې شي خپلې دندې ترسره کړي.

د تروريزم پر ضد د دايمي آزادي ټول عمليات دافغانستان د دولت او د ايساف د ځواکونو سره به ترسره شي. د ولايتي بياجوړونې د تيمونو په گډون د ايساف ځواکونه به په ټول افغانستان کې خپل موجوديت ته پراخوالې ورکړي. اوهم د ثبات د پياوړتيا لپاره به ادامه ورکړي او دخپلو عملياتو په سيمو کې دامنيت د سکتور د اصلاح څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان حاکميت ته بشپړ احترام او د افغانستان او د دې هيواد د گاونديو ترمنځ د خبرو اترو او همکاريو پياوړتيا په افغانستان او سيمه کې د امنيت د تامين په لاره کې يو اساسي تضمين شميرل کيږي. دې مقصد ته د رسيدو پخاطر نړيواله ټولنه د اعتماد د منځته راوړلو پخاطر به له مشخصو اقداماتو څخه ملاتړ وکړي.

حکومت کول، د قانون حاکميت او بشري حقونه

په ديموکراتيکه توګه حکومت کول او د بشر د حقونو څخه ساتنه په افغانستان کې د پايښت لرونکې سياسي پرمختگ بسټ تشکيلوي. د افغانستان دولت خلکو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو پخاطر د هيواد په گوټ گوټ کې خپل ظرفيت ته به لوړتيا ورکړي.

دولت به مسلکي، با کفايته او د اعتماد وړ کسان د دوي د وړتياوو پر بنسټ د ملکي خدماتو په ادارو کې استخدام کړي، يو لا اغيزمن ځواب ورکونکې، روڼ اداري سيسټم به د دولت په ټولو سطحو کې رامنځته کړي. د اداري فساد پرضد په زړه پوري کچه د اصلاحاتو دا رول به عملي شي، د عدالت او د قانون د حاکميت څخه به ملاتړ وشي او هم د ټولو افغانانو بشري حقونو ته احترام پياوړي شي.

د افغانستان حکومت به په هر ولايت کې د فعالو بنسټونو هم آهنگي جوړوني ته لومړيتوب ورکړي. دغه بنسټونه به د ملي اداري، پوليسو ، زندانونو او عدلي جوړښت په گدون به روزل شوي کارکونکې، کافي معاشونه ، لازم بنسټيزي سرچيني او د پلټنې ظرفيت ولري. دولت به د راتلونکو ټاکنو لپاره د ټاکنو د مستقل کميسيون ترڅارنې لاندي به يوه د انتخاباتي اداره وټاکي چ د مالي او سازماني له مخې پايښت ولري.

د افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې لپاره دعدلي سکتور اصلاح لومړيتوب لري، د دي کار هدف دا دي چې ټولو افغانانو عدالت او دمنلو عملي وړ احکاموته د تحريري قوانينو او د عادلانه محاکمه کولو امکان په مساوي ، عادلانه او رونه توګه ترلاسه شي. هغه تدبيرونه چې پدې لاره کې به ونيول شي دا دي: په دولتي سکتور کې قانوني ريفورم \اصلاحات او په همدې ډول په خصوصي سکتور کې د عدلي موسساتو د پرسونل د قابليت لورول، د بشري حقونو ارتقا او قانوني پوهه او د قضايي بنسټونو بيارغونه ، د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه يو وار بيا پرخپلې ژمنې باندې تاکيد کوي چې د افغانانو د هدفونو څخه چې د اساسي قانون او د نړيوال قانون له خوا د تطبيق وړ دي او د افغانانو له حقوقو څخه ساتنه کوي او دهغوي حقوق ورته برابروي خوندي وساتي چې پدي کې د بشري حقونو نړيوال ميثاقونه او نوري معاهدي چې د افغانستان له خوا لاسليک شوي راځي.
د دې پخاطر چې د هغو کسانو ترمنځ اعتماد پيداشي چې ژونديي جګړه تباه کړي ده او هم د اتباعو ترمنځ د يو گډ احساس د پياوړي کولو په مقصد او د زغم د فرهنگ، ډيرپالي \ کثرت گرايي د قانون د حاکميت د احترام د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د سولې، عدالت او بياجوړونې په اړوند دعمل پلان جوړ کړي.

اقتصادي او ټولنيزه پراختيا

د افغانستان حکومت به د نړيوالې ټولنې په ملاتړ سره د لوږي، غريبې او بې کاري د راټيټولو په موخه د اقتصادي ودي پايداره معيارونو تعقيب کړي. دا کار به د عامه او خيريه سکتورونو ترڅنگ د خصوصي سکتور وندي او پوتانسيال ته هم وده ورکړي، د مخدره توکو صنعت به هم ترکنترول لاندې ونيسي. د زياتې اقتصادي ودې د پايداري څخه ډاډ ورکړي، په هيواد کې د بشري، ټولنيز او فزيکي پانگي انکشاف تامين او وده ورکړي، پدې وسيله د مشرانو او کارپوهانو د يونوي نسل د جوړولو لپاره يو سالم بنسټ رامنځ ته کړي، مدني ټولنه پياوړي کړي، د راستنيدونکو داخلي بې ځايه شويو کسانو او پخوانيو جنگيالو يوځاې کيدنه بشپړه کړي.

عمومي پانگه اچونه به د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژي د اقتصادي او ټولنيزي ودي د ستنو په شپږو سکتورونو باندې متمرکزه وي.

زيربنا تو طبعي زيرمي

معارف

روغتيا

کرنه او کليوالي انکشاف

ټولنيزه ساتنه، او

اقتصادي نظارت او د خصوصي سکتور انکشاف







د مخدره توکو پرضد مبارزه- يو اساسي لومړيتوب

دهغه گواښ معلومول چې د مخدره توکو صنعت يې ماي، سيمه ايز او نړيوال امنيت او همدارنگه انکشاف او حکومت چلولو او د افغانانو سوکالي ته متوجه موي، د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې لپاره به د يوه لومړيتوب درجه لري. د دي کار موخه به د مخدره توکو په توليد او قاچاق کې د پام وړ کموالي او بيا د دي توکو بشپړ له منځه وړل دي. د مخدره موادو د ضبط او ممانعت اصلاح شوي لاري چاري، د قانون د تنفيذ او قضايي ظرفيت چوړول، د افغانستان، گاونډيو هيوادونو او نړيوالې ټولنې ترمنځ د مخدره توکو د سوداګړي د له منځه وړلو په هکله د همکاري زياتوالې، د پراخه کليوالې انکشاف په ضميمه کې د بزگرانو او کارگرانو ته د اقتصادي لارو چارو جوړول او د مخدره موادو پرضد د ملي او ولايتي تاسيساتو جوړول په دې اساسي عنصرونو کې شامل دي.

همدارنگه د رسمي اداري فساد له وړاندي د نه زغم د پاليسي جوړول يو حياتي کار دي، او بايد د مخدره موادو له منځه وړل په مناسب ډول تعقيب شي، ترڅو دا پيغام (پياوړي کړي چې د مخدره توکو توليد يا سوداگري دواړو غير اخلاقي او د اسلامي قوانينو څخه سرغړونه ده)، او د مخدره موادو د استعمال غوښتنه هم راکمه کړي.

هماهنگي او نظارت

د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د سياسي ژمنو د پلي کولو په موخه کوم چې په همدې تړون کې شامل دي، هماهنگي اونظارت يوه گډه کميته جوړوي. لکه څنگه چې په دريمه ضميمه کې يادونه شوي، د دې کميټې مشري به افغان حکومت او ملگري ملتونه په گډه کوي او ملاتړ به يې د يوه کوچينې سکرتريت له خوا ترسره کيږي. دا به د افغانستان حکومت او نړيوالي ټولنې د هڅو د لازيات نږدي والې او د تړون د پلي کيدو څخه ډاډ ورکړي او همدارنگه د دې تړون د پلې کولو په هکله به خلکو ته دقيق منظم راپورونه وړاندي کړي.









لومړې ضميمه
معيارونه او وختونه

دنړيوالې ټولنې په ملاتړ د افغانستان حکومت دې ته ژمن دي چې دا لاندې معيارونه د هغو وختو سره سم پوره کړي چې ورته ټاکل شوي دي.
امنيت
نړيوال امنيتي ځواکونه
د ٢٠١٠ کال ترپايه، دافغان حکومت په ملاتړ او نږدې انسجام سره به د ناتو په مشرۍ د نړيوال امنيت د مرستې ځواکونه (ايساف)، د پايښت لرونکې آزادي عمليات او د هغوې اړوند د ولايتي بيا جوړولو ټيمونه (PRTs ) د افغانستان په ټولو سيمو کې دافغاني ظرفيتونو د پياوړي کولو په گډون امنيت او ثبات ښه کړي،.

افغان ملي اردو
د ٢٠١٠ کال ترپايه: په ملي سويو داحترام وړ، مسلکي، په قومي لحاظ انډول افغان ملي اردو به په بشپړه توګه جوړ شوي وي، چې په ديموکراتيک ډول حساب ورکوونکې، منظم، روزل شوي او مجهز وي چې د هيواد امنيتي اړتياوي پوره کړي او په پرمختلونکې توګه د دولت له خوا تمويل او د هيواد له اقتصادي ظرفيت سره متناسب وي. نړيواله ټولنه به له افغانستان سره تر ٧٠،٠٠٠ تنو پورې د ملي اردو په پراخولو کې چې د بن په مزاکراتو کې يادشوي دي، خپلې مرستې ته دوام ورکړي او د پراختياورکولو سرعت به له هغه وخت پروخت گډو کيفي ارزونو سره سم وي چې دافغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې له خوا د هغو مشخصاتو په وړاندې سرته رسول کيږي چې جاري حالات يې ايجابوي.

د افغانستان ملي او سرحدي پوليس
د کال ٢٠١٠ ترپايه به په بشپړه توګه مسلکي، فعال او له توکميز ( قومي) پلوه انډول افغاني ملي پوليس او د افغان سرحدي پوليس د ٦٢،٠٠٠ تنو پوري گډ ځواک جوړشوي وي چې کولاې شي په اغيزناکه توګه د هيواد امنيتي اړتياوي پوره کړي او په زياتيدونکې توګه به له اقتصادي پلوه د پايښت وړ وي.

د ناقانونه وسله والو ډلو منحل کول
د ٢٠٠٧ کال ترپايه به په ټولو ولايتونو کې ټولې ناقانونه وسله والې ډلې له منځه يووړل شي.

د نشه يي توکې په وړاندي
د ٢٠١٠ ترپايه به دولت خپل د قانون پلې کولو ظرفيت په مرکزې او ولايتي دواړو سطحو کې ځواکمن کړي، چې په دوامداره توګه د کالينو ضبط شويو او يا له منځه وړلو او د پروسس کولو د اسانتياو له منځه وړلو او په اغيزناک ډول اقداماتو سره د نظر وړ مناسبې له منځه وړنې سبب شي، چې د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې برخه واخلي.

د ٢٠١٠ کال ترپايه به دولت او ګاونډي او سيمه ييز حکومتونه په گډه کار وکړي چې هم آهنگي او د استخباراتو يو له بله شريکول په دې هدف سره زيات کړي چې د هغو نشه يې توکو په نيولو او له منځه وړلو کې زياتوالې راشي چې د افغانستان د سرحدي پولو له لاري دي هيواد ته راځي ، په د مخدره توکو د قاچاق چيانو پرضد موثر عمل وي.

ماين پاکول او مهمات
د ٢٠١٠ کال ترپايه د افغانستان د زريزي MDG د پراختيايي هدفونواو داټاوا د کنوانسيون په وړاندې د افغانستان د مسوليتونو سره سم، هغه ساحه چې په ماينونو او ناچاودو توکو ککړه شوي %٧٠ ته به راکمه کړي شي. ټول زيرمه شوي پرسونل ضد ماينونه به تشخيص او د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوري به له منځه يوړل شي او د ٢٠١٠ کال تر پايه پوري به ټول نامصون او له کاره لويدلې اضافي مهمات به له منځه يوړول شي.

حکومت کول، د قانون حاکميت او بشري حقونه:
د عامه اداري اصلاح
د ٢٠١٠ کال ترپايه: د دولت دستگاه ( د يو شمير وزارتونو په گډون) به له سره جوړ او منطقي وگرځول شي چې په مالي لحاظ د يوې دوامداره عامه اداري جوګه شي، د ملکي خدماتو کميسيون به پياوړي کړي شي ، او د ملکي خدمتونو وظيفي به اصلاح کړي شي چې مرکزي وظايف او مسئوليتونه منعکس کړي.

په شپږو مياشتو کې د ننه به د ملي مقرريو يو واضح او شفاف ميکانيزم جوړ او په ١٢ مياشتو کې به تطبيق او په ٢٤ مياشتو کې دننه به د مرکزي دولت او قضا، ولايتي واليانو ، دامنيتي قوماندانانو ، ولسوالانو او د ولايتونو امنيتي مشرانو لپاره په بشپړه توګه پلي کړي شي.

د ٢٠٠٦ کال ترپايه به د يو شمير اداري واحدونو او د هغوې د حدودو بياکتنه له دې هدف سره سم ترلاس لاندې ونيول شي چې په مالي پايښت کې ونډه واخلي. د ٢٠١٠ کال ترپايه، د ملکي خدمتونو د کميسيون د کار د ښه کولو د لياقت پر اساس ټاکنو ، آزمايښتې ټگ لارې او د اجرااتو پر اساس بيا کتنې به د دولت په ټولو سطحو کې دمرکزي حکومت په گډون د قضا او پوليسو د ملکي خدمت د مقامونو لپاره سرته ورسول شي او لازم ملاتړ به يې شي چې د ملکي خدمت ظرفيت لوړ شي او په دې توګه په موثر ډول کار وکړي. د کالنې فعاليت پر اساس بياکتنې به د ټولو لوړ رتبه کارمندانو (دوهمه رتبه او د هغو څخه لوړو) لپاره د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوري به پيل شي.

د فساد ضد
د فساد پر ضد د ملگرو ملتونو کنوانسيون به د ٢٠٠٦ ترپايه پوري تصويب ، او له دې سره سم به د ٢٠٠٧ ترپايه ملي قانون ورته جوړ شي او يو د کره کتنې او نظارت ميکانيزم به چې د هغه پلې کيدل وڅاري، د ٢٠٠٨ کال ترپايه موجود وي.

نفوس او احصائيه ( سر شميرنه)
د نفوسو شمير نه به د ٢٠٠٨ کال ترپايه بشپړه شي نتيجې به يې خپرې شي. د ټولو مقداري معيارونو لپاره به د ٢٠٠٧ ترنيمايي پورې د باور وړ مقداري معيارونه جوړ او د احصايې ظرفيت به لوړ کړي شي چې د هغو په وړاندې پرمختگ ثبت کړي.

ملي شورا
ملي شورا ته به د ٢٠٠٦ کال ترنيمايي پوري تخنيکي او اداري مرسته ورکړې شي چې په اغيزناک ډول خپل د قانون له خوا ټاکل شوي دندي سرته ورسوي.

ټول ټاکني
د افغانستان د ټول ټاکنو خپواک کميسيون د لوړ کچ وقار، ظرفيت او منابعو څخه به برخمن وي، چې د ٢٠٠٨ کال تر پايه ټول ټاکنې له مالي نظره په زياتيدونکې پايښت لرونکې بڼه سرته ورسوي او د افغانستان دولت به تر ممکنه حده پوري په راتلونکو ټاکنو دلگښتنو په مقصد له خپلو زيرمو څخه کار واخلي. د راې ورکوونکو، د ثبت يو دايمي ملکي راجستر کونکې اداره د پيژندنې د يو ملي واحد ملې سند سره به د ٢٠٠٩ کال ترپايه منځ ته راوړل شي.

جنسيت
د ٢٠١٠ کال ترپايه: په افغانستان کې د ښځو لپاره د عمل ملي پلان به په بشړه توګه عملي کړي شي. او د افغانستان د زريزي د انکشافي اهدافو سره سم، د ښځو برخه اخيستنه به د افغانستان د حکومت کولو په ټولو موسسو کې د انتخاب شوو شخصيتونو او مدني خدمت په گډون، تقويه شوي وي.

د قانون حاکميت
د ٢٠١٠ کال ترپايه هغه قانوني چوکاټ چې د اساسي قانون له مخې لازم دي د مدني، جنايي او سوداگريز قانون په گډون به چمتو شي، ټولو قضايي او قانوني دفاترو ته په وويشل شي او عامه گټې اخيستلو ته به تيار وي. د ٢٠١٠ کال ترپايه به د افغانستان په هر ولايت کې ټولې کاري عدلي دايري په بشپړ ډول فعالي وي او د قرار دادونو سر د لانجو د حل کولو اوسط وقت به د امکان ترحده راکم کړي شي.

د څار د تعاملونو بياکتنه او اصلاح به چې د فساد ، د لازمې پروسي د نشتوالې او د عدالت د ناسمو اجراآتو سره اړه لري، د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوري پيل او د ٢٠١٠ کال ترپايه به په بشپړه توګه سرته ورسيږي. د ٢٠١٠ کال ترپايه اصلاحات به د عدلي سيستم د کليدي ادارو ( د عدلي وزارت، قضايه قوا، دلوې څارنوال دفتر، کورنيو چارو وزارت او دملي امنيت د رياست) مسلکي والې، اعتبار او صداقت پياوړي کړي. د ٢٠١٠ کال ترپايه به د قضايي زيربنا بيارغونه وشي او بنديخاني به د ښځو او تنکيو ځوانانو لپاره جلا جلا اسانتياوي ولري.

د ځمکو ثبتول
د ٢٠٠٦ کال ترپايه به په ټولو اداري واحدونو کې د ځمکې د ثبتيدلو او د ملکيتونو ثبتولو پروسه به په ټولو سترو ښاري ساحو کې او په ټولو نور دو ساحو کې تر ٢٠٠٨ پوري تکميله شي. د ٢٠٠٧ کال ترپايه به د ځمکې اړونده لانجو د حل کولو يو مناسب سيستم رامنځ ته کړي شي. همدارنگه د ٢٠٠٧ کال ترپايه به د کليوالې سيمو د ځمکې د ثبتولو کار پيل شوي وي.

د نشه يي توکو پرضد
د ٢٠١٠ کال ترپايه به دولت د ترافيک کوونکو او فاسدو مسئولينو د بندي کولو په شمير کې زياتوالې راولې او د هغو کسانو په اړوند به خپل د معلوماتو سيستم بهتر کړي چې د نشه يي توکو په سوداگري لگيا دي، دا د دې ټکې په نظر کې نيولو سره چې د ټاکنو د ميکانيزم د يوې برخې په حيث چې په دغه ضميمه کې د مخه ورته اشاره وشوه، د ملي او ولايتي عامه ټاکنو د انتخاب سيستم بهتر کړي شي.

د بشر حقونه
د٢٠١٠ کال ترپايه: د حکومت ظرفيت به چې د بشر د حقونو د موافقي په وړاندې مسئوليتونه پرځاې او پدي اړوند رپوټ ورکول به پياوړي کړي شي. د دولت امنيتي او د قانون پلي کوونکې اداري به اصلاح کوونکې تدبيرونه د اخلاقي ضوابطو او چلندونو په گډون ونيسي چې موخه يې د پخپل سر بندې کولو او په حبس کې ساتلو ، ځورونې، په زور مال اخيستنې او د ملکيت قبضه کولو مخنيوي دي. په دې هيله چې دغه اعمال له منځه يوړل شي، د رسنيو د آزادي په گډون د بيان آزادي به تقويه شي، له بشري حقونو څخه خبرتيا به په تعليمي نصاب کې شامله کړي شي او د نورو اجرائيوي قضايي عناصرو او د دولت د نورو ادارو، ټولنو او عامه وګړو په منځ کې به بهتره کړي شي. د بشري حقونو کره کتنه او څيړنه به د دولت او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون له خوا سرته ورسيږي او ملگري ملتونه به د هغو گامونو موثريت ترنظر لاندې ونيسي چې د بشر د حقونو د خوندي ساتنې په لاره کې پورته کيږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون به د کره کتنې، تحقيق او څيړنې او د بشري د حقونو د ساتنې او بهتر کولو په اړوند د خپلو مقصدنو په سرته رسولو کې پياوړې کړي شي. د سولې، عدالت او پخلايني په باره کې د عمل پلان به د ٢٠١٠ کال ترپايه تطبيق کړي شي.







اقتصادي او اجتماعي پراختيا
زيربنا او ملي زيرمي (منابع)

سړکونه
افغانستان به د ٢٠٠٨ کال تر پايه يو په بشپړه توګه عصري او ثبات لرونکې حلقه ييز سړک او هم داسي سړکونه ولري چې دغه هيواد به له گاونډيو هيوادونو سره نښلوي او د ٢٠٠٧ کال ترپايه به د سړکونو د ساتنې لپاره په مالي لحاظ يو پايښت لرونکې سيستم ولري.

هوايي چلند
د٢٠١٠ کال ترپايه: د کابل هوايي ډگر او د هرات هوايي ډگر به په بشپړه توګه د نړيوالې هوايي موسسې موافقه ترلاسه کړي. د مزارشريف، جلال آباد او کندهار هوايي ميدانونه به د منډ لارې (رنوي) په بيارغوني، هوايي ترافيک، د اوروژنې او د مخابري په سامانونو سره عصري شوي وي. او اوه نور هوايي ډگرونه به له سره ورغول شي چې په کورني هوايي چلند کې آسانتيا راولي، او د هوايي چلند خدمتونه او بيې به په زياتيدونکې توګه د نړيوال مارکيت له معيارونو او کرايو سره سيالې کوونکې وي.

بريښنا ( انرژي)
د٢٠١٠ کال ترپايه په ستروښاري سيمو کې ٦٥% کورونو او ٩٠ % په ناميشتو ودانيو کې او لږ تر لږه ٢٥ % د کليوالې سيمو کورونه به بريښنا ولري. لږ تر لږه د مصرف ٧٥ % پيسې به د بريښنا د ملي شبکې له گټه اخيستونکو څخه اخيستل شوي وي. د بريښنا يا انرژي د پراختيا او د بيانوي کيدونکو انرژيو د استعمال لپاره ستراتيژي به د ٢٠٠٧ کال تر پايه منځ ته راوړل شي.

کانونه او طبيعي زيرمي
د ٢٠٠٦ کال ترپايه به دافغانستان د کانو او طبيعي زيرمو د گټور استخراجولو لپاره يو توانوونکې ( تنظيم کونکې) سمبالوونکې چاپيريال منځ ته راوړل شي او تر ٢٠١٠ پوري به د پانگه اچونې حالت او زيربنا بهتر کړي شي څو په دې برخه کې کورنې او بهرني مستقيمه پانگونه (پانگه اچونه) راجلب کړي.

د اوبو د زيرمو اداره (مديريت)
د اوبو د زيرمو د اداري (مديريت) پايښت لرونکې ستراتيژي او پلانونه به چې او به خور او د څښلو اوبه احتوا کوي، د ٢٠٠٦ کال ترپايه منځ ته راوړل شي او په اوبه خور (اوبه لګول) کې پانګوني به لږ تر لږه د %٣٠ هغو اوبو سبب شي چې تر ٢٠١٠ کاله پوري به له سترو پروژو څخه لاس ته راشي.

ښاري پراختيا
د ٢٠١٠ کال ترپايه: د ښاروالې اداري به پياوړي شي چې دښاري پراختياو چاري سرته ورسوي او د دې ډاډ ورکړي چې ښاري خدمتونه به په موثريت ، گټورتوب او رونتيا (شفافيت) سره سرته رسيږي. د افغانستان د زيريزي د پراختيايي هدفونو سره سم، د اوبو برابرولو، او د اضافي اوبو ايستلو په برخه کې پانگونې (پانگه اچونې) به دا تضمين کړي چې لږ تر لږه د کابل ، % ٥٠ کورنې او %٣٠ په نورو سترو ښاري سيمو کې کورنۍ به د نل اوبو ته لاس رسي لري.

چاپيريال
د افغانستان د ام دي جي سره سم، د چاپيريال تنظيم کونکې چوکاټونه او د منجمنت خدمتونه به د اوبو او هوا د کيفيت د ساتنې لپاره منځ ته راوړل شي. د فاضله توکو د منجمنت او د هوا د ککړوالې او د طبيعي زيرمو پاليسۍ به منځ ته راوړل شي او د ٢٠٠٧ کال ترپايه به يې پلې کول په ټولو دولتي سطحو او د ټولنې په سطحه پيل شوي وي.

ښوونه او روزنه
لومړنۍ او ثانوي زده کړي
دافغانستان د زريزي د پراختيا له هدفونو سره سم، د نجونو او هلکانو د شموليت خالص شمير به په لومړينو ښونځيو کې په ترتيب سره لږ تر لږه %٦٠ او %٧٥ وي. په ټولو ثانوي ښونځيو کې به يو نوې تعليمي نصاب په کارلويدلې وي د ښځينه ښوونکو شمير به %٥٠ زيات شوي وي. د هيواد %٧٠ ښوونکو به د لياقت آزموينه تيره کړي وي. او د زده کړي د برياو د ارزونې يو سيستم لکه د ټولو زده کوونکو لپاره د آزموينې يو ملي سيستم به منځ ته راوړل شوي وي.



لومړې زده کړي
د٢٠١٥ کال ترپايه: به پوهنتونونو کې د محصلانو شامليدل به ١٠٠،٠٠٠ تنه وي چې لږ تر لږه %٣٥ به يې نجونې وي او د افغانستان په دولتي پوهنتونو کې به تعليمي نصاب له سره وکتل شي چې دهيواد د پراختيا او خصوصي سکتور اړتياوي پوره کړي.

د مهارتونو پراختيا
تر ٢٠٠٦ پوري به د بشري زيرمو (منابعو) څيړنه بشپړه شي او ١٥٠،٠٠٠تنه نارينه او ښځينه به د ٢٠١٠ ترپايه د خصوصي او دولتي وسايلو له لارې د بازار وړ مهارتونو روزنه لاس ته راوړي.

د افغانستان فرهنگي ميراث
د ٢٠٠٧ ترپايه به د افغانستان د کلتوري او فرهنگي شتمنيو بشپړه څيړنه او موجودي وشي. داسي ګامونه به واخيستل شي چې د افغانستان کلتوري ميراث بيا را ژوندي شي، د فرهنگي توکو ناقانونه وړل منع او د ٢٠١٠ کال ترپايه به ويجاړ شوي آثار او توکې ورغول شي.

روغتيا

روغتيا او تغذي
د ٢٠١٠ کال ترپايه به د افغانستان د زريزي د پراختيايي د هدفونو سره سم، د روغتيا اساسي جعبه پراخه کړي شي چې لږ تر لږه %٩٠ پرگنې په کې راشي. د ميندو مړينه به %١٥ ته راکمه شي او د مخنيوي وړ ناروغيو لپاره ترپنځه کلنو کمکيو ماشومانو بشپړ واکسين کول به سرته ورسيږي او د هغوي د مړينې اندازې به %٢٠ ته راکمي شي.

کرنه او د کليو پراختيا

کرنه او مالداري
د ٢٠١٠ کال ترپايه: اړين (ضروري) موسساتي، تنظيم کونکې (سمبالوونکې) او تشويقي چوکاټ به چې توليد او مولديت زيات کړي منځ ته راوړل شي څو د قانوني کرنې او د کرنې پر بنسټ ولاړو کليوالې صنايعو لپاره يو مرستندوي او مناسب حالت رامنځ ته شي او په کرنه کې به دولتي پانگو نه تر ٣٠ % پوري زياته شي. خاصه پاملرنه به دايمي ميوي کرنې ، د څارويو روغتيا او خوړو ساتنې ته د مرستې د ځانگړيو نمايندګيو په منځ ته راوړلو سره او د مالي خدمت د سرته رسولو د ميکانيزمونو ، د کروندگرو مرستندويو ټولنو، نمونه يې ملي حاصلاتو، په موقع د بيو خپرولو او د اوبو اړونده معلوماتو او شميرنو ، ستراتيژيکي څيړنې او تخنيکي مرستې او د اوبه خور او اوبو د منجمنت سيسټمونو ته لاس رسي حاصلولو ته وشي.

هر اړخيزه کليوالې پراختيا
د٢٠١٠ کال ترپايه: د کليو پراختيا به په هر اړخيزه توګه تر ٣٨،٠٠٠ کليو زيات د ١٩ مليونو خلکو د گټې لپاره زياته کړي شي. دا کار به په ټولو پاتې کليو کې د لږ تر لږه ١٤،٠٠٠ نورو د خپلي خوښې د ټولنې د پراختيا شورا گانو د انتخابيدلو، د محلي حکومت کولو او د ټولنې د ځواکمن کولو د تقويه کولو له لارې سرته ورسيږي. د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسي به د کليو %٩٠ او د فاضله اوبو ايستلو صحي کار به %٥٠ کليو ته پراختيا ومومي. د سړکونو نښليدنه به د ټولو کليو %٤٠ ته ورسيږي چې مارکيتونو ته لاسرسي ، کارګومارنه او اجتماعي خدمتونه به زيات کړي. %٤٧ کلې به د وړې کچې له اوبه خور څخه گټه واخلي. ٨٠٠،٠٠٠ کورنۍ ( د افغانستان د ټولو کورنيو %٢٢) به مالي خدمتونو ته بهتر لاسرسي ولري او د لږ تر لږه %١٥ کليوالې نفوسو د ژوندانه مرسته به د ٩١ مليون کاري ورځو له لارې کيږي.

د نشه يي توکو پرضد
د ٢٠١٠ کال ترپايه به دولت داسي پروگرامونه طرحه او پلې کړي، چې د قانوني معيشيتونو په زياتولو او پياوړي کولو او نورو نشه يي توکو ضد ګامونو په پورته کولو ، سره د حکومت د ام دي جي د هدف سره سم، د نشه يي توکو د اقتصاد په مطلقه او نسبي اندازه کې دعمومي هدف د يوې برخې په کمښت راوستلو سره په هغه مځکه کې کمښت رامنځ ته کړي چې د ترياکو او نورو نشه يي توکو ترکښت لاندې ده.

ټولنيزه ساتنه



د فقر کمول
د ٢٠١٠ کال په پاې کې به دافغانستان د زريزي د پراختيايي اهدافو سره سم، د هغو خلکو کلنې اندازه به چې د ورځې په تر يوه ډالر کم ژوند کوي %٣ راکمه شي او د هغو خلکو اندازه به چې له لوږي ځوريږي په کال کې %٥ راټيټه شي.

بشري او د ناوړه پيښو په مقابل کې غبرګون
د ٢٠١٠ کال ترپايه به د مرستې زياته شوي برخه په دې لاره کې ورکړي شي چې د بيځايه شويو وګړو ځانگړې اړتياوي پوره کړي، د تعليم او گټور کار ته د موقع موندلو له لارې له ټولنې سره د بيايوځاي کولو په گډون

د ځوانانو او ملکي کړاي شويو سرتيرو لپاره کار
د ٢٠١٠ کال ترپايه پوري به ځوانانو او هغو سرتيرو ته چې ملکي شويدي د ځانگړيو پروگرامونو په ترڅ کې به د کار زمينې زياتې شي.

کډوال او داخلي بيځايه شوي خلک
د ٢٠١٠ ترپايه به ټولو گډوالو ته چې غواړي بيرته راستانه شي او داخلي بيځايه شويو وګړوته په خپلو محلي ټولو کې د بيارغونې او بيايوځاې کيدنې لپاره مرسته ورکړل شي. د هغوي بيايوځاي کيدنه به د ملي پراختيا د پروگرامونو په مرسته وشي، په خاصو ډول بيا د راستنيدلو په کليدي ساحو کې.

زيانمن کيدونکې ښځې
د ٢٠١٠ کال ترپايه به د هغو کورنيو شمير چې مشري يې د ښځو پرغاړه او له يوه وخته تربله پوري نيستمنې وي، %٢٠ راکم شي او دهغوي د کارموندني شمير به %٢٠ لوړ شي.

دنشه يي توکو پر ضد:
د ٢٠١٠ کال ترپايه به دولت داسي پروگرامونه پلې کړي، چې د نشه يي توکو لپاره غوښتنه راکمه کړي او د مخدره توکو د کارکوونکو لپاره بهتر علاج برابر کړي.



اقتصادي اداره او د خصوصي سکتور پراختيا
مالي اداره
د ٢٠٠٧ ترپايه به دولت مرکزي او ولايتي سطحو د لاښه شوي شفاف مالي مديريت اطمينان ورکړي او د هغو معيارونو د منځ ته راوړلو او پوره کولو له لاري چې د مالي ادارې (مديريت) لپاره ورباندي د نړيوالې ټولنې له خوا موافقه شوي او د هغو له خوا به يې کره کتنه کيږي، د هغو معيارونو په گډون چې د بې وزلې کمولو د اټکل شوي د ودې په وسيله کي په پام کې نيول شوي دي. د دې پرځاې او د دولت د حساب ورکولو سره سم، مرستندويان (ډونران) به زياته هڅه وکړي چې د افغانستان د ټولنې د بهرنۍ مرستې برخه چې مرکزي بودجې ته ځي، زياته کړي.




داخلي عايدات

د افغانستان ټول بودجوي عايدات د قانوني داخلي ناخالص توليد له مخي په کال ١٣٨٣ (٥\٢٠٠٤) کي %٤،٥ کچي معادل و چې دغه رقم به تر ١٣٨٩ ( ١١-٢٠١٠) کال پوري %٨ نا خالص داخلي توليد کچې ته په تدريجي توگه لوړ شي. د اساسي انکشافي بودجو په شمول به د عايداتو تناسب د بيا پيښيدونکو لگښتونو ترپلان لاندې راوړل شي چې په کال (٥\٢٠٠٤)١٣٨٣ کي به په اټکلې توگه له %٢٨ نه ته١٣٨٩ پوري %٥٨ کچي ته لوړ شي.

د دې کار پايلي به دا وي چې ضرورت به د دوهمې ضميمي د اصولو په مطابقت دوام ومومي، ځکه: ١) د اساسي بودجي سره بهرني مرسته، ٢) د بهرني انکشافي بودجي له طريقه د مرستو د لگښت اغيزمنتوب.

د خصوصي سکتور انکشاف او سوداگري

د ٢٠٠٦ کال تر وروستيو پوري به د پانگې اچونې اړونده ټول قوانين، مقررات او طرزالعملونه اسان او همغاړي شي او دا به د ٢٠٠٧ کال تر وروستيو پوري پلې شي. د نوې سوداگري د تشکيل قوانين به د ٢٠٠٦ کال تر وروستيو پوري ملي شورا ته وړاندې شي. د دولتي سکتورونو د بدلون په هکله د حکومت ستراتيژي به د ٢٠٠٩ کال تر وروستيو پوري پلي شي.

مالي خدمتونه او بازارونه

د ٢٠٠٧ کال تر وروستيو پوري به د بانکونو او غيربانکې مالي تاسيساتو لپاره د نړې په کچه منل شوي احتياطي مقررات برابر شي. د ٢٠٠٧ کال تر پايه به د افغانستان بانک نظارتي بانکې وظايف لا پياوړ شي. د حکومتي تجارتي بانکونو نوې تشکيلات به د ٢٠٠٧ کال ترپايه پوري بشپړ شي. هغو دولتي بانکونو چې خپل جوازونه ندې نوې کړي د ٢٠٠٦ کال ترپايه به له منځه يوړل شي.
سيمه ييزه همکاري

د ٢٠١٠ کال ترپايه به افغانستان او د هغه گاونډې هيوادونه د سرحدي همکاريو دمديريت او د سوداگري او تراتزيت د نورو څو اړخيزو يا دوه اړخيزو موافقت ليکونو په واسطه دافغانستان له لاري ټيټ ترانزيتي تعيين شوي فرصتونه ترلاسه کړي، افغانستان به د بريښنا په اندازه کې کوم چې دا هيواد يې د بريښنا د دوه اړخيزي موافقې د رانيولو له لارې سرته رسوي زياتوالې راولي.

افغانستان، گاونډي او سيمه ييز هيوادونه به موافقت ليکونه لاسليک کړي ترڅو افغانستان وکولاې شي د مهارت وړ بشري ځواک هيواد ته وارد کړي او همدارنگه افغانان د دې وړ کړي چې په سيمه کې د ځان لپاره کار ولټوي او خپل هيواد ته مالي مرستې وليږي.



دويمه ضميمه



افغانستان ته د مرستو د اغيزمنتوب ښه والې

د ٢٠٠١ کال د ډسمبر د مياشتې راهيسي نړيوالې ټولنې د يوه ديموکراتيک افغانستان د راتلونکې لپاره د پام وړ پانگه ايښي دي. دا تړون د هغې ژمنې په هکله يو تاکيد دي. پدې سربيره، د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه پدي ژمن دي چي افغانستان ته د ورکړل شويو مرستو اغيزمنتوب د پاريس د اعلاميي پر اساس (٢٠٠٥ کال)لا هم ښه کړي او د افغانستان ځانگړي اړتياووي او د تمويل کوونکو د ملاتړ لپاره عواقب په پام کې ونيسي.

د پاريس د اعلاميې او د د ي تړون د همکاريو د اصولو سره په مطابق پريکړه وشوه، حکومت او نړيواله ټولنه چې کومې مرستې افغانستان ته ورکوي موافقه کوي د مرستو د اغيزمنتوب د اصلاحاتو اصول به د دې تړون لاندې په پدي ډول وي:

د پراختيايي لومړيتوبونو او ستراتيژي گآنو په معلومولو کې د افغان حکومت ليډرشپ، او د هغوې په منځ کې د هيواد لپاره د مرستو اړتياوي او د تمويل کوونکو د مرستو هماهنگي.

د افغانستان د حکومت او د نړيوالو مرستو د تمويل کوونکو له خوا افغانستان ته د مرستو په اړوند روڼوالي / شفافيت او حساب ورکول.








د دې اصولو لاندې او افغانستان ته د مرستو د اغيزمنتوب د ښه کولو او د هدف د لاس ته راوړلو پخاطر د افغانستان حکومت به:

د نظارت کولو د پايلو لپاره د شاخصونو او د افغانستان د زريزي د پراختيايي هدفونو لپاره دافغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژي تفصيلي او اولويتي مسير وړاندېتوب.

د قابليت لوړول ترڅو د نورو شيانو ترڅنگ، د عايداتو ، گمرکي مالياتو ، مالياتو او د عامه خدمتونو او ترانسپورت له له لاري اخراجات ترلاسه کړي.

د تمويل کونکو، نړيوالو مالي سازمانونو او ملگرو ملتونو د نمايندگيو سره د معيارونو په هکله د حکومت د اساسي بوديجي او د دې ډول کمکونو د استفادي لپاره او د داسي معيارونو په مقابل کې په نظارتي فعاليتونو باندې موافق و. د دې تړون د معيارونو په مقابل کې د تمويل کونکو د مرستو او فعاليتونو په هکله ملې شورا ته، د افغانستان د پراختيايي انجمن له طريقه نړيوالې ټولنې او په پراخه کچه عامو خلکو ته منظم راپورنه وړاندې کړي.







د تمويل کونکو غوښتني

د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژي د چوکاټ په دننه کي د مرستو برابرول . پروگرامونه او پروژې به د افغانستان د دولت په هماهنگي سره ترسره شي ترڅو توجه لومړيتوبونو ته واړول شي، دوه گونې له منځه يوسي او د تمويل کونکو فعاليتونه د بيې د ارزښت له پلوه اغيزمن کړي.

د اټکل وړ او يو شمير کلنو لپاره د مرستو په هکله د ژمنو ، او يا افغانستان ته د څو کلنو د مرستو د علامتونو او نښو برابرول ترڅو حکومت د ملې پراختيايي ستراتيژي د پلې کولو په لاښه پلان کولو باندې وتوانوي اوغير وابسته مرستې برابرې کړي، که کله ضرورت وليدل شي.

لکه څنگه چې په دوه اړخيزه توګه دافغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ موافقه وشوه د تمويل کونکو د مرستو تناسب چې په مستقيم ډول د مرکزي بوديجي له طريقه ترسره کيده، او همدارنگه د نورو اټکل وړ اساسي بوديجو د وجو له طريقه په کوم کې چې د افغانستان حکومت گډون کوي لکه د افغانستان د بيارغونې د اعتبار صندوق د افغانستان لپاره د قانون ، نظم او د اعتبار صندوق او د مخدره موادو پر ضد د مبارزي صندوق کښې زياتوالي راشي.

دعامه پراختيا د لگښت د مديريت د سيسټمونو لپاره د مرستو برابرول کوم چې د تمويل کونکو د سرچينو د کارونې او د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د شفافيت او حساب ورکولو د ښه والې لپاره ضروري دي، برابرکړي.

د افغان ظرفيت د جوړولو پخاطر، هغه بهرنې مرستې چې د خارجي بوديجي له خوا برابري شوي دي، په دي ډول طرح شوي چې دا ظرفيت د دولت او همدارنگه د خصوصي او خيريه سکتورونو په دننه کې ايجاد کړي.

د پراختيايي او معاشانو د پاليسي گانو په شمول د ملي تاسيساتو پياوړتيا او د حکومت له اړخه د پروگرامونو په سپارنه کې کوم چې د منځ مهاله او اوږد مهاله دورو لپاره د تحميل وړدې، ډاډ رامنځ ته کړي.

هغه مرستي چې د مرکزي بوديجي له طريقه ندي انتقال شوي، په لاندې ډول دي کوښښ ترسره شي:

د حکومت د اړتياوو سره په توافق کې د تخنيکي مرستو د سپارنې په هکله هماهنگي ترڅو په لومړيتوبونو باندې توجه متمرکزه شي او د دوه کونې ( تکثير) او د راکړي ورکړي د لگښتونو څخه مخنيوي وشي.

دافغان خصوصي سکتور سره د هغوې د مديريتي او سپارني د چارو په لوړولو کي مرستي وشي او لدي لارې د پروژو د مديريت او اضافي لگښتونو مصارف راکم کړي.

په زياته کچه دې د داخلي تطبيق کوونکو شريکانو او په مساوي ډول دي د سيمه ايزو او افغان کارپوهانو څخه کار واخيستل شي.

د پروژو په تطبيق کې دي په ځانگړې ډول د افغانستان توکو څخه په زيربنايي کارونو کې کار واخيستل شي.

د نړيوالې رقابتي مزايدي د اصولو په دننه کې دې افغان خصوصي سکتور او د جنوب-جنوب همکاريو ته د مزايدې په پروسه کې د گډون درجه ورکړل شي ترڅو د ظرفيت محدوديتونو او د سپارني کم لگښت ته لاره هواره شي.

د بهرنيو مرستو، ژمنو، بسپنو او د هزينو د جريان په هکله د دقيقو ، شفافو او پراخو معلوماتو برابرول ترڅو د افغانستان حکومت پدې وتوانوي چې خپل فعاليتونه پلان او ملي شورا ته د يوې پراخې او جامع بوديجي راپور وړاندې کړي او دا د هغو مرستو ماهيت او اندازه کوم چې دافغانستان سره د مرکزې او خارجي بوديجي له طريقه ترسره کيږي ، تر پوښښ لاندې نيسي.

د افغانستان په دننه کي دي د ملکي او پوځي خدمتونو لپاره د تدارکاتو برابرول زيات شي.

د بهرني بوديجي د مرستې په هکله هم حکومت ته د مرستو د استفادي، دهغه د موثريت، کيفيت ، کفايت او د لاس ته راغلو پايلو په اړوند معلومات ورکړي.







د دې دوه اړخيزه ژمنو موخه د تمويل کونکو هيوادونو د ژمنو د موثره او اغيزناکه استعمال څخه ډاډ دي. زيات شفافيت او حسابدهي شتون لري .
دواړه، افغانان او هغه ماليات ورکونکې چې د بهرنيو ملکونو له لارې مالي مرستې کوي د خپلو پيسو په مقابل کې ارزښت ترلاسه کوي.











دريمه ضميمه

هماهنګي او نظارت

د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د دې خبري تصديق کوي چې د افغانستان د تړون برياليتوب ټينگو سياسي، امنيتي او مالي ژمنو ته اړتيا لري ترڅو د منل شوي زمانې وخت په دننه کې معيارونه ترلاسه کړي. په مساوي توګه، د تړون برياليتوب، د هماهنگي او نظارت په يوه اغيزمن ميکانيزم پوري هم اړه لري.

پدې هکله، او د هماهنگي د سکتوري ميکانيزمونو سره سره، د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د هماهنگي او نظارت يو گډ هيئت د ولسمشر په ټاکنه د حکومت د جگ پوړو استازيو او نړيوالې ټولنې د غړيو څخه جوړوي. د دې مجلس گډه مشري د ولسمشر د ټاکنې پر اساس د افغان حکومت د يوه جگپوړې چارواکې او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړې استازي له خوا ترسره کيږي. د دې کار هدف به د تړون د پلې کولو د سراسري ستراتيژيکي هماهنگي څخه ډاډ وي.

دا مجلس به يو کوچنې سکرتريت ولري او د افغان حکومت او ملگرو ملتونو په کارکونکې به مجهز شي. ددي مجلس ملاتړ به د ضرورت په وخت کې د تخنيکي کارپوهانو لخوا ترسره شي. دا مجلس به دوره اې غونډې دايري کړي، د دې تړون د پلي کولو څخه د نظارت په موخه به د ضرورت په وخت کې ځانگړې ناستې لاري ته واچولي شي، همدارنگه که مناسب وي نو د اصلاحي عملونو وړانديز به هم وشي.

د افغانستان حکومتي موسيسات او د هماهنگي سکتوري ميکانيزمونه چې د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژي په پلي کولو کې شامل دي، ددې تړون د پلې کولو په هکله به د مجلس لپاره وړانديزونه برابر کړي.
سربيره پردي، د خپلو ارزونو د مخ ته وړلو پخاطر، مجلس به د نړيوالې ټولنې ، ملگرو ملتونو د نماينده ګيو ، نړيوالو مالي سازمانونو، تمويل کونکو، نړيوالو امنيتي ځواکونو او د اړوندو نا دولتي سازمانونو او مدني ټولنو د استازيو اطلاعات په نظر کې وساتي.

د تړون د پلي کيدو په هکله د پرمختگ دوره اې معلومات چي د هماهنگي او نظارت د گډ هيئت له خوا ترتيب شوي، هغه دي په عمومي کچه خپاره شي.

















د افغانستان په هکله د لندن په کنفرانس کې گډون کونکې

څلورمه ضميمه
گډون کونکې هيوادونه

افغانستان



کويت



استراليا



قرغزستان



اتريش



ليتوانيا



بهرين



لوگزامبورگ



بلجيم



ماليزيا



برازيل



هالند



بورني



نوي زيلانډ



بلغاريا



ناروي



کاناډا



پاکستان



چين



پولنډ



چک جمهوريت



پورتگال



دنمارک



قطر



مصر



رومانيا



فنلند



روسيه



فرانسه



سعودي عربستان



جرمني



اسپانيا



يونان



سويدن



هنگري



سويتزرلند



آيسلند



تاجکستان



هند



ترکيه



ايران



ترکمنستان



جاپان



متحده عرب امارات



ايتاليا



لندن (ګډ رئيس)



اوردن



امريکا متحده ايالات



قزاقستان



ازبکستان



کوريا



















گډون کونکې سازمانونه



د آغاخان موسسه

د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان



آسيايي پراختيايي بانک



د اسلامي کنفرانس سازمان



اروپايي کميسيون
اروپایی اتحادیه



ملگري ملتونه (ګډ رئيس)



اسلامي پراختيايي بانک



نړيوال پولي صندوق



نړيوال بانک











کتونکې



مالتا



آرجنتاین



عمان



چیلی



د اروپا د همکاری او امنیت سازمان



کرواسی



سنگاپور



قبرس



سلواکیا



ستونیا



سلونیا



ایرلند







لتویا







مقدونیه