د ختیځې نړۍ ادبیات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د رفيع الله ستانکزي څيړنه او راټولونه

سرليکونه مخګڼه
سريزه .................................................
خوشحال خان خټک .....................................
ګل پاچاالفت ............................................
صادق هدايت ...........................................
عزيز نسين ..............................................
علامه اقبال .............................................
رابندراناټه ټاګور ......................................
ماکسيم ګورکي .......................................
پوشکين ................................................
تولستوی ...............................................
شولوخوف ..............................................



بسم الله الرحمن الرحيم

ادبيات په الفاظواوکلموکې ديواولس دافکارو وروستنۍ اوعالي افاده ده . چې د ودې،انکشاف ارګانيک دوام يې مهم خصوصيات دي اوشفاهي اوتحريري عنعنې سره بيلوي.
ادبيات ديواولس دټولنيز شعور يوه برخه ده چې دهغه اولس د ادراک ،طبعي لياقت په الفاظوکې څرګنده وي . ادبيات په يوه تاريخي مرحله کې ديوې معينې ټولنې له خوا دمعين اقتصادي اوسياسي نظام په غوښتنه منځ ته راځي .
ادبيات دانسان لفظي سلوک دي نوخامخا دنورواجتماعي مؤسسو تراغيزې لاندې دي.
ديوملت ادبيات دهغه ملت دتاريخي ودې ،انکشاف اوتحول هنداره ده .چې ديوې خواد نوموړي ملت سياسي تاريخي رڼا اوروښانه کوي اوله بلې خوا سياسي تاريخ هم په خپل وارسره په ادبياتو رڼااچوي اودهرملت ادبيات ځانته تاريخ لري .چې دتاريخ نه يې مراد دادی:
چې دتدريجي تکامل دعلمي قانون مندۍ له مخې بايد دهغه ملت ادبيات داسې يوله بله څخه راوتلي وي چې مختلفې دورې ولري.
چې داخلي ارګانيک اوسستيماتيک دوام اوانکشاف پکښې څرګند وي .اوهره اوسني دوره يې په نسبي توګه ترمخکنۍ دورې بشپړه اودفکر اومضمون په لحاظ نوې وي.
دبشري پوهې دانکشاف په هره مرحله کې موږ ديولړ داسې حقايقو سره مخامخ کيږو چې يودبله سره منظم ارګانيکي اړيکې لري اوهر يوپه خپل وار سره دهغه بل د رامينځ ته کيدو علت شوي دي.
ددي حقايقو دژورې اوهر اړخيز ې څيړنې په پاي کې دې نتيجې ته رسيږوچې دملتونو په ځانګړو ادبياتو سربيره يو ډول جهاني ادبيات موجوددي ، اودا ادبيات بياځانته تاريخ لري چې موضوع يې په جهاني سويه دبشري شعور تدريجي تکامل دي .اوکومې ليکنې يا روايتونه چې ارګانيک تاريخي دوام نه لري يعنې دمختلفو دورو ترمينځ چې داسې سيستماتيک روابط نه وي چې دعلت او معلول د ديالګتيک په اساس وڅيړل شي د استاد بلنسکي په فکر هغه ادبيات نه دي که شفاهي وي که تحريري يوا زې يوه عنعنه ده.
کوم ملت چې په اجتماعي اوکلتوري لحظ له نورو ملتونو لوړ وي . ادبيات يې هم تر نورو ادبياتو لوړوي اوپه پاي کې نه يوازې دنوموړې له مرګه سره نه مري بلکې دجهاني ټولنې مشترک مال اودنړۍ دادبياتو دڅپانده سين يوه برخه شي .هغه نو بيا د ملت د تنګ چوکاټ نه وځي او د بشريت عمومي چوکاټ ته ور داخليږي . ددغسې ادبياتو يوڅرګند مثال دلرغونی يونان يوزرکلن په تيره بيا دپنځمې اوڅلورمې پيړۍ ادبيات چې دخپل لوړ ماهيت له کبله اوس دټولو ملتونو مشترک مال دي .اودبشري فکردعالي بيان په توګه يې خپل ارزښت ساتلی دی ويلی شو :چې ادبيات دټولنې له خواپه شعوري توګه اوتغير شوي شکل مينځ ته راځي اودټولنې ګډه فکري پانګه ده ،ديوي ټولنې فکري ، عميق اوشعوري قوت دهغې ټولنې دادبياتو معلوميږي . اود ادبياتولوړوالی دنوموړې ټولنې کلتوري پلوشې دي .ادبيات دخپل بلوغ دتصديق لپاره په ټولنه اتکا کوي نود تحول ،ودې اوانکشاف له مخې دنړۍ ادبيات په څلورومختلفودورو ويشل کيږي:
1- لومړی دوره د(5000 مخزيږديز) نه شروع کيږي اوتر (1000 مخزيږديز) پورې رسيږي .اوپه دې دوره کې لرغوني مترقي ادبيات راځي.
اودلو يديځ جهان دوحشت اوجهالت په تپه تياره کې ورک دي دا دوره زياتره عنعنوي شکل لري اوله دوهمې دورې سره ارتباط نه لري.
2- دوهمه دوره : دغه دوره د((1000مخزيږديز)) نه رانيو لې اوبياتر (498) زيږديز پورې رسيږي په دې دوره کې دلرغوني يونان ادبيات راځي چې دهومر د الياد او اوديسې نه راشروع کيږي.
3- دريمه دوره : دادوره د(498م) څخه شروع اوتر(1321م) ميلادي کال پورې رسيږي داهغه کال دی چې د رُنسانس هيمو نستانو دلرغوني يونان اوروم دژبو اوادبياتو هنر اواجتماعي علوم دزدکولو دپاره په يوه غږ سره جدي حرکت پيل کړ په دې دوره کې دمنځنيوپيړيو نسبتاً نيمګړي اونيم ژواک ادبيات راځي.
4- څلورمه دوره : د(1321م) څخه شروع کيږي يعنې دلومړي ځل لپار په ايټالياکې درُنسانس دپيل کيدو راهيسې ترنن پورې رارسيږی چې په دې دوره کې زياتره چينايې ادبيات اوخصوصاً اروپايې ادبيات پرمخ ولاړه چې اوس دډيرو هيوادونو دهرې پيړۍ ادبيات يې مختلفه بڼه لري اوديوې ځانګړی دورې اطلاق پرې کيږي.
نوددې لپاره چې دتاريخ په اوږدوکې دبيلو بيلو ټولنو دعلمی اوفرهنګي ارزښتونو څخه خبرتيا تر لاسه کړو ښه به داوي چې دنړۍ غوره اومترقي ادبياتو ته خاصه پاملرنه راواړوو.
په همدې خاطر د(ختيځې نړۍ ادبيات ) ترسرليک لاندې دلته دختيځې نړۍ ادبيات کوم چې واقعاً نړيوال ادبي شهرت لري ترکتنې اوڅيړنې لاندې نيسو .په دغه برخه کې ديوشمير پيژندل شويوشاعرانو اوليکوالوپيژندنه دادب اوهنر په مورد دهغوي پاخه نظريات اوغوره آثار څرګند کړو ترڅوزمونږ دافغاني ټولنې ادب خوښوونکي اوروشنفکران دغوره ادبي اوفرهنکي آثارو،افکارو اوهنري تجروبو څخه باخبرشي.

وسلام



خوشحال خان خټک (1022-1100ه )( 1691)1691 )

دخوشحال خان دژوند،افکارو،آثارو اوملي نهضت په باب لرو او برو پښتنواديبانو،مورخينو،ليکوالانواوختيځ پوهانوډيرڅه ليکلي دي په تېره بياپه دې دېر شوکلونوکې دومره څه ويل شوي دي اودومره مقالې اوکتابونه ليکل شوي دي چې دده دکړنلارې دوه برخې يې څه ناڅه روښانه کړي دي.

په افغانستان کې دخوشحال دنماځنې اودرناوي دپاره دوه لوی اودرانه
بين المللي سيمنارونه هم تيرشوي اودسيمنارونو په نتيجه کې دوه لوی کتابونه د ((ننګيالي پښتون)) او((توريالي پښتون )) په نومونو په( 1345-او-1346)کې د پښتوټولنې له خوا خپاره شوي دي ، خو دا اوداسې نور داټول په خروارکې ديو خورد مثال لري اودخوشحال داثارو اوژوندانه دپاره اوږده څيړنه پکارده ځکه توره اوغيرت فکراوسياست ورکړه اوسخاوت ليکوالي اوکتابت داټول د خوشحال خان خټک په وجود کې يوځاي شوي اودا غږ يې له خولې نه راوتلی دی.
که سخاده اوکه توره که خامه ده په دادرې توکه زماتللې نامه ده
خوشحال خټک خپلې زيږيدنې اودخپل پلار اونيکه ګانودپيژندګلوي په باب داسې وايې:
((دهجرت زردو ويشت سن و چـې زه راغــــلـــم پـه جـهــان
زه خوشحال دشهبـازخان يــم چې تورزن يــم کان پــه کان
شــهـبـاز خـان ديـحيی خـان و چـــې بــل نـــه وهســې ځوان
يـــحـــيــی خــــان داکــــوړي و چې پــه تـــوره شـو سلطان ))
دخوشحال خان غورنيکه ملک اکوړي ملک درويش محمد(چې په چنجو مشهور و) زوی دی چې دهندي مغلودجلال الدين اکبر(163-1014 لمريز) په وخت کې دخټکودټبرلوی مشراودکابل دلويې لارې ساتندوی و او دخوشحال خان دکورنۍ ټاټوبی ((سرای)) هم ده ودان کړی دی چې (اکوړه)يې هم بولي او د پيښورلمرخاته په 35 ميلۍ کې اباد شوی ده.
خوشحال خټک په کوچنيوالي کې دډېرو سختوپيښوسره مخامخ شوی دی هغه دشپږو کالو ؤ چې په لنډي سيند کې ولويد او نږدې ؤ چې مړشي خودسيند نه ژوندی راووت. د اته کلنۍ په وخت کې ديوې څپرې نه پرې کاڼی راولويد او دی يې په تندي زخمي کړ تر اوو ورځو پورې يې حال خراب و او بيا وروسته له څو مودې روغ شو .
په ديارلس کلنۍ کې دخپل پلارشهبازخان سره ديوسفزيو(باکوخان) په مقابل کې په جګړه کې برخه واخيسته او په جګړه کې يې ډېره مېړانه وکړه.
خوشحال خان ته يې په اتلس کلنۍ واده کړی دی،خودهغه د وينا څخه داسې جوتيږي چې دلمړي واده څخه خوښ نه و او خپله ناخوښي يې په دې ډول څرګنده کړې ده:
چې پـه عمرشــــوم اتــلــــس دشــبــاب پــه عــنـفــوان
راکــــره راغــلـــه جـيــــنــــۍ پلار نيکه يې بد ذاتان
خپل قسمت کړه راترغاړه ددې هــــســې خــاندان
څـــه بـــلاده چــې راتــلـه به دادمـــــا پـــه شــبـستان
خپل بابا کــړه راتـــرغـــاړه کـه نـه هــيـڅ نه وګمان
خوشحال خان په شل کلنۍکې په شعر ويلو پيل کړی دی:
په شل کاله کې ديګ زما دشعر په اور بار شو
په دا دور دی پوخ چې شپيته کاله مې تللي
په 1640 او 1641 زيږديزو کلونو کې کمال زيوچې ديوسفزيو يوه پښه ده خټکوته دماليې ورکولونه انکار وکړ نوشهبازخان په يوسفزيو باندې حمله وکړه او خوشحال خان چې په دغه وخت کې اته ويشت کلن زلمۍ و، هم ورسره په دې جګړه کې ملګری و. شهبازخان سخت ټپي شو او خوشحال خان په پښه په غشي ولګيد. شهبازخان ددې ټپ څخه پنځه ورځې وروسته په 1050 لمريز 1641 زيږديز کال کې مړ شواو خوشحال خان دڅلويښتو ورځو وروسته جوړ شو.
خوشحال خټک دخپل پلار دمړينې نېټه دا ډول ښودلې ده:
سن دهجر زر پنځوس و چې شهيد شو شهباز خان
دشهباز خان دمرګ څخه وروسته خوشحال خان دشاجهان له خوا د سردارۍ په توګه دپلار په ځای وټاکل شو.خوشحال خان په دې وخت کې اته ويشت کلن و چې مشري ور په غاړه شوه او تر ډېر عمر پورې يې دا کار کړی دی، مغلو دخپل مقصد له پاره خټک او يوسفزي يودبل سره په جنګ جګړو اخته کړي و،ځکه شاجهان په دې خبره پوهېده چې بې له خټکوددوستۍ او ملګرتيا څخه په پښتنو باندې حکومت نه شي کولای نوپه دې اساس هغه دخټکو سره ظاهري وضعه ډېره ښه وه مګرپه باطن کې يې هيڅ کوم لوی منصب خټکوته نه و ورکړی.
دشاجهان په وخت کې دخټکو او يوسفزيو ترمنځ سخته دښمني وه، ځکه د خوشحال خان پلار هم ديوسفزيو له خوا مړ شوی و او خوشحال خان دخپل پلار دانتقام اخيستلوپه غرض ديوسفزيو سره ډېرې جګړې کړې دي او دهغوی ډېر کلي يې سېزلي دي.کله چې په 1657 زيږديز کال کې شاجهان په ناروغۍ اخته شواو ځامن يې دپادشاهۍ په نيولو په خپل منځ کې سره ونښتل او په نتيجه کې اورنګزيب (1659- 1707 زيږديز) بريالی شو،خپل پلار او خپل نور وروڼه يې بنديان کړل او (دارالشکوه) يې وواژه په دغو پيښو کې خوشحال خان داورنګزيب سره ملګری او له ده سره يې ډېره مرسته وکړه. کله چې اورنګزيب خپل سياسي قدرت ټينګ کړ،نوځينو مسلوته يې رامخه شوه چې په دې کې يوهم دخوشحال نيول او دپښتنو ځپل و.
سيد ميرخوافي چې په کابل کې د اورنګزيب والي و،دپيښور نايب مرزا عبدالرحيم ته يې ديو څوتنو مشرانو نيولو او بندي کولو امر دپاچاه څخه اخيستی و.کله چې سيد ميرخوافي پيښورته راغی او خوشحال خان يې دمشورې په پلمه راوغوښته او خوشحال خان هم په 1664 کال پيښورته راغی نوپه همدغه وخت کې خوشحال خان ونيول شو او بيا يې ډهلي ته بندي بوت.دهمدغه وخته دخوشحال دکورنۍ 85 کلنه دوستي او وفاداري چې له مغلو سره يې دځينو مجبوريتونو له کبله ساتلې وه په دښمني سره بدله شوه او خوشحال خان داورنګزيب دښمن شو.
خوشحال خان يو نيم کال په بند کې تير کړ او څه نوره موده په هند کې نظر بند پاتې شو. ده خپل ډېر شعرونه په بند او نظربندۍ کې ويلي دي.همدغه بندي توب خوشحال خان باندې ډېره سخته اغيزه وکړه او دده په روح کې يې دانتقام سوزنده جذبه راپيداکړه.
خوشحال خان دغه ناوړه پيښه يعنې دخپلې نيونې اود رتنبوردبند په هکله يو اوږد نظم ليکلی او په هغه کې يې دخپلو زامنو(1) او ترونو(2) رويه ډېره سخته غندلې او يو بندي په څير دپيښورنه تر ډهلي پورې دا ډول بيان کړې ده:
خورشوپه ملکونو دا خبر پـه درست ديـار
درست عالم دلګيرشولاپښتون يارواغيـار
دارنګ نيـوه شي نـواب ښه ګڼي داکار
چپه خوله شوپاتي هيڅ يـې ونه کړوګفتار
تيري شوي په بندګي ځمادوه مياشتې په شمار
ملک واړه ويران شوخلقه شوپه کوهسـار
وغوښتنې روپۍ پـنځوس هزاره صوبـدار
ماوې دربه نه کړم يويو چک اونه ديـنـار
دواړه لوريه وکـړه سـره داقول واقـرار
يـومغل يې پته بل موتـرونه شرمســار
زوي مي نـادان ووپـه خطالاړه بسيــار
مرګ کشتن که نه وي دوي دي نه پريښوي وقار



1- خوشحال خان په خپل نظم او نثر کې څوڅوځايه په بېلابېلوکلونوکې دخپل اولاد شمېر ښودلی دی چې ترشپيتو زيات او تردېرشو زياتې لورګانې درلودې. يوځای وايي:
اته ويشت لرم زويه نه شته يو دبل په رنګ (کليات 972 مخ )
بل ځای وايي: ديرش مې زويه په شمار دي دنمسيو مې څه شمار دي (کليات 257مخ )
خوشحال خان په (1090) هجري قمري کال دزامنو شمېر هم ديرش ښيي:
کال يو زر نوي دهجرت دی هم تحول دی دميزان
واړه ديــــرش زويــه لـــرمـــه اوس حاضرپه دا اوان ( کليات 654 مخ )



هغه وخت چې خوشحال خان په ډيلي کې بندي شونو دده کورنۍ يې هم ديوعمل په ډول ډيلي ته وغوښتله مګر يوسف زو دخوشحال خان کور اوکهول وساته اوحکومت ونشو کړاي چې ډيلي ته يې بوځي.
خوشحال خان په دي رازښه پوشو چې شخص اقتداردشخصيت دښمن دی او ظالم اومستبد اوفيوډالی حکومتونه خوشحال غوندې شخصيتونه نشي منلی . دغه رازعواملو په ده کښې ډيرلوی انقلابي فکرراپيداکړاودظالم حکومت اصلي څيره ورته روښانه شوه .خوشحال خان په زندان کې په شپو شپو خپله آينده سنجوله اوپس دډيرفکرنه يې دا فيصله وکړه:
پس له بنده دي داعـزم دخـوشحال دخاطر جزم
يـانيـولـي مــخ مکې ته يــامــــغـــلـــوســـــره رزم
دهمدغه عزم اوپيمان په اثر کله چې په( 1668ــ 1669) کال کې خپل هيواد ته راغي نوپه فکر اواحساس کې يې داسې بدلون راغلی ؤ چې بيا ترمرګه د فويوډالي مغلو سره جوړ رانغلو اودمړينې په وخت کې يې دا وصيت وکړ چې ماپه داسې ځاي کې کړۍ چې دمغلو د اسونوګرد راباندې ونه لويږي.
کوم وخت چې خوشحال خان کورته راورسيد نوپه دې وخت کې مهابت خان دکابل په صوبدارۍ مقررشوی و اودخوشحال خان سره يې دپخوانه پيژندل.



په يوه څلوريځه کې يوځای زامن تر شپتو زيات ګڼي:
((په شمارمې زويه تر شپته زيات دي نيمګي به مړه وي نيمګي حيات دي )) (کليات 847مخ )
خوشحال خان په وروستي وخت کې دخپلو زامنو اونمسيو شمير سل ښودلی دي:
((دخوشحال خټک که سل زويه نمسي دي لا لايق دخاني نه وينم پسر )) (کليات 108مخ )
:۲ ــ خوشحال خان په يونظم کې خپل ترونه دولس ښودلي دي
راپاتې يو نشو دوولس مې ترونه وو ولاړل فنا شول چې او لسونه وو

کوم وخت چې مهابت خان پيښورته راورسيد نو داورنګزيب حکم سره سم يې په يوسفزو کې د((لنګرکوټ)) کلا په جوړولو بريد وکړ او هم يې خوشحال خان ته لوی منصب اود يوسفزودعلاقې حکمراني وروړاندې کړه،خوڅنګه چې يوسفزو دخوشحال خان دبند په وخت کې دهغه سره مرسته کړې وه نوبياپه هغه په داسې ټيټه سودا ونه غوليد ځکه په دغه وخت کې له ده سره يواځې دځان سودا نه وه بلکې دخپل قوم او کلتور فکر ورسره وه نو هماغه وه چې مهابت خان ته يې په ځواب کې داسې وليکل:
((... که چېرې زه اوس ديوسفزو مخالفت وکړم نو دابه زما له پاره دانسانيت او پښتونولۍ په آيين کې يوه داسې بدنامي وي چې دهغې داغ به په يوې نيک نامۍ هم لري نه شي...)). پس له دې خوشحال خان دپښتنو کلک وفادار ليډر پاتې شو. سره له دې چې خوشحال خان له درې سوه ډېر اثار درلودل. دخوشحال کوم اثار چې دزمانې له تاړاکه پاتې دي په لاندې ډول دي:
ديوان:
دخوشحال ديوان ترڅلويښتو زرو زيات بيتونه لري لکه چې پخپله وايي:
درست ديوان مې لکه باغ دعلم ګنج دی
په کې هر رنګه ګلونه هر نهال
دديوان مې که بيت بيت سره حساب کړې
ترڅلويښت زره به تيرشي په سږکال
دخوشحال ديوان څوځلې چاپ شوی دی:
په پيښور کې دبيليو له خوا . 1870 کال کې.
په هوتي مردان کې دعبدالمجيد په سريزه دعبدالرحمن له خوا په 1929 کال کې
په قندهار کې دحبيبي له خوا په 1938 کال کې.
په پيښور کې د دوست محمد کامل له خوا په 1952 کال کې.
په پيښور کې دسيد رسول رسا له خوا دارمغان خوشحال په نامه په 1964 کال
دپښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی
په دانش خپرندويه ټولنې کې دخوشحال خان بشپړ منظوم کليات په 1385 يونيز لمريز کال کې د زاهد مشواڼي له خوا چاپ شوی دی.
پاتې دې نه وي چې دخوشحال خان دبيتونو شمېر څلويښت زرو ته رسيږي خو يوشمېر يې په لاس کې نه شته.
فضل نامه : (دوړوکي بحر مثنوي مذهبي مسايل) يو ديني کتاب دی.
فرخنامه : دتورې او قلم د بحث اثر دی.
فراقنامه.
رياض الحقيقت.
هدايه ( دعربي نه په پښتو ترجمه ) ده.
دستارنامه.
صحت البدن
سوات نامه
10 عيار دانش ( دفارسي څخه ترجمه )
11 آيينه ( د فقهې کتاب )
12 بازنامه ( دښکار بحث دی )
13 بياض (په نثر کې دپښتو تاريخ )
14 دپښتو تاريخ ( ورک دی )
15 زنځيري ( دلنډ ليک په باره کې يوه لنډه رساله ) ده.
16 دخوشحال رباعيات
17 تفسير سورت يوسف (1 )
دخوشحال داشعارو مفکوره
دخوشحال په اشعارو او اثارو کې دټولنې دژوندانه مختلف اړخونه په څرګنده توګه ښکاري . دده په اشعارو کې دپند خبرې، سياست ، ننګ، توره ، پت،ښېګڼه، وفا، درانه خويونه ، علم ، هنراو کار، دوطن مينه ، انتقاد، زر او مال، دخان ښودنه ،دوستي ، عشق، ازادي،بشردوستي او داسې نور مسايل شته دي چې په لنډ ډول به داشعارو په راوړلو وښودل شي.
همدا ډول خوشحال خان په پښتوکې داشعارو ټول ډولونه لکه : غزل،قصيده ،رباعي،قطعه،مثنوي،مسدس، مخمس....)). رواج کړل.
دتورې او قلم خاوند . دپيښور چاپ 29 مخ



ګل پاچا الفت

ګل پاچا الفت دعزيز خان په کڅ کې په (1287يونيز لمريز) او په (1909 زېږدېز) کال زېږېدلی دی. پلاريې ميرسعيد پاچا او نيکه يې سعيد فقيرپاچا نوميږي چې دنسب سلسله يې دحضرت عبدالقادرجيلاني په واسطه حضرت محمد (ص) ته رسيږي.
ګل پاچا الفت دفطرت په لمن کې لوی شو دطبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه دکابل سينددغاړې غاټول دلغمان اوبو او هوا لوی کړ هغه وخت مدرسه يا مکتب نه وه چې دا ګل په کې سبق ولولي خو لکه دپښتنو نورو ماشومانو يواځې د فطرت نه درس واخيست.
اسمان او ځمکې ته دومره ځير شو چې دفطرت اسرار يې په خپل ژور کاته لوڅ کړل او هغه څه يې زده کړل چې بل چا په مدرسو او پوهنتونونو کې نه وه زده کړي.
دلغمان دورشو ښکلی ګل دپښتو ادب په ګلستان کې ډزر په ښکلا وغوړيد او په الفت مشهور شو الفت دپښتو ادب يوځلانده ستوری دی، که دپښتو ادب نن ورځ يو بهترين ليکوال او شاعر لري نوهغه به الفت وي.
دالفت هنر په پښتو نثر او نظم کې ښه ښکاري او ځانته يو خاص طرز لري، دالفت نثر هم شعردی اونظم هم شعردی کوم وخت چې په نثرڅه ليکي نو دفطرت ډېر نازک او واړه دقايق ويني او څرګندوي ، دانسان داجتماعي ژوند ډېرې ښيګنې په داسې ژبه بيانوي چې لوستونکي يې د ده استدلال په ښه ډول قانع کوي. دالفت په نثر او نظم کې کوم تاريخي او فلسفي استدلال نه شته مګردفطرت د هر ګوټ څخه داسې دلايل راباسي چې تر هر رنګه منطقي استدلال ښه او ټينګ وي. دده هنر همدا دی چې ځانته خاصه د استدلال لاره لري او دژوندانه عادي وقايع هريوه دده له پاره دشعر يوه غوره موضوع وي.
کله کله دالفت نثر تر نظم خوږ وي الفت په نثر کې الفاظ هسې سره پيودلي چې ترهررنګه نظم ښه ښکاري او غوره وي دهنرمند هنر او کمال دادی چې عادي شي ته ښکلی رنګ ورکړي ، لنډه داچې الفت يو ماهر او ستر هنرمند دی چې دده په هنر کې دادرې غټې ښيګڼې وينو:
جمال : - دالفاظو او کلماتو غوره کول او بيا دهغو ترتيب او پيوندونه يعنې نظم يې غټې نښانې دي.
برهان او استدلال : - که دفطرت له هرمظهره څخه وي يومنلی دليل جوړولی شي او دده په نظر کې ددنيا ټول مظاهر داستدلال له پاره څرګندې نښې دي.
انتقاد: - انتقاد دده دهنر غټه ښېګڼه ده ، دمظلومو خواخوږی دی،د
اجتماعي ظلمونو سخت دښمن دی،ليکنې يې که منظومې وي او که منثورې ولې تېريو ته ګوته نيسي او دده قلم په دې خوا کې ډېر تيز دی.
ددښمنانو اسرار لوڅوي او دمظلومولوڅو لغړو په کوټو ورننوځي ددوي د فلاکت او بدبختۍ حال ګوري او هغه داولس دعبرت له پاره په داسې ژبه بيانوي چې که دچازړه کلک هم وي بيابه هم اغيزه پرې وکړي دالفت هيڅ منظوم يا منثور اثر نه شته چې له دغو ښېګڼو ځنې خالي وي، ځکه نن دپښتنو ليکوالوپه ډله کې استاد الفت ترټولو مخکښې دريږي او دده ليکونه دپښتو ادب شمله ګڼلی شو.
داستاد الفت ادبي خلاقيت
خدای بښلی الفت دمعاصرو پښتو ادبياتو سترنقاد دهنري نثر ښکاره مترقي نماينده او په پښتو شاعرۍ کې د ډېرو ګټ،رو اجتماعي موضوعاتو سپړلو او څيړلو نه په غير دنوي تخيلي شاعرانه ابتکار خاوند ګڼل کيږي. دالفت نبوغ په دې کې نه دی چې په ډېرو پوستونو کښې يې کار کړی دی يا څوځلې ولسي شورا کښې دخلکود نماينده (وکيل) په حيث پاتې شوی دی.
موږ دده بل اړخ باندې خبرې کوو:
لکه چه پوهيږوپه يوه ټولنه کې نوې دموګراتيکې غوښتنې اودهغوی نه رابرسيره شوې مترقي مفکورې په خپل سر منځ ته نه راځي بلکه داديولړهغو اجتماعي،اقتصادي قوانينوپربنسټ اومترقي ايډالونه دټولنې دروڼ اندې قشرپه وسيله پراختيامومي ددغو په انتقال کښې دشاعراوليکوال رول ډيربا ارزښته دی ځکه چه د اوسنيو ادبي مطالعاتو څيړنوداثابته کړې چه يو اجتماعي ، انساني ليکوال اوشاعر بايد دمترقي مفکورو ممثل اوناقل وي.
استادالفت دخپل ځان اومسلک په څرنګوالي ډير پخوا پوشوی اوپرته له دې نه چه په کومه مدرسه کښې لوستی وي هغه يې دخپلو مغزونه راوېستلي دي اودخپل ادبي پر نسيپ د بنسټ دتيزي په حيث يې منلي دي موږ ته دعلامه اقبال داشعرمعلوم دی چې ويلي دي:
ويلي دي اقبال چه دقوم شاعران سترګې دي
دردچې په هرځاي وي دوجودپه ګريان سترګې دي.
خوداستادالفت لپاره يوازې ژړاکفايت نه کوي ځکه چه انسان احساس هم لري او ... کړه وړه هم نويوازې ژړاکول يو بې فايدې شی دی ښه به داوي چه احساس سره عمل هم ملګری شي ترڅوچې دمنځه تللواو اساس چاره يې وشي.الفت وايې:
دادنياصفت دی دغه چې هم ښکلې وي هم بکره
اوس دغه ښايسته واړه دشاعرپه دبُستان کې
داستاد الفت په نظر کښې شاعري دهرچا کارنه دی ممکن ډيرکسان وکولای شي چه ژبې ته هنري فورم ورکړي الفاظ سره وپيودي اوياحتی عادي خبرې هم دواعظې اوخطابې مقام ته ورسوي خوکوم شيانوته چې الفت په شاعري يې غاړه ايږدي هغه معنوي ... کيفيت د قوم فکر د قوم غم اودنوروفکرونو انتقال دحقيقت لټون ورسره دلفظی هنر ښکلا او ابتکاردی.
که رښتياهم موږ په دغه صفاتوکوم شاعر لټوو نو دالفت نه پرته بل څوک دې مرتبې ته نه شي رسېدلی . داده خپله خبره چې (( په لاره ډېر خلک تيريږي څوک هغه مرغلره مونده کوي چې دکومې ښکلې پيغلې د اميل نه لويږي او څوک د زاړه ديوال توره کټوه ګوري . )) دده دبصارت ((بعارت)) همدغه قوت يا استعداد دده اثارو ته ابتکاري رنګ ورکړی چې د تخيل په ګاڼه ښکلي شوي دي زموږ په نزد دده هر شعر منتخب او غوره دی.
لکه څنګه چې مخکښې وويل شوه استاد الفت دوخت سوالونه او مهم پرابلومونه درک کړي دي او دهغو په اساس يې خپل شاعرانه نسب العين تعين کړی دی دده په اثارو کې داسې نمونې به ډېرې کمې پيداشي چې په هغوی کښې داجتماعي-ملي-وطني-سياسي- موضوعګانې نه وي څرګندې شوي. دده په اثارو کښې مهم موضوع داده چې افغانان خپل وروسته والي ته متوجه کړي اودنوي ژوند له پاره رابېدار شي .
موږ ډېر داسې ليکوالان او شاعران پيژنو چې په نامسادرو حالاتو کې د رياليزم په عصر کښې په رومانتيک ټالونو ځانګې او يا اجتماعي او ملي مسايلو دڅيړلو په ځای تصوف ته قلم ټينګ کړی او طبيعت ته ولاړ شي.
خودشلمې (20) پيړۍ قهرمان نسل دغسې نامساعدو شرايطو سره پنجه نرمه کړې او قراريې په قرار کې ونه لټاوه، استاد الفت دعصر د ترجمان او پښتو کلاسيکو ادبياتو ديو اصل وارث په توګه دا ضرورت درک کړ او دمړينې تر وخته يې ويښ زلمي ته سندرې ويلي . داستاد الفت په اشعارو کښې (منثور او منظوم) کې ډېر اجتماعي موضوعګانې په ښکلي رنګ اجراشوي دي. موږ نه وايو چې الفت مينه نه درلوده. زړه يې نه وه او يايې ښکلي مخونه نه خوښيدل نه دده سره هرڅه وه ، دی نه يوازې دانسانانود ښکلا په کيفيت پوهېده بلکې دطبيعت ټولې ښکلاوې ده ته څرګندې وې دسهار هغه خوږه وږمه چې نورو دساه کښلو له پاره په کاروله نو ده به يې له لطافت او ښکلاوې د نوي ژوند پيغامونه هم لوستل کيږي، خو ددې ټولو په موجوديت کې استاد الفت شو.
ټولنه دهغه محبوبا شوه او دښکلې پيغلې دهسکې مرمرينې غاړې داميلونو دانې دبزګر او کارګر دلاس تڼاکې دده الفت دی چې موږ کې ځای لري او ترڅو پښتون اولس ژوندی وي نو به الفت ورسره وي.
استاد الفت دټولنې اساسي او عمده رکن ((بزګران)) په ډېرو ښو الفاظو ياد کړي او دهغوي سره يې تل خپله خوا خوږي ښودلې ده البته يوازې همدا هم کافي نه ده بلکې د دوی دپاره يې څه تول کړي دي داچه الفت ددغې مقدسې سياسي – اجتماعي ايديال په تحقيق ورکولو کې څومره بريالی ؤ هغه ځانته موضوع ده بلکې هغه اجتماعي جريانونه ضرور ياد وو چې ددغې زحمتکشې طبعې داقتصادي اجتماعي موقف نه رابرسېره شوي نابرابريو په باره کې ويل شوي.
زه بل څوک نه يم اولاد دغريبانويم
سکنی ورور دعاجزانو دخوارانو يمه
يمه له خاورونه پيدا خورمه له خاور نه پيدا
دلاس نيالګي ددې غريبو دهقانانو يمه
په زړه کې دبل چا محبت مه لټوۍ
زه دخوارانو د ډيو له پتنګانو يمه
په پورته شعر کې استاد الفت ډېر اوچت او عالي انساني احساس او تفکر انعکاس موندلی دی هغه ځان دغريبو ګټو ساتندوی او دهغو دپرګنو ددښمنانو دښمن ګټلی هغه ډيرې پيچلې ورځنې موضوعات په ارامه لهجه او سړه سينه بيان کړي دي دهغه ډېرې ليکنې دوعظ او نصيحت په شکل دي خوپه پورته شعر کښې يې لهجه تونده او دريځ يې برابر دی، کله چې دی په کليو او ښارونو کې طبقاتي امتيازات ګوري يو په موټرکې اوبل په خره پسې روان دی،نوبيا ددغه ټيټ او چګ داصلاح له پاره انتقادي ليکنې کړي دي.
داستاد الفت اثار او ليکنې
که سړی داستاد الفت داثارو مطالعه ولري نو به ورزياده شي چې دده اثار په عمومي ډول تر پنځو کټه ګوريو لاندې مطالعه کېدای شي.
1- تخليقي اثار 2- تحقيقي اثار 3- تحليلي اثار 4- ترجمې 5- په نورو ژبو ليکنې
1- تخليقي اثار : داستاد الفت تخليقي اثار په دوه عمده څانګو ويشل کيږي : منظوم او منثور
الف : منظوم اثار : لکه : 1- دپسرلي نغمه 2- ښه لمسون 3- عالي افکار 4- دازادي پيغام 5- غوره اشعار 6- دزړه وينا 7 – ناچاپ اشعار.
ب : منثور تخليقي اثار : لکه : 1- بله ډيوه 2- نوی سبک او نوی ادب
3- غوره نثرونه.
2 – تحقيقي اثار : استاد ګل پاچا الفت دخپلو مهمو او جالبو تخليقي اثارو تر څنګه په بېلو بېلوبرخوکې تخقيقي اثاررامنځ ته کړي دي.چې په لاندې ډول دي:
1- لغوي څيړنه 2- څه ليک يا ليک پوهه 3- املاء او انشا 4- ليکوالي 5- ادبي بخثونه 6- پښتو سندرې 7 – ملي قهرمان 8- منطق 9- پښتونولي... او په همدې ډول ځينې نورې مقالې او رسالې دي.
3 – تحليلي ليکنې او اثار : داستاد الفت ځينې اثار او ليکنې تخليلي بڼه لري دموضوعاتو تفصيل او تفسير يې دده خپل تحليل دی.
استاد په بېلو بېلو وختونو کښې تحليلي څيړنې او مقالات وړاندې کړي دي چې دمثال له پاره يې دڅوليکنو يادونه کووو:
1ـ زموږ ادبي نهضت يا اوسنی ادب 2 – دپښتو اوسنۍ مشاعرې 3- دشعر او ادب په مجموعه کې دشعر په باب داستاد ديوه تحليلي مقاله چاپ شوي دي . سربېره پرادبي تحليلي څيړنو استاد دسياسي پيښو او اجتماعي مسايلوهم ځينې تحليلي څيړنې اوليکنې لري لکه:داولس،افغان اونوروملي او دولتي جريدوکښې دورځنيو پيښو سياسي اواجتماعي مسايلوپه باب تحليلونه
1- لوړ خيالونه او ژور فکرونه 2- داحمدشاه بابا افغان ترجمه او لنډيز
3- دټولنې علم 4- د مؤفقيت لاره داستاد دوه نور اثار دي چې له نورو ژبو يې ترجمه کړي دي خو چاپ نه دي . 5- په نورو ژبو ليکنې لکه چې دمخه مو وويل استاد الفت له خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره په نورو ژبو هم پوهېده په دغو ژبويې ليکنې کړي او اشعار يې ويلي.
1- فارسي ليکنې : په فارسي ژبه استاد کوم مستقل اثر موږ ته نه دی معلوم خومتفرقې ليکنې يې زياتې دي . استاد ډېر علمي – سياسي او ادبي مسايل په دې ژبه کښلي دي او ښه اشعار يې هم په دې ژبه ويلي دي.
2- عربي ليکنې : استاد الفت په عربي ژبه هم ليکنې لري دده عربي ليکنې دالفلاح په مجله کې چاپ شوي دي، استاد له دغو پورته ډول معرفي شوو اثارو سربېره نور ډېر کتابونه ليکلي دي چې ناچاپ دي. لکه : 1- نوی څرک
2- اجتماعي نظريات.


صادق هدايت


صادق هدايت د (1281) کال دبهمن په مياشت کې په يوه بډايه کورنۍ کې وزيږيده او دا هغه وخت دی چې په ايران کې دازادي غوښتنې حرکت شروع شوی و .
لومړني تحصيلات يې دعلميه په مدرسه کې او متوسطه تحصيلات يې دسن لويې په دارالفنون کې سرته ورسول او په فرانسوي ژبه پوهزده.
هدايت دخپل ژوند په لومړيو کلونو کښې دانسان پيژندنې په مطالعه پيل وکړ او دانسان افکار او رفتاريې ترمطالعې لاندې ونيول صادق هدايت خپل لومړنی کتاب د (فوايد ګياه خوري) په نامه چاپ کړی دی.
په 1305 کال دمحصيلينو په لومړۍ ډله کې اروپاته ولاړ يوکال يې په بلزيک او وروسته يې څلورکاله په فرانسه کې تېر کړل خپل وخت يې دمهاري زيات وخت يې دادبياتو دمطالعې او تحقيق په برخه کې چې ده زياته مينه ورسره درلوده تېر کړل. وايې چې په همخدغه وخت کې يې دځان په وژلولاس پورې کړ چې بيا خلاصون (نجات) ورکړل شو.
په 1310 کال کې دزياتو معلوماتو سره چې عمريې دېرشوکالوته رسېده بېرته ايران ته راستون شو لومړی دايران په ملي بانک کې استخدام شو،چې ډېر ژرله هغه ځايه وشړل شو، ورپسې يې په يوه ساختماني شرکت کې کار پيل کړ اوله دې وروسته بيا په بانک کې مقررشو لنډه داچې په پای کې يې دموسيقي او ښکلو هنرونو په اداره کې چې دده په زړه پورې څانګه وه په کار پيل وکړ چې خپل زيات وخت به يې په څيړنواو مطالعو تېراوه.
له دې وروسته هدايت بيا دسفر عزم کوي او په 1315 کال هند ته ځي چې هلته پهلوي ژبه زده کوي، او هغه اثار چې په پهلوي ژبه دايران په باره کې ليکل شوي وه په پارسي ژبه وژباړل او په همدې ډول يې دهند دخلکو ژوند او فلسفه تر څيړنې لاندې ونيول.
په دې وخت کې صادق هدايت دمادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي او بېرته ايران ته راځي هغه اثار چې هدايت دخپل ژوند په شلوکلونوکې منځ ته راوړي زياته برخه يې څيړنې ، ژباړې او په همدې ډول يولړ نور اثار چې چغې ژړاګانې او ناامیدۍ هغه هم دکتابونو په توګه دځان سره لرلي نور څه نه دي.
دده دهنري ارزيابي په برخه کې بايد سړی ووايي چې دی دهند ادبياتو د فلسفې دخلکودادبياتواودژبې پيژندنې په برخه کې دزياتومعلوماتوخاوند دی.
دشهرپور څخه وروسته سم دلاسه قفلونه ماتيږي خولې خلاصيږي او هدايت هم مسکی کيږی دخپلې په زهرو لړلې کوتې څخه راوزي او په خپلو دغو اثارو لکه د ( حاجي آقا) (آب زندګي) (فوايد ګياه خوري)او (ميهن پرست) خلک له خوبه راويښوي.
مګر افسوس چې هدايت ډېر ژر دنااميدۍ ځنځيرونه خپلولاسون ته اچوي او هغو خاصو شرايطوته چې منځ ته راغلي وه ځان تسليموي او دخپل وروستي اثر چې د((پيام کافګا)) په نامه يې په (1327) کال کې وليکه او خپل هنري ژوند پای ته رسوي . پاتې دې نه وي چې دصادق هدايت په وجود کې همېشه دوه متضاد قوتونه دجګړې په حال کې وه هغه ژوند او مرګ وه.
صادق هدايت تل دايران دکورنيو شرايطو تابع وه په دې مانا چې کله به وضعه لږ څه مناسبه وه نو دده په ژوند کې به هم ښه والی منځ ته راته او کله به چې ارتجاعي او شيطاني قوتونو چارې واګې په لاس کې لرلې نو دهدايت اندامونه به هم لړزېدل له همدې کبله ده چې ځينو هدايت دنابغه په نامه يادکړی دی او ځينو دليونی او تند خويه خطاب ورته کړی دی.
هدايت په 1329 کال کې د وروستي ځل له پاره پاريس ته ځي او هلته هم په مشکل سره دڅومياشتو دپاتې کېدلو امکان لاس ته راوړي او په شکايت لاس پورې کوي چې په فرانسه کې دايرانيانوله پاره مشکلات وجودلري اوداسې نور
هدايت غوښتل چې سويس او باکو هېوادونو ته لاړ شي مګر ژوند ورسره ياري ونه کړه او د (1951) کال (4) اپريل کې چې د (1330) کال دفروردين دمياشتې سره سمون خوري د(48) کالو په عمر يې خپل غم لړلی ژوند پای ته ورساوه.



عزيز (نسين) دترکيې خلکو ليکوال او طنز ليکونکی

عزيز نسين چې اصيل نوم يې نصرت دی په 1915 کال په استانبول کې په يوه بې وزله کورنۍ کې پيداشوی دی.
دعزيز نسين پلار چې اصلاً په ((انادولو)) کې لوی شوی وو په ديارلس کلنۍ کې استانبول ته راغی او دعزيز نسين دمور سره چې دا هم اصلاً د (انادولو) اوسېدونکې وه واده وکړ. او عزيز نسين دلومړي نړيوال جګړې په يوه خونړۍ ورځ دجون په مياشت کې دهېبلې په ټاپو کې دنيا ته راغی.
دی ديوې بې وزلې کورنې بچی و.اوپه دې وياړ کوي چې دخپل ملت اوخلکوپه هغه کتارکې ولاړ اومنصوب دی چې دهېوادپه سلوکې نوي خلک په دغه کتار کې شمېرل کيږي.
عزيزنسين نورڅلورورونه درلودل چې دلوږې اوتندې په وړاندې يې مقاومت ونشوکړای اوديوبل پسې يې خپل ځانونه دلاسه ورکړه .دعزيزنسين مورپه (26) کلنې کې ددې لپاره چې اعيان اواشراف وکړای شي چې ښه ژوند تيرکړي مړه شوه.
څنګه چې پوهيږی دسوداګرانواوپانګوالوژوند په پانګوالي هيوادونوکې ډېرښه دی نوپه داسې يوه هيوادکې چې هلته يوه نيمه خوااوغيرې صنعتي پانګوالي حاکمه وه اوده ليکوالې ته مخه کړه اوخوندوره خبره خوداده چې ددوي په کورکې هسې داکارنه ؤکړی يعنې دده په ټوله کورنې کې داسې څوک نه وچې لوستل اوليکل وکړای شي.
عزيزنسين په (1940) کال کې يوې خطرناکه ناروغې ونيولواودې نارغۍ تقريبًا دوه کاله وځورولواووروسته له دووکلولږڅه ښه شو،نسين لاوړوکی وچې دخپلوملګروسره يې دلوبوپه وخت کې دليکوال رول لوباوه، عزيزنسين په يوه پوځي ښوونځي کې په لوست بوخت واوددې لپاره چې دهېواد په پوځ کې خلکوته خد مت وکړي اوڅرنګه چې دهيواد په پوځي ښوونځيواوپوهنځيوکې دليکوالۍ اوسياسي زده کړوسره مينه نه وه اودپوځ په ټولوڅانګوکې لکه ملکي اداره ـ پياده - زغره لرونکې مخابره اونوروڅانګوکې دليکوالۍ دڅانګې نښه نښانه نه وه په(1944)کال کې دپوځ څخه استفاو کړه. نسين دليکوالۍ په دنده لاهغه وخت پيل کړی ؤ چې پوځ کې ددې له امله چې ده خپلې ليکنې په خپل نامه نه شوي خپرولی نو دخپل پلارپه نامه يې چې عزيز نسين نوميده خپلې ليکنې خپرولې .اودغه ساختګي نوم ډير ژردده اصلي نوم شو او اوس يې هم خلک په همدغه نامه پيژني . هغه وخت خلکو نسين ځوان ليکوال بللو اودده پلارپه کړوپه ملا اوسپينې ږيرې په يوه اداره کښې په کاربوخت ؤ . اوپه تيره بيا چې چا هغه په اصلي نوم نه پيژانده دغه کار دهغه لپاره ډير ې ستونزې منځ ته راوړلې اودده پلار ترڅو چې ژوندی و ونشو کړای چې داثابته کړي چې دهغه نوم عزيز نسين دی. کله چې دنسين کتابونه دنړۍ په ډيرو ژونديو ژبو وژباړل شول ديوې بلې ستونزې سره مخامخ شو،داځکه چې ځنې خلکو دتأليف دحق پيسې د عزيز نسين په نوم راليږلې خوددې لپاره چې دده نوم نصرت نسين ؤ ددغو پيسو داخستلو څخه عاجز پاتې کيدو.
نسين هم داکثرو ليکوالانو په څير ليکوالي دشاعري څخه پيل کړه او وروسته يې بيا ددې له پاره شعر او شاعري خوشې کړه چې يې نه غوښتل شعر توهين کړي. داځکه چې ده شعر او شاعري ته ډېر درناوی لرلو البته خلق شعر او خلق شاعر ته نسين دشعر په ستر توب پوره ايمان لري اوپه دې پوهېده ، هغه کسان چې ستر شاعران دي زيار کاږي چې ستر ليکوالان هم شي.
نسين هغومره چې په ليکوالۍ کې مؤفق و په شاعري کې يې هم کم لاس لرلو...
عزيز نسين دخپل شعر دشهرت په باب داسې وايي:
((البته زماشعرونه ددې له پاره مشهور شول چې ماترخپل شعرلاندې ديوې ښځې نوم ليکه او په دې توګه مې خپله لومړنۍ دژوند کيسه دپورتنۍ انګيزې ترتأثير لاندې وليکله او هغه مې يوه انجمن ته ورکړه دانجمن رءيس چې څرګنديده دليکوالی سره ډېره اشنايي نه لري ددې پرځای چې کيسه يې وژړوي ، کټ،کټ يې وخندل او ماته يې وويل : پس له دې نه موږ ته همداسې دخندا وړ کيسې وليکه آفرين !
دليکوالۍ په نړۍ کې مې دغه کيسه لاتراوسه هېره شوې نه ده زياتره کيسې مې چې دخلکو دژړا او دطبقاتي ژوند تل ته دځيرکېدو له پاره ليکلي دي ځينې لوستونکي يې خندولي دي او په دغه وسيله يې پرماباندې دفکاهي ليکونکي نوم اېښی دی . خو (تراوسه هم چې ډېر کلونه تېر شوي دي زه پوهيږم غواړم تاسوته ووايم البته زه دزمانې په بهير کې فکاهي ليکونکی شوم اودخپلو مينه والو او اشنايانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې فکاهي ليکنه څه رنګه هنر دی، دومره ويلي دي چې فکاهي ليکنه دليکوالۍ ډېره سخته څانګه ده ، په 1945 کال کې دوخت د دولت په مرسته او دځينو قشري عناصرو په همکاري دعزيز نسين د ورځپاڼې دفترچي (ټانTAN,)نوميده ونړيد او پس له هغه نه ډېره موده بېکاره پاتې شو اوديوې مړۍ ډوډی دلاس ته راوړلو له پاره يېهلې ځلې کولې او هيڅ يوې ورځپاڼې او يا مجلې ورته دکار اجازه ورنه کړه او مجبور شو چې په (200) مستعارو نومونو سره ورځپاڼو او مجلو ته مقالې او راز، راز مطالب ورکړي، دده مطالب په دغه وختونو کې ورځپاڼو او مجلو ته دهغو داستانونو، راپورتاژونو، لطيفو او عشقي کيسه ليکل وو چې ټولو يې دخلکو د دردونو څخه حکايت کاوه.
دده مستعار نومونه ترهغه وخته پورې پاتې کيدل چې دورځپاڼواومجلوآمران دحقيقت څخه يعنې داصلي ليکوال دهويت څخه خبريدل . خوپس له هغه نه يې بيا بل مستعارنوم پرځان ايښوده .بايدووايو چې دنسين مستعارو نومونوډيرې اشتباه ګانې منځ ته راوړلې دمثال په توګه دده د هغه لنډ رومان نوم چې کوچنيانو ته يې ليکلي و.
((هغه ))او((اور )) ايښی و . دغه دده ددولسو زامنو نومونه وو دغه کتاب ډير ژر مشهورشو اوپه وړکتونواوښوونځيوکښې يې دلوست دکتاب په توګه ورڅخه ګټه اخستله . ان دميرمنو دټولنې استازې ددغه کتاب دناشر سره چې يوه څلويښت کلنه وه مرکه وکړه.
اوبياهغه مقاله چې يې ديو فرانسوي په نامه وليکله خورا مشهوره شوه اودغه مقاله دفرانسي دمقاله ليکلو ديوطرزپه بڼه په يوه نندارې کښې ولوستل شوه.
بيايې په يوچينايي مستعار نوم يوه مقاله وليکله چې دغه مقاله هم دچين دسبک په فکاهي مشهور شو. البته په هغه موده کې نسين ونه شو کړای چې دکورنۍ او دکوچنيانو دژوند لګښت دليکوالۍ له لارې نه لاس ته راوړي په بقالۍ، خواړه خرڅولو ااوعکاسي يې لاس پورې کړ او همدا راز يې ديوڅه مودې له پاره په يوه شرکت کښې دمحاسب په توګه هم کار کړی دی.
نسين دڅينو اثارو دليکلو ګناه پنځه مياشتې په بند هم محکوم شوی چې ددغې جملې نه شپږ مياشتې دهغې مقالې له امله وو چې دمصردپاچا ملک فاروق او ديوبل په هکله يې ليکلی وو، نو دوی دخپلوشفيرانو په واسطه نسين ترقانوني تعقيب لاندې ونيو او بندي يې کړ. نسين دخپل بنديتوب په باب داسې ليکي: (( کله چې په کال 1945 کې ونيول شوم – پوليس دشپږو ورځو تحقيقاتو په ترڅ کې راڅخه وپوښتل چې : دهغه چا اصلي نوم چې کيسې او مقالې يې په دومره مستعارو نومونو چاپيږي څوک دی ، باور وکړۍ هغوی ډاډه نه وو چې دا دومره اثار به زما وي.
دوه کاله وروسته کار برعکس شوه هرڅومره ليکنې به چې په مستعار نوم دپوليسو لاس ته ورتللې هغه به يې زما په حساب شمېرلې او زه له ډېرو ربړونو او کړاوونو څخه وروسته په دې بريالی کېدم چې ثابته کړم دغه ليکنه زما نه ده .يوځل شپاړس مياشتې دبل چا ديوه ليکنې په ګناه دپوليسو له خوا بندي شوم ...)
نسين په 1956 کال په ايتاليا کې دفکاهي ليکونکو په سيالۍ کې کډون وکړ او د سروزرو مډال يې لاس ته راوړ . له همدغې څخه وروسته ټولو ورځپاڼو او مجلو چې هېڅکله يې دده اصيل نوم نه ليکه دده مقالې خپرولې. خو لږ وروسته يې بيا دده دنامه له ليکلو څخه ډه ډه وکړه . په 1966 کال يې دفکاهي ليکونکو په هغه سيالۍ کې ګډون وکړ چې په بلغاريا کې جوړه شوې وه او دلومړۍ درجه مډال يې وګاټه.
په کال 1960 کې دهغو بدلونونو په وياړ چې ددوی په هېواد کې دترقۍ او سولې په ګټه منځ ته راغلل خپل يو مډال يې دولتي خزانې ته وباښه اودهغه نه وروسته بيا هم بندي شو خو نور مډالونه يې دمبادا ورځې ته وساتل.
ډېر خلک چې وپوهيږي ده لږ تر لږ دوه زره کيسې ليکلي دي ، هک پک پاتې کيږي.
تر1341کال پورې ده پنځوس کتابونه ليکلي وو.اوپه دغه وخت کې 40 زره لېري پوروړی هم و.
دنسين ليکنې دنړۍ دخلکو په 23 ژبو او کتابونو يې په (17) ژونديو ژبو کې ژباړل شوي دي . او دده نمايش نامه په (7) هېوادونو کې ښودل شوې ده.
دی وايي : (( زه خپل دوه شيان له ټولو څخه پټ،م يو ستړيا او بل خپله پوهه . ماباندې ترټولو زيات انسان ګران دی ، دومره ګران دی چې ځنې وختونه دانسان د مينې له زوره عصباني کيږم. . ))
نسين ټولو انسانانو او په تيره بيا رياليستونکوته سپارښتنه کوي چې دسولې او عدالت سره مينه ولري ، دظلم او لوټمارۍ سره دښمني ولري او دانسان مينې ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړي.
دعزيز نسين دځينو نشر شوو اثارو نومونه دادي:
خدای برنده.
تاکسي پنج ريالي.
خاطرات يک تبعيدي.
دامهای عوضي.
زن بهانه ګير.
تف سر بالا.
تا کتيک نخورم آدم نميشم.
نابغه هوش.
مجسمه حماقت.



اقبال

علامه اقبال په(1873)ميلادي (1289)هجري قمري دسيالکوټ په يوه متوسطه الحاله کورنې کې زيږيدلې دی.
داقبال نيکه چې د(لوي هار)ددرې داوسيدونکوڅخه و د درې وروڼوپه مشوره دکشميرنه چې ددوي پلارنی ټاټوبی وهجرت وکړ اودسيالکوټ په ښارکې يې هستوګنه اختيارکړه.
داقبال پلارنورمحمدچې داقبال د زيږيدوپه وخت دسيالکوټ په ښارکې د تجارت په چاروبوخت و د دين مين سړي په حيث پېژندل کيده.
نورمحمددهغه وخت اوشرايطود رسم او رواج مطابق خپل زوی اقبال دقر آن د زده کړې په خاطريومسجدته بوتلو.وروسته له هغې نه اقبال په يوه ابتدا‌‌‌يې مدرسه کې په درس ويلوبوخت شو.
اقبال دښونځي د زدکړوپه دوران کې ځانګړې هوښياري اوزيرکي ښکاره کړه او دخپل زيرکۍ اوهوښيارۍ له مخې ديولړجايزوپه لاس ته راوړلوبريالې شو.همدغه وخت ؤچې اقبال دخپل پلار ددوستانوله جملې څخه ديودوست چې((ميرحسين)) نوميده اويوعالم اومحقق شخص دښوونې اوروزنې چارې پرمخ وړلې پاملرنه يې جلب کړه.څنګه چې اقبال هوښياراوبااستعداده و د قوي ذهن خاوند و او په ټولو علومواوفونونوکې يې لاس وهلو.
هغه وخت چې اقبال د ښوونځي په زده کړو بوخت و دشعرونوپه ليکلو يې شروع وکړه.
کله چې مولوي ((ميرحسين))دغه ځانګړتياوې اوامتيازات په اقبال کې مشاهده کړه نوهغه يې نه يوازې دشعرويلوته تشويق کاوه بلکې هغه ته يې داتوصيه هم کوله چې ددې پرځای چې په محلي سبک يې وليکي دابه غوره وي چې په اردويې وليکي.
داقبال په داستانونوکې چې دښوونځي په دوران کې يې ليکلي دي دالطيفه ‌‌ډيره جالبه ده چې وايې : ((په يوه لنډه موده کې څوځلې داسې واقع شول چې اقبال ښوونځي ته ناوخته راشي ددې لپاره چې اقبال يې خپل دغه ناوخته راتګ ته متوجه کړی وي نوښوونکي پرې اعتراض وکړ او ويې ويل : اقباله ولې دومره ناوخته ښوونځي ته راځې. ؟
اقبال په ډيره ځانګړي متقانت اوخونسردی سره په جواب کې ورته وويل : اقبال هميشه ناوخته راځي .))
اقبال دلومړنيو زه کړو وروسته دمتوسطو زده کړودسرته رسولولپاره د((استکاج مشق کالج ))ته داخل شو په همدغه وخت کې ده خپل بعضې اشعارچې زياتره غزلې وی دتصحيح لپاره د اردو ژبې مشهورشاعر (داغ ) ته استول داغ د څو ځله اصلاح نه وروسته دا په ښکاره سره وليکل چې : داقبال ا شعار نور پوختګۍ ته احتياج نه لري يعنې مانايې داچې پخته اورسيدلي دي . اقبال په (1895)ميلادي کال د((استکاج مشق کالج))ددورې پای ته رسولونه وروسته دخپلوزده کړو لومړنۍ ازموينه تيره کړه .او وروسته له هغې نه دلوړو زده کړو له پاره لاهورته لاړ.
اقبال په 1897 کال کې د سرا توماس ارنولډ تر لارښوونې لاندې د (M-A ) په درجه د دمافوق لسانس بری ليک په فلسفه کې تر لاسه کړ. داقبال مقام دشاعر په حيث په هند او پاکستان کې کاملاً تثبيت شوی و او په همدې وختونو کې لومړنی کتاب تأليف او نشر شو داکتاب داقبال اولين اثر و. چې په اردو ژبه داقتصاد په موضوع کې چاپ شو. اقبال د(سرا تو ماس ارنولډ) په توصيه او لارښوونه په 1905 کال دلوړو تحصيلاتو له پاره اروپا ته لاړ، درې کاله په اروپا کې پاتې شو او دغې درې کلنۍ مودې داقبال دفکر په پوخوالي او دشعر کې مهم نقش ولوباوه او د(کيمبريج)په پوهنتون کې دعالي القدر محصل په صفت دفلسفې په رشته کې ومنل شو او دحقوقو دعلم دتحصيل له پاره ( لينکولين آن) پوهنتون ته وليږل شو.
اقبال د(کمبريج) په پوهنتون کې د دوکتورا درجې له پاره (( توسعه تکامل ماورا الطبيعه در ايران)) په نامه رساله تهيه او وړاندې کړه، وروسته ديو څه کمې مودې نه يې الماني ژبه زده کړه پس له هغې نه دخپل مخکيني ذکر شوي تأليف په اساس د (مونيع) پوهنتون په فلسفه کې د استادۍ درجه ورکړه.
په 1908 کال قضايي خدمت ته دعوت شو. همدارنګه اقبال وروسته د (کمبريج) او (مونيع) پوهنتونونو داستادۍ درجې او قضايي خدمت ته دعوت کېدلونه په 1908 کال خپل وطن ته راستون شو او لاهور ته د راتګ نه وروسته دفلسفې او انګليسي ادبياتو تدريس له پاره دولتي پوهنتون ته وليږل شو.
اقبال په قران کې هم ژور مطالعات لرل او په پام کې يې لرل چې په دې باره کې کتاب تأليف کړي او په دې منظور يې ډېر کتابونه جمع کړي و او په دې فکر کې و چې دکتاب نوم ( احيای رويه قضايي اسلام) کيږدي .مګر دفکر کهالي او سستی له کبله ددې کتاب له ليکلونه يې صرف نظر وکړ. ولې په هرحال اقبال دخپل ژوند تر اخرنيو ورځو پورې دشاعرۍ څخه لاس وانه خيست.
اقبال دمارچ په (25) او (1938) کال د(64) کلون په عمر له دې دنيا نه يې سترګې پټې کړې او نيم ساعت مخکې دخپلې مړينې نه يې دا شعر ويلی دی:
سرود رفته بازايد که نايد نسيمن از جهاز ايد که نايد
سرامد روزګار اين فقيري دګر دانايي را زايد که نايد
اقبال دا بيت د مرګ په بستر کې ويلو:
نشان مرد مؤمن باتو ګفتم چو مرګ ايد تبسم برلب اوست
داقبال جسد په ډېر جم ، جوش او دخلکو په بهير سره دلاهور پادشاهي مسجد تاريخي دروازې ته نږدې خاورته وسپارل شوه.
داقبال دکلام نمونه:
پيام اقبال
چــــون چـــراغ لالــه ســوزم درخــيــابــان شـما ای جــوانــان عـجم جان من وجان شما
فوطه ها زد در شمير زندګي انــديــشـــه ام تـا بــدسـت اورد ام افګار پنهان شما
مهر ومه ديدم نګاهم برتر از پروين ګذشت ريــخـتـم طرح حرم در کافرستان شما
تاستايش تزتر ګردد فروپـــيـــچـــيـــد مـــش شعله اې اشفته بود اندر بيابان شما
فکر نه کنيم کند نزر توهـــي داستان شرق پاره لعلې که دارم از بـدخشان شما
ميرسد مردې که زنجير غــــلامان بــشکند ديـده ام از روزن ديوار زنـدان شــمـا
حلقه ګيرد من زيند ای پـيکــران آب وګــل
اتـــش در ســـيـــنـــه دارم از نــيــکــان شــمـا
داقبال اثار
داقبال دپورته پيژندلو له پاره بايد دده جاويدانو اثارو او ليکنو ته مراجعه وکړو ځکه چې ده دخپل ژوند هره هره قطره خپلو اثارو ته نقل کړي.
اسرار خودي
رمز بيخودي
زبور عجم
ګلشن راز جديد
بندګي نامه
پيام مشرق
افکار باقي
نقش
جاويد نامه
خطاب به جاويد
پس چي بايد کرد
مسافر
ارمغان حجاز
بانک داري
بال جبراييل
ضربې کليم



رابندر رانا ټاګور

په نړۍ کې مشهور شاعر نامتو ډرامه ليکونکی دستاينې وړ مفکر په 1861 زيږديز کال د می په 7 نيټه او يا د1278 يونيز سپوږميز کال دکلکتې دشپږپنځوسمې ناحيې (واړ کاناټه ټاګورلين) په يوه داسې برهمنده کورنۍ کې زيږېدلی دی چې دبډای ملاکي علم او هنر له امله يې په بنګال کې نوم درلود دغې کورنۍ د 150 کالو راهيسې دلته غربي تمدن او کلتور سره ټينګه اشنايي او علاقه درلوده، خود هندويزم رسم او رواج ارزښتونو ته يې هم تل په درنه سترګه کتلي دي او دنيکونو علمي ادبي او هنري ميراثونو څخه يې لاسونه نه و ختلي ، له دغه امله نود ټاګور په شخصيت کې زاړه کړه وړه او نوي ښايستونه واړه ليدل کيږي. او ليکنې يې دشرقي ثقافت له دلکش رنګ سره دغربي ادب او هنر خوشبويي هم لري.
پراخ نظري او بې تعصبه ټاګور دخپل سپيڅلي زړه په پراخه ګوګل کې د بڼسټيزې پوهې جواهرات په زياته مينه او په ډېره پاملرنه ساتلې وه . دغربي فونونو او ادبي اثارو په بيه ګرانی ډېری يې هم دهغو په څنګ کې ټينګې نغښتې وې، ځکه نو سيندولين په خپل کتاب (Christian register) (کريسټين رجسټر) کې دټاګور پراخ نظري په باب داسې کښلي دي: (( د مذهب په باب عالي مفکرين چې څومره په پخواني هندوستان کې پيداشوي دي دنړۍ په نورو ملکونو کې نه شته،خو اوسنی هندوستان يې ديوه ډاکتر ټاګور څخه د اخلاقو مل وسيع النظر همدرده او هوښياره معلم نه لري.
په اوسني هندوستان کې ډاکتر ټاګور پرته بل څوک نه شته ، چې زموږ پوهې راڅخه قبولې کړي او دخپل تاريخي ملک ښې پوهې پر موږ پيرزو شي . په ټاګور کې ددغه پراخ نظري سببونه بايد دده په خپل ژوند کې ولټوو )).
ټاګور په (3) کلنۍ او يا (1874) عيسوي کال کې مهارشي (لوی مُرشد) پلار له ځانه سره دمعرفت په لټون پسې دهماليي غرونو ته وخيژاوه ، په (17) کلنۍ په (1877) (1878) عيسوي کال کې بيا مشر ورور دجيو ټند رنا ټه ټاګور چې په جيوټي بابو نوماند و، دلندن کالجونو نه او کلپونه هم ليدل. ټاګور د(کرشنا) نصيحتونه اوريدل په لندن کې يې انګريزي تعليم او دغربي ساز، اواز او نڅا نندارې هم په نصيب وې.
ټاګور دبنګال (پدما) رود پرغاړه (نيبدوی) خلکو سره په يوه کشتۍ کې څو مياشتې هم تېرې کړې وې. ټاګور دلندن تر سفره وروسته (شليډا) په کلي کې دبېوزلو بزګرو لوږې او دلوڅو لپړو مزدورانو محروميتونه په خپلوسترګو ليدلي وه. داروپايي او امريکايي ميليونرانو کامروايي او دکلتې د سوداګرانو په طلاو کې بازي هم له نظره نه وې پټې.
دغو متضادو قوتونو تجربو او مشاهدو دټاګور شخصيت ته جميعت ورکړ په هندي راګو او اثارو کې يې دشرقي ادب دنااميديو له سوزه سره د غربي ليټريچر داميدو ساز هم حل شو څومره چې په هندوستان او نورو ختيزو ملکونو کې د خلکو خوښې وې هغومره يې په غربي هېوادو کې هم دخلکو زړه يوړ په تيره بيا په انګلستان، اټازويي روسيه او يوګوسلاويا کې دده ډرامې زياتې مقبولې وې دټاګور (پوسټ افسر) او (راجاراني) نوي ډرامې دټآګور په ژوند دلندن په(کورټ تياتر) کې د ايرليند اداکارانو تمثيل کړی دی او په ايټاليا او جرمني کې يې هم څو ډرامې په سټيج باندې ښودل شوي دي.
نوځکه دی دغرب خلکو دشرق شکسپير باله او دهنديانو (ګرود) نوم يې پرې کېښود دګران مُرشد مانا لري.
دټاګور ډرامې په باب محی الدين کښلي دي : (دټاګور ډرامې له حکمت او فلسفې څخه ډکې دي دده په ډرامو کې دانساني ژوند او کايناتو خورا ژورې مسلې څيړل شوې دي، دده ډرامې زياتره اجتماعي او تاريخي دي او دمجاز په پرده کې يو حقيقت هرومرو نغښتې دي. ))
دټاګور دادبي مقام په باب دهندوستان يو فيلسوف چې همايون تبير نوميږي داسې ليکلي دي : (( ټاګور هغه ليکوال او شاعر دی چې لږ شاعران او ليکوالان به دې کميت له لحاظه دده په اندازه اثرونه لري ده تر (1000) زيات شعرونه او تر (2000) زياتې ترانې ويلې دي لنډ تکلونه ،رومانونه ،ډرامې او تحقيقي مقالې او رسالې يې هم ډېرې دي دکيفيت له مخې هم دټاګور اثرونه په ډېره لوړه درجه کې واقع دي او دنړی لږ ليکوالان به دادب دغې حد ته رسېدلي وي .))
دټاګور دشاعرۍ په باب احسان داسې ليکلي دي : ((کومو شاعرانو او ليکوالانو چې دهندوستان دويښتابه او دانقلابي فکر د راوستلو له پاره کار کړی دی په هغو کې به ټاګور نوم تل په عزت سره اخيستل کيږي )). دی ديو ناظم او عادي سازنده له حيث څخه يو وارې ځان ويوست، او ديوه اسماني پيغمبر په توګه دهندوستان جامعې ته راغی له ژبې څخه يې دلفظو پرځای او شيندل کيږي دده ادب او هنر هغه لمبې ولږولې چې دهندوستان دخلکو خاصې او ټيټې ټولنې په کې لولپه شوې دلته دا خبره بايد هېره نه کړو چې ټاګور يوازې د ادب دميدان ميړني سپور نه وه، بلکې په موسيقي او تمثيل کې يې هم له ډېروڅخه ميدان وړی دی هندي موسيقي خو دده خانداني ميراث وه او دغربي موسيقي سره يې اشنايي درلوده دخپلو ډرامو په تمثيل کې دټاګور برخه زياته ده.
مثلاً : ( The Genius of Ralmik) په ډرامه کې د (Ralmik ) رول ده په خپله ادا کاوه او په (کال هوګيا) او ( ) په ډرامه کې د ړانده سادهوا او شاعر تمثيل د ټاګور پر غاړه ؤ ، په (1840) عيسوي کال يې د (چتراسي) په نامه دخپلو ليکلو رسمونو او تصويرونو البوم خپور کړ د ټاګور مشهور نثر ( ګيتا انجلی) ده چې دنوبل جايزه يې هم ګټلې ده او دده نوم يې په ټوله نړۍ کې لوړ کړ.
دنړۍ له هره ګوټه څخه ورته بلنې راغلې داروپا ، امريکا او اسيا زياتره ملکونه وليده، هغه او هندي فلسفه يې دوی ته څرګنده کړه او دوی له تجربو علمي مؤسسو له مشاهداتو څخه يې استفاده وکړه.
دټاګورمشهور او مهم سفرونه دادي:
په 1877 کال کې انګلستان ته ولاړ يو کال يې هلته په کالج کې انګليسي ژبه او ادب ولوست.
په 1890 زيږديز کال کې انګلستان نه جرمني ته ولاړ او په جرمني کې يې غربي موسيقي زده کړه.
په 1910 کال کې اتازوني ته لاړه ، دشيکاګو په پوهنتون کې څو ليکچره ورکړه.
په 1913 کال کې لندن ته ولاړه او دنوبل جايزه يې واخيسته.
په 1915 کال کې جاپان ته ولاړه او دشهنشاهيت پر ضد يې بيانيه ورکړه او په همدې ډول ځينو نورو هېوادونو ته يې سفرونه وکړه.
دهندوستان دغه نړۍ ليدونکی شاعر ممثل او مفکر د 1941 زيږديز کال د اګست په (7) د (80) کلونو او د دوه مياشتو په عمر په کلکته کې ومړ او نوم يې ديو داسې اديب او هنرمند په توګه دنړۍ په تاريخ کې پاتې شو چې تر ډېره پورې به يې هندوستان په نامه وياړي.
د ټاګور د رسمي لمانځلوپه لړ کې دهندوستان حکومت د(رابند ربهون) په نامه په نوي ډهلي کې د ادب او هنر يو لوی مرکز پرانيستلی دی په دغه مرکز کې دشاهنيا په نامه دادبياتو په نامه دلاليت کالا په نامه د لطيفه فنونو اکاډمي او دسنګيت فاتيک په نامه د رقص او موسيقۍ په نامه اکاډمي شته . د ټاګور مستعار تخلص (بهنوسنګ )وه. چې په دې نامه يې ډېر شعرونه نشر شوي دي . د (بهنوسنګ) په مستعارنامه چې دټاګور کوم شعرونه د بنګال په اخبارونو کې دهغو مجموعه په 1884 کال د بهنوسنګاتا کور ( وابلي) په نامه خپره شوه.

دټاګور تأليفونه

ټاګور په خپل (80) کلن عمر کې په بنګالۍ ژبه ډېر شعرونه ترانې ، ډرامې ، کتابونه او رسالې ليکلي دي په دغو اثارو کې حينې مؤلف په انګريزي ژبه ترجمه کړي دي ، لکه : ګيتا انجلي او باغوان په نامه او داسې نور دټاګور دټولو اثارو ټولول اسانه کار نه دی دده داثارو کوم نيمګړی لړليک چې څو کاله پخوا د (کلکته ديويو) د (ټاګور لمبر) په کلکته کې خپور شوي دي او يو څو رانقلوو:
په 1878 زيږديز کال (کويي کاهني) د يوه شاعر نکل دی.
په 1880 زيږديز کال (باناپهول) یعنې دځنګله ګل
په 1881 زېږديز کال ( والميکي پراتيا) يعنې والميکي نبوغ
په ( بهاګنا هرديا ) يعنې مات زړه
د ( سناهيتا سنګيت) يعنې د ماښام سندرې
(کال مرګيا) يعنې د خطرناک ښکار ډرامه
(پريهات رنګيت) د سهار سندره
د (چاپي اوکان) يعنې تصويرونه او سندرې دشعرونو مجموعه ده.
د ( راجا او راني ) يعنې پاچا او ملکه
د ( چو ګهر وايي) يعنې خوږمنې سترګې
د ( راجا پر جهانا) يعنې پاچا او رعيت
د ( ګيتا انجلی ) يعنې دسندرو ترانه



دټاګور دکلام نمونه

رڼا – اه رڼا چېرې ده !
د ارزو له لرونکي اور څخه هغه بله کړې ډېره ده خو رپيدونکې لمبه نه لري ، اې! زما زړه ستا قيمت داسې دی.
آه تر داسې ژونده خو مرګ ښه دی.
ذلت ستا ورټکوي او پيغام يې دادی چې : ستا بادار ويښ او د تورې شپې په ټېلره کې تا دملاقات ټاکلي ځای ته ورولي.
اسمان په وريځو کې پټ او باران نه وريږي زه نه يم خبر چې زما په ګوګل کې دا بې ټاپ خه شی پروت دی.
د هغه په مطلب نه پوهيږم...
يوه لمحه برېښنا مې په سترګو باندې توره پرده غوړوي او زما زړه د هغه ځای لاره لټوي چې ستا دشپې مسته موسيقي مې هلته بولي.
رڼا آه رڼا چېرې ده !
د ارزو په لمبه لرونکي اور هغه پيدا کړه !
ورېځې غړمبهار لري په فضاء کې د هوا شور دی ، په توربخونو يا تر ډېرې توره ده خپل وخت دتاريکۍ په حالت کې مه تېروه دخپل دژوند دمحبت ډيوه بله کړه.
لومې يې ټينګې دي کوم وخت چې زه دشلولو زيار باسم زړه مې درد کوي.
زه يوازې ازادي غواړم خو په ارزو يې هم شرميږم.
زما يقين دی چې په تا کې يو بې بها دولت شته او همدا چې ته زما ډېر ښه دوست يې خو په ماکې دومره زړه نه شته چې دخپلې خونې دا نندارې پريږدم...
هغه پرده چې زه په کې پټ ية دخاورو او فناه پرده ده زه ورڅخه کرکه کوم او نفرت لرم خوبيامې هم دخپلې مينې په غيږ کې رانغښتې ده.
زما پوررونه ډېر دي زما ناکامي لويې دي او زما شرم دروند او پټ دی خو بيا هم چې زه د خپل بهبود غوښتلو په ارزو درځم.
نو زړه مې ريږدي چې آه که زما دا ارزوګانې ونه منل شي...
هغه څه چې ما دخپل نامه سره بندي ساتلی دی په دې زندان کې ژاړي زه تل د څلور خوا په ودانولو بوخت يم او غغواړم دا ديوالونه تر اسمان پورې لوړ کړم.
خو هر څومره چې لوړيږي په هماغه کچه زما حقيقي وجود دوی په تياره س





ماکسيم ګورکي

ماکسيم ګورګي هغه ستر ادبي شخصيت او دشلمې پېړې دادبي نبوع يو ځلانده ستورې دی چې په هنري مترقي ادبي ليکنو کې نړيوال شهرت لري.
دشوروي اتحادقهرمان واقعي اوزيار ايستونکې ژوندرښتينۍ انعکاس ورکوونکې ګورکي چې داستعمار ،امپرياليزم،فيو‌‌ډاليزم سرمايداري او همدارنګه د داخلي او خارجي ارتجاع پر ضد يې دشوروي اتحاد دخلک د افکارو په تنوير او پيژندلوکې په زړه پورې ليکنې کړي دي.
(1868) عيسوي کال په (نيژني نووګورد) نومې ښار کې زيږيدلې دی . ګورکي پنځه کلن و چې له پلاره پاتې شو او مور يې بل مېړه وکړ او دی دخپل نيکه سره پاتې شو څه رنګه چې دغريب کاله ماشوم و دهغه وخت په شرايطو کې يې ونه شو کولای چې ښوونځي ته دوام ورکړي له دريم ټولګي څخه وايستل شو په دې وجه چې دنيکه اقتصادي وضعه يې خرابه شوه ، ګورکي په (9) کلنۍ کې مجبوره و چې کار وکړي او ډوډۍ ځان ته پيدا کړي .لومړی يې په کوڅو کې زړوکي ټولول او دپلورلو په بيه يې ځانته ډوډۍ پيداکوله بيا له موچي سره مزدور شو اود هغې نه وروسته له يوه نقاش سره نوکر شو په دې ډول يې دلته او هلته مزدوري او خپله ګذاره کوله . بيا په يوه (بندري ټيکلن) کې د کټندي په توګه په کار بوخت شو په دې ټوله موده کې ګورکي له يوې خوا کار کاوه او ډوډۍ يې پيداکوله او له بلې خوايې مطالعه کوله له خلکو سره يې تماس درلوده ، دهغو په ژوند کې يې نفوذ کاوه هغو څخه يې زده کړه کوله.
ګورکي په خپله افتوګرافي کې خپل ځان ژوند او هغه څه چې له وړکتوبه د ليکوال تر نبوغ پورې په ده باندې تير شوي او زغملي يايې زده کړي دي هغه يې په خپل قلم ډېر ښه تفسير کړی او ښودلی دی چې دغه افتوګرافي درې برخې لري او دګورکي پيژندنې دڅيړنې او دتحقيق له پاره ډېر کره او ښه مأخذ دي دغه اثر په دريو برخو ويشل شوي دي چې بيل بيل عنوانونه يې دادي ((زما وړکتوب)) په دې برخه کې ماکسيم ګورکي هغه حالات ترسيم او بيان کړي دي چې په وړکتوب کې په ده باندې تير شوي دي ، دوهمه برخه يې (زما پوهنتونونه) نوميږي .دريمه برخه يې ((دخلکو په منځ کې) نوميږي چې د ګورکي د ژوندانه دپيژندنې او هغې لارې دروښانه کولو له پاره چې ده طی کړي او پرې دنبوغ مرحلې ته رسېدلی دی ډېر ښه مأخذ کېدای شي. ددې له پاره چې ګورکي لاښه وپيژنو اود ده دفکري نبوغ تکاملي سير دشخصيت بشپړ توب فلسفي نظر او اجتماعي دريځ ښه جوت شي نو به ګورکي د ده دجاويدانو اثارو دڅيړنې په رڼاکې معرفي کړو.(1 )
دګوورکي لومړی داستان د ( مکاراچودرا) په نامه په (1892) کال خپور شو او دګورکي دريځ يې دليکوال په حيث تثبيت کړ . بيا په (1898) کال کې د ګورکي د اثارو بله دوه ټوليزه مجموعه چې داهم د داستانونو مجموعه وه ده ته يې زيات شهرت وروباښه دګورکي دځوانۍ د دورې په اثارو کې په ژوندانه کې د قهرمانۍ د لټون زياته تلوسه ليدله کيږي او دغه موضوع يې د ژوندانه ددغې دورې د اثارو خاصيت ټاکي دلته دده ايديال دلارې چې داسې قهرمان جوړ کړي چې دنورو په وړاندې دقهرمانۍ او ځان جارولو بشپړ جرءت او قابليت ولري چې دغه تلوسه يې دخپلو داسې اثارو په قهرمانانوکې ځلولي ده . لکه : دانګود (بوډي ګيزال) داستان ګوربت د (کرويت په باب سندرې) په داستان کې دانسان د(انسان په باب مثنوي) کې .په دې توګه ګورکي په انسان او دهغه په استعداد باندې چې ترټولوښه ژوند په جوړولو قادر وي بشپړ باور لري چې په دې کې دګورکي انسان دوستۍ (هيومانيزم) هم ښه څرګنده ده لکه چې وايي: (کله چې انسان له کارنامو او سترو کارونو سره مينه لري، دی کولای شي چې هغه تل ترسره کړي او کولی شي چې دهغو ترسره کولو ځای او موقع هم ومومي په ژوندانه کې دکارنامو او سترو کارونو ترسره کولو له پاره ځای شته و هغه څوک چې دځان له پاره هغه نه شي موندلی هغه يا تنبل دي او يا ډارن او يا هم ژوند او دهغه ماهيت نه پيژني ) دغه شعار چې دګورکي د داستان د قهرمان يعنې دانکوه په ژبه بيان شوي دي په دغو کارونو کې د روسيې انقلابي ځوانانو په ژبه تل دشعار په توګه جاري و.
په دغو کلونوکې دخپلو داستانونو دهنري او قهرمانه تمثالونو دجوړولو په وخت کې تل د روسيې دهغه وخت او دژوندانه واقيعتونو ته پام لاره او له هغو څخه يې دخپل هنري تمثال دجوړولو سوژه او عناصر را اخيستل او دخلکو له منځه يې هغه څېرې ترسيمولې د کومو ژوند چې په ډېره سختۍ سره تېرېده.
تزاري دولت دی د پتروپاوتوفيک په جيل کې بندي کړ چې دې کار دنويوالو هيجاني ولولې وپارولې او دتزاري حکومت په ادرس دنړيوالو د پروتست (انتقادي) ليکونه جاري شول چې په هغو کې د ګورکي دبنديتوب په نسبت په تزاري حکومت باندې سخت پروتستونه شوي و. ددغه فشار په اساس تزاري حکومت مجبورشو چې ګورکي خوشې کړي.
کله چې کورکي خپل مشهور رومان ((دمور په نامه)) وليکه ليکوال اندريف وليکل : ((ګورکي يوه ستره ادبي کارنامه ترسره کړه ګورکي په خپلو اثارو کې نه يوازې بحرانونه او طوفانونه وپارول بلکې بحرانونه او طوفانونه يې په ځان پسې راښکل )). ګورکي دمور په رومان کې چې (1906) کال کې يې وليکه د رومان داصلي قهرمان پاول ولاسوف په تاريخچه کې دهغه په څيره کې په استادانه هنري قوت دانقلابي مبارزې په جريان کې دکرکتر يا شخصيت د روزنې او تکامل پروسه ترسيم کړه انقلابي جريان دپاول ولاسوف منکشفکري چې دا د يوه پرولتر دوران جوړونکی مبارز دقوي ارادې خاوند زړور او سرښندونکی شخصيت تمثال دی . همدارنګه ګورکي و چې په ادبياتو کې يې دلومړي ځل له پاره دانقلابي کارګر څيره ديو قهرمان شخصيت په توګه ترسيم کړه دکوم ژوند چې دنورو له پاره سرمشق دی دمور په رومان کې ګورکي دپاول ولاسوف دمور څيره ديوې انقلابي ښځې شخصيت هم ځلولی دی.

(1) افتو ګرافي : دغه اصطلاح د يوې مرکبې يوناني کلمې څخه اخيستل شوې ده چې درې جزه لري : (افتوس خپل - بېوس ژوند – ګرافو ليکم) يعنې په خپله دخپل ژوند دحالاتو ليکونه افتو بيوګرافي بولي.
په دې ماکسيم ګورکي دخپل هنري او ادبي فعاليت په رڼا کې نوی ادب او نوی هنري مکتب او مېتود منځ ته راوړ چې دا دنوې ټولنې ادبي ميتود يعنې دسوسياليستې ټولنې ادب او دسوسياليستې او اجتماعي رياليزم ميتود وه ګورکي دشوروي اتحاد او نړۍ دنوي ادب او دسوسياليستې رياليزم مؤسس باله شي .
ګورکي دپرولتري ادبياتو اجتماعي رياليزم د مکتب بڼسټ اېښودونکی دی ګورکي دنولسمې او شلمې پيړۍ په ترڅ کې دمخکښو ادبياتو دټولو ښو عنعنو د ادامه ورکوونکی اوقانوني نماينده په څير اوله هغې جملې څخه د روسيې دنولسمې پيړۍ دانتقادي ريليزم څخه راووت. سربېره پردې ده دروسيې د کلاسېکو ادبياتو خلقي توب دهغه دانسان پاللو او حقيقت ليکلو روحيه په ژوره توګه زده کړه . داجتماعي ادبياتو په ورشوکې ديوستر مبتکر په شان راڅرګند شو.
دی کارګري ليکوال دې ته کومارلی دی چې دنويو انسانانو دهنري تجسم له پاره چې دنوي ژوند بڼسټ اېښودونکی دی هڅه او هاند وکړي ، ګورکي (دپرولتري ليکوالو دمجموعې) په سريزه کې ليکلي دي چې:
((زه باور لرم چې پرولتاريا لکه څرګند چې يې په سختيو او قربانيو دخپلې ورځپاڼې بڼسټ کېښود همدارنګه په خپل بديعي ادبيات هم منځ ته راوړي. ))
ګورکي له انقلاب څخه پخوا دخپلې زمانې دادبي دموکراتيک غورځنګ ديوسازمان ورکونکي په توګه شهرت وموند او دپرولتري ادبياتو دځوانانو قوتونو مشر شو. دشوروي اتحاد دغه سترليکوال او دنړۍ دنوي ادب اودسوسياليستې رياليزم مؤسس د اوږدې ناروغۍ په وجه د(63) کالو په عمر په (1936) کال کې مړ شو . اوس د ګورکي کور ديو موزيم په توګه دخلکو د نندارې له پاره پرانيستې دي . ګورکي دشوروي اتحاد دليکوالو د اتحاد يې چې په (1915) زيږديز کال کې جوړه شوه مؤسس يې هم دی او ددغې اتحاديې لومړۍ نمبر کارت دده په برخه شوی دی. ده ډېر ليکوا ل روزلي او د ده مکتب دنوي ادب په لويه مدرسه بدل شوی دی.

د ګورکي مهم تيورتيکي اثار

دهنر او ادبياتو په هکله د ګورکی زښتې ډېرې مقالې چې لارښوونکي خصوصيتونه او دهېواد دسياسي او اقتصادي ژوند په بېلابېلو پړاوونو پورې ټينګې اړيکې لري خپرې شوې. (( دپرولتري ليکوال په باره کې)) ((دشوروي خلکو ادبي اجادات))، ((ماڅرنګه ليکل زده کړه))،((کارګر طبقه بايد دخپل مدنيت استادان وروزي))، ((ځوان ادبيات او دهغوی وظيفې))، ((داجتماعي مترقي ريليزم په باب))، (( دژبې په باره کې))، (( شوروي ادبيات))، ((دشوروي ليکوال په عمومي لومړنی کانګرس کې بيانيه ،1934کال داګست 17 نېټه))، ((دنوي انسان په هکله))، اوداسې نور دماکسيم ګورکي هم تيورتيکي اثار دي.



دګورکي رومانتيکي او رياليستي اثار

د ګورکي لومړني اثار ((ماکارچودره)) (1892)، ((ايمبلن پيليه)) (1892)، ((چلکاش)) (1895)، بودي ايزوګيل (1895)، (( کرناوالون)) (1897) او نور د مؤلف دسرګذستونوپه اساس ليکل شوي دي . ګورکي دخپلو لومړنيو ايجادي قدمونو څخه دانقلابي رومانيزم پّ اصولو دانسان د زړورتوب او نجابت مفکوره دخپلو خلکو له پاره دخدمت کولو صادقانه مفکوره پر مخ بيايي.
((دشاهين سرود)) کې ګورکي د خوځيدونکو مارانو اشرافو او دکودتاه انديشه او دشخصي مادو دپلويانو دعقيدو په خلاف چې دخپلو ځمکې لاندې کورونو څخه خوښ و او هر ډول انقلابي جوش او خروش يې بې اعقلي ګڼي بې باکانه مبارزې ته رابولي.
(( دتوپان مارغه)) کې ګورکي دانقلاب دتوپان رانږدې کېدل اټکل کړيدي پخپله يې په دې اثر سره لکه د پرولتاري انقلاب زوړ جار چې دخلکو دپراخو پرګنو زړونو ته لاره وموندله.
دګورکي دالمړني اثار سره له دې چې د ژوندپه حقايقو باندې تکيه لري په رومانتيکي شکل اواصولو ليکل شوي دي. ګورکي د ژوند او اجتماعي مبارزې دقوانينو دژورې زده کړې په وياړ د کرار کرار دخپلو ريليستي اثارو ليکلو ته مخه کوي . دماکسيم ګورکي دحقيقت له مخې ليکل شوې ډرامې او رومانونه ((دښمنان))،((په عمق کې)) ،((اشراف)) ،((اوړي)) ، ((فورموکورديف))، ((مور)) او نور دي عموماً رياليستي او ياد روسي انتقادي رياليزم دکلاسيکانو سره هيڅ ورته والی نه لري.
دادمدنيت ، هنر اود ادبياتوپه تاريخ کې يونوی باب و چې دانتقادي رياليزم او انقلابي رومانتيزم دټولو ښو خصوصياتونو څخه ترکيب شوي دي په دې اثارو کې دژوند دحقيقت په وړاندې دکارګر او بزګر دطبقې په عمل کې اجرا کيدونکي هېلو په ماهرانه انعکاس موندلی دی.
د((اشراف)) په ډرامه کې نيل انقلابي کارګران د ((دښمنان))په ډرامه کې او
((په عمق کې)) ډرامه ساتين دانسان او ژوند په هکله باور بښونکي اندېښنې څرګندې کړي دي او دښې او ځلاندې راتلونکې له پاره په مبارزه کې دقوي روح څښتنان دي.
دساتين اعقاد په رياليستې توګه دده په مونولوګ کې ليدل کيږي.
دی وايي: انسان دادی حقيقت، انسان ازاد دی، انسان پرتمين دی
دا په وياړ سره غږ کوي د انسان درناوی لازم دی . ده ته دي، عاجز او ناتوان انسان په څهره نه شفقت کتل او سپکول ټيک نه دي ، درناوی يې لازم دی په دې جزونو کې نه يوازې باور بلکې دانسان دآزادۍ له پاره مبارزې ته دبلنې غږ اورېدل کيږي.
په همدې ډول ګورکي درومانتيکي انځور دبلند پرازۍ څخه کرار کرار خپل پام د شلمې پيړۍ دپيل د اړپيچونو څخه د ډک ژوند تل ته اړولی او رښتينې پيښې ترسيموي.
دګورکي رياليزم او حقيقت ليکنه په تېره بيا دده په بې زواله رومان ((مور)) کې دخپل کمال اوج ته رسېدلی دی . ددې اثر مثبتو اتلانو دميلينو انسانانو په شعور باندې کارګري طبقي داخلاقو ايديالوژي په رڼا کې د ايديالي مبارزينو او اوهانديانو په څير اغيزه کړې او کوي يې د((مور)) رومان د دووو اصولو او دوو ميتودونو يعنې رياليزم او انقلابي رومانتيزم له ګډون څخه هست شوي دي .
ګورکي د ((مور)) په رومان کې په اساس ډول د بلشويک دګوندپه لارښوونه سياسي باشعوري مبارزې په نوي پړاو کې د روس دپرولتريا کې اېښودل منعکس کړي دي دانقلابي کارګرانو او زړورو مبارزانو څيرې چې د ظالمانو پر ضد راپاڅيدلي دي – د رومان په منځ کې ځای لري.
ګورکي اقتصادي مبارزه دکارګرانو محفل تشکيل دانقلابي پاڼو خپرول مظاهرې په کليو کې انقلابي تبليغات دبادشاهي عسکرو سره د اخ او ډب په څېر د خاصو شېبو انقلابي فعاليت دده په انځور کې انځوريږي.
دماکسيم ګورکي دايجاداتو اهميت
دګورکي دقدر وړ خدمتونه يوازې دا نه دي چې دی لومړنۍ سړی و چې دانقلابي کاريګر څهره يې دنوې نړۍ هستونکي په څيره ادبياتو کې رامنځ ته کړې ده . ګورکي توانيدلی دی چې ددې قهرمان په سترګو دژوندانه ټولو اړخونو ته وګوري هغوی ته دمترقي انديښنو په اساس اهميت ورکړی او دژوند دپيښود ټيک کولونه وي پرنسيپونه په ادبياتو کې جاري کړي. ګورکي په خپلو اثارو کې ددې نمونه شو چې مخکې ليکوال بايد څه ډول دژوندانه تل ته ننوځي او په ژوره پوهه او ښوونه سره دستم او بې عداتۍ ټول سيستم رسوا کړي او استثماري جوړښت پر ضد په انقلابي مبارزه کې څرنګه فعالانه ګډون وکړي، ګورکي په خپلو جاويدانه اثارو کې يو لړ په زړه پورې څهرې او کرکترونه هست کړي دي چې لوستونکي په هغوی د ژوند ريښتينې او روښانه منظرې احساسوي .
دګورکي ذکاوتمندانه اثار او په تيره بيا دده د((مور)) رومان پخوانۍ روسيه کې د ازادۍ له لارې دانقلابي مبارزې مکتب ګرزېدلی دی. دنيلوفنا د کرکتر د مترقي تاريخ انقلاب ته دروس دکارګرانو مخه کول څرګندوي. دانقلاب دستر لارښود خبرې : ((ډېرو کارګرانوپه انقلابي يون کې لاشعورانه په خپل سوي توګه ګډون کولو او اوس هغوی ((مور)) دسترې ګټې سره لولي.
دهمدې شېبې پورې اړه لري. دسترګورکي نوماندتوب په ټوله نړۍ کې ژر خپورشو. دده اثار دنړۍ دبېلابېلو هېوادو په ژبو ژباړل شوي. د نوي نيم کال له پيل څخه په پاريس – لندن ـ ستا کهلم او نورو باندينيو ښارونو کې دګورکي په باب سل ګونه مقالې او کتابونه چاپ شوي دي ګورکي دبېلابېلو اولسونو د ادبياتو په نماينده ګانو باندې ستره اغيزه لري . دنړۍ زيات مخکې ليکوال دفرانسې دانقلابي ليکوال ((هندري باربوس)) د ګورکي په هکله دا وينا په وياړ سره تکراروي چې وايي: (( ګورکي زموږ په زمانه کې يو ستر مشال دی چې ټوله نړۍ رڼا کوي. ))



دستر ليکوال پوشکين لنډه پيژندنه

بشپړ نوم يې الکسا ندرسرګيويچ پوشکين دی او په 19پېړې کې دروسې نامتو شاعرانو څخه شمېرل شوې دی.
دغه سترليکوال په (1799) عيسوي کال دجون په اوومه نېټه په ماسکو کې زېږېدلې دی .اوپه (1837) عيسوي کال دفبرورې په لسمه وفات شوی دی.
پوشکين زدکړې له تمامولو وروسته په کال (1816) دخارجه چاروپه وزارت کې په يوه پوست کې مقررشو او په همدې کال د ده رزمي خيال اثردخپلواکې دقصدي په نامه په سنت پند زبورک يې لاس په لاس ګرځيد . تردې ړومبی داسې ښکاريده چې پوشکين به شاعر نه شي خوکله چې څه موده وروسته دروسې جنوبي سيموته وشړل شواوبيا په (1820)کال کې يې دمعدني اوبو په وسيله خپله روغتيا تأمين کړي په دې وخت کې نوموړي جنرال دی د لاربارين له اشعارو سره اشناکړ اوهم دقفقاز زړه وړونکواوباعظمتومنظرو دده هيجانات راوپارولود ده شعري استعدادونه هم سره راوخوځېدل او په (1822)کال کې يې د((قفقازبندي))وليکل اوپه (1823)کال کې يې د((سرای دباغچې فواره )) وليکله چې نن دبالتوي تياتر دډېرو مشهورو بالتو نوڅخه شميرل کيږي.
له دې وروسته يې خپل اثارپه يو بل پسې تاليف کړل .څه موده په اودليه کې اوسيده خو هلته هم د کاره ويستل شو او څه مو ده يې په ډير تکليف تير کړه مګر ددې کړاوجنې مودې په وخت کې دروسې دلرغونوملي شعرونوپه مطالعه بوخت و اودبايرون او اندرشينه ترتاثير لاندې تللي.
پوشکين په خپل تراژيدي اثر کې چې په (1825) کال يې د(بوريس ګودونوت )په نامه ليکلې دی اودشکسپير ليک يې تعقيب کړې دی له (1820) وروسته د امپرطور نيکولای منا سبا ت له پوشکين سره ښه شو اودی بيرته ماسکو ته راغې او وبښل شو.
په (1831)کال کې پوشکين واده وکړ اودوه کاله وروسته بيرته دخارجه چارو په وزارت کې مقررشو په دی وخت کې يې (1773) کال د برلوګاچف دانقلا بي تاريخ او دکپتان د لور نقل وليکل.
پوشکين منظوم داستانونه له ډرامو څخه ډک دي . دده غنايې منظومې دروسې ژبې ډير نفيس او ښکلي ادبي پارچې دي.
پوشکين دنکلونو په ليکلو کې دروسې دهغو لوړو ليکوالو څخه دی چې د (1830) کال راپه دې خوا يې اثار خپاره شوي دي.
پوشکين هر ډول شعرونه لکه ليريک (غنايې ) با لا(قصيده )حکايت درام منظومې ليکلي دي . دادبي فنکارانو په عقيده پوشکين دخپلې ژبې د بډای او قوت خيال درلوده او په ډير جرءت سره يې دخپلې ژبې روسي په نظم کې شګونه راپيدا کړل اوپه خپلو ليکنوکې به يې ابتکار کاوه . دخپل هيواد له فولکلور څخه يې په نوي ډول ګټه اخيستله . دده د(هوشياراوکک ) کب نيونکې او کب اثرونه دهغو منظوموداستا نو څخه دي چې بنسټ يې په روسي فولکلوري نکلونو ولاړ او شروع کيږي . دمو سا رت او ساليرې په نا مه خپل منظوم ډرا مه کې يوه موضوع په اروپا کې دهنر له تاريخ څخه رااخلي او د داستان په توګه يې ليکي.
پوشکين دهنر عاشق او د(بشر دوست دی) ده دخپلو ليکنو هم اهنګي له زړونو سره ليدله . پوشکين دخپل داستان دهيرو (ووزارت ) داطريش نامتو اهنګ جوړونکې په وجودکې يو بل ډول نبوع ويني او هغه دمو سيقی رب النوع بولي پوشکين بشراو دهغه وجودپه ډيرارزښت ورکوي چې دبشرپه قتل لاس وهي دده له خوا په يو وجداني عذ اب محکوميږي او دژوندانه له ټولو لذ تونو څخه يې محروموي دبشرخواهې احساسات تر هرشي لوړ بولي.



دده دشاعرۍ مقام

پوشکين دخپل ملت په سترګوکې له دې کبله ډېر لوی ارزښت او دګران شاعر مقام لري چې د اوس ادبي مؤسس او دروس د نويو ادبياتو حقيقي مؤجد دی. پوشکين په داسې زمانه کې دنيا ته راغی چې روسي ادبياتو داوس په شان انکشاف نه ؤ کړی او خلکو دا قدرت نه درلود چې شاعر په تحقيقي ارزښت پوهيږي او دشاعر دخبرو په شکل او ادبي ارزښت جز شي مګر وروسته کله چې دروس په ملت کې ځينې اجتماعي بدلونونه راغلل خلک دده په هېرشوي او انقلابي پټ ارزښت وپوهيدل او پوشکين د يو ملي شاعر په حيث ومنل شو.
دادبياتو په عقيده روسي ژبې ته پوشکين خدمت - انګليسي ژبې ته دشکسپير خدمت او پښتو ژبې ته د خوشحال خان خدمت زيات دی.
کونت ليونکولايچ تولستوی د شوروي اتحاد نوميالی لېکوال فيلسوف او اجتماعي مصلح و چې په (1828) کال دتولاايالت دباستاياناليانه پّ محله کښې زېږېدلی دی . ده په اتلس کلنۍ کې دمطالعې سره ډېره مينه پيداکړه او دولتر او وروسود وه فرانسوي ليکوالانو اثار يې مطالعه کول.
اګر چې نوموړی ي، مذهبي سړی و لاکن په نولس کلنۍ کې له کليسا نه ووت او دممسيحت سره بې علاقې شو- تولستوی ددې له پاره چې په پلرني ځای کې له بزګرو سره کومک وکړي په (1847) عيسوي کال له پوهنځي څخه ووت او په (1851) کال کې د روسيې اردو ته ورګډ شو او په (1855) کال سيواستوپول دښار په دفاع کې شامل شو. تړلستوی په دې دوره کې ځينې کتابونه چې يو شمېر يې دده دخپلو حالاتو په شرح کې دي او حينې يې فلسفي جنبه لري تأليف کړل او هم يې څو داستانونه دسيواستوپول د جګړو په باب ليکلي دي. څرنګه چې دغو داستانونو ددغو جګړو واقعي نظري په ښه توګه ښکارولی ډېر ژر دده دشهرت سبب شول . په (1857) کال دتولستوی له عسکري خدمت څخه استعفی وکړه او داروپا مختلفو ملکوته يې سفر وکړ. مګر د لويديځ دپيسوپرستۍ دتمدن له ليدلو څخه ډېر متأثره شو او کله چې بېرته هېوادته ستون شونويې په پاسناياپوليانا کې په خپلو املاکو باندې اقامت اختيار کړ او ي، ښوونځی يې دبزګرو د زامنو د روزنې له پاره تأسيس کړ. تولستوی پّ (1862) کال کې واده وکړ او په (1866) کال کې يې خپل لومړنی ډېر ستر او ډېر لوی رومان ((جګړه او سوله)) وليکه چې پّ نولسمه پيړۍ کې د روسيې دتاريخ او اجتماعي اصولو په هکله پراخه شرخه لري. بل ډېر ستر رومان يې ((داناري ينيا)) په نامه د((1875)) او ((1877)) کالونو ترمنځ خپ،ر شو. دهغه نه وروسته تولستوی چې ورځ په ورځ د مذهب خواته جلبېدو دانجيل په مطالعه پيل وکړ او دمسيح په دين کې يې يو نوی تعبير ايجاد کړ چې اساس يې دتشدد له لارې مقابله نه کول ؤ او دده دغې عقيدې دهنردشلمې پيړۍ مشر مهاتماګاندهي د عدم تشدد په يولړ فلسفي او مذهبي کتابو او رسالو کې خپره کړه او دې ته يې هم ملا وتړله چې ټوله دنيا يې هستي او ثروت خلکوته پريږدي او په خپله ديو بزګر غوندې ژوند وکړي مګر دده ښځه په دې کار راضي نه شوه نودی يې مجبوور کړ چې ټ،له شتمني دې ته تمليک کړي له دې کاره وروسته تولستوی دتجرد او انزوا په پلټنه پسې چې دده اخرنی مقصد و ولاړ او د اورګاډي په ي،ه کوجني تم ځای کې د ((تتر)) په ناروغۍ په (1910) کال کې مړ شو.
تولستوی د ژوندانه لومړي پړاوونه يې په ي،ه تياره محيط کې ديوه ديوالي شوي ملاک په کور کې تيرشوي دي چې د دغه وخت او محيط تياره او ناوړه شرايط او حالات ده وروسته په خپلو داسې اثارو کې ،لکه: (ميتوکانالوف)، (احمقان)،(ګوډزميدار) اونورو کې چې له (1909) تر (1912) کال پورې يې ليکلی او انځور کړی دی . تویستوی په لومړي سرکې ونه وشوکولی چې دالتوبر دستر انقلاب په ماهيت پوه شي هغه و چې له هېواده وتښتيده او خارج ته لاړ چې وروسته بيا ددغه مهاجر ژوندانه په باب خپل احساس په خپله بيوګرافي کې داسې څرګندوي . له هېوادنه لرې په هجرت کې ژوند کول زما دژوندانه ترټولو ترخه او ستونزو ډکه دوره ده او هلته زه پوه شوم چې له هېواده لرې اوسېدل په داسې حال چې نړۍ دهيچاله پاره نږدې او ضروري نه وي هيڅوک يې نه پيژني او دملک او خپلو خلکو په ګټه هّيڅ نه شي کولی څه مانا لري او څومره تريخ ژوند دی .))

دلته و چې دوطن او دهغه کشش دليکوال په زړه کې دخپګان او پښېماني طوفانونه وپارول ده ته يې دخپل هېواد ښکلی طبيعت- خپل وړکتوب ـ خپل پلارنی ټاټوبی د يوې داسې معشوقې په حپث وځلاوه چې په هغې يې ژوند کول ناشونی ؤ. خپل دغه احساس پّ خپل ي،ه داستان کې چې ((دنيکتيا ماشوب توب)) نوميږي انځور کړ.
په (1923) کال کې دی بېرته خپل هېواد ته راستون شو او ويې ليکل:
((زه دځمکې په مخ دنوي ژوندانه دجوړلو ګډون کوونکی شوم زه دزمانې مکلفيتونه او هدفونه زه وينم په دې وخت کې يې دشوروي هستی او عينيت په باب داستان او يو فانتازي رومان وليکه چې ((انخيز ګارين)) نوميږي . همدارنګه په ((کړاوونوکې ګرځېدلی)) نومې داستان او ((لومړي پتر)) نومې رومان دده د دغه وخت تخليقونه دي. تولستوی په خپلو اثارو کې دخپل هېواد دماضي نا انډوله او خلکو له پاره له ستونزو ډک او معاصر په مانا په سوسياليستي عادلانه ټ،لنه کې دخلکو او زيار اېستونکو نيکمرغه ژوند ديو فنکار ليکوال په حيث انځور کړي دي چې دده اثار د ډېرې مودې له پاره د ژوند په حيث نمانځل کيږي.



شولوخوف

هغه ليکوال چې دخپلو قهرمانو انساني احساسات په ښه توګه منعکسوي زموږ د زمانې دستر ليکوال ميخايل الساندروويچ شولوخوف نوم دشوروي ادبياتو د شلمې پيړۍ د ادبياتو د مخکې دنن ورځې د اجتماعي رياليزم د ادبياتو دسرغندوي پّ څیر ټ،له متمدنه نړۍ کې څرګند او مشهور دي دده اثار او په تيره بيا ستر تاريخي د انسان ((ارام درن)) او ((کرل شوې ځمکې)) رومان دنړۍ د ژونديو ادبياتو دګنجينې په اثارو داخل شوي دي . او دنړۍ دادبي پرمختګونو په بهير کې يې يوه بشپړه دوره اومرحله تشکيل کړې ده ، دده هستونې نه يوازې د نن له پاره بلکې دسبا له پاره او دانسانيت د راتلونکو نسلونو له پاره او مثبت نقش او تأثير لري.
ميخايل الکساندرويچ شولوخوف د (1905 زيږديز) کال د (می) په يوولسمه نيټه د رستوف د ولايت دوينسکي په اوستن وادي کې زېږېدلی دی ، دده پلار او مور بې وزله دهقانان وو.
شولوخوف لومړی په کليسا پورې په يوه تړلې مربوطې ښوونځي کې په زده کړه پيل وکړ او بيا په منځنې ښوونځی کې داخل شو مګر ده منځنی ښوونځی پای ته ونه شو رسولای ځکه په دې منځ کې کورنۍ جګړه پيل شوه اود څوارلسو ،پنځه لسو کلونو ځوان هلک ؤ چې جنګ ته ولاړ. ده دشوروي واک دساتونکو په صف کې ددوی د کورنۍ جګړې په ميدانونو کې ګډون وکړ. دژوند داکلونه او تجربې د راتلونکي ليکوالي له پاره ستر درسونه او دنوي نړۍ ليد سبقونه شول.
په (1922 زيږديز) کال کې شولوخوف مسکو ته لاړ او په دې ځای کې يې کله دبارچلولو دکارګر کله دمزدورو او وروسته دکارخانو او فابريکو د مامو په صفت خدمت وکړ. په دې حال کې ده دادبياتو سره زښته زياته مينه پيدا کړه اود مينې او علاقې دي د((څوان تادر)) ادبي مخعلونو ته چې مسکو کې د ادب څوان مينان سره راټولول – راکش کړل –او دچاخبره شولوخوف له همدې وخته خپل ټول ژوند او فعاليت په دې لار کې په کار واچاوه.
د (1923) او (1924) کلونو په ترڅ کې د(يونوشيکا يا پراودا) په ورځپاڼه کې د شولوخوف طنزي – انتقادي – فکاهي مقاې د (امتحان) (اېس) (رريونيرور) او په نورو نومونو چاپيږي.
په دې ځای کې په کوچنيو ادبي پارچو کې دشولوخوف ځوان استعداد او قابليت په ښه توګه ځليږي. د (1924) کال د ډسمبر په مياشت کې دهمدې ورځپانې په مختلفو کې دشولوخوف لومړنۍ کيسه د (خال) تر عنوان لاندې خپليږي. په همدې کيسه کې دشولوخوف دليکوالۍ دستر استعداد لومړنۍ شګوفې لکه روښانه تصويرونه دڅيرو او کرکترونو جوړول او نور ځان روښانه کوي.
شولوخوف وروسته له دې بېخي په ايجادي کارونو مشغوليږي او د (کا سوموليا) (پروژکتور) ((سينا)) او (اګونيک د ورځپانو)) او مجلو په مخنو کې دده په زړه پورې کيسې او داستانونه چاپيږي دا کيسې په اساسي توګه دانقلاب په درشل او کورنيو جګړو کې د دون د قزاخانو ژوند او مبارزې ته وقف شوي دي ، دده دکيسو او نکلونو ډېر قهرمانان او پرسوناژونه حتی د دوی له نومونو سره لکه ګريګوري ـ کارشونوف ـ او نور وروسته دده د (ارام دون) په رومان کې داخل شول او ددوی د فعاليت او هڅو ميدان لا په ډېره پراخه او هر اړخيزه توګه انځور شوه دا داستانونه او کيسې چې وروسته د ( دون دکيسو) او لاجوردي دښتې په مجموعې کې راټ،ل شوي ډېر ژر دبديعي انځور مهارت او انځورشويو پرابلمونو ته دلوستونکو پام راواړوه.
شوروي نامتو او سپين ږيري ليکوال سرافيموويچ چې د دون کيسې د (1926) کال په مجوعې باندې سريزه ليکلې وه دشولوخوف دليکوالي استعداد ته ډېر ارزښت ورکړی و او ليکلي يې وو:((دا رنګه ژبه – داسې ښکلې او په زړه پورې ژبه چې قزاقان پرې ګړيږي او دژبې د لنډ بيان د ژوند له نقش – داحساساتوله شدت او حقيقت څخه ډک دي ...))
ليکوال ځيرک او پراخ نظر لري دی دارنګه قابليت او استعداد لري چې دژوند له بېلابېلو پديدو څخه ډېر حساس شيان غوره کولای شي.
په (1924 زيږديز) کال ميخايل الکساندروويچ خپل خاپوړې يعنې د دون غاړو ته د ويشنايا کلي ته راستون شو او په دې ځای کې دايمي هستوګنه غوره کړه . دده ټول ژوند او فعاليت له همدې وخته راهيسې د دون په ښکلي او ارام بښونکي ځمکې پورې اړه لري . په دې کې شک نه شته چې دخلکو او د دوی له مبارزو او ښکلاوو څخه ډک ژوند او د دوی په نوي ژوندانه کې دايمي او ورځنی ګډون د ليکوال الهام ته نوې وزرې ورکړي ، دده فوق العاده استعداد يې نور هم پسې وغوړاوه . دون ته له رارسېدو وروسته شولوخوف په (1928) کال کې خپور شو.
د (ارام دون) د لومړۍ برخې خبريدل د شوروي هېواد په ادبي ژوند کې د سترې پيښې په حيث وګڼل شوه . له (اوسپنيز سيلاب) (چپايف) او تسل نس) څخه وروسته دې اثرد نوې دورې ستر اجتماعي او سياسي پيښط په پراخه او حماشهي توګه انځورولی چې په دې ترتيب سره د سترو پرولتاري ادبياتو په ډله کې بيا يو زبردست ليکوال (ميخايل شولوخوف) شامل شو.
په (1929 زيږديز) کال کې شولوخوف د (ارام دون ) د رومان دوهمه برخه پای ته ورسوله او خپره يې کړه، اما ده داضرورت په ښه توګه درک کړ چې هغه سترې سياسي او اجتماعي پيښې چې ده په خپلو سترګو ليدلي بايد په نوي توګه انځور شي، له دې ځايه ده چې ده ددې رومان د پای ته رسولو کارته توقف ورکړ او دکرلې شوې ځمکې د رومان په ليکلو يې پيل وکړ په همدې ترتيب په (1932 زيږديز) کال کې ((دکرل شوې ځمکې د رومان )) لومړی برخه له چاپ څخه راووتله په هغو کلونو کې ددې رومان خپريدو ستر ادبي سياسي او تربيوي اهميت درلود.
شولوخوف د کليو د خلکو د راويښېدلو نوې دوره او سوسياليستي جوړښت لوري ته د دهقاني سترو پرګنو هڅول د دون د غاړو د دښتو د کليو دژوندانه او کاروبار په څيره کې رنځور کړل.
په هغه کلونو کې چې دکرل شوې ځمکې رومان تأليف او خپور شو د زراعتي اقتصادي داشتراکي کولو جريان دهغه له ټولو اختلافاتو او ستونزو له سختې طبقاتي مبارزې سره يوځای په ټول شوروي هيواد کې دوام درلود په خپله ليکوال هم په دې ستر کار کې په فعالانه ډول ګډون کاوه . دده رومان د پراخودهقاني پرګنواودګوندي تشکيلاتو په فعالانه کار او زراعتي اقتصاد په اشتراکي کولو سره سياسي او اجتماعي مؤسسه وه.
د (کرل شوې ځمکې ) دلومړۍ برخې له خپريدو وروسته شولوخوف په (1932 زيږديز) کال کې د ( رام دون) دريمه برخه بشپړه او خپره کړه . ددې رومان څلورم کتاب اودهغه وروسته برخه په (1940 زيږديز) کال کې له چاپه راووته. په همدې توګه شولوخوف د څوارلسو کالو په موده کې دخپلو نامتو کارو په جريان کې د ارام دون ستر تاريخي داستان او د کرل شوي ځمکې دمشهور رومان لومړۍ برخه پای ته ورسوله . دې دواړو رومانونو دشوروي ادبياتو په ګنجينه کې د غوره کارونو په شان لوړ ځای وګاټه د يو وتلي ليکوال هنرمند په څيردشولوخوف نوم نه يوازې په شوروي اتحاد کې بلکې له هغو څخه بهر هم نه فنا کيدونکی شهرت ترلاسه کړ.
په (1939 زيږديز) کال کې شولوخوف د شوروي جمهوريتونو داتحاد دعلومو اکاډمۍ په غړيتوب ومنل شو.
په (1941 زيږديز) کال کې ده د (ارام دون ) د څلور ټوکيز رومان له کبله دولتي جايزه ترلاسه کړه په نولس سوه څلويښتم او نولس سوه يوڅلويښتم کلونو کې شولوخوف د (کرل شوې ځمکې) د رومان د دوهمې برخې په ليکلو مشغول و اما په دې ترڅ کې ستره وطني جګړه پيل کيږي او دکرل شوې ځمکې په رومان باندې دده کار قطع کيږي . د جګړې په دوهمه ورځ شولوخوف شوروي اتحاد مدافعوي کميسار په عنوان يو تېليګرام استوي او څرګندوي چې دی داحتياطي لؤا دغنډ د کميسار په څير تيار دی چې دهيواد څخه د دفاع له پاره د شوروي اردو په صف کې ودريږي. په دې ترتيب سره شولوخوف ته د (پرادا) د ورځپاڼې دخبريال وظيفه ورسپارل کيږي.
دښمن د شوروي هېواد خاوره ترپښو لاندې کوله . په جګړه کې دشولوخوف استوګنځی او کور هم د دښمن تر يرغلبې لاندې راغی ، دده مور د بم د چاودنې په اثر مړه شوه شولوخوف دا جنګيالی ليکوال د ټينګې ارادې څښتن او ثابت قدم شخصيت وار خطا نه شو بلکې په خپلو فعاليتونو په خپل قلم په خپلو اورجنو بيانيوسره يې د شوروي خاورې او دانسانيت دپامال کوونکو پر ضد نه پخلاکېدونکې مبارزه وکړه . دشوروي اخبارونو په پاڼه کې دده مضامينو او مقالو د شوروي مبارزو سرتيرو مورال لاپسې لوړ او د انسانيت د دښمنانو کرکجنه او وينې خوړونکې څهره يې نړيوالو ته وښودله.



دشولوخوف د اثارو تنقيدي څيړنه

د ميخايل شولوخوف په ايجاداتو کې د (ارام دون) ستر تاريخي رومان چې له څلور ټوکو څخه عبارت دي او د ( کرل شوې ځمکې ) رومان خاص ځای لري.
د ( رالم دون ) ستر اهميت او بديعي ارزښت په دې کې دی چې ليکوال د تاريخي غوڅو پيښو په ګرداب کې دبېلابېلو اشخاصو په ټنډه ليک په رنځورولو پورې نه دې محدود شوی له هرڅه نه وړاندې دې دمبارزې لار او د قزاقانو داجتماعي بېلابېلو طبقو اخ و ډب په ګوته کوي له دې سببه له هر څه وړاندې د رومان قهرمانان خلک دي ، د رومان په لومړنيو مخونو کې په خلقي غورځنګ کې د کارګري ګوند لارښوونکي رول او دګوند او خلکو يو ډول ښودل شوي دي.
د ( ارام دون ) رومان يوه داسې حماسه ده چې دتاريخي پيښو د انځورولو پراختيا له کبله او دژورې هومانيستي فلسفې له مخې دشوروي ادبياتو له شهکارونو څخه ګڼل کيږي.
د ( کرل شوې ځمکې ) د رومان رياليستي قوت او د عموميت درجه په دې اندازه عالي وه چې دې اثر نه يوازې ددغې تاريخي دورې په ترڅ کې ستر اهميت ترلاسه کړه بلکې دشوروي پرمختګونو په راتلونکو کلونو کې دشوروي خلکو په ژوندانه باندې ستره اغيزه درلوده ليکوال په رومان کې د داسې يو انسان څيره هست کړې ده چې خپل ځان د خپه کوونکي او دخصوصيت مالکيت د نمانځلو دسپکوونکو شرايطو او محيط څخه خلاصوي.
دا اثر نه يوازې د ځانګړو انسانانو په باره کې نه دي بلکې د ټولو عادي زيار ايستونکو دهقانانو په باره کې دي چې په تدريج سره دخصوصي مالکيت د لمانځلو له روحي او سايکلوژي څخه خلاصيږي ، په رومان کې نه يوازې د قهرمانانو اجتماعي ژوند بېلګې دهغوی شخصي ژوند هم په يوې وتاري بديعي مهارت سره انځور شوی دی.
د( کرل شوې ځمکې ) رومان دسوسياليستي رياليزم دادبياتو د کنجينې له ډېرو ښو او غوره اثارو څخه دي او رښتيا چې هغه دشوروي سوسياليسي کليو په هکله کلاسيک اثر بولي، دشولوخوف د اثارو لوستل دخلکو د معنوي جهان په غني کولو او دهغوی په مترقي روزنه او داجتماعي عدالت د غوړيدلې ټولنې په جوړولو کې ستر رول لوبوي.

پای

يوري کې راڅخه ورکيږي.
زه په دې لوړو ديوالونو فخر کوم په شګو او په خاورو کاګلو چې مبادا کندو په کې جوړ نه شي خوسره له دې ټولې پوهې خپل حقيقي وجود راڅخه پټ وي نه يې وينم ... او داسې نور.

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چاويل چې په درياب کې ګوهرنه شته