معصومه څېره ((ارواښاد روحاني ته ويل سوي ويرني )) چاپ سوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

معصومه څېره د هغه کتاب نوم دى چي ارواښاد عبدالصمد روحاني ته ويل سوي ويرني پکي راغونډي سوي دي دا کتاب هلمند کلتوري ادبي ټولني چاپ کړى چي راټولوونکى يې د همدې ټولني مخکښ غړى شامحمد درويش ((خوندى)) دى نومړي وويل چي دا کتاب يې د ارواښاد روحاني سره د بې کجي ميني او مګرتيا زيږنده ده
ښاغلي درويش زياته کړه چي دا يوازي دده نه بلکه د ټولو هلمنديانو غوښتنه وه چي د روحاني د ياد د ژوندي ساتلو لپاره دي داسي يو ګام پورته کړل سي
نومړى وايي ((روحاني بۀ ماته درويش لالا ويل ياني خالي درويش يې نه راته ويل او د مشر ورورغوندي به يې عزت راکوئ ، دا زما د روحاني سره زياته مينه او خلوص وو او بل دا د ټولو هلمنديانو غوښتنه وه چي له نيکه مرغه دا کار ما وکړ ))
نومړى کتاب د ارواښاد روحاني د ملګرو په خاصه توګه د فرهنګ پالو او ژورنالستانو د تود هرکلي سره مخ سو د ارواښاد روحاني کشر ورور حضرت محمد محمدي ددې کتاب په اړوند وايي څه وخت چي ددې کتاب د چاپ خبر ورکړل سو له خوښۍ يې ځآن نسو کابو کولاى
(( څه وخت چي ماته درويش صاحب ټليفون وکړ چي راسه د روحاني کتاب چاپ سوى دى زه پر موټر سايکل سپور موم دومره خوشحاله وم ما ګمان کاوه چي په تياره کي سپور يم ، چي کتاب مي و کتى ډير ښه چاپ سوى وو او ډيره خواري وربآندي ختلې وه چي د ټولو نه مننه کوم ))
ښاغلى محمدي زياتوي هغه وخت زيات خوشحاله کيږي چي څوک د روحاني د ياد د ژوندي ساتلو په اړوند څه وليکي
(( که څوک ووايي چي ما روحاني باندي راپور جوړ کړى يا مي د هغه په ياد کي شعر ليکلي او يا مي ليکنه کړې دومره خوشحاله کيږم که ټول افغانستان هم راکړي نه ورباندي خوشحاله کيږم ))
نومړى کتاب په ډير ښۀ کيفيت په کويټه کي د صحاف نشراتي موسيسې لخوا چاپ سوى پر پښتۍ د غروب انځور سړي ته د ارواښآد روحاني شهادت ور په زړه کوي په ياد سوي کتاب کي پر سريزو سر بيره لسګونه مرثي شعرونه چي د هلمند ، افغانستان او ان د نړۍ د يو شمير هيوادونو څخه راليږل سوي دي ځاى لري
د شعرو راټولوونکى دکتاب په سريزه کي وايي نېت يې لاره چي د روحاني د خپلو شعرونو يوه ټولګه چاپ کړي خو يوازي يې د ارواښاد درې شعرونه موندلي چي د همدې کتاب په پيل کي ايښودل سوي
ارواښاد روحاني په هلمند کي د بي بي سي او پژواک خبريالي کول چي د ١٣٧٨کال د جوزا پر ١٨مه د لښکرګاه له زړه څخه نادرکه او په سبا ياني د جوزا پر ١٩ مازديګر مهال يې مړى د بولان په هديره کي و موندل سو
تر دا مهاله د روحاني دياد د ژوندي ساتلو په موخه بيلابيل کارونه تر سره سوي لکه په هلمند کي د روحاني په نوم د يوې ښوونځۍ نومول ، په لندن کي د شهيدانو پر څلي د ارواښاد روحاني خښته ور زياتيدل او د پژواک خبري اژانس په دفتر کي د روحاني په نوم يوه سټډيو نومول دي چي معصومه څېره يې په خپل ډول کي لومړى دى او ددې تر څنګ د انټرنيټ په يوشمير پاڼو کي هم ورته ځايونه ځانګړي سوي دي

که څه هم دولت ژمنه کړې وه چي د روحاني قاتلين به نسي خو تر دا مهاله يې په ښکاره ډول څه نه تر سترګو کيږي