ايا دولت دومره خوار دى چې افغان ادبي بهير ته د غونډې ځاى نشي ورکولى؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې خو هر څوک پوهېږي چې ادب او فرهنګ د ژبې د بډاينې بنسټ وي او ژبه د ملت اساسي شتمني. او څرګنده ده چې ليکوالان، شاعران او ادبي خلک د دې بنسټ ايښودونکي او ساتونکي دي. خو څومره د غم او ماتم خبره ده چې نن په افغانستان کې د دې ساتونکو د مرکزي ډلې "افغان ادبي بهير" د راغونډېدو ځاى نشته؟ دا په داسې حال کې چې د فرهنګ وزارت شته او د لاسته راوړنو ادعا هم کوي.

مونږ تل دا غم ژړلى چې د پښتو ژبې او ادب ساتنه د دولتونو لخوا نده شوې. زمونږ پخوانيو پاچاهانو، چې اوس يې نومونه يواځې د پښتو په تاريخ کې ژوندي او په ښه نوم يادېږي، نور هر څه کړي، تر هندوستانه يې بريدونه هم کړي، خو خپله ژبه يې خواره پريښې ده. دا ژبه بيا هم دومره ښه ورسره کوي چې د هغوى نومونو ته يې په خپل تاريخ کې غېږه ورکړې او خپل توري يې د هغوى د ژوند او هلو ځلو په ستايينه کې کارولي دي. نو ايا په اوسنيو واکدارانو کې دومره سترګې او عقل نشته چې يو څه خو د پخوانيو زيانونو تلافي وکړي؟

که واکداران په پخوانيو شرمونو پسې نه ګرځي نو نن ته خو فکر کولى شي چې شاعر او ليکوال تل نه يواځې د خپل وطن او ملت په غم غمجن وي بلکې هغوى ته په يوه نه يوه حواله د ژوند هيله هم ورکوي. ايا ټولو خلکو ته نده معلومه چې همدې ليکوالو او شاعرانو د وطن د دفاع په وخت ملي ترانې ويلي او د جنګ ډګر يې تود کړى و؟ خو اوس چې د سولې د پېغام د خپرولو غوښتنه کېږي نو تر ټولو لومړى دوى خپل د سولې غږ خلکو ته رسولي؟ ايا د خلکو نه هېر دي چې د مهاجرت په شپو کې قوماندانانو د هرې خوا نه پېسې راټولولې او ليکوالو او شاعرانو د افغان ادبي بهير د سټېج نه خلکو ته د صبر، مينې او ورورولۍ سندرې ويلې؟

که په پېښور کې افغان ادبي بهير خپل ځاى نه درلود نو هغه خو کډوالي وه، ټول ملت در په در و، يواځې قوماندانانو خپل ځايونه درلودل، نور ټول خلک سوال ته ناست وو. خو دا اوس نه يواځې د دولت بلکې د نورو ملي ادارو لپاره هم د شرم خبره ده چې افغان ادبي بهير په کابل کې هم د راغونډېدو ځاى نلري! ايا ټولو ته نه ده معلومه چې دا د ټول افغانستان د ليکوالو، شاعرانو، پوهانو، او اديبانو د راغونډېدو، بحثونو، او مشاعرو يو مرکز دى؟ که څوک د کندهار نه کابل ته راشي که د ننګرهار نه، که د پېښور او که د لندن نه، خو د جمعې په ورځ د افغان ادبي بهير غونډې ته ځان رارسوي. کله کله پکې واليان او نور منصبداران هم راشي او خپله سندره ووايي. ځينې منصبداران داسې هم دي چې لوړو منصبونو ته د بهير په زينو ختلي دي. که د بهير په زينو ندي ختلي نو د بهير سره يې څه نا څه تړون خو شته. د دې هر څه سره سره هم افغان ادبي بهير کله د يوې موسسې او کله د بلې څخه د کېناستو او راغونډېدو ځاى غواړي. کله سټېج او مېک لري او کله نه. کله مېلمنو ته چاى ورکولى شي او کله نه.

زه د دې ليکنې په واسطه هغو ټولو دولتي او نادولتي ادارو، شتمنو او بااثره شخصتيونو، او هغو کانديدانو ته هم چې په راتلونکيو ټولټاکنو کې د پښتنو د ملګرتيا ادعا کوي، يادونه کول غواړم چې افغان ادبي بهير په تېرو کلونو کې نه يواځې ډېر ځوانان او استاذان روزلي بلکې د ادب ډګر يې هم تل تود ساتلى دى او اوس هم پکې ډېر ځوانان د خپلې فکري او شعوري ودې او زده کړې لپاره ګډون کوي. نو دا د ټولو افغانانو يو مرکز دى او داسې مرکز بيا څوک نشي جوړولى. دا اوس د راغونډېدو لپاره د يو مستقيم ځاى په لرلو کې ستاسې مرستې ته اړتيا لري او دا يې حق دى چې په دې وطن کې د راغونډېدو ځاى ولري.

نو تاسې ټولو څخه يې دا غوښتنه هم پر ځاى ده چې بايد دوى ته د دولت يا بلې ادارې لخوا يو مستقيم ځاى ورکړاى شي يا ورته داسې يو ځاى برابر کړاى شي چې افغان ادبي بهير په ازادانه او خپلواک ډول خپلې غونډې ترسره کړي او د تل لپاره د غونډې د ځاى د ستونځې څخه خلاص شي.