دارواښادشهيدمحمدانورخان لنډه پيژندنه اوبيوگرافي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : استاد محمد اسماعيل مهربان د هلمند د عالي دارالمعلمين ريس

ارواښادشهيدمحمدانورخان دحاجي محمدهاشم خان زوي اودمرحوم حاجي مرجان لمسي په كال (۱۳۳۵) هـ ل كي دهلمند ولايت دناوي ولسوالي دهزاراسپ په كلي كي زيږيدلي دي . لومړني زده كړي يي دهزاراسپ په لومړني ښوونځي كي ترشپږم ټولگي پوري ترسره كړي اوترهغه وروسته يي منځني اوثانوي زده كړي يي دناوي ولسوالي دخلج په ليسه كي بشپړي اوپه كال (۱۳۵۵)هـ ل كي دهمدي ليسي څخه فارغ شو. په همدي كال په نوموړي ليسه كي دښوونكي په دنده وگمارل شو.
اوپه كال (۱۳۵۶)هـ ل كي دكانكوردازمويني په نتيجه كي دهلمنددښوونكودروزني په عالي دارلمعلمين كي دساينس په ځانگه كي شامل شو. اوپه كال (۱۳۵۷) هـ ل كي دسنبلي په مياشت كي دلوړو زده كړو لپاره ددولتي تحصيلي بورس څخه په گټه اخيستووپخواني شوروي اتحادته وليږل شوچي داماده گي يوكلنه پوهنځي يي دروسيي دفيدرالي جمهوريت دورونيژ ښارپه دولتي پوهنتون كي بشپړه اوپه كال (۱۳۵۸) هـ ل كي دهمدي جمهوريت د((كالوگه)) ښاردښووني اوروزني پوهنتون دفزيك اورياضي په پوهنځي كي داخل اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل كي دهمدي پوهنځي څخه دماسټري په درجه ديپلوم ترلاسه اوفارغ شوچي دشپږكلني تحصيلي دوري وروسته خپل پلرني هيوادافغانستان ته راستون اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل دسنبلي دمياشتي په (۱۸)نيټه دهلمندولايت په عالي دارالمعلمين كي دفزيك اورياضي داستادپه توگه مقررشو.
دهغه لياقت اواستعدادله مخي چي خداي (ج) ورپه برخه كړي وو په كال (۱۳۶۴)هـ ل كي دهمدي علمي مؤسيسي دعمومي مديرپه توگه مقررشو،چي بياوروسته دعسكري خدمت دمكلفيت دوري دتيرولوپخاطرسرتيري (سرباز)شواوددغه دوري ترپاي ته رسيدووروسته ددوهم ځل لپاره دهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مديراواستادپه توگه وگمارل شو،اوپه كال (۱۳۷۲)هـ ل دثوردمياشتي ترپايه پوري يي دوطن دنوي نسل دښووني اوروزني په برخه كي خپله ځوانه انرژي خرڅه اومصرف كړه.
په كال (۱۳۷۲) هـ ل دجوزاپه مياشت كي دجگړواوبي ثباتي له امله يي دپوهني لمن دمجبوري له مخي پريښوده اوخپل پلرني كلي ته ولاړ اودبزگري په سپيڅلي دنده لگياه شو.
اوپه كال (۱۳۷۴)هـ ل كي دكاركولواوغريبي لپاره وگاونډي هيوادايران ته ولاړاوهلته يي دڅلورومياشتولپاره په كاراو غريبي پيل وكړاورورسته له څلورومياشتونه ددوهم ځل لپاره خپل هيواداوپلرني كلي هزاراسپ ته راستون شواودبزگري اوځمكي په كاربوخت شوچي ترڅه كم يوكال وخت تيرولو وروسته دپاكستان هيواددگردي جنگل سيمي ته دكاركولواو غريبي لپاره ولاړاوهلته ديوسوداگرسره يي دمنشي په توگه كارپيل كړ.
وروسته له يوه كال مودي نه بيرته خپل پلرني كلي ته راستون شواوبيادهلمندولايت مركزلشكرگاه ښارته راوكوچيده اودسوداگري په چاروبوخت شو. دطالبانودرژيم له سقوط وروسته په كال (۱۳۸۰)هـ ل ددلوي (سلواغي )په مياشت كي يوځل بيادهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مدير په توگه مقررشواود (۱۳۸۵)هـ ل كال تراخيره پوري يي نوموړي دنده ترسره كړه اودوطن اونوي نسل لپاره يي دمسلكي ښوونكوپه روزنه كي پراخه ونډه ترسره كړه .
اود(۱۳۸۶)هـ ل كال له شروع څخه دآزادرقابت دازمويني دتيرولوپه نتيجه كي دكندهارولايت دپوهني درئيس په توگه وټاكل سواودشهادت تروخته پرهمدي دنده پاته شو،اوبالاخره ارواح ښادشهيدد(۱۳۸۸)هـ ل كال دوري ياحمل دمياشتي په (۱۲)نيټه دچهارشنبي دورځي په (۱۱:۳۰)يولس نيموبجودكندهارښارولايتي شوراپه مقركي دځانمرگودبريدپه نتيجه كي په ناځوانمردانه توگه دشهادت جام نوش كړ.
قالواناالله وانااليه راجعون روح دي تل ښادوي .
ارواح ښادشهيدمحمدانوريوځلي واده كړي چي دواده ثمره يي څلوربچيان دي چي دهغه جملي څخه يي دوه زامن اودوي لوڼي دي . مشرزوي يي خليل احمدنوميږي په يولسم ټولگي زده كړي كوي اوكشرزوي يي جليل احمدنوميږي په دريم ټولگي كي زده كړي كوي .اومشره لوريي واده شوي اوكشره لوريي كوزده شوي نده .
دارواح ښادپلارژوندي دي موريي وفات سوي ده ،اودوي ټول يوولس وروڼه وه چي ارواح ښاديي ترټولومشروو،اودده يوبل ورورهم په جنگي حالاتوكي شهيدسوي وو.
ارواح ښادشهيدمحمدانورخان دنيكواوعالي اخلاقوخاوند،پاك نفسه ،مدبر،پروطن مين اوصادق شخصيت وو.
تل يي دخپلوهمكارانواوهم مسلكانوسره په ورځنيو چاروكي مشوره اومرسته كوله ،دخلكوخبروته يي پوره غوږنيوه اونيك برخورديي كاوه .
دوطن نوي نسل اوزده كوونكي ورباندي گران اوتل به يي ورباندي شفقت كاوه اوهغوي به يي داسلام پالني ،وطن دوستي اوانسان دوستي په روحيه روزل . خپل وطن اوخلك ورباندي زيات گران اوورته وفاداروو.
خپل ټول عمريي دوطن داولاددسالمي ښووني اوروزني په سپيڅلي چاره كي ولگاوه . دوطن سمسورتيا،دخلكوابادي اوازادي په هيوادكي دعصري اومتوازن معارف پرمختيادده هيله وه ،خوداهيله يي په ژوندكي پوره نشوه اوشهيدشو.
دخداي ج له لوي درباره ورته عظيم اجراوفردوس جنت غواړو. اودشهيدبچيانواودكورني غړواودوستانوته يي دخداي (ج ) له درباره دجميل صبرهيله كوواورته يي عوض غواړو.
دارواح ښادشهيدمحمدانورخان دشهادت غميزي نه يواځي دهغه كورني اودوستان غمجن اوخفه كړل بلكي ټول هلمنديان اوحتي دهيوادټول معارف اوخلك يي سخت خواشيني كړل اودهغه تشه به ژراوپه اسانه بشپړه نشي .