حبيب الله غمخور
۱۳۸۶ ل کال داسد ۱۷
داسي نشي چي ترکاسې لاندې نيم کاسه وي؟
پسله زيات انتظار نه دډله ايزورسنيودخبرله مخې هغه ورځ معلومه شوه چي دسيميز امن جرگه به دروان کال داسد دمياشتي پر ۱۸ ورځ پخپل درې ورځني کارپيل کوي .
د امن جرګې دجوړېدووړانديزتېرکال افغان ولسمشر حامد کرزي لخواپه هغه غونډه کې وشوکوم چې دامريکا دجمهورریس جورج بوش ښاغلي حامد کرزي اودپاکستان جمهورریس جنرال پرويزمشرف ته په واشنگتن کښي ددرې اړخيزوخبرولپاره بلنه ورکړه شوې وه .
په دغه جرګه کې به د افغانستان اوډيورنډکرښی جنوبي پلوته پرتوقومونو(( ٧٠٠ ))کسه ،حامدکرزى اوجنرال پروېز مشرف ګډون ولري . په افغانستان دادرې ورځنۍ غونډی دامن جرگې لومړی پړاودی بل پړاو يادوهمه دورغونډي به په پاکستان کې جوړېږي اوتر هگه وروسته به دغونډي پايلې څرگندېږي .داچې په پاکستان کې به کله دامن جرگې دوهم پړاو غونډي جوړېږي له بدمرغه تر اوسه څوک نه پوهېږي اونه ېې دۍوړېدوتاريخ اعلان شوی دي .
جرگه دافغان ولس دمنلي دود اوعنعنې په توگه ډير اوږد تاريخ لري . افغانانو تل خپل مينځی شخړې اوله نوروسره ناندرۍ دجرگو له لاري حل کړې دي ، دستروموضوع گانو اومسائيلودڅېړلواودحل لاروچارو دلټولو د پاره تل جرگې ته مراجعه شوې ده . همدا دليل دۍ چي زموږ هيوادپه نړۍ کښې دجرگواومرکو دټاټوبي په نامه نړيوال شهرت لري . هره هغه ستونزه چي دولت يې له حل نه عاجزپاته شوۍ اويا يي تر خپل واک لوړه بللې ، دهغې مسلي دحل دلاري دپيداکېدوپه خاطريې جرگه راغوښتې ده ،دجرگې پرېکړه دافغانانولپاره دمنلووړده .
داسي معلوميږي چې په نړۍ کې نوروولسونوهم دسترومسلودحل لپاره اهل خبره اوپوه کسان راټول کړی او د مسلې دحل په هکله ئې گډه پرېکړه ترځاني پرېکړي بهتره بللې ده ،مکنن پدغوهيوادوکې دجرگوشکل تمدن پرېولې وي اويائې تغيرورکړی وي ،که همدا اوس دنړۍ نوروهيوادو ددولتي جوړښت ته پاملرنه وشي په زيات شمير هيوادوکې پارلمانونه ډله ايزارگان په توگه پخپله دجرگې يوشکل دی . دپارلمان غړی پدغوهيواد وکښي په دموکراتيکه بڼه ټاکل کېږي اودمعين وخت لپاره ددولت اوارگانودکاردسمبالښت لپاره دوي پر ېکړ ې کوي ،قوانين اولوايح ورته جوړوي ،ددې ارگانو پرکاروپه شکل دشکلونونظارت کوي .ياپه سياسي گوندونو،سازمانو،ائتلافونواوجبهوکې کنگرې ،سرتاسری کنفرانسونه اوپلينومونه ئې بله بېلگه ده . په افغانستان کې داتاريخي عنعنه پدې شکل ساتل شوې ده ؛پر پارلمان سربېره دهيواد نيو مسايلو اونړيوالو پرابلمونوپه هکله لويه جرگه دايره شوې ده . له همدې امله دځينوجرگودصلاحيت اوواک په هکله په اساسي قانون کښي يادونه شوېده . دبېلگې په توگه ،لويه جرگه: ترټولولوړ اوباصلاحيته مقام بلل شوی دی ،ولسي جرگه اودمشرانو جرگه دپرېکړې دوهم مقام لري،تر هغه راوروسته د ښاري ،ولايتي اوولسوالي شوراگانو مونه هم اخيستل شوی دي؛ خو ددي سره په څنگ کې افغانان ورځنيزې ستونځې اوجنجالونه په وړوجرگو اومرکوسره خلاصيږي .
دامن جرگه پداسي شرايطو کښي جوړېږي چي په هيوادکښي دننه دهري ورځې په تيرېدوسره دملي پخلايني پر ځاي دمختلفواختلافاتوبڼې راڅرگندېږي،هغوي چي په سوله کي هرڅه دلاسه ورکوي په مختلفوبڼو په هيواد کي دنا امنيو لپاره تلاښ کوي .اړينه داوه چي دولتي چارواکو بايد لومړئ په هيوادکي دننه دملي پخلايني لپاره کوټلي گامونه اوچت کړی واي ،د ولس سوالونو اوغوښتنوته ئې مثبت ځواب ويلی وايي ؛بيادداسي جرگې لپاره کارپيل کړی واي چي موخه يې دکرښي ددواړوخوا دپرتوقومونوڅخه دامنيت په راوستو کي دمرستي اومشوروغوښتل واي .
کورني نا امنيو،په دولت کي اداري فساد،ددولت لخوادخلکوژوندته کمه پاملرنه ،په ولاياتو اومحلاتوکي دقدرت دڅښتنانو خپل سرۍ اودخلکو زورونه ،دکوکناوردکرلوپر سر راپورته شوې لانجه ، چې له بده مرغه دولت پدې شپږوکلونوکې د بزگرته دکوکنارودنه کرولو قناعت ورنکړاي شواونه هم دبزگرانولپاره دکو کنارو بديل پيداشو،بشري ناورين ،ټولنيزو ناخوالو،دښځی اوماشوم ژوندته سطحې پاملرنه ، لوږ اوبې کاري ،دراستانه شووکورنيودژوندددوام لپاره دحداقل امکاناتونشتوالی ،په حکومت کي دجنگسالارو اوجنگي مجرمينو،دکوکنارواوهيروئينودپټواوښکاره سوداگروغوښنه ونډه ،د ښاغلی کرزی دځاني حاکميت دبقا لپاره بې گټی مصلحتونه ،له بهرنيوهيوادونه دميلياردو نوډالرونو په ترلاسه کولوسربېره داردواوپو لیسو جوړېدو ته سطحی پاملرنه ،دبهرنيوپوځی ځواکونولخوا په عملياتو کي خپل سری ،ملکي خلکووژنه ،دخلکو سپکاوی ،ددولتي اړونده ارگانولخوا له هغوي سره دعملياتواويادپلان جوړولو په وخت کي دگډې همکاری نشتوالی ،دبهرنيو دپورشوو اوخيراتي پيسوبې ځايه لگښت ياچوراوچپاول اونوروناخوالوپه پايله کې ددولت اوخلکوترمنځ واټن دومره زيات شوچي پاکستان پر افغانستان برلاسی شو،خلکوطالبانواوددولت مخاليفينوته پاملرنه وکړه ،اوس دهغوي په طرفداری ددولت اوبهرني ځواکونوپه مقابل کې جنگېږي . کله يوه اوکله بله ولسوالۍ نيسي ،دغه ناخوالو نړيوالوترهگروسازمانودخپلوموخودپلې کېدولپاره يوځل بياد افغا نستان څخه دپراخې استفادې زمينه برابره کړه .داډارشته چې افغانستان يوځل بيادترهگروپه پټن ځاي ،زاله اوروزنتون بدل شي . په رښتياسره که دافغانستان دولتي چارواکواود هغوي بهرني دوستانودمسلې اساسي برخوته دقيقه پاملرنه کړيواي اوپه هرڅه کښې یې يوازي خپلی عاجلي گټي نه واي لټولې امنيتي وضعه به دغه حالت نه واي رارسېدلې،يوازي پي تيرو شپږو مياشتو کښي ((۶۰۰۰)) انسانان دهغه جملې نه ((۱۵۰۰)) نه زيات ملکې وگړي ووژل شوه .همدانن حامدکرزی ژورنالستانوته وويل امنيتي وضعه تر دوکالوپخوا خرابه شوېده . مگر که له همدې ولس مشر نه پوشتنه وشی،چې ولې خرابه شوه ؟ پدې باورلرم قانع کونکی دليل نلري ، هرومروبه هرڅه دبل چاپرغاړه اچوی . رښتياخوداده چې بيله مرکزونه اوهغه هم دورځې لخوا داحکومت پرټول هيواد تسلط له لاسه ورکړ. داهغه اشتباه اوتيروتنه ده چي دشخصې گټوپه خاطر به دا هيواديوځل بيادجگړې په ډگر بدل شي ،افغان ولس به پدغه اورکې کړېږي،بهرنيان به دخپل ولس دفشارله مخې اوداچې افغانان دخپل هيوادله جوړيدوسره علاقه نلري له افغانستان څخه پښي خپلې کړی ،له بهر نه راغلي ښاغلی به يوځل بياهغوهيوادوته په منډوځي له کوموچې راغلي دي .
د۲۰۰۱ کال دپېښې اوطالبانودرژيم ترړنگېدونه راپدې خوا شپږکاله تيرشوه دانتقالي اوعبوري دوروپر تيرو تنو اعتراف وشواوخلکوته وعده ورکړه شوه چې قانون به پلۍکيږي ،سالمه اداره به جوړېږې ،وړکسان به پردولتي دندو گمارل کيږي ،وسلې به راټولېږي ، عدالت ،دموکراسي ،دبيان اوعقيدې آزاديوته به په درنه سترگه کتل کيږي ،دهرافغان انساني کرامت به خوندي وي ،دتنظيمونواوجنگسالارو دواک کمبله به ټولېږي ،دبياجوړونې کارونه به په موثره توگه پرمخ درومي ،په يوه خبره حق به حقدارته رسېږي .مگرله بده مرغه په عمل کښي ددې ټولووعدوخلاف هرڅه رښتياهم په چټکۍ پرمخ درومی .کور،کلي اوښارونه په کنډوالوبدل شوه ،دبېکاروگړوليکې ورځ په ورځ اوږدېږي . ملي شتمني دخصوصې کيدوترنامه لاندي دزراوزور پرخاوندا نو پلورل کيږي .په لسهاوزره انسانان بې سرنويشته درې څلورکاله په زندانوکې شپې او ورځی تيروي ،تر ((۱۰۰۰))زيات ماشومان دبې شرنويشته مورسره په زندان کې لوېږي ،داکوم عدالت اوانصاف دي ؟دسياسي تجارت په موخه له بهرنيوهيوادونه په زرهاوکورنۍ وهڅول شوې چې وطن ته راشي مگر له هغوي سره هيڅ ډول مرسته ونشوه .همدادليل دی چې اوس هره ورځ نږدې زرنفره دوباره له هيوادنه تښتې ته مجبورېږي .
دافغانستان ددولتي ارگانوترمنځ نه داچې کوردينه اوتفاهم رامنځته شوبلکه هره قوه دبلې دکمزورۍ لپاره کارکوي ،ښه بېلگه ئې په فرمايشي مخالفه جبهه کې دولسشمر دمرستيال،دهغه ديوشميروزيرانواوپارلمان دریس گډون دی .اوس ټول افغانان پوهېږي پدې اداره کښي چې بهرنيانودافغان ولس سرنويشت ددوي پلاس ورکړی څه تيرېري ؟ دجگپوړوچارواکوتر منځ ددښمنۍ اواختلاف کچه ټولوته څرگنده ده.
دپورته ويل شوووعدودترسره کېدو په منظور په ميلياردو ډالره له بهرنيو هيوادونه هيواد ته راغلل ،متا سفانه ددي پر ځاي چې دهيواد په بيارغونه کښي مصرف شوئ واي ،پيسې داشخاصو او افرادوجېبو ته ولوېدي اويابيرته بهرته انتقال سوې ،دبهرنيو پيسوڅخه چې دمرستونوم پر اېښودل شوۍ دناوړې استفادي په هکله دولت پربهرنيانو اوبهرنيان بياپر دولتي چارواکوپړه اچوي . ددې پر ځاي چې دخلکو او دولت ترمنځ اړېکي ټينگې اودبيلتون فاصيله کمه شي هغه نوره هم زياته شوه ،خلک دومره وزورېدل اووټکول شوه چي يو ځل بيا ېي دپاکستان لپاره دخپلو شومواوتاريخي نارواموخوسرته رسيدو پوره زمينه برابره کړه . ديوې خوا دپاکستان اوايران استخبارات اودبلي خودالقاعدي سازمان هڅونو اوپه افغانستان کښي دبهرنيو پوځي ځواکونو دعملياتوپه وخت کښي تيروتنو اوخپل سر يوپايله داشوه چې دهری ورځې په تېرېدوطالب جنگيالي قوي شول .
د((۳۷))هيوادو نږدې (( ۴۳))زره په موډرنه وسله بار پوځ ،پوځی عملياتوبم اوريودبېلگې په توگه يوازي آمریکادطالبانودځپلوپه پلمه تر (( ۴۵۰۰ ))زيات بمونه اورولې دي . آزمون ملي ۲۹ جولاي .داځي دناټواونړيوال ائيتلاف به څومره بمونه اورولوې وي حساب ئې چاته ندي معلوم .سره لدې هم دوي ونه توانېدل چې امنيت ټينگ اوافغان ولس ته دسوکاله ژوندامکانات برابر کړي،څنگه کيداي شي په يوه پلاکومه معجزه وشي اودامن داجرگه داټولي ستونزي حل کړی ؟
دهغې حياتې موضوع (دامن جرگې)په هکله چې دافغان ولس اوافغانستان په برخه ليک پوري اړه لري بېله دېنه چې دافغان ولس نه دهغې داجندا اوگډون والوپه هکله معلومات وغوښتل شوی واي ددولتي چارواکودليدله مخې جوړېږې .داجرگه چې زماپه گومان به يوه ناکامه اونېمگړې جرگه وي له پايلونه ئې تراوسه ډيرڅېړونکی اوڅارونکي ځکه ډاريږي چې له يوې خوا دافغانستان په اړونددپاکستان پر صداقت بې باوره دي اوله بلې خواافغاني لوری تر اوسه ددې لانجې دحل لپاره کومه څرگنده ستراتيړي نلري ،اوکه ئې څوک لري خلک ندي پرې خبر .له بده مرغه هرڅه تراستخباراتي کنترول اولوي تور پېڅول لاندي پرمخ درومي؛ دافغان ولس سره دحياتي مسايلوپه هکله چې ددوي په ژوند پروي نېغ په نېغه اړه لري څوک مشوره نه کوي ،پنځه مشاورين چي هغه هم پدي دنده دکورنيواويا شخصی اړيکوپر بنيادگمارل شوی نشي کولاي پدغوکړکېچنواوپېچلوشرايطوکښي دملک دسرنويشت جوړونکو مسايلوپه هکله کوټلې مشورې ولسمشر ته ورکړي ،اوکه دبهرنيومشاورينوپر مشوروتيکه کېږي ؟هيله مې داده چې ښاغلی کرزی ډير ژر اوپه عاجله توگه دافغانستان دخلق دموکراتيک گونددحاکميت تجريبوته مراجعه وکړي .
دتشويش وژخبره داده چې تراوسه دجرگې دحقو قي صلاحيت اومسؤليت په هکله هيڅ ډول څرگندونې ندي شوي ؛ زموږ دهيواد په اوسني اساسي قانون اومخکنيوقوانينو کښي دداسې يوې جرگې وړاندوينه نده شوې ،اونه هم دهغې دقانو ني صلاحيت په هکله څه ويل شوی دي. ځکه اړينه وه چې په ځانگړې توگه دجرگې دحقوقی صلاحيتو نو اومسو ليتونوپه اړونددقانونې مراجعوله لاري يوه لايحه تصويب شوی واي .
همدا اوس سوال مطرح دی چې دجرگي گډون کونکي دکوم ارگان لخوادفيصله شوی طرزالعمل پر اساس ټاکل شوی دي ؟چادوي ته په جرگه کې دگډون اوپرېګړې صلاحيت ورکړئ ؟پدې صورت کې څنگه کېداي شي وويل شي چې دوي دافغان ولس استازيتوب کوي . هغه کسان چې پارلمان يانوروشوراگانوته چاټاکلي دي په حقوقي لحاظ پدې جرگه کښي چې کاملأ يوبل ارگان دي دگډون اوپرېکړې صلاحيت ئې ترحقوقي سوال لاندي دی ،ځکه هم يوشمير کسان بيادخپلوناوړه موخودپلې کېدوپه خاطردټولې جرگې مشروعيت ترسوال لاندي راولې .چې په حقيقت کښي همدا امکانات هم دغه ډول مبلغينوته ددولتي چارواکولخوادقانون ترپښولاندي کېدوپه صورت کې برابر شوه . که هغه کسان چې د ټولي نړۍ دبشردحقوقوددفاع سازمانونه ورته گوت څنډنه کوي اوياهغه کسان چې همدا اوس له يوې خوا په دولتي ارگانوکښي دغښتلي موقف لري اوله بلې تر غاښوپه وسلو سمبال کسان ساتي ،پدي جرگه کې دافغاني لوري استازيتوب وکړي ،اياداډارنشته چې هغوي به دپاکستان ،ايران او سيمي داستخباراتي کړيو سره په تړاوکې دهغوي په گټه دجرگې پر پرېګړوتاثيروښندی ؟اويوځل بيابه دافغان ترنامه لاندي اوافغان پوسيله خپلې شومې پرېکږې پر افغان ولس وتپې ؟ داسي کسان هم ددولتي موقف له مخې دغې جرگې ته معرفی شوی دی چې علني په مطبوعاتوکښي جرگه يوه زړه اوددوي په ويناله موډه لوېدلې عنعنه بولي اودهغي قانوني مشروعيت اوگټې تر سوال لاندي راولي ،ايادغه کسان به دجرگې پکارکښې مښبت فعال گډون ولري ؟؟؟زه خوپرې اعتباراوباورنلرم ،ځکه ټولوته معلوم دی چې له کوموچېنواوبه څښی .
که په همدې شپو اورځوکې خپروشومقالو،ليکنواومطبوعاتي کنفرانسوته پاملرنه وشي ،يوشمير معينې حلقې اوپه هغوپورې اړوندکسان په خاص مهارت پدې جرگه کې ايران ځاي خالي بولي اوغوښتنه کوي ياپه بل عبارت نظرورکوي که ايران ته دگډون بلنه ورکړه شوې واي دمسلې دحل سره به ئې ددوي له نظر گټه رسولې واي ،البته دوي ايران طرف نه بولې اوديودوست هيوادپه توگه ئې مطرح کوې اوداسي استدالال کوي چې ايران دافغانستان لپاره يوه نجات ورکو نکو هيوادوڅخه دی .خوپه وقعيت کې بياداسي نده . زه اوډير پدې باوردي چې ايران دخپلې سيميزې ستراتيژۍ له مخې په افغانستان کې دامريکا اواروپاسره خپله دښمني مخته بيايي ،ونډه ئې په ناامنۍ کښي کمه نه بلل کيږي . په واقيعت کې اوسنۍ جگړه افغان شموله ده ،پاکستان ، ايران اويوشمير نورهيوادو نه دمعينو اوپراتيفي تاکتيکونوڅخه په استفادې سره دخپلوموخواو گټوپر بنيادطالب اورپکوته لوژيستيکې اودفراراسانتياوي برابروي .له نړيوالي ټولنې اوښاغلي کرزي نه دپښتنوخوابدی او له بلې خوا پاکستان ،ايران اويوشميرنوروهيوادوپټې اوښکاره لاس وهنې ددې لامل گرځېدلي چې پاکستان هم کله ناکله دامريکاپه مقابل کښي دامتيازترلاسه کېدوپه موخه دهغوي سره دمخالفت سرپورته کوي ،داټولوته لمرغوندی څرگنده ده،ايران دهغه اختلاف اوفشارله مخې چې داټمی بټۍ په خاطر داروپا يي هيوادو او امريکالخوا ورسره مخامخ دی غواړی د افغانستان په (جنوبي اوشرقي سيمو) کې په همدغوخلکوخپل مخالفين (امريکااواروپايي هيوادونه )گونډه اوله ماتي سرهداسي مخامخ کړی چې خپله وتلو ته اړسي ؛که چيري دغې موخې ته درسېدو لپاره اړينه پېښه شي په حيرتان کښي به هم جگړه زورواخلي . يوټکی دپاملرنې وړدی چې ايران په ټول قوت تلاښ کوی له خپلوپولوناارامي ليري وساتی ځکه دوي ډار لري که دهيوادپه گربي سيمويعني دايران پولوته څېرمه امنيتي حالت له بدامنی سره مخامخشي نوامريکااولندن ته به هلته دغوښن پوځئ شتون پلمه برابره شي ،چې ايران لدېنه زيات ډار لري .
په هرحال دادی سبا جرگه جوړېږي داچي دپاکستان دجمعیت العلمای اسلام دگوندمشرمولانا فضل الرحمن دپاکستان په ملي شوراکې دازادوقبايلو شپږ تنودجمعيت العماغړومولانا فضل الرحمن دگوندغړو مولانا خلیل الرحمن، مولانا عبد الملک، مولانا معراج الدین، مولانا غلام صادق، مولانا نیک زمان و مولانا محمد صادق ،دشمالي اوجنوبي وزيرستان نه ۹۸نورکسانو په جرگه کې دگډن څخه ډډه کول ،له بلې خواد وسله والو طالبانو دامن جرگې سره مخالفت ښودل .،ځې هغوي داجرگه د امريکا لخواجوړېدونکې جرگه بولې وايي افغانان واک نه لري چې پکې خپلې ازادې رايې او ارادې څرگندې کړي پر جرگه منفي تاثيرلري .
که څه همدپاکستان دکورنيوچارووزير شيرپاو وويل چې : مولانا پدي اعلان سره چي دامن په جرگه کې گډون نه کوي داوښودل چې نه يې دپاکستان اونه هم دافغانستان پر خلکوزړه سوځی . هغه وويل : دده گوندبه ډير ژردمولانادڅېرې نه نقاب پورته اودهغه اصلي څېره به ټولوته څرگنده کړي . اريايي داگست ۶
دايرنادخبر له مخې ملك مامورخان دطورخمدقبايلو ريس اوددې شوراغړی وايي : به علت ناآرامي در مناطق سرحدي و ادامه درگيري ها در نشست نهم اگوست شركت نخواهيم كر د،ملك مامورخان در ادامه افزود: براي ما خجالتآور است درحالي كه خانه ما امنيت ندارد، براي برقراري امنيت به خانه همسايه خود برويم .
وي همچنين تصريح كرد: درشرايط بحراني كنوني كه عمليات اردوي پاكستان در وزيرستان شمالي ادامه دارد و مردم كشته ميشوند، نميتوان براي جرگه سفر كرد. 14 اسد 1386 ايرنا
ډيرپدې عقيده دی چې پدي کارکې هم تر کاسې لاندي نيم کاسه شته ؟ ځکه پخواپه لومړيو وختوکښي زياترو پاکستاني چارواکودنومو ړې جرگې دجوړېدوسره سره کومه علاقه نه درلودل اوهڅه يې کوله چې دغه جرگه کم ارزښته وښيي اوهغه ناکامه کړي ،په خپلوڅرگندونوکښي به یې تل ويل داجرگه به کومه گټه ونلري ،دولت بايد دخپلومخالفينوسره مخامخ خبري وکړي . مگرد افغانستان حکومت تر اوسه د امن د جرګي دجوړيدو لپاره په مليونونو ډآلره لګولي دي . پردې جرگه به دومره پيسې ولگېږي چې په پوره باوردافغانستان په هره سيمه کښي چې وي د((۳۰))زرواوسېدونکولپاره يوښکلۍ ښارگوټۍ جوړېداي شو .
پدې خاطرډير څېړونکی دلال جومات نه نيولې بياپه شمالي اوجنوبې وزيرستان کې دپوځي عملياتو زور اخيستنه ،يواوبل ځاي څوځان مرگی بريدونه دپاکستان دجنرالانواوڅارگرۍ دادارې يوه لوبه بولې ؛خوبياهم ټول دجرگې پايلوته انتظارباسي .
تر ټولوحياتي سوال دادۍ : اياپه افغانستان کې دواسنيو ناکراريو،ځان وژنو ،ترور او بدامنی مسؤلين اوملامت لورۍ دکرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه دی ؟ ايادهغوي په ملاتړ،خوښه اوهڅونه داټول کارونه تر سره کيږي؟ اوکه ددې ټولو ناخوالو اوتېريو ترشا دپاکستان دحکومت اودهغوي داستخباراتي شبکولاس دۍ ؟ اوهمداډول پدې بدامنيوکښي ايران اودسيمي نوروهيوادونه خپلې گټې لټوي ؟دعيني دلايلو اوبېلگوله مخې اوله بلې خوادمسلې تاريخي رېښې ته په کتوسره دايوڅرگند حقيقت دی چې پاکستاني واکداران دپاکستان دجوړېدو له هغه لومړۍ ورځي نه افغان ولس په مقابل کې ښه نيت ندی څرگندکړئ ،تل ئې دهغوي په بدمرغيوکښې خپله ښېرازی غوښتې ده .
څرگند حقيقت دادۍ ترڅوچې دډيورنډ دکرښي برخه ليک دپاکستان په غوښتنه اوخوښه نه وي ټاکل شوی ،اوله بلې خواد افغانستان په دولتي حاکميت کې برلاسی نه وي اوهرڅه ددوي سره په مشوره نه وي تر سره شوی ،دابه دمنلووړنه وي چي پاکستاني چارواکي دي زموږدهيوادپه کورنيوچاروکښي دپوځې اوسياسي لاسوهنو اومداخلو نه لاس واخلی .داجرگه په هرنام اونښان چي جوړېږي ددې جوگه نشی چې دغوستونځو ته دپاي ټکی کښېږدي . دهشت صبح ورځپاڼې داسوال چي : ((جرگه امن به نفع کیست، پاکستان یا افغانستان؟
عبارت های "تمامیت ارضی" و "عدم مداخله در امور داخلی یکدیگر" که در اجندای جرگه امن درج شده، سوال هایی را در ذهن نویسنده هشت صبح خلق کرده است .به تعبیر هشت صبح وجود همین عبارت ها به معنای حذف "خط دیورند" از ادبیات رسمی حکومت افغانستان است.خط دیورند که حدود مرزی میان افغانستان و پاکستان را بر مبنای یک معاهده یکصد ساله مشخص کرده به نظر برخی رهبران افغان اکنون مدار اعتبار نیست اما سیاست رسمی دولت افغانستان در این زمینه پیوسته ابهام آمیز بوده است .)) بي بي سي ۷اگست
پرون داسدپه ۱۶ نيټه دايران راديوپښتوخپرونې ويب پانه ګي داخبر هم خپورشو((د افغانستان او پاکستان تر مينځ د امن د جرګي په درشل کښې د دواړو هيوادونو تر مينځ سرحدي اختلافاتو د دواړو هيوادونو تر مينځ د امن جرګه له ناکامۍ سره مخ کړي ده . زمونږ د خبريال د راپور له مخې د افغانستان د ملي پارلمان غړيو پرون په کابل کښې د امن د جرګي د راتلونکې غونډې د لومړۍ مادې په اعتراض کښې چې پکښې ټينګار شوى دى افغانستان او پاکستان بايد ديوه بل پولو ته درناوى وشي اعلان وکړی دغه ماده د ډيورنډ کرښې په رسميت د پيژندلوسبب کيږي . د افغانستان د پارلمان غړيو يوځل بيا اعلان وکړ که دغه ماده بدله نه شي نو د امن د جرګي غونډه به غيرقانوني اعلان کړي .
داډول ډار ټول څارونکی نا ارامه کړې دي .له بدمرغه افغاني چارواکي دپاکستان په اړوند خبروکې دسياسي حقوقوترمينالوژي په نظر کې نه نيسی څه چې ئې پر خوله ورځی هغه وايي ،بله ورځ پاکستاني چارواکي هغوي دابې مسوليته څرگندونې اواصطلاحات د خبروپر ميزددوي پرخلاف دسندپه توگه کاروی . دبېلگې په توگه که چیرې پدې جرگه کې دگډون لپاره يوازي دډيورنډ دکرښی جنوبي لوري ته پراته دپښتنواو بلوڅوقومو نو استازي رابلل شوي وي په هغه صورت کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دجرگې دکليمې استعمال لويه تيروتنه اوغلط کاردی ،ځکه داسيمه دافغانانولخوادپاکستان په نوم نده پېژندل شوې اونه همدډيورنډ دکرښي برخه ليک معلوم شوئ دی .پدې صورت کې بايد دجرگې نوم دابله بنه ولري او داجرگې په بل نامه ونومول شي .
تاريخي ترخوتجربو ثابته کړېده چې افغانستان کې حتا دډيورنډ کرښه دسرحدي کرښي په نوم و منل شي پاکستان ديوغښتلی ،دولسي ملاتړ نه برخمن،پرمختگ پلوي حکومت سره مخالف دی ،دپاکستان ټول هانداوتلاښ ددې لپاره دی چې په بغل کښي يو ضعيف اوغريب هيوادولري ،ترڅوداهيوادددوي دتوليدشووتوکودخرڅلاوبازار اوددوي دبادارونودنړيوالوسياليوپه وخت کې دپلازدارم په توگه استعمال شي .
دافغانستان په مسله کښي اوس پر( ) ۳۷))هيوادو سربېره دملگروملتو سازمان ،دامينت شورا اونور نړيوال سازمانونه راښکيل دي ، په هره اندازه چې په افغانستان کښي ژرتر ژره سوله اوامنيت ټينگېږي په هغه اندازه دپورته يادشووهيوادونواو سازمانونو ستونځی هوارېږي ،په همدې دليل ددغوسازمانو په ځانگړې توگه دملگروملتو او امنيت شورا دامن جرگې نه خپل ملاتړ اعلان کړ،مگر په پېغام کې دې ټکې ته هم اشاره شوېده چې ،که څه هم موږپدې جرگه کې مخامخ رول اوگډون نلروبياهم دجرگې دجوړېدونه ملاتړ کوو. په کابل کې دملگروملتودسازمان داستازي خبرې دافغانستان په نوم ورځپاڼې راخيستي ليکي ((علیم صدیق سخنگوی دفتر یوناما طی یک نشست خبری که در دفتر یونيما در کابل دایر شد، جرگه امن منطقه ای را یک جرگه دو جانبه میان دولت افغانستان و پاکستان خوانده گفت: با وجودی که سازمان ملل متحدکدام دخالت مستقیم در این جرگه امن ندارد،ولی سازمان ملل متحد از تدویر این جرگه امیدوار بوده و می خواهد از تمام مساعی که در جهت آوردن صلح و ثبات در افغانستان باشد.))
دجرگې دپايلوپه هکله دڅېړونکونظرونه پردريوبرخو ويشل شوي دی : يوډله دامن جرگه دټولوپرابلمونودحل يوازنۍ لاربولې اوفکر کوي چې ددې جرگې په پايله کښي به دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ټولې ستونزي حل شي .پاکستان به داومني چې دالقاعدې اوطالبانوځالي ونړوي اوهغوي ته نورپه خپل هيوادکې دافغانستان پر خلاف دفعاليت اجازه ورنکړی .
دوهمه ډله ياکاملأ فسميست اوياهم مغرض کسان دي، هغوي وايي داجرگه مشروعيت نلري ،نه پوهېږم دوې (پښتانه غواړې ددې جرگې په نامه واحد بنسټپال هيوادداسلامي پښتونستان) په نامه جوړ کړي . داډله هغه پېژندل شوی کسان دي چې دفدراليزم ډول وهې اودپښتنوپر خلاف چې ئې څه پرخوله ورځې هغه وايي ،داډله که القاعده اوطالبان ټکوي ،که دظاهرشاه درژيم په هکله څرگندونې کوي ،که دښاغلي کرزی حکومت ته گوت څنډنه کوي ، که سيل راشي اويابل پېښه وشی دليونوپشان سمدلاسه ملامت پښتانه بولي اودهغوي پر خلاف په دروغجنوتبليغاتو اوليکنوکوښښ کوي وروڼه قومونه دپښتنوپر ضد راوپاروي اوهغه ته دهغوي دحقوقو دساتندويانوپه توگه څرگنده کړی چې ،گواکې که دوي نه وي نوخداي مه کړه پښتانه به ئې ژوندي وخوری . خوخوشبختی دلته ده چې له نيکه مرغه دادگوتوپه شماراوپه خپلوقومونوکښې هم رټل شوی کسان دی ،ټول ئې پېژني ،دوي که کيڼ اړخه دی ياښۍ اړخه فکر کوم هغوډلوته هم ډير زيات دمنلووړندي . دادله دايران اوشانگهاي له چينونه اوبه څښی اودهغوي گټې ساتي .
دريمه ډله : دافغانستان اوپاکستان داړيکو ،نړيوالوپرابلومونو،په سيمه کې دزبرځواکودسيميزوگټوپه پوهېدوسره دخپلوملې گټودترلاسه کېدوپه موخه پښه په احتياط ږدی ،له يوې خوداورته څرگنده ده چې پاکستان دخپل شتون په ټول تاريخ دافغانستان په هکله نيک نظر ندی لرلۍ ،دليل ئې دپښتنواوبلوڅودبرخه ليک ټاکلومسله ده ،اوله بلې خواپه سيمه کې دسړې جگړي په دوران کې دامپريالستي اوسوسيالستي تيريويااډيالوژيگانودجگړی دپلازدارم په توگه کارول شوی دی ،اوس يوځل بياداده سړه جگړه تودېږي پدې بايدپوره باورولروچې امريکانه غواړي په ډيرڅه پاکستان له ځان څخه خفه کړی ،پاکستاني چارواکي ، دآي ايس اي اداره اودپاکستان ټول جنراشتاب پخپل دغه ارزښت ترهرچاښه پوهيږې . ځکه کله ناکله پر امريکا اواروپاناغېړۍ کوي .
داډله دجرگې په ارزښت اوگټوښه پوهېږي اوداورته معلومه ده چې تر يوه نظر ډير نظرونه گټوردي . چې نور هيڅ نه وي دپاکستان اوافغانستان چارواکې خوبه ديو
سړې له خولې يوه دحقيقت خبره واوری . دجرگې کار لکه چې مامخ کښي ورته اشاره وکړه په يوغباراوتاريکئ کې پرمخ بيول کېږې درښتنيوڅېړونکولپاره په عاجله توگه دنظر څرگندول مشکله خبره ده.
پدې ټکی دپوهېدوسره چې ، که په پاکستان کې که دسې آي آيې اوآي ايس آې گډه اوپراتيفي لوبه نوي (دلال جومات ،په پاکستان کې يوڅوځان مرگئ برېدونه ،دشمالي اوجنوبی وزيرستان کې دبنسټپالودومره بې ساري سرکښی ) دکومې بلې سناريودپلې کېدوپه موخه نه وي رامنځته شوې په هغه صورت کې به پرځاي وي چې دپاکستان وکداروته وويل شی هغه اورچې تاسوغوښتل لمن ئې په ټوله افغانستان کې خپره شي دادئ اوس ستاسوداستخباراتوددفترتربغل لال جومات پورې راورسېدل .داپدې معنا چې دگډه ستونزه ده بايدپه گډه حل شي . له بلې خواداسي ښکاري چې پدې ورستيو شپو او ورځوکښې دهغه ملي فشارله مخی چې دبوش اداره ورسره مخامخ ده دامريکاپه کانگريس اوڅارگی اداره کې دپرويزمشرف نه يوڅه شکايتونه راپورته شوی دی ،دنوازشريف اوبېنظير بوټوسره دمشرف دپخلايني پر سر په لندن اودنړئ په نوروسيموکې منډې ترړئ داڅرگندوي چې مشرف هم تر بهرنئ په ځانگړې توگه دامريکا اوانگليستان تر فشارلاندي راغلۍ دی ،بايد ددې نړېوالي ستونزي دحل لپاره په رښتياسره دامريکاپلوي وکړی ،کنه ممکن امريکايوبل الترناتيف ولټوی ،چې مشرف بياهغه نه غواړي . دغه نړيوال فشارکه جنرال مشرف دې ته اړکړی چې په افغانستان اوپاکستان کې دنړيوال تروريزيم هغه ځاله چې په يقن سره په پاکستان کې دی ونړوي اودهغوي دفعاليت مخه ونسي .،په هغه صورت کښې به دادآمن جرگه مثبتي پايلي ولري ،اوپه افغانستان کې به دسولي دراتگ او ټينگښت لپاره لارخلاصه شي .
بله لويه تيروتنه داهم ده ،پدې جرگه کښي هغوخواو ته (ددولت مخالفينو) ته چې بايد په جرگه کې دنړيوال تظمين له مخې دگډون حق ورکړه شوی واي اوددوي لپاره دگډون امکانات برابرشوی واي ونشو،ټول خبر دی چې طالبانو دگلبدين ډلې اونرومخالفينوته پدې جرگه کښې دگډون لپاره بلنه نده ورکړه شوې .څنگه کيداي شي دجرگي پرېګړې دي دهغوي لپاره دمنلووړوي؟ اوياددجرگې برخوال داتوان ولري په اطرافو اوهغو سيمو کې چې همدا اوس ددولت اوطالبانوترمنځ شخړې روانې دي هلته سوله تامين کړي .ددولت مخالفين اوس دقضې يوه برخه ده له هغوي څخه سترگي پټول کارنشي اسانه کولاي ،معکوس ستونزي نورې هم ډيروي .
په عجله اوبيله دينه چې دنظرله خاوندانو،ديني بې پرې عالمانواوافغان ولس سره مشوره وشي دولتي چارواکودجرگې دجوړيدوکار پيل کړ،پايله داشوه چي په واقيعت هغه اړخ چي بايد جرگې ته راغوښتل شوی وای اوددوي نظر اورېدل شوی واي دجرگې نه محروم پاته شول .
هغه مسايل چې تر اوسه روښانه ندي اودڅېړونکولپاره ستونزمنه ده دجرگې دپايلوپه هکله ټاکلئ نظروړاندي کړي لاندي ټکی دي :
۱/ ولې ددولت مخالفينوته په جرگه کې دگډون بلنه نده ورکړه شوې؟
۲ / دجرگې حقوقي صلاحيت اومشروعيت ندی څرگند.
۳ / دجرگې پرېګړې که ديوه طرف په گټه نه وي اياهغه طرف ئې دکوم ميخانيک له مخي په پلې کېدومکلف گڼل کېږي ؟
۴ / دجرگې له پيل نه بيادختم ترلحظو پورې ولې دنړوال نظارت اودنړيوالوسازمانودشتون سره مخالفت شوی ؟
۵ / کوم ارگان به دجرگې د پرېکړوپر پلې کېدوڅار اوکنترول کوی؟
۶ / که جرگه ماريوې گډې پرېکړې ته سره ونه رسېږي ،تر هغه وروسته به څه کيږي ؟
۷ / که دجرگي پرېکړي ددولت دمخالفينولپاره دمنلووژنه وي چې داسي به وي اودکرښې هاخوبنسټپالي ډلې هم دپرېکړودپلې کېدونه ډډه وکړي ددولتي ارگانواونړيوالوغبرگون به څه وی ؟
۸ / دکرښې هاخواراغلي ميلمانوته دپاکستان دولتي چارواکو له لوري څومره صلاحيت او اعتبار ورکړل شوی دی ؟
۹ / ايادجرگې ټول برخه وال دجرگې په تاريخي ارزښت پوهېږي اوڅومره په رښتياسره په افغانستان اوسيمه کې دډاډمن امن اوثباتدراوستلوسره علاقه لري ؟
اوداسي نور بې شماره سوالونه .
زماوړانديزونه
دټولوناخوالوسره اوس دادی جرگه سباخپل کارشروع کوي ،داچې دجرگې ددوپړاوپايلي به څه وي ،په هرصورت کښي بايد نړيوال (امريکا ،انگليستان ،اروپايي اونورهغه هيوادونه چې دافغانستان په مسله کښي شکيل دی ) په افغانستان کې ددايمي سولي اوټيکاودراوستواوتامين لپاره لاندي ټکوته جدي پاملرنه وکړ:
۱/ ترکومه ځايه چې دافغانستان په کړکيچ یوازي پاکستان ملامت ندي نورهيوادونه هم دبدامنی او امن په راو ستلو کښي ټاکلی رول لري اړينه برېښي چې نړيوال کنفرانس جوړشي . له لومړی سره ښه داوه چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دشخړودهواری لپاره نړيوال کنفرانس رابلل شوی واي .خو اوس هم ناوخته ندي ،داده داجرگه چې ډيرخلک ورته اميدواره دي جوړه شي پدې جرگه کښي به يوشميرنور پټ حقايق راڅرگند شي چې دراتلونکي نړيوال کنفرانس سره به مرسته وکړي .
۲ / که دامن جرگې لومړئ پړاوپه بری پاي ته ونه رسېږي ،نړيوال بايدپر پاکستان فشارراولې دوهم پړاوئې چې په پاکستان کې به ترسره شي دسولي اوامنيت دتامين په گټه مثبتي پايلي ولري .
۳ / ددواړوهيوادوولسمشران بايد پدې ښه پوه وي چې ددوي دهيوادواوسېدونکی سولي او امن ته اړتيالري ،په بدامنی کښي ژوندکول دويري اوډارژوند دی . په هغه صورت کښې دخلکوټول کاروبار له ستونزوسره مخامخ کيږي . په هيوادکې نه يوازي ټولنيزي ورځنئ چاروي ويجاړېږي بلکه دهيوادپر اقتصادي ،علمي اوتخنيکی پرمختگ منفی اغېزې ښندی .
له دې امله داطبعي ده چې خلک به له دوي نه مخ اړوي اوبل الترناتيف به لټوی .
۴ / امريکا ،انگليستان ،دناټوغړی اونورهغه هيوادونه چې په افغانستان کېئې پوځئ ځواکونه دامن راوستلو او بياجوړونې ترنامه لاندي قرباني کېږي دې ټکی ته ژوره پاملرنه وکړی چې په افغانستان کې دجگړې اوږدوالی به دهيچاپه گټه نه وي ،نړيواله سوله اونظم به له جدي گواښ سره مخامخ کړي . نړيوالوسياسي اواقتصادي موخوته په افغانستان کې دپوځئ شتون ترنامه لاندي رسېدل به ډيره اوږده ،له تلفاتواوکړاونوډکه لاروی .
۵/ هغه مخالف ځواکونه چې همدا اوس دمختلفودلايلوله مخې ددولت اونړيوال ایتلافي پوځئ ځواک سره په جگړه کې ښکيل دی اوپه يقين سره ئېبېگانه نور هم جگړي ته هڅوی ،پام وکړي اوداحقيقت ومني چې عوام خلک نورستړی شوی دی تاسوخپله فکروکړئ دقدرت دترلاسه کېدوپه خاطر ۳۵ کاله داولس دجگړي داورپه لمبوکې سوځې ،دابه نورڅومره حوصله ولري ؟ پدې جگړکې هره ورځ انسان وژل کېږي ،کلي ،کورونه اوښارونه په کنډوالوبدل شوه ،پر هديره (قبرستان) اوکنډوالوپاچاهی کول به څه خوندولري ؟ ولې موږتل بايدپه جگړه کې ژوند وکړ؟ اياموږدسولي سره علاقه نلرو؟
اوکه دا هيواد اوافغان ولس دکوموگناهوپه جزامحکوم دی ؟
۶ / پدې باورلرم چې پدې برخليک جوړونکواوحساسوشرايطوکښي سياسي گوندونه اوروڼ اندي پخپل تاريخي رسالت ترماښه پوهېږي ،خويادول ئې گناه نده ،زماپه اندزموږټول ځواک بايد دافغانانودپوهاوي ،ملي تفاهم ،يووالي اويوبل ته ددرناوی حق پېژندلوپه لار کې وکارول شي .حقيقت خودادی چې دتودي جگړي ترڅنگ سړه اوورانونکي بله مرموزه جگړه چي پايلې به ئې ډيري زورونکي وي روانه ده .دهغي جگړې مخ نيول دافغاني پوهانو اوسياسي گوندونو ملي دنده بولم .
سره لدې چې زه ډاډه نه يم چې دا جرگه به کومه ستونزه هواره کړي، ځکه د ستونزوحل د هغو خلکو په لاس کې نه دى چې په جرگه کې گډون لری ،خوبياهم اميدواريم هغوي چې دبدامنی اوراپيداشوی تاوتريخوالي اوزړه بدۍ اساسي عاملين دی دزړه په غوږ ودجرگې ديوشميرگډون والوخبري واوری اودغه انسان غوښتني ته مثبت ځواب ووايي .
پدې هيله چې زموږپه هيوادکې ژر تر ژر دايمی سوله تامين اوماشوم مودژړاپرځاي دخندا وخت پيداکړی . پاي
يادونه
دليکنې لاپاره دلاندي مؤخذونه استفاده شوې ده :
۱/ داگست ۵ په بې بې سي ويب پاڼه کې خپورشوی خبر
۲/ ايرنا داسد ۱۶
۳ /دايران راډيوپښتوخپرونې ويب پاڼه داسد ۱۶
۴ / روسيې تلوېزيون لومړی اودوهم کانال تفسيري اوخبرونه
۵ / ريانوستی ارگومنتی اوفکت ،نيزاويسيماياگزيتا ،گزيتا،کميرسانت په روسی ژبه داسد ۱۳،۱۴،۱۵،۱۶،۱۷.
۶ / وويسا اوافغانستان ورځپاڼي داسد ۱۶
۷ / دامن که دديورنډجرگه لومړی اوڅلورم څپرکی دحبيب الله غمخور ليکنه
۸ / نور شخصی ياداښتونه
دامن جرگه په بې امنيوکښې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode