مهمې مقالې

Grid List

نور محمد غفوری

(لومړۍ برخه)

د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې (د نړیوال نظم او افغانستان) تر سرلیک لاندې مقاله کې مو دا ذکر کړل چې نړیوال نظم درې رُکنه (ستونه) لري. یو یې د نړیوال نظم اخلاقي، ټولنیز او حقوقي بنسټونه (چوکاټونه)؛ بل یې سازماني بنسټونه او دریم یې په نړیوال ډګر کې د قوې (زور) بیلانس دی. ددې نظم د لومړي رکن په اړه مو په تیرو وروستیو دریو لیکنو کې د هغو د قاعدو، اصولو او نارمونو په اړه په کافي اندازه رڼاواچوله، بیلګې مو یې ذکر کړې او په ورته والي او بیلوالی مو یې خبرې وکړې. په دې برخه کې به د نړیوال نظم د دوهم ستون (د نړیوال نظم په سازماني بنسټونو) خبرې وکړو.

د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:  

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه یا تاسیسات هغه بنسټونه او جوړښتونه دي چې د نړيوال نظم او ثبات له پاره جوړ شوي او کار کوي. دا جوړښتونه او  تأسیسات په ټوله نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ، سولې او امنیت د تأمین په موخه رامنځته شوي او د نړیوال اقتصاد، امنیت، بشري حقوقو، کلتور، او چاپیریال په مختلفو برخو کې فعالیت کوي. دا سازمانونه د نړيوالې همکارۍ او د ملتونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په ملاتړ کې کلیدي رول لوبوي او د هېوادونو تر منځ د همغږۍ او یووالي لپاره بنسټیز اصول او مقررات رامنځته کوي. د نړیوال نظم سازماني بنسټونه په عمده توګه په دوو برخو ویشلای شو: یو یې دولتی او بل یې غیر دولتی سازمانونه دی. دا دواړه ډولونه د ټولنې په سیاسي، امنیتي، اقتصادی او ټولنیزه کلتوري ساحه کې فعالیت کوي. د بلې خوا او د جغرافیوی مشخصاتو له زاویې څخه دا سازمانونه په نړیوالو او محلی سازمانونو ویشلای شو. دا سازمانونه چې په نړیواله او یا محلی کچه فعالیت کوی، خورا زیات دی. زه په دې پسې وګرځیدم چې که وکولای شم د هغوی یوه تقریبی احصائیه ومومم، خو د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو په اړه دقیقه احصائیه او معلومات نشته. په نړۍ کې د ټولو نړیوالو سازمانونو شمېر په سلګونو دی، او د کره شمیر په اړه پوهان او څېړونکي مختلفې شمېرې وړاندې کوي. په دې کې هغه سازمانونه شامل دي چې نړیوال غړیتوب، د بیلابیلو سیمو او تخصصي برخو پوښښ لري. په ټولیز ډول اټکل کیږي چې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې رسمي نړیوال سازمانونه او له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې غیر دولتي نړیوال سازمانونه شته. دا شمیرې متغیرې دي او د نوي سازمانونو رامنځته کېدل او د ځینو له منځه تلل یو طبیعي بهیر دی.

 دلته به په لاندې توګه د یو شمیر محدودو تاسیساتو او جوړښتونو یادونه وکړو او لوستونکو ته به یې په لنډه توګه په ورپیژندلو اکتفا وکړو:

-         ملګري ملتونه  (UN) :

ملګري ملتونه (United Nations) د اوسني نړیوال نظم یو له اساسي نړیوالو بنسټونو څخه دی چې په 1945م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو او افغانستان د ۱۹۴۶م کال د نوامبر په ۱۹مه ددې نړیوال معتبر سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان د نړۍ له هغو لومړیو هېوادونو څخه دی چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو غړی شول. د دې نړیوال سازمان اساسي موخې په نړۍ کې د سولې ساتنه، د بشري حقونو دفاع، او د هېوادونو تر منځ همکاري او د ستونځو حلول دي.

د تاریخ په اوږدو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په موقف کې بدلونونه راغلي دي. په لومړیو کې، افغانستان په نړیوالو مسایلو کې یو فعال رول درلود او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او تړونونو په پریکړو او ملاتړ کې یې فعاله ونډه اخیسته. د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د نظامي یرغل وروسته او بیا د کورنیو جګړو له امله، د افغانستان نړیوال موقف زیانمن شو. وروسته، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د اولې دورې له سقوط وروسته، افغانستان بیا په نړیوال ډګر کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د یو فعال او رغنده غړي په توګه د تعامل هڅه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارت په دې کلونو کې د بیارغونې، د سولې پروسې، او نړیوالو مرستو په اړه تمرکز کړی و. خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدلو وروسته، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان موقف یو ځل بیا په کړکېچ کې ولوید او تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب مسئله هم لا ینحله پاتې ده.

-       د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC):

د اسلامي کنفرانس سازمان (Organization of Islamic Cooperation - OIC) د اسلامي نړۍ یو تر ټولو لوی او مهم نړيوال سازمان دی چې د نړۍ له دریو لویو براعظمونو (اسیا، افریقا، او اروپا) څخه د ۵۷ اسلامي هیوادونو څخه جوړ شوی. دا سازمان په ۱۹۶۹م کال کې د سپېڅلي مسجد الاقصی په برید او د فلسطین د قضیې د ملاتړ په غبرګون کې د مغرب په رباط ښار کې د یو شمېر اسلامي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې جوړ شو. موخه یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته وده ورکول د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې یو ګډ دریځ غوره کول او د اسلامي نړۍ سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ګټې ساتل دي. همدا شان د دې سازمان اصلي موخې د فلسطین د خلکو ملاتړ، د اسلامي ارزښتونو او ځایونو ساتنه، په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د ستونزو په حل کې مرسته او د مسلمانانو د حقونو ملاتړ او په نړیواله کچه د اسلام د سم تصویر وړاندې کول.ده.

 د اسلامي کنفرانس د سازمان غوره ادارې د اسلامي پرمختګ بانک(Islamic Development Bank - IDB)، د اسلامي ښوونې، ساینس او کلتور سازمان  (ISESCO)، د بشري حقونو د څار کمېسیون او د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د هغو مرکزي دفتر دی. د دې سازمان سرمشریزه غونډې په بېلابېلو وختونو کې د غړو هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي.

د اسلامي کنفرانس سازمان د اسلامي نړۍ یو لوی سازمان دی، خو د مختلفو غړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، او جغرافیايي شرایطو د توپير له امله، ډیر وخت د یو موټي او اغېزمن دریځ په غوره کولو  او بیا د خپلو فیصلو په عملي کولو کې ستونزې لري. له دې سره سره په نړیواله کچه د مسلمانانو د یوه غږ په توګه مهم رول لري او په نړۍ کې د اسلامي نړۍ د ستونزو او ارزښتونو په برخه کې یې اغیز د پام وړ دی.

-        اروپايي اتحادیه (EU):  

اروپايي اتحادیه European Union  (EU)یو اقتصادي او سیاسي اتحاد دی چې د اروپایي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پرمختګ، او یووالي لپاره جوړ شوی. دا اتحادیه د سولې، اقتصادي سوکالۍ، د بشري حقونو د ساتنې، او د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د ازاد بازار او سوداګرۍ هڅولو ته ژمنه ده. د اروپايي اتحادیې بنسټ په  ۱۹۵۱م کال کې کېښودل شو، کله چې شپږ اروپايي هېوادونو (فرانسه، جرمني، ایټالیا، بلجیم، لوګزامبورګ، او هالنډ) د (اروپايي فولادو او سکرو ټولنه) جوړه کړه. د دې موخه د اقتصادي همکارۍ له لارې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د سولې او پرمختګ ساتل و.

  په ۱۹۹۳ کال کې د ماستریخت تړون له مخې د اروپايي اتحادیې (EU) رسمي بنسټ کېښودل شو، او دا تړون د اتحادیې د غړو ترمنځ د سیاست، اقتصاد، او امنیت، بشری حقونو، دموکراسي او د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته کار کوي. اوسني غړي یې ۲۷ هېوادونه دي. اروپايي اتحادیه په نړیواله کچه د سوداګرۍ، چاپېریال ساتنې، بشري حقونو، دموکراسۍ او د نړیوالو شخړو د حل لپاره فعاله ونډه اخلي او د نړیوالو اړیکو او اقتصادي همکاریو لپاره یو مهم لوبغاړی دی.

  • - د شانګهای همکاریو سازمان (Shanghai Cooperation Organization - SCO) دا یو سیمه‌ییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا رامنځته شو. دې سازمان ته وروسته هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورغلل او بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ. ایران هم په ۲۰۲۳ کې د بشپړ غړي په توګه ومنل شو.

د شانګهای د سازمان لومړنۍ موخې د سیمې په کچه د ترهګرۍ، افراطیت او مهاجرت سره مبارزه ده او د خپلو غړو هېوادونو په ملاتړ د امنیتي همکارۍ لپاره بنسټونه او چوکاټونه رامنځته کوي. همدا راز د سیمې په کچه اقتصادي پرمختګ، سوداګري او پانګونه هڅوي. دا سازمان هڅه کوي چې په خپلو غړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي او د کلتوري همکارۍ او خپل منځو اړیکو په وده کې هم رول ولوبوي، ترڅو غړي هېوادونه یو بل ته نږدې او د یووالي فضا رامنځته شي.

د شانګهای سازمان یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې غړي هېوادونه د متقابل باور، ګډ امنیت، مساوات او د یو بل د کلتور او خپلواکۍ د احترام اصولو ته ژمن دي. سازمان په نړۍ کې د سولې او ثبات د تأمین په برخه کې هم فعاله ونډه لري او په سیمه‌ییزه کچه د ځواکمنو هېوادونو د همکارۍ لپاره یو قوي چوکاټ ګڼل کېږي.

 

یادونه: دا سلسله دوام لري او په دې پسې وروسته (د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو) دوهمه برخه خپریږي.

نور محمد غفوري

د ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۲۹مه نېټه

Ghafury

ب

بنور محمد غفوري

د نړیوال نظم نورمونه

په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان، نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی او د نړیوال نظم اصول) کې مو د نړیوال نظم، د هغه د قواعدو او اصولو په اړه رڼا واچوله. په ننی لیکنه کې به د نړیوال نظم نورمونه توضیح کړو.

1.د نړیوال نظم نورمونه (Norms)

داهغه قواعد دي چې په ټولنه کې د منل شويو او مشهورو ارزښتونو په توګه پیژندل کېږي، خو قانوني الزام نه لري. نورمونه د وخت په تېرېدو سره د هېوادونو په چلند کې رامنځته کېږي او د قوانینو په توګه عمل کوي.

یا په بل عبارت: د نړیوال نظم نورمونه هغه نانفورمال یا نیمه رسمي ارزښتونه، چلندونه، او تمې- توقعات دي چې د نړیوالو اړیکو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. نورمونه د اصولو او قواعدو په پرتله کم دقیق او عام دي، خو بیا هم د دولتونو او نړیوالو لوبغاړو په چلند کې اغېزناک رول لري.     نورمونه د دولتونو ترمنځ د منل شوو او منل کېدونکو عملونو په اړه د ټولنې د هيلو استازیتوب کوي او د نړیوال نظم په ساتنه کې مرسته کوي. دلته کولای شو چې د نړیوال نظم د لاندې څو مهمو نورمونو یادونه وکړو:

- د دیپلوماسۍ احترام  (Respect for Diplomacy)- دا نورم وايي چې دولتونه باید د خپلمنځي اړیکو او شخړو حلولو لپاره د ډيپلوماسۍ له لارې عمل وکړي، او د جګړې یا تاوتریخوالي پر ځای خبرو اترو او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي. دا نورم د نړیوالو اړیکو یو بنسټیزه برخه ده او د سولې په ساتنه کې مرسته کوي.

- د بشري حقونو رعایت (Observance of Human Rights)    - که څه هم د بشري حقونو درناوی په رسمي اصولو او قواعدو کې ځای لري، خو دا د نړیوال نظم یو مهم نورم هم دی. دولتونه مکلف دي چې د بشري حقونو په برخه کې داسې چلند وکړي چې د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي، حتی که په رسمي توګه په قوانینو کې نه وي درج شوي.

- د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ نورم  (Solidarity and Cooperation) دولتونه په نړیوالو ستونزو، لکه اقلیمي بدلون، په نړیواله کچه د ناروغۍ څپې او اقتصادي بحرانونو کې د یو بل ملاتړ او همکارۍ ته هڅول کېږي. دا نورم د نړیوالې ټولنې د یووالي لپاره مهم دی او د ګډو نړیوالو ګټو لپاره هڅې هڅوي.

- د متقابل احترام او متقابل عمل نورم  (Reciprocity): د نړیوالو اړیکو یو بنسټیز نورم دا دی چې دولتونه باید د یو بل سره متقابل چلند وکړي. یعنې، که یو دولت د بل دولت سره د همکارۍ او درناوي چلند کوي، تمه دا ده چې بل دولت هم ورته چلند ورسره وکړي.

- د ملي پولو او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی (Respect for National Borders and Territorial Integrity)  دا نورم د دې تمثیل کوي چې دولتونه باید د یو بل پولو ته احترام ولري او د زور له لارې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا د بدلولو هڅه ونه کړي. دا نورم د دولتونو د خپلواکۍ او ملي بشپړتیا د ساتنې لپاره مهم دی.

- د نړیوالو قوانینو منل  (Acceptance of International Law) -  دا نورم دولتونه د نړیوالو قوانینو او تړونونو منلو ته هڅوي، د نړیوالو قوانینو او تړونونو اعتبار ساتي او د دولتونو ترمنځ د باور او همکارۍ فضا رامنځته کوي.

- د اټومي وسلو د نه کارونې نورم  (Nuclear Taboo) - د نړیوالو اټومي وسلو د نه کارونې نورم، چې په نانفورمال ډول منل شوی، وایي چې اټومي وسلې باید په هیڅ صورت کې ونه کارول شي. دا نورم له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته خورا پیاوړی شوی او د نړیوالې سولې په ساتنه کې یو مهم فکټور ګڼل کېږي.

- د اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم (Norm of Free Trade and Economic Cooperation) - د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم وايي چې دولتونه باید د سوداګرۍ د پرانیستې فضا او اقتصادي همکارۍ لپاره کار وکړي، او د متقابلو ګټو لپاره یو له بل سره اړیکې جوړې کړي.

د نړیوال نظم د نورمونو اهمیت:

پورته د نړیوال نظم د نورمونو یو څو مثالونه ذکر شول. دا او داسې نور د نړیوال نظم نورمونه د دولتونو او نړیوالو سازمانونو لپاره دا ټاکي چې کوم چلندونه او کړنې مناسبې او کومې نامناسبې دی. دا د دولتونو او ټولنیزو جوړښتونو ترمنځ اړیکې په غیر رسمي ډول تنظیموي.

سره له دې چې د نړیوال نظم نارمونه د اجرأ حتمیت، فلهذا قانونی مجازات نه لري، مګر د نړیوالې ټولنې هغه هیلې او تمې منعکسوي چې د دولتونو له چلند څخه یې کوي. دا نورمونه په دولتونو کې د ګډو نړیوالو اهدافو، لکه د نړیوالې سولې، اقتصادي پراختیا، او بشري حقونو درناوي له پاره همکاري هڅوي.

دا هغه ناراجستره یا د قانون له سیوري بهر اخلاقی او ټولنیز ارزښتونه دي چې د نړیوالو اړیکو لپاره د منل شوو عملونو او چلندونو مفهوم لري او د نړیوالې سولې، ثبات او همغږۍ لپاره مهم بنسټونه دي چې د نړیوال نظم په رامنځته کولو کې حیاتي رول لري.

که څوک غواړي چې هېواد یې په نړۍ کې د عزت او احترام څښتن او آبرومند ژوند ولري، دا ښه ده چې د نړیوال نظم د قواعدو، اصولو او نارمونو له مراعات او احترام څخه ونه تښتي.

 د ټولنیز نظم نورمونه له قواعدو او اصولو سره څنګه پرتله کولای شو؟

په تيره لیکنه کې (د نړیوال نظم اصول) تر عنوان لاندې مو د نړیوال نظم د قواعدو او اصولو ترمنځ په ورته والي او تفاوتونو باندې خبرې وکړې. اوس چې په دې دواړو باندې (د نړیوال نظم نورمونه) هم ورزیات شول، ښه به وی چې موږ له قواعدو او اصولو سره د نورمونو په توپیر او ورته والی هم لنډه رڼا واچوو.

د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه په اصل کې درې واړه د هېوادونو ترمنځ د چلند او عمل لارښوونې او چوکاټونه دي چې په بیلو بیلو حالتونو کې رول لوبوي او په متفاوتو کچو فعالیت کوي.

 لکه په تیره مقاله کې مو چې وویل،  قواعد  مشخص، دقیق او رسمي لارښوونې دي چې د ځانګړو حالتونو لپاره ټاکل کېږي. د قواعدو نه رعایت کول معمولاً د قانوني یا انضباطي جزا لامل کېږي. قواعد اکثراً په لیکلې بڼه وي، چې په قوانینو، مقرراتو او رسمي سندونو کې ځای پر ځای شوي وي؛ په داسې حال کې چې اصول عمومي، پراخ او بنسټیزې لارښوونې دي چې د خلکو د چلند او پرېکړو لپاره بنسټ او د قواعدو له پاره بستر جوړوي. اصول د قواعدو په پرتله انعطاف منونکي دي او په مختلفو حالتونو کې تفسیر کېدای شي. اصول زیاتره وخت د اخلاقي، فلسفي او قانوني بنسټونو په توګه پېژندل کېږي او کولی شي په رسمي یا نالیکلي بڼه موجود وي.

د ټولنیز نظم نورمونه د ټولنیزو اخلاقي ارزښتونو، دودونو او فرهنګ پر بنسټ جوړ شوي قواعد او اصول دي چې د ټولنې د عمومي چلند لپاره منل شوي او د خلکو تر منځ نالیکلي توقعات دي. نورمونه زیاتره وخت د ټولنې د فرهنګ، رواجونو او نانفورمال تړونونو پر بنسټ ولاړ وي او سرغړونه يې په رسمي سزا نه ختمېږي؛ خو کولای شي د ټولنیز فشار، ناسمې اندیښنې او بدنامۍ سبب شي. که نورمونه مراعات نه شي، رسمي سزا نه لري؛ خو د ټولنیز فشار، بدنامۍ، یا د ټولنې د پرېښودلو سبب کېدای شي.د دوی رعایت زیاتره وخت د ټولنیز فشار پر بنسټ وي.

په دې توګه، قواعد د اصولو پر بنسټ رامنځته کېږي، او نورمونه د ټولنیزو اصولو او فرهنګي ارزښتونو یو لړ نانفورمال بڼه ده.

28.10.2024

 

 

Ghafury

نور محمد غفوري

(د تیرو لیکنو په تسلسل)

د (نړیوال نظم او افغانستان) په مقاله کې مو یادونه وکړه چې نړیوال نظم د معینو حقوقي قواعدو، اصو او نارمونو پر بنسټ ولاړدی چې د سازماني بنسټونو او په نړیواله کچه د زور د بیلانس تر څنګ د همدې نظم په سمون کې غوره رول لوبوی. وروسته بیا مو (نړیوال نظم په کومو قواعدو ولاړ دی؟) لیکنه کښې د نړیوال نظم د قواعدو تعریف او څو غوره مثالونه ذکر کړل. په دې لیکنه کې به د نړیوال نظم د اصولو  او نورمونو په اړه لنډه رڼا واچوو.

1. د نړیوال نظم اصول  (Principles):

د نړیوال نظم اصول هغه عمومي، بنسټیزې فلسفي او اخلاقي لارښوونې دي، چې د نړیوال نظم لپاره چوکاټ برابروي او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې اساسي اهمیت لري. دا اصول په نړیوالو قوانینو کې ژوره ریښه (وليې) لري، خو په ټولو حالاتو کې لازم الاجرا نه دي او مراعات یې په هر ځای او هر وخت کې حتمي نه دی. د نړیوال نظم ځینې اصول په لاندې ډول یادولای شو:

- عدالت(Justice)   - د نړیوال نظم یو بنسټیز اصل دی چې باید د ټولو هېوادونو او خلکو ترمنځ تأمین شي. دا اصول له دې څخه سرچینه اخلي چې هر هېواد او ملت حق لري چې عادلانه او مساوي چلند ورسره وشي.

- په سوله کې یوځای ژوند کول(Peaceful Coexistence) : دا اصل وايي چې دولتونه باید په سوله کې ژوند وکړي، یو د بل د حاکمیت، خپلواکۍ، او ځمکنۍ بشپړتیا احترام ولري او د زور له استعمال څخه ډډه وکړي.

- بشري کرامت((Human Dignity  چې هر انسان باید د درناوي وړ او بشري حقونه یې خوندي وي. دا اصل د نړیوال نظم لپاره اخلاقي او انساني بنسټ جوړوي.

- مسئولیت  (Responsibility)  چې دولتونه نه یوازې د خپلو خلکو په وړاندې مسؤلیت لري، بلکې د نړیوالې ټولنې په وړاندې هم مکلف دي چې د خپلو کړو وړو په اړه مسئول عمل وکړي او نړیوال ثبات او سولې ته ژمن واوسي.

 - نړیواله همکاري  (International Solidarity) دا اصل دولتونو ترمنځ پر متقابلې همکارۍ او همبستګۍ ولاړ دی او غواړي چې دولتونه د نړیوالو ستونزو په وړاندې د یو بل مرسته او ملاتړ وکړي.

- د سولې ساتنه (Preservation of Peace) هم د نړیوال نظم اساسي اصل دی او دا ټینګار کوي چې د دولتونو او ملتونو ترمنځ اختلافات باید په سوله‌ییزو لارو حل شي.

د نړیوال نظم پورته یاد شوي او ځینې نور اصول هغه عمومي بنسټونه دي چې نړیوالو اړیکو او همکاریو ته لوری ورکوي. دا اصول یو داسې اخلاقي او فلسفي چوکاټ وړاندې کوي چې پر بنسټ یې بیا د نړیوال نظم قواعد جوړېږي.

 

د قواعدو Regeln او اصولو یا Prinzipien تر منځ فرق څه شی دی؟

د "قواعدو" (Regeln) او "اصولو" (Prinzipien) ترمنځ ګډ ټکي دادي چې دواړه د چلند او پرېکړو لارښوونې دي، خو فرق یې دادی چې په بېلابېلو کچو او ډولونو کې عمل کوي. دلته د دې دواړو توپیرونو ته نور هم وضاحت ور کوو:

   قواعد هغه مشخص، واضح او دقیقې لارښوونې یا مقررات دي چې په ځانګړو شرایطو کې د چلند او عمل لپاره جوړېږي. قواعد زیاتره وخت د مشخصو حالاتو له پاره ټاکل شوي،  په مشخصو الفاظو کې تعریف شوي، ځانګړو حالاتو ته د ځواب ویلو له پاره جوړ شوي،  رعایت ېې ضروري وي او له هغو څخه سرغړونه کولی شي مشخصې پایلې او جزا ولري.

اصول بیا هغه پراخې او بنسټیزې لارښوونې دي چې زیاتره وخت د خلکو د چلند او پرېکړو له پاره یو عمومي اخلاقي، فلسفي یا قانوني چوکاټ جوړوي. اصول د یوې مشخصې قاعدې په څېر دقیق نه وي، بلکې د لارښوونې یوه عمومي بڼه وړاندې کوي چې په بېلابېلو حالتونو کې تطبیق کېدلی شي. اصول په عمومي توګه د چلند او پرېکړو لارښوونه کوي او د ځانګړو حالتونو په اړه مشخص تعریف نلري.  د اصولو تطبیق نسبتاً انعطاف منونکی دی او د مختلفو شرایطو لپاره په بېلابېلو طریقو سره تعبیر او تفسیر کېدلی شي. یا په بل عبارت ویلای شو چې قواعد مشخصې او دقیقې لارښونې دي خو اصول عمومي او پراخه چوکاټونه دي. د قواعدو رعایت حتمیت لري او نه رعایت یې معمولًا له مجازات سره مل وي، خو د اصولو نه مراعات کول ښايي د ټاکلې جزا سبب نه شي.

 قواعد زیاتره وخت په لیکلې بڼه موجود وي، ځکه چې قواعد د واضحو او دقیقو لارښوونو اړتیا لري چې خلک په آسانه پرې پوه شي او تطبیق یې هم اسانه وي. قواعد معمولاً د یو رسمي سند، قانون، یا مقرراتو په بڼه لیکل کېږي. اصول هم کولای شي چې لیکلې یا نا لیکلې بڼه ولري. ځینې اصول په رسمي توګه په قوانینو، تړونونو، او اخلاقي لارښودونو کې لیکل شوي وي، خو ځینې اصول کولای شي د رواجونو، دودونو، او فرهنګي ارزښتونو په بڼه موجود وي او په رسمي ډول نه وي لیکل شوي.په لنډه ویلای شو چې اصول د قواعدو په پرتله پراخ او انعطاف منونکي دي او د ټولنې په فرهنګي او اخلاقي چوکاټ کې هم ځای موندلی شي.

27.10.2024

نوټ: په راتلونکې لیکنه کې به د نړیوال نظم د نورمونو په اړه رڼا واچول شي.

نور محمد غفوري



Ghafury

You don't have a pdf plugin, but you can download the pdf file.

نور محمد غفوري

(د پخوا نۍ لیکنې په سلسله)

څو ورځې مخکې د همدې ۲۰۲۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۹- مه نېټه مې د «نړیوال نظم او افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په هغو کې مې د لیکنې په ضرورت، د نړیوال نظم په ماهیت او د عمل په فکټورونو یې رڼا واچوله. هلته د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه؛ د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه او په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او بیلانس د نړیوال نظم د اساسي فکټورونو او اجزاوو په حیث یاد شول. یادونه وشوه چې نړیوال نظم یو چوکاټ دی چې د هغه قوانینو، اصولو، او نورمونو مجموعه ده چې د نړۍ په کچه د هېوادونو ترمنځ اړیکې تنظیموي. دا نظم د نړیوالو تړونونو، موافقو، سازمانونو، او نورو رسمي او غیر رسمي جوړښتونو له لارې رامنځته شوی دی، او موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګ، او نړیوالې همکارۍ ساتل دي. نن به دلته د نړیوال نظم په قواعدو، اصولو او نارمونو رڼا واچوو.

1.   د نړیوال نظم قواعد  (Rules)يا (Regeln):

هغه قوانين دي چې په رسمي ډول د هېوادونو ترمنځ د تړونونو او موافقو له لارې رامنځته شوي او هېوادونه اړباسي چې په خپلو اړیکو کې ځینې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي. ویلای شو چې د نړیوال نظم  قواعد هغه عملي لارښوونې دي چې د نړیوال نظم د اصولو پر بنسټ جوړېږي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره تنظیمي چوکاټ برابروي. دا قواعد مشخص، دقیق، او زیاتره وخت په نړیوالو تړونونو او قوانینو کې په رسمي ډول تعریف شوي دي. په لاندې لیکو کې به د هغو په ځینو مثالونو رڼا واچوو:  

-                 د دولتونو د حاکمیت (Sovereignty) يا  په جرمني ژبه ( (Souveränität د احترام قاعده د هر دولت دا حق تائیدوي چې د خپلو کورنیو چارو په اړه مستقلې پرېکړې وکړي او هیڅ بهرنی ځواک او هېواد حق نه لري چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.

یا په بل عبارت، د دولت د حاکمیت قاعده د دولت هغه حق او صلاحیت ته ویل کېږي چې په خپله خاوره کې د آزادو او خپلواکو پرېکړو کولو توان لري او د بهرنیو دولتونو له مداخلې پرته خپلې چارې اداره کوي. حاکمیت د دولت یو اساسي اصل دی چې د داخلي چارو، قوانینو جوړولو، او بهرني سیاست ټاکلو په اړه بشپړ واک لري. ټول دولتونه، پرته له دې چې لوی وي یا کوچنی، یو له بل سره مساوي دي او باید د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي. دا قاعده د دولتونو خپلواکۍ او ازادۍ تضمینوي.

د دولت د حاکمیت قواعد په  (۱۹۴۵) زیږیدیز کال کې د ملګرو ملتونو په منشور کې منل شوی او غړي دولتونه بايد د يو بل حاکمیت ته احترام ولري او د زور او ځواک له لارې د مداخلې څخه ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ۱۹۴۸م کال په نړیواله اعلامیه کې هم د هېوادونو د حاکمیت قواعدو ته اشاره شوې ده، خو تر څنګه یې دا هم وايي چې دولتونه باید د خپلو اتباعو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د نړیوالوحقوقو په ډیرو نورو تړونونو کې هم یو د بل په وړاندې د دولتونو د حاکمیت په اړه ټینګار شوی دی.

باید یادونه وکړو چې د دولت حاکمیت سره سره، ځینې مسایل لکه د بشري حقونو سرغړونې، نړیوالې ترهګرۍ، او اقلیمي بدلونونه داسې دي چې په ځینو مواردو کې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کېږي. د مثال په توګه، کله چې په یوه هیواد کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، نړيواله ټولنه ممکن مداخله وکړي ترڅو د دې ستونزې مخه ونيسي.

-                 د زور د نه استعمال قاعده   - د ملګرو ملتونو منشور د دې قاعدې پر اساس ټینګار کوي چې هېڅ دولت نشي کولی چې د زور او ځواک له لارې د بل دولت پر ضد عمل وکړي، پرته له دې چې د ځان‌ د دفاع په موخه وي یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري اجازه ورکړل شوې وي. د جګړې مخنیوی، د سولې ساتنه، او د بشري حقونو درناوی هغه قواعد دي چې د ملګرو ملتونو په منشور(UN Charter) کې ځای پر ځای شوي او دولتونه یې په مراعات کولو مؤظف دي.

-                 د ملي مساوات قاعده وایی چې  ټول دولتونه، که لوی وي یا کوچنی، له یو بل سره مساوي دي او باید د مساوي حقونو او مکلفیتونو درلودونکي وي. دا قاعده د نړیوالو اړیکو اساس جوړوي.

-                   د نړيوالو شخړو د سوله‌ییز حل قاعده هم  د نړیوال نظم یوه مهمه قاعده ده چې دولتونه باید خپل اختلافات د خبرو اترو، منځګړیتوب، او نورو سوله‌ییزو لارو حل کړي، نه د جګړو او تاوتریخوالي له لارې.

-                 د نړیوالو تړونونو درناوی او رعایت: هېوادونه اړ دي چې د هغو تړونونو له مخې چې لاسلیک کړي یې دي، عمل وکړي. د بېلګې په توګه، د اقلیم په اړه د پاریس تړون، د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT)، او د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) تړونونه او ډیر نور باید د هغو هېوادونو له خوا مراعات شي چې لاسلیک کړي یې دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، جګړه‌ ییز جنایتونه، نسل وژنه، او بشري ضد جنایتونه غیر قانوني ګڼل کېږي، او هېوادونه د دې مسئولیت لري چې د دغو جنایتونو مخنیوی وکړي. دا د نړیوالو تړونونو او قوانینو د اعتبار لپاره ډېر مهم دی.

-        د بشري حقونو رعایت: دولتونه مکلف دي چې د خپلو اتباعو بشري حقونه وساتي او له هغوی سره په درناوي چلند وکړي. دا قاعده د نړیوالو تړونونو او سازمانونو له لارې ملاتړ کېږي، لکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه.

همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ځان د دفاع حق، د نړیوالو سازمانونو قوانینو ته درناوی او داسې نور هغه قواعد دي چې د بشری نړیوال نظم په جوړولو کې غوره رول لوبوي.

په لنډه ویلای شو چې د نړیوال نظم قواعد  هغه دقیق او اجباري قوانین دي چې د دولتونو ترمنځ اړیکې تنظیموي او د نړیوالو اړیکو د ثبات او نظم لپاره یو اړین چوکاټ برابروي.

(دوام لري)

۲۴ د اکتوبر د ۲۰۲۴ م کالب

 زلمی نصرت

۲۲.۱۰.۲۰۲۴

دنمارک

وایله

 کوتاه عرض میکنم اینکه٬ جنبش‌ تحفظ پشتون ها به رهبری منظور پشتون در حقیقت امر یک حرکت ضد استبداد، ضد دهشت گردی، ضد نسل کشی، ضد هویت کشی، خلاف حضور گروپ های دهشت گرد و نظامیان پاکستان و خواهان امن در خیبر پښتونخوا بوده٬  که برای رسیدن به این هدف برای یک نبرد عادلانه وارد میدان شده، که موقف و اهداف اولی خود را در جرگه بزرگ خیبر پشتونخوا بسیار دقیق٬ عادلانه و انسانی روشن و مشخص کرد.

این جنبش  همزمان در مدت بسیار کم علت عقب افتادگی، درماندگی، رنج، مریضی و نا امنی را که درخیبرپشتونخوا  شکل گرفته٬ با درس و نتیجه گیری از سیاست های ناکار آمد و غلط احزاب سنتی که به احزاب اشرافی، دولتی، شهری جدا و بیکانه از وضعیت زندگی قبایل و به احزاب پول بگیر مبدل گردیده اند، تشخیص و برای نجات آن شعار های عملی را پیش کشید و به این ترتیب  گذشته و آینده  احزاب سنتی مسکه خور اشرافی را زیر سوال قرار داد.

علاوتآ، چیزی را که باز هم با اختصار میخواستم که از دید و باور من اهمیت ویژه دارد برجسته بسازم این است٬ که در جرگه با عظمت خیبر پشتونخوا منظور پشتون با آواز رسا و بلند اظهار کرد که:

دیگر نباید هجرت کنیم، دیگر نباید فرار کنیم، دیگر نباید مخفی و نا روشن و پنهان از مردم و جدا از مردم و در غیاب مردم مبارزه و سیاست کنم.

باید در خانه خود و در کنار مردم خویش علنی قرار گرفته سیاست و مبارزه کنیم.

از کشتن، بستن و شکنجه نه حراسیده و نباید دودل و بزدل شویم و نباید پا های ما در این نبرد عادلانه حق خواهی بلرزد٬ انچه را که رهبری و اعضای پې، ټې٬ ام  در عمل هم آنرا ثابت کرده اند.

  
سید عبیدالله نادر     
زما یوه خاطره چې د ادبی ټوټي یا ژانر بڼه لري، او د پر له پسی د هجرتونو د لړۍ یوه خاطره هم شمیرل کیږي. چې تاسی په دي آیینه کې یوه دنیا حسرتونه وینئ او د درد اورئ ،که ظاهرأ د ادب په جامه سمباله او په ګل بوټو پیچلی ده ، خو د وطن نه لیری د حسرتونو نښانې هم لري 

د نیمی شپی عارفانه سوچونه!
ډیر ځله به چې د خپل کور څخه د کار په لور سهار وختی روانیدم یعنی پنځه بجی چې د ژمی پر مهال خو به بالکل تیاره وه ، د کوره وتلم ، چې کور می د کلیفرنیا په اوکلند کې وو چې د سانفرانسسکو پوری تړون لري ،زما د کوره څخه تر د اور ګادي تر تم ځایه پوری ،په پښو یانی پیاده نیم ساعت لاره وه ،چې د تم ځای څخه بیا تر سانفرانسسکو پوری ، یانی زما د کار ساحی پوری ،په اور ګادي کې ۴۵ دقیقی لاره وه ،او زما د کار ځای هم سانفراسسکو کې وو ،نو سهار وختی به په خپلو سوچونو کې ډوب روان وم ،دا چې دلته هره خوا شین زرغون وي او سمسورتیا هره خوا خوره وي ، نو د بلبلانو آوازونه به د شا اوخوا له ونو څخه په دي سهار کې اوریدل کیدل ،د سهار درنه چوپتیا به زما د سوچ لمنه پسي نور هم غزوله ، نو د بلبلانو چغهار او آوازونو به زما ذهن ته د عرفی د فارسی نامتو شاعر دا بیت په یاد راووست:
آن دل که پریشان شود از ناله ای بلبل
در دامنش آویز که با وی خبری هست
د عرفی دا بیت می اوس هیڅ کله له یاده نه ووځي ،چې یعنی هغه زړه چې د بلبل له شور او فریاده متأثره شي او متفکره شي ، په دي پوه شه چې په دي زړه کې او یا داسي انسان سره هر راز د حکمت او اسرارو پټي خبری او پټ رازونه شته ،یانی وایي د داسي یو انسان لمنې ته منګول ورسوه ، چې هغي سره د پټ اسرارو یا د پردې شاته د رازونو ډیری خبری شته یانی د فارسی په اصطلاح صاحبدله یا د زړه او درک خاوند وي، د دغه غزل په شروع کې یو بیت دی چې هغه د ډیری مودو راهیسي ډیرو ته د ښکلي وجیزې او یا ضرب المثل حیثیت پیدا کړی ،او د هیلو او امید د ورکولو له پاره هم دا بیت یو شهکار دی :
ګر نخل وفا بر ندهد چشم تری هست
تا ریشه در آبست امید ثمری هست
دغه لاندنې شعر می هم په یو سهار کې د کار ته د تګ پر مهال ویلی: چې د ۲۰۱۷ کال نه تر ننه پوری په بیلو بیلو خپرونو کې بار بار خپور شوي.او په فیسبوک کې په ډيرو ګروپونو او پاڼو کې شریک شوی،او په یو څو غونډو کې چې د نوی کال په مناسبت او په نورو مناسبتونو نیول شوی وو لوستل شوی ،
فیض د سحر:
نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید
چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید
له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س
دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید
چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت
ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید
دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال
دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید
هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا
یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید
اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل
دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید
چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني
د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید
رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل
پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید
رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي
د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید
زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه
ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید

د پورتني عنوان لاندې کتاب د لیکوال، ولي الله ملکزي د قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندې یوه کال راهیسې پیژنم. ښاغلی ملګزی زیاتره پر مذهبي مسایلو باندې روښانوونکې لیکنې کوي او په دې برخه کي یې زیار نه دی سپمولی او زه یې لږ ترلږه دوه نور چاپ شوي کتابونه راسره لرم.
(له کرکې، کرکه) چې ډېر ښه نوم یې ورته انتخاب کړی دی او سړی له ورایه پوهیږي چي ښاغلی ملکزی هم د نورو منورو او دردېدلو افغانانو په څېر، کرکې او نفرت دردولی دی او ځکه یې نو د خپل کتاب لپاره دا عنوان انتخاب کړی دی. له کرکې، کرکه کتاب مې، چي ما ته یې د مقدمې د لیکلو لپاره رالېږلی دی، ولوست. کتاب هم په لیکل کېدلو ارزېدی او هم د لوستلو ارزښت لري. په دې کتاب کې د لیکوال د سترګو لیدلي حالات، د لیکوال مرکې او تاریخي مضامین راغلي دي، چي یوه ښه رنګینه مجموعه یې ورڅخه جوړه کړې ده.
په « زمزم کې متیازې» یو ډول عجیب غوندې عنوان ښکاري او سړی نه پوهیږي چي خدا زده لیکوال به تر دې عنوان لاندې څه لیکلي وي؟ مضمون په یوه لنډه مقدمه پیل کیږي. د شیعه توندروانو له خوا په مکه معظمه کې د جنګ د پیل کولو او په زرهاوو بیګناه کسانو د قتل کېدلو خبره راځي. دا خبرې ځکه مهمې دي چي په کعبه شریفه کې حتی د مکې معظمې په ښار کې جنګ او عداوت کول د قرآن شریف په حکم منع او ناروا دي. خو موږ ګورو چي توندروان او مقابل لوری دواړه مسلمانان دي یا لږ ترلږه ځانونه مسلمانان بولي خو د کعبې شریفې په حریم کې دننه خپلې او هم د نورو بیګناه انسانانو وینې تویوي.
له دې مقدمې څخه وروسته، لیکوال د دغه راز ناوړه او بدمرغه پیښو تاریخي سابقې ته ځي او ښيي چي، څه باندې زر کلونه مخکي، د قِرمَطي شیعه ګانو په نوم یوې ډلې څرنګه پر کعبه باندې حمله وکړه او څرنګه یې د کعبی له دېوال څخه د حَجَرُ الاسوَد مُقَدَسَه ډبره وتښتوله او تقریباً دوه لسیزې یې ورسره وساتله؟ د زمزم په مقدس څاه کې یې متیازې وکړې او مړي او هرڅه مرداری چي یې په وس کې وه، په دغه مقدس څاه کې یې واچوله.
د دې ناوړه اعمالو او مسلمان وژنې اساسي علت کرکه ده. هغه کرکه چې په دغو پیښو کې یې منطقي اساس هم نه درلود. ځکه چې دواړه لوریو قرآن شریف ته عقیده درلوده. دواړه لوریو خدای یو او لاشریک باله او دواړه لوریو حضرت رسول اکرم (ص) د پېغمبر په حیث پیژندلو. ګواکې دواړو لوریو ځانونه مسلمانان بلل او په دونه بېرحمۍ یې سره ووژل. همدغه کرکه ده چې په عام صورت د اسلام د کمزورۍ او په خاص ډول د هر ملت، په تېره افغانستان، د کمزورۍ او حتی تباه کېدلو اساسي علت دی. په دې کتاب (له کرکې، کرکه) کې داسې مضامین او مرکې راغلې دي چي هغه ښايي له کرکې سره مستقیمه اړه ونه لري؛ خو هره لیکنه چي ولوستل شي نو سړي ته، په یوه نه یوه ډول، د لیکوال دا فکر رسوي چي هغه د یوه سوله غوښتونکي سپېڅلي انسان په حیث له کرکې څخه کرکه لري.
ښاغلی ملکزی، د همدغې کرکې په ارتباط، له خپلو لوستونکو سره خپله شخصی تجربه شریکوي او پر افغانستان باندې د ثور د ماتم او بلا له نازلېدلو سره، د نورو میلیونونو افغانانو په څېر، له هیواده مهاجر کیږي او هلته ګوري چې افغانان، په داسې حال کې چې ټول له روسي یرغلګرو او کمونیستي حکومت سره د جهاد کولو شعارونه ورکوي، پر لس هاوو ډلو وېشل شوي دي. نه یوازې پر لس هاوو ډلو وېشل شوي، بلکې د هیواد پالني مفکوره کفر بولي؛ ګویا وطن پالنه د اسلام له سپېڅلي دین سره مغایرت لري؟ بیا هم د همدغې کرکې موجودیت دی چي لومړی، د ده په څېر پاک او سپېڅلي افغانان د خپل وطن پرېښودلو ته مجبوروي. وروسته ګوري همدغې کرکې چې د ځینو اساس ایډیالوژیکي اختلاف، په ځینو مواردو کې مذهبي اختلاف او په ځینو مواردو کې څرګنده خودخواهي او شخصي ګټې دی، افغانان سره وېشلي او حتی د خپلو هغو منورینو په وینو یې لاسونه سره کړي دي چي تر بل هر چا پر وطن باندي مین او خاص د جهاد او ظالم سره د جنګېدلو په غرض یې خپل خوږ هیواد پرې ایښي وو.
زه لیکوال، ولي الله ملکزي ته د دې ګټور اثر د لیکلو مبارکي وایم او لوستونکي یې لوستلو ته رابولم. د ښاغلي ملکزي د لا نورو بریاوو او فرهنګي هڅو په هیله.


مرکوال: انجنير عبدالقادر مسعود
د پوهې، فرهنګ، شعر او پښتو ادب په ډګر کې ښاغلی علم ګل سحر، هغه فرهنګپال، تکړه ویناوال، پېژندل شوی او هڅاند لیکوال دی چې نه یوازې د منظومو نښیرونو(اثارو) په تړاو یې بلکې د منثورو نښیرونو (اثارو) په اړه یې هم د خپل غښتلي قلم او هنري ځواک له لارې نه ستړیکیدونکي او تلپاتې هلې ځلې تر سره کړې دي. د سحر صاحب په شعرونو، کیسو او داستانونو کې د پام وړ ادبي او هنري نوښتونه او ارزښتونه نغښتې دي.
ښاغلی ډاکتر عبدالغفور لیوال هغه پیاوړی ادیب، نوښتګر څیړونکی، پوهیال او فرهنګپال، وتلی او تکړه لیکوال او شاعر دی، چې د پښتو ژبې او ادب د علمي او ادبي زېرمې د زیاتولو په خاطر یې د پام وړ او اوچت ګامونه پورته کړې دي. ده په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي علم ګل سحر په تړاو داسې کښلې دي:
« ښاغلی علم‌ګل سحر د یوې فرهنګي - ادبي تجربې خاوند شاعر او لیکوال دی، چې یو شمېر څېړنیزې هڅې یې هم د پاموړ دي. د ښاغلي سحر د نوې دورې غزلیزه او ازاده شاعري د معاصر پښتو شعر یوه خورا ښکلي او له نوښتونو ډکه برخه ده، چې په شاعرۍ کې د هغه د لومړیو تجربو ( په ۱۳۶۰ کلونو)  څخه تر ۱۳۹۰ کلونو پورې یو څرګند ارتقايي هنري مزل څرګندوي. تر دې ورهاخوا یو مهم کار چې ښاغلي سحر را پیل کړی و، د افغانستان د ۱۳۷۰ مې ناورین‌ځپلې لسیزې ورځنۍ ترخې خاطرې او د سترګو لیدلي يادښتونه وو، چې د کابل د جګړو او جنایتونو تر ټولو دقیقه، مستنده او په ادبي پیرایه کښل شوې تاریخچه یې بللی شو. ښاغلي سحر د خپلو دغو یادښتونو د راټولولو په اړه له ما سره غږېدلی و، څو برخې یې دلته او هلته خپرې شوې هم دي او ما لوستي دي. زه فکر کوم د افغانستان د معاصر تاریخ دغه دقیق مستند تاریخ د خورا ډېر تاریخي او فرهنګي ارزښت خاوند یادښتونه دي. هیله ده، چې ژر داسې موقع مساعده شي، چې زموږ حساس لیکوال دغه یادښتونه د خپلو نورو لیکنو ترڅنګ بشپړې او چاپ کړي. زه په خورا ترخو کلونو کې د سحر صاحب د فرهنګي مجالسو ملګری پاتې شوی یم، د جنګ ځپلي کابل ډېرې خړې کوڅې مو په مزلونو ستړې کړې دي او پر فرهنګ، تاریخ، ادبیاتو او شعر سره غږېدلي یو. د ښاغلي سحر ژوند دې له خوږو او وریښمینو شېبو ډک وي! »
ښاغلي علم ګل سحر د خپلو نښیرونو (اثارو)، کړنو او کارنامو له لارې د پښتو ژبې او ادب ډېوې تل روښانه او ځلانده ساتلې دي او د خپلې ملي ژبې د پرمختیا او پراختیا لپاره یې بې ساري خدمتونه تر سره کړې دي. ښاغلی سحر صاحب هغه عزتمن، زیارکښ او تکړه لیکوال، شاعر او داستان لیکونکی دی، چې د ده په لیکنو، شعرونو، کیسو او داستانونو کې وطني، ملي او پښتني احساس او ارمان، له هیواد او هیوادوالو سره ژوره منیه له ورایه ښکاري.
ښاغلی افضل ټکور هغه تکړه او مخکښ شاعر او لیکوال دی چې د خپلو ادبي نښیرونو (اثارو) له لارې یې د پښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلی دي. دی په خپله یوه لیکنه کې د سحر صاحب په تړاو داسې وايي:
« زه له نژدې څلویښت کلونو راهیسې ښاغلی علم ګل سحر له نژدې نه پیژنم هغه چې ما څومره لیدلی او لوستلی دی نو د هغه په زړه  کې ما د ملګرتوب د ادب او فرهنګ سره مینه خپل هیواد او خلکو سره مینه په ټوپونو لیدلې ده.
د جمهوریت په وروستیو شلو کلونو کې ښاغلی سحر ډیر زیات کارکړی او ډیر تلپاتي اثار یې خپلې خوږې ژبې ته ډالۍ کړې دي. هغه نظم کم او هنری نثر یې زیات لیکلی دی او هم  په دې برخه کې ډیر برلاسی ښکاري د ګران سحر صاحب  په اړه ما ته هاغه د ارواښاد ایوب صابر یو شعر رایاد شي چي وایي:
د صابر وینا که نظم وي که نثر
یو مقام لري په نوي دبستان کې
نو د سحر صاحب منظوم او منثور اثار هم پښتو ادبیاتو په معاصر تاریخ کې همدغسې یو ښه مقام او تلپاتې ځای لري د هغه د نورو ښو او تلپاتې هنري او ادبي پنځونو په پار هغه ته اوږد عمر غواړم.
روغتیا او بری یې ملګری شه
اوس همدومره
***
ما له ښاغلي علم ګل سحر سره مخکې هم د شعر او ادب په تړوا یوه بشپړه مرکه جوړه کړې وه. دا دی اوس غواړم  یو وار بیا د نړۍ والو ادبي مالوماتو او پښتو ادب د کیسو او داستانونو په برخه کې د ده د نښیرونو (اثارو)، کارنامو او کړنو  په اړه د یوې ځانګړې مرکې له لارې د نوموړي علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت خپلو هیواد والو ته، چې د ده په تړاو لا تر اوسه پوره مالومات نه لري ور وپېزنم. دا هم تاسې او ښاغلی علم ګل سحر.
ګران سحر صاحب اجازه راکړئ خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم، او خپلې پوښتنې در سره شریکې کړم.
ګران مسعود صاحب ډېره مننه. زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم، زه ستاسو په خدمت کې یم.
***  
مسعود: ګران سحر صاحب که څه هم ستاسې له نوم سره  د یو دروند پښتون، ادبي او فرهنگي سټې په څېر او د یوه تکړه ژورنالیست او د پښتو د خوندورو کیسو او داستاني  آثارو او د يوه خوږ ژبي شاعر په توګه، افغان اولس، په تیره  بیا پښتون ټبر پوره آشنا دي، خو بيا هم که مهرباني وکړئ، د خپل اند و ژوند او فرهنگي ډگر ته مو د راوتلو انګیزې او پیلامې په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.
سحر: مننه قدرمن انجنیر صاحب چې تل مو افغاني ادبیاتو ته خدمت کړی دی په تیره چې له افغان لیکوالو او ادبپوهانو سره تل په زړه پورې مرکې کوئ وروستی کتاب مو (ورک کوه نور) چې له لیکوالو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی او چاپ شوی دی بې له شکه په دې لړ کې یوه ښه زیاتونه ده. ستاسې له نیک نظره مننه کوم ، زه یو عادي افغان یم چې د ښه لیکوال او شاعر دعوه نه شم کولی، که ووایم په تصادفي ډول دې ډګر ته راغلی یم مبالغه به مې نه وي کړې خو د انسان په وجود کې یو څه وي چې وروسته را برسیره کیږي په ایرو کې د پټو سپرغیو مثال ډیر ویل شوی او لږ کلیشه شوی دی زه به تر ځمکه لاندې د پټو زړو یا تخمونو مثال ورکړم چې زړي تر نسبتآ کلکې ځمکې لاندې وي خو کله چې لږ باران پرې وشي او ځمکه نرمه کړي دانې له ځمکې سر راباسي او لوی بوټې یا ونې شي د شعر او بیا داستاني ادبیاتو ډګر ته زما راتګ هم تقریبآ داسې یو مثال لري . په دې برخه کې زه د خپلې سیمې زرمت د سیمه ایزو هنرمندانو هنر او سندرې بې اغیزې نه بولم. 
زموږ په سیمه کې به چې کله په کوم کور کې خوښي وه د چا کوژده واده به و یا به د چا په کور کې زوی شوی و نو د خوښۍ محفل به یې جوړاوه ، د سیمې خلک به ورتلل او زیاتره به له مازدیګره تر سهاره سندرو ته ناست و، زما یو تره ارواښاد خواځک لالا نومیده، دی ډیر دروند او د جرګو مرکو سړی و او له موسیقي سره یې ډیره مینه لرله، دغه سیمه ایز سازونه یې نه قضا کول یو ټایپ(رادیوکست) به هم ورسره و، سندرې به یې پکې ثبتولې او بیا به یې زیاتره پیتاوي ته اوریدلې، زه به یې هم له ځانه سره بیولم ما به زیاتره ټایپ ورسره ووړ او سندرې به مې ثبتولې په اصطلاح تخنیکي همکار یې وم. هغه وخت د زرمت وتلي هنرمندان معشوق زرمتی، لعلو یا لعل محمد، غلام زرمتی، سلطان او څو تنه نور و، دوی به د ډیرو ښو سندرو تر څنګ چې شپه به ښه پخه شوه نکلونه هم په سندرو ویل یا به یې فولکلوریکې کیسې او نکلونه ویل او د نکل نارې به یې له موسیقي سره ویلې چې واقعآ په زړه پورې وې. پر ما دې سندرو او منظومو کیسو ډیر اغیز کړی و، زیاتره وخت به مې دا سندرې له ځان سره تکرارولې او کله کله به مې نور منظوم کلمات هم ور زیاتول او خپل نوم به مې هم پکې یاداوه چې ګویا دا زما شعر دی. په لومړي ګام کې ویلی شم چې د همدې هنرمندانو سندرو او منظومو کیسو اغیز و دغه راز په ماشومتوب کې مې په کلي او همدارنګه له خپلې ترور قلمې ابۍ څخه ډیر نکلونه اوریدل چې له کیسو سره یې زما مینه زیاته کړه او بل زموږ په کور کې یو زوړ کتاب و چې زما مشر ورور ارواښاد  تازه ګل کوم وخت کور ته راوړی و او ممکن پټ پټ به یې مطالعه کاوه، ځکه هغه وخت به ملاصاحبانو ویل چې دا کتابونه مه لولئ چې سړی خرابوي(کافرکوي) ما به هم کله کله په ویره ویره له نورو پټ دا کتاب لوست خو ډیر نه پرې پوهیدم اوس چې یې را یادوم فکر کوم د پښتونخوا د کوم لیکوال د لنډو کیسو کوم کتاب به و د کتاب دوتڼه شکیدلې وه او نوم یې نه و. دې کتاب هم ممکن زما په ذهن کې د داستان لیکنې زړي شیندلي وي، دا مې  د ماشومتوب او تنکۍ ځواني  وختونه وو، دغه زړي مې د ذهن په دښته کې همداسې پټ او کنګل پاتې شول تر څو چې یوه ورځ نری نری باران پرې واورید او زما د ذهن ځمکه یې نرمه کړه او دا زړي را وټوکیدل.
دا کیسه په زړه پورې او اوږده ده دلته به لنډ ووایم. 1362 لمریز کال و هغه وخت زما دنده په پکتیکا ولایت کې وه، د ولایت ملکي او پوځي ادارې په دریو کلاوو کې محدودې وې ، ښار او بازار نه و د ولایت ادارو او نورو شاوخوا کلیو چندان توپیر نه درلود د مامورینو د ژوند سطحه هم تر نورو کلیوالو بهتره نه وه. یو ماښام زه او زما نږدې ملګری شهید درمحمد خپلواک چې هغه وخت زما مرستیال هم و، پخپله کوټه کې ناست و، په څراغ کې تیل نه و حیران و چې څه وکړو، دواړو له ژونده شکایت کاوه ، دا شکایت مو سوکه سوکه منظوم کړ، داسې چې خپلواک به یو بیت وایه ما به بل او همداسې مو یو طنزیه شعر بشپړ کړ، خوشحاله شوو لکه دغه شعر مو چې ټولې ستونزې حل کړې وي د مخابراتو مدیریت کوټې ته ورغلو لږ تیل مو ترې را پور کړل څراغ مو بل کړ، کتابچه مو را واخیسته او دا شعر مو پکې ولیکه، په هماغه شپه مو یوه دوه نور شعرونه هم په ګډه ولیکل په راتلونکو څو ورځو کې مو څو نور شعرونه هم ګډ ولیکل فکر مو کاوه اوس نو سم شاعران شوو، کتابچې مو بیلې کړې او شعرونه مو پکې لیکل. د یادولو وړ ده چې هغه وخت د (سپرغۍ) په نوم د صدیق کاوون توفاني د شعرونو یوه ټولګه هم زموږ په جونګړه کې وه چې کله کله به مو لوستله، په دې ډول موږ په اصطلاح شاعران شوو او بیا مې په ۱۳۶۴ کال کې لومړۍ لنډه کیسه ولیکله. او وروسته مې په نورو برخو کې هم خپل قلم وازمایه.
 
مسعود: اجازه راکړئ، ستاسې نه وپوښتم، چې ولې په ادبي ژانرونو کې د شاعرۍ تر څنګ، لنډې کیسې او ناول کښنې رومان او داستان لیکلو لاره مو هم وټاکله؟
سحر: ماته داسې ښکاریدل چې نه شم کولی یوازې د شعر له لارې خپلې ټولې خبرې خپلو خلکو ته ورسوم او د خپلو پیغامونو د رسولو لپاره مې د شعر چوکاټ تنګ لیده نو ځکه مې داستان لیکلو ته هم مخه کړه له بلې خوا موږ هغه وخت یو ډول حرص هم اخیستې و، زموږ ژبې ته ډیر لږ کار شوی دی چې هرې خواته به مو مخ اړاوه موږ به پخپله ژبه کې ډیر لږ څه لرل فکر مو کاوه موږ به ډیر څه وکولای شو نو هرې خواته مو لاس اچاوه هغه و چې د شعر ، لنډې کیسې او ناول تر څنګ مو طنز ، د ماشوم ادبیاتو ، تاریخ او په فولکلور په برخه کې هم تر خپله وسه قلم وچلاوه.
مسعود: زموږ یو شمیر انديال او فرهنګيال پر دې گروهه دي، چې په پښتو کې د شعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه په کار ده وشي. ستاسې پر اند د ولسونو په راویښولو او د ملي ولولو په راپارولو کې شعر ډېر اغیز لري او که نثر؟ 
سحر: دا چې وایي باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي کره خبره ده زموږ په ژبه کې نثر ته هم لږ کار شوی دی شاعران نام خدای ډیر لرو خو د نثر په برخه کې ډیر لږ کسان کار کوي په دې برخه کې په کمي او کیفي لحاظ وروسته پاتې یو. او داچې د ولسونو په راویښولو او ملي ولولو په را پارولو کې شعر که نثر ډیر اغیز لري عام نظر دادی چې شعر ډیر تاثیر لري خو زه وایم هر یو پخپله برخه کې خپل رول لري، شعرونه خپل ځای لري او نثر خپل. موږ ویلای شو څومره خلک چې زموږ د کمساري لیکوال ارواښاد نصیراحمد احمدي (بغدادي پیر) یا دیویدجونز ناول او د هغه نورو ناولونو راویښ کړي او پوه کړي دي ممکن لږو شعرونو دا اغیز لرلی وي. همداسې نورې کیسې، ناولونه او طنزونه. خو دا د دې معنا نه لري چې موږ د ملي ولولو په را پارولو کې د شعر له نقش څخه انکار وکړو. ټول خپل اغیز لري په دې شرط چې ښه ، په اخلاص او له زړه ولیکل شي.
مسعود: ګران سحر صاحب تاسې داستان او رومان څه ډول را پېژنئ (تعریفوئ)؟ ادب پوهانو لنډ داستان ډول ډول تعریف کړې دي، تاسې کوم تعریف غوره بولئ؟
سحر: تاسې پوهیږئ چې داستان او رومان دواړه د ادبیاتو مهم  ژانرونه دي، چې هر یو خپلې ځانګړتیاوې لري دواړه د پیښو بیانولو لپاره کاریږي. ادبپوهانو په مختلفو وختونو کې په بیلابیلو ډولونو تعریف کړي دي، مسعود صاحب باید ووایم چې د ښوونځي له وخته مې تعریفونه چندان نه خوښیږي دلیل یې شاید زموږ فورمولیته تعریفونه او د ښوونځي په ازموینو کې پر دې تعریفونو ټینګار وي چې موږ به تل ورسره په عذاب وو. خو دلته به د شویو تعریفونو په رڼا کې دا دواړه سره وپیژنو.
داستان یا لنډه کیسه یو لنډ ادبي فورم دی  چې په محدودو کرښو کې یوه یا څو  پېښې بیانوي د مشخصې پېښې یا موضوع په اړه خبرې کوي، زیاتره وخت لږ کرکټرونه لري او په لنډه توګه لوستونکي ته ژور پیغام رسوي.
رومان بیا یو اوږد او پېچلی ادبي ژانر دی چې معمولاً  څو کرکترونه لري او د څو فرعي او اصلي پېښو په اړه تفصیلي کیسه بیانوي. په رومان کې ډیر کرکترونه په یوه یا څو پیښو کې لوبیږي دا کیسه ممکن د یوه شخصیت د ژوند له پیله تر پایه وشي او کیسې په ډیر تفصیل سره پکې بیانیږي یعني رومان اوږد، پراخ، ژور او تفصیلي دی.
مسعود: په دې کې شک نشته چې داستان لیکنه یو هنر دی او ليکوال يې د هغه هنرمندان، په دې هڅه کې دي، چې د داستان لیکنې تکنیک، فن، پوهه زده کړي. تاسې د یو تکړه لیکوال په توګه د دې هنر زده کړې کله او چیرته پیل کړئ؟
سحر:  زموږ د وطن د پوهنتونونو تحصیلي نصاب ډیر پخوانی دی حتی لا اوس هم اوسنیو او آن د یو دوو لسیزو مخکې غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای، د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې ما په دې اړه چندان ډیر څه نه دي زده کړي.  په وروستیو وختونو کې په کابل کې رشاد کره کتنه او بیا افغان ادبي بهیر جوړ شول او د دې دواړو ټولنو په اوونیزو غونډو کې په ادبیاتو جدي بحثونه کیدل، په داستانونو او شعرونو کره کتنې کیدلې او هم د ادبیاتو په اړه لکچرونه وړاندې کیدل تر دې لا ډیر مخکې له ۱۳۶۷ کاله راهیسې موږ څو تنو لیکوالو(ارواښاد اسحق ننګیال، کمال الدین مستان، عبدالهادي هادي، نظیف تکل، لعل پاچا ازمون او نورو... ادبي غونډې لرلې . په دې ناستو کې به مو په ادبیاتو جدي بحثونه کول ما ډیر څه همدلته او له نورو مشرانو لیکوالو او استادانو سره په خبرو او بحثونو کې زده کړي دي او هم د مختلفو کتابونو مطالعه.
که مې هیر کړي نه وي فرانسوي شاعر شارل بودلر وایي د شعر لیکلو تخنیک زده کړئ، بیرته یې هیر کړئ او بیا یې ولیکئ یعني که د هرې لیکنې او کیسې په وخت کې یوازې تکنیکونو ته توجه وکړو ممکن د ژبې ښکلا، د نثر خوږوالي او په ټوله کې محتوا ته زیان ورسیږي. که رښتیا ووایم د کیسې په تیوري چندان نه پوهیږم او د کیسې او ناول لیکلو په وخت کې عمومي نورمونه په پام کې نیسم نور مې ټول پام د لیکنې ښکلا ته وي نه پوهیږم چې څومره به پکې بریالی یم.

مسعود: ستاسې له انده د يوه نوښتگرانه لنډ داستان او ناول ځانگړتياوې کومې دي او تاسې له دغه پلوه کومه لاره لېله پسې اخېستې، په بله وينا، د کوم سبک او ښوونځي پليوني ياست او په ټوليز ډول د پښتو داستاني ادب لپاره ریالیزم غوره بولئ که کوم نا ريالېستي ښوونځی، لکه رومانتېسېزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم يا اېکزېستنسيالېزم... ؟ او دک و دلیل یې څه دی؟
سحر: نوښتګر لنډ داستان او ناول له دوديزو داستانونو څخه توپير لري ځکه چې هغوی د داستان د جوړښت، ژبې، کرکټرونو او منځپانګې په اړه نوې لارې او تجربې کاروي. دا ډول آثار د ادبي نوښت او تخلیق لویه برخه جوړوي چې لوستونکي ته نوې، ژورې او فکري تجربې وړاندې کوي.
د پښتو داستاني ادب لپاره د ریالیزم او نورو غیر ریالېستي مکتبونو ترمنځ انتخاب کول یو مهم بحث دی او ډیرو دقیقو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه چې دا په دې پورې اړه لري چې کوم ادبي مکتبونه د پښتو ادب له  تاریخي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو سره زیات سمون لري.
ریالیزم د ادبیاتو یو داسې مکتب دی چې د ژوند او ټولنې واقعیتونه په عیني او دقیق ډول وړاندې کوي. په دې مکتب کې لیکوال هڅه کوي د خلکو ژوند، ټولنیز حالتونه، او ورځني ستونزې په واقعیت کې بیان کړي. ریالیزم د خیالي او فوق العاده پېښو پر ځای د عامو خلکو د ژوند اصلي او حقیقي مسایل په کیسه او داستان کې انځوروي.
رومانتیسزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم او اېکزېستنسېالېزم ټول هغه ناریالېستي ادبي مکتبونه دي چې د احساساتو، فردي تجربو، خیالي نړۍ او ذهني انځورونو پر بنسټ ولاړ دي. هر یو له دې مکتبونو ځانګړي مفاهیم او نظریات وړاندې کوي.
تخیلي او مثالي نړۍ: د رومانتیسزم په څېر مکتبونه کولی شي د پښتو ادب ته د خیال او جذابیت یو نوی اړخ ورکړي، چې لوستونکي د ورځني ژوند د ستونزو څخه یو څه لرې کړي او په یو تخیلي نړۍ کې یې بوخت کړي.
زما په اند، ریالیزم د پښتو داستاني ادب لپاره تر ټولو اغېزمن او مناسب مکتب یا ښوونځی دی. د دې دلیل دا دی چې پښتو ادب زیاتره وخت د ټولنیزو، سیاسي او تاریخي حالاتو په واقعیتونو باندې ولاړ دی، او د ریالیزم مکتب کولی شي دا حالتونه په واضح او مؤثر ډول بیان کړي. ریالیزم د پښتنو د ژوند، مبارزو او ستونزو حقیقي انعکاس ورکوي، چې دا یو اړین ادبي فورم دی ترڅو د دوی تجربه، درد او د ژوند مشکلات په هنري بڼه وړاندې شي.
که څه هم غیر ریالېستي مکتبونه د پښتو ادب لپاره فلسفي او تخیلي ارزښتونه وړاندې کولی شي، خو د پښتو ټولنې ځانګړي شرایطو او ستونزو ته په کتو، ریالیزم یو مناسب  فورم دی چې د خلکو واقعي ژوند، ستونزې او ټولنیز وضعیت په اغېزمن ډول وړاندې کړي. بیا هم سړی نه شي کولی لیکوالو ته د کوم ځانګړي ادبي مکتب پیروي توصیه کړي. د وخت په تیریدو او شرایطو په بدلیدو سره د ادبي مکتبونو اغیز هم بدلون مومي.
مسعود: د ډېرو لیکوالو لنډې کیسې، ناولونه، رومانونه او داستانونه نوښتګرانه، هنري او شاعرانه رنګ لري. دک و دلیل یې څه دی؟ او دا راته ووایاست تاسې د دغو ژانرونو په لیکلو کې ځانته بیله لار او ځانګړی سبک لرئ، او که له کوم بل ادبي، هنري ښوونځي او سبک پلویني یاست؟
سحر: له شکه پرته په وروستیو کلونو کې افغان لیکوالو د داستاني ادبیاتو په برخه کې ځیني نوښتونه لرلي دي، په وروستۍ لسیزه کې افغان لیکوالو نوي ناولونه او لنډې کیسې لیکلې دي چې د تیر پر تله کمساري دي، دلیلونه یې زیات دي د ځینو یې یادونه کولای شو. په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډیرې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه رامنځ ته شول په دغو بهیرونو کې په شعرونو او داستانونو کره کتنې کیدلې، په ادبیاتو جدي بحثونه کیدل او په ډیرو دا ډول غونډو کې د داستاني ادبیاتو په اړه ګټور لکچرونه وړاندې کیدل چې دې زموږ د داستاني ادبیاتو په وده او پراختیا کې ښه رول درلود. زموږ یو شمیر لیکوال نورو هیوادونو ته ولاړل دوی هلته نورې ژبې زده کړې او د نړۍ له ادبیاتو او نویو خپرو شویو اثارو څخه خبر شول او یو شمیر نوي ادبي اثار افغاني ژبو ته راوژباړل شول. زموږ لیکوالو هم هڅه وکړه چې لږ تر لږه په ادبي ډګرونو کې د نړۍ له کاروان سره یو ځای شي. په تیرو دوو لسیزو کې د پخوا په نسبت د کتابونو چاپ ډیر شو، زیات شمیر ناولونه او د لنډو کیسو کتابونه چاپ شول، د داستاني ادبیاتو د هڅونې په موخه ښو اثارو ته ادبي جایزې ورکړل شوې چې دې ټولو زموږ د داستاني ادبیاتو په وده او پرمختګ کې ښه نقش درلود. په دې موده کې ما هم ناولونه او لنډې کیسې ولیکلې (مینه او جګړه) ناول (مینه او وسواس) د لنډو کیسو ټولګه او د (شیطان څراغ) په نوم مې د طنزیه کیسو ټولګه او د ماشوم ادبیاتو په برخه کې مې څو نور اثار چاپ شول، دا چې څومره به پخپلو هڅو کې بریالی وم لوستونکي او کره کتونکي تر ما ښه قضاوت کولای شي.
مسعود: په اولسي او داستاني ادب کې د پښتو کیسو او نکلونو بېلابېل ډولونه شتون لري. دا کیسې او نکلونه له پیل نه تر پایه پورې په نثر، په نظم او په نثر او هم په نظم کې لیکل شوې دي. په دغو کیسو کې ډېرې داسې کیسې وې چې زموږ  د لرغوني ټبر کړه وړه په ګوته کوي او له هغو نه پاتې عشقي، حماسي  او جنګي کیسې شته چې شمېر یې ډېر دی، موږ په دې لړ کې د مومن خان او شیرینو کیسه یادولی شو، چې  د پښتو ادب هغه رښتینې معنوي  پانګه ده چې ډېرو شاعرانو د حکایتي داستان په بڼه او نکلچیانو په دې نوم شعرونه او داستانونه لیکلي دي.ګران سحر صاحب تاسو د پښتو کیسو او نکلونو په تړاو څه لید لرئ او دا راته وویاست د مومن خان او شیرینو کیسه چې زموږ د ولس په شفاهي ادبیاتو کې د پام وړ ځای، پوړۍ اومقام لري، دا کیسه څه وخت، چېرې او د چا له خوا ویل شوې ده؟
سحر: کیسې او نکلونه د شفاهي ادب یوه په زړه پورې او مهمه برخه ده دغه کیسې یو شمیر د مختلفو ملتونو سره ګډې دي او ځینې یوازې زموږ په خاوره او ملت پورې اړه لري. د مومن خان او شیرینو کیسه له هغو کیسو څخه ده چې دلته پیښه شوې ده، دغه کیسه د پښتو شفاهي ادبیاتو له زړو او مشهورو کیسو څخه ده، چې په پښتني کلتور کې ځانګړی مقام او ارزښت لري. د مومن خان او شیرینو کیسه د پښتنو د عشقي، تراژیدي او حماسي داستانونو یوه مهمه نمونه ده، چې له یوه نسله بل نسل ته په شفاهي ډول لیږدول شوې ده. 
دا چې دا کیسه چیري او څه وخت پیښه شوې ده لا په دې اړه کره څیړنې نه دي شوې. د کابل او ننګرهار په لاره کې یو ړنګ کلی او ورته نږدې یوه هدیره ده  ډیر خلک په دې نظر دي چې دا کلی چې فکر کوم(ډګري) نومیږي،  د مومن خان دی او هلته موجود څلور قبرونه د مومن خان، شیرینو، ظفرخان او هغې میرمنې بولي چې له دکن یا هندوستان څخه په مومن خان پسې راغلې وه. دا زموږ د ځینو خلکو نظرونه دي چې کومو څیړنو نه دي تایید کړي او تر اوسه په دې باره کې دقیق اسناد نشته، خو ځیني څېړونکي په دې باور دي چې د مومن خان او شیرینو کیسه  په شپاړسمه یا اوولسمه پېړۍ کې د پښتونخوا په جنوبي یا مرکزي سیمو  وزیرستان، بنو، یا د دې سیمو په شاوخوا کې پیښه شوې  ده. د مومن خان او شیرینو کیسه د پښتو شفاهي ادبیاتو په زړه پورې او ارزښتمن میراث دی چې له پیړیو راهیسې یې تر اوسه پورې یې خپل ارزښت ساتلی دی.
مسعود: هغه نکلونه او کیسې چې تر اوسه کومو شاعرانو نظم کړې دي  او له ساز او اواز سره زمزه کیږي  عشقي، جنګي، مذهبي او حماسي رنګ لري  چې د ساري په توګه د مومن خان او شیرینو داستان، د لیلا او مجنون کیسه، د نمرود کیسه، د حضرت علي جنګنامه، د ممتاز شهزاده او بوقلمون کیسه، د نیکه داستان، د امامانو کیسه، د یوسف او زلیخا کیسه  او بې شمېره نورې کیسې په پښتو ژبه نظم شوي دي. تاسې د دغو کیسو د مضمون، موضوع، منځپانګې په تړاو څه لید لرئ او د دغو کیسو او نکلونو موخه، وګړنی، هنري او ادبي، معنوي او رواني ارزښت څه ډول ارزوئ؟
سحر: هغه نکلونه او کیسې چې شاعرانو منظومې کړې دي، د پښتو کلتور او ټولنیز ژوند انځور په ښه او عام فهمه ډول وړاندې کوي او لوستونکو او اوریدونکو ته لا په زړه پورې کیږي، ځینې یې له ساز او آواز سره زمزمه کېږي. ما په ماشومتوب کې د خپلې سیمې له سیمه ایزو هنرمندانو څخه له موسیقي سره د پیغمبرانو او ولیانو او نورې مذهبي او عشقي کیسې اوریدلې دي چې تر اوسه مې هیرې نه دي او په اصطلاح هماغه خوند یې لا زما په ذهن کې پاتې دی غواړم هر وخت یې واورم خو هغه کیسې او سندرې زیاتره په پخوانیو کستونو یا فیتو کې ثبت شوې او زیاتره یې نوي سیستم ته نه دي اړول شوې نو ورکې شوې دي. ( د زرمت سندرې) په نوم په فیسبوک کې یوې پاڼې ځینې دغه کیسې ثبت او شریکې کړې دي چې زه یې تل اورم.
دا نکلونه او کیسې د پښتو ادب، فولکلور او زموږ د خلکو د ټولنیز ژوند یو په زړه پورې برخه ده چې د مختلفو موضوعاتو په اړه ښه پیغامونه لري. نه یوازې د تفریح او خوند لپاره مهمې دي، بلکې زیاتره یې د پند او اخلاقي روزنې لپاره هم مهمې او په زړه پورې دي.
مسعود: زموږ په اولسي او شفاهي ادب کې ځینې داسې نکلونه هم زموږ په اولس کې شته چې ځای او اولس یې په رښتینې توګه نشو ټاکلی لکه د ګلو او صنوبر کیسه، د حاتم طایې کیسه او نورې... سحر صاحب تاسو د دغو کیسو د وګړني، ادبي او معنوي ارزښت په تړاو څه لید لرئ؟
سحر: زموږ د شفاهي ادب نکلونه او کیسې او همدا کیسې چې تاسې یې یادونه وکړه د افغاني ټولنې په معنوی ژوند کې ډېر ارزښتناک ځای لري.  دا نکلونه او کیسې د خلکو تر منځ په پېړیو پېړیو کې له یوه نسله بل نسل ته په شفاهي ډول رسیدلې دي، چې دا د دې کیسو ارزښت ښیي د بیلګې په توګه حاتم طایي کیسه چې تاسې یاده کړه د سخاوت، مهرباني او انسانیت یوه بېلګه ده چې په خلکو کې د یوه خیرغوښتونکی او سخي شخصیت په توګه یادېږي. همدارنګه، د صنوبر نکل د مینې او وفادارۍ په اړه زموږ د ټولنې د احساساتو ښکارندوی دی. یوه لنډۍ ده وایي: 
څوک چې له یاره وفا غواړي
ماته کیسه د صنوبر را یاده شینه
همداسې نورې زیاتره کیسې د خلکو د عقایدو، ارزښتونو او ذهنیتونو منعکس کوونکې او د ټولنیزو اخلاقو او انساني ارزښتونو د پالنې لپاره مهمې ښوونیزې وسیلې دي. دا کیسې ساده او روانې وي زموږ د ژبې او کلتور په غني کولو مهم رول لري.
مسعود: د پښتو په وګړني  ادب (نثراو نظم) کې ډېرې داسې بېلګې او نمونې شته چې د تېرې زمانې کړه وړه ، دودونه او رواجونه، انګېرنې او روایتونه موږ ته په ګوته کوي چې موږ په دې لړ کې د نکلونو نارې، چاربیتې، بدلې، بګتۍ ،لوبې، داستانونه او کیسې (پلکوریک نثر او نظم)، د مروتو کسرونه، ازاد اولسي شعرونه، د آتڼ نارې، د ښادۍ بدلې د میندو سندرې، د هوتکو نارې، د کاکړو نارې او نورې یادولی شو.که چېرې د یادشوي وګړني ادب هره بېلګه وڅېړو نو ارومرو پکې یو ډول  کیسه تر سترګو کیږي. تاسې ملي نکلونه او اولسي نارې څه ډول ارزوئ او د دغو ملي نکولونو او اولسي نارو سایکلوژیک او رواني حالت، اروایي، معنوی، ادبي او ولسي ارزښت څرنګه څېړئ؟
سحر: نکلونه او ولسي نارې او کیسه ایزې سندرې نه یوازې د ادبي او هنري اړخه ډېر ارزښت لري، بلکې د سایکولوژیک، اروایي، معنوي او ټولنیزو اړخونو له مخې هم ډېرې ارزښتناکې دي. د خلکو په رواني روغتیا او ذهني پیاوړتیا کې د پام وړ ونډه لري.
 د دغو نکلونو له لارې د یووالي، وفادارۍ، نیکي او ټولنیزو اخلاقو روحیه په خلکو کې تقویه کېږي او زموږ راتلونکي نسلونه له خپلو ملي ارزښتونو او تاریخي ویاړونو څخه خبروي. د دې نکلونو او نارو له لارې، خلک هغه رواني ستونزې چې په خپلو ورځنیو چارو کې ورسره مخ دي، څرګندولی شي.  د دې ولسي نارو له لارې هم خلک خپل دردونه، خوښۍ، مینه او د ژوند تجربې په داسې طریقه بیانوي چې د اورېدونکو په روان باندې مثبت اغېز کوي. د ښځو سندرې، لکه د مېندو سندرې، د ماشومانو په روزنه او د مینې په څرګندولو کې د میندو د احساساتو بیانوونکې دي، او دا سندرې په ماشومانو کې یو ډول امنیت او خوندیتوب رامنځته کوي.
ملي نکلونه او ولسي نارې د پښتو ادب د شفاهي برخې مهم اړخ دی. دا نکلونه د تخیل له اړخه خورا غني دي. دوی ساده او عام فهمه ژبه کاروي، خو په دې کې هنري ارزښتونه هم ډېر پیاوړي دي. د نکلونو نارې او نورې ولسي سندرې او نارې د خلکو ترمنځ د یوه ګډ ادبي میراث په توګه د کلونو په اوږدو کې ژوندی پاتې شوي دي، چې د خلکو د ټولنیزو اړیکو، دودونو او کلتور څرګندوی دي. 
له بده مرغه باید ووایم چې زموږ زیاتره دغه فولکلوریکې سندرې او نارې د ورک کیدو او له منځه تلو په حالت کې دي ، ډیره برخه یې را ټولې شوې نه دي او په کتابي بڼه چاپ شوې نه دي، ځینې خو یې یو مخ هیرې دي د بیلګې لپاره د (مستوبلې) یادونه کولای شو چې هیڅ کار نه دی ورته شوی دا د اتڼ هغه نارې دي چې د ماشوم د زیږیدو په مناسبت به د کلي نارینه و ویلې او خوشحالې به یې څرګندوله دا نارې د پکتیا، پکتیکا، غزني او زابل ولایتونو په ځینو سیمو کې رواج وې چې اوس د هیریدو له خطر سره مخ دي. په وروستیو کلونو کې کاکړۍ غاړو ته څه نا څه کار وشو یو شمیر یې را ټولې او چاپ شوې خو لا ډیر کار ته اړتیا ده نورې چې تاسې یې یادونه وکړه لکه د مروتو کسرونه، د آتڼ نارې، د ښادۍ بدلې د میندو سندرې، د هوتکو نارې¸، دغه راز د نکلونو نارې، د ودونو سندرې لکه کنځاکۍ، د ماشومانو د لوبو سندرې او ډیرې نورې زیاتره د هیریدو او ورک کیدو له خطر سره مخ دي، هیله ده زموږ ځوان لیکوال دغې مهمې ملي دندې ته توجه وکړي او دا نکلونه، نارې او سندرې را ټولې کړي.
مسعود: مهرباني وکړئ د لویدیزو ادبي او هنري مکتبونو، لکه ريالېزم، جادویی ریالیسم او رومانتیزم په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ، او دا راته ووایاست کومو نامتو افغاني په تېره بیا پښتني لیکوالو خپل اثار د دغو مکتبونو په رڼا کې کښلي دي او  تاسې د دغو مکتبونو اغیز پر خپلو آثارو څه ډول څېړئ؟
سحر: ادبي مکتبونه په بېلابېلو وختونو کې د ټولنیزو، سیاسي، او حتی اقتصادي شرایطو په اساس منځته راغلي دي او هر یو یې خپل فکري او ټولنیز عوامل  او خپلې ځانګړې موخې یې لرلې.
مثلآ د ریالېزم مکتب اصلي موخه یا هدف دا و چې د ژوند واقعیتونه پخپله اصلي بڼه او تر ډیره په غیر خیالي بڼه وړاندې کړي. د ریالیزم د مکتب پیروان ټولنیزې ستونزې او د خلکو ورځني ژوند، او د ټولنې اقتصادي او ټولنیز وضعیت په رښتیني ډول بیانوي.
له دې وروسته د جادویی ریالیزم ادبي مکتب منځته راغی  په جادویي ریالیزم کې واقعیت او خیال په داسې ډول سره ګډېږي چې ترمنځ یې د بیلوالي کرښې نه احساسیږي یا ډیرې لږې څرګندیږي. 
 په رومانتیزم کې طبیعت ته ځانګړی ارزښت ورکول کېږي، د دې مکتب پلویان هڅه کوي چې د ژوند ښکلا، مینه، او فردي احساسات په یوه خیالي او جذابه بڼه وړاندې کړي. 
د افغاني ادبیاتو په بیلابیلو برخو کې د دې ادبي مکتبونو اغیزې لیدل کیږي تر اوسه پورې په دې برخه بشپړه او کره څیړنه نه ده شوې نه هم ما په دې اړه کومه دقیقه مطالعه او څیړنه کړې ده ممکن تیروتنه وشي او بیا دا خبرې د نورو لپاره د معلوماتو سرچینه وګڼل شي خو بیا هم ویلای شو زموږ پر ادبیاتو د نورو مکتبونو په نسبت د ریالیزم اغیز زیات دی په دې برخه کې د استاد سعدالدین شپون، نورمحمد تره کي، سلیمان لایق، استاد محمدصدیق پسرلي، نصیر احمد احمدي او ډیرو نورو داستان لیکونکو نومونه یادولی شو. او ویلای شو که څه هم جادویي ریالیزم په افغان ادبیاتو کې په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی، خو د ځینې معاصرو افغان لیکوالو په اثارو کې یې  اغېز لیدلای شو چې په خپلو اثارو کې یې د واقعیتونو او خیالي پیښو یو ترکیب وړاندې کړی دی زه د استاد اسد آسمایي، عبیدالله محک، ډاکتر محب زغم، عتیق رحیمي او انور وفاسمندر د ځینو اثارو یادونه کولی شم. همداسې  افغان لیکوالو د رومانتیزم د ادبي مکتب له ځانګړتیاوو څخه الهام اخیستی، او په خپلو اثارو کې یې طبیعت، احساسات، عشق، او فردي ازادي ستایلي. ځیني لیکوال داسې هم دي چې د یوه اثر له لیکلو مخکې ځان ته لاره ټاکي او بیا خپل اثر د یوه ځانګړي ادبي مکتب د نورمونو پر اساس لیکي. زه خپله د خپلو اثارو په باره کې نه شم ویلی کیدای شي پرې د ریالیزم د ادبي مکتب اغیز ډیر وي او په ځینو برخو کې په ناخود اګاه ډول له نورو ادبي مکتبونو څخه اغیزمن شوی یم.
مسعود: یو شمېر لیکوال په خپلو نا پېيلو پنځونو، داستانونو، ناولونو په تېره تکل او گپ و شپ کې خورا خوږه، او له طنز و کنايې ډکه ژبه او ځانګړی قلم کاروي. ستاسې بر اند د دې لامل څه دی؟ آیا تاسې هم په خپلو داستاني اثارو کې له طنز او کنایې څخه ډکه ژبه کارولې ده او که نه؟ 
سحر: زموږ دغه لیکوال چې په خپلو لیکنو کې طنز، کنایه، او ستاسې په خبره خوږه ژبه کاروي، ډېر ځانګړي ادبي وړتیاوې لري. دوی د ژبې له ښکلا، مختلفو سیمه ایزو کلماتو او ادبي صنعتونو سره ژوره بلدتیا لري، داسې لیکوالان د ټولنې نیمګړتیاوې، ناخوالې او ستونزې په ډېر هنر سره په طنزي ژبه بیانوي. ځینې لیکوال لکه استاد شپون ، منان ملګری، کاتب پاڅون، هارون یوسفي، او عبدالنافع همت په طبیعي ډول له خندا او طنز سره نږدې اړیکه لري او په ورځني ژوند او له ملګرو او دوستانو سره په ناسته ولاړه او مجلسونو کې هم ښې ټوکې کوي او خوږ مجلس یې کاوه یا کوي. دا او ځینې نور محترم لیکوال کولی شي خپلې خبرې په طنزي بڼه وړاندې کړي ځکه چې دا د دوی د شخصیت او کړو وړو ځانګړنه هم ده او په لیکونو کې یې دا طنزیه ژبه ډیره طبعي، اغیزناکه اوښکلې راځي. دا ډول نوښتګر لیکوال پر ژبه حاکم او د ژور ټولنېز درک  وړتیا لري، چې کولی شي په خپلو پنځونو کې خوږه او له طنز ډکه ژبه وکاروي، او دغه مهارتونه یې لیکنې ځانګړې او د لوستونکو لپاره په زړه پورې کوي. 
وایي بنده پخپل وس پړ دی ما هم تر خپله وسه هڅه کړې ده داسې څرکونه زما په چاپ شوي ناول او کیسو کې څرګندیږي او هم مې ځینې طنزیه کیسې لیکلې دي چې په کتابي بڼه چاپ شوې دي.
مسعود: مهرباني وکړئ د داستان د ډولونو په اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ، او دا راته وویاست چې په بهرني او زموږ په هیواد کې لومړني رومانونه او داستانونه کومو پېژندل شویو لیکوالو کښلي دي؟ 
سحر: د داستان د منځپانګې، موضوع، او سبک له مخې بېلابېل شکلونه لري. لکه عشقي، حماسي، مذهبي، خیالي، تاریخي، جنایي یا پولیسي، هیجاني، اخلاقي تدریسي، طنزي، علمي تخییلي، اخلاقي او نور....
او لکه څنګه چې پوهیږئ په بهرنیو ادبیاتو کې هماغه د سروانتس مشهور ناول دون کیشوت لومړنی ناول بلل شوی دی. 
او د افغانستان په پښتو او دري ادبیاتو کې لومړني ناولونه د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې راڅرګند شول، چې په لومړیو کې له بهرنیو ژبو څخه ناولونه زموږ دواړو ژبو ته راوژباړل شول او بیا افغاني ناولونه او داستانونه هم ولیکل شول معلومات وایي  چې علامه عبدالحی حبیبي په پښتو ژبه میرزا عطا محمد فیضاني په دری ژبه کې د ناول لیکنې مخکښان ګڼل کېږي او که یوازې په پښتو ژبه کې ووایو نو لومړنی ناول د استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د( ماه رخ )) ناول دی.
مسعود: تاسې کلیوالي او ښاري کیسې او مدرن او سنتي داستانونه یو تر بله څه ډول پرتله کوئ او توپیر یې په څه کې وینئ؟ د یو مدرن داستان د لیکلو لپاره د افسانې د لیکنو په دود باید کومې لارې او نظریې په کار واچول شي؟
سحر: دا کیدای شي زیاتره د موضوعاتو له مخې سره بیلې کړو په کلیوالي کیسو کې د کلیوالو سیمو ژوند، دودونه، کلتور او ټولنیز جوړښتونه بیانیږي. معمولا د طبیعت، بزګرۍ، کلتوري روایتونو، او د کلیوالو ترمنځ اړیکو په اړه خبرې کېږي. د دې کیسو پېښې اکثر په کلیوالي چاپېریال کې ترسره کېږي، او موضوعات یې هم هماغه کلیوالي موضوعات دي.
ښاري کیسې بیا د ښارونو ژوند بیانوي. په دې کیسو کې د ښاري ژوند ښېګڼې او ستونزې، د ښار د خلکو ورځنۍ چارې، د پرمختګ او ټکنالوژۍ اغېزې، او ټولنیز اختلافات راځي.
د توپیرونو په اړه یې ویلای شو چې کلیوالي کیسې په عمومي ډول ساده، دودیزې، او د عنعنوي ټولنو ځانګړتیاوې لري، خو ښاري کیسې عصري، پېچلې او د انفرادي او ټولنیزو فشارونو په اړه وي. د کلیوالو کیسو ژبه اکثراً ساده او عنعنوي ده، په داسې حال کې چې ښاري کیسې د پېچلو او عصري موضوعاتو له امله ژبني او فلسفي رنګونه هم خپلوي.
سنتي داستانونه اکثره وختونه له شفاهي ادب څخه سرچینه اخلي. دا کیسې په ساده او مستقیمه بڼه بیان شوي وي او د خلکو دودیز باورونه او کلتوري روایتونه پکې انځور شوي وي. په سنتي داستانونو کې عموماً خیالي نړۍ، اخلاقي ښوونې، د خلکو دودونه او مذهبي روایتونه ځای لري. 
مدرن داستانونه د عصري ادب یو نوی پړاو دی چې له سنتي فورمونو څخه خپلواک دی. دا کیسې اکثر وختونه د روایت په بڼه کې تغیرات لري.
مدرن داستانونه اکثراً په کرکټرونو او د دوی په داخلي رواني او احساساتي حالتونو باندې تمرکز کوي. او د یوې واحدې پایلې یا اخلاقي نتیجې پرځای، پیچلي مفاهیم وړاندې کوي. په دې ډول کیسو کې د کرکټرونو پیچلتیا، احساسات، او ذهني جوړښتونه په ژوره توګه څېړل کېږي. د پېښو د وخت او ترتیب په لحاظ آزاد وي. کیدای شي کیسه په ترتیب سره  بیان نه شي، بلکې مختلف وختونه او زاویې یو بل سره ګډ شوي وي. او د پیښې په بیانولو کې له نویو او مختلفو میتودونو څخه ګټه واخیستل شي. 
په دې ډول کیسو کې زیاتره دا معمول ده چې کیسه په نامکمل او غیر مشخص پای سره پای ته ورسېږي. او لیکوال د لوستونکو ذهنیت ته د پایلې پرېکړه پرېږدي.
په دې ډول کیسو کې ژبه معمولا شاعرانه، نوې او غیرمتعارفه وي. د کرکټرونو رواني حالات زیاتره په شاعرانه ډول انځوروي. دا داستانونه  پېچلي او د رواني او ژورو فلسفي مفاهیمو د انځورولو هڅه کوي.

مسعود: ستاسې له انده لنډه کیسه او ناول او بيا دا دواړه له نورو ناپېيلو(منثورو) ځېلونو رومانونه، (طنز، تکل، نندارمې يانمایشنامې، فیلمنامې...)، اسطورې، او حماسې د کیسې له لیکنې سره د میتود له پلوه څه توپیر او کومې ځانګړتیاوې لري؟
سحر: لنډه کیسه او ناول، لکه نور منثور ادبي ژانرونه (رومانونه، طنز، تکل، نمایشنامې ...)، د کیسې له لیکنې سره ډېر ورته والی لري، خو د هر یو ژانر ځانګړتیاوې، جوړښت او میتود توپیر لري. 
لکه څنګه مو چې د مخه وویل لنډه کیسه په خپل جوړښت کې محدوده ده او هڅه کوي چې په لږه موده کې یوه پېښه، شخصیت یا موضوع روښانه کړي.  معمولا یو ځانګړی پیغام لري  پیچلي پېښې او زیات شمېر کرکټرونه نه لري 
لنډوالی یې د دې لامل کېږي چې لیکوال اړ وي چې یوازې مهمې پېښې او کرکټرونه ځای کړي. د کیسې پیل، منځ او پای واضح او تر ناول لنډ وي.
ناول د موضوع په لحاظ ژور او مفصل وي او د ډېرو کرکټرونو، پېښو او پیچلتیاوو درلودونکی دی. ناولونه اوږده وي او کیسه په ډاګه کولای شي چې د کرکټرونو، زمان، مکان، او ټولنیزو حالاتو په ژور وضاحت تمرکز وکړي.
ناولونه د ګڼو کرکټرونو او څو اړخیزو کیسو په لرلو سره پیچلتیاوې لري
وخت او فضا په ژوره توګه  پکې څېړل کېږي، او کیسه د کرکټرونو د پرمختګ لپاره زیاته موده اخلي.
طنز په کیسه کې د طنز او مزاح په کارولو سره ټولنیزې ستونزې او کمزورۍ په نښه کوي. دا ژانر هڅه کوي چې د مسخرو، کنایې او ریشخند له لارې پېغام وړاندې کړي. لیکوال د طنز له لارې ټولنیز، سیاسي یا اخلاقي پیغام وړاندې کوي.
تکل یو ډول ادبي لیکنه ده چې شخصي تجربې، افکار، او مشاهدات بیانوي. په تکل کې د لیکوال شخصي ژوند او احساسات روښانه کېږي.
ننداره یا نمایشنامه یو ادبي ژانر دی چې د نندارې لپاره لیکل کېږي او ډراماتیک جوړښت لري او د کرکټرونو ترمنځ د مکالمو له لارې کیسه وړاندې کېږي.
اسطورې د پخوانیو افسانوي کیسو او روایتونو ټولګه ده چې له خیالي کرکټرونو او پیښو څخه ډکې وي. د اسطورو جوړښت په خیالي او افسانوي توکو ولاړ وي. حماسې هغه اوږدې کیسې دي چې د اتلانو، جګړو او لویو کارنامو په اړه خبرې کوي.
لنډه کیسه او ناول په خپل جوړښت کې له نورو ادبي ژانرونو څخه بېل دي، ځکه چې دواړه د یوې اوږدې یا لنډې کیسې په توګه جوړېږي. هر ژانر خپل ځانګړی میتود، ژبه، او موضوعات لري چې د لیکلو پر مهال یې باید په پام کې ونیول شي.
مسعود: تاسې په داستاني ادبیاتو کې مهمې سټې، د پاموړ څېرې، سترې پېښې او د پېښو ارزول او ټولنیز بدلونونه څه ډول څېړئ، او دا راته ووایاست ایا زموږ په ټولنه کې ادیبانو او لیکوالو په خپلو ادبي اثارو کې زموږ ټولنیز شرایط انځور کړي دي او که نه؟
سحر: په پښتو او نورو سیمه ییزو ادبیاتو کې، ادیبانو او لیکوالو د خپلو اثارو له لارې د ټولنیزو شرایطو انځورونه وړاندې کړي دي. 
افغان لیکوالان د خپلو شخصي تجربو، ټولنیزو تعاملاتو، او د خپل وخت د ستونزو په اړه لیکنې کوي. دې سره یې د ټولنیزو او کلتوري شرایطو د انځورولو لپاره وسیلې پیدا کړي دي.
په پښتو ادبیاتو کې تاریخي او فرهنګي ارزښتونه زیات ځای لري. لیکوالان د خپلو اثارو له لارې د پښتني کلتور او تاریخ د ساتنې لپاره هڅې کوي.
د داستاني ادبیاتو سټې، څېرې، او پېښې د کیسې د تحلیل یوه مهمه برخه ده، چې د ټولنیزو بدلونونو، کلتوري ارزښتونو، او تاریخي حالاتو د څېړلو لپاره مهمه وسیله ده. په پښتو ادبیاتو کې، لیکوالو د ټولنیزو شرایطو انځورولو په برخه کې زیات کار کړی دی، چې د ټولنې د وضعیت او بدلونونو په پوهېدو کې مرسته کوي.
مسعود: ستاسې پر اند داستان لیکونکي څه وکړي، ترڅو د هغه مينه وال( مخاطب) يې په چټکۍ سره داستان ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي؟
سحر:  زما په نظر په لومړي ګام کې  د کیسې قوي او ښه پیل د لوستونکي توجه جلبوي.
په کیسه کې لوبیدونکي کرکترونه باید جالب، پیچلي او د هغوی رواني حالات د احساس وړ وي.
 د ژبې ښکلا ته پاملرنه  او د کیسې د نثر خوږوالی دغه راز د پیښې د ځای، وخت، او حالت تفصیل په داسې ډول وړاندې کړئ چې لوستونکی له کیسې سره یو ځای سفر وکړي او ځان په پیښه کې شریک احساس کړي. د پېښې یا پیښو لړۍ باید داسې روانه وساتل شي چې لوستونکی یې د پایلو په اړه وړاندوینه و نه کړي او لوستونکی تل له نوو او ناپېژندل شوو واقعیتونو سره مخ شي.
په کیسه کې باید داسې ټکرونه رامنځته شي چې لوستونکی یې د هواري لپاره دلچسپي ولري خو دا ټکرونه باید تصادفي او غیر طبعي نه وي. په کیسه کې تلوسه له پیله تر پایه وساتل شي.
که په لنډو یې ووایو د داستان لیکونکي لپاره مهمه ده چې د کیسې پیل، شخصیتونه، پېښې، ژبه، او شخړې او ټکرونه داسې وکاروي چې لوستونکي په چټکۍ سره کیسې ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي. 
مسعود: تاسې هغه داستاني آثار، چې د خیال، رویا او عیني موضوعاتو، پرته لیکل شوي وي څه ډول ارزوې؟
سحر: دا ډول آثار زیاتره  د ریالیزم یا واقعیت‌پالنې په چوکاټ کې راځي. دا داستانونه په خاص ډول پر هغو موضوعاتو تمرکز کوي چې له واقعي ژوند سره ژورې اړیکې لري، پرته له دې چې په خیال یا غیر واقعي عناصرو تکیه وکړي. داسې لیکنې د ورځني ژوند ریښتینې پېښې او حالتونه بیانوي، لکه ټولنیز، اقتصادي او اخلاقي موضوعات. کرکټرونه یې عموماً د عادي خلکو له منځه وي، د هغوی د ژوند ستونزې، احساسات او چلندونه په ریښتیني بڼه انځوروی، د دې ډول آثارو ژبه عموماً ساده، خو روښانه او جدي وي، پرته له اغراق او پیچلتیا. دا آثار د ټولنې ناخوالې، نابرابرۍ او ستونزې ښکاره کوي او د لوستونکو لپاره د ژوند ریښتیني اړخونه وړاندې کوي او د هغو پېښو او حالتونو په اړه یې ژور فکر او پوهاوی ته هڅوي چې په ټولنه کې یې تجربه کوي.
مسعود: تاسې په خپلو داستاني آثارو او لیکنو کې له خپل پلرني ټاټوبي سره خپل ځانګړې اړیکې ساتلي دي او که هغه سوژې مو په کارولي دي چې د سفر او کډوالۍ پر مهال مو په خیال کې راغلي دي؟ او دا راته وویاست آیا د جلاوطنۍ، کډوالۍ درد ستونزو او ناخوالو ستاسې پر لیکنو او داستاني آثارو باندې کوم جوت اغیز لرلی او که نه؟
سحر: زما په اثارو کې لکه د بل هر افغان لیکوال زیاتره د خپل وطن موضوعات ډیر دي نږدې ټولې سوژې مې د ګران وطن افغانستان د خلکو له ژوند څخه را اخیستې دي. د جلاوطني درد طبعآ سخت وي او په شعرونو او داستانونو کې  ځان څرګندوي رحمان بابا فرمایي:
دا دستور دی چې له درده زګیروی خیږي
ګنی څه و د رحمان له شاعريه
له وطنه د لیرې والي دردونه عادي دردونه دي څومره چې د سړي په ژوند تاثیر لري همدومره یې په اثارو کې هم ځان را ښکاروي خو موږ چې هر ځای یو روحآ په وطن کې یو خوبونه مو د وطن وي شعرونه مو د وطن وي او دردونه مو د وطن وي. 
مسعود: زموږ یو شمیر پنځوونکي او لیکوال په بیلابیلو دورو کې د مجبوریتونو له مخې له هیواد نه بهر په ایران، پاکستان، اروپا او امریکا کې کډوال شوي دي، پرته له یو شمیر شمیرلي کسانو، نور خپل هیواد ته نه دي تللي.تاسې دغه لامل څه ډول ارزوئ؟
سحر: په تیره تقریبآ نیمه پیړۍ کې زیات شمیر افغانان کډوالي ته مجبور شوي له دې جملې څخه زموږ زیات شمیر لیکوال او شاعران هم د خپل وطن پریښودو ته اړ شول دا که له یوې خوا زموږ د وطن لپاره نه جبیره کیدونکی زیان لري له بلې خوا یې ځینې ګټې هم لرلې دي زموږ لیکوالو په بهر کې نورې ژبې زده کړې او د نړۍ له ادبیاتو سره اشنا شول داچې یو شمیر یې خپل وطن ته بیرته را ستانه نه شول ډیر علتونه لري یو دا چې دوی اوس په بهر کې د ځان لپاره ژوند جوړ کړی دی څوک دندې او کارونه لري اولادونه یې مختلفو ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي بل خوا د افغانستان بې ثباتي چې یو وخت یو ډول حکومت وي او د بیان ازادي وي خو بل وخت بیا بل نظام او چا ته د خپل نظر څرګندولو ازادي نه وي زموږ وطنوال چې ګاونډیو او نسبتآ وروسته پاتې هیوادونو ته مهاجر شوي دي زیاتره یې بیرته نه دي راغلي لیکوال او شاعران مو زیاتره اروپایي هیوادونو ، امریکا، کاناډا او استرالیا ته مهاجر شوي دي چې د ژوند سطحه لوړه او د روغتیا او زده کړو امکانات زیات او ښه دي.
دا چې څوک وطن ته راغلي او یا نه دي را ستانه شوي د هر چا خپله پریکړه ده او د درناوي وړ ده که راشي د وطن په ګټه به وي خو زه ورته یو وړاندیز لرم زموږ لیکوال که په هر هیواد کې دي که د هغو هیوادونو کتابونه زموږ ژبو ته را وژباړي ډیر لوی خدمت به یې کړی وي زه هیله لرم هر بهر میشتی لیکوال دا ملي دنده هیره نه کړي. 
مسعود: د یوه داستان او ناول په رامنځته کیدو کې د یوه هیواد بیلابیلې پدیدې لکه جګړه، بیوزلي، او کډوالي او داسې نور... څه اغیز لري؟ تاسې په څپلو آثارو کې جګړه او د جګړې ضد دریځ څه ډول انځور کړی دی؟
سحر: دا پدیدې چې تاسو یې یادونه وکړه د انسانانو په ژوند ژور اغېز لري. لیکوال هم د ټولنې د نورو وګړو په څیر او آن زیات له جګړې، بیوزلي، او مهاجرت څخه متاثر کیږي  نو په دې موضوعاتو داستانونه لیکي.
 جګړه، بېوزلي، کډوالي، سیاسي ناورینونه او نور ټولنیز بدلونونه هغه پدیدې دي چې د یوه داستان او ناول په رامنځته کېدو کې ژور اغېز لري. دا پدیدې نه یوازې د کیسې موضوع او پېښو جوړښت ټاکي، بلکې د شخصیتونو په وده، د کیسې په فضا او ټولنیز پیغام کې هم مهم رول لوبوي. د داستاني ادبیاتو لیکوالان له دې پدیدو څخه ګټه اخلي ترڅو د ټولنې ریښتیني ستونزې او تجربې انځور کړي او لوستونکو ته د ژوند موجود واقعیتونه او پیچلتیاوې وړاندې کړي. 
له نږدې نیمې پیړۍ را هیسې د افغان لیکوالو په کیسو او ناولونو کې جګړه او د جګړې له امله رامنځته شوې ستونزې لکه مهاجرت، فقر او سیاسي بې ثباتی ځانګړی ځای لري له هغې جملې څخه زما په اثارو کې هم جګړه او د جګړې ضد موضوعات ډیر دي زما ناول (مینه او جګړه) د افغانستان د جګړې او ‌ډیره برخه یئ د کابل د تنظیمي جګړو په اړه لیکل شوی دی. زما زیاتره لنډې کیسې او آن طنزونه د جګړې په اړه او د مرګپال فکر پر ضد دي.

مسعود: د ځینو لیکوالو پر اند د یوه هیواد ادبیات هغه وخت وده او پرمختګ کوي، چې له سیاست څخه بیل او یا په بله ژبه له هغه څخه واټن ولري، که چیرې دا خبره پر ځای وبولو، د نړۍ ډیرو سترو لیکوالو سیاسي اندیښنې درلودې لکه (کوندرا، داستایوفسکي، چخوف) او داسې یو شمیر نورو، چې ټولو یې سیاسي لرلید درلود، تاسې د یو لیکوال، رو ښاندي او فرهنگي سټې په توګه په دې اړه څه لید لرئ؟
سحر: په دې اړه مختلف لیدلوري شته چې زیاتره له ادبي مکتبونو څخه سرچینه اخلي یو شمیر لیکوال او منتقدین باور لري چې ادبیات هغه وخت ښه وده کوي چې له سیاست څخه لیرې وي او ادبیات باید له هر ډول سیاسي اغېزو او ایډیالوژیکو محدودیتونو څخه ازاد وي ترڅو خلاقیت وده وکړي. که ادبیات له سیاست سره وتړل شي، کیدای شي لیکوال  تر سیاسي فشارونو او ځینو بندیزونو لاندې لیکلو ته اړ شي، چې د ادبي اثارو کیفیت او بېطرفي ته زیان رسوي.
خو ځیني نور لیکوال او ادبپوهان بیا باور لري چې ادبیات او سیاست نه شي جلا کېدای، او برعکس، سیاسي لیدلوری او ټولنیز شعور کولی شي ادبیاتو ته ژوروالی او لا ارزښت ورکړي.
 ادبیات له ټولنیزو او سیاسي حقیقتونو څخه راپورته کېږي. لکه څنګه چې همدې لویو لیکوالو چې تاسې یې یادونه وکړه او ډیرو نورو په خپلو اثارو کې د انسانانو په ژوند کې د سیاسي ستونزو، ټولنیزو فشارونو او اخلاقي مسایلو په اړه لیکنې کړې دي. د دوی سیاسي لیدلوري د هغوی په اثارو کې څرګند دي.
ادبیات په تېرو وختونو کې ډېر ځله د سیاسي او ټولنیز بدلون لپاره وسیله ګرځېدلي دي. لوی لیکوالان لکه داستایوفسکي او چخوف د خپلو سیاسي او ټولنیزو اندیښنو له لارې د خپلو اثارو په واسطه ټولنې ته د نوي فکر، پوهاوي او بدلون بلنه ورکړې ده.
 ډېری وخت، ادبیات هغه وخت خپل ټولنیز ارزښت تر لاسه کوي کله چې سیاسي مسایل او د فرد ازادي تر بحث لاندې راولي. مثلاً د کوندرا په اثارو کې د دیکتاتوري رژیمونو په مقابل کې د فرد مقاومت او ازادي غوښتنه مطرح کېږي. داستایوفسکي هم په خپلو اثارو کې د انسان رواني او فلسفي کړاوونه چې د سیاسي او ټولنیزو فشارونو له امله راولاړېږي، انځوروي.
 ستر لیکوالان اکثرآ د عمومي انساني تجربو له لارې د سیاست اغېزې بیانوي. دوی د سیاست په اړه ښکاره خبرې نه کوي، بلکې سیاست د انساني ژوند په ترڅ کې ښيي. مثلاً، چیخوف په خپلو ډرامو او لنډو کیسو کې سیاسي او ټولنیزې ستونزې په خورا هنري انداز او دقت سره وړاندې کړې دي، پرته له دې چې سیاست په مستقیم ډول محور وګرځوي.
ادبیات او سیاست هم تړاو لرلی شي او هم بېل کېدلی شي، او دا په دې پورې اړه لري چې لیکوال څومره خلاقیت، پوهه او د موضوعاتو وړاندې کولو وړتیا لري. 
مسعود: د داستاني آثارو په لیکنه کې سیاست او مذهب، سياسي او مذهبي لاملونه يا فکتورونه د یوه داستان پر منځپانگه، موضوع او مضمون څه اغیز لري؟
سحر: په داستاني آثارو کې سیاست او مذهب دواړه مهم او اغېزناک دي چې د یوه داستان پر منځپانګه، موضوع، او مضمون ژوره اغېزه لري. دا دواړه فکتورونه د بشري تجربو او ټولنیزو جوړښتونو پر اساس ولاړ دي او په تاریخي، کلتوري، او ټولنیزو بدلونونو کې  جوړونکی رول لري، ځکه چې ډېری وختونه لیکوالان له سیاسي او مذهبي مسائلو څخه الهام اخلي. مثلاً، سیاسي بدلونونه، جګړې، انقلابونه، ټولنیزې نابرابري، او ظلمونه هغه موضوعات دي چې د سیاست له امله په داستاني آثارو کې منعکسېږي. په همدې ډول، مذهبي باورونه، روحانیت، عقیدې، او اخلاقي اصول هم د داستان موضوعاتو لپاره الهام بخښونکي کېدای شي.
داستاني آثار اکثره د هغو ټولنیزو او کلتوري شرایطو عکس العمل وي چې لیکوال ورسره مخ دی. سیاسي بدلونونه لکه د استعمار مخالفت، دیموکراتیک حرکتونه، یا د ټولنیز عدالت غوښتنې کمپاینونه، د لیکوال په فکر او نثر کې راڅرګندېږي. 
عرفاني ادب هم د مذهبي تحریکونو او تصوف له لارې رامنځته شوی.
په ټوله کې، سیاست او مذهب د داستاني آثارو پر جوړښت او منځپانګه ژوره اغېزه لري، او دا دوه عوامل د لیکوالانو لپاره د الهام او فکر کولو سرچینې وي چې د هغو له لارې خپلې تجربې او نظریات لوستونکو ته وړاندې کوي.
مسعود: له سانسور پرته یوه آزاده او دیموکراتیک تشيال( فضا)، د داستاني آثارو په لیکنو کې د یو لیکوال په هڅونه او لمسونه کې څومره رول او نقش لري؟
سحر: د داستاني آثارو په لیکلو کې یوه آزاده او دیموکراتیکه فضا د لیکوال په هڅونه کې لوی او مهم رول لري. په داسې یوه فضا کې لیکوالانو ته د فکر او بیان آزادي ورکول کېږي، چې هغوی ته د نوو او نوښتګرو نظریاتو، مفاهیمو، او موضوعاتو د څرګندولو زمینه برابریږي او لیکوالان له هر ډول محدودیت پرته خپلو افکارو او تخلیق ته وده ورکوي. د سانسور نشتوالی هغوی ته اجازه ورکوي چې خپلې اصلي او ریښتینې تجربې، احساسات، او نظریات په خورا اخلاص او صادقانه ډول څرګند کړي. 
په سانسور لرونکو ټولنو کې لیکوالان مجبور دي چې له سیاسي، مذهبي، یا ټولنیزو ننګونو او شخړو څخه لرې پاتې شي او ډیر څه یې چې په زړه کې وي نالیکلي پریږدي.
 په آزاده او پرانیستې ټولنه کې، لیکوالان کولای شي هغه موضوعات، مسائل او مفکورې وپلټي چې په سانسور شویو ټولنو کې له خطر سره مخامخ دي. دا موضوعات کېدای شي سیاسي فساد، اجتماعي نابرابري، بشري حقونه، د جنسیت او نژاد موضوعات، د منل شویو نظرونو نقادانه ارزونه، او نور مسایل شا مل وي. په دې ډول چاپېریال کې لیکوالان کولی شي د ټولنې یا نړۍ پیچلې او متنازع مسئلې وڅېړي او خپل پېغام خلکو ته ورسوي.
په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې لیکوالان دا فرصت لري چې د ټولنیز او سیاسي بدلونونو لپاره په ازاد ډول خپل نظرونه وړاندې کړي. دوی کولی شي پر واکمنو نیوکې وکړي، د ټولنې نابرابرۍ، ظلم او فساد ته ګوته ونیسي، او د اصلاحاتو او عدالت لپاره لیکنې وکړي.
په یوه آزاد فضا کې، لیکوالان د بېلابېلو فکري او سیاسي لیدلورو په اړه لیکل کولای شي، چې دا د ادبیاتو په تنوع او بډاینه کې مرسته کوي. بېلابېل سیاسي، مذهبي، او فلسفي نظرونه د دې فرصت ورکوي چې ادبي نړۍ ډېره پراخه او رنګینه شي، او لوستونکي له مختلفو مفکورو او کلتوري تجربو سره آشنا شي. 
آزاده فضا د انتقادي فکر وده هڅوي، چې په ادبیاتو کې ډیر مهم دی.
په داسې یوه فضا کې لیکوالان نه یوازې د خپل زړه خبرې کوي، بلکې لوستونکو ته د آزادو او بې سانسوره خبرو اوریدلو او په اړه یې د فکر کولو فرصت هم برابروي. د بیان آزادي د دې سبب کېږي چې لیکوالان خپل داستانونه او پیغامونه په اغېزمنه توګه وړاندې کړي، چې دا د ادبياتو او ټولنې دواړو لپاره ګټور وي.
مسعود: ستاسې داستاني آثار د هیواد د ننه او بهر د رادیواوتلویزون له لارې خپاره شوې دي او کره کتنې ورباندې شوې ده او که نه؟ که هغه خپاره شوې دي، تاسې په خپلو وروستیو داستاني لیکنو او هنري کارونو کې يې د هغه اغیز څه ډول څیړئ؟ 
سحر: هو زما ځینې اثار شعرونه، کیسې او طنزونه د افغانستان د رادیوګانو ، تلویزیونونو او نړیوالو راډیوګانو لکه بی بي سي، ازادي او اشنا راډیو ټلویزیون له لارې خپاره شوي دي او کره کتنې ته هم وړاندې شوي دي. طبعي ده چې د اثارو خپریدل د لیکوال په هڅونه کې ډیر رول لري او کره کتنه لیکوال ته د هغه د اثارو نیمګړتیاوې ډیرې ښې په ګوته کوي او لیکوال د هغو په رڼا کې خپل اثار اصلاح کوي زما په اثارو یې ډیر ښه اغیز درلود. هغو نیمګړتیاوو ته چې زه هیڅ متوجه نه وم د کره کتنې به پایله کې ورته متوجه شوی یم او بیا مې د نورو لیکنو په وخت کې ورته پام کړی دی.
مسعود: ادبي کره کتنه څه ډول ارزوئ، او کله داسې هم پیښه شوې چې تاسې پر خپلو آثارو او یا د نورو لیکوالو پر اثارو کره کتنه ترسره کړې وي؟
سحر: ادبي کره کتنه د ادبي آثارو د تحلیل، ارزونې، او تفسیر پروسه ده چې د یو اثر ادبي ارزښت، منځپانګه، تخنیکونه، او موضوعاتو ته ژور نظر کوي. کره کتنه نه یوازې د اثر ښکلا او تخلیقي اړخونه شنې، بلکې د لیکوال فکر، د هغه ټولنیز او سیاسي چاپېریال، او په ټولنه او ادب باندې یې اغېزې هم څېړي.
کره کتنه د ادبي آثارو د ارزښت او اهمیت په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. دا نه یوازې د لوستونکو لپاره د ادبي اثر د معنا او پېغام درک کولو زمینه برابروي، بلکې لیکوالانو ته هم د ځان اصلاح او پرمختګ موقع ورکوي. د کره کتنې پروسه د ادبیاتو د ودې او پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري، ځکه چې دا د ادب په اړه ژور فکر، علمي ارزونې، او پوښتنې راپورته کوي، او لیکوالان هڅوي چې په خپلو کارونو کې نوښت او ژورتیا ته وده ورکړي.
له تیرو دوو لسیزو را هیسې په افغاني ادبیاتو کې کره کتنه تر پخوا زیاته او تر یو څه حده معیاري شوې ده د ادبي ټولنو په غونډو او مختلفو ادبي بهیرونو کې په ادبي اثارو منظمې کره کتنې شوې دي او همداسې یو شمیر ادبپوهانو او کره کتونکو په داستاني ټولګو او ناولو کره کتنې لیکلې دي. ما هم  په ادبي غونډو کې په کره کتنو سربیره په یو شمیر کیسو او ناولونو نقدونه لیکلي دي، د دې تر څنګ مې پر یو شمیر افغاني فلمونو هم نقدونه کړی دي.
مسعود: په یوه ټولنه کې چې د گروهو(عقایدو) او فرهنګ سانسور وي، ستاسې پر اند پر شاعر، لیکوال او داستان لیکونکي څه نقش و اغیز درلودای شي، څه ډول مبارزه ورته په کار ده ؟
سحر: په هغه ټولنه کې چې سانسور موجود وي، شاعر، لیکوال او داستان‌ لیکونکي له جدي محدودیتونو سره مخ کېږي. سانسور د دوی د بیان ازادي محدودوي، خو دوی کولی شي پخپلو لیکنو کې له کنایې، طنز، استعارو، او سمبولیزم  څخه کار واخلي ترڅو خپلې نظریې ټولنې ته ورسوي. د ښکاره انتقاد پر ځای د پېچلو ادبي ژانرونو او سبکونو له لارې حقایق بیان کړي، او د خپلو لیکنو له لارې د لوستونکو په پوهاوي او فکري بدلون کې رول ولوبوي. هغوی باید د خلاقیت له لارې له سانسور سره مقابله وکړي، او خپل پیغامونه په داسې بڼه وړاندې کړي چې د سانسور په تیارو کې هم اغېزمن وي. نن چې زموږ په ټولنه کې سانسور حاکم دی زیاتره لیکوال نه شي کولای خپل نظرونه په واضیح ډول پخپلو لیکنو کې څرګند کړي خو بیا هم وینو چې ځینې لیکوال او شاعران له کنایې او سمبولیزم څخه په ګټې اخیستنې ځینې لیکنې کوي او خپل نظر په یو شکل څرګندوي په ځینو مشاعرو کې لیدل کیږي چې یو شمیر شاعران پخپلو طنزیه شعرونو کې په واکمن حالت نیوکې کوي.
مسعود: یو شمیر ادیبانو، شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرانه کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو منظوم او منثور اثار ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو اثارو ژباړه او یا زموږ د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟
سحر: افغاني ژبو ته د بهرنیو اثارو ژباړه او هم برعکس ډیره مهمه مسله ده چې باید موږ ټول ورته ډیره پاملرنه وکړو له نیکه مرغه په وروستیو کلونو کې زموږ ژبو ته یو شمیر بهرني اثار را ژباړل شوي دي په دې لړ کې ما هم یو شمیر طنزیه کیسې را ژباړلې دي، خو دا بسنه نه کوي لازمه ده موږ د ژباړې یو ملي مرکز ولرو چې له لارې یې هم خورې ورې ژباړې همغږې شې یعني داسې به نه وي چې یو اثر څو کسان او څو څو ځله وژباړل شي او بل به د ژباړې بهیر منظم او ګړندی شي. موږ په جرمني کې د (پل کلتوري ټولنې) په چوکاټ کې د ژباړې مرکز جوړ کړی دی هڅه کوو یو شمیر جرمني اثار پښتو او دري ته وژباړو او هم افغاني اثار جرمني ژبې ته وژباړو. حقیقت دادی چې زموږ په ژبو کې زیات اثار نشته موږ باید ډیر بهرني اثار خپلو ژبو ته را وژباړو دا زموږ د ادبیاتو په پراختیا او پرمختیا کې ډیر مهم رول لري یو خوا زموږ په ژبه کې مختلف اثار زیاتیږي او له بلې خوا زموږ وطنوال له بهرنیو اثار او ادبیاتو سره اشنا کیږي نو په کار ده د بهرنیو کتابونو ترجمې ته زیاته پاملرنه وشی.
مسعود: د هنر، ادب او داستان لیکنو په برخو کې د نړۍ خورا نامتو او پېژندل شوي لیکوال څوک دي، چې د خپله ځانه یې عالي، په زړه پورې او تلپاتي شاهکارونه او آثار تر شا پریښي دي. هیله ده، په دې برخه کې رڼا واچوئ او د دوی نومونه او اثار راته په ګوته کړئ؟
سحر: د داستان لیکنې په برخه کې ګڼ شمېر لیکوالان شته چې په خپلو غوره او تلپاتې اثارو سره یې نړیوال شهرت ګټلی دی دا لیکوالان د مختلفو ژانرونو، موضوعاتو، او فکري او ادبي مکتبونو استازیتوب کوي.  له دې ډلې څخه د ځینو مشهورو لیکوالو او د هغوی د اثارو یادونه کولی شو.
د انګلیسي ژبې تر ټولو مشهورلیکوال او شاعر ویلیام شکسپیر چې مشهور اثار یې هملټ او رومیو او ژولیت دي مشهور روسي لیکوال  لیو تولستوی مشهور آثار یې جګړه او سوله او انا کارنینا بل نامتو روسي لیکوال  داستایفسکي  دی چې مشهور آثار یې قمار باز، د کارامازوف وروڼه، جرم او سزا، بیچاره ګان او تر ځمکې لاندې یاداشتونه دي. ماکسیم ګورکي بل مشهور روسی لیکوال دی چې مهم اثار یې مور، زما پوهنځي  او نور  امریکایي لیکوال ارنست هیمنګوې  مهم اثار زوړ سړی او سیند ، د جګړې په وخت کې مینه.
 ایرلنډی لیکوال جېمز جوېیس مشهور آثار اولیس ، ډوبلینیان او د یوه ځوان هنرمند انځور.  ګابریل ګارسیا مارکز  کولمبیایي لیکوال چې  سل کاله یوازیتوب او د طاعون په وخت کې مینه یې لیکلي دي،  انګلیسي لیکوال جورج اورول  مشهور آثار یې ۱۹۸۴ ، د حیواناتو فارم  او د کشیش لور دي.
چکي لیکوال کافکا چې مسخه ، محاکمه او نور اثار یې مشهور دي.
بله انګلیسي لیکواله ویرجینیا وولف ده چې مشهور آثار یې میرمن  دالووي، د فانوس په لور دي. 
فرانسوي لیکوال بالزاک مشهور آثار یې زنبق دره، انساني کومیډي، دیرش کلنه ښځه او اوژني ګراند دي، دغه راز روسي لیکوال انتون چیخوف چې تلپاتې لنډې کیسې او ډرامې یې لیکلي دي همداسې نور ډیر لیکوال دي چې نړیوال ارزښت لرونکي اثار یې پنځولي دي.
مسعود: همدا راز موږ افغاني لیکوال لرو چې زیات رومانونه یې کښلي دي لکه: د هیواد د پیاوړي لیکوال ښاغلي داکتر ببرک ارغند د (لبخند شیطان)،( ۱۱۴۳) پاڼې، (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (۵۰۰) پاڼې، (کفتر بازان)، (۵۰۰) پاڼې، ستر او لوی رومانونه د خوږ ژبي لیکوال ښاغلي داکتر صاحب اکرم عثمان  د (کوچهء ما) تاریخي رومان او داسې نور رومانونه لکه: (ښایستو)، (و، نه و یو شپون و) د پوه او مخکښ لیکوال ښاغلي سعدالدین شپون په قلم، (په کور یو لیونی)، د  قدر وړ او ښه لیکوال ښاغلي محمد انور وفا سمندر لیکنه، (مینه او جګړه) ستاسې په زړه پورې اثر او نور... لرو. تاسې څه فکر کوئ زموږ په هیواد کې رومان لیکنه به د سیمې له هیوادونو په تیره بیا زموږ د هم ژبو هیوادونو سره سیالي او رقابت وکړای شي او که نه؟
سحر: په افغانستان کې د رومان لیکنې تاریخ او د لیکوالانو د تخلیقي هڅو په رڼا کې کولای شو ووایو چې افغان لیکوالو د پام وړ آثار رامنځته کړي او د سیمې د هېوادونو سره د سیالۍ وړ آثار وړاندې کړي دي. 
لکه څنګه چې تاسې د ځینو مخکښو افغان لیکوالانو لکه ډاکټر ببرک ارغند، ډاکټر اکرم عثمان، استاد سعدالدین شپون، او محمد انور وفا سمندر یادونه وکړه، دې او نورو افغان لیکوالو لکه استاد پسرلي، عبیدالله محک، اکبرکرګر، استاد اسدالله غضنفر، نصیر احمد احمدي، سیامک هروی، ایمل پسرلي ، محب زغم،  اجمل پسرلي، صفیه حلیم،  مصطفی سالک ، عارفه عمرلور، وږمه سبا عامر، توباندا ساپۍ....د خپلو تخلیقي او فکري وړتیاوو له مخې خورا مهم آثار لیکلي دي. 
د افغانستان ځانګړو شرایطو لکه جګړې، انقلابونه، او مهاجرتونو هم د لیکوالو لپاره د لیکلو ګڼ موضوعات رامنځته کړي دي.
د دې لپاره چې افغان داستاني ادبیات د سیمې په کچه او نړیواله کچه سیالي وکړي، یو له مهمو عواملو څخه نړیوال بازار ته لاره موندل دي. که افغان رومانونه وژباړل شي او په نړیواله کچه خپاره شي، نو د دې امکان شته چې دا آثار نړیواله پېژندنه ترلاسه کړي. لکه څنګه چې ځینې ایراني او هندي لیکوالان نړیوال شهرت ته رسېدلي، افغان لیکوالان هم کولای شي د خپل ادب غږ نړیوالو ته ورسوي. موږ ډیر داسې اثار لرو چې د سیمې او نړۍ له ادبیاتو سره سیالي کولی شي که دغه آثار په سمه توګه نړیوالو ته معرفي شي او د ژبې له محدودیتونو راووځي، نو ډېر امکان شته چې افغان رومان لیکوالان د سیمې په کچه سیالي وکړي او د نړیوالو لیکوالانو ترڅنګ ودرېږي.
مسعود: موږ غښتلي او پیاوړي لیکوال لرو لکه غوث خیبري، ارواښاد امین افغان پور، اکبرکرګر، عبدالروف قتیل خوږیاني، راحت زاخیلي، او نور... چې د ټولو یادونه ډیر وخت نیسي، خو لکه څرنګه چې ښایي د هغو اثارو په خپراوي او پیژندنه کې د پام وړ کار نه دی شوی. تاسې یې دک و دلیل په څه کې وینئ؟ دولتي چارواکي تل د نشت په اړه خبرې کوي خو هغه څه چې شته د هغو په باب چوپه خوله دي.
سحر: نه یوازې دا قدرمن لیکوالان چې تاسې یې یادونه کړې ده نه دي ستایل شوي او اثار یې خلکو ته ښه نه دي ورپیژندل شوي زموږ نور زیات شمیر لیکوال هم نه دي یاد شوي د همدغو او ځینو نورو محترمو لیکوالو ځینې اثار حتی چاپ شوي نه دي او یا تر ډیرو خلکو پورې نه دي رسیدلي. زموږ یو شمیر لیکوال چې وفات شوي دي ځیني اثار یې چاپ شوي نه دي او ضایع شوي دي دلیل یې ښایي دا وي چې یو خو دولتي ادارې خپل کارونه پخپل وخت او په ښه توګه سر ته نه رسوي او بل موږ داسې خلک یو چې ډیرو مهمو مسایلو ته توجه نه کوو ، په دولتي ادارو حساب باید ونه شي خو زموږ کلتوري ټولنې باید دې ته ډیره توجه وکړي.
مسعود: ستاسې له انده زموږ د هیواد د هنر، ادب او فرهنګ د پراختیا او پرمختګ په لاره کې کومې ستونزې او خنډونه پراته دي. آیا زموږ لیکوال، رسنوال( ژورنالیستان) او د ډلیزو رسنیو کارکوونکي کولای شي د دغو ستونزو او خنډونو پر وړاندې مبارزه وکړي؟ مهرباني وکړئ په دې اړه خپل لید را سره شریک کړئ؟
سحر: په اوسنیو شرایطو کې زموږ د هنر او فرهنګ په لاره کې ډیرې ستونزې شته تر ټولو مهم خنډونه د بیان ازادي نه شتون او اوسني بندیزونه دي چې له امله یې د هنر او فرهنګ په ځینو ډګرونو کې حتی هیڅ کار نه شي کیدلای وروستي بندیزونه خو زموږ د هیواد نیمایی نفوس یعنی میرمنې په دې برخه کې له کار و فعالیته محروموي چې بې له شکه زموږ د هنر او فرهنګ ودې او پراختیا ته ډیر زیان اړوي دا حالت افغان لیکوال او هنرمندان مایوسه کوي دغه راز د مالي سرچینو او ملاتړ نه شتون په دې لاره کې بله ستونزه ده  په اوس وخت کې نه دولتي اړوند ارګانونه نه هم بهرني بنسټونه همکاري کوي زموږ موجودې کلتوري ټولنې یو شمیر د نویو بدلونونو په پایله کې منحل شوې او یو شمیر لیکوال او د دغو ټولنو مسوولین او چلوونکي بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول. د هنر او ادب په برخه کې د معیاري زده کړو کوم سیستم نشته د ژبو او ادبیاتو ، ژورنالیزم او ښکلو هنرونو پوهنځي چې زموږ په ډیرو پوهنتونونو کې شته تحصیلي نصاب یې ډیر زوړ دی او نه شي کولای نوي کادرونه د عصر له غوښتنو سره سم وروزي.
زموږ لیکوال او رسنوال د دغو خنډونو او ستونزو د هواري لپاره باید همیشنۍ او نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړي اوس د انترنت زمانه ده د هر چا غږ تر نورو په اساني سره رسیدلی شي  زموږ یو شمیر لیکوال په بهر کې دي او موجود بندیزونه پرې اغیز نه لري دوی کولای شي هر ډول لیکنې وکړي او تر لوستونکو یې ورسوي همدارنګه کولای شي په دولتي اړوندو ارګانونو فشار راوړي چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي د ځینو هنري او فرهنګي بنسټونو مرستي جلب شي او د پوهنتونونو او فرهنګي بنسټونو د چارو او درسي نصاب د اصلاح لپاره هلي ځلې وکړي دغه راز فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه باید د هنر او فرهنګ د پرمختیا او پراختیا لپاره تر پخوا زیات کار او فعالیت وکړي.
مسعود: تاسې د یو تکړه شاعر، کيسه ليکوال، داستان ليکونکي او آزمایلي ژورنالیست او رسنوال په توګه زموږ د هیواد د ځوان نسل لیکوال پښت ته د شعر و شاعرۍ او داستان لیکنې په برخه کې کومې سلا مشورې ورکولای شئ او وړاندیزونه مو ورته څه دي؟
سحر: ځیني خبرې شته چې کولی شو د خپلو تجربو له مخې یې له ځوانو لیکوالو سره شریکې کړو زما په نظر تر ټولو لومړی مهمه ده چې زموږ ځوان او مبتدي لیکوال مطالعې ته ډیره پاملرنه وکړي، مطالعه د ادبي مهارتونو اساس دی. ځوان لیکوالان باید په پراخه کچه مطالعه وکړي. دا مطالعه باید یوازې د پښتو یا خپل ملي ادب پورې محدوده نه وي، بلکې د نړۍ له بیلابیلو ادبي آثارو، افکارو، او فرهنګونو څخه هم د ګټې اخیستنې هڅه وشي. لوستل د لیکوال ذهن پراخوي، د بیان طریقه پیاوړې کوي، او د نویو لیدلورو لپاره الهام بښي.
زموږ ځوان لیکوالان باید د خپل هېواد، کلتور، او تاریخ ژور درک او پوهه ولري. خپل کلتوري ارزښتونه، ژبني ټکي، دودونه او د خپلې ټولنې ارزښتونه باید په خپلو لیکنو کې ځای کړي.
هره ورځ لیکل او د لیکو تمرین له مبتدي لیکوالو سره ډیره مرسته کوي دا د لیکوال مهارتونه لا پیاوړي کوي. ځیني ځوان لیکوال کله کله له ما پوښتي چې نو څه ولیکو داسې څه نشته چې موږ یې هره ورځ ولیکو، زه ورته وایم اول خو موضوعات بیخي ډیر دي چې باید ولیکل شي که فرضآ هیڅ څه مو په ذهن کې نه در ګرځي ورځنۍ خاطرې ولیکئ دا خاطرې ممکن نن تاسې ته بې اهمیته وي خو د وخت په تیریدو سره ارزښتمنې کیږي،  لیکوالان باید خپل افکار په منظمه توګه په کاغذ ولیکي. لیکنه باید په لومړیو کې یوازې د نظر څرګندولو لپاره وي، او وروسته باید پر خپل کار بیا کتنه وشي او اصلاحات راوستل شي.
بل دا چې ځوان لیکوالان باید له خپلو همزولو او تجربې لرونکو استادانو سره مشوره وکړي او خپل آثار د نقد او ارزونې لپاره وړاندې کړي.
نن سبا زموږ د هیواد په هره سیمه کې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه شته ځوان لیکوالان باید په دې ادبي غونډو کې فعاله برخه واخي.
د داستان لیکنې یوه مهمه برخه د کرکټر جوړونه ده. کرکټرونه باید ژوندي او واقعي انځور شي، نه یوازې په فزیکي بڼه، بلکې په رواني، احساساتي، او اخلاقي لحاظ هم باید ژور انځور شي.
زموږ ځوان لیکوالان باید په لیکنو کې د ژبې  ښکلا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې خپله ژبه روښانه، روانه او اغېزمنه کړي.
د افغانستان ځوان نسل لیکوالان د تخلیقي، ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د لویو ادبي آثارو لیکلو ښه وړتیا لري. که دوی خپلې مطالعې ته پراختیا ورکړي، په ژبه کې نوښتونه وکړي، او د خپل کلتور او تاریخي شالید ژور درک ولري، کولای شي چې مهم ادبي آثار وړاندې کړي.
مسعود: ګران سحر صاحب ستاسې ټولې لیکنې او ادبي آثار د خورا ستاینې او مننې وړ دي، خو هغه آثار، چې مينه والو، لوستونکو او اوریدونکو منلي وي او ډیر یې خوښ کړي وي، راته په ګوته کړئ؟
سحر: مننه ما تر اوسه پورې په دې ډیر فکر نه دی کړی، لیکنې مې کړې دي، فکر مې پرې کړی دی، بیا بیا مې اصلاح کړې دي او چې چاپ شوې دي اتي مې لوستونکو ته ور پرې ایښې دي چې قضاوت پرې وکړي هومره چې زه پرې خبر شوی یم چا مې یو نیم شعر خوښ کړی چا کیسه چا ناول خو که د کتابونو باره کې ووایم( مینه او جګړه ) چې چاپ شو لوستونکو ډیر خوښ کړ او په لږه موده کې ختم شو چې اوس یې زه هم نه لرم. (زه یم تږی، ته اوبه ) زما د شعرونو وروستۍ ټولګه او (د کابل لویه تراژیدي) په نوم زما د ورځنیو یاداشتونو او خاطرو کتاب دی چې د کابل د تنظیمي جګړې پکې مستند شوې دي او ( د ارګ نن او پرون) کتابونه ځینو لوستونکو خوښ کړي دي. ممکن یو نیم بل هم وي خو زه سم پرې خبر نه یم.
مسعود: په پای کې که راباندې داهم ولوروئ چې د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې راسره شريکې کړئ، لابه مو منندوی شم؟
سحر: ښایي د هر لیکوال لپاره خوږه خاطره د هغه د اثارو یا هم لومړني اثر یا لیکنې چاپ وي زما لپاره هم همداسې، کله مې چې لومړنی شعر د غزني په سنایي ورځپاڼه کې چاپ شو او بیا مې لومړنۍ شعري ټولګه (د لمر جنازه) چاپ شوه. 
تیرې دوه لسیزې په افغانستان کې د فرهنګي فعالیتونو د عروج کلونه و د افغانستان په پلازمینه او ولایتونو کې ډیرې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه را منځته شول په کابل کې رشاد کره کتنې او افغان ادبي بهیر منظمې اوونیزې غونډې لرلې چې زیات شمیر ځوان لیکوال او شاعران یې وروزل خو په دې منځ کې افغان میرمنې بې برخې وې هغوی به کله کله دې غونډو ته راغلې خو راحت به نه وې ډیرو دغو خویندو چې علاقه یې لرله دا چانس نه درلود چې له موجودو امکاناتو څخه ګټه واخلي چې دا د ټولو لپاره یوه ناکامي وه له نیکه مرغه د بې ریا فرهنګي خدمتګار ډاکترصاحب خوشحال روهي اوڅو خویندو په همکاري مو (میرمن کلتوري ټولنیز بهیر) جوړ کړ او ډیرې افغان شاعرې او لیکوالې خویندې مو تنظیم او وروزلې چې دا مو په فرهنګي ژوند کې ښه خاطره او کامیابي وه.
او ترخه خاطره نه پوهیږم څه ووایم فرهنګي ژوند ټول خوږ وي یوه خاطره به ووایم چې ترخه نه ده خو یوه ناکامي وه هغه دا وه چې یو وخت فکر کوم ۱۳۶۳ کال و زموږ د شاعری د پیل وختونه وو موږ په پکتیکا ولایت کې و او هغه وخت کابل ته و چکر لپاره راغلي و ( افغانستان راډیو) د (ولولې) په نوم ادبي خپرونې پسرلنۍ مشاعره اعلان کړې وه دا مشاعره د حمزه بابا په دې بیت جوړه شوې وه.
چې پسرلی په موسیدو ښکاري 
ښکلې ځواني په ویښیدو ښکاري
ما او درمحمد خپلواک هم دې مشاعرې ته شعرونه ولیکل خپلواک صاحب دغه قافیه او ردیف مراعات کړي و خو ما پسرلی ستایلی و نور مې د مشاعرې بیت په پام کې نه و نیولی خو فکر مې کاوه چې د خپلواک تر شعر به زما شعر ډیر ښه وي. له مشاعرې مخکې ما او خپلواک ارواښاد نصرالله حافظ ته خپل شعرونه ولوستل. حافظ صاحب د خپلواک صاحب شعر خوښ کړ ماته یې په تمسخر وویل دا دې څه لیکلي دي؟ ویل دا لکه په اتڼ کې چې نور په یوه خوا اوړي او منظم اتڼ کوي خو ته په بله خوا اوړې ملګري خپلواک خو لا همالته راباندې وخندل. زه ډیر مایوسه شوم. هغه وخت زما لپاره ډیره ترخه خاطره وه  اوس یې چې را یادوم او محترم حافظ صاحب مې را یادیږي ماته ترخه نه بلکې خوږه خاطره ښکاري د حافظ صاحب او خپلواک صاحب یادونه دې تل وي.
په درنښت، پښتنی او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود

سید عبید الله نادر

ښي خبری او په زړه پوری خبری او ویناوي چې د انسانیت جوهرپه کې ښکاري ، هغه ویناوي چې د انسان ضمیر او باطن ته جلا ورکوي هغه ښکلي او زړه راښکونکي ویناوي چې د معنویاتو وږمې ترې راخیژي ،او انسان معنوي کیفیت تری اخیستی شي ،هغه په زړه پوری ویناوي چې له زړونو راخیژي آو په زړونو کښینې .                                      
او هغه د لویانو او با تجربه خلکو ویناوي دي ،چې په زړونو کې یې څراغ د معرفت روښانه وي ،د هغوي زړونه د کرکي او نفرتونو څخه لیري دي .د هغوي په ویناوو کې یو پوره ډاډ پروت دی ، نو په کار ده چې د لویانوفیلسوفانواو پوهانو لنډي ویناوي آو په زړه پوري خبری واورو او که د لوستلو وي وي لولو . او د معنی په درک سره یې خپل زړونه روښانه کړو ،ما په خپله ډیر ځله د لویانو د معنی لرونکو وجیزو او لنډو ویناوو د لوستلوڅخه معنوي کیفیت اخیستی د معنویاتو مقام په خپل ځان کې روزل داسي وي ، لکه په سپورت او مشق سره  چې انسان خپل بدن وروزي او غښتلی کړي ،نو د علم او پوهي او ښه ویناوو څخه په کیفیت اخستو سره کولای شئ روحي تقویه وکړئ . نو د دي د روزلو له پاره په کار ده هغه مطالب چې انسان ته درک او شعور ورکړي او روحی او اخلاقی مورال یې لوړوي ،هغه خبری د زړه په غوږو واوري ،او یا د لوستلو وي ، وي لولي د خپل معنوي لوړ والي په خاطر د خآن له پاره کار وکړي


ښاغلی بڅرکی صاحب د پوهې، فرهنګ، شعر و ادب په غوړېدلي او رنګین ګلبن کې، هغه پېژندل شوی، با احساسه، هڅاند او تکړه لیکوال، ادیب، شاعر او څېړونکی دی چې زموږ هیواد وال، د علم او ادب مینه وال د ده له نوم سره اشنا دي. ده د خپلو ادبي هلو ځلو، کارنامو، ښکلو، رنګینو او ګټورو نښیرنو (اثارو) له لارې د پشتو ژبې د پراختیا او پرمختیا په برخه کې د پام وړ چوپړ او خدمتونه تر سره کړې دي.
ده په خپلو شعرونو او ګټورو نښیرونو (اثارو)کې د رشتینې مینې او ښکلا تصویرونه، د ټولنیز ژوند ستونزې، ناخوالې، کړاوونه او نیمګړتیاوې او همداسې وطني، ملي انساني احساس او عواطف، د هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور کړې دي.
ښاغلی بڅرکی صاحب یو دروند، متواضع، خواخوږی او مېلمه پال شخصیت دی. دی له خپلو ټولو یارانو او دوستانو سره  ژوره مینه او اخلاص لري. ما د بڅرکي صاحب ګټور نښیرونه(اثار) چې ما ته یې ډالۍ کړي وو په ډېره مینه او لېوالتیا سره ولوستل. همدا وجه ده، چې ما ځانته دا حق ورکړ تر څو د ده د علمي او ادبي شخصیت او فعالیتونو په تړاو یو څو کرښې ولیکم  او د ده سره ادبي مرکه ولرم.
ګران بڅرکی صاحب زه خپل سلامونه او پیرزوینې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم. اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو دوستانو ته وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم.
مسعود: ګران ننګیالی بڅرکی صاحب که څه هم زموږ هیوادوال ستاسو له علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت سره اشنا دي، پریږدی یو ځل بیا زموږ د علم، ادب او فرهنګ ګران مینه وال، په هیواد کې د ننه او بهر ستاسو علمي او ادبي څیره لا زیاته وپیژني، نو هیله کوم د خپل علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي ژوند په اړه لنډ مالومات راکړئ؟
بڅرکی: محترم مسعود صاحب:پيښې تل وخت د یوې انګیزې له مخي رامنځته کیږي.او انګیزه هغه څه ده چي د علت تر مخه د خپلو ځانګړنو له مخي منځته راځي.تاته درمعلومه ده چي زموږ کورنۍ ښځي او نارینه د لوړو تحصیلاتو خاوندان وه، زموږ د کور ښځي او نجوني، په کابل او کندهار کي د ښووني او روزني په برخه کښي بوخت وې. او د کابل په ډیرو لیسو کې د ښوونکو او د مکتب د مسؤلینو په توګه دنده درلودل.خو د کورنۍ نارینه مو بیا ژورنالیستان، سیاسي فعالین وه. د بیلګی په توګه: محمدعلم بڅرکی د کندهار د مجلې مدیر بیا د اطلاعات اوکلتور د وزارت د پښتو د انکشاف مدیر او د ویښ زلمیانو د مرکزي هستې غړی وو. اکامي محمدحسن خان د ننګرهار د اطلاعات او کلتور د ریاست مرستیال، کاندید اکاډمیسن  محمدظاهر افق د علومو د اکاډمۍ د عمومي ریاست مرستیال او د فلسفې د شعبې مشر وو، همدغسي لومړی د خلق ډموکراټیک ګوند د مؤسیسي کنګرې غړی، بیا د زحمت کښانو د انقلابي جمیعت عمومي منشي او مشر وو. مشر ورور مي زمری محقق د علومو اکاډمۍ ریس، د حزب دموکراټیک ګوند کادر، بیا د زحمتکښانو د انقلابي جمیعت کې هم انقلابي فعاله کادر ګڼل کیده. محمد طاهر اڅکزی د راډیوټلویژون د خپرونو ریس او همدغسي د کورنۍ نور غړی  هم د خپرونو په ژورنالیستیکو کارونو کې دنده درلودل او لیکوالان وه
زه ننګیالی بڅرکی چي لا د ښوونځۍ څخه نه وم خلاص سوی د ادبیاتو او لیکوالۍ سره مي مینه درلودل. د لیسې په اواوم ټولګۍ کي مي په ټولنیزو مظاهرو کی برخه اخیسته او شعرونه به مي د سټیج پر سر زمزمه کول، وروسته چي نهم اولسم ټولګی ته مي ترقي وکړه بیا مي په مکتب کښي د انتخاباتو په نتیجه کي ډیري رایي ترلاسه کړې او د ښوونځی د ټولو زده کونکو منتخب مشر انتخاب سوم.(دکنفرانسونو د جوړلو ریس)په میاشت کي یو ځل د ټوله ښوونځی په شمول یو غټ کنفرانس، ډرام او کانسرټ جوړوی. چي د زده کونکو څخه به مي هم په ځینو موضوعاتو کی مقالې راټولولې او هغوی به هم د سټیج پر سر هغه ویلې ترڅو زده کونکي هم د سټیج د سر جرئت پیداکړي. او په ښوونځۍ کښي مي د نورو فعالیتونو په څنګ کي یوه اونیزه دیوالي جریده هم ځړول،چی د ښوونکو لا هم ډیره خوښیدل.ما دلسم ټولګی څخه تر دولسمه ټولګی پوري د ښوونځی پر درسونو بر سیره د خدای بخښلي (محمدابراهیم عطائي) چي دغه وخت د اطلاعات اوکلتور ریس وو.د طوع افغان په ورځپاڼه کښي (دنړۍ دنندارې) په نوم یوه صفحه هم چلول، چي په هغه کښي د نړۍ خبرونه. او د کندهار محلی پيښي اوخبرونه مي راټولول.دغه وخت ما د نورو لیسو یا ښوونځیو د پاره  محلي ډرامي هم جوړولې چي تر ډیره ځایه ئې طبقاتی ارزښت درلودی.  د دولسم ټولګی تر فارغه کیدو وروسته مي بیا عسکري خدمت د کمکي خیبر په تاڼوکي په یوه کال عسکري تیره کړه او بیا د امریکائي شرکت کود کیمیاوی کي می دنده تر سره کړه. وروسته تر هغه مي بیا د هیواد ورځپاڼه، د اطلاعات او کلتور د کتابخانی مدیرت، د لرغون پيژندني د مجلې مرستیال او بیا د اکاډمۍ د نشراتو د ریاست مرستیال او بیا د علومو د اکاډمۍ د خارجه چارو د ریاست مرستیال او د علومو د اکاډمۍ د ړنګیدو سره سم چی دغه وخت د مجاهدینو د ډلي څخه د سیاف ولاسته اکاډمۍ ریاست رسیدلی وو، او زما د میز  څخه یې یوه کوچنۍ را ډیو، یو څو پاسپورټه او د یوه پياده(۳۰۰۰)افغانۍ پيسې هم وړي وې، البته د یادولو وړ ده چي نوموړي زموږ د شعبې پیاده دغه پيسې په کورکې نه کښيښودې، ویل یې: ممکن کورونه چورسي، خو دولتی ځایونه به خوندي وي. هغه خبره بل ډول وختل.
زمازده کړي: د دولسم ټولګی څخه د کندهار د البیروني لیسې فارغه سوم، د کانکور تر ازموینی وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی او بیا د همدغه پوهنځی د ماسټرۍ د څانګی څخه فارغه سوم، په دغه دوران کي مي په مختلفو رسنیو کښي مضمونونه خپاره سوي دي، خو(د فرهنګ مردم) په مجله کي مي په پرله پسې توګه مضمونه خپاره کیده، هغه وخت چی په کابل کښي وم، دوه کتابه می په هغه سختو شرایطو کي ولیکل – چی یو ئې (دکندهار فلکور) او بل یې (دافغانستان په درو جګړو کی رزمي ادبیات) کتابونه وه. چي دکابل په دولتي مطبعه کښي خپاره سوه. بیا هم د یادولو وړ ده چي هغه وخت چی د نورو سیمو په څیر د کابل مطبعه هم د راکیټونو تر برید لاندي راغله زما یو کتاب (دافغان انګلیس په درو جګړو کې رزمی ادبیات هم هلته د نور خلکو د کتابو په څیر دمنځه ولاړی)خو بیا مي په کویټه کي د سره خپور کی څه  وخت  چي افغانستان د مجاهدینو د خپلو منځي جنګونو په وسیله وران سؤ، زه هم د نورو افغانانو په څیر مهاجر سوم.او جنوبي پښتونخوا ته راغلم.او هلته می د احمدشاه بابا په نوم یو علمی مرکز پرانیستی، چي په درو برخو کې فعالیت کاوه.
لومړی: د ښوونی او رزونی برخه چی ۲۱معلمان او کارمندان یې درلودله ،د افغانستان د ظاهر شاه د وختو تعلیمی نصاب تر دولسمه ټولګۍ پوري، چی یوه لیسه وه او د عبدالحي حبیبي په نوم یې فعالیت کاوه. د دې بله برخه بیا د پښتو او فارسي د زده کړي کورسونه وه، بله برخه یې د انګلیسی د زده کړی کورسونه وه. او نوموړي مرکز یوه لویه کتابخانه هم د کتاب د مینوالو دپاره پرانیستې وه.
دوهم: د خپرونو برخه: په دې برخه کښي د ملي هنداری مجله وه چي (محمد جان باوري) یې مسؤل مدیر وو. او (محمد قاسم الفت) مرستیال وو. اونیزه خپروني ئې درلودلې.
دریم: دکوټي په ښار کي کنفرانسونه او غونډي جوړول وه، چي د هغه ځای د منورینو سره تعلقات یا اړیکی ټینګی سي. او د افغانستان په تاریخ او کلتور د هغه ځای پښتانه وپوهیږي، دا ځکه چي هغوی ته د افغانانو کړني اوکلتور نا اشنا وو. دغه وخت پاکستان طالبان افغانستان ته ور واستول او حالات نور هم کړکیچن سوه. په کوټه کښي د ترور په سبب حالات ډیر سره ترینګلي کړه، ډګر جنرال نظرمحمد خان په خپل دکان کښي ترورکړل سؤ.او هر ورځ د ترور خبري اوریدل کیده، زما دپاره نور دکار زمینه نه وه برابره.نو د هالینډ حکومت ته می پناه یووړل. دلته مې هم د هغه ټولنی تر نوم لاندي علمي او ټولنیز فعالیتونه راپیل کړه. او تر اوسه په کښي اخته یم.
په دغه جریان کښي مي پر ځینو مقالو او مضمونونو د شلو کتابونو په شاه وخوا کښي لیکلي دي. او نور هم غواړم چی خپلی لیکوالۍ ته ادامه ورکړم.

مسعود: تاسو د یو لیکوال او شاعر په توګه کوم احساس، مینې او لېوالتیا دې ته وهڅولئ چې د خپلې ټولنې لیکوال او شاعر شوئ. مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انگېزې او پيلامې په اړه څه وواياست؟
بڅرکی: مسعودصاحب: شاعري بی له عشق او احساسه نه کیږي،خو زما شاعري زما د خیالاتو، شعور سم انعکاس دی. زما سیاسي، ادبي او ټولنیز ژوند او د زمانې ناخوالي  د دې سبب سوه، چي زه ولیکم او د شعر په ژبه او احساس خپل افکار ټولني ته وړاندي کړم.
زموږ ټولنه د (۵۰) کلونو په جریان کي د سخت بهران او ناخوالو سره مخامخ سوه، هغه ټولنه چي موږ ته ئې د ارامۍ او هوسایني نفس رابخښئ هغه زموږ هیواد وو، هیواد مو زموږ کور، مور او معشوقه وه. جدایي ئې داح، ږغونه زموږ د زړه څخه راوایستل،نو هغه څه مي لیکلي دي په نظم او نثرکي، چي زما څخه یې شاعر جوړکړی دی. نو په دې کښي شک نسته چي د هیواد څخه مهاجرت د یوه ښوونیز کس دپاره ډیره سخته ده، نو هغه متل دی چی وائي (د خوار د ایا ژړا ده - یا ښراده) نو زما دپاره دغه ژړا یا خندا په شعر او لیکنوکي دغه احساس دی. چي زه  یې ښه او بد شعر لیکلوته مجبوره کړم.

مسعود: تاسو شعر څنګه راپېژنئ او ارزوئ؟ او دا راته وویاست تاسو بهرني علمي نښیرونه (اثار) او په ځانګړي توګه د بهرنیو شاعرانو شعرونه لوستلي دي او که نه؟ که مو لوستلي دي، نو پر تاسې یې څه اغېز ښندلی دی.
بڅرکی: شعر چي جمعه یې شعرونه کیږي، یوه عربي کلمه ده چی معنا یې پوهه ده، خو په پښتو او فارسي ادبیاتو کي شعر منظم قافیه لرونکی نظم دی، ځینی وخت په متن کي عروض او قافیه نه وی ، خو اهنګ او ردیف لري هغه ته منظوم شعر وایي. منظوم شعرونه بېلابېلې برخي لري . زموږ د پښتو لنډۍ د قافیې تر اغیزي لاندی نه دي، خو د اهنګ برخه یې وچته ده. چی موږ ورته شعري اهنګ داره نظم ویلای سؤ. یا هم سپین شعر، نوی شعر ادبي ټوټه او داسي نور چی د ویونکي احساس راوپاروي . او د یوه مطلب معنا یا مفهوم په کښي ذکر سوی وي. هم دغسي په ټولو ژبو کښي شعرونه ویل کیږي. او شعر په ادبیاتو کښي خپل ځای لري. انسانانو د لیک تر پیدا کیدو مخکی هم هغه ږغونه بدرګه کوله چې یو اهنګ او ځانګړی مفهوم به یې درلودی. نو موږ ویلای سو چی شعر د وینا له مخکي د انساني ژوند همزولی دی. او تر متن او نثر څخه مخکی دی. ما مخکي د شعره سره مینه درلودله او ډیر شعرونه مي هم لوستل او د بهرنیو ادیبانو هغه نثرونه می هم لوستل چي تر شعر یا نظم څخه کم نه وه لکه: د ماکسیم ګورکی، داستانونه، د لیلا خالد فلسطینی داستانونه د جمیله الجزایری داستان او نور ډیر... خو د افغانستان په شاه وخوا کښي مي غنی خان ریالیستیک شعري نظمونه، د ګل پاچا الفت مي هم ادبي ټوټې او هم شعری ټولګی خوښیدلې، همدغسي د عبدالروف بینوا شعرونه،د خیام شعرونه د سنایي مثنوي شعرونه، د صالح محمد هوتک او داسي نور. د دغو کسانو شعرونه او د هغوی ادبي داستانونه د دې سبب سوه چي ما ودې نتیجې ته ورسوي، چي دغه مځکه د ټولو انسانو، حیواناتو او مرغانو ګډه یوه ځاله ده او ټوله باید پر دغه مځکه ژوند وکړي. او په ګډه دلته یو د ژوند واقعی محیط رادمنځته کړي، د جنګ بهانې باید د منځه ولاړی سي، ټوله قومونه، نژادونه او سیمیز ولسونه باید یو د بله سره په ټولنیزو ګټو او تاوانونو کي سره شریکان واوسیږي، د مالکیت بدنامه پروسه چي انسانان یې سره ویشلي دي، باید د توزیع عادلانه ویش د کار په مقابل کي رواج سي، د انسان ظلم پر انسان،د زورور ظلم پر کمزوری،د استعمارګرو هیوادونو وحشت پر ناتوانو هیوادونو د یوه واقعي انسان په زړه کښي د رحم او عاطفې احساس وروپاروي، چې زما پر احساس هم د دغو پوهانو د نثرونو او شعرونو احساس اغیزي کړی دي. او نن ځان دیوه مسؤل انسان په توګه پيژنم.
مسعود: ارواښاد استاد ګل پاچا الفت چې د پښتو ادب په ډګر کې یو پیاوړی لیکوال، تکړه ادب پوه، لوی او نامتو شاعر وو، د شعـر په تړاو په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي : (....شعـر له زړه نه الهام اخلي او له زړه سره کار لري ... عواطف او احساسات چې د شاعر له زړه نه رانقل شي، شعـر ترې جوړ شي او په زړونو اثر کوي... شعـر ته د عواطفو او احساساتو د ظهور او د تجلیاتو کوه طور ویلی شو.)، « ګل پاچا الفت،غوره نرثونه ۱۳۳۶، کال ۵۶، مخ»
د استاد ګل پاچا الفت د دغو خبرو پرلاسوند په شعر کې خیالونه، الهامونه، احساسات او عاطفي انځورونه څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: په دې کښی شک نسته چي ګل پاچا الفت د وخت یو نابغه شاعر او نثر لیکونکی دی د ده تر نظمونو، نثرونه لا ډیر د ارزښت وړ دي، خو نظم یې هم بې مثاله دی. هغه چي دغه تعریف د شعر کړی دی هغه پرخپل ځای د ارزښت وړ دی، خو ما چي په پورته پوښتنی کښي د شعر تعریف او بیان کړی دی، هغه د همدغه تعریف سره توپير نه لري یوازي په الفاظو کی به تیر او بیر توپیرونه موجود وي خو په معنا کښي هغه یو تعریف دی. چی شعر پوهه ده، احساس دی، د عاطفې ، میني څخه هیڅ شعر خالی نه وي، او په لنډو منظمو ویناو یا لیکنو کی خپل پيغام رسوي. الفت صاحب بیخي درست وایي.
مسعود: تاسو د شعر په هنر کې، د وزن، قافیه، ردیف، تشبیه، استعاره، کنایه او مجاز ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: شعر بیا هم د هغه څخه چی تر موږ یې معنا رارسیدلې ده، په لغات کې د پوهي او پوهولو د پاره استعمال سوې ده. دا نو که په نثر کي وي یا په وینا کي، یا هم په نظم کې، بیا هم شعر هغه پوهه ده چی د عادي متن سره د جوړښت په لحاظ توپير لري، خو شعر ته په پښتو کی (بدله) وایي. شعر خلکو ته د نظم په څیر پیغام رسوي. ځکه چي نظم بیا یو سیستماټیک عمل دی لکه په امیل کښي چی ملغلري پیې. خو په شعر کښي سوژه هم باید د فهمه ونه غورځول سي. دا چي ستاسو پوښتنه د شعر د ادبي فنونو په درشل کي ده، هره فني اصطلاح ځانته په شعر کي د ارزښت وړ ده. لکه:
قافیه: داهم یوه عربي کلمه ده چی د یوې لیکنی یا موضوع اخر ښوي. خو په اصطلاح کي بیا د بیت اخر را ښوي. دلته زما په دغه لاندي شعر کې (سي) کلمه قافیه واقع سوې ده، او هم دغسي (لاس ته) د قافیې په څنګ کي ردیف واقع سوی دی. ځکه چی د قافې شا ته راغلی دی. او تسلسل لري، چی دغه دواړه په یوه نظم کښی د ارزښت وړ دي. او هم دغسي وزن هم د یوه منظم شعر د پاره د ارزښت وړ دی، ځکه وزن  په شعر کښي یو ځانګړی احساس دی. چي د شعر توازن اندازه ښوي، یعنی که شعر دیکتی سي باید سیلابونه یې هم برابر راسي.
تشبېه: دا هم عربي کلمه ده چی معنا یې د یوه شي د بل شي سره برابرولو ته وایي. او دا هم د شاعر یو لوی هنر ګڼل کیږي.او ماته هم ډیر مهم دی. استعارې راوړل په شعر کي د شاعر هنری لیاقت ښوي.
استعاره: که څه هم په اصلی معنا کي بل ډول ده، خو په بدیع علم کي بیا د حقیقی معنا څخه بل ډول یعنی بل ډول ویل: د بیلګې په توګه 
دا زما د قتل لاس دی نه پوهیږم – که تر باغ وتلی ګل دی د سرو ګلو
همدغسی د شعری فنون ډیري لغاتونه سته چي په شعر کي د ارزښت وړ دي. لکه تجنس، ترصیح ، سجع او نور...
سیاست چي د نا اهلو لاسته ورسي
حکومتونه د قاتلو لاسته ورسي
سیاست چی سي بیعقل لیونی سي
عقل ولاسی تاریکو ته بدګړی سي
 مسعود: تاسې په شعر کې توري، کلمات، ترکیبونه او جملې، هم آهنګي، توازن، انځورونه، تخیل، احساس، آهنګ، اندېښنه، عاطفه او بیان څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: شعري موضوع پر دو برخو ویشم.
لومړی د شعر سوژه ده: او دوهمه برخه یې ادبي فنون دي.
په شعر کښي تر هر څه مخکی باید موضوع په نظر کي ونیول سي، باید موضوع په زړه پورې وي، د شاعر د ذهن محصول وي، د شاعر ارمانونه په کښی نغښتی وي او ویونکو ته یو الهام ور ورسوي، نو دا که شعر عشقي برخه ولري، افسانوي او تاریخي برخه ولري او یا هم نوري برخې ولري، خو باید موضوع په کښي روښانه وي، څو د خلکو د احساس د را پارولو او ټولنی یا فرد ته یو څه ورکړي. که په یوه شعر کې موضوع په زړه پوري نه وي د ټولني د واقیعتونو څخه څه منعکس نه کړای سي، هغه که هر څومره موزون کلام هم وي. خوخوند بې نه وي. او ویونکی یا اوریدونکی به ونه لري.
دوهم : شعر د ادبي فنونو له مخي؛ ادبي فنون په شعر کي د لوی ارزښت لرونکي دي. معنا دا چي شعر باید یو اهنګ او موسیقي د ځانه سره ولري. دا نو که سپین شعر وي یا موقفه شعر وي. باید د عادي متن سره توپير ولري. دغه شعري ارزښتونه چی تاسو ټوله یاد کړل دا د شعر او نظم اجزاء وې دي. بیله دې څخه منظوم شعر نه سي جوړیدای. او یا احساس وه ویونکی ته نه سي ورکولای. نو ځکه  زه وایم چي په شعر کي باید هم اهنګ وي او هم عاطفه او نور شعري اجزاوي ولري.
مسعود: کاظم شیدا په خپل یو شعر کې وایي:
مضمون د شعر لکه پیکر وي
رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څیزه
پیکرکه هر څومره دلربا تر وي
تاسې د جولې (فورم)، منځپانګې او پیغام له پلوه په ښه شعر کې ښکلا، مینه او محبت څنګه ارزوئ؟
بڅرکی: محترم انجنیر صاحب! کاظم شیدا یو نازک خیاله شاعر وو، هغه د حمیدبابا د سبک پیروي کړیده، د هغه په شعرونو کښي کنایې، استعارې او نازک خیالی خورا ډیره څرګنده ده. د کاظم شیدا شعرونه عاشقانه نه دي او خورا د پاملرنی وړ استعارې په کښي لري چی ویونکي ته یې خوندورکوي. لکه چي وایي:
ستا چشمان چی په ادا سره بالا شي
تور بڼو دی ګویا غشی په هوا شي
ستا د خط سبزه، حلقه د تورو سترګو
لکه شین طوطي په لومه مبتلا شي
دغه استعارې د کاظم خان شیدا یو له ډیرو ابتکارونو څخه ده. او له همدغه سببه د ده سبک د هر چا خوښیږي. او هغه ټوله څه په کښې راغلي دي کوم چی تا په پوښتنه کي یادونه کړې ده.
مسعود: ستاسې په اند د یو لیکوال او شاعر ښکلایز او بې ساري انځورونه، مسته مینه، عاطفي تصویرونه، منطقي اندیز او تفکر، ژوره اندېښنه او عقلاني خوځون د زوریدلو انسانانو او هیوادوالو په راویښولو او راپارولو کې، د یو سمسور او نیکمرغه افغانستان په جوړولو او د اوږدو رنځونو او کړاوونو په ختمولو کې څه اغیز ښیندلای شي؟
بڅرکی: د قلم څوکه د توري ترڅو کې هم تیزه ده او هم مؤثره ده، هنر او ادب هغه څه دي چی د ټولنی د جوړښت په ډیرو برخو کې پراخ ډګر لري، زموږ د افغانانو ادبي تاریخ د حماسو دی، که تاسو زما هغه کتاب ته مراجعه وکی (د افغان انګلیس په درو جنګو کې رزمي ادبیات) نو تاسو ته به په ښه توګه درمعلومه سي، چی شعر او ادب د جنګ په میدان کښي د افغانانو تر سپر او توري لا د ارزښت وړ دی، تاسو وګورۍ چي د میوند خونړی جنګ د سردار محمد ایوب خان په قهرمانۍ او د میرمن ملالي په ادبي خوځښت د میوند زخمیان راپورته کړه، ښځي او نارینه یې سره یو موټي کړه او د یوې ورځي په تیریدو سره ئې د فرنګي لوی لښکر د ډیرو مډرن سلاحو سره ماتي ته مجبوره کړه  او سیمه یې وروسته ترغزني پوري آزاده کړه. د انګریزانو د ماتی څخه وروسته د ایوب خان او غازیانو لاسته ورغله نو ځکه ویلای سم چي پښتو حماسي ادبیات د تاریخ په جوړولو کی خورا ډیر ارزښت لري. په همدغه دلیل ما خپل دغه حماسي ادبیاتو ته ډیر ارزښت ورکړی او د ماسترۍ د دفاع تیزس می هم په دغه برخه یا پورته ذکر سوي کتاب کښي دفاع او ولیکی.
 مسعود: ستاسې په اند شاعر د یوه اندیز، متفکر او ښه انځورګر په توګه په خپلو شعرونو کې باید کومو بنسټیزو ځانګړتیاوو ته پاملرنه وکړي؟
بڅرکی: ګران انجنیر مسعود صاحب!
  تر هر څه تر مخه باید ووایم چي هنر د ټولني هنداره ده: د یوې ټولني مخ د هغه په هنر کي معلومیږي. یا هنر د ټولنی انعکاس دی، نو زما له انده یو هنرمند، که شاعر وي یا انځور کښونکی یا هم مجسمه جوړونکی، سندرغاړی او نور د هنر او ادب د برخي استاذان دغه بیله د ټولني د عینی شرایطو څخه هنر او ادب نه سي خپرولای. د هغوی د هنرونو او ابتکاراتو پر بنسټ د ټولني تاریخ هم ژوندی پاته کیدای سي. دا نو هم په کلاسیک هنر او ادب کی څرګندیدالای سي، هم  په رومانتیک هنر او ادب کې او هم په ریالیستیک هنر کي نو ځکه یو شاعر باید تر ټولو د مخه د ټولنی د ښو او بدو خوا څخه با خبره وي. او یو معین فکر وپالي او پر یوه معینه ایډیالوژي باندي د ټولنی د پرمختګ لاره روښانه کړي، ځینی داسی شاعران هم سته چي خپله یوه معینه کړنلاره نه لري، خو د وخت سره شعر وایي او د واکدارانو د خوشحاله کولو په خاطر ښه او بد الفاظ سره یوځای کوي. او منظوم یا غیري منظوم شعر جوړوي. زموږ په ټولنه کي ما ولیدل چی ځینی شاعران د وخت د اوښتنی سره خپل مؤقف شعر او هنر ته هم تغیر ورکوي. معنا دا چي د نن خبره سبا نه کوی او د سبا خبره بل سبا نه کوي. نو که شاعر یوه ستراتیژي ځانته انتخاب کړي چې هغه تل د ذهنونو سره برابره او هر وخت د انسانی غوښتونو کړنلاره وي. د بیلګې  په  توګه: آزادي، د غریب او مظلوم انسان دفاع، د پرمختګ لاره څارل او داسی نور عامه ځانګړني که د خپل و مؤقف کرار وګرځوي. نو د شاعر به ښه مؤقف وي. که موږ ښه شاعران وګورو چی شعرونه یې په هر وخت کي نوی او د ویلو وي، خلک یې خوښوي. چی په اصطلاح کي بیکر ادب او هنر ورته ویل کیږي. د هغوی شعرونه او سوژې زما هم خوښیږي او ملاتړ یې کوم. ځینو شاعرانو زموږ د هیواد په بیلا، بیلو وختونو او رژیمونو کې، که د ظاهرخان وخت وو، که د محمد داود وخت وو، که د خلقیانو وخت وو، که مجاهدین وه یا هم اوسنی طالبان دي، د هغو د واک په وخت کې ستایني او شعرونه ورته ویلی دي، خو چیری چي بیا د هغوی رژیمونه سقوط کړی دی بیا نورو رژیمونو ته یې ښه نظمونه جوړکړي دي. د شاعر دغه اپرچونیست عمل ښه نه بولم 
مسعود: هر شاعراو لیکوال د خپلو لیکنو او شعرونو لپاره ځانګړی سبک لري. تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پلوي یاست؟
بڅرکی: ښاغلی مسعود صاحب!
هو! هر شاعر باید خپل سبک ولري. خو د عامو وصولو څخه نه سي وتلای، ځکه عام وصول د شعر فن او علم دی.که موږ وګورو الفت یو نامي شاعر دی او خپل سبک یې ساتلی دی. او د ټولنی د پرمختګ لاره یې په ریالیزم کښي څارلې ده، خو همدغسي بیا خان غني خان هم یو مبتکر او نامی شاعر دی، هغه بیا خپله لاره د تکامل او پرمختګ دپاره په یوه جلا سبک کي د ماتریالیزم او ایډیالیزم په متضادو فلسفو کي خلکو ته د تکامل او پرمختګ شعرونه ویلې دي چي تر ډیره ځایه پر واقیعتونو باندی په ظریفو الفاظو کښي داسي ولاړ دي، چی د تند روۍ پر ضد یې مبارزه روښانه ده، هغه الفاظ یې استعمال کړي دي چی تر ډیره ځایه ولسی او د فهم وړ دي. همدغسی په کلاسیکو ادبیاتو کښي هم د خوشحال خان شعرونه او د رحمان بابا شعرونه د سبک له مخی سره مخالف دي خو په دواړو کښی د هیواد پالني انځورونه  روښانه دي. همدغسی کاظم خان شیدا، پیر محمد کاکړ او نور... که زما د شعر خبره سي خو ما هم په یوه ځانګړي سبک شعرونه ویلی دي، خو د شعرو مؤخه می د افغانستان ولسونو ته د پرمختګ او تکامل لاره روښانه کړې ده او ډیر شعرونه مي زما د وخت د ستونزو او د هیواده څه دلیری والي په هجران کی د ستونزو انځور دی. د بیلګې په توګه: 
د ګلونو په باغچو کي مې اشنا ګل پیدا نه سؤ
ځکه ګرځم په باغو کي یار می پیدا نه سؤ
هغه څه راته عطا دي په دې بڼ کې
خو بلبل ته خپله نا اشنا یم په مقر کې
بې وطنه که هر څوک ښاد او سمسور وي
د پردو وطن څوک نه اخلي خپل تن کې
نو راځئ چی هغه خپل باغ ته ور کوچ سو
هم قبول کړو یو اوبل په خپل بغل کې
زه په خپل شعر کي کوښښ کوم چي موضوع ته ډیر ارزښت ورکړم چی هغه په ډیرو شعرونو کي په اوسني وخت کښي زموږ د افغانانو او یا هم نړیوالو غوښتنی او ستونزي دي، د یوه معلومداره شاعر شاعری مي نه ده تقلید کړې. او کوښښ می کړی دی چی موضوع راټینګه کړم په ځینو شعرونو کي مي تر قافې لا هم تیرسوی یم او د یوه اهنګ په وسیله می موضوع تعقیب کړې ده. مننه
مسعود: تاسې د لویدیزو هنري او ادبي ښوونځیو لکه: کلاسیسیسم، رومانتیسم، ریالیسم، سیمبولیزم او سوریالیزم، علمي، ادبي او فلسفي اندونه او افکار، باورونه او د ارزښتونو اغیز پر ختیز ادب او په ځانګړي توګه زموږ د بیلابیلو لیکوالو پر نښیرونو (اثارو) او په تېره بیا د شاعرانو پر شعرونو څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: ګران مسعود صاحب!
کلاسیزم ـ رومانتیزم – ریالیزم: دغه درې مکتبونه طبقاتي اړخونه لري.او د ټولني د اقتصادی، ټولنیزو شرایط سره تغیر او پرمختګ کوي، یعنی هر مکتب یې د یوه ځانګړي ټولنیز، وټیز تاریخي پړاو محصول دی، کله چي طبقاتي ټولنه جوړه سوه او د مریتوب یوه ځانګړې تاریخی مرحله چي د بادارانو او غلامانو د دو طبقو څخه جوړه سوې وه، د دغه وخت کلاسیک ادبیات پر ټولنه د حاکمي طبقې په ګټه استعمالیدل، دغه وخت واکدارانو هر څه د ځان دپاره خوښول نو په دغه فارمیسون کي شاعرانو او هنرمندانو نور څه نه سوای خپروالای، ځکه د ځان اختیار یې نه درلودی. بیله د خدایانو او واکدارانو صفتونه، مرثیه ګاني ستایني او نور د کلاسیزم د دورې بیلګي. د کلاسیزم دوره یو څه اوږده دوره وه چي په فیوډالی ټولنیز فرماسیون کښي هم د فیوډالانو په خدمت کی وه، خو څه وخت چی د تولیدي قواو د پرمختګ سره سرمایداري ټولنه رامنځته سوه  نو ادب او هنر هم ازادي پیدا کړه او د رومانتیزم پړاو رامنځته سو، په دغه ټولنیز فرماسیون کښي هنرمندانو، ادیبانو او د وخت لیکوالانو خپل ځانونه  د کلاسیزم څخه خلاص کړه او رومان لیکلو پړاو ته ورواوښتل، چی دغه د نوې سرمایدارۍ ځانګړنه وه، او سرمایداري ټولنه چي په ۱۶۵۰م کښي په ابتدايي توګه لومړی په هالیند کې را منخته سوه او بیا یې د فلیپ قدرت ور کم کړی او پارلمان یې د خلکو د رایو دپاره او د حکومت د جوړلو ښه لاره وبلل، نو یې سرمایداري اړیکې هم په چټکۍ سره په اروپا کښي رامنځته کړي، چی د هغه څخه وروسته په فرانسه کښي هم په ۱۸۴۸م کال کښي وروسته د فرانسې د انقلاب څخه وروسته سرمایداری  ټولني  په چټکۍ سره مخ  پر وړاندی ولاړلې او د خلکو استازي په پارلمان کښي د رایو په وسیله وټاکل سوه. او یو فکري غورځنګ دغه وخت په ادبیاتو کښي هم راپيدا سؤ.او رومانتیزم د یوه فکري غورځنګ په څیر د کلاسیکو ادبیاتو ملا ورماته کړه، د روماتیزم غورځنګ چي اغازه یې په ۱۸پیړی کي په فرانسه کښي را منځته سؤ تر ۱۸۵۰م پوری خپل اوج ته ورسیدی، د دغه مکتب بنسټ چي د یوه پرمختللی اقتصادي او ټولنیزي ټولني (سرمایداري ټولني) زیږنده  وو، بنسټ یې پر آزاد فکر،د طبعیت د ښکلا ستاینه او همدغسي دغه مکتب پر صنعتي پرمختګ باندي هم اغیزي وښندلې. او د۱۸۳۰م کال انقلاب هم د رومانتیکو افکارو څخه رامنځته سوو. د رومانتیزم بنسټ په فرانسه کښي را منځته سؤ. خو ختم یې بیا په انګلیستان، المان اوروسیه کښي پایته ورسیدی. چی ددغه مکتب مشر همدغسي ژان ژاک روسو او هوګو او نور لیکولان وه.
دوی دغه آزادی ترلاسه کړه چي د طبیعت ښکلا، د عشق او محبت داستانونه، او د مظلمو انسانانو د ژوند ځینی برخی او د طبیعت په ټولو برخو کښې لیکني وکړې، چی د نړۍ د خلک افکار یې د کلاسیزم د خوب څخه راویښ کړه. خو د دوی د ادبیاتو مؤخه هنر د هنر دپاره مفکوره بیا ریالیستیکو لیکوالانو داسي ورماته کړه: چی (هنر او ادب د ټولنیز ژوند په خاطر). همدغسي د ادبیاتو بله برخه چي د اوسنی وخت ادبیات هم دي د نړۍ د انقلابونو او د تولیدی قوتونو د پرمختګ سره د سرمایداري ټولنی د زوال د پړاو سره سم د نوی بې طبقو ټولنی د پرمختګ پر بنسټ د سوسیالیستي انقلابونو د رامنځته کیدو پربنسټ په ادبیاتو کښي نور پرمختګونه هم وسول، د رومانتیکو ادبیاتو په څنګ کښي ریالیزم هم پرمختګ وکړ، چي لومړی ساده ریالیزم: په ساده توګه ریالیزم په «المان ،فرانسه او انګلستان» کي را منخته سؤ. همدغسي که د ریالیزم تکاملی پړاونه په نظر کښي ونیسو نو ریالیزم هم د خپل پرمختګ له مخي پر درو برخو څرګند سوی دی.لومړی: ساده ریالیزم: چي د ټولنیزو شرایطو سره سم یوازي هغه افکار خپروي کوم چی په ټولنه او طبیعت کي شتون ولري. او بیله دې څخه چی خپل د ذهن او تمایلاتو احساسات په کښي شامل کړي. دغه وخت د ریالیزم په برکت (هنر دهنر له پاره) مفکوره تر سخت انتقاد لاندی راغله، دغه مفکوره پوچه وختله، یعني په مقابل کښي (هنر د ټولنیز عینی ژوند له پاره) مفکوره را منځته سوه.
دوهم : انتقادی ریالیزم: هغه ریالیزم چي په  ټولنه کښي د ټولني ټولو ناخوالو ته په ګوته نیولو او د هغه په څرګندولو کښي خپل ادبي ژانر یا اثار لیکی او د ټولنې واقیعتونه بیانوي، د بېلګې په توګه نن هم که موږ وګورو په ځینو رسنیو کښي ناخوالي په سمه توګه بیانیږي، هغه واقیعتونه چي په ټولنه کښي دي هغه بیانیږي، خو د هغه د اصلاح او د حل د لارې دپاره لاره نه ښوي نو دا یو ریالیستک ټولنیز بیان، مقاله او کتاب کیدای سي خو د لاری د حل کوم عینی خیال او فکر په پراکتیک کي نه ښوي. (یوازي واقیعتونه ښوي.او هغه انتقاد کوی هم) نو ځکه دغه ریالیزم بیا هم کفایت نه کوي. ځکه چي مسئله نه سی حلولای. نو بیا هم د سوسیالیستي ټولنو د را منځته کیدو سره سم چی طبقاتی بیره او د حاکمو طبقو واک یې د منځه وړی دی. برسیره پردې چي واقیعتونه په ساده توګه توضیح سي او ټولنه  د ستونزو څخه باخبره کړي، نو د حل بله لاره یې هم د سوسیالیستی لیکوالانو د خوا څخه مطرحه سوه چي دغه د لومړی سوسیالیستي ټولنی په ادبیاتو کښي دغه د لمر د څرک په شان راڅرګند سؤ.
دریم: اجتماعي یا سوسیالیستي ریالیزم: دغه د خپل وخت یو ټولنیز پر مختللی ریالیستیک نظر دی، چی د واقیعاتو او طبقاتي ستم د څرګندولو او ناخوالو په وړاندي کولو برسیره د حل وړ لاره هم درته ښوي.چي  د دغه ټولنیز یاد اجتماعي ریالیزم مؤسیس ماکسیم ګورکي د ریالیزم خصوصیت ته لنډه اشاره کوي او وایي: ((ټولنیزریالیزم څه شی دی؟ په لنډه توګه باید وویل شي چې د ژوند د واقعیت عیني انځور دی، داسې انځور چې د ژوند د پېښو له هرج و مرجه د خورا عمده او انساني اړیکو څخه اخستل شوی او يا د ټولنیزو شرایطو پر بنسټ د انتقاد په څنګ کي د حل لاره هم وښوي.)) د دې مکتب بنسټ ایښونکی ماکسیم ګورکی دی. چی د (مور په اثر کې) د طبقاتي مبارزی او طبقاتي ناخوالو د حل پرلاره هم د یوه سیاسي کارګري ګوند موجودیت او په ځانګړو شرایطو کې د(حوزې) او محلي شوراګانو په منځ کښي د سازمان او ګوند سیاسي فعالیتونه وه. چي د ناخوالو د منځه وړلو د حل لاره هم په کي روښانه سوې ده.                   
  خو بیا د ریالیزم بنسټ ایښونکی په روسیه کښي چی د قدر وړ اثار یې رامنځته کړه. ګوګول، تولستوی، چیخوف، تورګنیف، ګونچارف او دستایوفسکي وه. پاته سو دغه ادبي او سیاسي اصطلاحات لکه سمبولیزم او سوریالیزم.
سوریالیزم یو مکتب کیدای سي چي په ۱۹۹۲م کښی په  فرانسه کې را منځته سو، په ادبیاتو کي د انتقاد کولو یو ښه کړنه ورته وایو. همدغي سمبولیزم هم د ادبیاتو یوه برخه کیدای سي، چي د پيچلو سمبولونو څخه ګټه په کښي اخیستل کيږي او د ریالیزم او رومانتیزم له اغیزو څخه بهر نه ده چی ډیر وخت په سمبولیک ډول په نقاشۍ او مجسمه سازی کښی استعمالیږي. زه هم د یوه لیکوال په توګه د سبمولنو څخه ګټه اخلم. او لکه تاسو چی د پوښتنی په اخر کی وویل: د اروپایي ادبیاتو اغیزي نه یوازي زموږ پر ټولنه باندی جوتي دي، بلکی د نړۍ ټوله هیوادونه یو د بل د اثارو تر اغیزی لاندي را تلای سي. مننه
مسعود: یو شمیر شاعران په خپلو شعرونو کې د سیده، بربنډو او لوڅو خبرو، پیغامونو او موخو پر ځای د سیمبول او تمثیل ژبه پکاروي. ستاسې په اند سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني اکربکر(حال احوال) تمثیل دی او که په یوه ټولنه کې د شرایطو او اکربکر څخه په طبیعي بڼه جوړیږي؟
بڅرکی: دا روښانه خبره ده چي زموږ ادبي بهیر لا تر اوسه په ټولنیزو فرماسینونو کې شاته پاته ده او هنر او ادب مو هم د ټولنیزو شرایطو پر بنسټ د ځنځیر په کړیو سره تړلی دی. زموږ په ادبیاتو کي تر ډیره ځایه  د واکدارانو، مذهبي شعرونو او د کلاسیک ادب وروسته پاته والی په کښي څرګند دی، نو هغه سمبولیک کلمات یا خبري شاعر او یا حماسه  لیکونکی، رومان او داستان لیکونکی نه سي ویلای؛ ځکه د ټولني تر عامه ذهن د باندي الفاظ د شاعر په مقابل کښي یو سخت کار دی، شاعر او ادیب مجبوره  دی چي مروج کلمات په داستان، رومان او شعرونو کښي ولیکي، تر څو د ټولني د انتقادونو سره مخامخ نه شي، ولي یوه اندازه ادیبان او لیکوالان په خپلو ادبي ژانرونو کي د نورو  ژبو الفاظ څرګندوي په داسي حال کښي چی خپل الفاظ هم ورته لري، د بېلګې په توګه و خوټوته (خسنتین) استعمالول د ویونکي پر ذهن بد نه لګیږي، خو که یې په خپله ژبه وویل نو د سخت نفرت او محکمې سره مخامخ کیږي. په دې باب په غربي نړۍ کښي لڅ شعرونه خورا ډیر دي، خلک یې وایی اومفهوم ځیني اخلي او ممانعت او حساسیت نه ورسره ښکاره کوي، په ډیره کښي بیا په روسیه کښي د لڅو شعرونو بېلګې ډیري لیدل کیږي، چی د تناسلي الاتو نومونه په کښي سته.
زموږ د افغانستان په لیکوالانو کښي ډیر لږ کسان سته چي په شعرونو کي لڅ الفاظ یادوي او هغوی منطق لري چي وایي: (وختي چي زه نوم ورته لرم نو په نورو ژبو ولی دغه لغاتونه یاد کړم.) د دې دپاره زه د کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالي صاحب د یوه شعري ټولګی یادونه کوم او د یوه بیت یوه برخه یې ستاسو سره شریکوم.
شلنډه ملنډه را غله مخامخ یې راته وکتل
زه پر تا مین سوم چی ما و تاته وکتل
ما په نرمي و دې ته داسي وویل:
نه دی د ولاړو سر بیخی په ځړیدلی دی
روک به درته وایم چی حاجي بابا لویدلی دی
زړه لا هر څه غواړي، خو د خوټو تاو ختلی دی
روک به درته وایم چي حاجي بابا لویدلی دی
پورته شعر د ښاغلي کاندیدي اکاډمیسن محمد انور نومیالي دی، چي د شعري ټولګی نوم ئې تخنوني دي، هم دغسي نور لڅ شعرونه هم لري، چی تاسي ئې ټولګه د فیسبوک د تنخنونو په سیت کي کتلای سی، په نړۍ کښي دغسي شعرونه چي یوه معنا هم ولري ډیر سته.
خو زموږ په ادبیاتو کښي ځای نه لري، زموږ ټولنه لا تر اوسه په هغه فیوډلي شرایطو کي ده.
خو د لڅو الفاظو پر ځای استعارې رواج لري لکه : د شمس الدین کاکړ په دیوان کي چی ځیني الفاظ ځای سوي دي: او د زیشت او زیبا په فورم کی ویل سوي دی. دا سپین بشر چي ستا دی – ته د لاندي زه سر بیره سرچاودلی لکړا زما دی ته د لاندي زه سر بیره
دغه فن او هنر هر څوک کولای هم نه سي. مننه
مسعود: تاسې په خپله شاعرۍ کې زیاتره د سپین یا نوي او آزاد شعر پلوی یاست او که د غزل؟ ښه به وي که د دغو شعري ډولونو په اړه  په  لنډه توګه مالومات راکړئ؟
بڅرکی: غزل خو یو عروضي شعر دی او د هر چاه خوښیږي زموږ په شاعری کي د غزل نمونې ډیري دي، دا یو عربي مصدر دی، چی په لغات کي د ښځو سره خبري کول دي، نو ځکه رومانتیک اړخ  لري. بیا د ادب په اصطلاح هغه شعر دی چي د میني پر بنسټ د نارینه او ښځي ترمنځ مینه په ادبي شعر کي څرګنده وي، چي د بیتونو اندازه یې د (۷ څخه تر۱۵ یا ۱۶) راځي. لکه:
پرسپین مخ یې توري سترګي ښه ښکاریږي
پر باړخو یې رنګ د ګل را معلومیږي
سور انګار یې تر ایرو لاندي تجلا کړي
 که  نقاب ځیني کړې ایسته نو بڅرکي پاشل کیږي
همدغسي سپین شعرهم خوندور دی، چي زما په  شعري مجموعو کې بېلګې  سته، خو د سپین شعرخوند په دې کې دی چې د قافې تر قید لاندي نه  را ځي. زه د دواړ شعرونو طرفداره یم او لیکم  یې: مننه
مسعود: پښتو غزل هغه ځېل (ژانر) دی، چې له عشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسو د پښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟
بڅرکی: محترم مسعود صاحب! غزل یوه عربی کلمه ده ،چی د نارینه او ښځي د میني او محبت سره سروکار لري.غزل بیله عشقه هغه د غزلي تعریف نه احتوا کوي. د بیلګې په توګه : زما دوهمه شعري ټولګه زما دغه غزله: 
ما چي امید ستا د دیدارکړی دی – بې حده ډیر مې انتظارکړی دی
ما چي د مینې په کعبه کي تاته ځای درکړی – تا مي ارام ژوندون ته نا ارام ورکړی
خلک د حورو په امید کې جنتونه غواړي – ما د وصال و تاریکو ته داسي خیال کړی دی
همدغه غزل د ګړندي فکرونو په شعري ټولګه کی په ۶۹ مخ کی نور هم کتلای سې
غزل په افغانستان کي خورا اوږ تاریخ لري که د حمزه له غزل څخه تیر سو د احمدشاه بابا دیوان هم په غزل ښکلی دی. مننه
مسعود: ایا په اوسني اکربکر (حال احوال) کې د پښتو غزل د نورو ژبو له غزل سره سیالي کولی شي او که نه؟
بڅرکی: هر ملت د ځان دپاره ځانګړي فرهنګي ارزښتونه لري، نو د دغه فرهنګي ارزښتونو د ساتلو دپاره هنر او ادب مهم  ټکی دی. زموږ د افغانستان غزل جوړونکي، زموږ د فرهنګ ښه ممثلان دي، موږ ته د هغوی با ارزښته ښاغلي چی د هیواد فرهنګی شته مني یې په هنر او ادب کښي ساتلې او تمثیل کړې ده. موږ ډیر ښه خوند او فن ځینی اخیستلای سؤ. خو په عربو، ایرانیانو او نورو هیوادونو کي هم دغه دلایل صدق کولای سي.
مسعود: شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلې دي؟
بڅرکی: شعر که په هر فورم کښي وي هغه احساس راپاروي، خو که شعر بیا د مؤسیقي سره جوړه سي، نو داسي خوند ځیني اخیستل کیږي، لکه مینه چي د پيغلي او ځوان سره هم غاړي سي. نو به یې خوند څو چنده سي، یا لکه: مالګه چي د خوړو سره یو ځای سي. او نور...پاته سوه زما د شعرو هنرمندان ما تر اوسه کوم هنرمند ته ما شعر نه دی ورکړی. خو یوخت مي (نجیب حق پرست) ته په یوه واده کښي یو شعر ورکړی او هغه په ډیر خوند بیله دې چي شعر کمپوز کړی یا کار پر وکړي هغه په ډیر ښکلي ږغ  نوموړی غزل وویل. بس
مسعود: ستاسې پر اند طنزی شعرونه څه ډول شعرونه دي او د لومړي ځل لپاره کومو شاعرانو په دې برخه کې کارنده ونډه اخیستې ده که د بیلګې په توګه د دغو شاعرانو شعرونه راته په ګوته کړئ؟
بڅرکی: د طنز په باب ډیر ښکلي شاعران سته او پخوا هم د طنز په ژبه شعرونه ویل کیده، د بیلګې په توګه: د شمس الدین کاکړ، د حنان بارکزی په شعرونو کي، د جمعه بارزي په شعرونو کی هم  طنزیه شعرونه سته خو په اوس کښي ښاغلی ډاکټر عبدالواحد نظري طنزونه ډیر شهرت لري. خو زما د طنزیه بیلګه هم دغه ده.
طنز یوه ادبي لیکنه.
څه وخت چي کوچنی وم. د کندهار د لرګو په ګنج کې پلار د نجارۍ د کسب د زده کولو په خاطر پر یوه نجار شاګرد کړی وم. د نجارۍ زده کړه مې ډیره ښه پرمخ تلله. حتا تر هغه اندازې چي ځانته د کاغذ باد څرخه هم جوړ ولاسوه. خو! د بده مرغه د کار په جریان کې مې دغه بټه ګوته په تیشه ووهله: د پيښي سره سم سختی ویني راپیل سوې. استاذ مي چی ولیدلم، نو سمدلاسه ئې د خپل ډاکترۍ د تجریبې څخه د د کان د لرګو براده پرکښيښودل.او د خپلی پزي په دستمال ئې ټینګه ګوته راوتړل او تسلیت ئې راکړ، چی زما د تجریبې څخه د لرګو براده ډیره ښه دوا ده.
استا‌ذ! زه د نن ورځي دپاره رخصت کړم، زه هم د کاره څخه د رخصت په اوریدلو داسی خوشحاله سوم چی د ګوتی درد می هیرکړ. د لرګو د ګنج څخه رارهي سوم، د برو دروازی پوري را ورسیدم، دلته یو دوست ولیدلم، هغه سمدلاسه د ګوتی پوښتنه راڅخه وکړه، خو! ما هم دغه  تیر جریان ورته وویلی؛ هغه د افسوس په څنګ کې د خپلی ډاکټرۍ یوه نسخه را کړه. اووې ویل: که ته خاور پر واچوي دغه زخم سمدلاسه جوړیږی. او دغه ډیره ښه دوا ده. خو ما هم د ده نسخه واوریدل .... د همدغه ملګری څه تر رخصتیدو وروسته و یو څو قدمه چی ولاړم د حضرت جي په سیمه کی د یوه بل دوست سره مخامخ سوم. هغه هم افسوس وکی چې دغه ګوته دی څه په کړی دي؛ خو! ما بیا ټوله داستان دته هم وویلی، هغه د افسوس په څنګ کی د خپلو تجریبو څخه سمدلاسه نسخه را کړه. او وې ویل : که پر دغه پرهار یا ټپ باندی اوړه کښیږدې دغه به ئې ځای پر ځای جوړه کي! ما هم د ده نسخه واوریدل، د ځانه سره می یاداښت کړه. خو څه وخت چی می د ده څخه رخصت واخیستی د کور پر لوری رارهي سوم. د وړیو د فابریکې څخه را تیر سوم، د اڅکزو کوڅې ته راورسیدم چی زما یو بل د خپل وخت همزولی را باندی پيښ سو. او په تعجب راوګرځیده؛ سمدلاسه ئې د ګوتی پوښتنه راڅخه وکړه؟ ما هم د ته ټوله جریان وویلی...هغه هم د افسوس به څنګ کی خپله نسخه دغسي را ته بیان کړه، کله چی کورته ولاړ سې نو سمدلاسه د پیازو یوه ټوټه پر دغه ګوته کښيږده... ټک او پتری به دی ګوته جوړه سي. د ده نسخه می هم یاداښت کړه، نو بیا هم د ده څخه رارخصت سوم؛ څو قدمه چې نور ولاړم، بیا هم  کورته را نژدې سوم. د یوه محالی د کان خواته راغلم. پر دکان د ناستو خلکو ماته فکر سو، کله چی زه ورنژدې سوم ،د ناستو خلکو څخه یوه مشر را ږغ کړه ... هلکه دلته راسه، زه هم وروګرځیدم ... سمدلاسه ئې د زخمي ګوتي پوښتنه را څخه وکړه ؟. خو! ما هم نوموړي مشر سړي ته ټوله کیسه وکړه، هغه هم دستي ماته د خپلو تجریبو نسخه راکړه او وئې ویل: ځه کور ته ولاړ سه او سمدلاسه دغه براده ایسته که، د خولې نصوار پر کښيږده، سمدلاسه به ئې ووینې چی ټک اوپتری جوړسی... ماهم د ده نسخه د نورو د نسخو سره یاداښت کړه. او کورته راورسیدم.
هغه وخت چی کورته راورسیدم، پلار مې ولیدم او سمدلاسه ئې پوښتنه را څخه وکړه، چی څنګه د دکان څخه وختي راغلی ئې. او همدغسي ګوته دي څه په سوي دي؟...ما هم تیره  کیسه ټوله ورته وکړه. نو وروسته ئې ګوته خلاصه کړه، وې ویل: دغه براده چاه پرایښې ده؟ دا خو ډیر تاوان ورته کوي، ګوته خو دومره زخمي ده چی هډئې معلومیږي. ما ورته وویل: هو! ډیر درد لري.او هغه نسخې چي پرلاري نورو ډاکټرانو را کړی وې، هغه می هم ورته وویل: خو څرنګه چي پلار مې هم نیمه ډاکټر ؤ، هغه بیا خپله تداوي داسي را پیل کړه؛ لومړی خو ئې دغه ټوله خیرن ټوکران ایسته کړه، بیا ئې براده هم د تودو اوبو په وسیله لیري کړه. او بیا ئې یوه ټوټه دپلستر پر واچول او ګوته ئې وتړل. 
 مسعود: د یو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا لاملونه څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست چې تاسې هم په خپلو شعرونو کې له دغو لاملونو څخه کار اخیستئ او که نه؟
بڅرکی: په شعرونو کښي ډیر وخت مستي موجوده ده، په ډیره بیا په حماسي شعرونو کي. شعر که مستي ونه لري نو بیا خوند چیري لري او احساس به څنګه راپاروي، ځکه باید هم غرور په کښي تمثیل سي او هم د میني احساس. زما په شعرونو کښي هم د غرور خبري خورا ډیري دي، چی تاسو یې زما په درې واړو شعري ټولګو کښي لیدلای سی. 
پورته مي هم ذکر کړه چي شعر بی له احساسه او غرور څخه هغه شعر نه دی، زما ټوله شعرونه پر احساس او غرور تکیه لري.
 مسعود: ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ او داراته ووایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتو شعر او نظم ښکلی او رنګین کړ، همداسې یې په نثرکې هم د یوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسو يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پر هنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ.
بڅرکی: خوشحال خټک، د خپل وخت حماسي شاعر وو، شعرونه یې ډیر وخت د ناخوالو په مقابل کښي په هغه وخت کي کښلي دي. د هغه یو مکمل دیوان انګریزي لیکوال او ژباړونکي(سرولف کیرو) د لومړي ځل دپاره په انګریزي ژبه و نړیوالو ته ورڅرګند او ژباړلی دی. خوشحال خان خټک په جرئت سره د مغلو سره په جګړه کښي وو، هغه شاجهان باچا په وخت کي د مغلي دولت په دربار کي ځای درلود، خو د اورنګزیب په وخت کې د مغلو سره اختلافات د جنګونو تر حده ورسیدل. او ډیر تاریخی شعرونه یې په دغه برخه کښي شته، ماته د دغه تاریخي او حماسي شاعر جرئت او غښتلی توب خورا ډیر ارزښت لري.
د پوښتنې بله برخه: د متن په لیکلو کي نثر خپل تاریخی ارزښت لري، د انسانانو ترمنځ د پوهولو او را پوهولو دپاره د ګړهارو ږغونو ویناو څخه ګټه اخیستل کیده، بیا  د دغه ږغونو دپاره الفباء توری را منځته سوه. چی د هغه  په  وسیله باندي ښې لیکني، ګرامري لیکنی په ادبي لفظونو باندي د ښه نثر یا متن نماینده ګی کوي، نثرونه پر څو برخو دي. لکه تاریخي نثرونه، ادبي نثرونه، ساینسي نثرونه اوداسي نور چي په ادبي تاریخ کښي هر چاته د ارزښت وړ دي.او د متن یوه غوره برخه هم دغه نثرونه دي. د افغانستان په متن لیکنه کي د نثر برخه په اوسنی وخت کي وچته ده، خو زموږ په ادبیاتو کښي تر نثر نظم مخکی معلومیږي. معنا دا چی لومړنی شعر د امیر کروړ شعر موږ په لاس کې لرو، چی یو حماسي شعر دی. خو تاریخ سوري، د شیخ  کټه کتاب (لرغوني پښتانه) کتاب د نثر په برخه کي موږ ته د تذةال اولیا د اثر له مخي چي د سلمان ماکؤ کتاب دی د هغه په وسیله موږ ته را یاد سوی دی، چي په تقریبي توګه به د اسلام همزولی یا به تر اسلام نه مخکی وو. خو دا چي د پښتنو ډیری سیمی د جنګونو په وسله وراني سوي دي، نو ډیر تاریخی کتابونه یې هم دلاسه وتلي دي.
دلته یوه خبره مهمه ده چي موږ باید د متن، نثر او شعر برخي سره بیلي کړو.
متن څه ته وایي: متن په لغات کي د یوه شي څټ یا شاه ته وایی، د یوه شي ضد ته هم ویل کیږي، خو په اصطلاح کښي د نثر او نظم مجموعه ده، چي د لیکوال یا شاعر تحلیل او تفسیر و لوستونکو ته ورښوي. نو د لیکوال اثر به یا په نظم سره وي یا نثر. ماخذ: د پښتنو ډیر لرغوني ادبي ستوري او لرغوني ادبیات. لیکوال: ننګیالی بڅرکی. و چاپ کال (۲۰۱۰م)
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د نثر له ډولونو څخه هنري او څیړنیزو نثرونو ته زیاته پاملرنه شوې ده او خلک یې ډیر خوښوي. تاسو د پښتو ژبې د علمي، ادبي او هنري کولو، ودې او پرمختیا لپاره د هنري او څیړنیزو نثرونو بنسټیزې ځانګړنې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: ما مخکي هم په پورته پوښتنو کي واضیح کړه چي نثر لیکنه خورا ډیر ارزښت لري. دا نو نه یوازي په پښتو ژبه کي، بلکی د نړۍ په ټولو ژبو کښي د نثر برخه پخه او ډیره ده. دا چي څیړنیز متن یادونه تاسو کړیده، په دې کښي هم شک نسته چي څیړنیز متونونه هم د ارزښت وړ دي، ځکه پر اوسني وخت څیړنه  او پر تاریخي مسائیلو څیړنیز نثر د لیکوالانو د لیکني برجسته برخه جوړوي.مننه
مسعود: تاسې، لنډۍ چې زموږ د ولسي ادب او فلکلور یوه غوره، مهمه او با ارزښته برخه ده څه ډول راپیژنئ؟ او دا راته ووایاست چې د لنډیو شاعران څوک دي او په پښتو ادب کې د لنډیو ژورې ځانګړتیاوې او اغیز څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: د ولس دپاره کره معلومات، په  تاریخی لحاظ، کلتوري لحاظ  او سیاسي لحاظ اړین بولم، خو د فلکور برخه بیا د پښتو په ادبیاتو کښي ځانګړې ده  ځکه دغه برخه هم د تاریخ، سیاست او کلتوره سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه : دغه تاریخي لنډۍ چي د سلطان محمود غزنوي په وخت کي ویل سوې ده او داسي نوري لنډۍ:
که د یارو لښکرې راغلې - زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
د لنډیو شاعران ولسي خلک دي، ځانګړی شاعر نه لري موږ ته سینه پرسینه را پاته سوي دي چی ولسي ارزښت لري. او د ارزښت په باب یې: ټول فلکولوریک مواد که لنډۍ دي که نقلونه موږ ته یې ارزښت په دې کي دی چي هغه د خلکو مال دی او په هغه کي د ژوند قیصې، د انسان غښتل توب پر طبعیت او ټولنه باندي او زموږ د ټولنی بشپړه شناخت هم په دغه  فلکوریکو نقلو، قیصو او لنډیو کي خوندي سوی دی. 
مسعود: تاسې په لنډیو کې معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول څېړئ؟ ښه به وي که د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.
بڅرکی: په پښتو لنډیو کښي شاعر معلوم نه دی، د لنډیو ارزښت په پښتو فرهنګ کښي خورا ډیر دی.د لنډیو ماهیت او د شعر ځانګړني یې د نورو نظمونو او شعرونو څخه بیل دي.د لنډیو د شعر لومړۍ برخه (۹)سیلابه ده او دوهمه برخه یې (۱۳) سیلابه وي.لنډۍ هم تاریخی ارزښت لري، هم ټولنیز او هم عشقي اړخونه لري. لکه چي وایی: توره شپه ده توره خونه ـ شین خالۍ نه ده معلومه. یا وایي: توره شپه به خدای رڼا کي - شین خالۍ به خدای پيداکړي. او پا ته سو د تشبه حالتونه یې لکه په شعر کي چی تشبهي حالتونه سته په لنډیو کی هم سته او د ارزښت وړ دي.
خال به دیار په وینو کښیږدم ـ چي شینکي باغ کښي بلبلان وشرموينه. دلته خال د وینو تشبه سوی دی، د هیواد ساتني دپاره قرباني ـ او بلبلان بیا د د هیواد د خلکو سره تشبه سوي دي،(ممکن)او نور.
مسعود: په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه لید لرئ؟ پښتو متلونه د نورو ژبو له متلونو سره څنګه پرتله کوئ؟ آیا تاسو په خپلو شعرونو کې له متلونو څخه هم ګټه اخیستې ده او که نه؟ که مو اخیستې ده نو اغیز یې پر خپلو شعرونو څه ډول څیړئ؟
بڅرکی: پښتو متلونه د پښتو ژبي یو فلکوریک مال دی چي پښتانه یې د خپلو خبرو او پریکړو پر وخت د خپلي ادعا د ثابتولو دپاره استعماله وي، متلونه هم خپل مشخص لیکوال نه لري، موږ ته سینه پر سینه د نورو مشرانوڅخه په میراث را پاته سوی دي. متلونه هم د خپل ځان څخه اهنګ لري. لکه : مه کوه په ما چی وبه سي په تا -  د چا عیب مه وایه چي ستا عیب ونه ویل سي – ژرنده که د پلار ده هم په وارده – د چا دروازه مه وهه په نوک چي ستا دروازه څوک ونه وهي په سوک ـ کاروان تیریږی سپي غپيږي. همدغسي ډیر نور متلونه سته چي ولسونه یې په ولسي خبرو کی استعمالوي.ځیني شاعران یې هم د خپلو ادعاګانو دپاره په شعرونو کښي را وړي. لکه: 
مه خورې مړوندونه پر مخ درواخله غټ ګامونه
د درواغو منزل لنډ دی، بل غل په غره کی نه ځایږي
د متلونو راوړل په شعرکي د شعر خوند ډیره وي او شعر نور هم ثوقه کوي. او زما په شعرو کي هم د متلونو څخه کار اخیستل سوی دی، په نورو ژبو کښي هم متلونه د ارزښت وړ دي.
متل راوړل په عربي کښي (ارسال المثل) ویل کیږي. د بدیع په علم کښي هغه شعر دی چي شاعر په په خپل شعر کي یو نامتو متل هم ځای کړي لکه رحمان بابا چی وایي:
زه و زاهدانو ته حیران یم ، دوی وماته
دیوانه به ده خندو،ده به دیوانه
د مکې په بزرګۍ کې هیڅ شک نه سته
ولي خر به حاجي نه شي په تواب
مسعود: تاسې په شعر کې تاریخي اسطورې چې د یو ملت د افسانوي ژوند مفاهیم څرګندوي څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې د کومو شاعرانو په شعرونو کې د انساني او فطري اساتیرو مفاهیم خپل ځانګړی ځای، پوړی او مقام لري؟
بڅرکی: د پښتو په ادبیاتو کښي تاریخي شعرونه خورا ډیر دي، چي ډیر وخت دغه تاریخي پيښي شاعران په قصیدو کي راوړي د بېلګې په توګه : د میرمن زینبي قصیده د خپل ورور په ویرنه کي. همدغسي فلکوریکي اسطورې یا افسانې هم که په نقلونو کښي وي او که په غزلو او شعرونو کی وي د ارزښت وړ دي. په دې بابا د محمد ګل نوري اسطورې یا فلکوریک نقلونه د افغانستان د اسطورو یا نقلو ښه بیلګه کیدای سي. لکه (د زبزباني شاپیرۍ نقل، توردیب پر چنګښي مین دی...) او نور
مسعود: زموږ په هیواد کې د لرغوني رزمي او حماسي ادبیاتو تاریخ یو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې زیاتره یې د فولکلور په چوکاټ کې د خلکو په زړونو، سینو او مغزونو کې ځای نیولی دی. تاسو د یو لیکوال، ادیب او شاعر په توګه د دغو رزمي او حماسي ادبیاتو اغیز، اهمیت او ارزښت د مضمون او منځپانګې له مخې پر ادبي فورم او ډول او د تاریخ په روښانه کولو کې څه ډول څېړئ؟ 
بڅرکی: په هیواد کښي لرغوني ادبي او حماسي شعرونه ډیر دي، ځکه دغه هیواد د تاریخ په اوږدو کي د جنګونو او د هیواد په حماسو کښي پوخ او یو اوږد تاریخ لري. زما اثر د (افغان او انګلیس په درو جګړو کي رزمي ادبیات) هغه اثر دی چي د هیواد هغه غازیانو چي د توري په زور یې انګریزان د خاوری څخه وایستل، خو د دوی په څنګ کي حماسي شاعرانو هم خپله ونډه بې اغیزي نه ده پریښې. دا چي لکه تا چي یادونه وکړه ما هم دغه موضوع ته د ډیر ارزښت په خاطر یو بشپړه کتاب ولیکه چې خورا ډیر با ارزښته رزمي شاعران مې په کښي را ټول کړي او د ورکیدو څخه مي هم ساتلي دي. تاسي و همدغه کتاب ویلوته را بولم.
مسعود: آیا خوشحال خان خټک هم صوفي شاعري کړې ده او که نه؟ که یې کړې ده په دې اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ؟ او د شعرونو څو بیلګې یې راته ولیکئ؟
بڅرکی: خوشحال خان خټک یو حماسي شاعر دی چي د وخت ډیر ریالیستک شعرونه یې ویلي دي او په ډاګه یې د جنګ په میدان کي دښمنان په خپلو شعرونو سره ښودلي دي، هغه د تندروه ملا هم غندنه کړې ده. او منطقي ځوابونه یې هغه ملایانو چي یا به د مغلو سپي وه او یا به هم د پردیو په خدمت کې وه، خوشحال خان یې ځواب په شعر کی ویلی دی. هغه صوفي شاعر نه سو بللای، بلکي ریالیستک شاعر یې بولو. لکه چي وایي:
که د زړه په محبت وي خوشحال ځوان دی
 په دا سپین وریښته یې ولي ګرموې
دډهلي په باب وایي: دخوشحال کلیات ۷۶مخ
د ډهلي د ښار ښه شان او شوکت و- لور په لور یې ښکلې، ښکلې عمارت وو
ښایسته یې بازارونه وه د ښهر- مهایائې په بازارکښي هرنعمت وو
د شانهرفوارې دي په هرکورکښي – د بازار به ئې څه کم  بیکه وسعت وو
په ډهلي باندي ګواهي د جنت وله – که راغلی په دنیا چیري جنت وو
د بادشاه د خاص و عام به څه تعریف کړم – و خوابګاه وته ئې عقل په حیرت وو
موږ د خوشحال ټول اړخیزه کلیات لرو: چي په هغه کښي رنګارنګ شعرونه سته.
جواب زما په ذهن کښي اوس نسته خو کلیات یې را سره دي،چي د شعرونو پلټنه یې ډیر وخت غواړي.چی په دې باب ښاغلي ناشناس هم د خوشحال خټک شعرونه ویلي دي.مننه
مسعود: د رحمان بابا په شعر کې، په پرتله د نورو شاعرانو د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی. که په دې اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ.او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتون لري؟
بڅرکی: رحمان بابا د وخت یو تصوفي شاعر دی، چي د شعرو ډیره برخه یې پر مذهب او دین ته وفاداري باندي ده. د هغه  تصوفی شعرونه د زمانې په اوږدو کښي د پاچهانو، ملکانو او عامو خلکو دپاره د پال په اچولو کښي ډیر ارزښت لري. د بېلګې په توګه کله چي ګرګین د صفوي شاه حسین له خوا پر کندهار باندی واکمن سو، نو میرویس نیکه یوه لویه جرګه راوغوښتله او هلته یې د رحمان بابا کتاب د پال په نیت پرانیستی او نتیجه ګیري یې داسي وکړه ؛ چی ګورګین به د خاوري څخه باسو. همدغسي و رحمان بابا ته د خلکو عقیدت په مذهبي لحاظ ډیر دی. او رحمان بابا د پښتنو په ادبي تاریخ کښي خپل ځای لري. مجازي شعرونه یې د ایډیالیزم  پر فلسفه ولاړ او عقیده من خلک لري. د پښتنو په ډیرو کورو کي د رحمان بابا دیوان سته یو څو بېلګي یې:
کوهي مه کنه د بل سړي په لارکښي ـ چیری ستا به د کوهي په غاړه لار شي
هر سړی تر خپل مطلبه پوري یار دی – ما د خدای د پا ره یار لیدلی نه دي
بل: که یو څو څاڅکی اوبه تږی لره ورکړې – د دوږخ او ستا تر منځ به سي دریا
بل : لکه ونه مستقیم پرخپل مقام یم – که خزان راباندي راسی که بهار
درحمان کار د دنیا سره نسته هغه وایي (دانا نه کاندی دنیا بندي غرض). د هغه مینه مجازی مینه ده  لکه چی وایي: دا دنیا ده خدای له عشقه پیداکړې ـ دانا نه کاندي دنیا باندی غرض
 مسعود: د پوهاند صدیق الله رشتین د څیړنو له مخې، ترخوشال خان خټک وروسته چې کابو (۱۶۷۴) څلوریزې یې لیکلې دي، په پښتو ادب کې اکادیمیسین سلیمان لایق دویم شاعر دی چې د کابو (۱۳۷۹) څلوریزو په خپرولو سره یې د پښتو ژبې پانګه لاپسې پانګمنه کړې ده. تاسې د خوشال خان خټک او لایق صاحب په څلوریزو کې د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتنو میړانه، ملي، وطني او معنوي ارزښتونه، شعري جوهر او د شعر اصلي نښه او ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟
بڅرکی: پوهاند ریښتین صحیح وایي، هغه د پښتو او پښتنو یو پوهاند دی، د هغه څیړنی دقیقي دي. خو زمانه پرمخ ځي، موږ اوس په پښتو ادبیاتو کښي ډیر کسان لرو چي تر خوشحال خټک یې هم د شعرونو ټولګه ډیره ده اولا نور شاعران به هم پیداسي چي هم ښه شاعري کوي او هم ئې د شعرونو محتوا خوندوره ده. خو د سلیمان لایق شاعري چي په کمیت کښي ده هغومره په کیفیت کښي هم د ارزښت وړ ده ، ځکه سلیمان لایق هم د خپل وخت سیاست مدار، اکاډمیسن او د بشپړه تجریبې خاوند دی، همدغسې عبدالباري جهانی هم د اوسنی وخت وتلی شاعر او تاریخ  پوه دی، اجمل خټک هم د معاصر وخت په شاعرۍ کې خپل ځانګړی ځای لري. او ۱۳ شعري ټولګی یې خپرې سوی هم دي. نو د دغه ټولو څخه داسي معلومیږی چی پښتو ژبه د شعر او شاعرۍ له مخي غني ده. زه د سلیمان لایق سره پيژنم او د نژدو مو د خوښئ بانډارونه هم سره کړی دي، د هغه هره خبره شاعرانه ده، هغه زما د خدای بخښلی پلار هم ډیر نژدې ملګری وو. دغه یوه قیصه به یې هم د دې مرکې جزء وګرځوم.
محمدعلم بڅرکی د کابل په وزارت اطلاعات او کلتور کې د پښتو د انکشاف عمومی مدیر وو، نو سلیمان لایق به یې پسله د غرمې د ډوډۍ خوړلو څخه زما د پلار دفتر ته ورتلی، محمدعلم بڅرکی د ډوډۍ څخه وروسته د ویټامین (سي) جوشي ګولۍ د اوبو سره چیښل نو سلیمان لایق به ورته ویل: ( ته را که نن ماته هم ستا دغه فیوډالی شربت) ، بڅرکی به ورته ویل زه به یې درکړم خو هضم به یې نه کړې. او ټوکي به یې سره کولې. دغه خبره تیره سوه. انقلاب راغلی، بیا انقلاب ناکامه سؤ، موږ ټوله مهاجرین سؤ. سلیمان لایق هم کوټي ته راغلی او هلته په مستعار نوم د حاجي بابا په نوم د محمود خان پر کور باندی میلمه ؤ. نو محمودخان محمد علم بڅرکی او ماته حال راکړی چی موږ هم هم ورغلو، سلیمان لایق په محمدعلم بڅرکی باندي ډیرخوشحاله سؤ، خورا ډیره د زړه له اخلاصه یې وخندل خدای بخښلي بڅرکی هم  د ده په لیدو سره ډیر خوشحاله سؤ. نو سمدلاسه یې و خدای بخښلي لایق صاحب ته وویل: « مانه درته ویل چی فیوډالی شربت به وچیښې خو نوشول یې فیوډالی میده غواړي.» بیا سلیمان لایق په خندا سو او دغه قیصه یې  د سره  و ناستو کسانو ته هم وکړه.
نو د هغه وخت شاعران هغه هنرمندان او ادیبان وه چی هر ټوکه یې معنا داره او هره خبره یې شاعرانه وه.
 مسعود: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي، ستاسې په اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څنګه کوالی شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟
بڅرکی: داسي حکومتنو ته دیکتاتور حکومت ویل کیږي. چي د ټولنی د شاعران، پوهانو، زده کونکو او نورو روبنائي پرمختګونو خنده ټولنه وي اینده یې خرابه ده. چي موږ اوس د طالبانو په دغه دوره کښي وینو چی د افغانستان پر تعلیمی بهیر یې سخته کلکه پابندي لګولې ده د دغسي ټولنو اینده ځکه خرابه ده چي ولسونه یې د ساینس او تکنالوژۍ څخه مهرومه او یا به غلامه ټولنه وي. ځکه د ټولنی په سمسورولو کښي تر هر څه مخکی د هغه فرهنګی کړني او د فرهنګ پرمختګ دی چی بیا په خپل نوبت سره د زیربنایي پایو دپاره په ساینس او تکنالوژۍ سره بنسټونه ایږدي. شاعر  او لیکوال چي د ټولني عینی شرایطو ته انعکاس ورکوي هغه کولای سي چي د ولس مغذونه او احساسات رابیداره کړي، ولسونو ودې ته وهڅوی چی د ټولنی د پرمختګ د لاری خنډونه لیري کړي. او ټولنه په  نړیواله سطحه د نړۍ سره سیاله کړي، که په ټولنه کښي افراطي مذهبی ډلي د هنر او ادب مخه نیسي نو ولسونه به یې ومخ ته دریږي، چي دغه کار د لیکوالانو اوهنرمندانو دی، همدغه دلیل دی چی نن ورځ افراطي ملایان او طالبان تر هر څه نه مخکي پر هنر، ادب او علم باندی حمله او برید کوی. دا ځکه چي علم د جهل مخه را ګرځوي. 
شاعر او لیکوالان دنده لري چي د ټولني د روښنګرۍ دپاره فکر وکړي، ټولنه د پرمختګ پرلوري رهبري کړي، په دې باب د هر وخت او زمان سره د خلکو د پرمختګ لوری تعقیب کړي.
مسعود: په لره او بره پښتونخوا او بهر کې یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادیي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالو او شاعرانو کارونه، فعالیتونه او نښیرونه(اثار)څیړل کیږي. ستاسې پر ا ند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختیا لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
بڅرکی: مهاجرت په ټولو هیوادونو کي چي افغانان خواره واره میشت سوی دي، هغوی نن ورځ په یوه لوی تعداد چي د احسائې له مخي تر ۱۰ میلونه هم اوړي، که څه هم رسمی احصائیه ۸ میلونه ښوي. خو په هر صورت دوی د اینده دپاره د خپلو اولادونو دپاره په مورنۍ ژبه زده کړی ته ضرورت لری او دا ضرورت مهم هم دی. برسیره پر دې د پښتو او پښتنو دپاره لازمه ده چي په هرځای کي چي اوسیږي باید فرهنګي ټولني رامنځته کړي. او فرهنګي غونډي جوړی کړي. چې دا هم د وخت د شرایطو او فرهنګ سره مرسته کوي او هم د را تلونکی نسلونو سره د افغاني فرهنګ په برخه کی مرسته کولای سي. ماته دغه کار ځکه ګټور را معلومیږي چي هغه وخت چی مهاجرت ته مجبور سوم، ما د احمدشاه بابا د علمي ادبي ټولنی خښته په کوټه یا جنوبي پښتونخوا کښي کښيښودل. هلته مي د کنفرانسونو، خپرونو(مل هنداري جریده) او تر دولسم تولګۍ پوری ښوونځۍ او د سواد د زده کړی کورسونه  جوړ کړه، چی په سلهاو کسانو ګټه ترینه واخیستله. نو داسي کړني په لر او بر پښتنو کښي د بشپړه ارزښت وړدي، خو د نړۍ په نورو هیوادو کي هم باید افغانان دغه فرهنګی کړنو ته دوام ورکړي چی دغه کار د افغانان دپاره اړین ګڼم.
مسعود: یو شمیرادبي او فرهنګي سټې په دې گروهه دي، چې له ((يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې)) پرته پر هېوادني او جهانې کچ پښتو د سيالۍ جوگه کېدای نه شي، که په دې اړه خپل لید را څرګند کړئ؟
بڅرکی: زما د نظره؛ ژبه هغه وخت د نورو ژبو سیاله کیدای سی چي په هغه کښي لیکلي شونی را منخته سي، د علومو مختلفي برخی لکه نثرونه ، متونونه او شعرونه په کښي ولیکل سي د دغه متنونو څخه مي مراد دا دی چی د علم ټوله برخی که ادبیات دي که ساینس باید په ژبه کښي په متونو کښی ولیکل سي. او همدغسي پر سیره پر خپلو پښتنو او پښتو متون کي بلکي، د نورو ژبو څخه هم ژباړي وسي. او د ژبي دپاره غني مواد را منځته کړل سي تر څو نور انسانان هم د دغه ژبي په مرسته د د پښتو د لیکلو اثارو څخه ګټه  ترلاسه  کړي.
بله خبره چي موږ ته ډیره مهمه او اړینه ده هغه د ژبې روان لیکل او د ژبي څرګنده لغاتونه او اصطلاحات دي. موږ باید کوښښ وکړو چی پښتو ژبه عام فهمه کړو، د ځینو شیانو نومونه چې د هغه شیانو د را منځته کیدو پر وخت نوم ورته ایښول سوی وي او رواج یې پیداکړی وي، هغه مروج لغات باید استعمال سي، نه دا چی موږ د کاغذ پرمخ یو داسې لغات ولیکو چې یوازي هغه  لیکوال په هغه پوهیږي. هر لغات چي یوې ژبي ته ور داخل سؤ او عامو خلک هغه ومنی، هغه لغات د هغه ژبي مال دی.
 مسعود: تاسې د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي  مرکزونو د جوړولو په تړاو په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگ واکیالي (با صلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب ولري، څه لید لرئ؟
بڅرکی: په دې کي شک نسته چي د ادب او پوهي مرکزونو ته  تر بل هر وخت ډیر ضرورت سته، ځکه چي موږ دغه څه کم ۵۰ کاله په جنګ کښی اخته یو، د نورو مادی تاوانونو په څنګ کي مو فرهنګ هم ډیره  صدمه  لیدلې ده، نو په هیواد کښي د ننه او د هیواد څخه بهر دغه فرهنګی مرکزونو ته  یو اړین ضرورت شتون لري. نو په همدغه دلیل د احمدشاه بابا علمي ادبي ټولني په خپل وار سره د علومو په مختلفو برخو کی د ګټي وړ خدمتونه ترسره کړي دي. دغه ټولنی د موجودیت په سیمه کی بیسوادي ته د پای ټکی ایښی دی، خورا ډیر اثار یې د(ملی هنداري د مجلې او جریدې) په مرسته خوندي کړي دي، مهم کنفرانسونه او غونډي یې ترتیب کړي دي. نو ځکه ماته را معلومیږي چې فرهنګي مرکزونه د افغاني فرهنګ سره مرسته کولای سي.
مسعود: تاسو د یو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکربکر(حال احوال) څه ډول څیړئ، او نورو شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
بڅرکی: زما له نظره په ټولنه کی وټیز (اقتصادي) پرمختګونه د ټولني په فکري پرمختګونو کي د پام وړ تغیرات رامنځته کولای سي، خو روبنایی تغیرات په ټولنه کښي را منځته کیده د باور وړ نه دي، ځکه ځینی وخت روبنا تر زیربنا تر مخه سي چی دې ته په اصطلاح سره (د روبنا یاغی کیدل) وایي، زموږ په فیوډالی ټولنه کښي تر ټولو د مخه باید د ټولنی د پرمختګ دپاره زیربنایي ګامونه واخیستل سي، چی هغه د فکری پرمختګ جوګه کیدای سي. که موږ ښه اقتصاد ولرو او د فابریکو مغلق ماشینونه پر څرخ راولو او هلته ګډکولک تفونه د کارګرانو رامنځته کړو نو معنا دا چی زموږ صنفي غوښتنی به هم تر سره سي. خو موږ اوس متمرکز اقتصاد نه لرو. نو مو ادبیات هم په هغه زړو فکرونو د فیوډالي اقتصاد چلیږي، که څه هم دغه حالات باید تغیر وکړي، پر دغه حالت نه پاته کیږي، خو د تکامل د قانون پر بنسټ تولیدي اړیکی د تولیدي قواو تر اغیزي لاندی دي. نو دلته باید وویل سي چي د دغه تغیر له پاره څه کولای سؤ؟. د دغه تغیر له پاره د ساینس پوهانو، ادیبانو هنرمندانو دنده ده چي د هیواد ولسونه په نوي علومو او د ټولنی د پرمختګ په قوانینو پوه کړي. 
مسعود: ستاسو پیغام د یو شاعر او لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې د ننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي څه دی؟
بڅرکی: شاعر او لیکوال باید نوښتګر وي، د نوي ټولنی دپاره باید فکرونه رابیداره کړي، ځوانان علم او تخنیک ته وهڅوی، د زوړ پیدو په مقابل کښی باید د قلم په څوکه مبارزه وکړي، نن موږ په افغانستان کښي ولیدل چي د امریکا امپریالیزم د مذهبي تندرو شاه ته ودریدل او د خپلو استعماري ګټو دپاره یې هغه مذهبي تندروه ملایان پيدا کړه چی د هر ډول علمی پدیدو او علمي ښوونو او روزنو مخه به نیسي، ځکه د استعمار ګټه په دغه کي ده چي د نا اهلو کسانو د قدرت ته د رسولو په زور خپلي د ګټي معدنونه، شتمنی لوټ کړي، چی د دې دپاره مهمه لاره د جهل او استعماري قوتونو سره مبارزه ده. خو د امپریالیزم ګټي د مذهبونو په افراطي کولو کی دي. 
مسعود: ګران بڅرکی صاحب ستاسو نه منندوی یم چې زما پوښتنو ته مو بشپړ ځوابونه راکړل. ستاسو د لا نورو بریاو او بریالیتوبونو په هیله.
بڅرکی: ګران انجنیرعبدالقادر مسعود صاحب ستاسو څخه هم مننه چی د هیواد پالني په میدان کښي مو خپله هیوادپالنه ثابته کړې ده او  د پښتنو دپاره مو لیڅي را نغښتی دي. او په پراخه پیمانه مو د هیواد د روښانتیا په لاره کی د قلم په څوکه مبارزه کړیده. او د هیواد لیکوالان مو دې ته هڅولي دي، چي نور هم د عمل و میدان ته ور داخل سي او د هیواد د فرهنګي ښیګڼو دپاره لاس په کارسي. همدغسې ستاسو د هڅو له مخي، د ادب او علم مشران مو ستایلي دي او د هیواد نوي نسل ته مو ورښوولي دي. ستاسو نه د زړه له کومې مننه کوم. 
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

ولي الله ملکزی 

د ننګرهار ولایت چې د خپلې جغرافیايي ښکلا او طبیعت له مخې په همېشه بهار سره له پرېمانه شهرت څخه برخمن دی، د مرکز (جلال آباد) ترڅنګ ۲۲ ولسوالۍ لري. یوه یې کامه ده چې د کونړ د باغي او څپانده سیند په ختیزې ډډې کې غځیدلې پرته ده. دغه ولسوالي د شمله ور سیاستوال او شهید صدراعظم، موسی شفیق او د ژبورو ادیبانو او پوهانو هریو قیام الدین خادم، محمد ګلاب ننګرهاري، عبدالوکیل صداقت، امان الله سېلاب، غوث خېبري او محمد حسن ولسمل ټاټوبی دی. همدا شان کامې پخپلې غیږې کې د ځوان کول سترګه ور شاعران او څیړونکي، محمد آصف صمیم، اجمل ښکلی او اجمل اټک یوسفزی هم روزلي دي.

له بله پلوه، کامه د ګڼ شمېر هنرمندانو بڼ ګڼل کیږي چې محمد دین زاخیل او تاند آرین خان یې د میوه دارو ونو په پاسنۍ لیکې کې ولاړ دي. د سټیج، ډرامې، فلم، موسیقي او تکواندو په ډګرونو کې لوبېدلی آرین خان، د ۱۹۸۴م کال د مارچ په اوومې نیټې ننګرهار کې زیږیدلی او د اته کلنۍ په عمر، د نورو لکونو افغانانو په څېر کوزې پښتونخوا ته کډه شویدی. نوموړي په ۱۹۹۹م کال کې د ښوونځي په مهال، د افغان مهاجرینو د تکواندو د ملي فدراسیون په سیالیو کې د لومړي مقام په ګټلو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. درې کاله وروسته یې د پاکستان د تکواندو د ملي ټیم د اتلولیو په پایلو کې « د سرحد سلطان » او بیا څه وخت وروسته په تیاتر کې د « خان » لقبونه خپل کړل.

له ۲۰۰۲م کال څخه نیولې تر ۲۰۰۵م کال پورې یې په یو شمیر پاکستاني اردو فلمونو کې کار وکړ. ورپسې یې د دغه هیواد د رسمي ټلویزیون (PTV) ډرامو او سریالونو ته لاره ومیندله، د سندرو سټوډیو ګانو ونازولو او د فېشن شو په دړې باندې له تیریدو سره جوخت، غوره څیره وګڼل شوه. په ۲۰۰۶م کال کې بیرته خپل هیواد ته راستون شو، د افغان فلم، تیاتر او د شمشاد او آریانا له ټلويزیوني چېنلونو سره یې همکاري پیل کړه. په ۲۰۰۸م کال کې یې (څوک غواړي چې ملیونر شي؟) په نوم یو نوښتګر پروګرام پیل کړ، په لږ وخت کې یې ډیر مزل وکړ او د هیواد په ځوانانو کې یې د سیالۍ او ابتکار یوه رنګینه جذبه پیدا کړه.

له آرین خان څخه مې پوښتنه وکړه چې په رسنیو کې ته د افغانستان د شاه رخ خان په نوم یادیږې، آیا دا نوم تا پخپله خوښ کړی که خلکو درباندې ايښی دی؟ دا ډول ځواب یې راکړ: «هر څوک باید د خپل شخصیت، هویت او کرکټر له مخې و پېژندل شي، نه له بل چا سره د قوارې د شباهت په خاطر. زه خپل مقام لرم، د هنر په هر ډګر کې سخت زیار باسم او د ځان لپاره مې یوځای جوړ کړیدی. زه له خپلو علاقمندانو او دوستانو څخه هیله کوم چې په نورو نومونو دې ما نه یادوي،‌ بلکې د افغانستان د آرین خان په نوم او حیثیت دې ما وپيژني».

د څارونکو له نظره، د آرین فلمونه او ډرامې، ډېر کله درې څرګند پیغامونه له ځان سره لري: د افغاني لباسونو عام کول، د زور او جبر له لارې د نجونو د واده کولو د منفي کلتور مخنیوی او له خپل هیواد سره د هیواد والو شعوري تړون. ښايي د همدې احساس له وجې یې د افغان کریکټ ټیم لپاره (دې ګریټ افغان) په نوم یوه ځانګړې سندره ترتیب او خپره کړه چې ډیره وستایل شوه. د لیلی مجنون په نوم یو فلم کې یې مرکزي رول ولوبلو، ولې د آدم خان درخانۍ هنري هڅه یې ډیره بریالۍ وه کومه چې د تیاتر په ډګر کې د ډیرو پروډوسرانو د پام وړ وګرځیدله. آرین خان وايي: «اوسمهال، زما یو له ډیرو ارزښتمنو لاسته رواړنو څخه په دولسو دقیقو کې د افغانستان د وروستني شل کلن بهیر یو ویډیوي تاریخي لنډیز دی. ما ورباندې ډیره خواري کړی او هیله مند یم چې ځوان کول به ورڅخه ډیر څه زده کړي وي».

داسې ښکاري چې د آرین خان په هنري فعالیتونو کې له وطن، سولې، امن،‌ ملي سرود او ملي بیرغ سره لېونۍ مینه دومره زیاته ده چې حد نه لري. نوموړی چې نن سبا د امریکا د ویرجنیا په ایالت کې اوسیږي؛ په یوې مهمې هنرې پروژې باندې کار کوي او په راتلونکې کې به یې لیدونکو ته وړاندې کړي. د آرین غټه آرزو دا ده چې د خپل هیواد (افغانستان) د ملي ارزښتونو او ویاړونو اړونده شاهکار فلمونه جوړ کړي. په یوټیوب او ډله ایزو رسنیو کې یې سندریز البم زښته زیات لیدونکي او اوریدونکي لري. آرین خان راته وویل: « زما د ټولو سندرو شمیر د ۳۵ شاو خوا دی او دا شمیره ځکه لوړه نه ده چې زه تل د مِقدار په ځای، په مِعیار باندې لنګر اچوم».

د بنډار په پای کې، د افغانستان دننه د هنر او هنرمندانو د قدر په اړه مې وپوښته؛ نو له څه درنګ اوچوپتیا وروسته داسې ګویانه شو: « که دې پام وي زموږ خلک هنر خوښوي، خو د هنرمندانو د قدر چل یې نه دی زده. که زه په هند کې پیدا وای، نو الله پوهیږي چې نن به په کوم ځای او مقام کې ووم؟ په هند کې د پټانانو (پښتنو) راج وګوره چې په باليووډ  کې څومره ځلیدلي دي؟» بیا یې د جهاني صیب دا شعر راته ولوست:

 

د دې وطن په نصيب نه دي رسېدلي خلک

 چې يې ميندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک

د ړندو ښار دی له ډېوې سره خپلوي نه لري

د سترګورو ډلې  ډلې دي وتلي خلک

د هر وګړي په څېره کې بلا ګانې وينم

 دلته هيندارو ته لا نه دي درېدلي خلک

—----------------------------------------------------------

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

 

 

 

 

 


په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!
مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.
د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.
کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.
يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.
يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.
پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلې…يو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.
نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان الله خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:
_هوا ښکلې ده!
غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!
_ډېره!
بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.
ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.
ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ ور واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.
سړي بېرته اخبار ته وکتل.
په انګليسي مې وويل:
_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!
سړي را وکتل، ويې خندل:
_د آس سورلۍ.
بېرته يې سر وځړېد.
يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:
_مېلمه يواځې پرېږدې!
نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_افغان يې؟!
راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.
ومې ويل:
_نه! پرنګی!
ويې ويل:
_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.
ومې ويل:
_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.
د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:
_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!
ومې ويل:
_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.
امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:
_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.
تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.
امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:
_څه مو پاخه دي؟!
ښځينه غږ راغی!
_لوبيا!
امان الله خان وويل:
_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!
ښځينه غږ وويل:
_غوښه نه شته!
_يو څوک پسې ولېږئ!
دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:
_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.
څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:
_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.
ومې خندل:
_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.
امان الله خان سړه ساه وايسته:
_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.
ومې خندل:
_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.
راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:
_د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:
_هاغه ماشومان وينې؟!
ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.
امان الله خان وويل:
_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….
غلی شو، ويې ويل:
_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځي…نه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.
هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح… ته ورسېږي.
دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري…کوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.
غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:
_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي…نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….
غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:
_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.
غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:
_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.
ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده…ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي…هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.
راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست دي…خلک له دينه باسي…تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.
دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شيطان ليد…پوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.
ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړم…خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….
ومې ويل:
_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!
امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:
_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې… خو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږل…د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه، ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.
ومې ويل:
_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!
امان الله خان سر وخوځاوه:
_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده، مطالعه لرم، ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلې…زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي…
زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.
د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….
د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره د باندې وځي؟!
خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.
ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…د ښځو له نوم سره تاړه…وی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه
امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې ........
 یو وخت یې کور ته افغانان ورغلي وو غازي دیو کس بوټ بوی کړی وو ویل یې د وطن د خاورې بوي به حتمن ورسره وي.


در نبشته‌ی معروضات عاجزانه‌ی لودین دیدیم که او برای تأسیس حزب استقلال و تجدد تأکیدی فراوان داشت و شاه نیز نظر او را پذیرفته، دستور تأسیس این حزب را به‌عنوان نخستین حزب مدرن سیاسی و علنی كشور صادر نمود، هیأتی را نیز برای تدوین مرامنامه‌ی آن موظف ساخت، در ماه سنبله‌ی سال ١٣٠٧ ش با نشر این سند در روزنامه‌ی امان افغان، موجودیت حزب استقلال و تجدد رسماً اعلام گردید.

این مرامنامه‌ی مختصر را كه گویا به‌صورت تعجیلی تدوین یافته است؛ به‌عنوان سند مهمی از عهد امانی در تاریخ مبارزات سیاسی در كشور می‌توان یاد کرد[۱].


[↑] مرامنامۀ اساسیۀ فرقۀ استقلال و تجدد

١- فرقه‌ی استقلال و تجدد که، موافق قانون جمعیت‌ها تشکیل شده، یک جمعیت ملی و سیاسی است که مرکز آن در کابل می‌باشد.

٢- فرقه‌ی استقلال و تجدد که ملت افغان را به‌موقع ترقی و رفاه ارتقأ می‌دهد؛ امکان هر قسم استبداد را مسدود می‌سازد و با کمال قوه‌ی قلبیه و غایه‌ی سیاسیه قبول و اعلان می‌نماید که حفاظت استقلال مملکت حالاً و اتیاً (درآینده) از هرگونه تهلکه و تعرضات وظیفه‌ی عالیه‌ی ملیه و وطنیه‌ی هر فرد فرقه‌ی استقلال واجد است.

٣- فرقه، خرافاتی را که به‌اساس دین اسلام مطابقت ندارد، و در اثر اعتیادات جز و اعتقاد گرفته شده، از سیاست و اختلاطات متنوع سیاست تخلیص نموده، قوانین سیاسی، اجتماعی، اقتصادی ملت را تشکیل و احتیاجات عمومیه را به‌اساسی که به‌مدنیت عصر حاضر و علوم و فنون تجربه شده، اطمینان بخش تطبیق بشود، تأمین می‌نماید.

۴- فرقه تمام فعالیت و همت خود را برای آسایش و رفاهیت عامه و حاکمیت ملی افغان وقف می‌نماید و از نگاه قانون، مساوات مطلق را برای تمام افراد ملت قبول می‌کند، امتیازات هیچ عایله، هیچ صنف، هیچ جمعیت و هیچ فرد را نمی‌شناسد. دفع احجاف و مظالم، انسداد حق تلفی، رجحان لیاقت و اهلیت را وظیفه‌ی وجدانیه‌ی وطنیه‌ی خود می‌شمارد.

۵- فرقه رابطه‌ی قوی وحدت قلبیه، حسیه و فکریه را در هموطنان خود تزریق و تخلیق نموده، در تمام شعبات این اساس را در موقع اعتبار و مرعیت می‌آورد. تطبیق حاکمیت قوانین موضوعه را بالای هر فرد مملکت مفکوره‌ی قطعیه‌ی خود می‌شمارد.

٦- فرقه کوشش می‌کند که توجه‌ی عامه‌ی ملت را در سایه‌ی مساعی جدیانه‌ی خویش در راه ترقی و رفاه ملت طوری جلب نماید که ملت طبعاً فرقه را برغیر فرقه به‌موقع انتخاب وکلای شورای ملی ترجیح بدهد.

٧- تشکیل فرقه از مرکز آغاز و به‌سایر نقاط مهمه‌ی مملکت؛ حتی قریه‌ها و محله‌ها وسعت می‌یابد.

٨- اشخاصی که وارد فرقه‌ی استقلال و تجدد می‌شوند، سالانه مبلعی جزوی به خزانه‌ی فرقه جهت مصارف اداری اجتماعات ومراکز فرقه می‌پردازند.

٩- رئیس عمومی فرقه‌ی استقلال و تجدد و بانی فرقه‌ی مذکور اعلی‌حضرت غازی امان‌الله خان می‌باشد.

١٠- نظامنامه‌ی تشکیلات و وظایف و سایر امور مربوطه به فرقه و اجراآت مرام آن بعد از ملاحظه و صحه‌ی جمعیت مرکزی فرقه طبع و نشر می‌شود.

١١- این اساسات عمومی ابداً تبدیل شده نمی‌تواند.[٢]

ولي الله ملکزی 

لوړ ماسپښین دی او په کاسو کاسو باران وریږي. چا پلاستیکي بالاپوشونه اغوستي او ځینو برګې او تورې چترۍ په سرونو نیولې دي؛ خو بیا هم ښه ګڼه ګوڼه ده او خلک بې خاره قدم وهي. د مرمرې د سمندرګي له اروپايي ساحل څخه د آسیایي څنډې د دنګو ودانیو رنګارنګ ګروپونه تت تت ځلیږي او د سیګل ښایستوکې مرغۍ د مالګینو اوبو خاموشه څپې څاري. د اوو غونډیو په څوکو او لمنو کې پروت د ۱۶ ملیونه نفوسو په درلودلو سره، استانبول د اروپا لومړنې او د نړۍ پنځلسم لوی ښار دی. ۵,۷۱۲ کیلو متره مربع مساحت لري او د ترکیې د ټول نفوس ۱۹سلنه خلک همدلته اوسیږي. استانبول ۵۸ پوهنتونونه لري چې ۱۴ یې دولتي‌ او پاتې یې خصوصي او وقف دي. په دې ښار کې۳۶۷۰ جوماتونه، ۱۵۸ کلیسا ګانې او د یهودانو لپاره ۱۷ سنیګاګ (کنیسې) آبادې دي.

د دې ښار بنسټ له میلاد څخه اوه پيړۍ وړاندې د یونانیانو له خوا کيښودل شوی او بیا د کوروش کبیر د تاړاک په مهال سم دم کنډواله شویدی. په ۳۳۵ میلادی کال کې د بیزنطیني امپراتورۍ (ختیز روم) ستر ټولواک، قسطنطین د خپلې واکمنۍ پلازمینه اعلان کړ او د قسطنطینه نوم یې ورباندې کیښود چې د را روانو لسو پیړیو لپاره د رومیانو د راج او باج ټاټوبې وو. نوموړي د ایټالیا د واټیکان په مقابل کې، د ارتودکسو لپاره د آیا صوفیا مشهوره کلیسا جوړه کړه او چې ومړ نو په څنګ کې یې خښ کړل شو. کله چې سلطان محمد الفاتح په ۱۴۵۳م کې بیزنطيني واکمني تس نس کړه او د قسطنطنیې ښار یې ورڅخه ونیولو؛ نو د إسلام بول نوم یې ورله غوره کړ، بیا د هغه وارثانو ورباندې آستانه او وروسته د استانبول کیښود او دغه کلیسا یې په جامع جومات بدله کړه.

د عثماني سلطنت له راپرزیدو یو کال وروسته، یعنې په ۱۹۲۳م کال کې د مصطفی کمال اتاترک له خوا د ترکیې پلازمینه له استانبول څخه د انقرې ولایت ته ولیږدول شوه، ولې د دې ښار اقتصادي او کلتوري لمن د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته پراخه او د سیاحت او توریزم په یو ستر مرکز باندې بدل شو. د همدې ډیسمبر په یولسم تاریخ، د کلتور او سیاحت وزرات وویل: سږ کال ۵۳ ملیونه سیالانیانو له ترکیې څخه لیدنه کړې، ۴۶ ملیارده ډالر یې مصرف کړی او د دې شمیرې نیم په نیمه تورستان استنبول ته راغلي دي. استانبول د ترکیې د ۸۱ ولایتونو څخه یو ولایت دی او ۳۹ ولسوالۍ لري. د دې ښار د نفوسو ۶۵ سلنه په اروپايي برخې کې او پاتې ۳۵ سلنه یې په آسیايي خوا کې اوسیږي چې دریو پلونو او د اوبو لاندې یو تونل سره نښلولي دي. د استانبول اوسنې ښاروال د جمهوریت پالو د ګوند مخکښ غړی، اکرم امام اُغلو دی.

د استانبول نوی نړیوال هوايي ډګر (IST) چې مساحت یې ۷۶ ملیون متر مربع ته رسي د نړۍ په کچه دوهم لوی میدان دی. په ۲۰۱۸م کې یې د لومړۍ برخې پرانیسته وشوه؛ د ۹۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او په ۲۰۲۸م کې به یې څلورمه برخه کار هم بشپړ شي چې هرکال به د ۲۰۰ ملیونه مسافرو د تګ راتګ جوګه شي. دغه مهال به هره ورځ، ۳۵۰۰ الوتکې ۳۵۰ ډګرونو ته الوتنې کوي. د دې ډګر ټول لګښت ۲۶ ملیارده یورو ته رسیږي چې د ترکیې ترڅنګ بهرني پانګوال هم په کې غټه ونډه لري. همدا اوس څه باندې یولک تنه مسلکي او خدماتي پرسونل په کار بوخت دی او د ۴۰ زرو موټرو د درولو / پارکنګ وړتیا لري.

له بله پلوه،‌ ترکۍ ډرامې اوس له امریکا او جنوبي کوریا وروسته، په نړۍ کې دریم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول ۱۵۰ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ۲۵ ژبو ژباړل شوې او په ۷۱ هیوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. په استانبول کې د افغانستان ځینې پخواني جهادي مشران، د جمهوریت د مهال لوړ رتبه شخصیتونه او په اختلاس ککړ او تورن وکیلان د ځینو سیاسي محدودیتونو سره همدلته ژوند کوي. کله چې ما د آتاکوئ په سیمې کې د درویشانو د ذکر، رقص او هوکې د شنو لوګو په بنډار کې له یو ترکي ځوان څخه پوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره ولې ناغیړي کوي او د یوځای کیدو اجازه نه ورکوي؟ نو هغه پرته له ځنډه وویل: (افندم! ختیزه اروپا تر پرون پوری کمونسته، مفلسه او د وارسا د نظامي تړون برخه وه، خو ناټو نن پولینډ، چکوسلواکیا او مجارستان په غیږ کې نیولې او مونږ ته انې بانې کوي، زموږ ګناه دا ده چې موږ مسلمانان یو او هغوئ مسیحیان!).

د مصطفی کمال آتاتورک لخوا د شپږو پیړیوعثماني خلافت د ړنګولو وروسته، د معاصرې ترکیې له نیمې زیاته واکمني د پوځي جنرالانو او یا د هغوئ د وزر لاندې واکمنانو سره وه چې له سیاست سره د مذهب ګډول، غټ جرم وو. خو رجب طیب اردوګان چې په تنکۍ ځوانې کی یی د استانبول د بسونو او اورګاډو په سټیشنونو کې چای او سموسې خرڅولې، په ۱۹۹۴م کال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. د سیاسي اسلام پلویان یې خلیفه بولي، لویدیزه نړۍ یې دیکتاتور او کورني مخالفین ورته د سلطان لقب کاروي. مګر کوټلې خبره دا ده چې اردوګان له اتاتورک وروسته د ترکیې یوغښتلی او کریزماټیک سیاست وال دی. هغه وکولای شول ترکیه له ژور اقتصادي ناورین څخه راوباسي او د نړیوال مالي ګراف په شپاړلسم کتار کې یې ودروي. لس کاله وړاندی د ترکیې بهرني صادارات په کال کې ۲۳ ملیارده وو؛ مګر نن یی د صادراتو کچه له ۱۵۳ ملیاردو ډالرو څخه لوړه ده او د ملي پیداوار کچه یې یو ټریلیون او سل ملیاردو ډالرو ته رسي.

د استانبول مجلل قصرونه، نروچکې منارې، موزیمونه، تاریخي کلا ګانې، خانقاوې، میکدې، د نڅاګانو حجرې او ډول ډول خواړه د بیزنطیني او عثماني امپراتوریو د عروج او زوال د شاهکارونو سمبولونه دي. د قسطنطین کبیر د سترګو په یوې اشارې به له انساني ککریو څلي جوړیدل او د سليمان قانوني دربار به د کوه قاف له ښاپیرو مالامال او د شمالي افریقا غلامان او اینزې به لاس په نامه ولاړې وې. ښايي له همدې امله فرانسوی امپراتور، ناپلیون بوناپارت ډیر ملامت نه وي چې کله د تور سمندرګي او مرمرې د ساحل په غاړه یې اوتر اوتر یوه خوا بله خوا وکتل او بیا یې د خاطرو په خپل دفتر کې ولیکل: (که زه د ټولې نړۍ امپراتور وای، نو استانبول به حتما زما پلازمینه وه).

—-----------------------------------------------

یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د Reuters له آژانس، د Daily Sabah له ورځپاڼې، د الجزیرې ټلویزیون، Google او Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

You don't have a pdf plugin, but you can download the pdf file.

ډ. روستارتره کی

دوکتور م . عثمان روستار تره کیپه فرانکفورت کې د ډیورند د کرښې د قضیې په اړه دغونډې په مناسبت

سریزه
 د موافقه لیک د حقوقي اړخ لنډ تاریخ :
د نړۍ د نقشې پر مخ د افغانستان د اوسنیو پولو د تثبیت څخه نږدې یوه پیړۍ تیریږي . د افغانستان د پولو په ټاکنه کې روسانو او انگریزانو د خپلی استعماری غرضونو د تحقق په خاطر په کافي اندازه لاس درلود.
که د ډیورند کرښه [ 1893 م کال ] د افغانستان د نورو پولو سره پرتله کړو دغه تریخ واقعیت په داګه څرګندیږي چه د کرښې په غزولو کې هیڅ ډول بشری ، جغرافیایی او حقوقي ملاحظات په نظر کې ندي نیول شوی.
په هره اندازه چه د ډیورند د موافقتنامی د لاسلیک د نیټې څخه لرې کیږو په همهغه معیار، د افغانستان د خپلواکۍ سیاسي او دیپلوماتیکه بڼه غښتلې کیږی او ورسره افغاني واکمنان د ډیورند د کرښې په وړاندې د احتجاج او اعتراض پیاوړتیا او سیاسي ظرفیت تر لاسه کوی:
په افغانستان کې د ډیورند د موافقه لیک د مطرح کیدو څخه 114 کاله تیریږی. پدغه موده کې 18 حکومتونو په کابل کې قدرت قبضه کړی دی.
د هغی جملی نه 4 لمړنیو حکومتونو د ګواښ او فشار لاندی د ډیورند کرښه منلې او 14 نورو حکومتونو د هغې په وړاندې په رسمی یا غیر رسمی توګه اعتراض او احتجاج ښودلی دی. ان تر دی چه د ډیورند قضیه د افغانستان په بهرنی سیاست کې ستر ځای موندلی دی .
د نړیوالو حقوقي تعاملاتو پر خلاف، انگریزانو د افغانستان خپلواکي، د افغاني لوری له خوا د ډیورند کرښې د منلو سره وتړله.
د کابل په موافقه لیک په 2 ماده کی چه په 1921 م کال کې د برتانوی هند او اماني حکومتونو تر منځ لاسلیک شو، راغلی دی :
« دواړو خواوو د هند او افغان پلو په هغه شان چه د راولپندۍ د 1919 م کال د اگست په 8 نیټه د موافقه لیک په 5 ماده کې څرګند شوی وو، مني .»
په قبایلی سیمو کې څو پیښې د دی لامل وګرځیدې چه په هند کې د انگریزی حکومت د نسکوریدو څخه وروسته او د پاکستان د جوړیدو څخه مخکی د لمړی وزیر شاه محمود خان حکومت د ډیورند موافقه لیک په یوه اړخیزه توګه باطل اعلان کړ . دغه پیښې پدې ډول وې :
ـ په پښتونخوآ کې د انګریزانو پر ضد د خان عبدالغفار خان په مشری آزادی غوښتونکی تحرکات .
ـ په « بنو » کې د یوې لویه جرګی جوړیدل چه په هغې کې د پښتونخوآ د یو مستقل دولت د جوړیدو په اړوند بند و بست وشو.
ـ په کابل حکومت باندی د قومونو د جرګی د استازو فشار چه پخوا په شان کابل ته راتلل .
شاه محمود خان د خپل حکومت دریځ په 1947 م کال د جولای په 31مه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندی کړ. دغه دریځ د حقوقو د موازینو سره کاملآ سمون درلود . پدی معنی چه « هر دولت د خپلو ګتو د تشخیص او ملاتړ قاضی ګنل کیږی. یو دولت کولای شی پخپل مسنولیت په یوه اړخیزه توګه بل لوري ته د یو یادداشت په استولو کې هغه تړون ملغا اعلان کړي چه ورڅخه تاوانی کیږی.» [1]
په 1947 م کال د پاکستان د رامنځته کیدو نه وروسته په هغه موافقه لیک کې چه د علی جناح [د پاکستان ولسمشر] او د افغانستان د استازی نجیب الله« توروایانا» تر منځ په کراچۍ کې لاسلیک شو ، د آزادو قبایلو سیمه له صوبه سرحد او بلوچستان څخه جلا وپیژندل شوه. د علی جناح د مړینې څخه وروسته، خواجه نظام الدین د پاکستان نوی ولسمشر د مخکینۍ موافقی څخه سرغړونه وکړه.
پرته د افغانی حکومتونونه د 7 دورې شورا هم د جولای په 1949 م کال د ډیورند د کرښی په ضد دریځ ونیو.
په هر حال! وروسته ددغه لنډ تاریخي پس منظر نه حقوقي بحث ته ننوزو. مخکې له دې نه باید دغه واقعیت په نظر کې ونیسو چې افغانستان هیڅ وخت د انګریز مستعمره( colonie )  هیواد نه وو بلکه تحت الحمایه هېوادprotectorat  ګنل کیده: [ 1 ]

موږ د دیورند موافقه لیک حقوقی باور هغه وخت په ګوته کولی شو، چه له یوی خوآ د نړیوالو تړونونو د تصویب عمومی پروسیجر[طرزالعمل] ته نظر واچوو ، او له بلی خوا د نړیوالو تړونونو د اعتبار حقوقی ارژښتونه له نظره و نه غورځوو. دواړه موږ ته د ډیورند د موافقه لیک د حقوقی ارزونې وسیله په لاس راکوي.
لمړی ـ د یوه بهرنی تړون د تصویب او نافذیدو پروسیجر پدی ډول دی : [2]
1 ـ تړون باید د دواړو هیوادونو د ذیصلاحو استازو له خواه لاسلیک شی . دغه صلاحیت د اساسی قانون له خواه متعاقدینو ته ورکول کیږي. نړیوال حقوق پوهان پدی باور دي چه په بین المللی حقوقی نظام کې د اساسی قوانینو ضوابط په کافي اندازه نفوذ لري. آن تر دې چه د یو هیواد د اساسي قانون د حکمونو ، نه مراعات د تړون د باطل کیدو لامل ګرځی .
اوس راځو دیته چه د موافقه لیک په اړه دغه شرط په ځای شویدی که نه ؟
الف ـ د ډیورند تړون د برتانوی هند د باندنیو د چارو د وزیر [ ډیورند ] او د افغانستان امیر [عبدالرحمن] تر منځ لاسلیک شو.
امیر مطلقه پادشاه وو او اصلآ د اساسي قانون سره آشنا نه وو. بنآ نوموړی د کوم اساسي قانون د حکمونو له مخی د افغانستان د خلکو استازیتوب او د تړون د لاسلیک کیدو صلاحیت نه در لود .
ب ـ دغه مطلقیت د افغانستان به د ننه کی مطرح وو. د هیواد بهرنی سیاست د انگریزانو له خوآ تر کنترول لاندی وو. له همدی کبله د دیورند د موافقه لیک په پروسیجر کی د امیر حقوقی او سیاسی باور د انگلستان د هند مستعمره د یو وزیر یعنی ډیورند سره په یوه کچه کې واقع و .
2 ـ نړیوال تړون باید د خلکو د استازو له خوآ په پارلمان کې تصویب شی .
داسی اسناد په لاس کې نلرو چه موافقه لیک د انگلستان د عوام مجلس له خوآ تصویب شوی وی.اماپه افغانستان کې هغه وخت پارلمان موجود نه وو . بر خلاف د موافقه لیک د نیټې نه مخکې لږ تر لږه د یوې نیمې پیړۍ په موده کې لویه جرګه موجوده وه. د تحت الحمایه افغانستان امیر جرئت ونکړ چه پدی موضوع باندی د لویې جرګې د استازو له مخالفت او مقابلی سره مخ شی .
بنآ د ډیورند د موافقه لیک د لاسلیک په ترڅ کې د یو عادی منل شوی تړون د دوهم پروسیجر څخه سرغړونه شوی ده.
3 ـ تړون باید د هیواد د عالی ترین مرجع یعنی د دولت د رئیس له خوآ ښکلی شی . دا یوازنی شرط دی چه په ځای شوی وو.
4 ـ تړون باید په رسمی جریده کې خپور او اعلام شی . دغه تجویز د تړون د انفاذ معنی ورکوي. په هغه وخت کې افغانستان دولتی منظم نظام نه درلود . بنآ دغه عملیه تر سره نه نشوه : عامه ولس د موافقتنامی د محتویاتو څخه بې خبره پاتې شو . وروسته مورخین پدی برخه کې چه آیا امیر، انگلیسې، دری متنونه او ورسره مل نقشه ټول لاسلیک کړي دي که نه، اتفاق نظر نلري. ځینی یې داسی نظر لري چه ګوندې امیر د موافقه لیک د دری متن سره مل نقشه باندی لاسلیک ندی کړی او د موافقه لیک په متن کی د دواړو هیوادونو تر منځ د پولی کلمې هم ندی ذکر شوی.
بنآ د ډیورند د موافقتنامی په لاسلیک کیدو سره د یو عادي تړون د تصویب د شکلیاتو څلورم شرط هم ندی په ځای شوی .
5 ـ موافقه لیک باید په اتفاق سره ، د دولتی اړخونو له خواّ په نړیوالو سازمانونو چه وروسته جوړ شول لکه جامعه ملل یا ملګري ملتونو د تړونونو په آرشیف کې ثبت شوی وای.دغه عملیه هم تر سره نشوه.
بناً د ډیورند موافقه لیک د 5 شکلیاتو او شرطونوڅخه چه یو نړیوال باوری تړون ورباندی بنا دی، یوازې یو فرعي شرط په ځای کړی او څلور بنسټیزو شکلیات یې له نظر څخه غورځولی دي.
د یونړیوال تړون اعتبار یوازې د حقوقی شکلیاتو رعایت سره تړلی ندی. نور شرطونه هم ورسره مل دی، چه په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:
دوهم ـ د نړیوالو تړونونو د حقوقی باور بنسټيز اصول :
یو تړون د نورو حقوقی تولیداتو په څیر هغه وخت دوامداره حقوقی اغیزمنتوب درلودلای شي چه د اعتبار وړ وي.
1 ـ د تړون لاسلیک کوونکی باید اهلیت ولري یعنی د نړیوالو حقوقو لوبغاړي لکه دولتونه یا نړیوال موسسات وي.
2 ـ د تړون موضوع باید مشروع وی . مثلاً د ذروی وسلې صادرات، د یو تړون موضوع کیدای نشی.
۳ ـ متعاقدین باید آزاده اراده ولری. آزاده اراده د متعاقدین بی غل او غش رضااو نیت څرګندوی.
همدا اوس د مخکنینیو توضیحاتو په رڼا کی، د ډیورند موافقه لیک حقوقی اعتبار، تر څیړنې لاندی نیسو 1 ـ د تړون د لاسلیک کوونکی اهلیت: د ویانا د 1969 م کال د 6 مادی د کانوانسیون له مخې په نړیوالو حقوقو کې یوازی یو خپلواک دولت او یوه بین المللی موسسه د بین المللی حقونو د متصدی یا فاعل په توګه د نړیوال تړون د لاسلیک کولو اهلیت لری.
د بین المللی حقوقو ټول پوهان هم پدی نظر دی چه : « کله چه یو هیواد تحت الحمایه [پروتکتورات] وی، یوازی حامی دولت [پروتکتور] دبین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری». [۳]
پدغه اړه باندې تاریخي مثالونه زیات دی. موږ د یو مثال په یادولو اکتفا کوو: کمبودیا په 1941 م کال کی د فرانسی تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د حامی [پروتکتور] دولت په توګه د تایلند سره د کمبودیا د پولو د تعیین په مقصد یو تړون لاسلیک کړ.

د امیر عبدالرحمن په وخت کی افغانستان تحت الحمایه هیواد وو. د هیواد بهرنی امنیت او باندنی سیاست اداره،د انگریزانو په لاس کې وه. یوازی انگریزان د بین المللی تړون د انعقاد اهلیت او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت دنړیوال تړون د انعقاد څخه بی برخې وو.
دغه واقعیت چه انگریزان او تزاری روس په 1873،1877او 1895 م کلو د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې رول درلودل[2]، دا ثابتوی چه هیواد په خپل بهرنی سیاست کې د انگریزانو تر استعماری تحکم لاندی او یو تحت الحمایه دولت وو. بناً د یو بین المللی تړون دلاسلیک کیدو حق نه درلود.
2 ـ د تړون مشروعیت : د ویانا 1969م کال کانوانسیون په خپل53 ماده کې لیکي :« هغه تړون باطل شمیرل کیږی چه د انعقاد په وخت کې د بین المللی حقوقو د عمومی موازینو سره په تضاد کې واقع وي.
دغه موازین په مجموعی توګه د نړیوالې ټولنې له خوا منل شوی او تر هغه وخته پوری اعتبار لری چه نوی حقوقی اصول د هغو ځای ونیسی .
د ډیورند د موافقه لیک موضوع د پولو تثبیت وو. بناً پدې اړه د تړون مشروعیت تر سوال لاندی نه راځی.
3 ـ د متعاقدین آزاده اراده : هغه لاملونه چه د متعاقدین په آزاده اراده باندی اغیز اچوی او د یو تړون د بطلان سبب ګرځی او د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلی، پدی ډول دی: اشتباه [ غلطی ] ، غبن او خشونت.
نوموړی سببونه هر یو کولای شي چه د متقاعدین بشپړ رضانیت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راوړي او نهایتاً د تړون د بطلان لامل وګرځی .
د بطلان دری ګونه سببونه نه موږ یوازی په غبن او خشونت باندی چه زیاتره د ډیورند د کرښې په اړه مطرح کیږي رڼا اچوو :
الف . غبن په مختلفو ډولونو باندی مطرح کیدای شی. بډې او رشوت د هغی جملې څخه ګنل کیږی. د بډو ورکولو موخه د بدو ورکونکی په ګته د هغو خبرو اترو اړول دی چه د تړون د لاسلیک په بهیر کې کیږي.
د ویانا د 1969م کال کانوانسیون پخپل 50 ماده کې بدو د متعاقدین د آزادې ارادې د سلبولو لامل وباله چه په کلکه د تړون اصولیت تر سوال لاندی راوستی شی .
د دیورند په موافقه لیک کی د مستر ډیورند له خوآ افغانی لورې ته په بربنده توګه د مستمری تر نامه لاندی د بډو ورکولو اشاره شوې ده. موافقه لیک پخپله 7 ماده کې لیکی : « د هند دولت د هند په وړاندې د امیر حسن نیت ته هرکلی وایی او نوموړی ته اجازه ورکوي چه د خپلو اړتیاوو وسلی د هند د خاوری له لاری تر لاسه کړې » . 7 ماده زیاتوی : « بر سیره پر دی د دې په خاطر چه امیر د دی معاملې پر سر باندې خپله دوستانه دریځ څرګند کړ د هند دولت د امیر مستمری د 12 لک روپیی نه 18 لکوته زیات کړ.»
ب ـ اجبار او تشدد : که د یو دولت د استازی په وړاندې وی یا پخپله د دولت په سر باندی په قطعی ډول سره د یو تړون د اصولیت ریښی له بیخه باسی او باطلوي یې.
د ویانا کانوانسیون پخپل 51 ماده کې وایی: « یو تړون چه د یو دولت په استازی باندی د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شی، هیڅ یوه حقوقی اغیز درلودلای نشی او بالکل باطل دی.» [۴]
په بین المللی حقوقو کې د پخوا زمانې راهیسی د یو دولت په سر باندې نظامی، سیاسي یا اقتصادي فشار، د یو تړون د انعقاد په مقصد، د تړون د بطلان د یو لامل په توګه پیژندل شوی او په لاتینې اصطلاح « لاکس لاتا »افاده شویدی.
د ویانا کانوانسیون پخپل 52 ماده کې نوموړی حقوقی حالت داسی مسجل کوي : « هغه تړون چه د ګواښ یا زور د استعمال پر بنسټ باندې تصویب شي او د هغو نړیوالو حقوقو د ضوابطو سره چه د ملګرو ملتونو په منشور کې منعکس شویدی، مخالفت ولری،باطل اعلانیږی. »
د تاریخ په اوږدو کې هغو تړونونه چه د زر او زور له لارې تصویب او ورپسی باطل اعلام شوي دي زیات لیدل کیږی. موږ دلته څو مواردو ته اشاره کوو:
ـ په 1905م کال کی جاپان « سیول» اشغال او کوریایی استازی دیته اړ کړ چه یو تحت الحمایگی تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چه 40 کال تر اجرآ لاندی وو په 1945م کال کې وروسته د جاپان د ماتې څخه باطل اعلام شو. [۵]
ـ په 1939م کال د مارچ په 15 د چکسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو چه د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوهم » او «موراوی » آلمان ته وسپاري.
د آلمان د ماتی نه وروسته ، تحت الحمایگی تړون ملغا او نوموړی ایالتونه بیرته چکوسلواکیا ته وتړل شول.
د نورنبرګ نظامی محکمه په 1946 کال د اکتوبر په 1 نیټه کې د یو حکم په بنسټ باندې د نوموړي تړون د بطلان سره خپل موافقت څرګند کړ.
ـ په 1941م کال کې کمبودیا د فرانسی تحت الحمایه وو. په فرانسه باندی د جاپان له خوآ نظامی فشار، نوموړی هیواد دیته اړ کړ چه له تایلند سره د پولو د تثبیت په اړه یو تړون لاسلیک کړ . تړون د کمبودیا ځمکنی بشپړتیا سخت تاوانی کړی وو. د جاپان د ماتی نه وروسته فرانسې اعلام وکړ چه تړون د نظامی ګواښ تر فشار لاندی تړل شوی وو او د تحت الحمایگی نظام سره یو ځای ملغا اعلانیږی.
امیر عبدالرحمن د ډیورند د موافقه لیک د لاسلیک کولو په وخت کې د سختو نظامی یرغلیزو ګواښونو سره مخ وو: د برتانوی هند حکومت په بیړه د اورګاډي کرښه د چمن نه کندهار او د پښاور نه خیبر خواته غزول او په کوټه کې په عسکری مانور لاس پوری کړی وو.
که موږ د یو تړون د بطلان نورو فکتورونوته په پام کې هم ونه ساتو پر امیر باندی د افغانستان د نظامی اشغال فشار کفایت کوي چه د ډیورند د موافقه لیک مشروعیت تر سوال لاندی راوړي او ورباندی د بطلان خط وکاږی.
 

دریم ـ د یو تړون د نسبیتRelativité  اصل
د لاتین په حقوقی دود کې د یو تړون نسبیت په لاندی ډول څرګند شوی دی :
»Pacta tertis nec nocentnec prosunt »  یعنی  یو تړون د یو ثالث د پاره وجیبه او حق نه زیږوی  موږ پدغه مورد باندی باید په تفصیل وغږیږو ځکه چه د ډیورند موافقه لیک د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو، نه د افغانستان او پاکستان تر منځ . پاکستان د ډیورند د موافقه لیک د رامنځته کیدو په وخت کې اصلاً شته والی نه درلود.
Pratique چال چلنددولتونود اوJurisprudence internationale په نړیواله کچه کې قضایی رویه پدی متفق دی چه یو تړون چه د دواړو هیوادونوتر منځ لاسلیک کیږی په یو ثالث هیواد باندی حقوقی اغیز اچولی نشی. پدی مورد باندی مثالونه زیات دی :
الف . آلمان د 20 پیړی په سر کې د پولنډ د یوې سیمې په وړاندې چه « اوت سیلیزی» نومیده ځمکنی دعوآ درلوده. د بین المللی عدالت نړیوال دیوان [ب،ع،ن،د] په 1926 م کال د می په 25 نیټه پخپل 7 نمبر حکم کې تجویز وکړ چه :« یو تړون یوازې متعاقد دولت ته حق او مکلفیت ورکولی شي نه ثالث دولت ته » . د عدالت بین المللی دیوان[ ع،ب،د] نوموړی حکم تائید کړ.
ب ـ د [ع،ب،د] د الوتکی په یوه پیښه کې چه په 1955م کال د جولای په 27 کې واقع شوی او د بلغاریا او اسراییل تر منځ شخړی رامنځته کړی وو، داسی حکم وکړ چه د دیوان د اساسنامی 26 ماده د یو ثالث دولت په اړوند حقوقی اثر نلري.
په نړیواله کچه په مختلفو قضایاوو کې د حکمیت پریکړی د [ ب،ع،ن،د] او د [ع،ب،د] د تایید په استقامت صادر شویدی.
د تاریخ په بهیر کې د دولتونو په پراتیک چه د دیپلوماسۍ او اعلامیې د لاری افاده کیږي د تړونونو د نسبیت د پرنسیب د تآئید په دریځ کې قرار لري.
ج ـ جنرال دوگول د فرانسی پخوانی ولسمشر په 1945م کال د فبروری په 5 نیټه مخکې د « یالتا» د کانفرانس د جوړیدو څخه وویل :« فرانسه ځان د هغو تړونونو د اجرآ مکلف نه ګنی کوم چه یې د خبرو اترو په جریان کې ګدون نه درلود ». د همدغه دریځ په تآئید د« بن» د 1975م کال د اکتوبر په 14 اعلامیه کې راغلی وو: « فرانسه ، انگلستان، شمالی ایرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي چه د دوی تر منځ تړل شوی تړونونه په یو ثالث دولت باندی حقوقی اثر اچولی نشی ».
بالاخره د ویانا کانفرانس د اعلامیی په 34 ماده کې ، د محتوآ څخه ډکه مخکنی حقوقی دود او دستور په لاندی عبارت کې مسجل شو: « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه تولیدولی نشی ».
د ټولو مخکنینیو توضیحاتو څخه څرګندیږی چه د ډیورند د موافقه لیک اصلی اړخونه تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان شمیرل کیږی. له نیکه مرغه زموږ دوست هیواد پاکستان د ډیورند د استعماری توطیی د کړۍ څخه لری پاتی کیږی.
بناً موافقه لیک پاکستان دولت ته هیڅ حق یا وجیبه نه په برخه کوی
څلورم ـ د دولتونو د وراثت موضوع :
د ویانا د 1978م کال کانوانسیون په 15 ماده کې وایې:« په عادي او عمومي حالاتو کې کله چه یو دولت د بل دولت ځای ونیسي، وارث دولت د مخکنی دولت د حقونو او وجایبو د میراث مستحق ګنل کیږی.»
غټ سوال دادی چه آیا هغه دولت لکه پاکستان چه داستعماری دولت د منځه تګ نه وروسته ، نوی زیږول کیږی د هغه تړون چه د استعمار د واکمنۍ له خوآ منعقد شوی وو یو اړخ شمیرلی شو؟
دلته موضوع د لاندنیو موضوعاتو د طرح کیدو له کبله پیچلی کیږی :
ـ د نوی دولت د واکمنۍ حق[سوورنته] اعمال.
ـ د نورو هغو دولتونو ګتې ساتل چه د استعماری دولت سره د تړون په چوکات کې تړل شوی وو.
ـ د کثیر الاضلاع تړون په اړه د بین المللی ټولنې د ګتی ټامین .
« عمومی قاعده داده چه د ښکیلاک د واکمنۍ نه پاتی شوی نوی دولت د مخکنی دولت د معاهداتو په وړاندی د ثالث دولت حیثیت لری او د تړونونو د امتیازاتو او احیاناً د وجایبونه ګته پورته کولای نشی. په بل عبارت کله چه د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپل ملاتړ او پښتوانی څخه بی برخې او جنساً له منځه ځی.» [۶]
دلته د یو مثال په راوړلو اکتفآ کوو : [ ع،ب،د ] په 1997م کال د سپتامبر په 25 حکم کې د سلواکیا د نوی جوړ شوی دو لت په تاوان هغه تړون چه په 1977م کال د « دنیوب» د سیند د شاوخوآ ځمکی د ویش په سر باندی د چکوسلواکیا او هنگری تر منځ تړل شوی وو ملغاً اعلام کړ .
د مخکنینیوتوضیحاتو څخه داسی څرګندیږی چه د پاکستان دولت چه د ښکیلاکګر برتانوی هند د واکمنۍ د نسکوریدو څخه وروسته جوړ شو ، د ډیورند د تړون د مفاداتونه بې برخی پاتی کیږی.ان تر دی چه دډیورند د کرښې په سر باندی اغزن سیم غزول هم ، حقوقی قواعدو سلامتیا او بشپړتیا ته تاوان رسولی نشی.

پنځم ـ د یو تړون د اجرآ او تطبیق پروسیجر :

د دی په مقصد چه یو تړون عملی او تطبيقی بڼه غوره کړی مختلف پروسیجرونه موجود دی:
الف ـ د یو ثالث دولت ضمانت. مثلاً امریکا په 2001م کال کی د اسرائیل او مصر تر منځ د تړون د تطبیق ضمانت په غاړه واخیست.
ب ـ د څارنې بین المللی کمسیون هغه مورد دی چه په 1954م کال کې د « ژنو» د معاهدی په بنسټ باندی د لاووس د ناپیلتوب د موافقه لیک د اجرآ په مقصد جوړ شو .
ج ـ د موقوت بین المللی کانفرانس تدویر . چه د ویانا د 1985م کال د مارچ 22 د کانوانسیون له خوآ تجویز شوی دی.
د ـ د تحقیق کمسیون چه د تړون د اړخونو نه جوړ شوی وي او د معاهدی د احکامو د سرغړونې نه راپور تنظیم او نهایتاً [ع، ب، د] ته وړاندی کړي.
د ډیورند د موافقه لیک د اجرآ په اړه هیڅ یو ضمانت نه وو ټاکل شوی. بر خلاف د قراینونه څرګندیږی چه موافقه لیک دهمهغه لمړیو ورځو څخه تر اوسه پوری په عمل کې وجود نلری. پدی معنی چه :
الف ـ ولسونه د ډیورند د کرښی په دواړو خواوو کې بې د پاسپورټ د شکلیاتونه تګ او راتګ کوی.
ب ـ آزادو قبایل په بشپړه توګه د پاکستان په سیاسی او حقوقی نظام کې ندی جذب شوی. دوی اکثراً فوج ته عسکر او حکومت ته مالیه نه ورکوي او خپل ملی هویت یې ساتلی دی .
ج ـ د تاریخ په اوږدو او په ځانګړی توګه د مقاومت او جهاد په وخت کې د لر او بر ولسونو تر منځ جذباتی او عاطفی اړیکی د دی لامل شوې چه د ډیورند کرښه « عملاً » د منځه لاړه شی .

نتیجه
الف ـ د حقوقو د « تیوری» له نظره د ډیورند موافقه لیک د توجیه وړ بنه نلری. په « عمل» کې هم د نوموړی موافقه لیک اجرایی شته والی تر سوال لاندی دی.
ب ـ د ډیورند کرښه ګده کرښه ده . پاکستان پرته د افغانستان د موافقی نه حق نلری چه د کرښې په جوړښت چه په زیاتو سیمو کې ندی تثبیت شوی پخپل سر بدلون راوړی او یا د اغزن سیم په غزولو یا مین په ایښودلو د هغه استقامت وټاکی. دغه کار د افغانستان په خاوره باندې ښکاره تیری ګڼلی شو.
ج ـ په اوس وخت کې افغانستان د یوه تمثیلی، ملي، مرکزي حکومت د درلودلو څخه بی برخې دی. اوسنی افغاني حکومت چه د بهرنیانو له خوآ ساتل کیږی د هیڅ یوې ملي مسآلې او په ځانګړې توګه د ډیورند د موافقه لیک په موضوع باندی د هیچا سره د معاملی د یو اړخ په توګه دریځ نیولی نشی .
د ـ اوس وخت افغانستان د نړیوال انتلاف تر ساتنې لاندی دی او د باندنی خپلواک، ملی سیاست څخه بی برخې ګنل کیږي. بناً باید ځینی افغانی توطیه ګرو کړیو د ډیورند د موافقه لیک څخه د افغانستان په تاوان او د پردیو په ګته د یوه سیاسی افزار په توګه ناوړه ګته پورته نکړي .
ه ـ د افغانستان او پاکستان تر منځ د نژدیوالی علایق په کافی اندازه موجود دی. باید دواړه هیوادونه په سیمه کې د متقابلې دوستۍ مثال اوسی . د ډیورند کرښه چه عملآ له منځه تللی باید د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتی همکارۍ او دوستۍ لاره پرانیزي او د جلاوالی لامل ونپیژندل شی.
و ـ افغانستان د پاکستان سره د ډیورند د کرَښی په سر باندی، د خپل اختلاف د واقع بینانه او منصفانه حل د پاره باید یوازی او یوازی سیاسی سوله ایزو لارو چارو په تمه اوسی . اوس مهال د موضوع د مطرح کولو وخت ندی. « پای »

فرانسه 01 ـ 02 ـ 07
دوکتور م، ع ، روستار تره کی

اخځونه :
[۱].بین المللی عامه حقوق . پاریس. 2002م کال. 211ـ212 مخ . Patrick Daillier [ 1]
[۲] د مستعمره هیوادکورنۍ او بهرنۍ اداره مستقیماً د ښکیلاکگر قوت په لاس کی ده.
تحت الحمایه هیواد کورنۍ چارې خپله اداره کوی. اما بهرنۍ امنیتي چارې او د بهرنی سیاست واک د استعماری قوت له خوآ تر سره کیږی.
. نړیوال عامه حقوق. پاریس. 2002م کال. 193 مخPatrick Daillier[2]
نړیوال عامه حقوق .پاریس. 2002م کال . 191 مخ .M Martin [1]
[۳] د پولو په اړه د انگریزانو او روسانو له خوآ په مختلفو نیټو یو شمیر هیآتونه ټاکل شوی وو. لمړی هیآت د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه [لارد کرینویل او پرنس گورچکوف] څخه جوړ شوی وو. او یو بل پلاوی د انگلیسی او روسی استازو « چارلس پت او کاپیتان کامروف» نومیدل.
[۴]2002م کال. 193 مخ عامه حقوق. بین المللی Patrick Daillier
[۵]کوریا او جاپان . پاریس. 1910م کال536 ـ 553 مخV . P erinjaquet
[۶]نړیوالی اړیکی. پاریس .1992 م 470 مخMoreau Defarge

ملی مبارز، ډیپلومات، شاعر او سپه سالار سیدال خان ناصری.

د محمد سیدال خان پلار ابدال خان کله چی سلطان ملخی توخی (د نازو انا پلار) له جلدک څخه تر غزنی سیمه کی خپلواک ژوند او حکومت کاوه، هلته له خپلو خلکو سره میشته شو.

ابدال خان له نورو ملی مشرانو سره د صفویانو د حاکم ګرګین پرضد جګړه کوله او صفویانو ته یی اجاره نه ورکوله چی پر قلات حکومت وکړی.

سیدال خان، وړتیا او زړورتیا له خپل پلار څخه په میراث اخیستی وه، د پوهې او ادب په حصول کې هم ډیر هڅاند وه او د فقی، تفسیر، صرف او نحو … او دري ادبیاتو زده کړې یې هم وکړې.

د هوتکيانو د واکمنۍ په دریو لسیزو کې د هیواد دننه او بهر د مبارزو او فتوحاتو په جریان کې، سیدال خان ناصري د حکومت یو له اصلي ستنو او ټینګو بنسټونو څخه و، چې په نظامي برخه کې یې یو عالي او تل پاتې تاریخي ریکارډ پریښی دی.

کله چې په ۱۷۰۸ میلادی کال کې، ملي مشر میرویس خان هوتکي، د دیني عالمانو د فتوا ترلاسه کولو وروسته، قندهار کی د ایران صفوی حکومت ظالم و سفاک حاکم ګورګین له مینځه لری کړ، او د هوتکيانو خپلواک حکومت یی اعلان کړ، سیدال خان ناصري د افغان ځواکونو مشر او سپه سالار وه.

او کله چی صفویانو د کندهار د بیا نیولو لپاره پوځ را ولیږه، ملی مشر میرویس خان سیدال خان ناصري د هغوی جګړی ته ولیږه چی صفوی پوځ یی تار په تار کړ.

سیدال خان ناصري د میرویس خان د اته کلن مشرتابه په ټولو اتو کلونو کی د صفوی خلاف په ټولو جګړو کې ښکېل وه، چې په ټولو جګړو کې یې افغانانو ته بریاوی راوړی وی.

د حاجي میرویس خان (۱۶۷۳ – ۱۷۱۵ میلادی) تر مرګه وروسته لومړی د هغه ورور او بیا د هغه زوی شاه محمود هوتکي واک تر.لاسه کړ.

د شاه محمود هوتکي ځواکونو د امان الله سلطان ، سیدال خان ناصري او نصرالله خان … په مشری لومړی په کرمان او بیا د ایران د صفویانو په پلازمینه اصفهان برید وکړ او فتح یې کړ.

د ۱۷۲۲ کال د اکتوبر په ۲۳ نیټه (چی د ۱۱۳۵ کال د محرم له ۱۲ سره سمون لری) د شاه محمود هوتکي په سر د سلطاني تاج د ایران شاه حسین صفوی کیښودو چی ورسره په ایران کې د افغانستان امپراطوری بنسټ کښیښودل شو.

شاه محمود هوتکي د اصفهان په چهلستون ماڼی کې شانداره میلماستی جوړه کړې وه چې په ترڅ کې یې د شاه حسین صفوی لور سره واده وکړ.

په دې توګه، د یووالي او مبارزې په پایله کې، میرویس خان هوتکي او د هغه ځای ناستو نه یوازې په کندهار کې د صفویه واکمنۍ پای ته ورساوله، بلکې د صفویانو د واکمنی لړی یې هم پای ته ورسوله.

شاه محمود هوتکي حکومت نږدې نهه کاله وه چی دوه نیم کاله یی په ایران کی هم حکومت وکړ. بیا، د رواني ناروغۍ له امله، هغه له واکه لرې شو او د هغه د تره زوی، شاه اشرف هوتکي قدرت ته ورسید.

سیدال خان ناصری د عثمانی ترکانو او روسانو پر وړاندې په فارس کې د شاه اشرف هوتکي په ټولو جګړو او خبرو اترو کې، د افغان ځواکونو سپه سالار او لوی درستیز و چې په ټولو جګړو او خبرو اترو کې بریالی و. هغه د روسیې او عثماني ترکیې لخوا د ایران د ځینو برخو د نیولو پلان شنډ کړ.

له یوې خوا په ایران کې د نادر افشار په نوم د یوه کس په څرګندیدو او له بلې خوا د افغانانو خپلمنځی ناخوالو، په ایران کې د هوتکيانو حکومت کار له خنډ سره مخ کړ. له همدې امله شاه اشرف او افغانان له ایران څخه په شاشول. شاه اشرف په شورابک سیمه کې ووژل شو.

له ۱۷۳۹ کال څخه وروسته، د هوتکيانو واکمنی یوازې په کندهار پورې محدود شوه، چی د میرویس خان کشر زوی، شاه حسین هوتکي چی یو ادیب او په فرهنګ مین سړی وه او په پښتو او دری ژبو یی شعر وایه، یی پاچا وه.

کله چې سیدال خان ناصري کندهار ته ورسید، نو هغه د شاه حسین هوتکي لخوا بیا هم سپه سالار وټاکل شو.

له بده مرغه، هغه د نظامي ځواکونو د چمتو کولو لپاره وخت نه درلود، مګر سره له ټولو ناخوالو بیا هم تر آخره یی له مقاومت څخه کار واخیست.

یو ځل له ۳۰۰۰ سرتیرو سره د هرات د ابداليانو مرستې ته هم ولاړ، خو د نادر افشار د ستر لښکر په وړاندې بریالي نشول او سیدال خان بیرته قندهار ته ستون شو.

د سیدال خان ناصري ځواکونو شمیره شل زره او د نادر افشار ځواکونه یو لک وه.

سیدال خان ناصری د دښمن په ځواکونو خواره واره بریدونه کول او د یو کال لپاره یی کندهار ته د نادر افشار د ننوتلو مخه ونیوله.

نادر افشار د فتح علی خان په قومانده، د قلات د نیولو لپاره یو اته زره کسیز لښکر ولیږه. شاه حسین د سیدال خان په مشرۍ یو څلور زره کسیز ځواک د قلات دفاع لپاره ولیږه، چې په پیل کې یې دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړل. کله چې نادر افشار په ځواک کې د سیدال خان د شتون څخه خبر شو، نو په خپله د پنځوس زره ځواک سره هلته ولاړ، او سیدال خان او ځواکونه یی په کلا کی محاصره شول.

د څو ورځو محاصرې وروسته، نادر افشار بیرته د کندهار په لور ته راستون شو، مګر ۳۰۰۰۰ قوي ځواک د سیدال خان د ځواکونو د محاصره لپاره پاتی شول. دښمن هڅه کوله چې افغان ځواکونه د کلا څخه وباسي. دښمن ځواکونو د دوو میاشتو لپاره ونشو کولای چی کلا ته ننوځی.

دښمن ، چې د سیدال خان تسلیم کیدل د کندهار د فتح لپاره کلي ګنله، یو ناوړه چل او عمل ترسره کړ. د کلا څخه بهر یی، افغان میرمنې له تیانو ځړولی او تر هر ډول سپکاوي او توهین یی ورته کاوه او شرط یی دا وه چی هغوی به دا کار هلته بس کړی، کله چی سیدال خان او د هغه ځواکونه له جګړی او مقاومت څخه لاس واخلی.

سیدال خان لپاره چې د افغان ښځو عزت او وقار خورا مهم وه او له بلې خوا دوی ته اوبه او خواړه هم نه وه ورپاتی، افغان ځواکونو ته یې د اوربند امر وکړ.

سیدال خان ناصری چې ۳۱ کاله یې د افغانانو د پت او عزت او د ټاټوبی دفاع کړې وه، د نادر افشار بند ته ورغی.

نادر افشار په یو لوی محفل کې چی په دی اړه نیول شوی وه داسی وویل:

“به بسیار زحمات این گرگ باران دیده را به چنگ آورده ایم. اگر چه نمی زیبد که اینچنین سردار بزرگ و قهرمان کشته شود مگر من توان دو چشم این عقاب را ندارم٬ فلهذا هر دو چشمت را به من ببخش”.

او د سیدال خان ناصری دواړه سترګې د اور په لمبو کې سور شوی سیخانو باند ړندې کړې.

نادر افشار د خلکو د تیتولو او خواره واره کولو لپاره ځینی ایران ته واستول، او سیدال خان ناصري او کورنۍ یې د کابل شکر درې ته ولېږدول شول. څه وخت وروسته، سیدال خان ناصري په شکردره کې نړی څخه سترګی پټی کړی چی هلته د سیا سنګ هدیره کې ښخ کړای شو.

شاه حسین هوتکي د لسو میاشتو لپاره مقاومت وکړ، خو په پای کې کندهار نادر افشار لاس ته ورغی.

دا د یو ملي او هیواد پال شخصیت د ژوند د ځینو برخو یادونه وه.

د سیدال خان ناصري د دی ملی، آزاد او اوسپنیزی ارادی خاوند شخصیت روح، او د ټولو ملي مبارزینو روح چې دښمن ته یی سر ټیټ نه کړ، دی خوښ او ځای دی جنت وی.

ناصر اوریا * ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۰ – تکزاس Naser Oria

آیا میدانید اصفهان پایتخت شاهان صفوی ایران بدست کی فتح شد؟

سیدال خان ناصری خان سپه سالار، دیپلمات، شاعر و مبارز ملی. 

«دستِ وحدت کاخ استبداد را ویران کند»

ابدال خان پدر محمد سیدال خان، در زمانی که سلطان ملخی توخی (سلطان ملخی توخی پدر نازو انا مادر میرویس خان هوتکی) استقلال خویش را حاصل نموده و از جلدک تا غزنی حکومت می کرد، همراه با خانواده و مردمش در آنجا اقامت گزید. ابدال خان همراه با عادل خان به مقابل بیگلر بیگی که از طرف دولت صفوی (ایران) گماشته شده بود، مبارزه می کرد و اجازه نداد که صفویان بر قلات حکومت نمایند.

سیدال خان که شجاعت، رشادت و بزرگمنشی را از پدر به ارث برده بود، در کسب علم و ادب نیز کوشا بود و فقه، تفسیر، صرف و نحو … و ادبیات دری را نیز فرا گرفت.

سیدال خان ناصری در طول سه دههٔ سلطنت هوتکی ها در مبارزات و فتوحات داخل و خارج از کشور یکی از ستون های اصلی و پایه های استوار حکومت بود که در بُعد نظامی کارنامه های تاریخیِ درخشان و ماندگار از خویش به یادگار گذاشته است.

از زمانی که در سال ۱۷۰۸ میلادی مطابق ۱۱۲۰ هجری قائد ملی میرویس خان هوتکی، بعد از اخذ فتوای علمای دینی، گورگین حاکم (بیگلر بیگی دولت صفوی ایران) خون آشام و سفاکِ دولت صفوی ایران در قندهار را سر به نیست نموده و دولت مستقل هوتکی را بنا نهاد، سیدال خان ناصری سرلشکر قوای افغان بود.

هنگامی که دولت صفویان غرض اشغال دوباره، به قندهار لشکر کشید، میرویس خان، سیدال خان ناصری را به مصاف آنها فرستاد که قوای صفوی را تار و مار کرد.

سیدال خان ناصری در تمام جنگ های دورهٔ ۸ سالهٔ رهبری میرویس خان علیه اشغالگران صفوی شامل بود که در همه جنگ ها فتح و پیروزی را از آن افغان ها ساخت .

بعد از وفات حاجی میرویس خان (۱۶۷۳ – ۱۷۱۵ میلادی)، نخست برادرش و سپس پسرش شاه محمود هوتکی به سلطنت رسید.

قوای شاه محمود هوتکی به سرلشکری امان الله سطان، سیدال خان ناصری و نصرالله خان … نخست به کرمان و سپس به اصفهان پایتخت دولت صفوی ایران یورش برد و آنرا فتح کرد.

به تاریخ ۲۳ اکتبر سال ۱۷۲۲ میلادی مطابق ۱۲ محرّم ۱۱۳۵ با گذاشتن تاج سلطانی بر سر شاه محمود هوتکی بدست شاه حسین صفوی، شهنشاهی افغان ها در ایران بنیاد گذاشته شد.

شاه محمود هوتکی در کاخ چهلستون اصفهان ضیافتی ترتیب داد که در ضمن آن با دختر شاه حسین صفوی ازدواج نمود.

به این ترتیب در نتیجهٔ وحدت و مبارزه در مدت کوتاهی میرویس خان هوتکی و اخلافش نه تنها سلطهٔ صفوی ها را در قندهار پایان داد بلکه سلسله پادشاهی صفوی ها را نیز ختم کرد.

شاه محمود هوتکی حدود ۹ سال سلطنت نمود که دونیم سال در ایران حکومت کرد. سپس به اثر مریضی روانی از قدرت خلع و بعد از وفاتش، پسر کاکایش، شاه اشرف هوتکی قدرت را بدست گرفت.

در تمام جنگ ها و مذاکراتِ شاه اشرف هوتکی در فارس مقابل ترک های عثمانی و روس ها، سیدال خان ناصری سرلشکر قوای افغان بود که در همهٔ جنگ ها و مذاکرات فاتح و پیروز بدر آمد. وی نقشه و پلان اشغال مناطقی از ایران توسط روسیه و ترکیهٔ عثمانی را خنثی نمود.

با ظهور شخصی به نام نادر افشار در ايران از یک طرف و اختلافات ذات البینی افغان ها از طرف دیگر، كار حكومت هوتکی ها در آن کشور با مشكل روبرو شد. لذا شاه اشرف و افغان ها از ايران عقب نشيني كردند. شاه اشرف درهنگام عقب نشيني در مربوطات شورابك كشته شد.

از اين پس تا سال ۱۷۳۹ میلادی حکومت هوتکی ها به قندهار منحصر شد که شاه حسین هوتکی جوانترین فرزند میرویس خان، که یک پادشاه ادیب و فرهنگدوست بود و به زبان های پشتو و دری شعر می سرود، حاکم آن بود.

زمانی که سیدال خان ناصری قندهار رسید از طرف شاه حسین هوتکی دوباره به منصب سپه سالار مقرر ګردید.

با تأسف که وقت به وی مجال نداد که قوای نظامی را آرایش لازم دهد ولی با آنهم تا نهایت از مقاومت باز نه ایستاد.

باری هم با ۳۰۰۰ قوا به کمک ابدالی های هرات رفت ولی مقابل لشکر بزرگ نادر افشار پیروزی بدست نیاورد.

قوای سیدال خان ناصری بیست هزار و قوای نادر افشار صدهزار بود.

سیدال خان حملات و شبیخون های متعددی به قوای دشمن وارد کرد و برای یکسال مانع ورود نادر افشار به قندهار گردید.

نادر افشار یک لشکر هشت هزار نفری را غرض گرفتن قلات فرستاد. غرض دفاع قلات یک قوای چهارهزار نفری به سرکردگی سیدال خان فرستاده شد که در ابتدا به دشمن ضربات شدید وارد نمود. زمانی که نادر افشار از موضوع حضور سیدال خان در این قوا اطلاع یافت با یک قوای پنجاه هزار نفری بدانجا رفت و سیدال خان مجبوراً در قلعه محاصره شد. نادر بعد از چند روز محاصره دوباره به صوب قندهار رفت ولی قوای سی هزار نفری قوای سیدال خان را محاصر نموده بود و دشمن تلاش می نمود تا قوای افغان را به بیرون آمدن از قلعه وادار نماید. قوای دشمن تا دو ماه نتوانست قلعه را بگشاید. دشمن که تسلیم شدن سیدال خان را کلید فتح قندهار میدانست به خدعهٔ‌ نامردانه ای دست زد. دشمن در بیرون قلعه خانم های افغان را از سینه ها آویزان نموده و مورد هر نوع توهین و تحقیر قرار میدادند تا سیدال خان و قوایش تسلیم شود.

سیدال خان که آبرو و عزت خانم های افغان از همه چیز برایش مهم بود و از طرفی هم آب و آذوقهٔ شان به پایان رسیده بود به قوای افغان امر توقف جنگ را داد.

سیدال خان این سردار رشید که از مردم و سرزمین افغان ها بیشتر از ۳۱ سال دفاع نموده بود بندی به مقابل نادر افشار آورده شد.

نادر افشار در جشن بزرگی که به این مناسبت براه انداخته بود در محضر عام چنین گفت:

“به بسیار زحمات این گرگ باران دیده را به چنگ آورده ایم. اگر چه نمی زیبد که اینچنین سردار بزرگ و قهرمان کشته شود مگر من توان دو چشم این عقاب را ندارم٬ فلهذا هر دو چشمت را به من ببخش”.

و هردو چشم سیدال خان ناصری را با سیخ آتشین کور و وی را از نعمت دید محروم کرد.

نادر افشار غرض تیت و پاشان کردن مردم تعدادی را به ایران تبعید و سیدال خان ناصری و خانواده اش به منطقهٔ شکر درهٔ کابل فرستاده شد. بعد از مدتی سیدال خان ناصری در شکردره فوت و همانجا در سیاه سنگ به خاک سپرده شد.

شاه حسین هوتکی ده ماه دیگر نیز مقاومت کرد ولی بالاخر قندهار به دست نادر افشار افتاد .

این بود یادآوری بخش هایی از زندگی یک شخصیت ملی و وطندوست.

روح سیدال خان ناصری این مرد آزاده و آهنین و روح همهٔ مبارزین ملی که به دشمن سر خم نکردند شاد باد و مکانش بهشت معلی.

ناصر اوریا * ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۰ – تکزاس Naser Oria

عبدالملک پرهیز

باور بې بریده مه کړه

خیانت در سره کېږي

که زیاته مینه ورکړې

تنها به پاتې کېږي

 بې حده فکر مه کړه

فشار به دې زیا تېږې

ډېر مه کوه خبرې 

دروغ دې عادت کېږي

که زیات انتظار وکړئ

په ژوند نهیله کېږي

که زیات ارزښت دې ورکړ

ارزښت دې خپل ټيټږی

بې حد خواړه خوړو کې

بدن دې وازده کېږی

لګښت چې بې اندول کړي

دا ژر بې وزله کېږي

چې زیات  ګوري هر خوا ته

راتلونکي نه خلاصېږی

څوک پام ځانته و نه کړي

کوهي کې به غورځېږي

افراط او تفریط مه کړئ

دوی واړه  ګونډې کېږي

هر څه چې له حد زیات شي 

بد بوی او خرابېږي

اندول په ژوند کې ښه دی

هدف ته خلک رسېږي

D

 

زلمی نصرت 

کـه زه نـاطـق یـم، خاموشي او چوپتیا ­بـیـا ولې؟

 

بـیـدل خـو هسې پـه چوپتیا کې، استادي لټوي

 

نـه اصالت ویـنـم سکوت کې، نـه سـلا او بـقـا

 

استاد هغه دی، چې آواز يې ماندگار پاتې شي.

 

زلمی نصرت

 

۳۰.١٠.٢٠٢٤

 

 زلمی نصرت

دنمارک

لاندې تر پښو مزل وهي خپل هدف ته

 

 نه ډاریږي، چې تر پښو به شي

 

د حاجت لاس یې هم ډیر لنډ،چا ته یې نه غزوي

 

ډله ایز ژوند کې خپل حیات ويني، بیلتون کې ممات

 

خدای ځانځاني را پیدا مکړه، په صفونو کې یې

 

نفاق وران کړي، ډیر اباد کورونه.

 

۲۷.۱۰.۲۰۲۴

 

زلمی نصرت

 

 زلمی نصرت

په سکوت کې سکون شته دی

لـکـه مــړی ســردخــانــه کې

یــا بــه اوســم دې خــانــه کې

یا وزرونه به مې خلاص کړم

د صـحـرا پـه لــور پــرواز تـه

گــنــې هــلــتــه که بــهــار وي

گــنـې هــلــتــه که ســهــار وي

چــې وکــړم آزاد پــرواز

او اوچـت کـړم خـپـل آواز

دلـتـه شـپـه تـوره تـیـاره ده.

زلمی نصرت

۲۴.۱۰.۲۰۲۴

یو له لوږې کنجاړه خوری په کیږدۍ کې

بل ویده ده په اتیا پوړه ماڼۍ کې

یو په شا درانده بارونه په ګودر وړي

بل ډالر سپین او سره زر وړی په ځولۍ کې

یوه ته وچه ډوډۍ نه ور پیدا کیږي

بل ته ایښي سور شراب ده په تالۍ کې

یو د اوښکو په دریاب کې ده ډوب شوی

بل نڅاوې او مسکا کړي په خوښۍ کې

یو په ښار او په جومات کی انتحار کړی

بل کړی هڅی د ولس په آرامۍ کی

یو بی وزله خو سر نه ټیټوی چا ته

بل پیسو ته د پردیو غلامۍ کړی

یو د خلکو او وطن په غم کی سوځی

بل دشمن ته  ډَول ډَول سلامۍ کړی

یو په خپل بد او ناوړو افتخار کړی

یو د ښه صادقانه ژوند پلوۍ کړی

ای زما او د عالم عزیزه خدایه

کاشکی لږ څه عدالت وای په نړۍ کې

عزیزی غزنوی

تورنتو/کانادا

سید عبید الله نادر                 

په دي غمـجن ماحـــول کې ګرځم، یو انســان لټوم

چې په ریښـــتني وي انســـــان، داسي جانان لــټوم

چې ورته وســپړې، د زړه او د ضـــــمیر رازونه

د زړه په درد داسـي آشــــــنا، او راز دان لـــــټوم

چې معـــنویت په کـــتو وویني ،دردونه زمـــــونږ

په رمــــوزاتو باندی پـــــوهه، دانایان لـــــــــــټوم

چې یې عالم ته نیت، له بڼې او تندي نه ښــــکاری

داسي دردمن داسي غمخوار، په زړه روښـان لتوم

چې د انســان له یو خبری ،ټول مضـــمون ولولي

له دردمن زړونــــــو با خـــــــــبره،نکته دان لټوم

چې په لیدو یې تازه کیږي، زمونږ روح او روان

زه هـــغه دُر هـــــغه ګوهر، هغه مرجـــــان لټوم

چې معنویت رڼا یې، ســــــترګو کې ځلیږي مدام

د معرفت په شمعی ســــــــوي ، پتـــــــنګان لټوم

چې د همت پروازیې جــګ، تر آســــــمانه رسی

زه هغـــه باز هغه شــــــاهین، هغه طـــیران لټوم

چې له فــــریاده د بلـــــبل ، لوړ الـــهامونه اخلي

زه د فـطرت په دبســـــتان کې، داسي ځوان لټوم

چې اشــارت د زمانی نه د عـبرت اخــــلي درس

په معرفت باندی سمــــــــبال ، یو حـکـمتدان لټوم

چې نا علاجه رنـځ نه ووځـي، دا ویده قــــــامونه

د رنځ عـلاج ته مـــــو دردمنه، طبــــــیبان، لټوم

چې اسـارت د دیو و دَدَ څـــــــخه مو وکاږي نور

هم یو زړه ســـــــوانده فـــــــداکاره،مهـــربان لټوم

چې د مــراد و سـر مـنزل ته، دا کشتۍ کړي سمه

په علمــیت، داســـــي ښـــاغلي، عـالـــــــمان لټوم

چې مو روښـانه کړي باطن، په ګــوهرینو ټــــکو

داسي دردمن ، په زړه خوږمن صــاحــبدلان لټوم

په هر اداُ چـــې د پوهـــــــنې وي ، وینایې سمبال

یو نکته فــــهمه، نکــته رســــــــه، ســـخندان لټوم

دې بی هـــــــنرو رانه ورکــــه کړله، لاره د ژوند

چې له خپل ځانه بیګانه شــوم او خــــپل ځان لټوم

د ځـــان ځــانۍ په بی درمــانه رنځ، اخـته قامو ته

د معرفت په روښـــــــــنايی ، ورته درمـــــان لټوم

چې تل روان وي د الفـــــــــت او محـــبت په لارو

دي بیدیا کې ،د اخــــلاص هـــــغه کاروان لـــــټوم

چې آئینې په شان روښــــان یې وي ظاهر او باطن

چې حــــــق په لاره وي روان داسي یاران لــــټوم

چې بیا ژوندي شي ، زمونږ تیر د عظمت وختونه

زه هغه وخت هــــغه دوران، هــــغه زمان لــــټوم

 

 

 

 

 محمد عالم افتخار

در کودکی؛ اگر روغنی میخوردیم بیشترینه گرفته شده از لبنیات و چربی های حیوانی بود و کمترینه از روغن های «جوازی» یعنی کنجد و زغیر و دانه های چرب دیگر تا حد چارمغز و بادام.

اما مصادف با آغاز دوره نوجوانی من؛ (در کشور و غالباً در منطقه جغرافیایی ـ فرهنگی ما) «انقلاب روغن» اتفاق افتاد. با آنکه در آن ایام فراتر از تک و توک رادیو؛ وسایل ارتباط جمعی دیگر وجود نداشت؛ اما گویی در خود مردمان ده و دشت و شهر نما ها؛ مبلغان بی امان و پشتیبانان بی نظیر این «انقلاب» که ره آورد آن "روغن نباتی صنعتی" بود؛ تشریف داشتند.

تا جاییکه به خاطر دارم بدون اینکه حتی کوچکترین اعلان و تبلیغ رادیویی شنیده باشم زیر فشار شایعه ها و تعریفات؛ دیگر از خوردن طعام های گاه به گاه؛ ناچیز و غریبانه مان به ترس می افتادم چرا که گویا «روغن حیوانی خطرناک» و یا «جوازی چتل» داشت.

اولین روغن نباتی جادویی!! که پس از انتظار و هوس و آرزوی بسیار به محل ما رسید؛ روغن جامد زرد رنگ با فرنام «شاه پسند» ساخت کارخانجاتی در ایران بود. همانند های من؛ بسیاری خود را به آب و آتش زده کم و بیش از آن گیر می آوردند و چه بسا "خام خام" روی نان مالیده می خوردند و بعد از برکات باور نکردنی آن؛ لاف میزدند.

خلاصه بیش تر از دو دهه «این موج نو» بر همه چیز و بر همه جا غالب بود و حتی علت مرگ شمار زیاد کسان را که فوت میکردند؛ به روغن هاییکه خود یا پدرانشان خورده بودند؛ نسبت میدادند.

من هم به این «معقولات و مکشوفات!!» باور داشتم و دست کم تا چار دهه آنها را مشکوک و مردود نمیدانستم تا آنکه روزی انفجاری در مغزم روی داد.

آدم های نسبتاً تنومند محل ما را «پهلوان» میخواندند و این لقب حتی برای سالخوردگان فرتوت چنین آدم ها ـ خاصتاً که در ورزش ها و مسابقات پهلوانی هم شراکت و سابقه ای داشتند ـ مستعمل می ماند و پس از مرگ نیز نام شان همراه با همین لقب یاد میگردید.

جوانانی که در خود تنومندی میدیدند و ذوق هایی برای تواناتر شدن داشتند؛ بعضاً به شاگردی نزد پهلونان سالخورده می شتافتند.

روزی یکی از همسالان سختکوش من که چنین مراحل را پیموده و حتی در تمرینات ریاضت ها کشیده بود توسط «پهلوان استاد»ش ناتوان و ناکام خوانده شده طرد گردید. او در زور آزمایی ها توسط همگنانش زیاد مغلوب میشده تا آنکه «پهلوان پیر» خواسته مشکل را دریابد و لذا او را به مبارزه گرفته و به این نتیجه رسیده است که ناتوانی عُمقی و کیفی داشته به درد «پهلوانی» نمیخورد. چرا که با «روغن نباتی» استخوان سخت کرده و حتی نطفه اش با «روغن نباتی» بسته شده است!!!!

همین داستان بود که فتیله انفجار را در مغز من روشن کرد و سپس دریافته رفتم که این نسبت ها و احکام صرف محدود به گستره پهلوانی نمانده کم کم عام و همه گیر نیز شده است. خلاصه در بسا موارد به نسل های بزرگ شده این چهار دهه و فراتر؛ القاب «آدم های روغن نباتی» یا «نسل های روغن نباتی» چسپیدن گرفت!

جهت مقابل این القاب که اساساً به نسل های پیشین و قسماً به آدم های معاصر متفاوت اطلاق می گردید و اطلاق می گردد؛ «آدم های روغن زرد»، کسان صاحب استخوان روغن زرد یا دارندگان پُشت و بر و بازوی روغن زردی و غیره میباشد.

از مقایسه عینی آدم های کوه و صحرا و مالدار و دهقان پیشه با «شهری ها و عصری ها»ی پیشرفته و انکشاف یافتهِ روغن نباتی خور؛ نیز چنین نسبت ها و احکامی تائید میگردید.

اینجا به ویژه برای نوچه ها در علم و شبه علم و خرافات و مهملاتِ تغذیه؛ گفتنی است که این  تغییرات باورمندی و تعبیرات عامیانه و احکام پاگرفته در زمینه آنها ناشی از متغییر های حسی مردم بوده لزوماً نیازی به همخوانی چوکاتی با داده ها و تئوری های علمی و علمی نما ندارد.

در علوم تغذیه ای و بیولوژی و ژنتیک؛ البته که رأساً استحکام استخوانی یا قوتمندی نطفه ای و جنینی تنها به روغن چنینی و چنانی انحصار ندارد ولی منظور عوام از اینگونه استنباط ها همان «سوء تغذیه» در مفهوم خاص و عام میباشد که یکی از ره آورد های تمدن و عصری گری جذاب و فتان و جادوگرانه ماشینی و صنعتی با حاکمیت سود جویی مافیایی و سرمایه داری استعماری و استثماری و استحقاری است.

پُر واضح است که «ماشین و صنعت» به حیث ابزار ووسایل؛ بد و محکوم نیستند؛ مسأله از کاربرد ابزار ها و وسایل  ناشی میگردد.

همچنان تحول یاد شده در باور ها پیرامون روغن و غذا؛ متأسفانه منجمله به دلیل فقر عمومی و ضعف در آمد ها و نبود آگاهی های کار ساز؛ هنوز سبب نشده است که همگان از فلاکت «تغذیه سوء» تحمیل شدهِ مدرن بر بشریت؛ کنار بکشند و یا درین راستا آگاهانه و خردمندانه تلاش و مبارزه نمایند.

آنچه بر این نوشتار و ویدیو های همراه آن؛ موضوعیت و اهمیت و مبرمیت می دهد؛ همین حقایق و واقعیت هاست!

به هرحال؛

آدمیزاد میلان طبیعی سد ناپذیر به تجدد و ترقی مادی و معنوی داشته، دارد و خواهد داشت ولی در هرگونه حرکت به سوی پیش و نو؛ محکوم به اشتباهات و منجمله فریب خوردگی های فلاکت آور و مرگبار نیز میباشد.

موضوع «روغن نباتی» در تمدن سود و سرمایه؛ و به دوام آن صنایع عظیم «فسفود» یعنی غذا های فرآوری شده و فوق فرآوری شدهِ ضد طبیعت و ژنتیک بشری؛ یک سوء استفاده بسیار شدید و شنیع از این میلان طبیعی انسانی بوده است. تنها همین مورد مانندِ «مشت نمونه خروار» باید و باید همگان را به زوایا و مظاهر و نهانگاه های این تمدن؛ به حد اعلای الزامی؛ شکاک و محتاط و اندیشمند نماید.

بی تفاوتی و اغفال عموم بشری درین راستا به طور خاص و نیز تحمیلات تحمیق گرانه سرمایه داری به طور عام؛ نه تنها استعمار کشور ها و استثمار خون آشامانه مردمان زحمتکش(توده 99 درصدی بشریت) را سهلتر و طولانی تر میگرداند بلکه میتواند این تمدن را به نابود گر انسانیت و مهد اعجاز آمیز آن ـ سیاره زمین ـ مبدل سازد. کما اینکه بالقوه نیز به چنین آستانه ای فراز آمده است.

بنده ویدیو های زیر را منحیث موئیدات حد اقلی مدعای عامیانه بالا؛ بر گزیده خدمت عزیزان تقدیم میدارم.

باید مد نظر داشت که اینها در مجبوریت خود سانسوری ها و احتمالات ریسک های زیاد برای تدوین کنندگان و ناشران؛ آماده و پخش شده اند و آخرین کلام و تمامت حقیقت های در زنجیر؛ نیستند.

 

ویدیوی نخست: این ماده سمی.../ زندگی سالم با تغذیه سالم

 

ویدیوی دوم: افشاگری کامل از صنعت غذایی جهان؛ چرا همیشه کم انرژی ام؟

 

 -------------------------------

شایان یاد آوریست که قبل از نشر این مقاله؛ مختصری از آنرا به دوستانی فرستادم تا اگر نقد و نظری لطف کنند. یکی از عزیزان نوشت:

«.... و در ارتباط به ویدیو های تغذی و امثال اهم (امثالُهُم) گذاشته شده در کانال یوتیوب باید گفت که در حدود ۹۹٪ این‌ ویدیو(ها) فقط برای سرگردان ساختن اذهان و گرفتن بازدید و تا جایی هم از نظر من تغییر افکار جامعه راجع به مواد مصرفی روزمره به عنوان مواد غذایی بوده

در ضمن اکثریت شان از لحاظ طبابت و‌ علم تغذی هیچ نوع ریفرینس مشخص نداشته و ندارد

بهتر است بخاطر دانستن ارزش های مواد مختلف غذایی از کتاب های معتبر تغذی استفاده کرد تا صفحات اجتماعی  که حاضر نیستند هیچ نوعی از ریفرنس استفاده شونده شانرا ذکر کنند.»

شما عزیزان هم اگر پرسش یا نقد و نظر و افزودنی ای دارید؛ خواهشمندم آنرا با ایمیل بنده در میان گذارید. این بحث جای تأمل و تفکر و تدبر فراوان دارد.

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

 

 

 


زموږ په ټولنه کې ښايې ډېر کسان وي چې د شلغم یا ټیپر سره یې جوړه نه وي، خو دا سبزي خورا ښه خاصیتونه او روغتیايي ګټې لري او له څه باندې څلورو زرو کلونو راهیسې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي.

د شلغم له روغتیايي ګټو څخه یو هم دا ده چې ډېره کمه کالوري لري؛ د فایبر او د کې، سي، اې او بي۹ ويټامینونو او همدارانګه د منرالونو، کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم، فاسفورس بډایه سرچینه ده او پاڼې یې هم د دغو ارزښتناکه غذايي موادو څخه ډکې دي. له همدې امله، ځینو شلغم ته "درملو" لقب هم ورکړی دی.

په شلغم او د هغه په پاڼو کې موجود "ویټامین سي" زموږ بدن د ازادو رادیکالونو له خطر څخه ساتي. طبي څیړنو ثابته کړې چې د شلغم خوړل نه یوازې په بدن کې د اوسپنې جذب ښه کوي، بلکې د وینې د کولسټرول په تنظیمولو کې هم مرسته کوي.

همدارنګه شلغم په کافي اندازه د "کې" او "اي" ويټامینونه لري. ویټامین "کې" د بدن څخه د وینې بهیدو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي او ویټامین "اي" بیا په ځانګړې توګه د سترګو، پوستکي او ځيګر روغتیا لپاره ډېر ګتور دی. یاده دې وي چې په شلغم کې موجود کلسیم هډوکي پیاوړي کوي.

د شلغم پاڼې "فولیک اسید" لري چې د وینې د سرو حجرو په تولید کې مرسته کوي او همدارنګه د مور په رحم کې د جنین د ودې د اختلالاتو مخه نیسي.

د شلغم یوه بله ګټه دا ده چې د پاڼې یې ګلوکوزینولایټ لري، کوم چې د پړسوب او د سرطان ضد خاصیت لري او همدارنګه له بدن څخه انټي اکسیډنټونو لرې کوي. یو شمېر طبي څیړنو د ګلوکوزینولایټ زیات مصرف د بیلابیلو سرطانونو؛ په ځانګړې توګه د سږو، سینې، کولمو او مقعد سرطان د خطر له کمولو سره تړلي دي . په شلغم کې فلاوینویډز د انټي اکسیډنټ او د سرطان ضد خاصیتونه هم لري.

په شلغم کې د ګلوکوزینولایټ ماتیدل په بدن کې د نورو ګټورو کیمیاوي مرکباتو لکه ایزوتیوسیانیت د تولید لامل کیږي چې د میکروبونو سره مبارزه کوي او په بدن کې د هغوی د ودې مخه نیسي.

همداراز، ځینو طبي څیړنو ښودلې چې شلغم هغه مواد لري چې د وینې شکر کنټرولوي، له همدې امله یې خوړل د شکرې ناروغانو او یا ددې ناروغۍ د خطر سره مخامخ کسانو لپاره ګټور بلل کیږي.

له هغه ځایه چې شلغم نشایسته او لږه کالوري لري، نو په منظم ډول یې خوړل د بدن د وزن په کنټرولولو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې غواړي وزن وبایلي، ډېره مرسته کوي.

شلغم او د شلغم پاڼې، پاخه او اومه خوړل کیږي،‌ خو غوره دا ده چې دا سبزي په سمه توګه ومینځل شي او اوومه وخوړل شي. دا ځکه چې د پخولو پرمهال، تودوخه پدغه ګټوره سبزۍ کې ویټامین سي له منځه وړلای شي.‌

ولي الله ملکزی 

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي.

دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کالو په مودې کې جوړیږي او مجموعي لګښت یې اته ملیارده یورو (اته نیم ملیارده ډالره) اټکل شویدي. ټیلګراف زیاتوي؛ که د اورګاډي دا سمندري لاره د ټاکل شوي پلان له مخې جوړه شي، نو هر کال به نژدې دیارلس ملیونه مسافر او دیارلس ملیونه ټنه تجارتي مالونه د دغو دوو لویو وچو ترمنځ یو بل ته ولیږدول شي. همدارنګه، د دار البَیضَاء او مدرید د ښارونو ترمنځ د مځکې له لارې سفر چې د انګوټ (بیړۍ) سفر هم په کې شامل دی، له دولسو څخه پنځه نیمو ساعتونو ته راکم شي.

د پلان له مخې، دا تونل به په ۲۰۳۰م کال کې د مراکش، هسپانیې او پرتګال په هیوادونو کې د فټبال د نړیوالو سیالیو (FIFA) له پیل وړاندې سرته ورسیږي. په نورو سربیره، دا به د نندارچیانو او سوداګریزو کمپنیو لپاره ترټولو غوره خبر وي چې په ملیونونو خلک به په آسانۍ او ارزانه بیه نندارې ته ورځي او څوک به خپل مالونه پلوري. په عین حال کې، NASA د (امریکا د هوايي څیړونو اداره) د ترلاسه شوي انځورونو په مټ، یادونه کوي چې د طنجې په دې سیمې کې د سمندر ژوروالی په ځینو برخو کې حتی ۹۰۰ مترو ته رسي او دا به د مهندسانو لپاره یو ستر ګواښ وي چې څرنګه متبادلې او لږې ژورې لارې ومومي؟

له بله پلوه، الجزیره کاږي د انګلستان او فرانسې ترمنځ تونل چې پنځوس کیلو متره اوږد دی، په ۱۹۸۸م کې پیل او په ۱۹۹۴م کال کې د ترافیکو په مخ پرانیستل شو. دغه حیرانونکی تونل چې د سمندر له ۴۰ متره اوبو لاندې، ۱۵ زره انجنیرانو او کاریګرو د نهه نیم ملیارده سټرلنګ پونډو په لګښت سره جوړ کړی، د معاصرې زماني له اوو عجائبو څخه ګڼل کیږي او له دې لارې هرکال، لس ملیونه خلک یوې او بلې خوا ته سفر کوي.

زه (ملکزی) پخپله په ۲۰۱۱م کال کې د همدغه تونل له لارې په اورګاډې کې له لندن څخه فرانسې ته لاړم. د ۵۰ کیلو مترو د واټن دغه سفر چې ۳۷ دقیقې یې ونیولې، موږ یوازې رنګارنګ څراغونه لیدل او د اورګاډي ځانګړی غږ مو اوریده چې زما او ښايي د ټولو مسافرو لپاره له هیجان او خاطرو څخه ډک سفر وو. تیر کال، زموږ د هیواد په یو پوهنتون کې یو محصل د خپل لیسانس د مونوګراف لپاره (د استنجاء ډولونه او احکام) عنوان غوره کړې وو چې بیا د اړونده پوهنتون په مجلې کې چاپ هم شو. په همدغې ګڼې کې د علم د ډولونو په هکله یوه مقاله هم لیکل شوې وه چې یو ډول یې علم مباح وو.

له یو خروار تلوسې سره، زه ډیر هیله مند یم چې یوه ورځ دغه قدرمند لیکوال او هم نظره استاد یې، د همدغو دواړو تونلونو له لارې د سمندر له یوې غاړې، بلې غاړې ته سفر وکړي؛ ترڅو عملا وګوري چې د ټکنالوژۍ په دې پیر کې د ساینس او ریاضي علوم فرض دي که مباح؟

 

میر مسجدی خان کوهستانی یکی از قهرمانان ملی افغانستان هنگام جنگ اول افغان - انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ میلادی) است که با یاران همرزمش کمر قوای انگلیس را در مناطق کوهستان شکست. وی در سال ۱۸۴۱ میلادی یکی از مبارزان ملی و یک رهبر برجستهٔ آزادی خواهانِ افغان و مخالف مداخلهٔ‌ انگلیس ها و نصب شاه شجاع به عنوان امیر افغانستان بود. وی تا زمان مرگش (۲۷ نومبر ۱۸۴۱) همچون یک کوه استوار مقابل قوای اشغالگر ایستاد و شمال کابل را از شر تجاوزگران مصئون نگهداشت. هموطنان را قتل نکرد و با اجنبی ها علیه منافع ملی، پروتوکول و یا قراردای نبست.

روحش شاد و بهشت برین مکانش باد

د افغان - انگریز د لومړی جگړی (۱۸۳۹ - ۱۸۴۱) یو ریښتینی ملی اتل، میر مسجدی خان کوهستانی دی چی له خپلو زړورو ملگرو سره یی په کوهستان کښی د پرنگی لشکر ملا ماته کړه. هغه په ۱۸۴۱ میلادی کال کی د افغانستان د نورو ملی مبارزینو او آزادی غوښتونکو په څیر د پرنگی له خوا د افغانستان د امیر په توگه د شاه شجاع د نصبولوسره د مخالفینو یو وتلی ملی مشر وه. میرمسجدی خان د یو لوړ غره په شان د انگریزی ښکیلاکگر ځواک په مخ کی ودریده او د کابل شمال یی دانگریزانو له تاړاکه وساته. څرنگه چی مکناټن و نه توانیده د جگړی په ډگر کی میر مسجدی خان او افغان ځواکونو ته ماته ورکړی نو د انگریزانو مشهور جاسوس موهن لال، میر مسجدی خان په زهرو مسموم کړ او د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۲۷ نیټه یی له نړی سترگی پټی کړی.

وروسته انگریزی ځواک یو تاریخی ماته وخوړه چی په پایله کښی یواځی انگریزی ډاکټر برایډن ته اجازه ورکړل ښوه چی ځان نیم ځانه جلال آباد کی انگریزی قواوو ته ورسوی او ددی شرمونکی ماتی خبر وروړی. دا تاریخی ویاړ د ملی مبارزینو لکه میر مسجدی خان،‌ امین الله خان لوگری، وزیر محمد اکبرخان، محمد شاه خان لغمانی، سردار سلطان احمد خان، عبدالله خان اڅکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس الدین خان، نائب نواب محمد زمان خان،‌ محمد شاه خان بابکرخیل او نورو مشرانو د مبارزی او وینو په بیه لاس ته راغلی وه.

دغو ملی مشرانو او مبارزینو نه د کابل د خلکو وینی توی کړی او نه یی د خپل هیواد په ضد پردیو سره پروټوکولونه یا ټړونونه وکړل، او نه یی د خلکو ځمکی غصب او نه یی ملی شتمنی او کاڼونه چور او لوټ کړل.

ارواح دی ښاده او فردوس جنت دی ځای وی.

معلومات بیشتر

میر غلام محمد غبار در کتاب "افغانستان در مسیر تاریخ" در باره وی چنین می نگارد:

"سید میر مسجدی خان مشهور در قلعه خویش در جلگاه بحیث مرکز مجاهدین باقی ماند. در این قلعه جنگی ۵۰ نفر مرد مبارز اقامت داشت. انگلیس‌ها که تشنه خون میر مسجدی خان بودند و چندین هزار کلدار قیمت سر او را گذاشته بودند، بطور ناگهانی و مخفی در۳ اکتوبر سپاهی قوی به این قلعه کشیدند و محاصره کردند. میر مسجدی خان با افراد خود در عقب تیرکش‌ ها و برج‌ های قلعه قرار گرفتند و جنگ آغاز شد. هیچ گُله‌ ئی از این مجاهدین خطا نمی‌کرد. اما توپخانه دشمن قابل دفاع نبود و توانست که دیواری از قلعه را بشکافد. پس سپاه انگلیس بالای این شکاف بزرگ ریختند. میر مسجدی خان و رفقایش با سیلاوه‌ های ثقیل دهنه شکاف را سد کردند. دیگر آتش توپ و تفنگ از کار فرو ماند وجنگ تن به تن آغاز شد. دسته‌های دشمن یکی پی دیگری در دهنه شکاف می‌رسیدند و می‌جنگیدند. میرمسجدی خان زخم سختی از سر نیزه دشمن برداشته و در دهنه شکاف مثل شیر زخمی و خون‌ چکان شمشیر می‌زد. سپاه انگلیس که چنین مقاومتی از یک عده چند نفری دید جرئت پیشروی را از دست داد، زیرا ضیق شکاف مجال هجوم دسته‌جمعی نمی داد. اینست که دسته‌ های مهاجم به عقب کشیدند و میر مسجدی با رفقای خود از قلعه خارج شدند و به استقامت نجراب حرکت کردند. همین دلیری میر مسجدی خان بود که موضوع ترانه‌های حماسی کوهستان گردید. این ترانه‌ها بعد از بیشتر از صد سال هنوز در زبان مردمان این سرزمین ساری و جاری است. میر مسجدی خان بعد از چند روز که زخمش بسته گردید با یک عده مبارزین از نجراب به گلبهار برگشت و بیرقِ جهاد بر افراشت."

انعکاس شجاعت و دلیری میرمسجدی خان و دیگر مبارزین ملی را در داستان ها و اشعار فلکلوریک و حماسی مردم میتوان به وضوح مشاهده کرد.

محمد غلام غلامی که شاهد رزم حماسی میرمسجدی خان بود، در اثر منظومش به نام "جنگنامه" شهامت و استواری میر مسجدی خان و یارانش را به تفصیل ذکر نموده است. وقتی لشکر چند هزارنفری انگلیس قلعهٔ میرمسجدی خان را به محاصره درآورد، او به پسران و رزم‌ آورانش ندا سر داد:

بگفت آنزمان مسجدی که این سران

دلیران و شیران و جنگ‌آوران

ببایید همه پایداری کنیم

نباید که بی‌اعتباری کنیم

گریزید ریزید خوی از چین

زشرم آبروی خود اندر زمین

چنین گفت آن مسجدی با سران

که ای کامگاران نام‌ آوران

نباشد کسی در جهان جاودان

چنین است امر خدای جهان

هر آنکو زمادر بزائیده است

به آخر سرش خاک سائیده است

بود آنکه نامی به چنگ آوریم

شگفتی به خلق فرنگ آوریم

بباشید همه در جنگ پایدار

که این نام ماند زما یادگار

وزان بعد میر مسجدی کامگار

ابا نیز محمد شه نامدار

در آنجا که بود شان همیشه قرار

سکونت به نزدیکی چاریکار

بگفتند که جایگه بهر جنگ

نباشد سزاوار خیل فرنگ

نباشیم ز این پس در این جایگاه

که گردد همی کار بر ما تباه

بباشد یکی قلعه از بهر جنگ

بکوشیم چندی به خیل فرنگ

یک قلعه از مسجدی نامدار

همی بود در جلگه خضری کران

پسندیدند آخر همه سرکشان

و از آن بعد آن مردم نامجو

سوی جلگه خضری بکردند رو

همی رفت آن مسجدی نامدار

بهمراه پسر با برادر چهارشنبه

سرودهٔ حماسی و فلکلوریک "بیا بچیم انگور بخو" تا امروز در بین مردم مشهور است:

محمد جان خان، مرد میدان است

ایــوب خـــان، شیر غُـــران است

میـربچــه خان، رس رسان است

آزادی، فــخــــــر افـغـــــان است

راپت کل، لات کـــــــــلان است

بـیــا بچـیــم، انـگـــــــور بخــــــو

مکناتن انگلیس که از تلاش میرمسجدی خان برای اتحاد وسیع مبارزان سخت هراسان بود، رابرت سیل یکی از جنرالان ارشدش را به قیادت تیمورشاه (پسر شاه شجاع) برای سرکوب قیام ملی کوهستان فرستاد.

میرغلام محمد غبار در مورد مبارزات میرمسجدی خان چنین می‌نویسد:

"مردم کوهستان به رهبری مجاهد مشهور میرمسجدی خان و مردم نجراو بقیادت سلطان محمد خان برخاستند و به این صورت تمام قلعه‌های این ولایت شکل استحکامات جنگی اختیار نمود."

قیام دلیرانه مردم کوهستان و نجراب که در راس آن میرمسجدی خان غازی، محمد شاه خان غازی و میر درویش خان (برادر میر مسجدی خان) قرار داشتند در ماه نومبر ۱۸۴۰ میلادی به اوج خود رسیده و اثرات آن تا کابل رسید.

انگلیس‌ها که در میدان نبرد نتوانستند میر مسجدی خان را از پا درآورند، طبق معمول به توطئه‌ و خدعه متوصل شده و بواسطهٔ موهن لال (جاسوس مشهور انگلیس که بالاخره توسط افغان ها به قتل رسید) با پرداخت ده‌ هزار روپیه به یکی از خدمتگاران میرمسجدی خان به نام محمدالله، میرمسجدی خان را زهر داده و وی را مسموم نمودند که در اثر‌آن میر مسجدی خان به تاریخ ۲۷ نومبر۱۸۴۱ جان به جان آفرین تسلیم کرد.

پیکرِ مطهرِ میر مسجدی خان در جوار مزار پدرش، خواجه اسحق صاحب، در قریهٔ ده قاضی، در پروان به خاک سپرده شد.

جنگ اول افغان – انگلیس (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲میلادی) شکست مفتضحی را در تاریخ تارج و غارت های انگلیس رقم زد. در این کارزار با انگلیس ها وعدهٔ داده شد که می توانند قرارگاه خویش را با وسایل و لوازم خویش ترک نموده و به قوای آنها حمله ای صورت نخواهد گرفت ولی انگلیس ها خلاف مفاد فیصله نامه وقت گذری و وقت تلفی می نمودند تا قوای تازه نفس انگلیس که به صوب آنها ارسال شده بود به آنها برسد و مبارزین افغان را از دو طرف مورد حمله قرار داده تار و مار نمایند.

زمانیکه مبارزین ملی به این دسیسه پی بردند به لشکر انگلیس ها یورش برده از لشکر هفده‌ هزار نفری‌ انگلیس تنها برای داکتر برایدن اجازه داده شد تا نیمه جان خود را تا جلال آباد رسانده و خبر شکست لشکریان متجاوز را به قوای انگلیس برساند .

این افتخار تاریخی در اثر خود گذری، جانفشانی و رهبری مدبرانه مبارزین ملی چون میرمسجدی‌ خان و سایر سران جنبش آزادی خواهی مانند امين‌ الله خان لوگری، وزیر محمد اکبر خان، محمدشاه خان لغمانی، سردار سلطان احمدخان، عبدالله‌ خان اچکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس‌ الدين خان، نايب نواب محمد زمان خان، محمدشاه خان بابکرخیل و دیگران به قیمت خون هزاران فرزند صدیق و وطندوست بدست آمده است.

این سران ملی نه جوی های خون را در کابل جاری ساختند و نه با هیچ اجنبی پروتوکولی علیه مردم خویش امضا نمودند و نه قراردادی خلاف منافع ملی بستند.

نه زمین های مردم را غصب و نه معادن وطن را تاراج نمودند بلکه این جانفشانی شان در راه خدا و آزادی وطن بود و در مقابل از هموطنان خود مزد و اجری تقاضا ننمودند.

برماست که از این ابر مردان تاریخ بیاموزیم و کارنامه های آنان را سرمشق قرار دهیم.

روح میر مسجدی خان و تمام ابرمردان تاریخ افغانستان که دستان شان به خون هموطنان رنگین نبوده و با دشمن میهن هیچ سازش و قراردادی ننموده بودند، شاد و بهشت مکان باد.

کوپی از فایل وزین محترم دکتور اوریا.

ناصر اوریا * ۲۴ جنوری ۲۰۱۸ - تکزاس

نوموړی د۱۳۳۴لیږد لمریز کال دمرغومی په ۱۱ (۱۹۵۵ م کال دجنوري لومړۍ» 
نیټه دکونړونوو لایت دنرنګ دولسوالۍ دلمټک په کلي کې زیږیدلی دی. دپلار نوم 
يی محمد سیفور ؤ. دپلار له اړخه دمزدورخان او دمور له اړخه دکیجانخان چې 
دواړه ورونه او دمحمدافضل خان زامن او دمحمد اکرم خا ن دزوي محمد عمر خان     
لمسي وو لمسی دی .
وروسته له دې چې دنرنګ دلیسې له دولسم ټولګي څخه په بري ووت دپولیسو 
اکادمی ، او دسیاسي او ټولنیزو علوموپه انستیتیوت کې يي لوړې او مسلکي زده 
کړې کړي او دملګرو ملتونو دسازمان دUNDCP دڅانګې په بیلو بیلو کورسونو ، 
نړیوالو سیمنارونو او ورکشاپونو کې يی ګډون کړی دی. دهلمند ولایت دکجکي 
دبریښنا دبند دساتونکي ټولي دبلوک مشراو دهمدغه ټولي دکفیل هلمند ولایت دامنیه 
قومندانۍ دمخدره توکو دمدیریت دغړي دهمدغه مدیریت دمرستیال اومدیر  
دنیمروز ولایت دڅارندوې قوماندان دننګرهارولایت دڅارندوې دسیاسی چاروآمر 
دکورنیو چارو وزارت دجنايی جرمونود کشف رئیس داړتونونو (زندانونو)او 
څارځایونو(نظارت خونو) دساتنی رئیس دنیشه ايي توکو او قاچاقي مالونو دکشف 
کنترول اومخنیوي ادارې د رئیس په توګه يي بیلې بیلې ټولنیزي دندې پر مخ بیولي 
او اوس په ناروې کې سياسي کډوال دی. هلته هم دهیواد اوهیوادوالو دپاره شعر 
وايي شعر لیکي او یواځې دوطن په نوم دهیلو او آرمانونو ډک ژوندتیروي
دنوموړی چاپي اثار عبار ت دي له

۱ هیلي هاندونه او آرمانونه
۲ هیلي آرمانونه اومنزلونه
۳ پرهرونه تصویـــــرونه
۴ دزمانې غږ دخلکو غږ
۵ یــــــــــــــــــــــــــــُون
۶ بدلون    
۷ زنـــــــــــدانــي نــاره
۸ ســــــــــــره کـــوڅــه
۹ شـــــــړیـــدلــې لــمـن او مــرئــیـان
۱۰ زبیرګې   
او همداډول ځانګړي شعرونه مسلکي او ټولنیزي مقالې یی دهیواد په بیلو بیلو 
رسنیو او انټرنیټ په مټ چاپ او خپاره شوي او دادی (زبـــیـرګـــــــې) چې 
دنوموړي دژوند یادوُنه ناخوالې او په هیواد داوږدو تپل شوو جګړو د غمیزي 
انځورونه تاریخي ویاړنې ، ټولینیزي نیمګړتیاوې په راتلونکي دنوموړي ټینګ باور 
دهیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه ،ملي یووالی، سیاسي بیداري،دبشپړې 
خپلواکۍاو ترقۍ په لورهڅوونکي هیلي انځوروي له مارګالی اوجیلمه تر آمو اوله 
بولان اوتاترې نه تر پامیر او بدخشانه پورې دګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ او
ځمکنۍ بشپړتیا په هیله وړاندې کوي

دا کومه هېښنده خبره نه ده چې، د پوهې او فرهنگ بلې ځوانې درنې سټې ډاکتر محب اله زغم ولې زموږ د پوهنځي پښتو څانگې له استاد پوهاند دکتور احمد شاه سره په دغه لنډنوم (زغم) کې را روسته شريک شوی؛ځکه له تېرې نژدې نيمې پېړۍ، ټيک د حفيظ الله امين له خوا د(اخ دگ) گوند له ادرسه د يوې خپلسرې ((پټ تړونې پرمايښتی)) کودتا راهيسې ارامۍ او هوسايۍ له افغان ټاټوبي نوره کډه کړې ده؛

چوپه خوله ولس لا څه چې پخپله د گوندي مشرتابه او ډېري ليکو په گډون بې زغمه بل کوم بلونچ (بديل) چاته نه دی پاتې شوی. هرگوره، له جوليز پلوه د(غم و زغم) ورتوالی مانيز تړاو هم پر زړه راوروي ، په نورو ټکو، دا غم دی چې زغم ته مو اړباسي، که نه، د ستر خوشال خبره، يابه ککرۍ خورو يابه کامرانېږو!

داچې زموږ ارواښاد استاد لا هغه مهال(زغم) راخپل کړی وو چې ټاټوبي مو د روسته پاتې او بدمرغو هېوادو د نوملړ په سر سر کې ټيکاو نه درلود.

کله مو چې پر ۱۳۶۱ لمريز کال د څانگې د وتلي زدياند يا زدکړيال په توگه په کادرکې ومانه او له ماسره درسي مرستيال شو، د پلار له مړينې سره يې د کورنيو ستونزو او ورسره ورسره د ځوانې کونډې مور د دې سترې مېړانې کيسه راته کړې وه :

[ يوخوا ورته د کور اور پاملونه ترغاړې وه او بلخوا د ټوټه ځمکې کرکيله، او دايې هم پر ما او کشرانو نه لورېده، د زدکړې پرځای مو راباندې خپل مټ يو څه سپک کاندې. هسې خو په پوله پټي کې مو له پلار سره تر اوبخور، لو ولور... پوره همکاره او بلده وه، خو يېوه يې، نه زده وه او نه يې ورته اړتيا درلوده. سره له دې يې دغه درانه کارته هم ملا وتړله او بې لارښونې يې زده کړه او له توغه يې ووتلای شوه].

د ده خپله لمړنۍ ځانگړې ربړه ستونزه داوه چې مېرمن يې له هماغه واده راهيسې سمه سهي روغه نه وه او دی ورسره هم رنځېده. زما مېرمنې (د الماني

څانگې استادې) چې د ختځ برلين پوهنتون دوبنيو سېمينارونو ته تلله، دارو درمل يې ورته راوړل؛ ان په پردېسۍ کې يې چې له اکسفورډه دا پخپله يا زه پر چوټۍ راتللو، هغه ټاکلي درمل مو ورته راوړل.

څو کاله وړاندې چې زه په يوه لس ورځني پانه کې له خپلې برنامې سره سم پوهنځي او بيا څانگې ته د پښتو پښويې وييپوهنې او ليکلارې له بيا غځېدلو چاپ شوو کتابونو سره لکچرته ورغلم، د لاسروغبړ په ترڅ کې يې پوه شوم چې تش لاسونه نه، بلکې درست ځان يې وچ هډوکي گرځېدلی دی. راروسته خبرشوم چې د پوهنتون له خوا هند ته د درملنې لپاره استول شوی، نو له رغېدا يې يو څه ډاډه شوم...

دا چې اکربکر يې تربې درمله ناروغۍ (نري رنځه) رسېدلې وو، مټې يې د رسنيو له لارې د مړينې له گوزارش سره يوځای خبر شوم. خدای شته، موږ(مېرمن و مېړه) دواړه يې د وير پر ټغر کېنولو!

د پوهاند دکتور احمد شاه زغم اروادې ښاده وي

ويرژلې کورنۍ ، شاگردانو او نورو خواخوږو ته يې اجرو زغم غواړو!

پوهاند زيار او پوهندويه سکينه زيار

اکسفورډ، انگليستان

# # #

يادښت: موږ سم له لاسه د هغه اروښاد پرياد پر همدې لنډه کوټلې ليکنه بس راوړو، مينوال کولای شي، د خبريال له خوا له پښتوڅخه دا لاندې پارسي ژباړه هم ترکتنې تېره کاندې:

پوهاند دکتور احمد شاه زغم،

استاد پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل که به بیماری سرطان مبتلا شده بود دیروز یکشنبه در سن ۶۶ سالگی دار فانی را وداع گفت و امروز به خاک سپرده شد.

دوکتور اجمل ښکلی ، رئیس دیپارتمنت پشتو در پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل مرگ دکتور احمد شاه زغم را ضایعه بزرگ دانسته ، افزود:

"در زمینۀ ادبیات عرفانی و در زمینۀ نویسندگی آثار زیادی از او منتشر شده است، ایشان در مقطع فوق لیسانس استاد مهمی بودند، دیپارتمنت ما به دلیل فوت ایشان ناقص شد، خداوند بهشت را نصیبش کند. "

پوهاند زغم در ولسوالی پغمان ولایت کابل به دنیا آمد و در سال ۱۳۶۱ از دیپارتمنت پشتوی پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل فارغ شد و به عنوان استاد در این دیپارتمنت آغاز به کار کرد.

احمد شاه زغم ۴۰ سال در دیپارتمنت پشتوی پوهنځی زبان و ادبیات پوهنتون کابل، تدریس کرد.

محبوب شاه محبوب، استاد سابق پوهنتون کابل و نویسنده می گوید که احمد شاه زغم علاوه بر ادبیات و تصوف، در نظریههای زبان شناسی معاصر نیز استاد بود.

آقای محبوب به رادیو آزادی گفت که استاد زغم در زمینههای مختلف تدریس میکرد و مینوشت:

"دوکتور احمد شاه زغم، استاد پوهنتون زبان و ادبیات کابل، یکی از با تجربه ترین استادان بود. روان شاد پوهاند صاحب نه تنها در تصوف و عرفان آگاه بود، بلکه در نظریۀ ادبیات و نظریههای بینالمللی ادبیات نیز صاحب نظر بود. استاد زغم در شعر عرفانی و اندیشۀ عرفانی زبان پشتو تحقیق کرده بود."

تألیف معاصر، ادبیات عرفانی و تصوفی پشتو، ادبیات فلکوری پشتو، بخش زیبایی شعر، چهاربیتی( لنډۍ!) پشتو، مروری بر شعر پشتوی افغانستان در دهۀ ۱۹۶ و آیا رحمان بابا شاعری صوفی و عرفانی بود؟ آثاری اند که از استاد زغم چاپ شده است.

دانشجویان دیپارتمنت ادبیات پشتوی پوهنتون کابل و شاگردان استاد احمد شاه زغم میگویند ، با وجود اینکه در چند سال اخیر از مرض صعبالعلاج سرطان رنج میبرد، اما با کمال عشق و اشتیاق به موقع به تدریس ادامه داد.

شاه محمد بشیر و شفیعالله نعیمی، دو تن از دانشجویان دورۀ دوکتورای دیپارتمنت پشتوی پوهنځی ادبیات پوهنتون کابل گفتند:

"استاد ما نه تنها برای ما، بلکه برای زبان و ادبیات پشتو نیز ضایعۀ بزرگی است. استاد شاگردان زیادی از جمله من را سالها در پوهنتون کابل تربیت کرد.

با اینکه از بیماری رنج میبرد، اما همچنان عاشق کارش بود و به دانشجویان درس میداد."

"او در دورۀ لسانس و ماستری من استاد بود، رویۀ استاد با شاگردانش بسیار خوب بود، کمبود او تا مدتها در پوهنتون کابل محسوس خواهد بود. او در سال های آخر عمر از بیماری سختی رنج می برد، اما با وجود همۀ این دردها و مشکلات همیشه در صنف درسی حاضر می شد."

همچنان نویسندگان و همکاران و شاگردان داکتر احمدشاه زغم در رسانههای اجتماعی در سوگ او نوشتند و مرگ وی را ضایعۀ بزرگ برای ادبیات پشتو خواندند.

میرعبدالواحد سادات 

در ادامه گرامیداشت از پدران  معنوی ما ، امروز به بهانه شصتمین سالروز خاموشی شمع زندگانی  یکی از تاجداران سلطان قلوب مردم دانا ، از شادروان براتعلی تاچ ، تبجیل میداریم که همچنان یکی از :

پدران حقوق مدرن و معاصر أفغانستان  و بانی حقوق تجارت  در کشور ما می باشد .

مبرهن است که بدون شناخت از مبارزه تاریخی علم و جهل و عدم آشنایی با تاریخ جدل سنت و مدرنیته که بعد از شمس النهار مطرح میگردد و بویژه نهضت های مشروطه خواهی اول ، دوم ، سوم و جنبش دیموکراتیک کشور ک با دهه مشروطیت تداوم میآبد . نسل جوان أفغانستان هیچگاهی نمیتواند  ، از مفاهیم جاودان آزادی ، ترقی و عدالت پاسداری نماید و بخاطر تحدید قدرت استبدادی مدافع حاکمیت قانون باشد .

زنده یاد براتعلی تاچ متولد دره زیبای ترکمن و سرخ پارسا  ( سال 1910 م ) است ، که در نهضت امانی شامل مدرسه "صداقت " شهر کابل گردید و در أواخر این دوره ترقی و تعالی أفغانستان در جمع یکصد تن دانش آموزان از طرف شاه امان اله برای کسب تحصیلات عالی به کشور ترکیه اعزام گردید . تاچ جوان و پر استعداد در رشته حقوق و علوم سیاسی به سطح عالی تحصیل نمود و بنابر علاقمندی شخصی به تحقیقات در بخش اقتصاد همت گماشت و مدتی در بانک شهر استانبول تجربه کاری کسب نمود .

در بازگشت بوطن ، تاچ فقید در ردیف نسل اول استادان فاکولته حقوق و با تحصیلات عالی در حقوق مدرن و معاصر ، ( زنده یاد قدیر تره کی ، روانشاد ابراهیم عالمشاهی و اکبر پامیر فقید )، جای استادان ترکی را احرازنمودند . همین بزرگان علم حقوق و استادان ورجاوند و دانشمند ما ، راه اختلاط نظام نظام حقوقی اسلام و حقوق مدرن را که أساس آن در اولین قانون اساسی و ایجاد قوانین در کشور پیریزی گردیده بود ، تداوم دادند . تاچ فقید درین راستا ، مقررات حقوقی ساختن تجارت و کواپراتیف ها را مطرح و اولین اصولنامه محاکمات تجارتی را تسوید نمود . این استاد بلند مرتبت و مبتکر حقوق ، افزون بر کار در موسسات دولتی ، توجه زیاد به راه و ایجاد زمینه های توسعه اقتصادی محلات مبذول و بخاطر دستیآبی به این اهداف " شرکت تجارتی هزاره جات " را اساسگذاری نمود .

  تاچ نو جوان که با چهره منفور استبداد آشنا بود ، در دوره مدرسه و حال و هوای مسلط نهضت امانی متوجه تغیرات عظیم ماحول خود میگردد و در زمان تحصیل و کشور در حال انکشاف و شگوفایی ترکیه ، براه نجات أفغانستان از عقب ماندگی دهشتبار قرون ، از طریق دیموکراسی ، حاکمیت مردم ، وحدت واقعی ملی و برقراری عدالت باورمند میگردد .

این شخصیت سترگ ملی و علمی أفغانستان برای تحقق آرمان ترقی و تجدد ، در أحوال تغیرات بزرگ جهانی که زمامداران وقت مجبور به اعلام دیموکراسی وآزادی ( از بالا و دربار ) گردیدند . ترقیخواهان با راه اندازی تشکل های سیاسی و اشتراک در دوره هفتم پارلمان ، در میدان سیاست فعالانه حضور یافتند . درین أحوال شور انگیز ، تاچ فقید در جمع از همفکران آزادیخواه ( زنده یاد فرهنگ ، شادروان فتح محمد خان فرقه مشر ، زنده یاد محمد آصف آهنگ ، فقید نور الحق هیرمند ، زنده یاد عبدالحی عزیز و ... برهبری شخصیت کبیر ملی و مترقی شادروان غبار ، حزب وطن را ایجاد نمودند .

متاسفانه دستگاه حاکمه سلطنت تحمل حضور گسترده مردم را در میدان سیاست و اشتراک بهترین نمایندگان  منتخب شانرا در پارلمان تحمل نتوانستند و با شیوه اسلاف راه سرکوب و استبداد را تکرار نمودند .

بدینترتیب جنبش مشروطیت سوم  و دوره هفتم شورا که خوب درخشید ، توسط خود صدراعظم وقت که علاقمند لقب « پدر دیموکراسی  » بود و البته با فشار اعضای قدرتمند شورای سلطنت سرکوب و منادیان و آزادیخواهان راهی زندان گردیدند .

مشروطه خواهان که بجز دیموکراسی ، حاکمیت قانون ، ترقی و عدالت هدف نداشتند ، مجبور گردیدند که بدون حکم قانون و فیصله محکمه برای سالیان متوالی پای در زنجیر ، رنج زندان را متحمل  و خانواده های شان از حقوق کار و تحصیل محروم گردند .

درین جمع این شور و شر پسندان ، تاچ فقید بعد از دهسال حبس رها گردید و متاسفانه فقط دوسال بعد بطور مرموزی وفات یافت .

خوشبختانه  دو فرزند برومند  این آزادیخواه سترگ ، محترم استاد شاه نور تاچ  و محترم همایون تاچ  حیات داشته و با تحصیلات عالی به فعالیت های فرهنگی خویش ادامه می دهند ، جناب همایون تاچ از مبارزان سابقه دار و روشنگر متعهد ، میراث دار معنویت بزرگ پدر  و بحیث یک فرهنگی فرهیخته ، افزون بر سایر فعالیت های سیاسی و اجتماعی ، مسولیت مجله وزین محبت را که در شهر لندن نشر میگردد ، عهده دار می باشد .

روان حقوقدان بلند مرتبت و آزادیخواه بزرگ تاچ فقید شاد ، یادش گرامی و همیشه

با حرمت

یاداشت :

دوستانیکه میخواهند ، در مورد تاچ فقید بیشتر معلومات کسب نمایند ، به ماخذ آتی مراجعه خواهند فرمود ، که در آماده ساختن این یاداشت ،فیض برده شده است:

- غبار - افغانستان در مسیر تاریخ - جلد دوم ( صفحات ۲۴۴ - ۲۵۴)

- پوهنیار - سید مسعود - ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد در افغانستان ( صفحه ۱۶۷ )

- کبیری - امان اله - عقابان خونین و راز های اندوهگین ( صفحه ۳۱۴ )

- دانشنامه آریانا - مهدیزاده کابلی

ولي الله ملکزی 

له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلامي علومو نومیالي پوهان وو، پخپلې سيمې او ولس کې د ډیر درناوي او ارادت څخه برخمند وو. پلار یې د افغانستان د عدلي محاکمو په بيلا بیلو برخو کې د پنځو لسیزو لپاره دنده درلودله چې په پوره امانت، مسلکیتوب او ديندارۍ سره یې سرته رسولې ده. همدارنګه ارواښاد يوه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد هم وو.

لومړنۍ او ثانوي زده کړې:

ښاغلی یاد د څلورو کلونو وو چې پلار یې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. سربېره پردې چې د پښتو ژبې د کتابونو سره آشنا شو، د رحمان بابا ديوان به تل د دوئ په کور کې د تبرک په توګه ساتل کېده. د کوچنيوالي راهیسې، د علم او مطالعې سره یې مينه درلودله او د پښتو او پارسي ژبې د شاعرانو او ليکوالانو کتابونه او شعري ديوانونه به یې لوستل؛ البته تاريخي موضوعاتو ته یې ځانګړې تلوسه او شوق درلود. څرنګه چې پلار یې د افغانستان په ګڼ شمیر ولايتونو کې رسمي دنده اجراء کوله، نو خپلې لومړنۍ زده کړې یې په لاندینيو ښونځيو او ليسو کې سرته رسولې دي.

١- د هرات ولايت د سيفي هروي په لومړني ښوونځي کې.

٢- د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د ملکيار هوتک ليسه کې.

٣- د ننګرهار ولايت د سره رود د ميا فقيرالله جلال آبادي ليسه کې.

٤- د جلال آباد ښار د حضرت مياعمر څمکني ښوونځي کې.۵

۵- د کابل د رحمان بابا په ليسه کې.۶

۶- د لغمان ولايت د روښان په ليسه کې.

لوړې زده کړې:

دې تکړه لیکوال او تاریخپوه خپلې لوړې زده کړې د هندوستان په لاندینيو پوهنتونونو کې بشپړې کړې دي:

١- لیسانس (BA) یې په ټولنیزو علومو کې د هند د پنجاب پوهنتون د چنديګړ د ګورنمنټ کالج څخه اخيستې دی.

٢- ماستري (MA) یې په تاريخ کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کالج څخه اخيستې ده.

٣- بله ماستري یې په فلسفې کې (MPhil) د هندوستان د ډهلي پوهنتون څخه اخيستې ده.

۴- ډکټورا (PHD) یې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پوهنتون څخه ترلاسه کړې او د ډکټورا تيزس (علمي لیکنه) یې د شير شاه سوري د ريفورمونو او اصلاحاتو په اړه ده.

دندې:

١- په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز د ريسرچ د څانګې غړیتوب وو؛ په دغه موده کې یې ډير پښتو کتابونه ليکلي، ژباړلي او ايډيټ کړي دي. ۲- د يوې لنډې مودې لپاره، د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون کې د پښتو په ډيپارټمنټ کې د پښتو ژبې تدريس او استاذي.

د ژبو سره اشنايې:

١- پښتو یې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې یې پرې کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

٢- په دري/ فارسي ژبې په بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې هم پرې کوي.

٣- په اردو ژبې روانې خبرې کوي، لولي یې او ليکنې هم ورباندې کوي.

٤انګريزي؛ ټول لوړ تحصیلات یې په همدې ژبه کې کړي، پوره برلاسې او حاکم دی. همداراز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولای شي.

په پښتو ژبې کې چاپ شوي کتابونه او مقالې:

١- پښتنې قبيلې: دا کتاب د لرو او برو پښتنو د قبيلو او د دوئ د نسب شجره یوه پراخه څيړنه ده. په لومړي ځل کابل کې د اريانا مطبعې له خوا په ۱۳۷۹ لمریز کال کې چاپ شو، بیا کويټې او ورپسې پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې خپور کړ. څه موده وروسته یې په دې هر اړخیز تحقیقي کتاب بیا کتنه وکړه او ډيرې برخې يې د کتابتون سایټ په فيسبوک، خيبر ډاټ اورگ سايټ، د بينوا ویبپاڼې او د ويکيپيډيا له خوا آنلاین شوې.

٢- خوشحال خان خټک: دا په اصل کې د ارواښاد، دوست محمد خان کامل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى وو، بیا ده پښتو ته وژباړه. په کابل کې د اريانا مطبعې او پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې له خوا په ٢٠٠٦م کال کې چاپ شوى دی.

٣- داودي تاريخ: نوموړی کتاب په هند کې د لودي او سوري او د بنګال د سيمې د کرلاڼي پښتنو واکمنانو تاريخ دى کوم چې له انګريزي څخه یې پښتو ته ژباړلى دی؛ اريانا او بیا دانش خپرندويئ ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړ.

٤- حيات افغاني: دا کتاب ١۵۰ کاله وړاندې د انګريزانو د وخت پښتون مؤرخ، محمد حيات خان چې د بنو په سيمه کې د دوئ له خوا ډپټي کمشنر وو، له شهید فرهاد ظریفي سره په ګډه د پښتنو تاریخ په اردو ژبې ليکلی دی. ډاکټر یاد هغه له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى، اريانا او دانش خپرندويه ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړیدى.

٥- په هند کې پښتني رياستونه او نوابان: که څه هم د دې څيړنې يوه برخه په هندوستان کې د افغانستان د سفارت په اووه نيزې «ميزان» کې چاپ شویده؛ خو اوس غواړي چې هغه د يو جلا کتاب په توګه چاپ کړي.

ډاکټر لطیف یاد په هندوستان کې د ۱۷ کتابتونونو خطي نسخې چې په عربي او فارسي ژبو لیکل شوې وې؛ فهرستونه یې ترتیب او تنظیم کړي او ټول يې په ډهلي کې د « نور مايکرو فلم مرکز » له خوا چاپ شوي دي. نومونه یې په دې ډول دي: په ډهلي کې د انجمن ترقي اردو کتابتون، د ډهلي دهرديال کتابتون، د هند د جامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين کتابتون، د عليګړ پوهنتون د مولانا ازاد کتابتون. د ډهلي د پوهنتون کتابتون، د ډهلي د جامعه همدرد پوهنتون کتابتون، د حکيم سيد ظل الرحمن کتابتون، د ګجرات د درګاه عاليه چشتيه - احمد آباد کتابتون، د هند د ګجرات د درګاه عاليه مهدويه - پالنپور کتابتون.

د ډهلي د ايوان غالب کتابتون، د عليګړ د مزمل الله خان کتابتون، د لکهنو د ناصريه کتابتون، د حضرت پير محمد شاه د درګاه کتابتون، د راجا محمود اباد کتابتون، د هند د پنجاب ايالت د پټيالې ښار عمومي ارشيف، د ډهلي د مظهر جان جانان کتابتون او د ګجرات د احمد آباد ښار د درګاه پير محمد شاه کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرستونه. د پاسنیو سترو ادبي او علمي خدمتونو ترڅنګ، د دې ښاغلي څیړونکي گڼ شمير پښتو او دري مقالې د افغانستان د انيس او هیواد په ورځپاڼو، د زيرې په اووه نيزې، د ژوندون، کابل، جرګې او الفت په مجلو او د هندوستان د قومي آواز په ورځپاڼې، ټونک، قند پارسي مجلې او د ډهلي پوهنتون د فارسي ډيپارټمنت په تحقيقاتي فارسي مجلې کې چاپ شويدي.

نا چاپه کتابونه:

١- حيات حافظ رحمت خان: په هند کې د پښتون نواب، حافظ الملک نواب خان بړيڅ د ژوند او کارنامو په اړوند په اردو ژبه ليکل شوى او ده  پښتو ته ژباړلى دى .

٢- شير شاه او د هغه عصر: دا کتاب، کالک آرنجن کننګو ليکلى، ده  له اردو نه پښتو ته اړولى چیرته چې د شير شاه سوري اړوند ګټور معلومات په کې راغونډ شويدي .

٣- افسانه شاهان يا تاريخ افغاني: ليکوال يې د مغولي واکمن جهانګير د وخت مؤرخ، محمد کبير دى. د هند د لودي، سوري او د بنګال د کرلاڼي پښتنو په اړوند ګټور معلومات په کې دي. د کتاب اصلي نسخه د لندن په برټش موزيم کې خوندي ده، خو ده د مايکرو فيلم له مخې ژباړلې ده.

٤- تاريخ شاهي يا تاريخ سلاطين افاغنه: ليکوال يې پښتون مؤرخ، احمد ياد ګار نومیږي چې د لودي او سوري پښتنو اړوند په زړه پورې معلومات یې را ټول کړي او پښتو ته یې ژباړلي. همدا کتاب اوس بل چا پښتو ته ژباړلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

٥- شرح احوال و اثار تاريخي علامه عبدالحى حبيبي په دري/ فارسي ژبه.

٦- هندواېزم (هندومت) یو تحقيقي اثر دى چې همدا اوس يې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي او دا لړۍ روانه ده .

٧- د هند د ستر اسلامي شخصیت علامه مولانا علي ميا د کتاب، المرتضى د دوو څپرکو ژباړه.

٨- د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې: ده په خپل فيسبوک پاڼې خپرې کړیدي، خو په کتابي بڼې لاچاپ شوى نه دي.

٩- سکهان او د دوئ مذهبي لارښوونکي: دا د سکهانو د لسو ګوروګانو (مذهبي لارښوونکو) تاريخ دى چې له ګورو نانک نه پيل شوى او د ګورو ګوبند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.

۱۰- پښتو ویي: د پښتو لغاتونو لړۍ ده، اتیا برخې لري او د فیسبوک په پاڼې کې خپرې شویدي.

۱۱- د هند بیلا بیلو ایالتونو ته یونلیکونه / سفر نامې.

۱۲- کشمیر، د درانیانو د امپراتورۍ په وخت کې. په عین حال کې د ډاکټر یاد په فیسبوک او ویبپاڼه کې خپرې شوې مقالې او څیړنې چې شمیر یې سوونو ته رسیږي.

پر کتابونو سریزې او تفریظونه:

په ډیرو تحقیقي کتابونو او شعري ټولګو باندې سریزې او تقریظونه لیکلي چې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي

۱- (زموږ د هیواد سیمې او څیرې) ښاغلي داد محمد راسا لیکلی دی.

۲- (د ملیار ګلونه) د هیواد د پیژندل شوي شاعر، ښاغلي عبدالحفیظ ملیار شعري ټولګه.

۳- (د بریالي ژوند ۲۶۹ رازونه) د ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکنه.

۴- (د پښتنو د شجرو تاریخي ریښه) د ښاغلي زمري محقق تالیف.

۵- (خپل اتلان وپیژنئ!) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او څيړونکي، ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي/ یوسفزي کتاب.

۶- (د مارشال شاه ولي خان یادښتونه) د ښاغلي داود افغان پښتو ژباړه.

۷- (غږیدلې پاڼې) د ښاغلي ساجد احمدزي د غزلونو ټولګه.

۸- (رڼا د قلم) د کوزې پښتونخوا د شاعر او لیکوال، ښاغلي سېماب وزیر کتاب

۹- (د نړیوالو اړیکو اصول) د ښاغلو عبدالمقیم علیزي او محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی کتاب.

۱۰- (د افغان واکمنانو کرونولوژیک تاریخد ښاغلي داود افغان تالیف.

۱۱- (صولت شیر شاهي) د شهید فرهاد ظریفي ژباړل شوی کتاب.

۱۲- (اکبر سیال، شاعري او شخصیت) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او شاعر، ښاغلي علي اکبر سیال کتاب.

۱۳- (ژوند زده کړه) د ښاغلي حبیب الله حبیب منګل اثر.

۱۴- (د سیاسي افکارو تاریخ) د ښاغلي اسدالله الفت لیکنه.

۱۵- (د ډيورنډ د تپل شوې او کرغیړنې کرښې په هکله) د ښاغلي متقاعد تورن جنرال، دولت وزیري کتاب.

۱۶- (تصوف، روحانیت او کږلیجونه) د ښاغلي ولي الله ملکزي کتاب.

۱۷- د هند د ګجرات د بروډا پوهنتون د مهاراجا سياجي د کالج د عربي او فارسي ژبو استاد ښاغلي ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي، ايډيټ کړیدي.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

ډاکټر لطیف یاد ګڼ شمیر هيوادونو ته د علمي څیړنو، لرغونو آثارو د لیدلو او تفریح لپاره سفرونه کړي چې په هغو کې هندوستان، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، تايلينډ، روسيه، هنګري، پولينډ او سينګاپور شامل دي.

په علمي غونډو او سمينارونو کې ګډون: د افغانستان او هندوستان په لاندینيو سمينارونو او علمي کنفرانسونو کې یې ګډون کړى؛ هلته یې تحقیقي مقالې وړاندې کړی او په مباحثو کې یې خپل نظر څرګند او شریک کړیدی.

١ په کابل کې د خوشحال خان خټک نړيوال سمينار.

٢- په کابل کې د زرغونې ياد سمينار.

٣- په کابل کې د راحت زاخيلي سمينار.

٤- په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين نړيوال سمينار.

٥- په کابل کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.

٦- په هند کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.

٧- د هند د راجستهان په ټونک کې د فارسي/عربي خطي نسخو سمينار.

٨- د هند د پنجاب په پټياله کې د پنجابي مؤرخينو سمينار.

٩- د لويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سمينار کې گډون چې د افغانستان په اړه جوړ شوى وو.

د یادونې ده چې ښاغلی ډاکټر لطیف یاد د ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا ایالت مرکز، د پرت په ښار کې د خپلې کورنۍ سره اوسیږي. د کډوالۍ په چاپیریال کې څیړنیز فعالیت کوي، د نوي کول د تعلیمي بهیر او کلتوري پوهاوي په برخې کې منډې ترړې وهي او له وطن څخه د تازه راغلو هیواد والو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

 

ژوند یې له خوندونو، قلم یې له رنګونو او ذهن یې له رنګینو خیالونو ډک

میرغلام‌محمد غبار فرزند میرزا میر محبوب خان در سال ۱۲۷۶ خورشیدی (۱۸۹۸ میلادی) در شهر کابل زاده شد. مطالعاتش خصوصی و بیشتر در رشته‌های تاریخ، ادب، فلسفه، اجتماعیات و امثال آن بوده‌است. دوران جوانی‌اش مصادف با زمانی بود که در افغانستان مقدمات یک تحول اجتماعی آهسته آهسته پدیدار می‌شد. سال‌های پرآشوب اوج‌گیری جنبش استقلال‌خواهی و مشروطیت، احراز استقلال و نهضت امانی. در کابل روزنامه منتشر، کتابخانه‌های شخصی موجود و حلقه‌های مرئی و غیرمرئی روشنفکری متشکل می‌گردید. متعاقباً در افغانستان یک انقلاب جهنده‌ای پدیدار و در نتیجه افغانستان در جنگ سوم افغان انگلیس پیروز گردید. این حادثه‌ها موجب فضای مساعدی برای ایجاد جنبش‌های اجتماعی نسل جوان افغانستان در دورهٔ گذاری ده‌ساله گردید.

در طی این حوادث غبار به مشاغل زیر اشتغال داشت:

دورهٔ امانی
مدیریت جریدهٔ هفته‌وار «ستارهٔ افغان»: از زمستان ۱۲۹۸ تا تابستان ۱۲۹۹ (۱۹۱۹–۱۹۲۰)
(این نشریه در دو صفحه با مضمون‌های انتقادی و اصلاحی در مطبعهٔ سنگی جبل السراج و باز در چاریکار (ولایت پروان) چاپ و نشر می‌شد)

ریاست یکی از شعب وزارت امنیهٔ عمومیه: ۱۲۹۹–۱۳۰۰ (۱۹۲۰–۱۹۲۱)
عضویت هیئت تنظیمیهٔ ولایت هرات: ۱۳۰۰
معاونیت تصدی شرکت امانیه و نمایندگی تجارتی در نمایشگاه مسکو: ۱۳۰۳ (۱۹۲۴)
کاتب وزارت مختاری افغانستان در پاریس: ۱۳۰۵ (۱۹۲۶)
مدیریت گمرکات ولایت قطغن و بدخشان: ۱۳۰۶ (۱۹۲۷)
وکالت انتخابی شهریان کابل در لویه جرگهٔ پغمان: ۱۳۰۷ (۱۹۲۸)
در دورهٔ نادرشاه
سرکاتب وزارت مختاری افغانستان در برلین: ۱۳۰۹ (۱۹۳۰) غبار از این وظیفه استعفا کرده و به افغانستان برمی‌گردد و در مبارزه بر ضد استبداد نادرشاه مستقیماً دخیل می‌شود.
عضویت انجمن ادبی کابل: ۱۳۱۰–۱۳۱۱ (۱۹۳۱–۱۹۳۲)
زندانی سیاسی: ۱۳۱۲–۱۳۱۴ (۱۹۳۳–۱۹۳۵)
(به سبب تروری که در سفارت‌خانهٔ دولت انگلیس در کابل از طرف یک افغان بنام محمد عظیم خان به عمل آمد و سه نفر از مربوطان آن سفارت کشته شدند)

تبعید سیاسی در ولایت فراه و قندهار از جهت حادثهٔ مذکور: ۱۳۱۴–۱۳۲۱ (۱۹۳۵–۱۹۴۲)
عضویت انجمن تاریخ در کابل: ۱۳۲۲–۱۳۲۷ (۱۹۴۳–۱۹۴۷)
نمایندهٔ انتخابی شهریان کابل در دورهٔ هفتم شورای ملی: ۱۳۲۸–۱۳۳۰ (۱۹۴۹–۱۹۵۱)
بنیانگذار و منشی حزب وطن و بنیانگذار و صاحب امتیاز جریدهٔ وطن ارگان حزب: ۱۳۲۹–۱۳۳۰ (۱۹۵۱–۱۹۵۲)
(جریدهٔ وطن که در چهار صفحه با روش انتقادی در مطبعهٔ ملی چاپ می‌شد در سال ۱۳۳۰ (۱۹۵۱) از طرف حکومت توقیف و حزب وطن در سال ۱۳۳۱ (۱۹۵۲) از طرف حکومت ممنوع شناخته شده و پسان‌تر در سال ۱۳۳۵ (۱۹۵۶) انحلال آن رسماً از سوی حکومت اعلام گردید)

محبوس سیاسی: ۱۳۳۱–۱۳۳۵ (۱۹۵۲–۱۹۵۶)
۱۳۳۵–۱۳۵۶ (۱۹۵۶–۱۹۷۸): مدت بیست سال دیگر غبار، روزنامه‌نگار، نویسنده و مورخ، در اثر مراقبت و فشار خانوادهٔ حکمران مجبور شده بود که در منزل خویش مشغول فعالیت‌های سیاسی، مطالعه یا تألیف باشد. غبار در همین دوره کتاب افغانستان در مسیر تاریخ را نوشت. در طول این مدت، دولت به هر وسیله که می‌شد از نشر جریده، مقاله یا کتاب از طرف غبار ممانعت می‌کرد. حکومت در همین دوره جلد اول افغانستان در مسیر تاریخ را توقیف نمود؛ و همچنین از انتخاب شدن غبار در شورا در دورهٔ دوم «دموارسی دولتی» جلوگیری کرد.
درگذشت
میر غلام محمد غبار در سال ۱۳۵۶ خورشیدی که برای معالجهٔ مریضی معده به برلین غربی رفته بود وفات نمود. وی را در شهدای صالحین در شهر کابل دفن نمودند.

درگذشت: ۱۶ بهمن (دلو) ۱۳۵۶ (۵ فوریهٔ ۱۹۷۸)[۲]
آثار غبار
۱. جلد اول «افغانستان در مسیر تاریخ» ۱۳۴۶، مطبعهٔ عمومی کابل که از طرف دولت توقیف گردید.

۲. جلد دوم «افغانستان در مسیر تاریخ»: در سال ۱۹۷۳ در کابل تحریر گردید که سال‌های پر ماجرای ربع دوم سدهٔ بیستم را در بر می‌گیرد. به خاطر استبداد نظام وقت چاپ کتاب در آن زمان ممکن نمی‌گردد و در سال ۱۹۹۹ در آمریکا به چاپ می‌رسد.

۳. افغانستان و نگاهی به تاریخ آن، (۱۳۱۰)-(۱۹۳۱) مجلهٔ کابل

۴. افغانستان در هندوستان، (۱۳۱۱)-(۱۹۳۲) مجلهٔ کابل

۵. تاریخ مختصر افغانستان، (۱۳۱۱)-(۱۹۳۲) سالنامهٔ کابل

۶. تاریخ احمد شاه بابا (۱۳۲۲)-(۱۹۴۳) (کتاب)

۷. کتاب خراسان (۱۳۳۶)-(۱۹۴۷)

۸. امرای محلی افغانستان (۱۳۲۱–۱۳۲۲) مجلهٔ آریانا شماره‌های سال‌های (۱۳۲۱–۱۳۲۲)-(۱۹۳۳–۱۹۳۴)

۹. تاریخ ظهور اسلام و نفوذ عرب در افغانستان نشر ریاست مطبوعات (۱۳۲۶)-(۱۹۴۷)

۱۰. تاریخ قرون اولی، وزارت معارف (۱۳۲۶)-(۱۹۴۷)

۱۱. افغانستان به یک نظر-ریاست مستقل مطبوعات (۱۳۲۶)-(۱۹۴۷)

۱۲. ادبیات دورهٔ محمدزایی-ریاست مستقل مطبوعات (۱۳۳۱)-(۱۹۵۲)

۱۳. تاریخ احزاب سیاسی افغانستان در قرن بیست، (قلمی)

۱۴. تاریخ ادبیات افغانستان، از آغاز دورهٔ تاریخی تا قرن بیستم

۱۵. خاطرات زندگی غبار[۳]

پی‌نوشت‌ها
 «سی‌امین سال درگذشت غلام محمد غبار مورخ افغان». بی‌بی‌سی فارسی. ۱۶ بهمن ۱۳۸۶.
 در جای دیگر تاریخ وفات او ۲۲ دلو ۱۳۵۶ خورشیدی ذکر شده‌است. او به سن ۸۲ سالگی چشم از جهان پوشید. ««با بیهقی روزگار میر غلام محمد غبار»». بایگانی‌شده از اصلی در ۱۹ آوریل ۲۰۰۸. دریافت‌شده در ۱۶ ژوئن ۲۰۰۸. نوشتهٔ عبدالصابر جنبش. مجلهٔ جامعهٔ مدنی، سال پنجم شمارهٔ ۱۲
 ««غبار علامه بود»». بایگانی‌شده از اصلی در ۲۶ آوریل ۲۰۱۶. دریافت‌شده در ۵ ژوئن ۲۰۲۰. نوشتهٔ عبدالصابر جنبش. نشریهٔ ارمغان ملی

مالي

خبرتیاوې او اعلانونه

 

بنام خداوند حق و عدالت 

هم مسلکان عزیزو دوستان و علاقمندان  گرانقدر،  

شورای رهبری انجمن حقوقدانان افغان در اروپا با کمال افتخار ، اجلاس نوبتی خویش را بروز شنبه  دهم دسامبر سال جاری که روز جهانی حقوق بشر نیز میباشد، در کشور شاهی هالند تدویر مینماید.      

به تاسی از روال و تجربه نیک سال های گذشته،  دربرنامه امسال سوال چگونگی برقراری حاکمیت قانون ‌مرتبط به فراخوان انجمن و پیام گردهمایی کوپن هاگن در رابطه به نیاز مبرم افغانستان در جدل تاریخی مشروعه و مشروطه  ( انفاذ قانون اساسی و استمرار قوانین ) و راه اندازی نهضت سراسری وسیع بخاطر آن با ارایه مقالات علمی - مسلکی مورد مباحثه قرار می‌گیرد

نور ولولئ:%s

دریغا میبرد أمواج ایام

بزرگان را زما آرام آرام

شورای رهبرى انجمن حقوقدانان افغان در اروپا در حالیکه به مناسبت وفات المناک استاد بلند مرتبت جناب پوهاند دوکتور محمد قاسم فاضلى ، شخصيت بزرگ علمى - حقوقى بين المللى ، و از خادمان صادق و سابقه دارافغانستان سوگوار می باشد ، مراتب عمیق تاثر ، تسلیت و غمشریکی خود را به خانواده گرامی مرحومی ومنجمله به  استاد اسبق فاکولته حقوق و علوم سیاسی پوهنتون کابل جناب استاد اسد فاضلی ، مخترمه عالیه جان  «لامه له » و محترمه ناهید جان فاضلی تقدیم و برایشان در تحمل این غم بزرگ شکیبایی آرزو میبرد .

نور ولولئ:%s

 

انجمن حقوقدانان افغان در اروپا

به سلسله نشرات انجمن حقوقدانان افغان در اروپا در این هفته کتاب جدید تحت عنوان « بحث قانون اساسی و حاکمیت قانون( جدل  تاریخی مشروعه و مشروطه ، مقابله با بحران حقوقی و  فقدان مشروعیت ) به شکل دیجیتال  نشر و در خدمت علاقمندان  قرار گرفته است .

نور ولولئ:%s


په ژوندونې یې چې موږ ونکړو قدر
پس له مرگ به یې بیا څه ژاړو په قبر
درنو هېوادوالو ! :

نور ولولئ:%s

برحسب پلان قبلى قرار بود تا بتاريخ يازدهم دسامبر  سال جاری كنفرانس  علمی سالانه  انجمن حقوقدانان افغان در اروپا و همچنان جلسه نوبتى انجمن  در كشور شاهى هالند تدوير يآبد . 

اما  با کمال تاًسف ، بنابر گسترش مجدد وايروس كرونا ، مجال جمع شدن  حضورى همسلكان و دوستان گرامى از كشور هاى مختلف ممكن نميباشد . 

نور ولولئ:%s