یو کېسه درته کوم زما یارانو
دا کېسه ده د وطن د مېنانو
دا کېسه لکه د نورو کېسو نه ده
دې کې نشته دی صفت د عاشقانو
دا کېسه نه د لیلا نه د مجنون ده
نه ستاینه لري دا د يی مخانو
نه سرې شونډې سره باړخه پکې یادومه
نه اغېز د غټو سترګو تور وېښتانو
زما عشق او مینه خلک دي وطن دی
زما شعر او نغمه د زیارکښانو
مانه اوره د وطن د درد خبرې
د بېوزلو کړېدلو او خوارانو
دا کېسه د یوې شپې درته کومه
کېسه نه ده حماسه ده د ځوانانو
داسې شپې چې په کې لار د کلو طی شوه
قافله منزل ته لنډه شوه یارانو
په دې شپه کې چې تیاره چوپه چوپتیاوه
ښکالو نه وه په هيڅ لور د انسانانو
***********
مګر زموږ اتل په دې شپه کې بېداره
منتظر ناست کومې پېښې ته تیاره
هر شېبه کې د دېوال ګړیال ته زیر ؤ
په کوټه کې تله راتله ؤ ناکراره
د مخ رنګ به يې کله سور او کله سپین شو
کله مسک به شو په شونډو کې بې واره
د کړکۍ ترڅنګ يې ناسته ماندینه وه
ماشوم ځوی يې هم وېده ؤ په کراره
شپه پخه شوه سړی راغی ماندینې ته
وېلې ګرانې خبروم د له یو کاره
خدای خبر چې سره ګورو او که نه بیا
خو زه تاته یم خپه او ناکراره
دا ماشوم مې هم بې شانه زوروي ډېر
چې بې مانه به دده وي څنګه چاره
***********
ښځې وې: سړیه څه دي څه خبر دی ؟
چې حالت دې نن په دا شانې اوتر دی
چيرته بیا ده کومه ستونزه پیداشوې!
یا غلیم کړی وطن باندې لښکر دی
چې په داسې توره شپه کې ته روان يې
پویه نه یم پېښ څه بیا داسې لوی خطر دی
ده : ویل شور مه کوه ګرانې ورو غږېږه
موږ وهلی ستر مهم ته خپل ټټر دی
له دې کار نه ته سبا له به پوهېږې
یا بری یا سولۍ باندې مو سر دی
ښځې څومره چې ټينګار وکړ چې څه دي؟
ویلې دا هم د وطن او قام خبر دی
د وطن حق جوړ یوازې پر موږ نه دی
دا حق سم دم هم پر ښځه او په نر دی
خو زه تانه دغه هيله کوم ګرانې
خپل همت له لاسه ور نه کړې بهتر دی
دا ماشوم زما د ژوند تاله یادګار دی
پاتې ما څخه نه سیم دی او نه زر دی
خو روزل ددې ماشوم د ستا په سر دی
***********
ښځې وې: چې ښه ډاډه ځه بریالی شې
پښتنه یم زما وینه کې غېرت دی
یو بڅری چې زړه پورته ښکته نه کړې
د وطن تاریخ شاهد زموږ د پت دی
تا کېسه د ملالۍ یا نه ده لوستې
یا په ما دې ګومان شوی د ذلت دی
دا یادګار به دې ساتم د زړه په وینو
څو ژوندی یم زما زړه کې ستا الفت دی
سړي وې: چې افرین په تا مېرمنې
افتخار زما دا ستا په ننګ او پت دی
ستا خبرو زه ډاډه کړمه بې حده
په څو ځله زیات اوس زړه کې مې قوت دی
سړي ښکل کړ ویده ځوی له دواړه سترګو
هم يې ښکل کړه مېرمن، وې د تلو وخت دی
نیمه شپه وه چې اتل له کوره ووت
په تیارو کې ځي روان په متانت دی
په ورو ورو او په آرامه قدم اخلي
په بې لارو لارو ځي ښه يې سرعت دی
هسې نه چې د چا پام ورته را واوړي
ځکه هر لور ته څارو او په دقت دی
لنډه دا چې د وعدې ځای ته نږدې شو
ټول چې چېرته د ملګرو جمعیت دی
دلته هغه اتلان دي را غونډ شوي
چاچې کړی د وطن ژغورون ته نیت دی
ددوی منځ کې هم ځوانان شته هم سپین ږیري
خو دا فرق يې په څېرو نه په همت دی
د هر یو بڼه سمبول د قربانۍ دی
د زمري غوندې هر یو په شجاعت دی
ځنې چوپ ځنې مسکي دي سره خاندي
د هر یو څه ويښونکی شان حالت دی
هر یو تن ته کاري لوری ټاکل شوی
څرګند هر چاته د دندې خوا او سمت دی
***********
په دې منځ کې یو سپین ږیری شو رامخ ته
وې: ملګرو هم مرچلو د توفان!
تر دې دمه خو تصمیم زموږه ټیک ؤ
له دې وروسته هم لرم زه اطمینان
قوي هوډ او اراده د بري شرط دی
تردد او شک بیا جوړ کار کاندې وران
اوس هر څوک دې روانېږي خپل هدف ته
لږ شیبه ځنډ به راپېښ کړي لوی تاوان
د سرعت او چابکۍ دغه لمحې دي
څو مو شته دی په وجود کې وس او توان
سترګو رپ کې ټول پنا شول له نظره
چا بیا و نه لید هلته یو انسان
زموږ اتل ورسید هم خپلې قطعی ته
منتظر وه ورته نور انډیوالان
خپلې شوبلې ته اوچت په چټکۍ شو
تر شا هم نوره قطعه شوله روان
یو ساعت کې غرېدل او غړمبېدل شول
شوبلو ځمکه په خوځښت کړه هغه ان
کله شوبلې چې نظر ځنې پنا شوې
بیا هم پیل یوه چوپتیا شوه هغه شان
خو چوپتیا د ښار هله وه ماته شوې
لاس په کار چې شول کوم دم کې اتلان
په دې ډول شو ګهيځ او لمر را وخوت
پلوشو يې کړ له څېرمې ښار روښان
هرې خوا زرینو وړانګو داسې ځل کړ
ګواکې زروکې چې ډوب وي ټول جهان
د ښار خلک را اوچت لکه په خوا شول
په مقصد د کار او بار ول ټول روان
په واټو کې یو نیم شوبلې خوزېدلې
خلک ول ټول پښه نیولي او حیران
په ټول ښار کې خلک یو بل ته ول په زیري
خو جرائت په چا کې نه ؤ د پرسان
کله ساعت چې اوه نیمې د ګهيځ شوې
یو آشنا غږ جمهوریت کړلو اعلان
رادیو نه غږېدلو ډېر په زغرده
مخاطب يې ول خپل ټول وطنداران
ده ویل خلکو: د هیواد ستړو خلکو!
ای چې وئ له زاړه نظم نه ستومان
مبارک مو جمهوریت شه په وطن کې!
لاړو ختم شو د ظلم او زور دوران
نوی نظم دې د ټولو اولسونو
له قدرته رانسکور شول ظالمان
اولسواک نظم به جوړ شي په دې خاوره
چې شریک به وي په دې کې ټول خواران
هر وګړی به واکمن ددې هیواد وي
په هر چار کې به يې رایه وي عیان
دا آواز چې د ښار خلکو واورېدلو
را بهر شول له کورو پېغلې ځوانان
هرې خوا د ژوند او ژوند ول شعارونه
هر چا وښندل په شوبلو ډېر ګلان
د سپین ږیرو سترګې ډکې وې له اوښکو
ښکلول يې د اردو زړور ځلمیان
***********
خلکو منځ کې یو مېرمن هم ګرځېدله
لالهانده وه یو څوک يې لټولو
هر سپايي او منصبدارو ته په زیر وه
کوم یو څوک يې چې کتلو نه موندلو
هرې شوبلې په هر ګاډي يې نظر ؤ
یو امیل د ګلو يې لاس کې ښکارېدلو
اخر ګوري په یو شوبلې څوک ولاړ دی
لوړغږیز نه پرګنو ته غږېدلو
ده ویل : زما ویاړمنو هیوادوالو
ای چې تل وئ د تیري ستم لاندې
چې حاصل د زیار به بل درنه لوټلو
هغه نظم د خانانو زورواکانو
لاړ له منځه نوی نظم په راتللو
موږ سیاسي قدرت را خپل کړ له زورواکو
اساسي بدلون دی بیا ستاسې په ولو
هرې خوا ته د لاسونو پړکه ها وه
ځمکه سره وه د ګلانو په ښندلو
ښځې ځان سره وې ، هو چې دا هغه دی
شوه په هڅو کې د ځان په رسولو
په ډېر زیار يې خلکو منځ کې لار کوله
له خوښۍ نه ،د ځان په ژوبلېدلو
رانږدې د شوبلې څنګ ته په سختۍ شوه
ځوان هم ولیده مېرمنه په راتللو
پاس له شوبلې نه راکوز شولو په منډه
ودرېده ښځې ترمخ په موسېدلو
ویلې: ګرانې مبارک موږ بریالي شو
موږ هیواد ته نوی نظم ګټلو
ښځې واچوه اميل ورته په غاړه
شا و خوا نه افرین خلکو ویلو
سړی هماغه قهرمان د بېګا شپې ؤ
چې وطن دپاره يې خپل سر ځارولو
رښتیاني اتلان هغه دي عزیزه!
چا چې حق د خپل وطن و پېژاندلو
اتلان وي د وطن په لوړولو
که له هرې خوا پرې اوري تومتونه
دوي دغره غوندې وي کلک له ښوېدلو
چاچې سر په لاس نیولی او پرمخ ځي
د وطن شاعر يې ستايي په بوللو
***********