مستوم دې د خپل مينې له څپو نه
خبروم دې د خپل زړه له سره اورونه
څو څو ځلې خوږ ماشوم مې د احساس
ټپي شوی دی د اوښکو سېلابو نه
مینه ستا هسې آسان بې اغزو نه ده
راکوي راته همیش د زړه سوزونه
بلول پر زړه د اور اسان کار نه دی
وچېدی کله د سترګو شي رودو نه
په غرور د هسک تر بامه به لوړېږې
ماتوې به تل په ځان کې بیا کبرو نه
زما زړه په تور د مینې څو څو وارې
شو ذرې ذرې د ښن له ګوزارو نه
بې خوبۍ بې قرارۍ مې دي ګاللي
ځورېدلی د هر خپل او نور پردو نه
هر څپېړه د روزګار مې ده زغملې
فارغ نه شوم ستا د یاد ستا له فکرو نه
که هر ځل يې زما وزرې دي مات کړي
رسېدو ته ستا مې بیا ویستي وزرونه
څه آسانه مې خپل کړی نه يې مینې
ستا دپاره سپېلني د ژوند کلونه