ترکله؟

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیرعبدالصبورساپی 

       پدې خړو شاړوبه د سرو ګلو بهار راځي

مېله د غاټولو سخي جان پرستر مزار ګوره

سرې به شي لاله به شي دا خړې دښتې لالزار  

الواني بشرئې د ناولو سترګو خار ګوره

هره خوا به لوبې د سروګل او پاڼو وي جوړه

نسیم د شنه سحر په دې کلي او بازار ګوره

چالاس په دعا وچت څوک تړي بند د امیدو 

عشق دپاکې مينې داسې خواست له کردګارګوره

بدلېږي څنګه ژوند دکس او ناکس پلاس یودم

لاله په زړه تورخال د بدو داسې هر کارګوره

هسې تېرباسي مو له جهانه  د ارزښت سترګې

شیخ و ملا وقاضي د  وخت پدې آزارګوره

دنیا ئې ترنګین و ترعبا کوي خبرې

تشې وعدې د جنت په توره و تلوارګوره

سوادګری  ده بې درېغه  رنګ و فرهنګ په دنیا

چپنه څادر پکول ږيره خالي افکار ګوره

بیائې سرهٔ کړلل لاسونه د سرو ګلو په غنچو

د بازانو په کور د قارغانو داسې ښکار ګوره

مه ګڼه باران تل  دللمو غاټول سره راځي

کله ستر سېلاب شي بیا غصه وداسې قارګوره

دا ناروا ترکله صبوره وخت د خوزیدو

کاروان تېرېږي ودهٔ په خاب د قندهارګوره