{slide=غم}
لا چې څومره ډېر زړیږي لا مستیږي
دا بد بخته درد د اور واخلي بلیږي
سترګې پټې کړم چې خدایه ته یې هېر کړې
غم دې ومسکیږي وخاندي خندیږي
زه یې توره کعبه هسې مقدس کړم
بس ویرونه دي طواف کوي تاویږي
تا به وې چې ژونده زما عمر د ستا وي
قدرت ومنل په ټوکو نه پوهیږي
ستا د سترګو پیمانې چې خدای چپه کړې
یو په بل پسې خمونه دي رالویږي
د قدرت بې انصافۍ ته حیرانیږم
چې په خپلو ګلو ګډ شي پرې رالویږي
زه به څنګه دا فاني دنیا کې اوسم
چې دې هر قدم کې یاد دی را یادیږي
اصولي دې غمو دومره زهیر کړی
لکه ونه چې زړه شي را ماتیږي
جمال ناصر اصولي
{/slide}{slide=ما او تا مینه کړې}
موږ د تیارو د ورکولو په سوچ
سبا ته غیږ ورکړې
ما او تا مینه کړې
ما او تا، د ژوند شېبو ته
هره ثانیه ګڼلې
هره دقه ګڼلې
ما او تا،
اوږدې لارې ته
او د اغزیو ډکې
د بړبوکیو ډکېهغه اوږدې لارې ته
بې بېلګې صبر کړی
ما او تا مینه کړې
تر څو وصال ته رسو
تر څو جمال ته رسو
خو، ګوره پام به کوو
که وصال نه وو موجود
بیا به د خدای تر څنګه
هغه کافور او د تسنیم په اوبو
غاړه غړۍ
د میو جام جیګوو
پاس تر اووم آسمانه
دغه مقام جیګوو
او بیا په جهر وایوچې دلته تاته خدایه
کله سجده نه کیږي
موږ د یو بل لیوني
ستا په فردوس جنت کې
یو بل ته ستا په دربار
درنې سجدې لګوو
ستا د بنده ښایست ته
او ستا ورکړي حب ته
مونږه لمنځونه کوو
ما او تا مینه کړې
ما او تا مینه کړېجمال ناصر اصولي{/slide}
جمال ناصر اصولي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode