{slide=غزل }دنیا مې ولیـــــــده، دنیا پکې هیڅ نه ښکاریده
یعنې د ستـــا یـوه مسکا پکې هیڅ نه ښکاریدهځان ته مې پام شولو،هیندارې زه نیمګړی ښودم
وجود مې ولیــد مګر ساه پکې هیڅ نه ښکاریدهله جنګه ستړې موکۍ بیــــا وو خپل لاسونه لپه
دا ځل ښیرا یـې کړه، دعا پکې هیڅ نه ښکاریدهلاړم پر خپلـــو پښــو،او بیا راغلم د بل پر اوږو
ژوند مې ډېرخوږ ؤ خو وفاپکې هیڅ نه ښکاریدهیو څوک مې ولــــید د ژړا په نوم یې ژوند تیروه
یو څوک مې ولید چې خاندا پکې هیڅ نه ښکاریدهلکه چې اوس په کوم یو بل ښکلي مین دی بینا
نن ډیر بــدل وو نښه ستا پکې هیڅ نه ښکاریدهعثمان بـینا-پکتیا
{/slide}{slide=غزل }ستا دردونه ستا یـــادونه ګلابونـه
اوسې زړه کې مې ګلونه ګلابونهله راتګ سره دې سم پسرلی راغی
تا راوړي موسمونـــــــــه ګلابونــهچې یوازې پکې مینه وي موجوده
راځئ جوړ مو کړو دا زړونه ګلابونهتوپېر نه لري دا لر بر پښتانه مې
راته ټـــول دي ګلابونه، ګلابونهد سرې ویني بوی په شان لکه د عطرو
د شهیـد لالي زخمونــــــــــه ګلابونهله ښاري ژوند څخه ستړی شوم عثمانه
د پکتیا خو مې وو غرونـــــــه ګلابونه
ــــــــــــــ
عثمان بینا_پکتیا
{/slide}
عثمان بینا- پکتیا
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode