{slide=قانون}
د خلقت ټولــو شیانو کـې قانون شته
په قانون کې د هر څه ګوره ژوندون شتهد اټوم کوچنۍ ذره کې هم موجود دی
نیوترون او پروتون سره الکترون شتهالکترون هم تړل شـوی په قانون دې
هلته نظم اتحـــاد او پيوســتون شتهانحراف کې زلـزلې شي توپان راشي
د طبیعت په بې نظمۍ کې هم جنون شتهچې افراط او تفریط راشي په هیواد کې
داسې حال کی امکانات د جګــرخون شتهد انسان په سر کې عقل ستر قانون دی
دې قانون کې دلوی خدای عظیم سمون شتهچـې قانون نه وي ټولنه د بشر کې
داسې حال کې جهالت په لوري یون شتهیو انسان شـي بیا لیوه د بل د پاره
د پوهانو په نظر کې دا مضمون شتهکوم هیواد کې چې حاکم نافذ قانون وي
سمه لار باندې (آشنا) د هغه تلون شتهشاعر سیف الرحمن(آشنا) رح
{/slide}
سیف الرحمن(آشنا)
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode