پوهنیار ظفر «اهتمام»

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ژوند لیک

{slide= دالينګار سين ته!}
ستا څپـــــې په تيند کـو دي
په مســـــــتيو او زورو دي
ستا سينه کې شورغوغـا ده
هرشيــبه پـه کې نڅـــــا ده
* * *
دژوندون بهــير په شان ته
هـرشيـبه دخــاطـــــــره ده
هــندوکُـش نه راپــرېـوتـې
دغــــرور هــره څــپــه ده
* * *
تـــا لښکر دغــزنــوي تــه
د داړې وشــوکـې لـه پـاره
هـم تـېـري د ګــورګاني تـه
دلــتـه ور نــه کــړلــه لاره
* * *
تل په سـَرد سـرکـــورودې
عـُقـابـان پـه پـــــروازودي
ستا څـپـې په تيــنـد کـو دي
پــــه مـستـيـو او زورو دي
* * *
کلـه څرک د کمـزورۍ دې
په بـد ن کـې لــيــده نه شي
په ډېر زوږخبرداری کړې
بېـګا نه تـه چـې در نه شي
* * *
ډېرروسان دتېري وخت کې
ؤغـــرق کــړي د ستـا بّـ‎‎‎‎رم
ته غــازي او ته قــاضي يې
قـضـاوت کـــوې هــــــردم
* * *
سپـيـنه غــېـږه کې يـې پا لې
چـــې بــچـــی د الـيـنــــــا ده
ستا ســينه کې شورغـوغـا ده
هرشــيـبه پـه کې نڅـــــــا ده

(اليـنګار۱۳۷۲/۴/۴)

{/slide}{slide= اخـتـر!}
ول ول زلفې زنګېږي د لیلې منـــګولې ســرې دي
اختر د ه خوشالي د ه هــره خوا جـوړې مېلې دي

زلموکړې شملې پورته،انـجـونو ایښي دي نکریزی
ټالونو کې کوچنیا ن څه ښایسته ښکلې بشرې دي

هر خوا خواږه بویونـه شــــــرمېږي تـرې ګلونــه
سپرلي کې بل سـپرلی دی دګلـونـو نـــنـدارې دي

که ځوان د ه اوکـه زوړ که پېغــــــــلـه د ه کـه ووړ
جلبل کړي رنګـن بـرېښي دښا یست بلې ډیوې دي

کړاو او تو پیر نشته لوی اخـــتر لویه خوښي د ه
په خوار او شتمن دواړو د خوښۍ څپې خوّرې دي

بلبل او توتکۍ راوړی ښه زېری په نغمــو کـې
د مېنې يه حرّم کې « اهتمـــــامـه » زمـزمې د ي
٭ ٭ ٭

{/slide}{slide= هېلې}
زه داوښکو
د رڼوڅاڅکو آینوکــې
جوړومـَه دیاغي ذهن
دحسن سـمندر...
لټومـه پکې هېلې
وي لکـه اوښکې
بې مکانه مرغلرې
(کابل،۸\۶\۱۳۸۵)
ظفرخان اهتمـام

{/slide}{slide= غزل د ریاخرقه یې خدای مکړه په غاړه}
رحمان کوږ پټکی تړلی قلندر دی


دخیرات کچکول تر غاړې په سفر دی
افـغان بیا چلـتار تړلی قــلنـدردی
مفلسي نـه کس ناکس تـه ماما و ایـــــو
خپلو اکي د اقتصاد مودر په دردی
لباسي بدلون ده خـنډ دیموکــراسي تـه
زوړ رقیب په نوي دور زوروردی
پټ پـټاني اوډانـډ و کــولی نــه شـي
بې امنۍ نه د پیغلـوټو ړنګ ګودردی
لاسوزیږي دلـمرونو رنګین څلــي
له ظاهـرنه د باطــن رازمعـتبردی!؟
ورځ په ورځ موداحساس قوت کمیږي
څښاک خوراک موملوث په کوم پوډردی؟
ای رحمانه ج!مونږه وژغوره دې حا ل نه
اهتمام » ډیپلوما سۍ نه بې خبردی «

( کابل – ۲۹\۰۲\۱۳۸۵

{/slide}{slide= غـزل}
مغزاوفکرمې ستو ما نه زمانې کړ
دا ستړیا ده د هجران که یارانې کړ
چې څپه څپه غمونه پرې انباردي
خپل هوس مې ستاپه رلفوزولنې کړ
ډیروصال اوهجران تیرشولودمینې
هرخمــارلرې نېشود میخا نې کـــړ
لاروي د«ماګاولي»چې پرې سېلۍدی
ټکنی مودفرهنګ یون دې څپې کـړ
اینفلونزااوکله اید س ر اتـه ګواښیږي
ژوند خراب موطرحه شوې دسیسې کړ
چې للویې کړدعیش په چیني کوډ و
د ګاډۍ آس!غنیمت یوې شېـبـې کـړ
به هیڅ رنګ میّـوکې دومره لذت نه ؤ
چې دلالــوپه پـیکویې پیما نـې کـــړ
چې زبیښا ک شوپرې د روږدومیّوبند
« اهتمام » رنځوردغه شان وسوسې کړ .

{/slide}{slide= زنځیري مـثوي}
ګران هېواده شــم تــا نــه قـر بــا ن
ده و ېجا ړاو زخمي دصورت هرزما ن

خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي
په همت دې دعوت دي روان اوراځي

اې هېواذه صـفا سوله تا ته دوا
چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا

که چل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل
چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل

دا ارمان د افغا ن ګران له ځا ن
آبا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن

حرف کلام ېې مدام نا تما م اهتما م
نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سلا م

ظفرخان اهتما م

{/slide}{slide= الهاِم شعـر}

بی نظیراست زُکل خـوبـان فرشته
آموزګارواکــتورهــــمزمان فرشته فرشته است به ادمی میخوانـــــــــد
به هـزاراُنس است درمـکان فرشته
هستـی خـــوشی بـه تـخــیل وروان
نام برزبـان دل شـدشـادان فـرشـتـه
مـخــلوق خــــدا،یـــاایدترسیـم بقلــم
زیبـامـژګان آبروکـمـان فرشتـــــــه
زرویــــاهــای تــوسـازم تـصاویـر
جــاِن،جـانان شـودجــهـان فـرشـتـه
من ا فسانه شکست ها ام در پـیــار
باصدحیف استـم پـریشـان فـرشـتـه
بهت،بهت حسین هـی دلـربا،ایک لړکـــي
میـرا،دل تــوړ دو،انـدرجـــان فـرشته
ُحرمت به عشق که ګاهی ُکن زمن یاد
دل دیــوانــه دارد،ارمــان فـــرشـــتــه
کلــه چـې ښــکلـې زلـفــې وخّـــوزوي
شـــعــر تـــه،الهـام دی دبـیــان فـرشته
(۱۲\۰۸\۱۳۸۴) کابل
فرشته= زن والامقام

{/slide}{slide= نارینه ته د ښځې پیغا م}

د ښځو د ورځی په ویاړ

راغلې او راتېر شوې په ایینه زما
روږدی وې او سېر شوې په سینه زما

را دې نه کړ زړه او محــبت راته
یــا ډالۍ کې راز د حــقیقــت راته

اوس په ازادۍ باندې عمل و کړه
ما سره وفا ځان سره چــل و کړه

نـرکه په کابــل یا په بغــداد کې مري
ښځه یې په ویر او په فریاد کې مري

ویاړ وړیا ډالــــۍ دپه خا لق بـویـه
ولمانـځه کعبـه ز ړه ځان صادق بویه

{/slide}{slide= ښـــــــــــکلا}

ســــــترګه دســــــــباوه ځــــــــــلېدله دا
اوښــــــــکه د حـــیاوه څــــڅــــــېدله دا

لوند څیرې ګرېوان کې سرپه سر راتله
زغــــم یې غوسې وخــوړ ژړېدلـــه دا

ډېـره دې ترخـې مُسکا ښایـېسته کــړله
تریو نـارنــج خـــوږو کې ګــډېدلــه دا

شونډو ته دګــل وږمو ورغـــاړې کړه
دې نــرمو وږمـــو کـــې نڅــــــېدله دا

کلــــه چې پرې لـمر وزرې پرانیستې
پـــورته عــرش کورسي ته وخــتله دا

بـیا چـې پـرې د ورېځو کـفن وغوړېد
غېــږکــې دســپین بحـــرغرقــېدلـه دا

بنــدکـې یې وحـد ت دلاریون وکړلــو
ورېځــو کــې برېــښنا وه ځغـلـېدله دا

ما چـې یې د وصـف « اهتمام » وکـړ
ورکــه شــوه لـه مــانه شرمېــدلـــه دا

کابل:د۱۳۷۸هـ ش کال دکب۱۸مه

{/slide}{slide=که ته اوس هم ماسره مینه کوې}
مینه سرحدنه مني
ـ کرښه تر منځ ـ
یوبل په غېږکې رانیولی نه شي
مېنې یوبل کې حل کېد لی نه شي
نوزموږترمینې
د ډیورنډدغه رټلې- نامنلې کرښه
چې موږ پخوا لادامنلی نه شوه،
ولې جفاوکړوله ځان اوحقيقت سره بیا...
پـــــــــدې سپــرلي کې
دغه دمینې په پلازمېنې
زړه آغزي وکــــــــرو.
(کابل- ۱۳۸۶ وری )
ظـفـرخان اهـتمام

{/slide}{slide= د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ}

ظــفـرخان « اهتمام »
توپان بیا یو ځلي ومروړلې ګوتې
هغه ګل یې د سپرلو او رنګینو
چې چکو یې د ګېډیو
دغه بڼ ؤ غني کړی
زیږول به یې تل ژوي او نبات
پدې بڼ کې خوځېدل او کړېدل به
او آن دا چې
لوبغاړۍ به یې کولې
دې څېرو په دغه بڼ کې
هو ! غنده یې ناروا په شکوڼي جسم
او تله یې سړیتوب د مینې هغې ترازو کې
چې ورېښمین مزو یې ازاد وهل ټالونه
وه ډنډه یې د بابا د غیرتي پلوسې څانګه
نن هغه ګل سیلۍ وموښه په ګوتو
پرې شېبې د ژوند عطرینې ولاغني شوې
دا بد ژوندون مېلمه شو
راټو کیږي به سپرلو کې
تل تر تله
تر څو دا بڼ په نړۍ وي
څو ژوندون او دا لړۍ وي
کابل : ۲۹\ ۱\ ۱۳۷۵ ل - ل

{/slide}{slide= ( لــوبـه )}


انـــتــــظــار
ظــفـر خـان « اهـتــمـام »
راشه د سرو شــونـډو پــه څــوکــو بانـدې ښکـل د کړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار دغـــــاړې

شونډې په شونـډو مـخ پـه مــخ ٭ راته ودرېـــږه مــخامخ
مــــست شه د مـیــنې لېـونــیـه چـې اوس خـپل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې

باغــچـې نــیــولـي دي انــــار ٭ ورلــــره تــه اوسه بیدار
راشــــه د دې چــمــن پـه څـانـــګو کې بـلــبـل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې

ستــرګې مې ستا په انـــتظار ٭ څــاري د ستا د راتلو لار
غــواړم چې شــړنګ ته دې بنګړیو او څــنګل دې کـړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې

زلـفې په تا به کړم انبار ٭ تا به کـړم دوۍ لاندې هوښیار
ای « اهتمامه » چـې خـبـر لــه یـو څــه بـــل دې کــــړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې

د کابل د ګمرک بانک: (۷ / ۸ / ۱۳۶۳- هـ ش )

{/slide}{slide=حُــســــن غزل غزل}

دځـــوانۍ غــ‏وټۍ یـې ګل ده یار شینــدي څپـې د حُــسن
د ټټر پاولو کې زیر او بـــم غــږۍ نـغـمې د حُــــــــــسن

انــــــنـګي یې شرموي رنګ د مــڼــې باغ د پغـــمـان کې
له حـیا چـې یې راؤ اوري پر مــــــخ ډ یـــوې د حُــــســن

خط پر مخ یې په سرو شونډو د ښکـلا وو اتل سپور دی
چې راشندي د ځوانۍ رنــګین کمـــان شغــلې د حُـــسـن

څـــــوکیدار یې د حرم دی تـــــور زنــــځیر د ښامارانو
بــېګانه ته! دغــه زلفـــې یـــې په مخ خــورې د حُــــسن

نرګسي خـنداچـې سترګـوکـې انــځــور کــــړي کله- کله
کـړي ستونــه ډ ک له میو وهي کړنګ پیالــې د حُـــسـن

د ځـــــوانـۍ سپرلی په ټولو ګــلو ګــډ او رنــګـینـۍ دي
پـه کـــې بریښي د افغان د مغز او مټ اسرې د حُــســن

افــغــان هــر خوا د اغــیار د غــیږ خندا سیمې ښکلا ده
ربـــه ! بېرته مو نصیب کړې په هیواد مزې د حُــــسـن

د غـــــزل پـه ژبــه وګــوره تـــروې او خــــوږې دواړه
« اهــتـمـام » خورا په کـار دی چې څکې مېوې د حُسن
د پنجاب ګجرات د ؛ ۱۳۷۷ هـ ش کال وری

{/slide}{slide=سـپـرلی هــغـه ! چـې غـوریاځـه وکړي ګلونه!}

پسرلی د نوروز له ورځې څخه پیل کیږي د لرغوني دود له مخې د لمریزلیږد یزکال لومړۍ ورځ ته د نوروز ورځ وایي د پخوانیو اثارو « اوستا او پهلوي » له مخې په لرغونو زمانو کې یو کال دوه فصله ؤ یانې ( ۷ ) میاشتې اوړی او ( ۵ ) میاشتې ژمی ؤ چې د هر فصل په پیل کې جشن نیول کیده چې دواړه جشنونه د نوي کال پیل یا نوروز ګڼل کیدل. مګر د نوی کال پیل د پسرلي د لومړۍ ورځې څخه په پینځمه هـ ، ق پیـړۍ کې شروع شوی دی او د نوروز میله د نوی کال په لومړی ورځ د سلطان جلال شاه سلجوقي له وخت څخه په ( ۴۶۷ هـ ، ق ) کال کې رواج شوی ده او د کال د څلور ګونو فصلونو ویش د اسلام د سپیڅلي دین د ظهور په پیړیو کې منځ ته راغلی دې له دې کبله، چې د نوروزد جشن پیدایښت د حضرت علی کرام الله وجهه د رسمی خلافت له دوران سره سمون خوري نو ځکه په مذهبي بڼه په مسلمانانو کې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیږي ، او زمونږ د ګران هیواد په هره سیمه کې هم د سیمه ایز دود او سره سم لمانځل کیږي ماشومان،ځینې سپـین سرې ښځې اونوروکسان خوحتا دهر کال د نوروزدبیل په شپه د« بي بي نوروزي اوبابای نوروزي» مِجازي رول اوکړه د پام وړبولي او داسې انګیري لکه په دې مـثـنـوي کــې:
بي بي نوروزۍ او بابا نوروزی

د بــي بـــي نـــوروزۍ داســې حــکــایـــت ده
ولــــســـونـــو کـــې راپـــــاتــــې روایـــت ده

کــمــپــیــرک پــه اخــره شــپــه د زاړه کــال
د نــــوروزد راتــلـو وي ورســــره خـــیــــال

دا نـــوروز لـکــه ښـایــســتـه او ښکلی ځوان
رســـوي داسې څـېــره کـې دی خــپــل ځــان

چــې خـبـره ئــې لـه راتـلـو شـي کـمـپـیــرک
ځـان سـیـنـګـار کـړي لـکـه نـــاوې بـېـدرک

بــیــا د نــاز پـه ټـال کـې کـېني او ځنګ‎ېږي
د نــوروز لــیــدو،راتــلــو تــه هــوســېــږي

زمــزمـه کـــوي لـــه ځـــان ســـره یــوڅــه
لانــدې وي جـ‎ـاري ویــالــه ســـتـره اوبــه

لــه ډېـــر خــــونــد د شـرهـــاري او ټـالــۍ
څـو شــېبې ئـــې دلــتـه یــوســي پــــرېښانۍ

د ســــپـرلـي وږمـه خـوره نـسـیـم چـلېــږي
دا شـېـبـه کـې ځي نـوروز ورنه تـېــرېـږي

د دې حــــــال چـې پـه لـیـدو شـي بـلــبـلان
پـه خـوږو نغمــو ئــې کـړي پـه سـر فـغـان

پــه نــغمو کـې ورته وائــــي دغــــه شـــان
نــوروز تـېــر شـو ورسـره ځـولــۍ ګــلان

چې خــبره نـوروزۍ شــي دې حــال باندې
لــــه هـــیبتــه شي ګــــــذار له ټــاله لانـــدې

کـــه راولــوېــږي اوبــــو کــې دا مــحـــال
بـــارانــي و بــرکــــتــي بـــه وي دا کــــال

نـــــوروزۍ بــي بــي که وچه کې ګُـذار شي
وچــکـالي او قـحــطـي نا ســم روزګـار شي

چـــــې خــیــالـي څـېــرې کــوي د خیال بیان
لرغـونـتـیـا کـې ئـــې ارزښــت ده نــمــایــان

پــه نــازک بـــاب ده نــازکــه خـیـال څـرګـند
"اهــتـــمــام" ته ترې راځي د نــوروز خونـد

.... پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزی چلو ، سا به ، سمنک ، اووه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه ائزجشن کې خپل څاروی نندارې او جنګولو ته بيا يي او دې جشنو ته ښکلا ورکوي د هیواد په ختیځو سیمو کې هم دا میلې ځانګړي ډولونه لري چی یوه یي د کوچنیانو او تنکـیو ځوانانو میله ده . دې میلې ته « نوروز یا نور زعلي » وایي دا میله د څو ډوله ونو او ګلانو د پاڼو د غوټیـو په لید لو سره پیل کیږي په دې ګرمو سیمو کې ځینې میوه دارې ونې او ګلان ژر او ځینې بیا ډیر وروسته غوټۍ کوي د دې له پاره چې میله او بنډار په سهی او ټاکلي وخت کې ونیول شي د څومهمو ونو او ګلانو د پاڼود غوټيو لکه ( اينځر- الوچې ـ توت ـ ګلاب او رابیـل ) په لید لو سره کوچني او زلمیان خپله میله پیل کوي او که داسې ونه کړي نو په ونو کې ړوفتۍ (غرنۍ ونه ) او په بوټو کې نېستي ګلی تر نوروبوټـو ژرغوټۍ او ګل کوي خو د پښتو متل ورته ویلي چې « په یوه ګل نه پسرلی کیږي » او په نېستي ګلی هم داسې غږ کوی :

ای نــیــــســـتـــــــي ګـــلــــه ! و درواغـــجـــــــنــــه
ســــپرلی هغـه ! چی غــــوریـاځه وکــړي ګــلونـــه

نېستي ګلی یو تریخ وا ښه ده چې نرۍ پره ـ پره پاڼې او ژیړ چکه ګل لري د پټـیو په پولو شین کیږي او تر هر بوټي ژر ګل کوي دا چې پدې وخت کې دژمي پای وي غریبو خلکو د تیرژمي توښه خلاصه کړي وي نو شا ید پدې سبب خلک دا ګل ، نېستي ګلی ګڼي ، په هر صورت ، میله او جشن داسې وي چې د کلی زلمیان او کوچنیان سره را ټولیږي او د نوموړو ، ونو او ګلانو څخه د هر یو د غوټیـو څو څانګې ګیډ ۍ کوي او له ځان سره یې د هر کور دروازې ته په ډله وړي هرې کورنۍ ته د نوروز مبارکي وایي او پدې ترڅ کې د میلې له پاره د خوړو خام مواد هم را ټولوي او په ګډه سره د کور په دروازه کې پدې ولسی نظم دُعا او غوښتنه کوي :


ښـــــې میـــرمنــــې ښــــې
تــــــــه را واچــــوه دانـــې
چـــې یـــې وګـــورو مــزې
دا خـــوږې دی کــه تــرخــې
خــ‎ــــــدای بـــــه داسـ‎ــــې
زوی کـــــــی درکــــــــــي
چې په کوچـو یې غــوَړوې
د پــلار مـخـې ته یې لــیږې .

پدې وخت کې د کور مشره میرمن دغوټیو څانګې ترې اخلي مچ او بویوي یې له کورُ نه غوړي ، وریځی اوړه یا نور خوراکی شیان راخلی او د څانګو له ګیډۍ سره یې یو ځای هلکانو ته ورکوي پدې توګه ديوکلي ټولو کورونو ته ځي دکلیوالوتر منځ مینه سپېڅلتيا او صميميت دکال په دې لومړي پيل کې لا ټیـنګيـږي. هلکان دغه راټول شوی خام مواد ، د کلی په دیره یا د کومې کونډې ښځې په کور کې په ګډ ه سره پخوي ، د خپلو کورونو څخه دیګی ، لوښي اوڅمڅۍ راوړي ، تنورونه اچوي او دیګونه با روي چې خواړه پاخه شول ، کوچنیان او زلمیان دغې میلمستیاته د کلی ځینو نارینه او ښځینه کسانو ته هم دعوت او بلنه ورکوي او خپله د ډیرې خوښۍ او مینې په ولولوکې میلمه پالنه کوي او خواړه په ګـډه خوري . د غرمنۍ له خوړلو څخه وروسته نجنې او هلکان له داریا او ټمبل سره سندرې وایي او د خوښۍ شیبې لاپسې رنګینې کوي ،بیا ځوانان او غـټان ډاګونو او شنو دښتو ته ورځي او د خوسي ، تیږې اچولو،موڅې،دسرې یا تودې تیږې ،آډ ک ، خیزونو ( پدې ټولو لوبو کې همزولي وړونکي هلکان بايلونکوته ور په شا کیږي اوتر ټاکلی فاتې يې وړي ) چې دا کړه پخپله د جسماني ودې سبب ګرځي اوهم د والیبال لوبی د ژمي له تیریدو څخه وروسته د لومړی ځل له پاره د سیالۍ په ډول پرانیزي او بیا دغه لوبې هره ورځ جاري وي ، همدارنګه د نوروز د ورځې څخه وروسته د سیمو اکثرآ خلک تر څلویښتو ورځو پورې هره پنجشنبه د زيارتونو په میلو کې برخه اخلي ، په زیارتونو کي لنګرې خيراتونه ، مېلې او د ساز او ټنګ - ټکور پروګرامونه وي له نورو ولایا تو هم دې میلوته خلک راځي . د جمعی په ورځود مهترلام بابا اوبي بي صيب په زيارت کې د ښځو د میلې او زیارت ځانګړې ورځ وی پدې موسم اوګرمه سیمه کې چې د ښتې په رنګا رنګ طبعی ګلانو ښایسته وي په رودونو کې رڼې اوبه بهیـږي فضأ او باغونه د بیلا بیلو مرغانو زوږ نیولې وي د هر چا زړه په وجّد او مستۍ راولي او دژوند له شیبو څخه خوند اخلي لکه دې انځورکـې :

سپرلی په نندارو کې رنګین شوی هره خــــوا ده
خوښي او خوشالي نه لور په لوري تـماشــــــا ده
وږمې دې سبــائـي ئې اوروي د ژونــــد ربـــــاب
ښایست او خــوشالي ترې څرګندیږي بې حـــساب

دښتې دي که غـرونه شــین شــــال ئې کړ په سر
غاټول او غوریـــاځه ښکــــاریږي لـــــر او بـــر
وږمې په سبـــائــــي کې چــلـــیـږي پــه هـنــــــر
هـــر څـه رامالــومیــږي بــل شـــانــته په نــــظر

زړه وړونکې تماشې دي ښا ئېسته غـر او سارا ده
ســــپرلی پـه نـندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
څــپې شیندي د عطرو سـم او غـــر لــــکه سېلاب
ښائېــست او خوشالي ترې څــرګند یږي بې حساب

زاڼـو او هېلیو جوړ هـــوا کې کــتارونــــه کړل
پورته توتـــکیو په نغمـــو کې آوازونه کــــــړل
زرکو او سېسو پاس په غره کـــې آوازونه کړل
وائي د سپرلي نغمې مست ئې ځکه زړونه کړل

په زوږ کې پېچېد لې دا د شنه آسمان فضـــــا ده
سپرلی په نندارو کې رنګین شـوې هره خـوا ده
ګـډاوې په شنېلیو بـوراګـان کـړي پــه شتـــــاب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب

مـســتي کــوي سیـندونه ، رود ونه ســپین روان
رســۍ دې لـمر وړانګــې د ګــلو غــېږ ته ځان
غـوټـۍ لـه هـوسـونـو راڅـیـرې کـړ ګــرېــوان
پر دې ئې څیرې کړي خندا کوي ګــــــــــــلان

شبنـم باندې تازه چـــــلېږي څومره ښه هوا ده
سپرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
صفت ئې " اهتــمـــام " کولی نه شي له هر باب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حـساب

اګرچې تیرو جګړو د دې میلو خوند کم کړی ؤ هیله ده چې د سولې او آمن په راتلو سره به نوی سپرلی نور هم رنګین او له خوښیو ډک شــــــــــــــــــي په همدې هیله ورته داسې ښه راغلاست اوهرکلی وایو:

 

ای ښـــــکلیه سپـــرلیه ! له غــنچـــو سره راځــــــه
دمــیـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځــ­ـــه

د بـــــزم بـــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــــل
سېل جـوړ کــړه د بـــلـبــلـــو لــه نغمو سره راځه

په ښکلود باګرام هــم ګـــذر ژر و کړه د سولـــې
څـــپـــې د امـــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــــه

د مینې د حــرّم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه

دې وهــم په تــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه

زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه

په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو " اهتمام"
چې و ویــنځي کینـې له پا کو زړو سره راځـــه
ج

پــه درنښــــت
ظــفــر خـان " اهـتــمــام "

{/slide}{slide= څپې}

دګلو بوې
د وږمو غېـــږ کې
د سینــــد د مستۍ ګل
د اوبو په سر
باد ، نه د بوټو تنې
بل پـــه رګو کې وینه
ــ وینه په مینه ــ
لمبېدلې وینه !
او دغه دواړه د سپرلي څېره کې !!
وهي مستي نه څپې
د خوشالي نه څپې
د سمسور ژوند زېري
دا ټول څپې،څپې !!!

{/slide}{slide= غـنـم لـو(منظومه)}

ظــفـرخـان "اهـتـمـام"
نن چې غنم لوئِيږې،د غنم لو موســم دی
ما ته یـــــادېږي هغه تېروختونه
د کوچنیتوب تنکي ـ تنکي یادونه
- ما به په سرد درمند
د نقره یي وږو له پاسه
د لمرګرمواو زري وړانګو کې
درمې کــولې د قـــفس له پـاره
-پدې موسم کې به چـغکو زېږول بچوڼـي
اودمینا بــچي به لوړ چنارنه ما کوزول
څومره په خوند به مې سا تل دا دې درمو کپس کې
وه دروازه یې د درمو کله ګردۍ ــ کله چارکونجه ښکلې
ښکلی چیوس به دې بچو کوه زماپه وړانـــدې
نازک،نـــــازکه یې ژیړـ ژیړ خاره ګـــي ...
چی رپول به یې تنکي وزرونه ښکلي ـ ښکلي
لکه د دوه مینو زړونه د دیدن په وخــــت کې
زه پوهیدم چی تـــلوسې یې پارېدلي د خوراک له پاره
مابه په خوله کې ورکولې کچۍ...
اخ ! د ژوندون هـــــغه خواږه یادونـــــه
هاغه سپېڅلې مینې هغه لومړي وختونه
٭ ٭ ٭
نن هم غنم لوئیږي ، دغنم لوموسم دی
نه درمند ځای او نه غوبـــلونه شته دي
نه له ژوندون څخه خونـدونه شتــه دي
هلته وو درمند او غوبلونه کیدل
ؤبــه حشــراوديــدنـــونه کــېدل
هلته د کلي ټول غـــــوایی ، به تاویدل په درمنــد
د جایجایې خواکې به تـلـل د زنځیر خپور په شکل
هلته به سیوري دنیالګیولا ندې ګرم شمال خوږ لګـېده
مـــــــوږبه د سیــــن ســــړو اوبو نه مــــنګــوټي ډکول
سړواوبوکې به مینځل موږ زردآلــــــو او تـــوتان ...
او وار په وار به موغوبل تا وا ؤ
زموږ د بلبلې او مینا بچــــوبه ،
د جایجایي په شا ډوپۍ وهلې .
٭ ٭ ٭
نن چی غنم لوئیږي،دغنم لـوموسـم دی؟!
دلته تریــــشل په خوله کې وږي نېسي
لکه نهارښامار یې ځان ته کاږي
نه شته ، غوبل ، نه درمندونه وینم
نه د ژوندون څخه خونـــدونه وینم
احساس بوډا- بوډا دی
اوس د چغکو په ځای ،
راته چغـیږي ګلالي ماشومان
ژیړې زبېښلې څېرې شونډې رپۍ !
له ما نه غواړي دانې،داسې دانې چې کالوري ولري
خو زه یې تش ور ډکومه ګیډه
هغه هم کله ـ کله
زه یې د سترګــــــو آینــوکی ناهـــیلۍ وینمه
لکه دمات زړه په آینو کې له نفرت نه لیکې
د سیوري خوند نشته ،
ـ اوبه ترخې ـ ترخې دي
اخ ! د ژوندون هغه خواږه یادونه :
اوړی را اوړی می په زړه یوازې
اوړی را اوړی می په زړه یوازې
اهـــتــمــام ( شینه ـ کابل )

{/slide}{slide=دخپلواکۍ شهیده !}

ګلګون کفن په وینو رنګ د خپل ارمان شهیده

آرزو د پــاکه د حــــق لارې قهــــرمــان شـهیـــــده

په حـــقه لارکې تا د فتحې او وطــــــن په خـــاطر
په ســــــرښندنه د خپل ځان کړلو قربان شــهیده

ستا په مــزار اوس د بلبلو شور کې داسې اورو
درتـــــه راوړی دی موږ دغه ارمــــغان شهیــــده

د خـــپلواکـــۍ او آزادۍ مـــــــبارکي درکـــــــوو
موږ قاصـدان یو د سمسوره ګلستان شـــهیده

د تاآرزو ترســــــره شــوې دا پیغــــام لـــرو اوس
دغه آزاد هېواد کړي فخـــر ستا په شان شهیده

د وطن خـــاوره چـې د وتره کړه په وېــــنو د ځان
اوس هره خوا دي غوړېدلي پرې ګلان شــهیده

« اهتمام » ستا روح ته شـــاد باش او درودونه لېږي
ای ! پاک ارواحه ترابده ښاد روان شـــــــــهیده

{/slide}{slide= مور ورکی زلمی}

لـه مــا نــه مــور ورکــه ده
مــا نــه هـــم کــور او خـــپــل دود
زه لا کـــوچــنـی وم
چی سـیلــــۍ د جګړې
د بوړبکۍ پـــه ولـــو
د کــاف تــر غــره کــړمــه تېر ؛
میــنه جوهــر ده انــسانـی ژونــدون ته
زه وم محروم د خپلی مور له مینې !؟
اوس څکی نه شــــمه د آمن خــواږه
مــرچ دي راتـه !
زه مــی مـور نـه پېـژنــم ،
له مــا نه مور ورکه ده .

{/slide}{slide= نیمځانه هیلې}

دا سپېره لمن د دښتو
دا ړنګ شوي خړ ځایونه
په ګردونو لوغړن کڼډواله شوي
دا نیم ژواند غوندې باغونه
دا ژوندۍ مړې شوې ځمکې
بې کسۍ نه شړېدلي
د ناپاک پردي یرغل نه!
هغه وخت کې زورېدلي
بېرته بیا د ژوندون پیل ته
تـُخنېدې هره شېبه کې
خو چې نن ئې!
د نیم ژوانده هیلو
غوټۍ په غوړېدو وې
ځولۍ کې نه ځائیدې
یون ئې په لور د خندا
خو یو ځل بیا ئې :
توسېدلې او تنکۍ هیلې
د ویر او مرګ په سمندر غوټه شوې!؟
٭٭٭ ٭٭٭ ٭٭٭
پاس په آسمان کې سپوږمۍ،ستوري
او کهکشان په شپو کې ...
لاندې په ځمکه کائېنات د طبیعت
ګوري دا ګرد او غبار ...
ډنډو د وینو ته پدې کنډوالو
د غم څپو ته فریاد او ژوبلې
بل په نیم ځانو هیلو
د زمانې دې بې رحمیو لره
ولاړ شاهـــد
او تر آبـــــــده ولاړ!!؟
په ویر لړلی ویني
دا دې
نړۍ د زړه،د زړه،زړه ویجاړ .
کابل - د ۱۳۷۱ل . ل کال د زمری میاشت
......................................................................
دغه شعرپه۱۳۷۲کال کې له همدې عکس سره د پـیښور څخه د خپریدونکې
(سحر) مجلی د اوومی ګـڼـی په ۴۰ مخ کې هم خپور شوی ؤ.

{/slide}{slide= زنځیري مـثوي}

ګــران هــــــېواده شـــم تـ‎‎‎‎ا نه قر با ن
ده وېجا ړاوزخمي دصورت هرزما ن

خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي
په هیبت دې دعوت دي روان اوراځي

اې هېواذه صـفا ســــــــــــوله تا ته دوا
چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا

که چــل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل
چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل

دا ارمــــــــــــان د افغا ن ګران له ځا ن
آبـا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن

حرف کلام ېې مـــــدام نا تما م اهــتما م
نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سـلا م

{/slide}{slide= ســپېـده داغ}

هــلته سپـــور ګرځېد بورا په ښـــاخ د ګــلو
څــو ئــې زړه پرې څــیرې نه کړو پسې تــلـلو

چـې ئې زړه په اغزو څیرې وینې توی شوې
خــــورې غــــېـږې تـــه د ګـل ورسـېــــدلـــــــو

بـــلبــلان تـــــر سبـــائـــي پــــه نــغـمـو ســــر ؤ
وه سپــوږمـــۍ د پــسرلــي باغ ئـــې ساتــلـو

چــې وږمــې د سبــائــي خــورې ورې شـــوې
بېــلتـــانه څـــخــــه ګــــلان ؤ پــــه ژړلـــــــــــــو

« اهـتمــام » وائي څـــه ښکـلې ګونــګسې وې
سپــېـــده داغ ؤ دغــه وخـــت په غـــــوړېـــدلــو

{/slide}{slide=(کاکړۍ غاړې)}

دا زما څو کاکړۍ دي
د ژوند چاره دا غاۍ دي

غوږ پرې کیږده چې کړم پند
دغه پند واوره په خوند

چې له خولې څه راوباسې
شونډې بې سوچ نه کړې خلاصې

چې په پړانګ باندې سپرېـږې
له سپرلۍ دې ؤ وېرېـږي

چې کړي تل ګېډې ته کار
کړي به عقل وږی خوار

سړی سل کاله ژوند نه کا
د زر کالو غمه وکا

چې هر څوک وي ډېر ناداره
شیطان ژر مومي پرې لاره

ځان دې لږ ګڼه هرښیار
نه له نورو په څو وار

وروڼه کار که په سلاکا
غرونه ځان ورته طلا کا

که ډېر وخت و کړې ژوندون
ایله به یې پوه شې په لنډون

احترام کړه د زاړه
چې بیا به اوسې داسې ته

هر څوک کړي لنډۍ مدام

ښې غاړۍ دې "اهتمام

{/slide}{slide= د ویــنــــو سودا ګروته!؟}

ظفرخان "اهتمام "
سپرلیه تا ته مو وې هیلې
دې ښکلاوو ، رنګینیو او خوښیو هیلې
مینه کې نغښتې دې امنیت
او پرېمانیو هیلې

څنګه سپرلی ئې ته ؟!
چې توپانونه ، سېلابونه او ستم لوروې
د سېمرغ ځالې او بچیو باندې بم لوروې
دې ملالۍ زیارت ړنګ شوی ، دې ایوب بچیو !
دې خوشحال خان او دې رحمان بابا عـزت وساتئ
چا مو عزت ، چا مو تاریخ ولې هستۍ واخېستې
دې بل په لمسه ئې زموږ د خـولې مړۍ واخیستې
تا ته دې هیلو او دعاوو لپې پورته نیسو
په مونږه مه پلوره دوینو سېلاب
په ډالري لوړ قېمت !؟

{/slide}{slide= ســـپــرلــــيـهای ښـــــکليه سپـــرليه ! }

له غــنچـــو سره راځــــه
دمــيـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــه

د بـــزم بــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــل
سېل جـوړ کــړه د بــلـبـلــو لــه نغمو سره راځه

په ښکلود باګرام هــم ګــوذ ر ژروکړه د سولـې
څــپــې د امــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــه

د مینې د حــرم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه

دې وهــم په ټـــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه

زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه

په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو " اهتمام "
چې و ويــنځي کينې له پاکو زړو سره راځــه{/slide}