د استاد گلزمان له مړيني سره مو د موسيقۍ له هسکه يو بل ځلاند ستوری راپرېوت

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

م.ا. زيار، اکسفورډ ۲۷فېبرور۲۲

 د نه باور پېښه کانه ده ،  هماغسې چې د هند نوميالی فيلمي سندرغاړي رفيع دکلو کوڅو او بازارونو له تنگ ټکور ( قوا لۍ*)  راپيل کړې وه ،او د هند نومورې فيلمي ټولنې( باليووډ)  اډانه کې له گوډگر اواز سره  د ميليو نونو ميليونونو زړونو او ذهنونو ته لاروموندله، او تليادی او تلژوندی پاتې شو،

دغه راز زموږ اروښاد استاد گلزمان د خپلې پېځوس ميليوني پښتني- افغاني ټولنې پر کچ د  د ېرو- اوجرو له ټنگ ټکوره  را پيل کړې وه او د نومهالې سندرا (موسيقۍ)  استادۍ ته لوړتيا او پرمختيا وموندله؛ اولکه څنگه يې چې له خپل ټولمنلي گرانښت و درنښت څخه پر  ژو ندونې برخمن وو ، نودغسې به يې تر مړينې روسته هم تليادی اوتلژوندی ساتي!

* [ قوالي چې امير خسرو بلخي (بيا  دهلوي)  يې د مسلمانانو لپاره بنست اېښی او  ور ځانگړې کړې ده؛ او هماغه راز چې هندي موسيقي د ټولې ختيزې نړۍ په استادۍ د لوېديزې نړۍ پر وړاندې يو مخا مخی (تقابل) رامنځته کړی، همداراز يې د اتم (فيلمي) هنر له پلوه يو ورته استاگرانه دريځ هم راخپل کړی، په نورو ټکو، د (هاليووډ) پروړاندې يې ( باليووډ)  ور مخامخ کړی دی]

داهم ښايي، د ارواښاد استاد د ويرژلې کورنۍ او مينوالو ته څه ناڅه هېښنده وي چې

له هغه وياړلي او ټولمنلي هنرمند سره زه خپل گډ اړخونه او يادونه د مخښود (فېسبوکپاڼې)  له نورو درنو لوستونکو سره هم شريک کړم:

- رادېوافغانستان ته د استاد راتگ زما له واده سره هممهاله وو، ټيک پر(۱۳۴۳ل) کال، همداچې  د واده کارت مې د برنامو سراسري  پازوال او له (زړې راديوکابل) راهيسې شاعر او فرهنگيال دوست(عبدالله غمخور) ته ورځ دوه مخکې رسېدلی وو، راته يې زنگ وواهه چې سندرغاړي به دی له ځان سره راولي. پر ټاکلي ماښام راديو ته ور څېرمه (عسکري کلوپ) ته  سري ماښام راغی او  زيری يې راباندې وکړ چې د  خوږ اوازي سندرغاړي گلزمان په  سرغندويۍيوه خوستي ډله له طلامحمد او نورو ننگر هاريانو سره دم گړۍ روسته راتلونکې ده. داچې هغه شپه له نوي عيسايي کال۱۹۶۵ سره برابره وه، نو زما د ادبياتو پوهنځي رابللو الماني، روسي... استادانو او د مېرمنې د ښونې روزنې  پوهنځي امريکايي استادانو تر ټولو زيات د  زلمي گلزمان په سرغندۍ خوستي ډلې ټنگ ټکور ډېر خوښ شو او خپل لروينونه (دوربينونه) يې په ډېرو انځور اخېستنو  تش کړل!

يوه بله په زړه پورې هنري خاطره يې راسره دا وه چې له څرخي زندانه په  چلول رايستلې ترانه يې له استاد زاخېل سره په گډ کمپوز او اواز د لروينون (تلويزيون) له لارې رانگازه کړه، له دې سرکړۍ سره:

 ماتېږي مو په مټو زنځيرونه اتلانو

                                                          پتمنو افغانانو

                                                                                      بری مو دی په برخه...- په پای-پای کې داهم نه هېر وم . دی زما همزولی وو او زما هومره رنځوري يې ترشاپرېښوه. په همدومره توپير چې ما له ټولو بې غوريو سره بياهم د پرمختللي نومهالې درملنې په مټ  مرگ ته ماته ورکړه او ده ورته چارناچاره غاړه کېښوه!

د استاد گلزمان ياد دې تلتاند وي، ويرژلې کورنۍ او مينوالو ته يې د زړه له ژورو خواخوږي  وړاندې کوم- زيار او کورنۍ له اکسفورډه

دابه  کومه بله ورځ خپور کړې- ستا زيار

(کره: ۱۸جن۲۲)

من اين هنرمند توانای جهان موسيقی را از دير باز، حتا از تکنوازی با هارمونيه در ستود يهای تلويزيون ملی افتخار شناخت شان را داشته ام. راگ های روح نواز شان در جهان غربت از ورای ويديهای جلاوطنان هنردوست، دردهای جلاوطنی ام را پالايش داده ولی  آهنگ  دلنشين فلکلوريک [...باچشم آشکبار من چه کردی...]  به حدی مسحو رم کرد که مرا به سرا يش اين شعر هموزن پشتوی اش واداشت که اينک به هنر مند محبوب مان پيشکش می گردد:

که مې ځي اوښکې باران، تا له ماسره څه وکړل

 کړم  دې سر پر بيابان، تا له ماسره څه وکړل

ما جرگې در واستولې ، د هسک ستورو، ننواتې

بډ د مينې دجهان، تا له ماسره څه وکړل  

ماخو ستا د راتگ لارې، په بڼو جارو کولې

کړم پر تېرو دې پښېمان، تاله ماسره څه وکړل

 ستا د مينې له يو (هو) نه،  مابلهار خپله ځواني کړه

گورته وړم به دا ارمان، تا له ماسره څه وکړل

 تا په پار د هندويي خال، مجاور د درمسال کړم،

درته تېر له دين ايمان،  تاله ماسره څه وکړل!                    

با حرمت بيکران، پوهاند دکتور م.ا. زيار از اکسفورد

گران ارج شريف غزل،

اگرافتخار بخشيده،اين شعر ارادتمند تان را سزاوار صدای جادويی خويش ارزيابی دا نستيد،در صورتيکه در خوانش پشتوی نسبتا ثقيل من، نيازی به کمک يکی ازدوستان

 پشتون احساس شد اين شمارۀ تېلفون دخترم پشتيانا زيار را به اختيارشان بگذاريد:

0044-793 850 4272

تلفظ معنای کلمات نادر:  بډ ( مخالف) در آغاز مصرع چارم،  پښېمان مترادف (پشيمان) پارسی ولی دوهجايی در مصرع ششم ،و بلهار(قربان، فدا) در مصرع هفتم،  هم چنان رديف (کړل) در آخير هر بيت ميتوانيد(کړه) ياهم (که)  ادا نماييد!

مصرع سوم که کلمۀ(ستورو) دو هجايی تلفظ ميشود، به گونۀ نمونه برگردان می شود:

من  جرگۀستاره های آسمان را به عذرخواهی فرستادم...

 سپاسگزار تان زيار