پوهاند محمد بشیر دودیال
د اکتوبر شپاړسمه چې د تلې د میشاتی ۲۴مې سره برابره ده، د خوراک دنړیوالې ورځې په توګه د کرنې او غذايي توکو نړيوال سازمان (FAO) له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږی. دغه لمانځنه یواځې څه تشریفات او له تفُنن ډکې خبرې ندي،
بلکې دآنیده تصامیمو لپاره په علمی چلند بیلګې سره تګ دی، دا د ټول بشریت لپاره یوڅو مهم پیغامونه او بیا د نړۍ ټولو وګړو؛ په تیره بیا د بیوزلو هیوادو او بیوزله خلکو لپاره د تدابیرو او د دوی دستونزو کمښت ته هم فکرکول او په دی اړه پریکړی کول دي. له نیکه مرغه افغانستان (FAO) سره له کلونو کلونو ښې اړیکی لری او دغه ورځ تل په افغانستان کی لمانځل شوی ده او لمانځل کیږی.
سږکال ځکه دا ورځ موږ ته لازیاته مهمه ده چې د بیوزلی کرښه د نفوسو له نیمایی زیاته برخه احاطه کوي. د دی معنا داده چی غذایی مصئونیت یا د خوراک خوندیتوب، چې د څلورو (د کافي والي، مغذي والي، اجتماعي والي او له رواني پلوه دډاډه والي)ابعادولرونکی دی، افغانستان کی نه لیدل کیږی.
دا سازمان په حقيقت کې دملتونو د پخوانۍ له منځه تللی ټولنې چې اوسنیUN یې ځای ناستی شو، اړوند د(کرنې نړيوالې مؤسسې) ځايناستي ګڼل کېږي. نو راځئ لږ یی له تاریخی پلوه وګورو، بیا به یی اوسنی تشکل او اهداف مطالعه کړو:
د کرنې نړيواله مؤسسه دملتونود ټولنې (دملتونو ټولنه دلومړۍ نړيوالی جګړی له پای ته رسيدو وروسته په نړۍ کی د سولی دټينګښت او يو شمير نړيوالو درنو مسئوليتونودمنلو په موخه جوړه شوې وه، خو خپل ماموريت کی ډيره بريالۍ نه وه، چی وروسته ددوهمی نړيوالی جګړی څخه يي د ملګرو ملتونو سازمان/م.م. یا UNپرځای جوړ شو) دفعاليت پرمهال، جوړه اودکار او روغتيا له نړيوالو سازمانونو سره يې داطلاعاتو په راکړه ورکړه کې نږدې همکاري لرله. دغې مؤسسې دونو- بوټو په ساتنه او وده کې هم اغيزمنې هڅې ترسره کړې وې، خو د خوراکي توکو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization) له جوړيدا وروسته، له نوموړې مؤسسې څخه د اروپا دسيمه ييز دفتر په توګه کار واخيستل شو، چې بالاخره په ۱۹۴۸م. کال کې په رسمي توګه ړنګه او مسؤليت يې نننۍ FAO ته وسپارل شو. د FAO د تأسيس طرحه په لومړي ځل د ۱۹۴۳م .کال د می په مياشت کې د امريکا دولسمشر (فرانکلن روزولت )له خوا دخوراکي توکو او کرنې په مناسبت په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې، چې د امريکا په ويرجينيا ايالت کې جوړ شوي و، وړاندې شوه. په دغه کنفرانس کې چې نږدې ۳۴ هيوادونو برخه لرله، په نړۍ کې د بيوزلۍ او دلوږې پر وړاندې دمبارزې په موخه ديوه نړيوال سازمان د جوړيدو پر اړتيا خبرې وشوې. دسازمان غړو د ۱۹۴۵م . کال په اکتوبر کې دکاناډا په کيوبک ښار کې خپله لومړۍ غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې د غړو هيوادونو له خوا دسازمان اساسنامه لاسليک شوه. داساسنامې له لاسليک وروسته دخوراکي توکو او کرنې نړيوال سازمان د يوه تخصصی سازمان په توګه په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ چی موخې يي دا دی:
۱.دخلکو د ژوند دسطحې لوړول،
۲. دکرنيزو ټوکيوتوليد، اصلاح او دخوراکي او کرنيزو محصولاتو ويش،
۳. په کليوالي سيمو کې دپرمختيايي پروژو پلي کول. يعنی په عمومی توګه له نړيوال اقتصادي پرمختګ سره مرسته او دعامه هوساينې پراختيا . ددغه سازمان جوړښت او ارکان دا دی:
د صلاحیت او تشکیل له مخی د خوراک د نړیوالی اداری لوړ ارګان کنفرانس دی، له دې سره یو ځای نور ارګانونه هم لری چې لږ به یی وپیژنو:
۱. کنفرانس د FAO ترټولو لوړ ارګان دي، چې په کال کې يو ځل غونډه کوي. اصلي او څارونکي غړي کولاي شي کنفرانس ته خپل استازي وليږي، خو يوازې اصلي غړي په کنفرانس کې درايې حق لري.که کنفرانس لازمه وګڼي کولای شي، دهغونړيوالو سازمانونو استازي؛ چې موخې او فعاليتونه يې دکنفرانس له فعاليتونو سره ورته والي ولري، په غونډو کې دګډون لپاره کنفرانس ته راوغواړي. ياد سازمانونه به يوازې دڅارونکي په توګه په کنفرانس کې ګډون کوي او دکنفرانس په پريکړو کې د رايې ورکونې حق نه لري.
۲. شورا: شورا دسازمان اجرائيوي ارګان دي، چې ۴۹ غړي لري دشورا غړي دکنفرانس له خوا ددريو کلونو لپاره ټاکل کېږي. شورا دکنفرانس له خوا د ورکړل شويو واکونو دپلي کولو مسؤليت لري.
۳. منشي: دخوراکي توکو او کرنې سازمان منشي د سکرټريټ مشرتوب په غاړه لري. منشي د کنفرانس له لوري ديوې دورې په موخه دشپږوکلونو لپاره ټاکل کېږي. دسازمان منشي دکنفرانس دتوافق په صورت کې کولای شي، سيمه ييز دفترونه پرانيزي. افغانستان دملګرو ملتونو یو ډیر پخوانی او لومړنیو اعضاوو حخه دی.
دملګرو ملتونو د سازمان اړوند، د (FAO) سازمان په افغانستان کې دفتر اود کورنیو او بهرنیو کارکوونکو او متخصصینو لرونکی دی، چې ټیرو کلونو کې یې افغانستان کې ډیرې ګټورې پروژې اجرا او تطبیق کړي دي. اوس چې د غذایی توکو د کمښت ستونزه ټول بشریت یوشانته تهدیدوي، په کار ده چې موږ د خپلی کرنی وضعیت ته له سره کتنه وکړو. لله الحمد افغانستان د خپلی کرنی د پرمختیا، د پایداره انکشاف او شنې ودی Green) (Growth/G.G.ته ډیر مناسب شرایط لری.، آن دا چې موږزیات شمیر داسې سرچینی او منابع لرو چی تر اوسه مو هیڅ لاس ندی وروړی، نو بیا خو ډیر اسانه کولای شو چې نه یواځې دقحط مخه ونیسو، بلکې نورو هیوادو ته هم خپل کرنیز محصولات صادر کړو او د نورو هیوادو بیوزلو ته خیرات هم ورکړو(هم خرماهم ثواب!)
دې برخه کې موږ دکرنی وړزمکه، اوبه او شپږ داوبولګولو حوزې، کافی د کار ځواک لرو، خو مسلکی او متخصص کارکوونکی او تکنالوژی کی شاید ستونزه ولرو، موږ په دې برخه کی د (FAO) مرستې ته اړ یاستو، تر څو هغه منابع چی هم له فزیکی، هم له اقتصادی واجتماعی اوکلتوری چوکاټونوله پلوه ډیری مناسبی دی، په کار واچوو. تر ټولو ښه خبر دادی، چې نور مو جګړو ته نه وویل او د یوه دودیال(مدنی اومهذب) ملت په شان مو خپل منځي شخړې، جګړه او انسان وژنه پریښوده، ورسته تردې به انسانی کرامت پالو او د پاک پروردګار په نعمتونو به کفران نه، بلکې د هغو شُکران به کوو. دشُکر په ادا کولو کی به مو لومړی پام دحلال رزق ګټل او د هغو منابعو ښه کارول وی چی الله پاک موږ ته زموږ د فلاحت په خاطر خلق کړي دی.
پاکه پرروردګاره! افغانان نورله خپلو تیرو تیروتنو توبه کوي، معاف يې کړه او د فلاحت،آبادی او ستامخلوق ته دخدمت توانایی ورکړه.